د سيمه يیزو او ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو ډيپارټمنټ د روسيې له لوري د اسلامي امارت په رسميت پېژندلو په اړه ايکس سپېس ترسره کړ. په دې سپېس کې د نړيوالو او سيمه ييزو اړيکو څېړونکی څېړندوی عمران زکريا ميلمه و، چې د کوربه څېړنوال عبدالشکور سالنګي او په سپېس کې د موجودو ګډونوالو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل. زکريا صيب د روسيې له لوري د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې پر لاملونو، پايلو، د روسيې او متحده ايالاتو پر سياليو او د دواړو هېوادونو د اړيکو پر راتلونکي تفصيلي بحث وکړ.
دغه بحث د سرطان مياشتې پر ۱۷مه نېټه د ماښام پر ۸ بجو پيل او د شپې پر لس نيمو بجو پای ته ورسېده.
نوټ: د ایکس سپیس ریکارد په لاندې لینک کې اوریدلی شئ.
https://x.com/i/spaces/1kvJpyoWAzXxE