که څه هم له لومړي پیل څخه بین الافغاني خبرې اترې چټکې پیل نه شوې او په ډېر ځنډ سره یې هیله دومره وکړای شول چې د راتلونکو ناستو اجنډا ترتیب کړي، خو کله چې په امریکا کې د ټاکنو پایلې د بایډن په ګټه اعلان شوې او ډیموکراټانو ټاکنې وګټلې، دغو پایلو په افغان سوله هم مستقیم اغېز درلود او هغه دا چې ټول منتظر وو چې د امریکا د نوي حکومت پالیسي به د افغان سولې په اړه څه وي، د امریکا نوي حکومت اعلان وکړ چې له طالبانو سره به د دوحې تړون بیا ارزوي او کتنه به پرې کوي. یاد اعلان په دې معنا وو چې کېدای شي تړون له ننګونو سره مخامخ شي. په امریکا کې د بدلون له راتګ سره طالبان له خبرو شا ته شول او یو شمېر هېوادونو ته یې سفرونه وکړل، دا په داسې حال کې وو چې د افغان حکومت د سولې پلاوی په قطر کې وو.
د دوحې تړون او د امریکا نوی حکومت
داسې برېښي چې د دوحې د تړون او د افغانستان د قضیې په اړه د امریکا په پالیسۍ کې کوم ستر بدلون نه دی راغلی، په ځینو ټکو به یې بیا غور وشي، چې یو هم د بهرنیو سرتېرو د وتلو نېټه ده چې د دوحې د تړون له مخې باید د مۍ په میاشت کې له افغانستان څخه ووځي. امریکایانو ویلي چې د سرتېرو په ایستلو به بیا غور کوي او له ټاکلي مهال وېش سره به خپل پوځونه ونه باسي او زیاتوي چې په ټاکلې نېټه د سرتېرو وتل به په افغانستان کې ستونزې را پیدا کړي. داسې معلومېږي چې تر یو کال لږې مودې پورې به د خارجي سرتېرو د پاتې کېدو نېټه غځېږي او طالبان به یې هم ورسره مني.
له بلې خوا د ناټو غړو هېوادونو هم د افغانستان په اړه پرېکنده پرېکړه ونه کړه او خپل تصمیم یې په حالاتو پورې تړلی وباله او امریکایانو هم خپلو متحدینو ته ډاډ ورکړ چې له دوی سره په مشوره به فیصله کوي، د ناټو د غړو هېوادونو موقف هم له امریکا سره تړلی دی او له امریکا سره به په ګډه د افغانستان په اړه ګام اوچتوي او په دې وروستیو کې د امریکا د نوي حکومت د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په ډاګه وویل چې د افغانستان د کشالې د حل لپاره سوله ییزو او سیاسي حللارو ته ژمن دي او دا ستونزه به د خبرو له لارې حل کېږي.
که څه هم د امریکا له ټاکنو وروسته کافي وخت تېر شوی، خو په دوحه کې د افغان سولې له پیل شوي بهیر څخه څه ډول چې تمه کېده، هغسې پایلې نه لري او داسې ښکاري چې هم حکومت او هم طالبان وخت ضایع کوي او دا بهیر نمایشي دی.
له سیاسي څېرو سره د ولسمشر وروستۍ لیدنې
جمهور رئیس غني هم له تېرو څو ورځو را په دې خوا په ارګ کې له مطرح سیاسي څېرو سره لیدنې پیل کړي او داسې ویل کېږي چې په لنډ وخت کې به د مطرح سیاسي شخصیتونو په ګډون په کابل کې غونډه را وبلل شي او افغان حکومت د جمهوریت تر چتر لاندې د یوه ایتلاف د جوړېدو لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.
سوله قرباني ته اړتیا لري
د افغانستان د اوږدې غمېزې پای ته رسول له دواړو لوریو څخه قرباني غواړي، که طالبان د حالاتو بدلون ته منتظر پاتې شي او د واک د زیاتې برخې د تر لاسه کولو په هڅه کې و اوسي او نور ټول لوري له پامه وغورځوي، نو د کوم ګټور حل څرکونه نه تر سترګو کېږي، همدارنګه که افغان حکومت هم د خپلې دورې تر بشپړولو پورې په یوه او بله بهانه له سوله ییز جوړ جاړي څخه د څنګ ته کېدو تلاش وکړي، بیا به هم متأسفانه موږ د یوه سوله ییز حل شاهدان ونه اوسو، نو دواړو لوریو ته په کار ده چې له ایثار څخه کار واخلي او په ملت زړه وسوزوي، په خپلو دریځونو کې نرمښت راولي او نور په وینو او اور کې د دې دردېدلي ملت ژوند ته د پای ټکی کېږدي. په کار ده چې داخلي اړخونه هم له پامه ونه غورځول شي او که چېرې داخلي جهتونه څنګ ته کړل شي او د واک د ډېرې برخې یوه لوري ته ورکولو هڅه وشي، نو انارشۍ ته لار پرانیستل کېږي او د کورنیو جګړو د پېښېدو خطر لیدل کېږي.
جګړه د هېچا په ګټه نه ده
په دې خونړۍ جګړه کې هره ورځ په لسګونو انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي او د مرموزو لاسونو لخوا افغان کادرونه، علماء، مدني فعالان او ژورنالیستان تر هدفي بریدونو لاندې راځي او وژل کېږي، نور د افغانانو زغم پای ته رسېدلی دی او د سولې خبرو له اوږدېدو سره افغانان یو ډول مایوسه او ناهیلي شوي دي. که څه هم اوس ټول په دې ټکي اتفاق لري چې د افغان جګړې د حل یوازینۍ لار سوله ده او په کار ده چې د خبرو اترو له لارې دې کشالې ته حللاره وموندل شي، خو یوې خوا ته افغان حکومت د خپل واک د غځېدو په هڅه کې دی او بل خوا طالبان بیا د واک د زیاتې برخې د ترلاسه کولو لپاره انتظار کوي او په دوحه کې د سولې روان بهیر هسې د خلکو په سترګو کې د خاورو اچول دي.
په دوحه کې د بین الافغاني خبرو له پیل څخه داسې کومه هیله نه وه چې یوې پایلې ته دې ورسېږي، له پیل څخه داسې اټکل کېده که چېرې د بهرنیانو فشارونه په دواړو خواوو نه وي، د حل کوم څرک نه لیدل کېږي اوس دادي له اوږدې مودې وروسته هماغسې ښکاري او داسې اټکل کېږي چې په قطر کې روانې بین الافغاني خبرې به کومه پایله ونه لري او د بن د کنفرانس په څېر د یوه بل کنفرانس د جوړېدو نخښې او نښانې څرګندېږي.
په هر صورت که د بن په څېر کنفرانس را غوښتل کېږي او یا هم هغه ته ورته کوم بل پروګرام جوړېږي، خو خبره باید د جګړې له ډګر څخه د خبرو او سیاسي جوړ جاړي میز ته یوړل شي. په جګړې سره هېڅ لوری نه شي کولای خپلو موخو ته ورسېږي او په جګړه ټینګار د هېچا په ګټه نه دی او نه هم د کوم لوري په حذفولو سره مشکل حل کېدای شي، که خبره له سوله ییز حل څخه بلې خوا ته ځي، بیا یې هم تر ټولو ستر زیان افغانانو ته رسېږي او بله دا چې اوسمهال کوم د سولې او جوړ جاړي فرصت را منځ ته شوی، د داسې چانس بیا را منځ ته کېدل به له امکان څخه لرې وي.