لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- د بریکس سازمان ته یوه کتنه؛ موخې او ننګونې
- د بریکس سازمان وړتیاوې
- خنډونه او ننګونې
- افغانستان او برکس
- افغانستان
- پايله
- وړاندیزونه
- سرچینې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مقدمه
په دې وروستيو کې د بريکس سازمان پنځلسمه غونډه د روسيې په کازان ښار کې جوړه شوه چې د دغې غونډې او د سازمان د نورو غونډو ترمنځ اصلي توپير دا و چې د دغه سازمان د نويو غړو هېوادونو مشران چې په کې ايران، مصر، متحده عربي اماراتو او ایتوپیا شامل وو ګډون کړی وو. د بريکس سازمان یو بین دولتی سازمان دی چې لومړنۍ مفکوره یې په 2001م کې د مالي خدماتو او بانکدارۍ لوی اقتصاد پوه جیم اونیل لخوا وړاندې شوې وه. نوموړي په خپله مقاله کې د برازيل، روسيې، هند او چين هیوادونو د پياوړي اقتصادي ظرفيت او ځواک ته په پام سره وړانديز کړی و چې دغه هېوادونه دې د (BRIC) په نوم يوه اقتصادي ډله جوړه کړي. د جیم اونیل له طرحې څخه اته کاله وروسته، د BRIC سازمان په 2009م کې د برازیل، روسیې، هند او چین د مشرانو لخوا د روسیې په یکاترینبورګ کې تاسیس شو. کله چې سویلي افریقا په 2010م کې په دې سازمان کې شامله شوه، نوم یې BRICS ته بدل شو، چې د غړو هیوادونو د نوم لومړني انګلیسي توري دي. دغه سازمان د ۲۰۲۳ م کال په غونډه کې د ایران، مصر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ایتوپیا هېوادونو ته بلنه ورکړه چې د رسمي غړو په توګه د دغه سازمان غړي شي. له سعودي عربستان پرته درېیو نورو هېوادونو دې بلنې ته مثبت ځواب ووایه، چې د دغه سازمان غړیتوب یې اتو هېوادونو ته ورساوو. دغه راز اوولسو هېوادونو په رسمي ډول د بریکس سازمان د غړيتوب لپاره غوښتنليکونه ورکړي او د افغانستان او پاکستان په ګډون پنځلسو هېوادونو د بريکس سازمان د غړيتوب لپاره لېوالتيا ښودلې ده. د بريکس سازمان د تکمیلی بهير له مخې، دغه سازمان به په راتلونکي کې په نړيوال نظام کې د يوه مهم او پرېکنده لوبغاړي په توګه راڅرګند شی. له همدې امله، په دې مقاله کې د هغې موخې، وړتیاوې او ننګونې څیړل شوي او ارزول کیږي.
د بریکس سازمان موخې
الف- اقتصادي موخې: د دویمې نړیوالې جګړې وروسته، نړیوال مالي سیسټم چې د بریټون ووډز په کنفرانس کې رامینځته شو، هغه اقتصادي نظم چې د نړیوالې جګړې له امله ویجاړ شوی و، بیا ترتیب کړ او په سیاسي توګه د لویدیځ، په ځانګړي توګه د امریکا متحده ايالاتو د بنسټ ایښودونکي په حیث پر نړیوال مالي او اقتصادي سیسټم واکمن شو. د بریټون ووډز مالي سیسټم چې د نړۍ د اسعارو په توګه په ډالر باندې تاسیس شوی و، وروسته د نړیوال وجهي صندوق او نړیوال بانک په رامنځته کېدو سره پیاوړی شو. د دې پروسې په دوام کې، د لویدیځ مالي پالیسیو سره سم، د سویفټ سیسټم (SWIFT) په 1973م کې د بانکي خدماتو د وړاندې کولو وسیلې په توګه رامنځته شو. بالاخره، دې ټولو هڅو د لویدیځ سره مرسته وکړه چې پر نړۍ خپل اقتصادي او مالي تسلط ټینګ کړي.
که څه هم مخ پر ودې اقتصادونه لکه چین، هند، برازیل او روسیه [د بیا تنظیم شوي اقتصاد په توګه] درې لسیزې وړاندې نړیوال اقتصادي دوره ته ننوتلي وو، خو د نړۍ په مالي او اقتصادي سیستم باندې د لویدیځ د تسلط له امله د دغو مخ پر ودې اقتصادونو په یوازې ځان د لویدیځ د اقتصادي تسلط د ننګولو توان نه لري، چې له هغې څخه د لویدیځ لخوا د اقتصادي – سیاسي وسلې په توګه کار اخېستل کیږي. له همدې امله دا مفکوره راپورته شوه چې د یوې منظمې همغږۍ او همکارۍ په رامنځته کولو سره نه یوازې دا هیوادونه د پرمختګ او اقتصادي ودې موخو ته رسیدلی شي، بلکې په دې توګه کولای شي د نړۍ پر اقتصاد د لویدیځ تسلط مات کړي. او په اقتصاد او نړیوال سیاست کې د لویدیځوالو انحصار له منځه یوسي له همدې امله د بریکس سازمان د جوړولو بنسټیز هدف د غیر لویدیځ اقتصادونو ترمنځ د لازیاتې اقتصادي همغږۍ رامنځته کول او د لویدیځ د اقتصادي او مالي جوړښت په وړاندې د اړین وزن رامینځته کول او د غرب انحصار کمول دي. د دې موخو د ترلاسه کولو لپاره، د بریکس سازمان په تدریجي ډول درې مالي بنسټونه: نوی پراختیایي بانک (New Development Bank)، د احتمالي زیرمو ترتیب (Contingent Reserve Arrangement) او د بریکس تادیاتو سیسټم (BRICS PAY) رامنځته کړل او د لومړي ځل لپاره د دې سازمان د ممکنه پیسو نمونه په وروستۍ سرمشریزه کې وښودل شوه.
– نوی پراختیایي بانک (New Development Bank): دا بانک په ۲۰۱۵م کال کې د بریکس د غړو هیوادونو په پراختیایي سکتورونو کې د پانګونې، د نړیوالو مالي بحرانونو سره د مبارزې او د زیربنایي پروژو د تمویل په موخه د ۱۰۰ ميلیارده ډالرو لومړنۍ سرمایې (۲۰ ميلیارد ډالر د هر غړي لخوا چمتو شوي) سره تاسیس شو. په دې بانک کې د غړیتوب میکانېزم د ټولو هیوادونو لپاره ازاد دی او له همدې امله متحده عربي امارات، بنګله دیش او مصر له دې بانک سره یوځای شول. دا مهال دغه بانک په غړو هېوادونو کې په څه باندې ۹۰ زیربنایي پروژو کې پانګونه کړې ده.[1]
_ د زیرمو د ذخیره کولو تړون (Contingent Reserve Arrangement): دا یو چوکاټ دی چې د بریکس غړو لخوا د نړیوالو فشارونو په وړاندې د ځان ساتلو لپاره تصویب کړی دی، پدې محافظت کې د نورو دندو ترڅنګ د اسعارو فشارونه هم شامل دي چې د نړۍ د اقتصاد نورې برخې د غړو هیوادونو په ملي اسعارو باندې تحمیلوي.[2] په بل عبارت، CRA د یو محافظتي میکانیزم په توګه کار کوي چې غړو هیوادونو ته اجازه ورکوي چې د پرداختونو توازن ستونزې یا مالي بحرانونو په صورت کې مالي سرچینو ته لاسرسی ومومي. دا فنډ د اسعارو د ذخیرې د ګډ سیسټم پر اساس فعالیت کوي چې پرته له سختو شرایطو څخه مالي مرستې چمتو کوي چې معمولاً د نړیوال وجهي صندوق په څیر ادارو لخوا وضع کیږي. دا احتیاطي چوکاټ د پیسو نړیوال صندوق (IMF) سیال بلل کیږي.
د بریکس تادیاتو سیسټم (BRICS PAY): د بریکس پی سیسټم، چې د مالي تادیاتو پیغام رسولو لپاره غیر متمرکز او خپلواک سیسټم دی، پدې وروستیو کې د بریکس لخوا څرګند شو. د تادیاتو دا نوی سیسټم د بریکس غړو هیوادونو ته اجازه ورکوي چې خپل ملي اسعار په نړیوالو راکړو ورکړو کې وکاروي، یا په بل عبارت، د بریکس پی د امریکایي ډالرو له لارې د ملي اسعارو تبادلې اړتیا له منځه وړي چې دا د غړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې او سوداګریزې مرستې پیاوړې کوي.[3] بریکس پی د سویفت سره د سیالۍ کوونکي په توګه لیدل کیږي او د ګډون کوونکو هیوادونو د ډالرو د کمولو لپاره پیل شوی و.
د بریکس ګډ پولی ارزښت: هغه شی چې نږدې یو خوځښت رامنځته کوي او د نړیوال اقتصاد د راتلونکي په اړه ډیر څه رامنځته کوي، په ځانګړي توګه د نړیوال سوداګرۍ د اسعارو په توګه د بریکس اسعار د ډالرو موقعیت ته ضربه ورکولی شی. که څه هم اوس مهال اکثره هېوادونه په ځانګړي توګه روسیه او چین په خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو کې خپل ملي اسعار کاروي، خو ډالر بیا هم یو مشترکه کرنسي ده چې نږدې ټولې سوداګریزې راکړې ورکړې ترې کېږي. د بریکس ګډ پولي واحد، چې لومړنی پلان یې د سږ کال په سرمشریزه کې وښول شو، د بریکس غړو هیوادونو سوداګریزو تبادلو کې به د ډالرو بدیل وي. بايد يادونه وشي چې د بريکس اسعارو په لومړنۍ طرحه کې د افغانستان د اسلامي امارت د سرليک په ګډون د افغانستان درې رنګه بيرغ او د ډېرو هېوادونو نومونه شامل دي. که څه هم د بريکس اسعارو لومړنۍ طرحه راښکاره شوه چې د هغې د پلي کولو په اړه ډیر نظرونه راپورته شوي، مخکې لدې چې یو واحد اسعار شي یا حتی د یورو په څیر د بریکس هیوادونو پر ملي اسعارو بدل شي ډیره اوږده لار ورپاتې ده، خو په دې برخه کې غالب نظر دا دی چې لږ تر لږه د اقتصادي شاخصونو پر بنسټ، د داسې اسعارو د بریالیتوب احتمال ډیر دی.
ب– سیاسي موخې: په طبیعي توګه، په نننۍ نړۍ کې د اقتصاد او سیاست د ښکیلتیا له امله، بریکس د اقتصادي اهدافو د تعقیبولو سربیره، د سیاسي غوښتنو د پوره کولو په لټه کې دی. تر ټولو مهم سیاسي هدف چې د بریکس لخوا تعقیب شوی، د چین او روسیې له لوري په نړیوال نظام کې د لویدیځ سیاسي واکمني ننګول دي. د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته نړیوال نظام له دوه قطبي څخه تقریبا یو قطبي ته ولاړ، خو د روسيې د بيا پياوړتيا او د يو ستر اقتصادي قدرت په توګه د چين د راڅرګندېدو او همدا راز د سيمه ييزو قدرتونو لکه هند، برازيل، ايران او داسې نورو د راڅرګندېدو له امله يو قطبي نظام نه شو کولای له لازم ثبات څخه برخمن شي. په هرصورت، هیڅ یو ځواک ونه شو کولی د متحده ایالاتو زبرځواک ته ضربه ورسوي، ځکه چې تر ټولو مهمه وسیله چې امریکامتحده ايالات یې پر خپلو سیالانو د فشار راوړلو لپاره د یوې پیاوړې وسلې په توګه کاروي، نړیوال اقتصادي-مالي جوړښت دی چې د برټن ووډز ډالر محور سیسټم پر بنسټ ولاړ دی، نو له همدې امله د یو زبر ځواک او نړیوال تسلط څخه د امریکا د ایستلو لپاره یوازینۍ ممکنه لاره د اقتصادي پلوه د امریکې بې وسلې کول دي او البته هیڅ هیواد په یوازې توګه د داسې کار کولو توان نلري. له همدې امله، د بریکس ډلې ترټولو مهم سیاسي هدف د یو قطبی نظم ننګول او د څو قطبي نظم رامنځته کول دي. برسېره پر دې چې تر اوسه پورې بريکس ځواکمن تدبيرونه جوړ کړي دي، د دغه سازمان ستر ظرفيتونه کولای شي په راتلونکي کې په اقتصادي او سياسي دواړو برخو کې د لويديځ ځواک کمزوری کړي.
د بریکس سازمان وړتیاوې
تر ټولو زیات، هغه څه چې بریکس یې تر ډیره بریالی کړی او په لویدیځو ټولنو کې د اندیښنې سبب ګرځیدلی، هغه حقیقي او بالقوه ظرفیتونه دي چې د بریکس غړي هیوادونه ېې تر دې مهاله لري. د مساحت له نظره، بریکس د ځمکې شاوخوا دریمه وچه برخه لري. یوازې له دې څخه د بریکس ځواک او احتمالي وړتیاوو اندازه لګولی شو. د نفوسو له نظره، دا سازمان د ځمکې شاوخوا 45٪ نفوس لري. د ناخالص کورني تولید (GDP) له نظره، دا د نړۍ د سړي سر 35٪ برخه جوړوي او د صادراتو له پلوه، د نړۍ د ټولو صادراتو 22٪ څخه ډیر د بریکس سازمان اړوند هېوادونو پورې اړه لري. همدارنګه د بریکس د تېلو د تولید ۳۰ سلنه برخه جوړوي.[4] د بريکس ډلې له موخو سره سم د دوی د ظرفيت او عملي کولو دغه حجم ښيي چې دغه ډله به په نړيوالو معادلو کې څه مقام او رول ولري. البته دغه ظرفيت په داسې حال کې دی چې د بريکس سازمان تر اوسه اته غړي لري او په راتلونکي کې د زياتو هېوادونو له خوا د غړيتوب د غوښتونو د وړاندې کولو له امله دغه سازمان کولاى شي په راتلونکي کې لا زيات ظرفيت ولري.
خنډونه او ننګونې
سره له دې چې د بريکس ډلې د خپلو ټاکلو موخو د ترلاسه کولو لپاره يو لړ تدبيرونه او ټينګ ګامونه پورته کړي دي او له بلې خوا د دغه سازمان احتمالي ظرفيتونه ډېر روښانه ليدلوري څرګندوي، خو يو لړ مسايل شته چې د دې سازمان په مخ کې د خنډونو او ننګونو په توګه عمل کوي او د سازمان لویو موخو ته رسیدل یو څه ورو کوي.
الف– داخلي ننګونې: د بریکس ټول غړي هیوادونه د مخ پر ودې هیوادونه په کټګورۍ کې شامل دي. مخ پر ودې هیوادونه په عمده توګه هغه هیوادونه دي چې د پرمختګ کچه یې ټیټه ده یا د دوی پراختیا په متوازنه کچه نه وي. د پرمختیا نا انډوله کچه او اکثره داخلي ستونزې چې دا هیوادونه په کې ښکیل دي دوی د دې مخه نېسي چې د بریکس اهدافو د پوره کولو لپاره خپل اعظمي ظرفیت وکاروي.
ب– بریکس د وسیلې په حیث کارول: بله مهمه مسله دا ده چې د بریکس ځینې غړي له دغه سازمان څخه د خپلو شخصي موخو لپاره کار اخلي. که څه هم چین، روسیه او ایران هغه درې عمده هېوادونه دي چې د امریکا پر اوسني نړیوال نظام نیوکې کوي، خو د هند، برازیل او جنوبي افریقا په څېر هېوادونه له اوسني وضعیت سره ډېره ستونزه نه لري، حتی د چین او روسیې ترمنځ، د اقتصادي-سیاسي اهدافو په برخه کې یو ډیر توپیر لیدل کیدی شی. چين غواړي له بريکس څخه په استفادې د خپل محور په شاوخوا کې د زياتو هېوادونو د راغونډولو او د بريکس له لارې د خپلو پرمختيايي موخو د تر لاسه کولو توان پیدا کړي. روسیه چې اوس مهال له نړیوال انزوا سره مخ ده او د اوکراین د جګړې له امله د لویدیځ له خوا پرې سخت بندیزونه لګول شوي، بریکس ته د یوې داسې وسیلې په سترګه ګوري چې له لارې یې کولای شي له انزوا څخه ووځي او له بندیزونو لرې شي. په همدې ډول د ایران په څیر هیوادونه هم د بریکس څخه تمه لري چې د دغو هیوادونو لپاره په بشپړه توګه شخصي وي.
ج- د غړو تر منځ نامناسبې اړیکي: له بلې خوا، بله مسئله چې د بریکس سازمان موثریت کموي او د ننګونې په توګه یی مخ ته پرته ده، له یو بل سره د غړو هېوادونو نامناسبې اړیکې دي. که څه هم چين او روسيه په بريکس کې د دوو سترو قدرتونو په توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې کومه ستونزه نه لري، خو داسې هېوادونه هم شته چې له يو بل سره يې ناعادلانه اړيکې په بريکس کې د نظريو يووالی له ستونزو سره مخ کوي. د مثال په توګه، چین او هند د بریکس د کلیدي غړو په توګه خپلمنځي ستونزي لري (لکه په سویلي او سویل ختیځ آسیا کې سرحدي شخړې او سیالۍ) چې د دواړو هیوادونو اړیکې ستونزمنې او امنیتي کوي یا دا چې ایران او متحده عربي امارات چې په دې وروستیو کې د بریکس غړیتوب لري، په خپلو اړیکو کې اختلافات لري.
د- د شته اقتصادي نظم پیاوړتیا: یوه مهمه مسله چې د بل هر عامل په پرتله د بریکس په وړاندې د خنډ په توګه کار کوي هغه لویدیځ قدرتونه او قوي جوړښتونه دي چې د نړۍ پر اقتصاد او سیاست یې د شاوخوا نیمې پیړۍ واکمني کړې ده. په حقیقت کې پر ځواکمنو سازمانونو عبور لکه نړیوال بانک، نړیوال وجهي صندوق، سویفت او تر ټولو ډیر د ډالرو تسلط دومره اسانه کار نه دی. له بلې خوا متحده ایالات، په نړۍ کې د یوازیني زبر ځواک په توګه یا د ګواښونو یا لالچونو له لارې د بریکس ځینې غړي د نیمایي لارې څخه لرې کوي. د بېلګې په توګه مصر له لوېديځ سره د ژورو اړيکو په پام کې نيولو سره، خپل مکلفيتونه نه شي ادا کولاى، که څه هم سعودي عربستان ته په دې سازمان کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو له لوېديځ سره يې د اړيکو له امله خپل غړيتوب وځنډاوه.
افغانستان او برکس
بریکس، چې تر ډیره د ختیځو قدرتونو او هیوادونو څخه جوړ ده، په یو څو اړخو کې د افغانستان لپاره ګټور تمامېدای شي. لومړی، د دغه سازمان اکثره غړي د افغانستان په اړه مثبت نظر لري او د افغانستان د خپلواکې پراختیا له بهیر څخه ملاتړ کوي. دويم، افغانستان تقریباً د بریکس سازمان له پنځو سترو قدرتونو څخه د دریو هیوادونو په ګاونډ کې دی او دغه وضعیت افغانستان تل د بریکس سازمان د توجه مرکز ګرځوي. له شواهدو څخه هم څرګندیږي چې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې بریکس په کې پانګونې ته لیواله دی، ځکه مخکې له دې چې افغانستان د غړیتوب غوښتنه کړې وی، د افغانستان نوم او نښان د بریکس واحد اسعارو په سمبولیک طرحه کې شامل و. له بلې خوا، افغانستان د یو مخ پر ودې هیواد په توګه کولی شی د خپل اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ سره سم د بریکس سازمان له ظرفیتونو او مثبت لید څخه کار واخلي. په حقیقت کې افغانستان په داسې یو حالت کې دی چې د بریکس هیوادونه یې په اړه مناسب نظر لري او دا د افغانستان لپاره یو ښه فرصت دی چې د بریکس سازمان له مالي میکانیزمونو څخه ګټه پورته کړي.
پایله
د بریکس سازمان چې له جوړېدو څخه يې شاوخوا څوارلس کاله کېږي، په ځينو برخو کې ښه ځلېدلی دی. دا سازمان چې په اصلي جوړښت کې لوی قدرتونه شامل دي، د اکثرو هیوادونو د غړیتوب لپاره غوښتنه کړې ده. د بریکس سازمان د لویدیځو سیالانو او د ختیځو بې وزله هیوادونو لپاره چې د لویدیځ متمرکز نړیوال سیسټم د غیر عادلانه حکم له لارې له نیمې پیړۍ څخه ډیر زیانمن شوی د امید وړ امکانات برابر کړي دي. د قوي بنسټونو او ملاتړونو سره د مالي جوړښتونو په رامنځته کولو سره، د بریکس سازمان د برتون ووډز امر ته د پای ته رسیدو لپاره لاره پرانېستله او په پایله کې به د لویدیځ مالي او اقتصادي تسلط پای ته ورسیږي. همدارنګه بریکس کولی شي د متحده ایالاتو یو قطبي نظم وننګوي او نړیوال سیسټم د یو متحد سیاسي چلند رامنځته کولو له لارې د څو قطبي جوړښت په لور یوسي. له همدې امله بریکس خپله شپاړسمه سرمشریزه “د مساوي نړیوال پرمختګ او امنیت لپاره د څو اړخیزه پیاوړتیا” نوم ورکړ. د دې سرلیک غوره کول ښیي چې بریکس داسې یوې مرحلې ته رسیدلی چې په حقیقت کې کولی شي د خپلو اصلي اهدافو سره سم عمل پیل کړي. که څه هم د بريکس پر وړاندې ډېر خنډونه او ننګونې شته، خو د بريکس سازمان تر اوسه د هغو تدبيرونو او ټينګو ګامونو او په راتلونکي کې د پام وړ پلانونو او د دې په پام کې نيولو سره چې ستر ظرفيتونه لري ټاکل شويو موخو ته رسېدل ستونزمن نه دي. په ټولیزه توګه دا ادعا کیدای شي چې په تېره نیمه پیړۍ کې بریکس یوازینی سازمان دی چې ختیځو قدرتونو د لویدیځ او د هغه د وسیلو په مقابل کې په اقتصادي او سیاسي اصولو او بنسټونو سره جوړ کړی دی. بریکس په دې وتوانید چې د اسیا، افریقا او لاتینې امریکا مخ پر ودې غیر لویدیز اقتصادي او سیاسي قدرتونه سره راټول کړي او د ګام په ګام او ثابت پرمختګ سره یې د راتلونکي لپاره پلانونه جوړ کړي. د لویدیځ تسلط او اقتصادي او سیاسي تسلط چې لا د مخه د زوال په لور روان دی، ګړندی شوی او ثابت شوی دی. د افغانستان لپاره د بریکس سازمان یو ډیر ښه فرصت دی چې د اقتصادي پراختیا په برخه کې له خپلو اسانتیاوو څخه کار واخلي. په بل عبارت، بریکس د یو ختیځ محور سازمان په توګه د مخ پر ودې هیوادونو د پراختیایي اهدافو پر بنسټ، د افغانستان لپاره خورا ګټور وسیله کیدای شی.
وړاندیزونه
په دې لیکنه کې د ترسره شویو څیړنو له مخې د اسلامي امارت لپاره لاندې وړاندیزونه کیږي:
- د دې لپاره چې اسلامي امارت په رسمي توګه په بریکس کې د افغانستان د غړیتوب غوښتنه وکړي، لومړی باید د دغه سازمان د غړو لخوا په رسمیت وپیژندل شي؛ نو پدې اساس اسلامي امارت باید د هغه د رسمیت پیژندلو لپاره کړنې ترسره کړي.
- اسلامي امارت باید د روسیې، چین او ایران له لارې چې د دغو هېوادونو سره نږدې اړیکې لري، په بریکس کې د غړیتوب لپاره زمینه برابره کړي.
- دا د افغانستان لپاره مناسبه ده چې بریکس ته داسې پلانونه وړاندې کړي چې له لارې یې کولی شي د دې سازمان له مالي مؤسسو څخه د غربي مالي مؤسسو د بدیل په توګه د خپلو اقتصادي پروژو د تمویل لپاره کار واخلي.
- اماراتي او خصوصي رسنۍ باید د بریکس د معرفي کولو، ښه پوهیدو او له دې سازمان څخه د ګټې اخيستنې لپاره پراخ کمپاين وکړي.
سرچینې
[1]. About NDB. Available at: https://www.ndb.int/about-ndb/
[2]. What the new bank of BRICS is all about – The Washington Post. Available at: https://www.washingtonpost.com/news/monkey-cage/wp/2014/07/17/what-the-new-bank-of-brics-is-all-about/
[3]. بایدها و نبایدهای بریکس پی. قابل دسترسی:
[4]. The global clout of the new BRICS. Available at: www.statista.com/chart/amp/33311/brics-share-of-global-gdp-and-population/