په نولسمه پېړۍ کې روسي امپراتورۍ د منځنۍ آسیا ډېری سیمې لاندې کړې، چې پولې يې په ۱۸۷۸ م کال کې د آمو تر سینده راورسېدلې. په بل اړخ کې، په هند کې انګرېزان واکمن وو، چې له همدې کبله دواړې امپراتورۍ په منځنۍ آسیا او افغانستان کې د سيالۍ ډګر ته ووتلې او د دوی دغه سيالي بیا د «لویې لوبې» په اصطلاح ونومول شوه.
په روسیه کې د لومړۍ نړیوالې جګړې په وروستيو کې، لېنن او ټرسټکي د کمونېزم انقلاب راووست. له همدې ځایه ځينې مؤرخین دغه پېښه (کمونستي انقلاب) له لوېدیځ سره د سړې جګړې پیل هم بولي؛ ځکه دغه انقلاب د غرب د رقیب او د غربي پانګوال نظام د یوه جدي رقیب په توګه راپورته شوی و، په همدې تړاو د روسیې انقلابي حکومت د امریکا د هغو پورونو له ورکولو، چې د روسیې تزاري امپراتورۍ له امریکا څخه اخیستي وو، انکار وکړ او امریکا هم د روسیې د همدې چلند او ځينې نورو لاملونو له کبله، د روسیې له نوي انقلابي حکومت سره د ۱۹۱۷ کال په ډسمبر میاشت کې اړیکې پرې کړې.
خو په ۱۹۲۹-۱۹۳۳ کلونو کې په امریکا کې د شلمې پېړۍ تر ټولو ستر اقتصادي بحران رامنځته شو، چې امریکا یې له اقتصادي پلوه سخته وځپله او دغه اقتصادي بحران ته بیا د “great depression” نوم هم ورکړل شو، ترڅنګ یې جاپان هم په سیمه کې د یوه ځواک په توګه سر راپورته کړی و او د امریکا ګټې یې له ګواښ سره مخ کړې وې؛ نو له همدې کبله د امریکا د هغه مهال ولسمشر “روزویلټ” د دې اړتيا احساس کړه، چې په ۱۹۳۳ کال کې د شوروي حکومت په رسمیت وپېژني، ترڅو له یوې خوا پرې د جاپان مخه ډب کړي او له بلې خوا په روسیه کې هم یو شمېر سوداګریزې ګټې ترلاسه کړي.
د امریکا او شوروي نوې جوړې شوې اړیکې، يو ځل بيا په ۱۹۳۹ کال کې د شوروي-نازي دفاعي او تعرض نه کولو (Non-aggression) د تړون له کبله زیانمنې شوې؛ خو کله چې د نازي جرمني هېټلر پر شوروي یرغل وکړ، نو شوروي هم د اتحادي ځواکونو په اېتلاف کې ورګډ شو. خو دغه اړیکې بیا هم لنډمهالې وې، ځکه دویمه نړیواله جګړه لا پای ته نه وه رسېدلې، چې سټالېن له چرچېل او روزوېلټ سره د راتلونکي نړیوال نظام او د سیمو د وېش پر سر په بحثونو کې اختلافات پيدا کړل او بيا د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو سره، د دوی دغه اختلافات په رسمي توګه د سړې جګړې په نامه یاد شول. د دوی ترمنځ دغه سړه جګړه تر ۱۹۹۱ کال پورې روانه وه، چې نړېوال سیاست یې پر دوو قطبونو ووېشه.
یو-قطبیتوب پای ته رسېدلی!
۱۹۷۹ کال، د سړې جګړې پرېکړهییز کال و، ځکه په دغه کال کې د کمونستانو له خوا د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د امریکا ګټې له ګواښ سره مخ شوې وې او ترڅنګ یې شوروي، چې د کمونیستي نظریې مور هېواد و، پر افغانستان یرغل راووړ. په دې توګه د امریکا بریزنیسکي او کارټر موقع وموندله، چې له شورویانو څخه د ویتنام پاتې غچ واخلي.
د افغان جهاد او له افغان مجاهدينو سره د نړیوالو ځواکونو د ملاتړ له کبله، بالاخره شوروي په افغانستان کې ماتې وخوړه او امپراتوري یې هم په ۱۹۹۱ کال کې ړنګه شوه. له دغې پېښې سره، سړه جګړه هم پای ته ورسېده او امریکا پکې د پوسټ-سړې-جګړې (له سړې جګړې وروسته) یوازېنی زبرځواک شو.
په ۲۰۰۱ کال کې چین او روسیې د امریکا د همدې یو قطبیتوب نظام پرخلاف د شانګهای سازمان جوړ کړ، خو تر ۲۰۰۸ کال پورې یې امریکا ونه ننګوله. چین او روسیې پر افغانستان امريکا د یرغل پرمهال د امریکا ملاتړ وکړ؛ خو دواړه بیا د عراق په جګړه کې متذبذب شول.
دغه حالت بالاخره په ۲۰۰۸ کال کې هغه مهال بدلون وموند، چې کله روسیې په جورجیا یرغل وکړ او په دې توګه یې په لومړي ځل د نړۍ یو قطبیتوب تر پوښتنې لاندې راووست او وروسته یې له چین سره یوځای، په ملګرو ملتونو کې د سوریې پرخلاف د لوېدیځ دوه سپانسر شوي قراردادونه هم ويټو کړل، چې یو يې د سوریې پرخلاف د اقتصادي بندیزونو په اړه و او بل يې هم پر سوریې د یرغل په تړاو و.
خو د اوکراین پېښو په دغه حقیقت مېخ ټک واهه، چې نړۍ نوره یوه قطبه نه ده او نه پکې امریکا د نړۍ یوازینی زبرځواک دی. د دې ترڅنګ روسیه له چین، هند، سوېلې افریقا او برازیل په شان اقتصادي ځواکونو سره هم په یوه اقتصادي بلاک کې ننوتله، چې د برېکس په نامه یادیږي. دغه سازمان د نړېوال سیاست ډېری نظامونه هم وګواښل؛ ځکه روسیه او چین د لویدیځ “آی ایم ایف” ته د شک په سترګه ګوري.
زاړه لوبغاړي؛ نوې لوبه او افغانستان
د سوریې پرخلاف د قراردادونو له ویټو کولو سره او اوس بیا د اوکراین پېښې دا ثابتوي، چې نړۍ به په راتلونکي کې بيا هم د سړې جګړې په هماغه زاړه-ماډل رقابت کې اخته وي. روسیه به له چین سره وي، جاپان او لویدیځه اروپا به له امریکا سره تړلې وي، د لاتیني امریکا هېوادونه به د سړې جګړې په شان، د روسيې په لور ميلان ولري او د دغو رقابتونو پرېکړهییز ټکر به د منځنۍ آسیا په غني سیمو کې وي.
د افغانستان خير به په طبیعي حالت پاتې کېدو کې وي، ترڅو د خپلو هغو ګاونډیانو په مقابل کې، چې په خپلو کې سره رقیبان دي، ناپېيلی واوسېږي. د بېلګې په توګه د هند او پاکستان، د چین او هند او همدا راز د امریکا او چین-روسیې ترمنځ باید په خپل بهرني سیاست کې توازن وساتي.
په افغانستان کې د روسانو بیا دننه کېدل:
روسانو د سړې جګړې پر مهال په افغانستان کې داسې رول ولوباوه، چې هم یې دلته د جګړو لمبې اوچتې کړې او هم یې خپل ځان پرې وسوځاوه. افغانستان لا تراوسه د روسانو د اشغال له تباهۍ څخه نه دی رغېدلی او لاهم په دغه هېواد کې د شورویانو د تاړاک ډېرې داسې نښې لیدل کېږي، چې هېواد يې په بېلابېلو ډګرونو کې له ستونزو سره مخ کړی دی.
روسان په پای کې له لس کلن اوږده اشغال وروسته د حیرتانو له پله واوښتل او په دې توګه د شوروي پراخه شوې امپراتورۍ بېرته خپل ځای ته ورټوله او کوچنۍ شوه. روسانو د مجاهدینو د حکومت له راتګ سره د ایران په مرسته یو شمېر ډلې، چې استاد رباني هم پکې و، مسکو ته ور وبللې او بيا له هغه وروسته د جمعیت ګوند هغه روسي سرتېري، چې د جهاد پرمهال یې نیولي وو، پرېښودل. له همدې ځایه د جمعیت ګوند او روسیې ترمنځ اړیکې، چې بنسټ یې د افغان جهاد پرمهال اېښودل شوی و، د رغېدو په لور ولاړې.
روسانو په لومړي سر کې افغانستان ته ډېره پاملرنه نه کوله؛ خو وروسته چې کله د افغانستان په سیاسي تیاتر طالبان راڅرګند شول، له روسيې سره دا وېره پيدا شوه، چې هسې نه په منځنۍ آسیا کې افراطیت او د مخدره موادو خپرېدنه زیاته شي، له همدې کبله دوی د هند او ایران ترڅنګ له شمالي ټلوالې (احمد شاه مسعود او استاد رباني) څخه قوي ملاتړ وکړ.
کله چې روسیې د طالبانو د امارت پرمهال له شمالي ټلوالې څخه ملاتړ کاوه، نو طالبان اړ شول، چې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ مشر طاهر یلداش او د ده ملګرو ته پناه ورکړي او وروسته بیا په ۲۰۰۰ کال کې نه یوازې دا چې د بوسنیا حکومت په رسمیت وپېژني، بلکې په کابل کې ورته د سفارت خلاصولو اجازه هم ورکړي.
د طالبانو د دغه ځوابي غبرګون له کبله روسیه هم اړ شوه، چې له طالبانو سره خبرو اترو ته کښېني. په پای کې د روسیې په استازیتوب ضمیر کابلوف د طالبانو له استازو سره خبرې اترې پیل کړې، چې په دې خبرو کې روسانو ومنله، چې نور به له شمالي ټلوالې ملاتړ نه کوي؛ خو د وحید مژده په اند، چې هغه مهال د افغانستان په بهرنيو چارو وزارت کې د منځني ختيځ د سیاسي میز مدیر و، طالبانو له روسیې سره د خبرو اترو دغه ډيپلوماتیک فرصت ضائع کړ.[1]
د سپټمبر د يولسم له پېښې وروسته روسیې هم د چین ترڅنګ، د دریو لاملونو له کبله د امریکايي یرغل ملاتړ وکړ:
لومړی: دواړو هېوادونو وېره درلوده، چې هسې نه په منځنۍ آسیا او د چين په سینکیانک ايالت کې افراطیت زیات شي؛ ځکه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ډېری داسې سخت دریځې ډلې په افغانستان کې مېشتې وې، چې له سینکیاک ايالت او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره يې تړاو درلود؛
دویم: دوی د مخدره موادو خپرېدنه له طالبانو سره تړلې بلله؛ په داسې حال کې چې چين او روسيې د مخدره موادو ډېر روږدي درلودل او د زياتو تلفاتو ترڅنګ يې د ملي بودیجې يوه اندازه پیسې هم په هغوی مصرفېدلې. د دې ترڅنګ دوی ګومان کاوه، چې د مخدره موادو له قاچاق څخه سخت دریځې ډلې ګټه پورته کوي؛
درېیم: د یولسم سپټمبر پېښې ډېری د امریکا په څنګ کې درولي وو، ځکه د نړۍ عامه رايه هم له امریکا سره په همدردۍ کې وه. د دې ترڅنګ امریکا د نړۍ یوازینی زبرځواک و، چې په ټوليز ډول د همدغو لاملونو له مخې روسیه او چین هم له امریکا سره ودرېدل.
دا چې له روسیې سره د افغانستان اړیکې يو ځل بيا څرنګه راتودې شوې، ټول ځوابونه یې په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې دي. په ۲۰۰۸ کال کې بارک اوباما د ټاکنو له لارې د امریکا ولسمشر شو او په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې ټاکنې وشوې، چې د درغلیو له جنجالونو وروسته حامد کرزی د ولسمشر په توګه بريالی راووت. په دغو ټاکنو کې د امریکا له خوا ډېرې لاسوهنې وشوې، چې جزیات یې د رابرټ ګېټس او د کای آیډه په کتابونو کې شته دي. د اوباما او ریچارډ هالبروک دغو لاسوهنو د حامد کرزي سیاست ته تغیير ورکړ او په همدې تړاو ده د روسیې د مېدوېدوف په نوم یو لیک واستاوه او بيا وروسته یې چین او مسکو ته سفرونه هم وکړل. له همدغه ۲۰۰۹ کال وروسته په افغانستان کې د روسیې لېوالتيا مخ په زياتېدو شوه او افغانستان ته يې هغه پورونه، چې کمونستي رژیم له شوروي څخه اخیستي وو، معاف کړل[2].
دا چې روسانو د افغانستان ارزښت حس کړی، په همدې موخه یې افغانستان ته خپل نوی سفیر، الکساندر منتسکي، راواستاوه، چې په ۱۹۸۴ کال کې د شوروي په بهرنیو چارو وزارت کې ډيپلومات و او وروسته د سویلي آسیا په هېوادونو؛ لکه پاکستان، هند او نیپال کې هم سفیر پاتې شوی دی. ده له خپل راتګ سره سم وویل، چې روسیه غواړي خپلې نیمګړې پاتې شوې پروژې بیا پېل کړي.
منځنۍ آسیا؛ د ۲۱مې پېړۍ د رقابتونو ډګر!
د مشهور امریکايي څېړونکي جوسیف نای په اند، چې د “نرم ځواک” اصطلاح کاروونکی هم دی، په یوویشتمه پېړۍ کې به ځواک له امریکا او غرب څخه د آسیا په لور ولاړ شي. دی دغه خبره د خپل ذوق له مخې نه کوي، بلکې په دې اړه د آسیايي هېوادونو اقتصادي ارقام د ده په خبره د حقیقت پرده غوړوي، چې په ریښتیا هم د نړۍ اقتصادي ځواک آسیا ته راروان دی.
د ډېری نړيوالو څېړونکو له نظره به، په راتلونکې نړۍ کې د آسیا شپږ هېوادونه (چین، هند، روسیه، جاپان، ترکیه او د خليج هېوادونه) مهم رول ولوبوي. دوی ټول تر ډېره له یو بل سره هم اختلافات لري او ځینې یې (لکه هند او جاپان) د همدغو خپلمنځي رقابتونو له کبله امریکا او لوېدیځ ته هم ډېر نېژدې دي.
د دې ترڅنګ به د منځنۍ اسيا سيمه، چې روسیه، چین، ایران، او اروپا ورسره سرحد لري او په دې سیمه کې د نړۍ د ډېری هېوادونو ګټې هم نغښتې دي، د راروانو وختونو د رقابتونو ډګر وګرځي. دا چې دغه سیمه به ولې د نړيوالو رقابتونو ډګر ګرځي، لامل یې د دغې سيمې غني طبیعي زېرمې، د نړۍ د اقتصادي ځواکونو د انرژۍ لوړېدونکې تقاضا او په نړۍ کې د دغې سیمې ستراتېژيک موقعیت دی، چې نومیالي برېتانوي جغرافیهپوه میکلېنډر یې ارزښت سل کلونه وړاندې په خپله نظريه کې داسې بيان کړی و، چې که څوک په دې سيمه واکمن وي، نو په نړۍ به واکمن وي.
په ۱۹۹۸ کال کې د امریکا نومیالي ستراتيژي پوه برېژنیسکي هم په دې اړه یو کتاب ليکلی او امریکا ته یې پکې مشوره ورکړې، چې د امریکا د نړیوال حیثیت د ساتنې لپاره اړینه ده، چې امریکا په دغو سیمو کې خپلې ګټې خوندي کړي. پای
[1] – ولولئ: د وحيد مژده کتاب، افغانستان و پنج سال سلطۀ طالبان.
[2] – که څه هم دا د ډېر بحث وړ موضوع ده، چې آیا ریښتیا هم دغو پورونو په افغان ملت او افغان حکومت پورې تړاو درلود کنه؟ ځکه هغه مهال افغان ملت نه یوازې دا چې له کمونیستي رژيم سره په جګړه بوخت و، بلکې له شورويانو سره هم چې هېواد يې اشغال کړی و، په جګړه بوخت و. د شورویانو له دغو ۱۲ ملیاردو ډالرو پورونو څخه زیات، بالعکس هغوی زموږ پوروړي وو، ځکه د دوی جګړې د دغه وطن دوه ملیونه بچیان اخېستي وو، ډېرې سیمې یې ورانې کړې وې، اقتصاد یې صفر ته راښکته کړی و او نور ډېر څه…