تېره اوونۍ (د ثور ۱۷مه ۱۳۹۵) د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف افغانستان ته په یوه رسمی سفر راغی او له افغان ولسمشر اشرف غنی، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی سره یې وکتل.
دا سفر داسې مهال کېږی، چې له یوې خوا ایران په افغانستان کې د داعش ډلې له فعالیتونو په وېره کې دی، له افغان طالبانو سره یې اړیکې پراخې شوې دی، د حزب اسلامی مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار له افغان دولت سره د سولې له مذاکراتو او تړون وروسته کابل ته راغلی او له بلې خوا په سیمهییزه کچه ایران د افغانستان په تړاو د (روسیې، چین او پاکستان) بلاک ته په نږدې کېدو دی او په ایران کې به هم دوې اوونۍ وروسته ولسمشریزې ټاکنې ترسره شی.
دا چې د افغانستان په بهرنی سیاست کې ایران څه ډول ځای لری، د ایران په بهرنی سیاست کې کابل ته څومره پاملرنه کېږی او د افغانستان په اوسنی داخلی سیاست کې د دغه هېواد رول څه دی؟ هغه پوښتنې دی، چې په دې تحلیل کې پرې شننه شوې ده.
له ایران سره د افغانستان اړیکې
په تاریخی توګه د افغانستان په بهرنی سیاست کې ایران ته د افغانستان د نورو ګاونډیانو په پرتله له دغه هېواد څخه د یرغل د ګواښ له کبله او د یوه داسې ګاونډی په توګه، چې د ژبې او کلتور له لارې ورسره نږدې دی، ځانګړې پاملرنه شوې ده. د سړې جګړې پرمهال افغان حکومت له ایران سره نږدې اړیکې درلودې؛ په افغان-پاک اړیکو کې یې د منځګړی رول ولوباوه او د مرستو له لارې یې هم پر افغانستان اغېزه وښندله. له شوروی سره د افغان جګړې پرمهال هم، د افغان کمونستانو په حکومتونو کې له افغان مجاهدینو څخه د ایران د ملاتړ له کبله اندېښنې وې. د کورنۍ جګړې پرمهال هم، په پیل کې د استاد ربانی د حکومت او ایران ترمنځ اړیکې د شیعه ډلو له کبله خرابې وې؛ خو کله چې د افغانستان په سیاسی پرده طالبان راڅرګند شول، دا اړیکې بېرته تودې شوې.
له ۲۰۰۱ کال وروسته، ایران د سړې جګړې د مهال په څېر د افغانستان په بهرنی سیاست کې مهم ځای لرلی؛ ځکه په ایران کې بېشمېره افغان کډوال مېشت دی. د افغانستان په تېرو جګړو کې یو له مهمو لوبغاړو څخه و او د افغانستان لپاره د ترانزیټی او سوداګریزو لارو یو بدیل هم دی.
د اشرف غنی له ولسمشر کېدو سره، د افغانستان د بهرنی سیاست په تړاو د پنځو کړیو تګلاره وړاندې شوه، چې ایران په درېیو دغو کړیو کې ځای درلود (ګاونډیان، اسلامی نړۍ، اسیایی هېوادونه)؛ خو له دې سره سره، د ملی یووالی حکومت پرمهال له ایران سره افغان حکومت سړې اړیکې لرلې. تر شا یې عمده لاملونه له طالبانو سره د ایران اړیکې، د ایران او سعودی په تړاو د کابل تګلاره، په افغانستان کې د داعش ډلې ظهور او د اوبو پر سر خبرې اترې وې.
په بل اړخ کې، له وروستیو څو لسیزو راهیسې ایران افغانستان ته د امنیتی او اقتصادی ګټو له کبله پاملرنه کړې. دغه راز په یو شمېر اقتصادی پروژو کې د ایران رقیب هم پاتې شوی (د ټاپی پروژه). تېر کال (۱۳۹۵) چې ایران او د نړۍ شپږ قدرتونه (۵+۱) د دغه هېواد د اتومی پروګرام په تړاو له اوږدو خبرو اترو وروسته، بالاخره د سرطان په ۲۳مه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې په یوه تاریخی توافق سره سلا شول، له کبله یې له ایران څخه نړیوال بندیزونه لرې شول او دغه حالت یو ځل بیا ایران ته یو شمېر نوی فرصتونه رامنځته کړل. د بېلګې په توګه په یو شمېر لویو پروژو کې کار کول، په ایران کې د بهرنیانو لهخوا پانګونې او داسې نور. همدا لامل دی، چې د چابهار بندر، پنځه-ملیتی رېل پټلۍ او اوس له افغانستانه چین ته د ایران د انرژۍ نللیکې تېرولو په تړاو هم لېوالتیا زیاتېږی.
په افغانستان کې د ایران اوسنی رول
د ملی یووالی حکومت پرمهال په افغانستان کې د ایران رول د حامد کرزی د دورې په پرتله بدلون وموند. د حامد کرزی د دورې پرمهال د ایران افغان تګلاره تر ډېره د افغان حکومت، په افغانستان کې د رسنیو، تلویزونونو، راډیوګانو، تحصیلی برسونو او نورو ابزارو له لارې د خپل نرم ځواک پر زیاتولو او په حکومت او له حکومته بېرون د شیعه ډلو پر ملاتړ راڅرخېدله؛ خو اوسمهال د ایران تګلارې د شیعه ډلو له ملاتړ پرته په نورو برخو کې تر څه حده بدلون موندلی، چې په لاندې برخو کې ورته اشاره شوې:
له داعش ډلې وېره: په منځنی ختیځ کې د داعش ډلې ظهور تر ټولو زیات د ایران او ایرانپلوه ډلو او حکومتونو پرضد و. له همدې ځایه، ایران د خپلې “منځنی ختیځ” تګلارې له کبله په عراق او سوریه کې له داعش ډلې سره ښکېل شو. وروسته، په افغانستان کې د داعش ډلې ظهور او بیا د سُنیانو ترڅنګ په متواتر ډول د شیعهګانو په نښه کول ایران هم اندېښمن کړ. دا اندېښنه د دوو لاملونو له کبله وه:
لومړی؛ دا چې په افغانستان کې یې حلیفان په نښه کېدل؛
دویم؛ دا چې د داعش ډلې ګواښ په خپله ایران ته هم متوجه و او دی.
له افغان طالبانو سره اړیکې: د ملی یووالی حکومت پرمهال په لومړی ځل او په رسمی توګه د افغان طالبانو او ایران ترمنځ اړیکې پراخې شوې. د طالبانو د قطر سیاسی دفتر غړی په ایران کې یوه اسلامی کنفرانس ته وغوښتل شول او بیا وروسته د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور هم ایران ته څو ځله سفرونه وکړل. له ایران سره د طالبانو همدا نږدې اړیکې وې، چې په تدریج سره یې له سعودی څخه لرې کړل. دا ټول د تهران او د طالبانو د قطر د سیاسی دفتر ترمنځ د نږدې اړیکو ښکارندوی دی؛ خو دا چې له افغان طالبانو سره د ایران اړیکې ولې نږدې شوې، دوه عمده لاملونه لری:
لومړی؛ په افغانستان کې د امریکا اوږدمهاله حضور او په سیمه کې د امریکا تته تګلاره ده چې سیمهییز هېوادونه یې اندېښمن کړی دی.
دویم؛ په افغانستان کې د داعش ډلې ظهور او په تړاو یې د دوو سازشی نظریو ظهور دی، چې له مخې یې امریکا او افغان حکومت د داعش ډلې تر شا ګڼل کېږی.
په سیمهییزو سیاستونو کې برخه اخیستل: د ملی یووالی حکومت پرمهال په سیمه کې د جیو-پولیټیکو بدلونونو له کبله د ایران حکومت هم د افغانستان د قضیې په تړاو په تدریجی توګه د روسیې، چین او پاکستان په لور روان دی. دغه حالت او وضعیت د افغان حکومت لپاره د منلو وړ نه دی. همدا لامل و، چې د مسکو پر لومړۍ ناسته یې نیوکې وکړې او د جواد ظریف په وروستی سفر کې یې هم ایران ته روښانه کړه، چې د افغانستان ثبات باید د سیمهییز رقابت قربانی نه شی.
له افغان حکومت سره سړې اړیکې: د ملی یووالی حکومت پرمهال د افغان حکومت او ایران ترمنځ اختلافی ټکی په لاندې ډول وو:
لومړی؛ د کابل او تهران ترمنځ د اوبو پر سر د خبرو اترو پیل. د افغان حکومت په اند په دې اړه پخوا تړون لاسلیک شوی؛ خو د ایران حکومت بیا ادعا کوی، چې پخوانی تړون بیا کتنې ته اړتیا لری. دا چې آیا د اوبو د وېش پر سر به بیا خبرې اترې پیل شی کنه، تراوسه معلومه نه ده؛ خو بیا به هم په ټوله کې د راتلونکو دوهاړخیزو اړیکو ښودونکې وی.
دویم؛ د افغانستان او ایران ترمنځ د ستراتېژیک تړون د لاسلیک ځنډېدل. لا تراوسه دواړو لورو د دغه تړون د مسودې چمتو کولو په تړاو کاری کمیټه نه ده معرفی کړې.
درېیم؛ په ایران کې افغان کډوال: په ایران کې پر کډوالو زیاتی، د سوریې جګړې ته یې استول او په زوره بېرته هېواد ته راستنول هغه اختلافی موضوعات دی، چې پر دوهاړخیزو اړیکو یې اغېزه ښندلې ده. اوسمهال تقریباً په ایران کې تر ۳ میلیونو پورې افغان کډوال مېشت دی.
څلورم؛ د داعش ډلې د ظهور له کبله د افغان حکومت پرځای له افغان طالبانو سره اړیکې جوړول.
کابل ته د جواد ظریف سفر او د کابل-تهران راتلونکې اړیکې
کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سفر پرمهال افغان او ایرانی لوړپوړو چارواکو په یو شمېر داسې موضوعاتو خبرې اترې وکړې، چې په راتلونکو دوهاړخیزو اړیکو به ژورې اغېزې وښندی. خو په بل اړخ کې، که چېرې دوه اوونۍ وروسته په ایران کې د ولسمشریزو ټاکنو له لارې د ایران د اوسنی ولسمشر پرځای کوم بل څوک راغی، نو دا سفر به په یو شمېر موضوعاتو کې د افغان-ایران د اړیکو پر راتلونکی هېڅ اغېزه ونه شی ښندلای. په ټوله کې د دغه سفر پرمهال د ایران لهخوا د اوبو د وېش تړون د بیا کتنې پر اړتیا ټینګار وشو. ترڅنګ یې دواړو لورو ژر تر ژره د ستراتېژیک تړون د مسودې او متن چمتو کولو په موخه د کاری کمیټو د معرفی کولو غوښتنه وکړه.
افغان حکومت د وروستیو پرمختګونو په تړاو خپل دریځ ایران ته روښانه کړ او ترڅنګ یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ډګرونه هم په نښه کړل. افغان ولسمشر اشرف غنی د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره د کتنې پرمهال وویل: «تروریستی ډلې زموږ ګډ دښمنان دی. تروریستان په خپله غېږ کې نه نیسو او د وسیلې په توګه یې هم نه کاروو». د ده په خبره «د افغانستان روانه جګړه داخلی جګړه نه ده… د داعش پر وړاندې مو جدی اقدامات ترسره کړی… موږ ته د افغانستان ثبات او د سرحدونو امنیت ځانګړی ارزښت لری… د افغانستان ثبات باید د سیمهییز رقابت قربانی نه شی».
د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د زیاتولو په موخه افغان حکومت له ایران څخه وغوښتل، چې د اقتصادی کډوالۍ او قاچاق د مخنیوی په موخه افغان کارګرو ته د کار قانونی اجازهنامې ورکړی. د افغانستان له لارې ایران له ازبکستان او چین سره وصل شی. د چابهار بندر (ترانزیټ) رېل پټلۍ او د سرحدونو په برخه کې همکاری وشی.
په ټوله کې د کابل-تهران راتلونکې اړیکې له لاندې ټکو سره تړل شوې دی:
لومړی؛ د داعش پرضد د افغان حکومت عملیات او د سیمهییزو هېوادونو اندېښنې لرې کول، چې د دې ډلې ترشا افغان حکومت او امریکا نه دی؛
دویم؛ له افغان طالبانو سره د ایران اړیکې؛
درېیم؛ د افغانستان او سیمې په تړاو د امریکا راتلونکې تګلاره؛
څلورم؛ د یو شمېر اختلافی موضوعاتو په تړاو خبرې اترې (د بېلګې په توګه د اوبو د وېش تړون).
پای