لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- د افغانستان د اسلامي امارت په اړه د ټرمپ په مشرۍ د امریکا د نوې ادارې د بهرني سیاست څیړنه
- هغه عوامل چې د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ اغیزه کوي
- په سیمه کې د امریکا ګټې او اهداف
- د افغانستان په اړه د ټرمپ ادارې ممکنه پالیسي
- پايله او وړاندیزونه
- سرچینې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
بې له شکه، د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ، د ډیموکراټ ګوند کاملا هریس په وړاندې د یوه اوږد ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې، په داسې حال کې چې ځینې نظرپوښتنې لکه د CNN او PBS ټولپوښتنې د ټرمپ د ماتې او د هغه د ټاکنیز سیال کاملا هریس مخکښۍ خبرې کولې خو ټرمپ په خپل ټاکنیز کمپاین کې خپلو تګلارو او پلانونو ته دوام ورکړ تر څو د امریکا د ۲۰۲۴ کال ټاکنې د کاملا هریس د ۲۲۶ رایو په مقابل کې د ۳۱۲ رایو په ګټلو سره وګټي او ولسمشر وټاکل شی.[1] اوس چې ټرمپ له نن څخه دوه میاشتې وروسته د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه په امریکا کې د واک څوکۍ ته ستنیږي، د اسلامي امارت مخالفینو هیله څرګنده کړې چې دی به د افغانستان په اړه د سیاستونو د سمون لامل شی. نو پوښتنه پیدا کیږي چې ټرمپ به د افغانستان له اسلامي امارت سره څه ډول اړیکي ولري؟ البته د دې پوښتنې ځواب تر یوه حده څرګند دی، ځکه ټرمپ هغه څوک دی چې د ولسمشر په توګه یې د خپلې لومړۍ دورې پر مهال د امریکا او اسلامي امارت تر منځ لومړنۍ مستقیمې خبرې اترې او همدا راز د دوحې تړون هم د اسلامي امارت د استازو ترمنځ او امریکايي دیپلوماتانو د خپل صدارت په موده کې لاسلیک کړ.[2]
له دې وړاندوینې سره سره هغه څه چې ناڅرګندتیا رامنځ ته کوي د ټرمپ په کابینه کې د اسلامي امارت په وړاندې د بدبینه شخصیتونو شتون دی، لکه مایکل والټز چې د امریکا د استازو جرګې غړی و، د ملي امنیت د سلاکار په توګه، والټز د امریکا د ملي ګارد متقاعد افسر دی چې د اسلامي امارت پر ضد په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په چوکاټ کې دنده ترسره کړې ده او له افغانستان څخه د وتلو په اړه د جوبایډن د حکومت له منتقدینو څخه و،[3] پیټ هیګسیت د دفاع وزیر چې په افغانستان کې یې د اسلامي امارت پر ضد جګړه کړې او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو انتقاد هم کوي. همداشان د امریکا د مشرانو جرګې غړی مارکو روبیو چې د ډونالډ ټرمپ د ادارې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوی د اسلامي امارت سخت منتقد دی او غواړي چې د ترهګرو په لست کې یې شامل کړي او له اسلامي امارت څخه د بدلون تمه کول احمقانه بولي.[4] په هرصورت، دا لیدل کیدی شي چې ټرمپ د خپل امنیتي ټیم او بهرنیو وسایلو لپاره هغه خلک غوره کړي چې د اسلامي امارت په وړاندې بدبینه دي. نو بله پوښتنه دا ده چې د ټرمپ امنیتي ټیم تر کومه حده کولای شي چې د اسلامي امارت په اړه د ټرمپ پخوانی نظر نور هم بدبینه کړي او که دا کار وکړي نو د اسلامي امارت او د افغانستان په حالاتو به یې څه پایلې ولري؟
هغه عوامل چې د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ اغیزه کوي
باید یادونه وشي چې د امریکا بهرنۍ پالیسي یوازې د ولسمشر او د هغه د امنیتي ټیم او یا د هغه د بهرنیو چارو د وزیر له خوا نه جوړیږي، بلکې ډېر داسې وسایل او سیستمونه شته چې د بهرنۍ تګلارې په پرېکړو باندې اغېز لري، چې دلته یې یو څو ته اشاره کوو:
۱– ولسمشر او د هغه ملګري: ولسمشر کولای شي له خپل اجرایوي واک څخه په استفادې سره د امنیتي ټیم له خوا د ورکړل شویو معلوماتو او سیاسي لارښوونو په ټاکلو کې کار واخلي د هغه سلاکاران د بهرنیو سیاستونو په ټاکلو او د حکومت په مهمو پرېکړو کې اساسي رول لري.
٢- د امريکا د متحده ايالاتو کانګرس: د امريکا د متحده ايالاتو کانګريس، چې سنا او د استازو مجلس په کې شامل دي، د امريکا د اساسي قانون پر بنسټ، د بوديجې د قانون جوړونې سربېره بودیجه هم تصويب کوي. بهرني تړونونه، د نوماند وزیرانو ټاکل، او حتی د ویټو د ردولو او د ولسمشر د استیضاح حق هم لری. د ځینو دغو صلاحیتونو پر بنسټ، لکه د حکومت په کابینه کې شاملېدل، د بودیجې تصویب او همدارنګه د بهرنیو تړونونو تصویب، په داسې نظام کې د شخصي نقطه نظر پلي کول ستونزمن ښکاری. دا څو اړخیز سیسټم او جوړښتي تنوع دا یقیني کوي چې تصویب شوي پالیسي یوازې د څیړنې او ملي ګټو پر اساس تنظیم کیږي نه د انفرادي یا ګوندی چلند پر اساس.
۳- سیاسي او امنیتي جوړښتونه: بېلابېل بنسټونه لکه د بهرنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او استخباراتي او معلوماتي ارګانونه لکه NSA او CIA هم د بهرنیو پالیسیو په جوړولو او تطبیق کې رول لري.
۴- ملي ګټي: د امریکا ملي ګټې چې په کې د امریکا ملي امنیت، اقتصادي ګټې او پر نړۍ د نفوذ ساتل د بهرنۍ تګلارې تر اغېز لاندې یو له مهمو عواملو څخه بلل کېږي، ځکه هره پرېکړه باید د دغو ګټو په ساتلو او ټینګولو کې وی.
په ټولیز ډول ویلای شو چې په امریکا او یا د نړۍ په نورو ډیموکراټیکو هیوادونو کې مهمې سیاسي پریکړې په داسې ډول نه عملي کیږي چې د مشرانو او هغو کسانو نظرونه وي چې د واک او یا د حکومت په لوړو څوکیو وي ، هغه پریکړې او کړنې چې د یوې سیمې یا هیواد پورې اړه لري، په ډیری مواردو کې د ترسره شویو څیړنو څخه اخیستل کیږي او د مختلفو څانګو څخه راټول شوي معلومات چې په دې اړه کار شوی، د پریکړو اصلي لار ده. د دې اصولو پر بنسټ، د هغه امنیتي مامور یا د بهرنیو چارو وزارت لپاره چې د متحده ایالاتو د ګټو لپاره په یو هیواد کې کار کوي، دا مهمه نده چې وزیر یا د هغه رییس څه فکر کوي، او هغه به خپل راپورونه د هغه د معلوماتو مطابق وړاندې کړي. په دې اساس د امریکا د بهرنۍ تګلارې جوړول د مختلفو او پیچلو عواملو مجموعه ده چې یوازې د ولسمشر او د هغه د امنیتي او دفاعي ټیم په پرېکړو پورې محدود نه دی. ډیري نور بنسټونه لکه ګنګری او مختلف سیاسي او امنیتي جوړښتونه د هیواد د بهرنۍ پالیسۍ په ټاکلو کې کلیدی رول لوبوي. د دغو ترکیبونو پر بنسټ د امریکا د ملي ګټو پر بنسټ د څو اړخیزه بهرنۍ تګلارې جوړول دا په ډاګه کوي چې په دې هېواد کې په لویه کچه پرېکړې په ډېرو عواملو او بنسټونو پورې اړه لري.
په سیمه کې د امریکا ګټې او اهداف
په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د امریکا یو مهم هدف د چین په شان د سیالانو د اقتصادي او سیاسي پرمختګ مخه نیول دي. امریکا ته د اقتصادي او سیاسي پرمختګ په برخه کې د چین د کنټرول لپاره پکار ده چې د سیمې په ستراتیژیکو نقطو کې ازاد لاس ولري او د خپلو هیلو سره سم پریکړې او سیاستونه وړاندې کړي. دغه راز د امریکايي چارواکو او دیپلوماتانو د څرګندونو له مخې، د امریکا یو له اصلي هدفونو څخه په افغانستان کې له امریکا سره د مخالفو ډلو نه شتون دی. تر دې مخکې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو حضور هم په دغه هېواد کې د امریکا پر ضد د ډلو د شنون په دلیل یاد شوی و. د امریکا ګټه په افغانستان کې د امریکا ضد نظام په نه جوړېدنه کې دی. دا چې د ټرمپ ادارې د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د امریکاېی استازو او د اسلامي امارت د پلاوي ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو زمینه برابره کړه. هغه غوښتل چې امریکا غواړي طالبان واک ته ورسوي، په دې شرط چې امریکا ته له افغانستان څخه کوم ګواښ نه وی. د اسلامي امارت چارواکو تل ویلي چې د افغانستان خاوره د هیڅ هیواد پر ضد نه کارول کیږی. د کابل له هوايي ډګر څخه د امریکايي پوځیانو وتل او د هوايي ډګر عمومي کنټرول او په ورته وخت کې د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري د رسنیو په وړاندې په هوايي ډګر کې خپل دریځ څرګند کړ او ویې ویل: که څه هم امریکا په افغانستان کې له پوځي پلوه ماتې خوړلې، خو اسلامي امارت له امریکا او نړۍ سره ښې او ډیپلوماټیکې اړیکې غواړي نو له همدې امله داسې ښکاري چې امریکا له دې اړخه د افغانستان د روان وضعیت د ګډوډولو اړتیا نه لري.
نور اهداف لکه د مخدره توکو قاچاق، وسلې، ترهګري، بشري حقونه او نور هم په سیمه کې د امریکایانو لخوا پورته کیږي، مګر په حقیقت کې دا شیان به ډیر مهم نه وي.
د افغانستان په اړه د ټرمپ ادارې ممکنه پالیسي
سمه ده چې زموږ په اند د اسلامي امارت پالیسي به د ټرمپ په لاس کې نه وي او یا د ټرمپ د ادارې پالیسي به اسلامي امارت دومره کمزوری نه کړي چې د افغانستان په اوسني وضعیت کې بدلون راولي، خو د امارت پر وړاندي به د ټرمپ پالیسي څنګه وي، چې د افغانستان په بېلابېلو سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړخونو به اغېز ولري؟
په سیاسي اړخ کې: بې له شکه د افغانستان له اسلامي امارت څخه د امریکا غوښتنې دوه اساسي او فرعی برخې لري: لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، په سیاسي اړخ کې د امریکا لومړۍ غوښتنه د سیالانو لکه چین او روسیې د سیاسي او اقتصادي نفوذ مخنیوی دی. په دې صورت کې به د افغانستان په اړه د امریکا بهرنۍ پالیسي بدله شي. په دې اساس د افغانستان اسلامي امارت ته لازمه ده، چې د پخوا په څېر متوازنه او اقتصادي پالیسي وساتي، څو افغانستان یو ځل بیا له امریکا سره د جګړې او سیمه ییز ځواک د سیالۍ ډګر نه شي.
له افغانستان څخه د امریکا دویمه غوښتنه لکه څنګه چې وخت په وخت د امریکايي چارواکو له خوا راپورته شوې ده. په افغانستان کې د امریکا د مخالفو ډلو نشتوالی دی. بې له شکه دا غوښتنې به د امریکا لپاره مهمې وي او اسلامي امارت په وار وار ډاډ ورکړی چې له افغانستانه هیڅ ګواښ نشته. په بل پړاو کې له امریکا سره ځینې نورې غوښتني هم شته او د اسلامي امارت مخالفین یې هم وخت په وخت ورته اشاره کوي چې پکې د یوه ټول شموله حکومت جوړول شامل دي ترڅو ټول افغانان د حکومت په آیینه کې ځان وویني. د ښځو لپاره د زده کړې او کار حق او داسې نور د بشري حقونو مسلې؛ لکه څنګه چې په بهر کې د اسلامي امارت مخالفینو د «افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا» تر سرلیک لاندې د ټرمپ د بریا په غبرګون کې هیله څرګنده کړه چې د امریکا د نوې ادارې پیل به د افغانستان په اړه د سیاستونو د اصلاح لامل شي. او د افغانانو غوښتنه دا ده چې د قانون د حاکمیت اړتیا ته پام وشي.[5] دغه راز يو شمېر لاريون کوونکو ښځو او د مدني ټولنې فعالانو د نومبر په ٢٣مه په یوه لیک کې د امریکا له منتخب ولسمشر څخه وغوښتل چې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحي تړون لغوه کړي. دوی باور لري چې دا تړون د افغانستان د خلکو لپاره ناوړه پایلې لرلې دي دوی هیله لري چې دا کار باید ټرمپ په لومړیو ورځو کې وکړي.[6]
که څه هم دا غوښتنې د اسلامي امارت له لوري څو ځله رد شوې دي، خو بیا هم که دا غوښتنې د اسلامي امارت د مخالفینو له لوري پورته شي، باور نه کیږي چې دا به کوم ګل اوبه کړی. خو که دا د امریکا لخوا وړاندیز شي نو کیدای شي د اسلامي امارت په وړاندې د فشار راوړلو او په اسلامي امارت کې د اندیښنو لامل شی. خو په حقیقت کې به دا غوښتنې د امریکا لپاره دومره مهمي نه وي چې د افغانستان اوسنی وضعیت وننګوي.
د امنیت په برخه کې: دا سمه ده چې د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ بریا د اسلامي امارت د مخالفینو په منځ کې هیلې پیدا کړې دي. لکه څنګه چې جنرال سمیع سادات چې یو وخت د افغانستان د پخواني حکومت له عسکرو څخه وو او اوس ځان د اسلامي امارت پر ضد د متحدې جبهې بنسټګر ګڼي او د افغانستان د اسلامي امارت له مخالفینو څخه دی، په یوه مرکه کې ویلي: د افغانستان متحدې جبهې د ټرمپ له انتخاباتي ټیم څخه د مسلمانانو یو ائتلاف جوړ کړی او د ټرمپ د کمپاین له مدیر سره یې په کتنه کې د ټرمپ د بریا په صورت کې د اسلامي امارت په وړاندې د دغې جبهې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.[7]
پورتني او د ټرمپ په دفاعي او امنیتي څانګو کې د اسلامي امارت د بدبینه شخصیتونو شتون ته په پام سره، دا له امکان څخه لرې نه ده چې امریکا به له خپلو مخالفینو څخه د فشار د یوې نقطې په توګه په اسلامي امارت د فشار راوړلو او د هغوی د غوښتنو د تحمیلولو لپاره کار واخلي. خو ګومان نه کېږي چې امریکا دې د افغانستان په چارو کې د مستقیمې پوځي مداخلې لپاره کوم عذر یا لېوالتیا ولری. له بلې خوا که افغانستان د امریکا او د هغه د اقتصادي او وسلوي سیالانو لکه چین او روسیې ترمنځ د سیالۍ ډګر وګرځول شي، نو ناشونې نه ده چې د امریکا په ملاتړ به د اسلامي امارت مخالفین، به افغانستان ناامنه کړی. چې پدې صورت کې به د ډونالډ ټرمپ حکومت په افغانستان کې د ناامنۍ لامل شي.
په اقتصادي اړخ کې: بې له شکه د افغانستان په اړه د ټرمپ د ادارې اقتصادي پالیسي هم د ده د نورو تګلارو په څېر به د هغه د ځانګړي نقطه نظر او ځانګړي تګلارو تر اغېز لاندې وي. ټرمپ تل په خپلو ویناوو کې ویلی چې امریکا باید نورو هېوادونو ته نامحدوده مرستې ورنه کړي. هغه په دې باور دی چې باید کورنیو مسایلو ته پام وکړي. له همدې امله ښايي د ټرمپ اداره له افغانستان سره د امریکا اقتصادي مرستې کمې کړي. لکه څنګه چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر راپور ورکړی چې واشنګټن په تیرو دریو کلونو کې اسلامي امارت ته شاوخوا ۲۱ میلیارده ډالر ورکړي دي.[8] په حقیقت کې هغه نسبي ثبات چې په افغانستان کې رامنځته شوی دی د افغانستان له اسلامي امارت سره د امریکا د متحده ایالاتو د مرستو پایله ده. له بلې خوا د امریکا لپاره د افغانستان د ځانګړي ستراتیژیک موقعیت تر څنګ نور اقتصادي مسایل هم شته چې په افغانستان کې د امریکا ډیپلوماتیک حضور هڅوي او له افغانستان سره د مرستو دوام ته تشویقوی. د بېلګې په توګه په افغانستان کې طبیعي زېرمې، افغانستان د مسو، لیتیم او نورو منرالونو په ګډون بډایه طبیعي زیرمې لري چې د دغه هېواد د عایداتو یوه مهمه سرچینه بلل کېدای شي. دا هم ممکنه ده چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوهمه دوره کې په افغانستان کې خصوصي پانګونې ته پام وشي. په دې طرحه کې امریکايي شرکتونو ته د مالي هڅونې او اسانتیاوو برابرول شامل دي چې په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د طبیعي زیرمو او کانونو په برخه کې. په دې توګه به امریکا د افغانستان طبیعي زیرمې څخه ګټه واخلی او دا به د افغانستان لپاره د عاید سرچینه وي.
پایله
راتلونکو دوو میاشتو کې واک ته د ډونالډ ټرمپ په راتګ او په امریکا کې د نوې ادارې په رامنځ ته کېدو سره به له اسلامي امارت سره د هغه تعامل او د افغانستان په اړه د هغه تګلارې په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې پراخې اغیزې لرلی شی.ځکه ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې له اسلامي امارت سره لومړنۍ مستقیمې خبرې پیل کړې او د دوحې تړون د ده په وخت کې لاسلیک شو. له بلې خوا د ټرمپ په کابینه کې د اسلامي امارت په اړه د بدبینه شخصیتونو شتون لکه مایکل والټز، پیټ هیکسیټ او مارکو روبیو کولی شي د اسلامي امارت په اړه د ټرمپ نظر بدل کړي. دا بدلونونه ښايي پر اسلامي امارت د سیاسي فشار د زیاتوالي لامل شي، خو داسې نه ښکاري چې د افغانستان په اړه د امریکا په عمومي سیاستونو کې به انقلابي بدلونونه راشي.
د امنیت له پلوه د افغانستان په چارو کې د امریکا د مستقیمې پوځي مداخلې احتمال صفر ته نږدې شوی دی. خو د ټرمپ اداره ښايي د اسلامي امارت مخالفین د فشار د وسیلې په توګه وکاروي. همدارنګه که افغانستان د امریکا او د هغه د اقتصادي او وسلوي سیالانو تر منځ د سیالۍ ډګر شي، نو د دې امکان شته چې د اسلامي امارت مخالفین د امریکا د سیالانو له خوا حمایه شي، چې په افغانستان کې د ناامنۍ لامل شي، ځکه افغانستان له پخوا له دې لارې زیانمن شوی دی.
د افغانستان په اړه د ټرمپ په اقتصادي تګلاره کې به احتمالاً د مرستو کمول او پر خصوصي پانګونې تمرکز شامل وي. ټرمپ تل له نورو هېوادونو سره د مالي مرستو پر کمولو ټینګار کړی او ښايي له افغانستان سره د امریکا اقتصادي مرستې کمې شي. له بلې خوا د افغانستان طبیعي زیرمې د خصوصي پانګونې لپاره د پام وړ ځای کیدی شي. د ټرمپ اداره ښايي امریکايي شرکتونو ته د مالي هڅونې او اسانتیاوو په برابرولو سره د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونې ته وهڅوي. دا طریقه د امریکا لخوا د افغانستان د طبیعي زیرمو د استخراج او د اسلامي امارت لپاره د عایداتو د یوې سرچینې په توګه کارول کیدای شي.
په ټولیز ډول د افغانستان په اړه د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوهمه دوره کې به د امریکا تګلاره د اقتصادي او امنیتي ګټو ترکیب وي. دغه تګلارې له یوې خوا له نړۍ سره د اسلامي امارت په اړیکو کې د بدلون لامل کېدای شي، له بلې خوا د خصوصي پانګونې له لارې د اقتصادي پرمختګ زمینه هم برابره شي. د هغو جوړښتونو په پام کې نیولو سره چې د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ او سترو ګټو باندې اغیز لري، په افغانستان کې انقلابي بدلونونه ناشونی برېښي، خو د نوې ادارې د رامنځته کېدو او د امریکا د ګټو په پام کې نیولو سره کولای شي د اسلامي امارت پر وړاندې اندېښنې او فشارونه رامنځته کړي.
وړاندیزونه
- د امریکا متحده ایالات باید د افغانستان په اړه داسې پالیسي غوره کړي چې د افغانانو ګټو او حاکمیت ته درناوی ولري او د ټرمپ د ادارې تمرکز یواځې د امریکا په ګټو نه وي.
- د اسلامي امارت لپاره لازمه ده چې د امریکايي پانګوالو په ګډون د بهرنیو پانګوالو د جذب لپاره مناسب شرایط رامنځته کړي، ترڅو د راتلونکو احتمالي ننګونو مخه ونیول شي.
- د اسلامي امارت حکومت باید د ګاونډیو او سیمې په وړاندې د متوازنې پالیسۍ له مخې خپلې دیپلوماتیکې او فعالې اړیکې وساتي ترڅو افغانستان د امریکا او چین ترمنځ د جګړې او سیالۍ ډګر نه شي.
سرچینی
[1] . Aljazeera: US ELECTION 2024, link:
https://www.aljazeera.com/us-election-2024/results/
[2]. THE DIPLOMAT: Muhammad Murad, What Trump’s Presidency Means for Afghanistan and the Taliban, Nov15,2024,link:
https://thediplomat.com/2024/11/what-trumps-presidency-means-for-afghanistan-and-the-taliban/
[3] . رادیو آزادی: حضور چهرههای منتقد طالبان در کابینه دونالد ترامپ به چی معنی است؟ 25 عقرب 1403 ش، لینک:
https://da.azadiradio.com/a/33203804.html
[4] . خبرگزاری جمهور: معنی کابینه ترامپ برای طالبان و جبهه مقاومت چیست؟ 26 عقرب 1403 ش، لینک:
https://www.jomhornews.com/fa/article/177656/
[5] . شورای عالی مقاومت ملی برای نجات افغانستان: پیام شورای عالی مقاومت ملی برای نجات افغانستان به مناسبت برگزاری موفقانه انتخابات ریاست جمهوری ایالات متحده امریکا، 18 عقرب 1403 ش، لینک:
https://nrcafghanistan.org/messages/%D9%BE%DB%8C%D8%A7%D9%85%D8%B4%D9%88%D8%B1%D8%A7%DB%8C-%D8%B9%D8%A7%D9%84%DB%8C-%D9%85%D9%82%D8%A7%D9%88%D9%85%D8%AA-%D9%85%D9%84%DB%8C-%D8%A8%D8%B1%D8%A7%DB%8C-%D9%86%D8%AC%D8%A7%D8%AA-%D8%A7-13/
[6] . صدای امریکا: نامه زنان افغان و فعالان مدنی به ترمپ، 3 قوس 1403 ش، لینک:
https://www.darivoa.com/a/afghan-protested-women-and-civil-society-activists-in-a-letter-urged-president-
[7] . ویدئو: افشاگری جنرال سادات در باره آینده افغانستان، لینک:
https://www.youtube.com/watch?v=9ZIvrx_Tkea
[8]. شبکه اطلاع رسانی افغانستان: آمریکا 21 میلیارد دالر به طالبان کمک کرده است، 16 اسد 1403 ش، لینک:
https://www.afghanpaper.com/nbody.php?id=175821