لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- د اسلامي امارت په اړه د امريکا متحده ايالاتو بهرنی سياست
- سریزه
- د اسلامي امارت په اړه د امريکا متحده ايالاتو بهرنی سياست
- آيا امريکا متحده ايالات دې اسلامي امارت په رسميت وپېژني؟
- د اسلامي امارت په اړه د امريکا متحده ایالاتو د بهرني سياست مشخصې موخې
- پايله
- وړانديزونه
- سرچینې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مقدمه
د نړۍ او سيمې هېوادونو په اړه د امريکا متحده ايالاتو بهرنی سياست د بېلابېلو جمهور رئيسانو په دوره کې توپير لري، خو له لومړۍ نړيوالې جګړې مخکې د بهرني سياست ځينو پوهانو د امريکا متحده ايالاتو د بهرني سياست په اړه ځينې تيوريانې وړاندې کړې چې وروسته بيا هغه په ځانګړو مکتبونو بدلې شوې. لنډه دا چې د امريکا متحده ايالاتو د بهرني سياست جوړونې په برخه کې درې مهم مکتبونه موجود دي او د متحده ایالاتو بهرنی سیاست د همدغو مکتبونو څخه په اغېزمن کېدو ترتيب شوی دی. دا مکتبونه په لاندې ډول دي:
۱- هميلتونيسم (Hamiltonism): دا مکتب وايي چې د امريکا متحده ايالاتو بهرنی سياست د ملي ګټو پر ځای پر امريکايي ارزښتونو ولاړ دی، خو دا ارزښتونه په نورو هېوادونو کې پرته له جنګه او مداخلې په داسې ډول منل غواړي چې امريکا متحده ايالات لومړی خپل ځان د هغو ارزښتونو نمونه کړي او بيا يې په اختياري ډول په نورو هېوادونو ومني. لنډه دا چې دا مکتب منافع محور نه، بلکې ارزښت محور دی او په نورو هېوادونو کې د مداخلې او جنګ خلاف دی.
۲- جکسونيسم (Jacsonism): دا مکتب پر واقعیتونو ولاړ دی او په نړیوال سياست کې د قدرت پر استعمال باور لري. دا مکتب د هميلتونيسم پر خلاف په بهرني سياست کې امنيت محور او د امريکا متحده ايالاتو د ملي ګټو پر لاسته راوړلو ولاړ دی.
د جکسونيسم مکتب درې بنسټيز اصول لري:
الف- د امريکا متحده ایالاتو د ملي ګټو د لاسته راوړلو، ساتنې او پراختيا په موخه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو او سيمو کې مداخله کول؛
ب- په نړيوال نظام کې د يو قدرت په توګه د امريکا متحده ايالاتو د موقعيت ساتل او پراختيا او په دې لاره کې د اړتيا پر بنسټ له قدرت او زور څخه هم کار اخيستل؛
۳- ويلسونيسم (Wilsonism): د دې مکتب پر بنسټ امريکا متحده ايالات د خپل بهرني سياست له لارې غواړي چې امريکايي ارزښتونه په نړۍ کې د مداخلې او جنګ له لارې په خلکو ومني.
د دې مکتب په نظر امریکا متحده ايالات په خپل بهرني سياست کې د ژر تېرېدونکو ملي ګټو پرځای دايمي امريکايي ارزښتونو ته لومړیتوب ورکوي او بهرنی سياست په دې ډول تنظيموي چې نړۍ امريکايي کړي او امريکايي ارزښتونه په نړۍ ومني او په دې لاره کې که اړتيا شي، نو له زور او قدرت څخه هم ګټه اخلي.
د دې مکتب پر بنسټ د امريکا متحده ايالات کله ناکله د امريکايي ارزښتونو د عملي کولو لپاره په نړۍکې
که دا مکتبونه په عملي ډول له سړې جګړې وروسته د امريکا متحده ايالاتو پر جمهور رئيسانو تطبيق کړو، نو ويلای شو چې د جورج بوش (د جورج ډبيلو بوش پلار) بهرنی سياست د جکسونيسم او ويلسونيسم له مکتب څخه، د کلنټن بهرنی سياست د هميلتونيسم له مکتب څخه او جورج ډبيلو بوش بهرنی سياست له ويلسونيسم مکتب څخه، اوباما او جوبايډن بهرنی سياست له هميلتونيسم او جکسونيسم او ټرمپ بهرنی سياست له جکسونيزم څخه اغېزمن و.
په دې تحليل کې به لومړی د اسلامي امارت او امريکا متحده ايالاتو په ښکېلتيا او بيا د اسلامي امارت په اړه د امريکا متحده ايالاتو د بهرني سياست مشخص اهداف روښانه کړو.
د اسلامي امارت او امريکا متحده ايالاتو ښکېلتيا او تعامل
ښکېلتيا په دې معنی چې امريکا متحده ايالات د اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې په خبرو بوخت دی، بشري مرستې ورسره کوي او د راتلونکې په اړه ورسره خبرې، خو په رسميت یې هم نه پېژني او په مطلق ډول ورسره اړيکې هم نه پرې کوي او تعامل په دې معنی چې د مذاکراتو او مفاهمې لپاره څو لارې خلاصې دي او يو طرف هم په مطلق ډول خپل ټول شرايط په مقابل لوري منل نه غواړي، بلکې د ځينو شرايطو په بدلون سره کېدای شي د دواړو هېوادونو د اړيکو راتلونکی روښانه شي.
کله چې په ۱۴۰۰هـ.ل. کال کې اسلامي امارت بياځلې واک ته ورسېد، نو امريکا متحده ايالاتو غوښتل چې له يوې خوا اسلامي امارت د بشري حقوقو د نقض[۲]، له نړيوالو تروريستي ډلو سره د اړيکو او همه شمول حکومت د نه رامنځته کېدو له امله وغندي او له بلې يې غوښتل چې له اسلامي امارت سره د افغانستان راتلونکي په اړه خبرې وکړي، بشري مرستې ورسره وکړي، اقتصادي پرمختګونه يې تاييد کړي او د داعش د له منځه وړلو له امله يې تشويق کړي.
د لومړنۍ موخې د ترلاسه کولو په موخه يې پر اسلامي امارت بنديزونه ولګول، د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ يې کنګل کړې، د مشرانو په سفرونو یې بنديزونه ولګول او د دويمې موخې د ترلاسه کولو په موخه یې نړيوالې مرستندويه ادارې په افغانستان کې خلاصې پرېښودې، د ملګرو ملتونو له لارې هرې اونۍ څلوېښت ميليوني ډالرو په لېږلو سره یې د افغانۍ په ثبات کې مرسته وکړه، د دوحې کنفرانسونه یې داير کړل او د بشري مرستو په برخه کې یې د کانګرس نه ځانګړې بوديجه ورته تصويب کړه.
که پورتني بحث ته وګورو، نو د امريکا متحده ايالات له اسلامي امارت سره د اړيکو د رامنځته کولو په دوه لاري کې ده، يعنې نه ورسره په مطلق ډول اړيکې پرې کولای شي او نه يې هم په رسميت پېژندلی شي، نو له همدې امله یې درېيمه لاره خپله کړې ده او هغه دا چې له اسلامي امارت سره ښکېل پاتې شي،[۳] په ځينو برخو کې ورسره تعامل وکړي او د ځينو برخو داصلاح په موخه پرې فشارونه وارد کړي او تراوسه پورې د امريکامتحده ايالاتو دغه ډول سياست ادامه لري.[۴]
۲- د اسلامي امارت د سياسي قدرت قوي والی: د اسلامي امارت په نږدې درې کلني واکمنۍکې امريکا متحده ايالاتو وليدل چې دوی سياسي قدرت کاملاً په لاس کې لري، امنيت يې ټينګ کړی او د قدرت د عملي کولو مرکزيت په کې موجود دی. له همدې امله امريکا متحده ايالات غواړي چې دا سيمه په مطلق ډول له لاسه ورنکړي او دا چې د اسلامي امارت سياسي قدرت قوي دی، نو له دوی سره بايد ښکېل پاتې شي تر څو په سيمه کې خپلې موخې تعقيب کړي.
۳- د اسلامي امارت سره د سيمې او ګاونډيو هېوادونو د فعالې ډيپلوماسۍ او اړيکو رامنځته کېدل: اسلامي امارت په سيمه کې له ايران، چين، مرکزي اسيا، ترکيې او روسیې سره فعاله ډيپلوماسي لري او له دوی سره يې ورځ تر بلې اړيکې قوي کېږي او که امريکا متحده ايالاتو په مطلق ډول له اسلامي امارت سره اړيکې پرې کړي، نو دغه هېواد به د دوی دښمنانو لاس ته وغورځېږي او امريکا متحده ايالات هيڅکله دا نه غواړي، په همدې موخه غواړي له اسلامي امارت سره ښکېل پاتې شي.
ايا امريکا متحده ايالات دې اسلامي امارت په رسميت وپېژني؟
د امريکا متحده ايالاتو د نړيوالو اړيکو کونسل(Council on Foreign Relations (CFR)) له خوا خپرېدونکې د نړيوالو اړيکو (Foreign Affairs) ويبپاڼې پر همدې پوښتنه د پوهنتون ګڼ استادان، څېړونکي او برحاله سياسيون پوښتلي دي، چې په پايله کې تقريباً نيمايي یې په دې باور دي چې بايد له اسلامي امارت سره دې اړيکې رامنځته شي، ځينې په مطلق ډول د دې مخالف دي او وايي چې بايد له اسلامي امارت سره هر ډول ښکېلتيا او اړيکې پرې شي او ځينې نور بيا بېطرفه پاتې شوي او دا کړنه یې شرايطو پورې تړلې ده، موږ دلته د درېو واړو نظرونو خلاصه او د هغوی دلايل وړاندې کوو:
لومړی نظر: امريکامتحده ايالات بايد له اسلامي امارت سره اړيکې رامنځته او په رسميت یې وپېژني: اسلامي امارت سره د اړيکو رامنځته کول او د دغه حکومت په رسميت پېژندل کولای شي چې امريکا متحده ايالاتو ته متوجې ځينې امنيتي ننګونې له منځه يوسي، ځکه داعش کولای شي چې په سيمه کې د امريکا متحده ايالاتو امنېتي ګټې وننګوي او يا هم خپله امريکا متحده ايالاتو ته امنيتي ستونزې پېداکړي، خو که امريکا متحده ايالاتو له اسلامي امارت سره اړيکې رامنځته کړې او په رسميت يې وپېژاند، نو اسلامي امارت کولای شي چې د داعش په مقابل کې اغېزمنه مبارزه وکړي او دا د امريکايانو په ګټه ده.
د امريکا متحده ايالاتو اوسنۍ ښکېلتيا اسلامي امارت يو څه کنټرول کړی او که اسلامي امارت پوه شي چې غرب یې نور هېڅ په رسميت نه پېژني، نو کېدای شي چې بشري حقوق نور هم له ننګونې سره مخامخ شي او اسلامي امارت يو ځل بيا له القاعدې او نورو نړيوالو شبکو سره اړيکې ټينګې کړي او په خپله خاوره کې ورته پټنځای ورکړي، چې دا کار په هېڅ ډول د امريکا متحده ايالاتو په ګټه نه دی.
بله مهمه موضوع دا چې په سيمه کې چين تقريباً اسلامي امارت په رسميت پېژندلی، ځکه سفيران یې په رسمي ډول تبادله کړي، د روسیې او ايران اړيکې هم بېخې نږدې دي او که امريکا متحده ايالاتو د اړيکو د رامنځته کولو ته اقدام ونکړي، نو دا سيمه به په مکمل ډول له لاسه ورکړي او دلته به د امريکا متحده ايالاتو په مقابل کې يو منظم بلاک جوړي شي چې کولای شي په سيمه کې امريکايي ګټې له خطر سره مخامخ کړي.
دويم نظر: امريکا متحده ايالات دې له اسلامي امارت سره هېڅ ډول اړيکې نه ټینګوي: دا ډله پوهان په دې نظر دي چې اسلامي امارت يوه ترهګریزه او ايډيالوژيکي ډله ده او د دوی په رسميت پېژندل به دوی نور هم قوي کړي. بله دا چې دوی فعلاً چې لا په رسميت نه دي پېژندل شوي، نجونې تعليم او تحصيل ته نه پرېږدي او د يو استبدادي نظام په توګه بل هيڅ افغان په سياسي پروسه کې ځای نه ورکړي، نو که دا په رسميت وپېژندل شول، نو دوی به بشري حقوقو نقض لا ډېر کړي او استبدادي نظام به ورسره نور هم پیاوړی شي.
د اسلامي امارت په اړه د امريکا متحده ایالاتو د بهرني سياست مشخصې موخې
امريکا متحده ايالات د اسلامي امارت په اړه په خپل بهرني سياست کې لاندې مشخصې موخې تعقيبوي:
۱- د ترهګرۍ خلاف جګړه: امريکا متحده ايالات تل افغانستان د ترهګرۍ جاله ياده کړې ده او دغه هېواد یې د خپل سيمه ييز او داخلي امنيت لپاره ګواښ ګڼلی دی. په افغانستان کې د اسلامي امارت د بيا ځلي واکمنۍ وروسته امريکا متحده ايالات دې برخه ته لا په دقت ګوري او ارزونه کوي چې ايا دغه هېواد يو ځل بيا د نړيوالو ډلو په پټنځای بدل نه شي. يوه هغه ډله چې امريکا متحده ايالات یې پر وړاندې مبارزه کوي، داعش دی. امريکا متحده ايالاتو د بهرني سياست يوه موخه دا ده چې د اسلامي امارت له لارې په افغانستان کې داعش وځپي او دا سياست هغه مهال له قوي شو، کله چې په ۲۰۲۲ز. کال په فبرورۍ مياشت کې امريکا متحده ايالاتو د داعش د يو مشر ثناالله غفاري پر سر ۱۰ ميليونه ډالر انعام کېښود، نوموړی د ۲۰۲۱ز. کال د اګست په ۲۶مه په کابل هوایي ميدان باندې په بريد تورن و او په دغه بريد کې ۳۰ امريکايان هم وژل شوي وو. په ۲۰۲۳ز. کال اپريل کې د امريکا متحده ايالاتو سپينې ماڼۍ اعلان وکړ چې طالبانو نوموړی کس وژلی[۶] او په افغانستان کې یې داعش ډېر ځپلی دی، نو امريکا متحده ايالات غواړي چې په افغانستان کې د داعش په څېر تروريستي ډلو په خلاف مبارزه کې اسلامي امارت شريک کړي.
۲- افغانو ښځو او نجونو ته د حقوقو لاسته راوړل: د اسلامي امارت د بيا واکمنۍ وروسته دوی اساسي قانون د تعليق حالت ته اچولی، چې ورسره د اتباعو حقوق او وجايبو سرنوشت نامعلوم شوی. د ملګرو ملتونو په يو بيان کې راغلي: افغانستان په نړۍ کې يوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې په کې له تعليم څخه منع شوي دي.
په ۲۰۲۲ز. کال ډسمبر مياشت کې اسلامي امارت ښځې په داخلي او بين المللي مؤسساتو کې له کار کولو څخه هم منعه کړې. همدارنګه له محرم پرته د ښځو او نجونو پر سفر يې هم بنديز ولګاوو، نو د امريکا متحده ايالاتو د بهرني سياست بل مشخص هدف دا دی چې د اسلامي امارت سره د خبرو اترو له لارې افغان نجونو او ښځو ته د هغوی حقوق ترلاسه کړي.
۳- بشري مرستې: امريکا متحده ايالاتو د بهرني سياست بل مشخص هدف دا دی چې د اسلامي امارت سره د بشري مرستو له لارې ښکېل پاتې شي او دغه بشري مرستې د څو لارو څخه اماده کوي: يو، د نړيوالو ادارو لکه خوړو نړيوال سازمان، د روغتيا نړيوال سازمان او نور…، دويم، ملګرو ملتونو له لارې (د ۲۰۲۳ز. کال لپاره ملګرو ملتونو ۴.۶ ميليارده ډالر په افغانستان کې د بشري بحران سره د مبارزې لپاره ځانګړي کړي وو)، درېيم، نړيوال ډونران چې په هغې کې ځينې اروپايي، امريکايي او اسيايي هېوادونه شامل دي او څلورم خپله امريکا متحده ايالات دي چې د سيګار د راپور پر بنسټ د اسلامي امارت د بيا واکمنۍ څخه تر ۲۰۲۳ز. کال تر پای پورې امريکا متحده ايالاتو له افغانستان سره ۲.۱ ميليارده ډالره مرسته کړې ده، نو د امريکا متحده ايالاتو د بهرني سياست بله موخه دا ده چې د افغانستان خلکو سره بشري مرستې وکړي او دغه هېواد په بحران کې پرېنږدي او بل دا چې له دې لارې له اسلامي امارت سره هم ښکېل پاتې شي.
۴- د نشه يي توکو د قاچاق مخنیوی: د اسلامي امارت په اړه د امريکا متحده ايالاتو د بهرني سياست بله موخه د نشه يي توکو د توليد او د قاچاق مخنیوی دی. دا چې اسلامي امارت اميرالمومنين د يو فرمان په صادرولو سره د نشه يي توکو کر او قاچاق منعه اعلان کړی او ورسره په ټوله هېواد کې د اپيومو او نورو نشه يي توکو کر کم شوی، نو امريکا متحده ايالات دا د اسلامي امارت يوه لاسته راوړنه ګڼي او غواړي دې ته ورته نورو برخو کې هم اسلامي امارت اصلاحاتو ته اقدام وکړي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي اړيکې رامنځته شي.
۵- له افغانستان څخه د امريکايي همکارانو راويستل: د امريکا متحده ايالاتو د بهرني سياست بله موخه دا ده چې له افغانستان څخه خپل هغه همکاران راوباسي چې په شل کلن ماموريت کې يې له دوی سره کار او همکاري کړې ده.
۶- پر اسلامي امارت د خپلو غوښتنو منلو لپاره د فشار او بنديزونو راوړل: د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته امريکامتحده ايالاتو د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ کنګل کړه او لا تراوسه یې ازاده کړې نه ده، همدارنګه د اسلامي امارت د مشرانو په سفرونو یې بندیزونه لګولي دي، لا تراوسه یې په رسميت نه دی پېژندلی دی، په ملګرو ملتونو کې څوکۍ نه ده ورکړې، د دې ډول فشارونو له لارې امريکا متحده ايالات غواړي چې پر اسلامي امارت خپل ځينې غوښتنې چې اکثره يې په امنيتي برخې کې دي ومني.
پايله
د اسلامي امارت په اړه د امريکا متحده ايالاتو د بهرني سياست مشخصې موخې د تروريزم خلاف جګړه، د نجونو د تعليم او کار د حقوقو لپاره مبارزه، د نشه يي توکو مخنيوی، د بشري بحران د مخنيوي په موخه مرستې، له افغانستان څخه د امريکايي همکارانو راويستل او د خپلو غوښتنو د منلو په موخه پرې بنديزونه او فشارونه واردول، دي.
وړانديزونه
۱- اسلامي امارت دې په داخلي سياست کې بدلون راولي، په ځانګړي ډول نجونې دې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې ښوونځيو او پوهنتونو ته پرېږدي، تر څو د رسميت پېژندنې لاره ورته پرانېستل شي او غرب او په ځانګړي ډول امريکا متحده ايالاتو سره يې اړيکې ورغېږي.
۲- امريکا متحده ايالات بايد پر افغانستان بنديزونه لرې کړي، ځکه له امله يې عام ولس زيانمن کېږي، په ځانګړي ډول د مرکزي بانک کنګل شوې شتمنۍ دې ازادې کړي.
۳- اسلامي امارت دې هڅه وکړي چې له امريکا متحده ايالاتو سره د مذاکرې پروسه چټکه کړي، تر څو يوې پايلې ته ورسېږي، ځکه د نه رسميت پېژندنې له امله افغانان په تعليمي، اقتصادي او نورو ټولنيزو برخو کې له ستونزو سره مخامخ دي.
مأخذونه
[۱] بهاره سازمند. سياست خارجی قدرتهای بزرګ، مؤسسه فرهنګی مطالعات و تحقيقات بين المللی ابرار معاصر، تهران، ۱۳۹۰هـ.ش، ۲۴- ۲۵ مخونه.
[۲] Scott Worden. Two Years of the Taliban’s ‘Gender Apartheid’ in Afghanistan, United States Institute of Peace, September 14, 2023, Access link: https://www.usip.org/publications/2023/09/two-years-talibans-gender-apartheid-afghanistan
[۳] Graeme Smith and Ibraheem Bahiss. The World Has No Choice But to Work With the Taliban, Foreign Affairs, August 11, 2023, Access link: https://www.foreignaffairs.com/afghanistan/world-has-no-choice-work-taliban
[۴] Kate Bateman. A Shift Toward More Engagement with the Taliban? United States Institute of Peace, October 25, 2023, Access link: https://www.usip.org/publications/2023/10/shift-toward-more-engagement-taliban
[۵] Foreign Affairs Asks the Experts. Should the United States Normalize Relations With the Taliban? August 21, 2023, Access link: https://www.foreignaffairs.com/ask-the-experts/should-united-states-normalize-relations-taliban-afghanistan
[۶] Congressional Research Service. Afghanistan: Background and U.S. Policy, CRS Report, December 4, 2023, Access link: https://crsreports.congress.gov/product/pdf/R/R45122