لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- د اسلامي امارت او پاکستان جګړه؛ پر دوه اړخيزو اړيکو يې اغېزې
- د اړيکو د خرابېدو لاملونه
- پر اقتصادي اړيکو د خرابو سياسي اړيکو اغېزې
- دوه اړخيزې اړيکې څنګه ښه کېدای شي؟
- پايله
- مأخذونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې له پاکستان سره نږدې اړيکې درلودې، د متحده عربي امارتو، سعودي عربستان په ګډون پاکستان هغه هېواد و چې د افغانستان اسلامي امارت يې په رسميت پېژندلی و،[1] همدارنګه پاکستان له اسلامي امارت سره اقتصادي همکارۍ کولې او په نظامي برخه کې يې د اسلامي امارت مجاهدينو ته د تعليم زمينه هم برابره کړې وه.[2] کله چې په ۲۰۰۱ز. کال کې د سپتمبر يوولسمه پېښه وشوه او امريکا متحده ايالاتو د مشروع دفاع په نوم جګړه اعلان کړه، نو په دې جګړه کې يې پاکستان د لومړۍ کرښې متحد شو. پاکستان د افغانستان اسلامي امارت په ړنګولو کې له امريکا متحده ايالاتو سره لاس يو کړ او د اقتصادي مرستو او بنديزونو لرې کولو په بدل کې يې امريکايانو ته اډې او لاره ورکړه[3] چې له امله يې د افغانستان اسلامي امارت ړنګ شو. تر ۲۰۰۵ز. کال پورې اسلامي امارت او پاکستان اړيکې تقريباً پرې وې او پاکستان د افغانستان په جګړه کې له متحده ايالاتو سره صادقانه چلند کاوه، خو کله چې په ۲۰۰۵ز. کال کې د هند او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ د ستراتيژيک پارټنرشېپ تړون لاسليک شو چې دواړو لوريو د دې تړون له لارې هوکړه وکړه چې د ملکي اهدافو لپاره د اتومي فعاليتونو ترسره کولو، ملکي فضايي پروګرام او د لوړې ټکنالوژۍ سوداګرۍ په برخه کې به له يو او بل سره همکاري کوي، نو پاکستان هم له متحده ايالاتو څخه د ورته تړون د لاسليکېدو غوښتنه وکړه، ځکه دغه ډول تړون د اتومي پروګرام د رسميت پېژندنې يوه لاره وه، خو متحده ايالاتو له پاکستان سره د دغه ډول تړون د لاسليکېدو څخه انکار وکړ[4]، نو پاکستان فکر وکړ چې متحده ايالات له دوی سره ريښتونی چلند نه کوي، ځکه په افغانستان کې د بريدونو لپاره خاوره زما استعمالوي، قربانۍ پر موږ ورکوي او دا ډول تړون له هند سره لاسليکوي، نو پاکستان د امريکا متحده ايالاتو پر وړاندې پر خپله پاليسۍ بياځلي غور پيل کړ او په افغانستان کې يې د حکومت مخالفو ډلو پر ملاتړ پيل وکړ او له دې وروسته د پاکستان او اسلامي امارت اړيکې يو ځل بيا ټينګې شوې.
په ۲۰۲۱ز. کال کې د اسلامي امارت بياواکمنۍ ته پاکستان خوښ و چې د نورو لاملونو ترڅنګ يو ستر لامل په افغانستان کې د هند د نفوذ پای ته رسېدل و او غوښتل يې چې له اسلامي امارت سره ښې اړيکې ولري، پاکستان په اسلام اباد کې افغان سفارت اسلامي امارت ته وسپاره او په کابل کې يې هم خپل سفارت پرانېستی پرېښود، په لوړه کچه د دواړو هېوادونو استازو د يو او بل هېواد ته سفرونه وکړل او داسې تمه کېده چې د دواړو هېوادونو اړيکې به ډېر ښه راتلونکی ولري، خو په وروستيو کې د نورو دلايلو ترڅنګ د امنيتي موضوعاتو پر سر د دواړو حکومتونو اړيکې خرابې شوي دي[5].
د ۲۰۲۴ز. کال د ډسمبر پر ۲۴مه نېټه پاکستاني پوځيانو د پکتيکا پر برمل سيمه بريد وکړ چې د ښځو او کوچنيانو په ګډون ګڼ افغانان شهيدان شول. پاکستان ادعا کړې چې دوی په دغه سيمه کې د پاکستان د طالبانو اسلامي تحريک ګڼ غړي او مشران په نښه کړي چې د پاکستان په وروستيو امنيتي پېښو کې يې لاس لاره. اسلامي امارت هم د غچ اخيستنې په موخه د د ډسمبر پر ۲۸مه نېټه د شنبې پر ورځ د ډيورنډ کرښې هاغې غاړې ته پر ځينو پاکستاني پوستو بريدونه کړي دي او ادعا يې کړې چې پاکستاني پوځيانو ته يې تلفات اړولي دي.[6]
د اړيکو د خرابېدو لاملونه
د اسلامي امارت د بياځلي واکمنۍ وروسته داسې فکر کېده چې د اسلامي امارت او پاکستان اړيکې به د تېرې دورې په څېر نږدې وي، ځکه د اسلامي امارت بياځلي واکمنۍ ته د پاکستان حکومت ښه راغلاست ويلی و او د تېر جمهوري نظام پر سقوط يې خوښي ښودلې وه. د پاکستان لومړي وزير عمران خان د جمهوري نظام سقوط او د اسلامي امارت بريا د غلامۍ د زولنو ماتو ګڼلي وو، خو د يو څه وخت په تېرېدو سره د دواړو حکومتونو سياسي اړيکې له ننګونو سره مخامخ شوې او د دغو خرابو اړيکو درې ستر لاملونه په ګوته کولای شو:
۱- د ډيورنډ فرضي کرښې د نه منلو په اړه د اسلامي امارت دريځ: د اسلامي امارت د دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد له طلوع نيوز سره په مرکه کې په څرګندو ټکو وويل: «د ډيورنډ کرښه يوه فرضي کرښه ده او کله هم چې افغانانو غوښتنه وکړه موږ به دا موضوع له اسلام اباد سره راپورته کړو، خو تر هغې وړاندې بايد خپلې داخلي ستونزې حل کړو.»[7]
همدارنګه د بهرنيو چارو د وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي په لوګر کې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد پوځيانو د وتلو د ۳۵مې کليزې د نمانځلو په مراسمو کې وويل: موږ به هيڅکله د ډيورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه ونه منو. د افغانستان د خاورې يوه برخه اوس هم د دغې کرښه اخوا پرته ده. همدارنګه نوموړي زياته کړه: په دغه کرښه پر پاسپورټ او ويزو تګ او راتګ هيڅکله د منلو وړ نه دی.[8]
د ډيورنډ کرښې په اړه د اسلامي امارت د لوړو پوړو چارواکو دا ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو پر سياسي اړيکو منفي اغېزې کړې دي او له دې په ډاګه معلوميږي چې د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو پر وړاندې د ډيورنډ قضيه يوه ننګونه ده.
۲- د پاکستان له لوري د افغان مهاجرينو اجباري ويستل: د پاکستان حکومت د معلوماتو پر بنسټ په دغه هېواد کې ۴ ميليونه افغان کډوال اوسېږي چې له ډلې يې ۲.۳ ميليونه کډوال د حکومت له خوا تاييد شوي اسناد لري او پاتې ۱.۷ ميليونه کډوال اسناد نه لري او ناقانونه اوسېږي. د ۲۰۲۳ز. کال د اکتوبر پر درېيمه نېټه پاکستان اعلان وکړ چې ټول ناقانونه افغان کډوال به د اکتوبر مياشتې تر پای پورې خپل هېواد ته ستنوي.[9] د ۲۰۲۳ز. کال د جولای په مياشت کې د مهاجرينو نړيوالې کمېټې د يو راپور پر بنسټ په ۲۰۲۱ز. کال کې د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ راهيسې له شپږ سوه زرو زيات افغانان پاکستان ته کډوال شوي چې ټول يې بې اسنادو دي.[10] د اسلامي امارت د وياند ذبيح الله مجاهد په وينا نږدې يوه نيمه مياشت کې يعنې د ۲۰۲۳ز. کال د اکتوبر مياشت له پيل څخه د نومبر مياشتې تر شلمې نېټې پورې څلور سوه زره افغان کډوال د تورخم او سپين بولدک له لارې بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.[11]
پاکستان اکثره وخت د افغان مهاجرينو له قضيې څخه د سياسي فشار په توګه ګټه اخلي او د اسلامي امارت په مقابل کې يې هم ورته اقدام وکړ، يعنې پاکستان، اسلامي امارت تورنوي چې د دوی د پاکستان د طالبانو له اسلامي تحريک څخه ملاتړ کوي او د همدغه ملاتړ د ختمولو او يا هم دا چې اسلامي امارت د پاکستان د طالبانو اسلامي تحريک په لمنځه وړلو کې له پاکستان سره همکاري وکړي او د همدغې همکارۍ د جلب په موخه يې د مهاجرينو د اجباري اخراج له قضيې څخه د فشار د وسيلې په توګه ګټه واخيسته.
۳- درېيمه او مهمه قضيه چې په دې وروستيو کې همدا قضيه د اړيکو د خرابېدو ستر لامل شوې هغه د پاکستان د طالبانو اسلامي تحريک قضيه ده. د افغانستان اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د خرابو سياسي اړيکو بنسټ امنېتي اندېښنې او ننګونې دي. دا ننګونې دواړو اړخونو ته متوجې دي، پاکستان دعوه کوي چې د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د طالبانو له اسلامي تحريک څخه ملاتړ کوي، دوی ته په افغانستان کې پټنځايونه برابروي، په پاکستان کې د دوی له بريدونو ملاتړ کوي او تر دې چې افغان طالبان خپله د TTP په ليکو کې د پاکستان د حکومت خلاف جنګيږي. د افغانستان اسلامي امارت دعوه کوي چې پاکستان د افغانستان پر خاوره بريدونه کوي او د ډيورنډ پر کرښه امنيتي ستونزې جوړوي. له دې دوه اړخيزو تورنو داسې معلوميږي چې د امنيتي ننګونې بنسټ د پاکستان د طالبانو اسلامي تحريک يا TTP دی، ځکه که پاکستان د افغانستان پر خاوره بريدونه کړي دي، نو پاکستان وايي چې دغه بريدونه يې د TTP پر مرکزونو کړي.
پر اقتصادي اړيکو د خرابو سياسي اړيکو اغېزې
د پورتينو لاملونو پر بنسټ چې کله د اسلامي امارت او پاکستان اړيکې خرابې شوي، نو دغو خرابو اړيکو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سياسي، اقتصادي او ټولنيزو-فرهنګي اړيکو منفي اغېزه کړې ده. پر سياسي اړيکو يې منفي اغېزه دا ده چې پاکستان د اړيکو د خرابېدو څخه مخکې په بېلابېلو نړيوالو سټيجونو د اسلامي امارت دفاع کړې، په سيمه ييزه کچه يې د سيمې د هېوادونو سره په ګډه په افغانستان کې د حکومت د پياوړتيا لپاره هلې ځلې کړي او پر سياسي لحاظ يې داسې کومه کړنه نه ده ترسره کړې چې هغه د اسلامي امارت حيثيت ته صدمه ورسوي او د رسميت پېژندنې پر وړاندې خنډ رامنځته کړي، خو کله چې اړيکې خرابې شوي، نو پاکستان په بېلابېلو نړيوالو سټيجونو پر اسلامي امارت تور پور کړی چې دوی په پاکستان کې د پاکستان د طالبانو اسلامي تحريک څخه ملاتړ کوي او د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي، همدارنګه په سيمه ييزه کچه د افغانستان په اړه په سيمه ييزو غونډو کې د ټولشموله حکومت او بشر حقوقو قضيه هم مطرح کوي چې دا پر اسلامي امارت د سياسي فشار واردولو وسيله ده چې له امله يې پر سياسي اړيکو منفي اغېزه کړې ده.
همدارنګه د اړيکو د خرابېدو له امله اقتصادي اړيکې هم اغېزمنې شوي دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ورسره راټیټه شوې ده. د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مرستيال ضياالحق سرحدي وايي چې په ۲۰۲۴ز. کال کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له دوه نيم ميليارده ډالرو څخه ۷۰۰ ميليونه ډالرو ته راښکته شوې ده او ستر لاملونه يې په افغاني اجناسو د تعرفې لوړېدل، د ځينو توکو ممنوعه لست کې شاملول او د افغان سوداګرو نږدې ۳۰۰ کانتينرونه نيول دي.[12]
له پورتنيو ارقامو او دلايلو په ښکاره معلوميږي چې له يوې خوا د سوداګرۍ د کچې راټيټيدل د سياسي اړيکو د اغېزې له امله دي او له بلې خوا پر افغان اجناسو بنديز، افغان سوداګرو کانتينرونه نيول او د تعرفې لوړول د خرابو سياسي اړيکو لوري ته اشاره ده، چې له امله يې د دواړو لوريو ترمنځ د سوداګرۍ کچه راټيټه شوې ده.
په ۲۰۲۱ز. کال د اګست په مياشت کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د سياسي اړيکو د خرابېدو له امله څو وارې د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ په تورخم او يا هم سپين بولدک پوله کې ستونزې رامنځته شوي او پولې د خلکو د تګ او راتګ په ګډون د سوداګرۍ په موخه هم څو وارې تړل شوي، چې د دواړو لوريو سوداګرو ته يې مالي زيان اړولی دی. د ۲۰۲۳ز. کال د فبرورۍ په مياشت کې د اسلامي امارت له لوري د تورخم دروازه د هر ډول تګ او راتګ او سوداګرۍ لپاره وتړل شوه، دغه دروازه درې ورځې بنده وه او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ورسره په ټپه ولاړه وه او د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي اړيکو يې هم منفي اغېزه وکړه. د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ او صنعت خونې مشر سيد ضياالحق سرحدي په وينا د تورخم د دروازې تړلو له امله دواړه لوريو ته ۶۰۰۰ ټېلرې او لوی ګاډي بند پاتې وو چې دواړو لوريو ته يې ميليونونه ډالر زيان اړولی دی. د اسلامي امارت د چارواکو په وينا دروازه يې له دې امله تړلې چې پاکستاني لوري د ټرانزيت او ناروغانو د پرېښودو په برخه کې په خپلو وعدو وفا نه کوله.[13] د همدغو سرحدي او سوداګريزو شخړو د حل په موخه د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري د ۲۰۲۳ز. کال د می په مياشت کې په اسلام اباد کې سره وکتل او دواړه لوري دې هوکړې ته ورسېدل چې دوه اړخيزه سوداګرۍ ته به پراختيا ورکوي، د تروريزم په خلاف به سره جګړه کې همکاري کوي او سرحدي اندېښنې به پای ته رسوي.[14]
په ۲۰۲۴ز. کال کې هم څو وارې د دروازو د تړل کېدو پېښې رامنځته شوي، لنډه دا چې کله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي اړيکې خرابې شوي، نو هغه ځينې وخت د دروازو په تړلو منتج شوي چې له امله يې سوداګرۍ زيان ليدلی دی.
دوه اړخيزې اړيکې څنګه ښه کېدای شي؟
د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ ښې اړيکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي. ښې اړيکې کولای شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي راکړه –ورکړه پياوړې کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضاء رامنځته کړي، سيمې ييزې ګډې اقتصادي پروژې عملي کړي، په نړيواله کچه په سياسي ډګر کې له يو او بل څخه ملاتړ وکړي، ځينو مهمو او لانجمنو سيمه ييزو قضيو په اړه ګډ دريځونه ونيسي او داسې نور…
د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه کېدو په اړه ځينې لارې چارې موجودې دي چې کېدلای شي دلته ترې يادونه وکړو:
- چين هغه هېواد دی چې په دې وروستيو کې د اسلامي امارت سره نږدې اړيکې لري او له بلې خوا د پاکستان هم پخوانی ستراتيژيک ملګری دی. دغه ګډ ملګري څخه کېدلای شي چې د اړيکو د پياوړتيا او ښه کېدو په موخه د منځګړي په توګه ګټه واخيستل شي.
- په ګډو څو اړخيزو سيمه ييزو اقتصادي پروژو کې کار کول. دا بله هغه لاره چاره ده چې کېدلای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي اړيکې نږدې کړي. کله چې اقتصادي اړيکې دوه اړخيزې وي، نو هغه د خرابو سياسي اړيکو له امله اغېزمنيږي، يعنې کله چې سياسي اړيکې خرابېږي ورسره سم دوه اړخيزې اقتصادي اړيکې هم خرابېږي، خو که سيمه ييزې اقتصادي پروژې څو اړخيزې وي لکه کاسا- ۱۰۰۰ يا ټاپي، نو دغه ډول څو اړخيزې پروژې بيا د دوه دولتونو د خرابو سياسي اړيکو له امله نه اغېزمنيږي، ځکه نور اړخونه دا دوه دولتونه مجبوروي چې د پروژې کارونه مخ ته يوسي، نو که په دغه ډول څو اړخيزو اقتصادي پروژو کې اسلامي امارت او پاکستان ګډ کار وکړي، نو د دوی ترمنځ دغه ګډ کار د باور فضاء رامنځته کوي او د سياسي اړيکو په رغولو کې هم رول اداء کولای شي.
- دا دوه اړخيزې اړيکې هغه مهال لا نږدې کېدای شي چې پاکستان د افغانستان سياسي حاکميت ته احترام ولري او د يو خپلواک دولت په توګه ورته وګوري. کله چې اسلامي امارت ډاډه شي چې پاکستان له دوی سره د يو خپلواک او حاکم دولت په توګه چلند کوي، نو اسلامي امارت خپله مجبوريږي چې دوی هم د پاکستان سياسي حاکميت ته احترام ولري او د هغوی غوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووايي.
پايله
د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د وروستۍ جګړه اصلي لامل د پاکستان د طالبانو اسلامي تحريک دی، پاکستان حکومت اسلامي امارت تورنوي چې دوی ټي ټي پي ته پټنځايونه برابروي او د ډيورنډ کرښې ا خوا له دوی سره همکاري کوي، سره له دې چې دا تورونه اسلامي امارت رد کړي او هر وخت يې دا خبره کړې د چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کاريږي، خو پاکستان د اسلامي امارت په دغو خبرو باور نه لري او بيا يې هم په پکتيکا او نورو ځايونو کې هوايي بريدونه کړي او ادعا يې کړې چې هلته يې د ټي ټي پي جنګيالي په نښه کړي دي.
د پاکستان او اسلامي امارت دغه ډول سياسي اړيکې د دواړو هېوادونو د اړيکو راتلونکی له يو تياره حالت سره مخامخ کړی دی. پاکستان د افغانستان ستر ګاونډی هېواد چې تر ټولو اوږده پوله ورسره لري او له دغه هېواد سره خرابې سياسي اړيکې د دواړو هېوادونو په ګټه نه دي. د دوی خرابو اړيکو د دواړو هېوادونو پر اقتصادي اړيکو هم منفي اغېزه کړې او له بل پلوه يې په پاکستان کې مېشت افغان مهاجرينو هم منفي اغېزه کړې ده.
مأخذونه
[1] Vito Morisco, “From Rebel Governance to Institutionalization? Prospects for the Taliban and Afghanistan”, Austrian Institute for International Affairs, July 2023, P. 21, Access link: https://www.ssoar.info/ssoar/bitstream/handle/document/90184/ssoar-2023-morisco-From_Rebel_Governance_to_Institutionalization.pdf?sequence=1&isAllowed=y&lnkname=ssoar-2023-morisco-From_Rebel_Governance_to_Institutionalization.pdf and Amanullah Zarawar, Naveedullah Alokozay and Hamad Shoukat, “Pakistan and the 2.0 Taliban (Islamic Emirate of Afghanistan) Regime New Scene”, Cognizance Journal of Multidisciplinary Studies, Vol.4, Issue.8, August 2024, P. 252, Access link: https://www.researchgate.net/profile/Amanullah-Zarawar/publication/383816752_Media_Freedom_and_Censorship_A_Comparative_Study_of_Media_Freedom_under_First_and_Second_20_Taliban_Regime/links/66e84c680463442fa851d75d/Media-Freedom-and-Censorship-A-Comparative-Study-of-Media-Freedom-under-First-and-Second-20-Taliban-Regime.pdf
[2] Hamida Bibi, Muhammad Daniyal Khan and sana Saeed, “Regional Dynamics in Afghanistan: Unraveling the Roles of India, Pakistan, and China and Charting a Path Ahead”, Guman Publications, VOL. 7 NO. 1 (2024), P. 2, Access link: http://www.guman.com.pk/index.php/GUMAN/article/view/707/679
[3] Ghulam Muhammad Chaudhry. “Historical Perspective of Pakistan-Us Relations and the USA’s Afghanistan and South Asia Strategy: Implications for National Security of Pakistan with Policy Options to Maintain Strategic Balance in South Asia”, Journal of the Research Society of Pakistan, Volume No. 55, Issue No. 2, July – December, 2018, P. 43, Access link: https://pu.edu.pk/images/journal/history/PDF-FILES/3_55_2_18.pdf
[4] Dr. Muhammad Muzaffar, Erum Hanif and Imran Khan, United States Foreign Policy towards South Asia: A Critical Analysis, Op.cit, P. 60.
[5] Amanullah Zarawar, Naveedullah Alokozay and Muhammad Numan, “A Comparative Analysis of Pakistan Relations with Afghan Taliban and with the Previous Afghan Government (2014 – 2021): Security Dilemma Perspectives, Research Journal of Social Sciences & Economics Review, Vol. 5, Issue 3, 2024 (July – September), P. 17, Access link: https://rjsser.org.pk/ojs/index.php/rjsser/article/view/696/387
[6] Abid Hssain, As Pakistan, Afghanistan attack each other, what’s next for neighbours?, Aljazeera, 30 Dec 2024, Access link: https://www.aljazeera.com/amp/news/2024/12/30/as-pakistan-afghanistan-attack-each-other-whats-next-for-neighbours
[7] TOLOnews YouTube Channel, Special Interview with Mala Yaqoob Mujahid, 57th Minute, Jun 15, 2023, Access link: https://youtu.be/uwgBK0Uc7hs?si=qanPh-CHj3f_4i6t
[8] TOLOnews, “Afghanistan Will Never Recognize Durand Line as Border: Stanikzai”, 16 FEBRUARY 2024, Access link: https://tolonews.com/afghanistan-187446
[9] Abid Hussain, “‘Why am I being sent back?’ Hurt, anger for Afghans pushed out by Pakistan”, Aljazeera, 3 Nov, 2023, Access link: https://www.aljazeera.com/features/2023/11/3/why-am-i-being-sent-back-hurt-anger-for-afghans-pushed-out-by-pakistan
[10] Abid Hussain, “why is Pakistan planning to deport undocumented Afghans?”, Aljazeera, 6 OCT, 2023, Access link: https://www.aljazeera.com/news/2023/10/6/why-is-pakistan-deporting-undocumented-afghans
[11] MUNIR AHMED, “More than 400,000 Afghans have returned home from Pakistan following crackdown on migrants”, The Associated Press, 20 NOV, 2023, Access link: https://apnews.com/article/pakistan-afghanistan-migrat-crackdown-df89dc612fcf8ee9aa138414ff2034ec
[12] Bayan News, Unprecedented Decline in Afghanistan-Pakistan Trade Volume, Dec 6, 2024, Access link: https://bayannews.af/en/2024/12/06/unprecedented-decline-in-afghanistan-pakistan-trade-volume/
[13] Thousands of trucks stuck at Afghan-Pakistan border crossing, Al-Arabiya News, 21 February ,2023, Access link: https://english.alarabiya.net/News/world/2023/02/21/Thousands-of-trucks-stuck-at-Afghan-Pakistan-border-crossing
[14] Pakistan, Afghanistan agrees to boost trade, lower border tensions, AlJAZEERA, 8 May 2023, Access link: https://www.aljazeera.com/news/2023/5/8/pakistan-afghanistan-agree-to-boost-trade-lower-border-tensions