لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- د پاکستاني علماوو وروستۍ غونډه او له افغانستان سره د اړيکو په رغولو کې يې ونډه
- د پاکستان په بهرني سياست کې د علماوو ونډه
- د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې د علماوو ونډه
- د پاکستاني علماوو د وروستۍ غونډې ارزونه
- پايله
- وړاندیزونه
- سرچیني
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
دين او مذهب د پاکستان او افغانستان د اړیکو نه بېلېدونکې برخه ده. له همدې امله اړینه ده چې له افغانستان سره د پاکستان د مذهبي طبقې د اړيکو او يا هم د اړيکو د جوړېدو پر ونډو بحث وشي. د پاکستان له رامنځته کېدو سره سم دا پوښتنه راولاړه شوه چې اسلام د پاکستاني دولت په جوړښت کې څه ډول رول ولوبوي؟ د پاکستان نوی نسل او سياسيون د دیني دولت له جوړېدو سره مخالف و، خو ديني قشر او علماو چې د پاکستان په رامنځته کېدو کې يې مهم رول اداء کړی و او د برطانوي امپراتورۍ پر ضد يې مبارزه کړې وه د هغوی نظر دا و چې یوازې شریعت باید د دولت د واکمنۍ بنسټ شي. دا بحث د وخت په تېرېدو لا پسې سخت شو او په پایله کې دین د دولت د یوې دوامدارې پالیسۍ په توګه ومنل شو، څو د پاکستان هویت د یوه اسلامي دولت په توګه تعریف شي. سره له دې چې دين د دولت مهمه برخه شوه او د دين مرکزي قوت له علماوو سره و، خو بيا هم ديني طبقه او ملايان ونه توانېدل چې د خلکو سياسي استازيتوب وکړي، د اسلامي نظام بشپړه خاکه وړاندې کړي، د خلکو رايې ترلاسه کړي او د حکومت د چلونو په طرز پوه وي.
د پاکستان ديني طبقه سره له دې چې د کلونو راهيسې د مرکزي حکومت په رأس کې نه دي پاتې شوي، خو بيا يې هم د افغانستان په چارو کې خپل رول اداء کړی او مداخله یې کړې ده. چې ښه بېلګه يې د شوروي اتحاد خلاف د افغان جهاد په برياليتوب کې يې ونډه ده. د ۲۰۲۵ز. کال د ډسمبر مياشتې پر ۲۲مه نېټه د دوشنبې پر ورځ پاکستان علماوو د پاکستاني امت د يووالي تر نوم لاندې مجلس داير کړ[1] او په دې مجلس کې يې يو ځل بيا د افغانستان او پاکستان پر اړيکو بحث وکړ، د دې تحليل موخه دا ده چې له يوې خوا د پاکستان په بهرني سياست کې د مذهب رول وڅېړو او له بل پلوه د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې د پاکستان علماوو ونډه روښانه شي.
د پاکستان په بهرني سياست کې د علماوو ونډه
د پاکستان له جوړېدو مخکې نامتو مذهبي مشرانو لکه: مولانا مدني، مولانا محمد میا، مولانا سید فخرالدین احمد، مولانا عبد الحق او مولانا احمد علي سعید د مسلمانانو لپاره د جلا دولت د جوړېدو سره مخالفت وښوده او په دې اړه يې فتواوې صادرې کړې، مولانا مودودي، چې د جماعت اسلامي بنسټګر و، که څه هم د پاکستان په نوم د مسلمانانو لپاره د جلا دولت د جوړېدو مخالفت نه کاوه، خو د مسلم لیګ او د مسلمان قومپالنې له نظریې سره مخالف و. د هغه استدلال پر دې ولاړ و چې هغه ملي حکومت چې د سیکولر یا مسلم قومپالنې پر بنسټ جوړ شي، له کیفي پلوه به د هند له استعماري حکومت څخه چندان توپیر ونه لري. د هغه په اند، قومپالنه یو پردی تصور و چې د استعمار له خوا د اسلامي نړۍ د یووالي د ماتولو لپاره راوړل شوی و.[2] خو د دې مخالفتونو سربېره مسلم لیګ وتوانېد چې د جمعیت علمای اسلام له ځینو نامتو مذهبي مشرانو او همدارنګه له مولانا اکرم خان، د مانکي شریف پير او مولانا شبیر احمد عثماني څخه ملاتړ ترلاسه کړي، چې د مسلم لیګ د قضیې لپاره یې پراخ تبلیغ وکړ. د ۱۹۴۵ کال د اکتوبر پر ۲۶مه، پنځه سوه دیني عالمان، چې په هغوی کې ځینې پیران او مشایخ هم شامل وو، سره راټول شول او د مسلمانانو لپاره د جلا وطن د غوښتنې په ملاتړ یې یو پرېکړهلیک تصویب کړ، چې له امله يې پاکستان رامنځته شو. د پاکستان په رامنځته کېدو کې د علماوو دغه رول ته که وګورو، نو بايد علماوو د پاکستان په بهرني سياست کې هم فعاله ونډه لرلای او ځينې وخت دغه ونډه څرګنده وه لکه: د ۱۹۶۲ کال د نومبر پر ۲۹مه، په ملي اسمبلۍ کې د بهرنۍ پالیسۍ په اړه د وینا پر مهال، د جمعیت علمای اسلام (JUI) مشر مولانا مفتي محمود د لوېدیځ له خوا تمویل شویو پوځي اتحادونو او په هغې کې د پاکستان له ګډون سره يې مخالفت وکړ او د پر خپلواکه بهرنۍ پالیسۍ يې ټینګار وکړ.[3]
د پاکستان له جوړېدو وروسته، ایډیالوژیک فکتور د دې هېواد د بهرنۍ پالیسۍ په بېلابېلو اړخونو کې مهم وښودل شو، خو اساسي رول يې درلود. پاکستان له پیل څخه د اسلامي نړۍ سره د ځانګړو اړیکو د ټینګولو لپاره په یوه جدي هڅه کې بوخت و او دا ادعا یې کوله چې دا یوازینی معاصر دولت دی چې په ځانګړې توګه د اسلام په نوم جوړ شوی دی او بايد چې له اسلامي نړۍ سره نږدې اړيکې ولري، خو د دې سربېره حکومت رياليستيک چلند وکړ او د دفاعي اړتیاوو او د امنیتي چاپېریال د ننګونو د پوره کولو لپاره يې غرب او کمونيستي هېوادونو ته مخه کړه چې د علماوو له نظريې سره په ټکر کې و او حکومت دا خبره کوله چې بهرنۍ پالیسي او دین باید سره جلا وساتل شي[4]. د وخت په تېرېدو سره په بهرني سياست کې د علماوو رول کمزوری او د پوځ او حکومت رول غښتلی شو، خو حکومت او پوځ د خپل مشروعيت لپاره ديني طبقې ته اړتيا درلوده او د هغوی د کنټرول پر پاليسۍ يې کار وکړ او هماغه وخت راهيسې ديني طبقه حکومت نه بلکې د حکومت د خدمت وسيله شوه. کله چې حکومت له غرب سره اړيکې ټينګې کړې، نو حکومت د عامو خلکو د تصور د بدلېدو او له حکومت سره د مخالفت د نه کولو لپاره د علماوو فتوا صادره کړه او هغوی وويل چې د اسلامي حکومت د قوي کولو لپاره دا اړتيا ده چې له غرب څخه دفاعي او اقتصادي ځواک وغوښتل شي او دا له ديني اړخه کومه ستونزه نه لري. حکومت له همدغو علماوو څخه د کشمير او فلسطين په قضيه کې هم استفاده وکړه او له همدغه علماوو څخه يې د هند په مقابل کې د ايډيالوژيکي جګړه ييزې وسيلې په توګه استفاده وکړه.
لنډه دا چې د پاکستان ملايان د دغه هېواد د بهرني سياست په کنټرول او تنظيم کې واک نه لري.
د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې د علماوو ونډه
د پاکستان له جوړېدو وروسته د دغه هېواد او افغانستان علماوو اړيکې رامنځته کړې او په بېلابېلو برخو کې يې له يو او بل سره همکارۍ لرلاې، دغه همکارۍ له ديني زده کړو نيولې بيا د شوروي اتحاد په مقابل کې تر عملي جهاد پورې وغزېدې. په پاکستان جمعيت علماء اسلام او جماعت اسلامي هغه مهمې ډلې دي چې له تاريخي پلوه د افغانستان له ديني طبقې سره نږدې اړيکې لري. استاد برهان الدین رباني او ګلبدين حکمتيار د جماعت اسلامي له افکارو څخه اغېزمن وو او د همدوی له لارې يې له پاکستاني حکومت سره اړيکې نيولې. پر افغانستان د شوروي اتحاد بريد يوه پايله دا شوه چې ګڼ افغانان پاکستان ته کډوال شول، هلته په ښوونځيو او په ځانګړي ډول مدرسو کې په زده کړو بوخت شول چې له يو نوي فکر سره را لوی شول.
مولانا فضل الرحمن د اسلامي امارت له مهمو ملاتړ کوونکو څخه ګڼل کېږي، نوموړي په دیپلوماتیک، مالي، ستراتیژیک او عملیاتي کچه له اسلامي امارت څخه ملاتړ کاوه. واشنګټن، سعودي عربستان او د خلیج هېوادونو ته يې سفرونه وکړل او له هغو ځایونو یې د پام وړ مالي مرستې ترلاسه کړې. په پاکستان کې مدرسې او په ځانګړي ډول د مولانا فضل الرحمن مدرسې د طالبانو د رژیم د ملاتړ لپاره د ټولنې او دولتي بنسټونو له بېلابېلو اړخونو څخه د مرستو د راټولېدو مرکزونه وګرځېدل. د مولانا فضلالرحمن سربېره مولانا سمیعالحق هم له طالبانو سره نږدې اړیکې لرلې. د هغه مدرسه، دارالعلوم حقانیه، د طالبانو د مشرانو د زده کړو مهم مرکز پاتې شوی دی. له همدې امله، کله چې په ۱۹۹۶ز. کال کې اسلامي امارت پر افغانستان واکمني ترلاسه کړه، نو د پاکستان په سياسي ډګر کې د مولانا فضل الرحمن اهميت زيات شو. نوموړی د پاکستان په پارلمان کې د بهرنيو چارو د کمېټې د مشر په توګه وټاکل شو او حکومت غوښتل چې له افغانستان سره د اړيکو په تنظيم کې له ده څخه کار واخلي. په همدې چوکاټ کې، فضلالرحمن له ISI، پوځ او جنرال نصیرالله بابر سره نږدې اړیکې ټینګې کړې. نصیرالله بابر د ذوالفقار علي بوټو او وروسته د بېنظیر بوټو د افغان چارو اصلي سلاکار و. چې له دې واضحه معلوميږي چې پاکستان د اسلامي امارت سره د اړيکو د ټينګولو او يا هم د اسلامي امارت په مقابل کې د بهرني سياست د تنظيم په برخه کې د مولانا فضل الرحمن څخه استفاده کوله.[5]
د اسلامي امارت په تېره دوره کې مولانا فضل الرحمن څو ځلې د علماوو د هيات په مشرې کابل سفرونه کړي او د اسلامي امارت له مشرانو سره يې ليدلي، چې ښيي دوی له طالبانو سره مستقیمې اړیکې لرلې او په پایله کې د نړۍ لپاره د طالبانو د حکومت د بریالیتوب کیسې د رسولو یوه سرچینه وګرځېد.
د اسلامي امارت اکثريت مشران او مجاهدين په خيبرپختونخواه، بلوچستان او نورو قبايلي سيمو کې له مدرسو زده کړې ترلاسه کړي دي چې اکثريت يې جمعيت علماء اسلام چې مشري يې مولانا فضل الرحمن کوي، پورې تړلي دي.[6]
لنډه دا چې له تاريخي پلوه د مجاهدينو او د اسلامي امارت په لومړۍ او دويمه دوره کې له افغانستان سره د پاکستان د علماوو اړيکې نږدې وې او د دواړو هېوادونو د اړيکو په جوړولو او تنظیم کې يې رول درلود، خو د کمونيزم او تېر جمهوريت په دوره کې چې په حکومت کې د علماوو رول کم و، نو ځکه پاکستاني ملايان هم د اړيکو په تنظيم کې ونډه نه درلوده.
د پاکستاني علماوو د وروستۍ غونډې ارزونه
د ۲۰۲۵ز. کال د ډسمبر مياشتې پر ۲۲مه نېټه د دوشنبې پر ورځ پاکستاني علماوو د پاکستاني امت د يووالي تر نوم لاندې په کراچۍ کې مجلس داير کړ چې مشري يې مولانا فضل الرحمن کوله. د دې غونډې د دايرېدو ترشا يو ستر لامل ولسي فشار و، پاکستانی ولس په کل کې او د قبايلو سيمو خلک په ځانګړي ډول د دروازو د بندېدو له امله له سخت اقتصادي فشار او ستونزو سره مخامخ دي او هغوی په دې اړه خپل غږ هم اوچت کړی دی او د همدغو فشارونو د کمولو او د ولسي خلکو د قرارولو په موخه د علماوو دا غونډه راوبلل شوه، خو د غونډې ارزښت به هغه وخت لا زيات وی چې کومه اجرايي جنبه يې لرلی، دې غونډې کومه اجرايي جنبه نه لرله بلکې يوازې د وړانديز په ډول يې د اړيکو د ښه کېدو او د لارو د خلاصېدو غوښتنه وکړه.
د دغه مجلس علماوو د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ موجوده کړکېچ اندېښمنوونکی وباله او د شخړو د حل لپاره يې د خبرو اترو غوښتنه وکړه. د غونډې له لوري خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې تاریخي تجربې ښيي چې د ملتونو او هېوادونو ستونزې د دوه اړخیزو خبرو له لارې حل کېږي او په روانو شرایطو کې د مستقیمو خبرو پرته هېڅ د منلو وړ او اوږدمهاله بدیل نشته. علماوو ټینګار وکړ چې دوامداره کړکېچ به د دواړو هېوادونو خلکو ته زیان ورسوي.
په اعلامیه کې همدارنګه د پاکستاني او افغان چارواکو غوښتنه شوې چې د ټولو ننګونو د حل لپاره مثبت او عملي لارې ولټوي، څو د ګاونډیو هېوادونو عادي اړیکې بیا ورغول شي او د دواړو هېوادونو د خلکو، سفرونو او سوداګرۍ لپاره دروازې پرانېستل شي. [7]
دغه غونډه له څو اړخونو د ارزونې وړ ده:
۱- د دروازو د تړل کېدو له امله په پاکستاني حکومت فشار زیات دی، ځکه حکومت يې له سخت اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په داسې شرايطو کې له افغانستان سره د دروازو تړل کېدل دوی له درې سترو ستونزو سره مخامخ کړي دي: يو، دا چې له اقتصادي پلوه په دې دوه مياشتو کې ميليونونه ډالره زيان وررسېدلی، دويم، پر دوی د مرکزي اسيا لاره تړل شوې او درېيم دا چې د افغانستان مارکیټ ايراني او د مرکزي اسيا هېوادونو مالونو ته خالي شوی دی او که دا شرايط دوام وکړي، نو پاکستان به په دايمي ډول د افغانستان مارکيټ له لاسه ورکړي چې دا د پاکستان لپاره اوږدمهاله زيان دی.
پاکستان د علماوو د دې غونډې له لارې يوه سياسي او ډيپلوماتيکه هڅه وکړه تر څو د دې غونډې له لارې پر اسلامي امارت فشار راوړي او هغوی خبرو او لارو پرانېستو ته اماده کړي او دغې سياسي هڅې ته يې دیني رنګ ورکړ.
۲- بله مهمه موضوع دا ده چې پاکستان حکومت غواړي چې د اسلامي امارت سره د ديني علماوو په ژبه خبرې وکړي او لکه څنګه چې موږ مخکې وويلې د اسلامي امارت اکثره مشران او مجاهدين د پاکستان علماوو سره په اړيکه کې پاتې شوي او له تاريخي پلوه هم د اسلامي امارت په تېره دوره کې او حتی په همدې دوره کې د علماوو له کارډ څخه ګټه اخیستل شوې ده، نو دغه غونډه دا څرګندوي چې چې مذهبي طبقه لا هم د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې رول او اغیز لري. مولانا فضلالرحمن د دې هڅو په سر کې دی او د دې غونډي مشري يې هم کوله چې له دې په ډاګه معلوميږي چې پاکستان د اسلامي امارت د تېرې دورې په څېر غواړي په دې دوره کې هم د اسلامي امارت سره د اړيکو د تنظيم په برخه کې له مولانا فضل الرحمن څخه ګټه واخلي.
۳- دا غونډه د پاکستان علماوو له لوري په خپلواک ډول نه ده رامنځته شوې، په پاکستان کې معمولاً د علماوو لويې غونډې او بيا په ځانګړي ډول چې سياسي جنبه ولري د حکومت، استخباراتو او پوځ د ستراتيژيکو ګټو تر سيوري لاندې ترسره کېږي او د اسلامي امارت اوسنی حکومت د قطر، ترکيې، سعودي عربستان او نورو ځايونو مذاکراتو کې له تراوسه له پوځ او حکومت سره پايلې ته نه دی رسېدلې، نو د علماوو نه خپلواکي د دې لامل کېږي چې ستونزې همداسې پاتې شي او دغه ډول غونډې بې ګټې پای ته ورسېږي.
۴- بله مهمه خبره دا ده چې دغې غونډې يوازې اعلاميې او خپلمنځي مشورې بڼه درلوده او لکه څنګه چې په اعلاميه کې راغلي دي، دوی يوازې د مذاکراتو د بيا ترسره کېدو او د اړيکو د ښه کېدو وړانديز کړی دی، که په دې غونډه کې د اسلامي امارت لوړ پوړو مشرانو او يا هم د دواړو هېوادونو علماوو برخه اخيستې وې او په اړيکو يې سره بحث کړی وی، بيا ممکن یوې پايلې ته سره رسيدلي وی، خو دا غونډه يو اړخيزه وه او د بحث مرکزي او اصلي موضوع يې د دواړو هېوادونو د اړيکو رغونه نه وه، له همدې امله ويلی شو چې دغه غونډه د اړيکو په ښه کېدو کې کوم رغنده رول نه لري.
پايله
پاکستان د اسلام په نوم رامنځته شوی او په دې برخه کې علماوو ډېر رول اداء کړی دی. سره له دې چې د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته دين د پاکستان د حکومت بنسټيزه مرجع وګرځېده او د پاکستان د يو اسلامي دولت او يا د مسلمانانو د هېواد په نوم رامنځته شو او طبعي ده چې د يو اسلامي دولت په رامنځته کېدو سره به د هغې په واک کې تر ډېره ملايان وي ځکه هغوی د دين په اړه پوره پوهه لري او په اوايلو کې همداسې وشول، خو د وخت په تېرېدو سره په حکومتي چارو کې د علماوو رول کم او د ملکي او پوځي حکومت رول زيات شو. په اوسنيو شرايطو کې پوځ او ملکي حکومت د علماوو څخه يوازې د خپل مشروعيت او مرجعيت لپاره استفاده کوي او په نورو چارو کې ورته د مداخلې اجازه نه ورکوي، يعنې داسې ويلای شو چې له ديني طبقې څخه د حکومت د ګټو لپاره ګټه اخيستل کېږي او بېرته پرېښودل کېږي او همدې قاعدې ته د افغانستان په اړه د پاکستان علماوو وروستۍ غونډې ته وګورو، نو بې ګټې ده او د دواړو هېوادونو د اړيکو په رغولو کې به ګټوره واقع نشي، ځکه د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ لا تراوسه مذاکرات بريالي شوي نه دي، نو که ملايان په دې برخه کې هرڅومره د جوړ جاړي خبرې وکړي، خو چې د حکومتونو په کچه ستونزې نه وي حل شوي تر هغې د دې ډول غونډو رول ګټور نه دی.
وړاندیزونه
۱- د افغانستان او پاکستان ديني طبقه ولسي ريښه لري او نن هم عام ولس خپلې ټولې چارې له دغې ديني طبقې سره په مشوره مخکې وړي، نو د دواړو هېوادونو له ديني علماوو څخه هيله کېږي چې د دواړو لوريو د ولسونو ترمنځ د کرکې او کينې د پېداکېدو مخنیوی وکړي، ځکه دا په هيڅ ډول د دواړو هېوادونو په ګټه نه دی.
۲- پاکستاني علماوو ته وړانديز کېږي چې په خپلو راتلونکو دغه ډول غونډو کې د افغانستان پر خاوره د پاکستاني پوځ مستقيم بريد د مخنیوي غوښتنه هم وکړي، ځکه د اړيکو د خرابېدو يو ستر لامل د همدا دی.
۳- په دې سوړ ژمي کې د افغان کډوالو اجباري اخراج د هر ډول بين المللي بشري حقوقو خلاف عمل دی او ديني علماء د دغه ډول اجباري اخراج په مخنیوي کې پر حکومت فشار راوړلی شي، نو پاکستاني علماء ته وړانديز کېږي چې په دې برخه کې هم خپل رول اداء کړي.
۴- اسلامي امارت ته وړانديز کېږي چې له پاکستاني سره د اړيکو په ښه کېدو کې له ديني علماوو څخه ګټه واخلي، ځکه د دواړو هېوادونو علماء سره نږدې اړيکې لري او يو او بل پېژني، ځکه له حکومت سره مخامخ خبرو کومه پايله ورنکړه.
سرچیني
[1] Ahmad Shah Erfanyar. “Pakistani Clerics Call for Resolving tensions between Afghanistan-Pakistan”, Pajhwok Afghan News, 23 Dec 2025, Access link:
[2] Moten, Abdul Rashid. (2003). Revolution to Revolution. Karachi: Royal Book Company, P. 23.
[3] Pirzada, Sayyed. A. (2000). The Politics of the Jamiat Ulme –i-Isalm Pakistan: 1971, 1977. NweYork :Oxford University Press, P. 210.
[4] Alam, Mansoor, (2002). Foreign Policy and Religion. Pakistan Horizon. 55. (3). 11-16, Pp. 1-18
[5] Qamar Fatima. (2018). “Pakistan’s Religious Elite and Afghanistan: Antecedents”, Journal of Political Studies, Special Issue, 2018, 39:58, P. 1-20, Access link:
[6] Zahab, Mariam Abou ,& Roy, Olivier. (2002). Islamist Networks: The. Afghan Pakistan Connection, London: Hurst and company, P. 20.
[7] Ahmad Shah Erfanyar. “Pakistani Clerics Call for Resolving tensions between Afghanistan-Pakistan”, Pajhwok Afghan News, 23 Dec 2025, Access link:
