د صهيونيستي رژيم او ترکيې ترمنځ د جګړې د احتمال څېړنه

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د صهيونيستي رژيم او ترکيې ترمنځ د جګړې د احتمال څېړنه
  • صهيونيستي رژيم څه غواړي؟
  • د ترکیې غبرګون او په قضيه کې د متحده ايالاتو را دخيلول
  • ايا صهيونيستي رژيم په رښتینې مانا د ځواک په موقف کې دی؟
  • اروپا له صهيونيستي رژيمه لرې کېږي
  • نتانیاهو هغه څه تر لاسه نه کړل چې له ټرمپ یې تمه لرله
  • ترکیه به د جګړې پراصولو بیا غور وکړي
  • پایله
  • وړاندیزونه
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

د صهيونيستي رژيم او ترکیې ترمنځ د شلمې پېړۍ له نیمایي راهیسې سیاسي، نظامي او اقتصادي اړيکې موجودې وې، خو په وروستیو کلونو کې د ژورو اختلافاتو ښکار شوې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته د سوریې بحران، د فلسطین مسئله او د منځني ختیځ د جیوپولیټیکي معادلاتو بدلیدو نوې بڼه ورکړې ده. له هغې وروسته چې د غزې جګړه پیل شوه، صهيونيستي رژيم وايي چې دوی د یوه نوي سیاسي‌ـ‌دیني لیدلوري، یعنې تیوپولیتیک (Theopolitics) پر بنسټ، خپلې پالیسي‌ګانې تنظیم کړې دي.

[1]دا لیدلوری د مذهبي باورونو پر بنسټ د جیوپولیټیکي اهدافو تعقیب ته زمینه برابروي، خو صهيونيستي رژيم دغه نظريه يوازې د دې لپاره وړاندې کوي تر څو په غزه کې نسل وژنې او اشغال ته ديني جنبه ورکړي او له دې لارې خپل او د نړۍ يهودان تر شاه ودروي.  همدارنګه ترکیه، چې له یوې خوا د سیمې له بې‌ثباتۍ اندېښمنه ده او له بلې خوا د خپلو ملي ګټو ساتنه غواړي، هڅه کوي د دیپلوماسۍ او نړیوال فشار له لارې د جګړې مخه ونیسي. [2]دا مقاله د دواړو هېوادونو تر منځ د ممکنه تقابل شونتیا، لاملونه، احتمالي پایلې او نړیوال غبرګونونه څېړي.

که د اسرائیلي چارواکو څرګندونو او د دوی د رسنیو راپورونو او همداراز هغو بریدونو ته چې دوی د سوریې په خاوره کې کړي دي وګورو، نو ښکاري چې دوی اوس ترکیه د خپلو هدفونو په دایره کې نیولې ده.

صهيونيستي رژيم، چې د ترکیې او سوریې ترمنځ د احتمالي دفاعي همکارۍ تړونونه یو مستقیم ګواښ ګڼي، داسې انګیري چې کېدای شي د سوریې دننه پر احتمالي ترکي نظامي اډو برید کول یو ښکاره دښمنانه اقدام وي.

دې موضوع په ترکیه کې د سیاسي او نظامي کړیو ترمنځ ستره اندېښنه راپارولې او ژورې پوښتنې یې راپورته کړي چې ترکیه به د دې تېري په وړاندې څه ډول غبرګون وښيي؟

صهيونيستي رژيم څه غواړي؟

له هغه وخته چې د غزې جګړه پیل شوې، صهيونيستي رژيم غواړي چې خلکو ته وښايي چې دوی نور د “سیاسي واقعیت” پر بنسټ نه، بلکې د “سیاسي الهیاتو” (Theopolitics) پر اساس عمل کوي.

Theopolitics  داسې یو فکر، طرز تحلیل یا نظریه ده چې پکې د دیني، الهي یا مذهبي مفاهیمو، باورونو او تعهداتو پر بنسټ سیاسي تصامیم، نظامونه او جګړې تفسیر یا تحلیل کېږي. [3]دا مفکوره له دې پوښتنو سره سروکار لري:

  • د خداي اراده څنګه باید په سیاست کې تمثیل شي؟
  • آیا د یو ملت سیاست باید د الهی هدایت پر بنسټ تنظیم شي؟
  • د مذهبي باورونو نفوذ څنګه د حکومتدارۍ، قانون او نړیوال سیاست پر تصمیمونو اغېز کوي؟

یعنې په ساده توګه، صهيونيستي رژيم د “لویې اسرائیل” د جوړېدو خوب تعقیبوي او غواړي د “وعدې شوې ځمکې” پلان عملي کړي (هغه ځمکه چې د صهیونیستي عقیدې له مخې د اسرائیل لویه خاوره بلل شوې). [4] په همدې لړ کې یې له یو شمېر امریکایي متحدو جریانونو سره تفاهمات هم کړي دي.

د دې دیني-سیاسي لیدلوري پر بنسټ، صهيونيستي رژيم هڅه کوي خپلې پولې پراخې کړي او د ګاونډیو هېوادونو ځمکې لاندې کړي. دوی د غزې، لویدیځې غاړې او د جنوبي لبنان ځینې برخې نیولې دي. له هغه وخته چې د سوریې انقلاب پیل شوی، صهيونيستي رژيم خپل اشغالګر حضور هلته ډېر کړی او ښکاري چې دا لړۍ به همداسې دوام ومومي، البته يو ځل بيا بايد يادونه وکړو چې صهيونيستي رژيم دغه نظريه يوازې د دې لپاره وړاندې کوي تر څو په غزه کې نسل وژنې او اشغال ته ديني جنبه ورکړي او له دې لارې خپل او د نړۍ يهودان تر شاه ودروي.

د الجزیرې خبري تلویزیون د خبر له مخې صهيونيستي رژيم اردن، مصر او سعودي عربستان ته  ګواښونه کړي او هڅه کوي چې فلسطینیان دې هېوادونو ته کډه کړي. د دې پراخېدونکي پلان اساسي منطق د “بې‌ثباته ګاونډیو هېوادونو” نظریه ده، د دې نظريې پر بنسټ صهيونيستي رژيم نه غواړي چې شاوخوا یې کوم قوي، باثباته او اقتصادي پیاوړی هېواد موجود وي. دا هېواد د سوریې نظامي بنسټونه د پرله‌پسې بمباریو له لارې له منځه وړي او هلته د بدیل جوړېدو مخه نیسي.

دوی هر ډول ترکي نظامي اډه، نظامي مرسته یا د سوریایي ځواکونو روزنه د خپل ملي امنیت پر ضد یو مستقیم ګواښ ګڼي. له همدې امله، صهيونيستي رژيم اوس چمتو دی چې د ترکیې د هر ډول نظامي حضور د مخنیوي لپاره هر ډول اقدام وکړي.

د ترکیې غبرګون او په قضيه کې د متحده ايالاتو را دخيلول

ترکیه باور لري چې د صهيونيستي رژيم دښمنانه خبرې او کړنې، پر دې هېواد مستقیم برید ګڼل کېږي. انقره د صهيونيستي رژيم له لوري د یو څه شاتګ نښو تمه لرله، خو باور يې نه راته چې موضوع دې تر دې حده ورسېږي او د دوی “T4” نظامي اډه دې په سوريه کې بمبار شي او د دوی د څرګندونو لهجې دې دومره تېزې شي. [5]دا وضعیت په ترکیه کې د خلکو په منځ کې او د پریکړو نیونې په حلقو کې سخت غبرګون راوپاراوه.

د ترکیې لومړنی رسمي غبرګون د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان، له خوا څرګند شو، چې د “رویټرز” خبري آژانس ته یې وویل:

“د صهيونيستي رژيم دا چلند نه یوازې پر سوریې برید دی، بلکې د ټولې سیمې ثبات له خطر سره مخ کوي…”

هاکان فیدان د امریکا متحده ایالاتو ته د خپل سفر پر مهال، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر، روبیو، سره د لیدنې پر مهال، په سوریه کې د صهيونيستي رژيم دښمنانه دریځ مطرح کړ او د ترکیې اندېښنه یې ورته په ښکاره توګه څرګنده کړه.

دا څرګندونې د ترکیې د هڅو یوه برخه ګڼل کېږي، چې غواړي وضعیت تشنج ته له رسېدو څخه وژغوري. انقره پوهېږي چې له صهيونيستي رژيم سره هر ډول مستقیم نظامي ټکر، په داسې حال کې چې سوریه له وړاندې بې‌ثباته ده، به یوازې د دې هېواد د لا ډېرې ویجاړۍ لامل شي.

نظامي انتخاب لا هم د خطرونو څخه ډک دی، ځکه ښايي د صهيونيستي رژيم په ملاتړ په غير مستقيم ډول متحده ايالات هم جګړې ته راننوځي او دا جګړه به ورسره ستره شي، هغه څه چې ترکیه یې په اوسني حالت کې نه غواړي. له همدې امله، ترکیه هڅه کوي چې د diplomacy له لارو چارو دا مسأله حل کړي.

که څه هم چې د ترکیې اړیکې د ټرمپ له ادارې سره دا مهال ښې روانې دي، خو د نړیوال اقتصادي کړکېچ د ژورېدو له امله، دا ګران کار دی چې معلومه شي امریکا متحده ايالات به په راتلونکي کې له دې کړکېچ سره څنګه چلند وکړي.

ايا صهيونيستي رژيم په رښتینې مانا د ځواک په موقف کې دی؟

که دې موضوع ته له تاریخي اړخه وګورو، نو ويلای شو چې صهیونيستي رژيم په سيمه کې ځواکنم رژيم پاتې شوی ځکه د څو عربو هېوادونو سره په ګډه جګړه کې يې هغوی ته ماتې ورکړې ده او په اوسنيو شرايطو کې هم په منځني ختيځ کې د يو قدرت په سترګه ورته کتل کېږي، سره له دې چې متحده ايالات يې ملاتړ کوي او ورسره په څنګ کې ولاړ دی، خو د غزې د وروستنۍ جګړې له امله يې يې قدرت يو څه زیانمن شوی دی او د ترکيې په پرتله يو څه په ضعيف موقف کې قرار لري. د ترکیې نظامي وړتیاوې له هر اړخه د پوځ د شمېر او تجهیزاتو له پلوه  له صهيونيستي رژيم څخه ښې دي. همداراز، صهيونيستي رژيم چې کومې یرغلګرې او دښمنانه پالیسۍ غوره کړې دي لکه جګړې، اشغالونه او نظامي عملیات، د دې هېواد اقتصاد یې بې‌ساري زیانمن کړی دی.

د جګړې له امله د صهيونيستي رژيم اقتصاد یوازې په یوه کال کې ۲۵٪ راکم شوی او اټکل کېږي چې روانې جګړې به شاوخوا ۴۰۰ میلیارد ډالر لګښت لرلای وي.

د امریکا له خوا صهيونيستي رژيم ته د ورکړل شوو مرستو دقیق شمېر معلوم نه دی، ځکه ډېری یې په پټه توګه ورکول کېږي، خو دومره معلومه ده چې یوازې په ۲۰۲۴ ز.کال کې صهيونيستي رژيم ته شاوخوا ۲۰ میلیارد ډالر وسلې ورکړل شوي دي[6] .

د نړیوالو اقتصادي سقوطونو په ترڅ کې، دا ډېره سخته ده چې صهيونيستي رژيم دې وتوانېږي چې دې ګرانبها جګړې ته تر نا‌معلومې مودې دوام ورکړي. ژر یا وروسته به امریکامتحده ايالات پر صهيونيستي رژيم فشار راوړي چې جګړه ودروي.

د دې سربېره، صهيونيستي رژيم چې د کافي شمېر وګړو او نظامي ځواک له کمښت سره مخ ده، نه شي کولای په یوه وخت کې په څلورو جبهاتو کې جګړه وکړي او دا هم نشي کولای چې خپل پوځ د هماغه پخواني انضباط په حالت کې وساتي.

بل‌خوا، که څه هم د امنیتي بنسټ او نتانیاهو ترمنځ اختلافات لا تراوسه څرګند نه دي، خو شته دي او ورځ تر بلې زیاتېږي.

لکه څنګه چې يی  اقتصاد ورځ تر بلې خرابېږي او د خلکو کړاوونه ډېرېږي، د خلکو مظاهرې چې لا هم روانې دي به لا شدیدې شي او بالاخره به نتانیاهو له واکه ګوښه شي.

اروپا له صهيونيستي رژيمه لرې کېږي

اروپا دا مهال له متحده ایالاتو سره په یوه توده سوداګریزه شخړه کې ښکېله ده او د سوریې د سیاست په برخه کې اوس له ترکیې ملاتړ کوي، نه له صهيونيستي رژيمه، لکه څنګه چې د اروپایي چارواکو څرګندونې ښيي.

د امریکامتحده ايالاتو پر وړاندې د اروپایانو د زیاتېدونکي ناخوښۍ له امله، اټکل کېږي چې دا غوسه به د صهيونيستي رژيم پر وړاندې هم په یو سخت دریځ بدله شي. اروپایي اتحادیه، چې غواړي له واشنګټنه د هغې د اقتصادي کړکیچونو انتقام واخلي، ښايي د صهيونيستي رژيم پر یرغلګرو سیاستونو نیوکه وکړي او عملي ګامونه واخلي.

شونې ده چې په سوریه کې د فرانسې او ترکیې ترمنځ همکاري پیل شي او دا ډول دریځونه ممکن له هسپانیا، ایټالیا او بریتانیا هم واورېدل شي، نو اقتصادي بحران او د اړیکو خرابوالی اروپا دې ته اړ کوي چې له امریکا او صهيونيستي رژيمه بېلې، خپلواکې پالیسۍ غوره کړي.

نتانیاهو هغه څه تر لاسه نه کړل چې له ټرمپ یې تمه لرله

د سوریې موضوع د منځني ختیځ د عامه ذهنیت لپاره، په ځانګړې توګه د صهيونيستي رژيم او ترکیې لپاره، خورا مهمه ده، خو په امریکامتحده ايالاتو کې داسې نه ده. دا موضوع لا هم د ټرمپ د اجنډا په سر کې نه ده.

نتانیاهو د دې وضعیت د بدلون لپاره، تازه امریکامتحده ايالاتو ته سفر وکړ ترڅو د سوریې موضوع د ټرمپ مخې ته کېږدي او له هغه وغواړي چې د ترکیې پر ضد د صهيونيستي رژيم ملاتړ وکړي، خو حالات د نتانیاهو د هیلو خلاف روان شول. ټرمپ له هغه سره یخ او بې‌احساسه چلند وکړ. کله چې نتانیاهو وغوښتل چې ټرمپ دې د صهيونيستي رژيم د امنیت په اړه یو ملاتړی بیان ورکړي، هغه داسې ځوابونه واورېدل چې د ده خوښ نه شول.[7]

ټرمپ وویل :زه یو لوی دوست لرم، نوم یې اردوغان دی. زه یې خوښوم، هغه هم ما خوښوي. زموږ ترمنځ هېڅ ستونزه نه ده رامنځته شوې. موږ ډېر څه یوځای تېر کړي دي. نتانیاهو، که ته له ترکیې سره ستونزه لرې، زه باور لرم چې دا ستونزه حلولای شم. هیله لرم چې هېڅ ستونزه رامنځته نه شي… خو باید منطقي واوسې.”

دا خبرې د نتانیاهو لپاره ډېرې خفه کوونکې وې، خو د ټرمپ دا خبرداری چې “باید منطقي واوسې” یو مهم پیغام لري: داسې ښکاري چې د صهيونيستي رژيم او نتانیاهو غوښتنې پای نه لري او ټرمپ نور له دې غوښتنو ستړی شوی دی.

ترکیه به د جګړې پراصولو بیا غور وکړي

ښکاره ده چې یوازې اقتصادي، ډېپلوماتیکې او سیاسي اړیکې د صهيونيستي رژيم د یرغلګر چلند د مخنیوي لپاره، که په سوریه کې وي یا پر خپله ترکیه کې، بسنه نه کوي. له همدې امله، دا ډېر امکان لري چې انقره به له خپلې خاورې څخه د باندې د خپل نظامي حضور د تنظیم لپاره د “د جګړې پر اصولو” بیا کتنه وکړي. لکه څنګه چې لیدل شوي، کله چې په عراق کې د ترهګرو له خوا پر ترک ځواکونو برید وشي، ترکیه بې له ځنډه غبرګون ښيي. خو که برید د یو رسمي دولت له لوري ترسره شي، څه؟ یعنې که صهيونيستي رژيم په سوریه کې پر ترک نظامي اډو بمبار وکړي، نو د ترکیې غبرګون به څه وي؟ آیا ناټو به مداخله وکړي؟ او د ناټو دریځ به څه وي؟

دغه ټولې پوښتنې ترکیه دې ته اړ کوي چې پر خپلو نظامي اصولو بیاکتنه وکړي. دا مهال، په انقره کې د پوځ، ډېپلوماتیکو او سیاسي حلقو ترمنځ د دې موضوع په اړه پراخ بحثونه روان دي.

که څه هم چې تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خو دا خبره یقیني  ده چې ترکیه به په دې پړاو کې نه شاتګ کوي، نه به کوم امتیاز ورکوي.

پایله

په پایله کې، د صهيونيستي رژيم او ترکیې تر منځ مستقیمه جګړه، که څه هم اوسمهال یو بشپړ واقعیت نه دی، خو د موجوده سیاسي، نظامي او ایدیولوژیکو فشارونو له مخې، امکان لري چې حالت تشنج ته ولاړ شي. صهيونيستي رژيم هڅه کوي چې د خپلو ګاونډیانو د کمزوري کولو لپاره هر ډول اقدام وکړي. ترکیه، برعکس، هڅه کوي چې د دې دښمنانه اقداماتو پر وړاندې خپل ملي امنیت وساتي او د جګړې مخه د دیپلوماسۍ له لارې ونیسي، خو که دا کړکېچ کنټرول نه شي، دا به یوازې د سوریې د لا ډېرې بې‌ثباتۍ، د سیمه‌ییزو قدرتونو د ټکر او د نړیوالو لوبغاړو د مستقیم ښکېلتیا لامل شي. دا حالت نه یوازې د سیمې لپاره، بلکې د نړیوالې سولې او اقتصاد لپاره هم ستر ګواښ دی.

وړاندیزونه

ترکیه دې خپلو نظامي پالیسیو ته بیا کتنه وکړي، تر څو د احتمالي خطرونو پر وړاندې چټک او مؤثر غبرګون وښيي.

1          د سيمې هېوادونو ترمنځ یو مستقل امنیتي میکانیزم جوړ شي، څو د صهيونيستي رژيم غوندې اقداماتو ته مشترک غبرګون وښودل شي.

2          ترکیه دې د خپلو دیپلوماټیکو اړیکو له لارې د واشنګټن ملاتړ جلب کړي او د امریکامتحده ايالاتو د پالیسۍ انعطاف وڅاري.

3          مطبوعات او مدني ټولنې دې پر نړیوالو بنسټونو فشار زیات کړي تر څو د صهيونيستي رژيم د یرغلګر سیاستونو مخنیوی وشي.

مأخذونه

[1]. Outlook: How A Dangerous Mix Of Theology And Geopolitics Have Led To Abandonment Of Palestinians, 7 febr 2024, link:

https://www.outlookindia.com/international/gaza-dangerous-mix-of-theology-and-geopolitics-have-led-to-abandonment-of-palestinians-magazine-333611

[2] . ایرنا: ترکیه بر لزوم فشار بر رژیم اسرائیل برای توقف جنگ در غزه تاکید کرد، 23 اسد 1403 خورشیدی، لینک:

https://www.irna.ir/news/85566432/ترکیه-بر-لزوم-فشار-بر-رژیم-اسرائیل-برای-توقف-جنگ-در-غزه-تاکید?utm_source=

.com

[3]. CAMBRIDGE: Theopolitics Contra Political Theology: Martin Buber’s Biblical Critique of Carl Schmitt, 11 Dec 2018, link:

https://www.cambridge.org/core/journals/american-political-science-review/article/abs/theopolitics-contra-political-theology-martin-bubers-biblical-critique-of-carl-schmitt/0AA96D00E5D71D3447E94372EEBAB565?

[4]. THE NEW ARAB: Greater Israel isn’t just Biblical delusion, it’s Zionism’s DNA, 07 Mar 2025, link:

https://www.newarab.com/opinion/greater-israel-isnt-just-biblical-delusion-its-zionisms-

[5] . خبرگزاری تسنیم: چرا اسرائیل به T4 حمله می‎کند؟، 15 حمل 1404، لینک:

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1404/01/15/3285064/

چرا-اسرائیل-به-t4-حمله-می-کند

[6] . INDEPENDENT فارسی: آمریکا با فروش 20 میلیارد دلار تسلیحات نظامی به اسرائیل موافقت کرد، 24 اسد 1403ش، لینک:

https://www.independentpersian.com/node/409055

/جهان/آمریکا-با-فروش-۲۰-میلیارد-دلار-تسلیحات-نظامی-به-اسرائیل-موافقت-کرد?

[7]. ایران انترنشنل: استقبال گرم ترامپ از نتنیاهو در فلوریدا، 5 اسد 1404، لینک:

https://www.iranintl.com/202407266489?

 

د صهيونيستي رژيم او ترکيې ترمنځ د جګړې د احتمال څېړنه

2 نظر در مورد ”د صهيونيستي رژيم او ترکيې ترمنځ د جګړې د احتمال څېړنه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top