ډونالډ ټرمپ او د ناټو راتلونکې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • ډونالډ ټرمپ او د ناټو راتلونکې
  • د ټرمپ د ولسمشرۍ څخه مخکې د امریکا او ناټو اړیکو ته یوه کتنه
  • د ټرمپ په دوره کې د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې بدلونونه او په ناټو یې اغیزې
  • د ناټو د نړیوالو ګواښونو سره د مخ کېدو په اړه د ټرمپ د دریځونو څېړنه
  • د ټرمپ د پالیسیو او په نړیوال امنیت باندې د هغې د اغیزو په اړه د ناټو د غړو هېوادونو غبرګون
  • د امریکا د وتلو یا په ناټو کې د هغې د رول کمولو احتمالي پایلې
  • پر افغانستان یې اغیزې
  • پایله
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو)، چې ۱۹۴۹ز. کال د اپریل پر څلورمه رامنځته شو، یو امنيتي اتحاد دی چې د بهرنیو ګواښونو په وړاندې په ځانګړې توګه د سړې جګړې پرمهال، د خپلو غړو هېوادونو د ګډ امنیت د ډاډمن کولو لپاره جوړ شوی دی. د دفاعي همکارۍ د پیاوړتیا او د اروپایي او شمالي امریکا هېوادونو په وړاندې د بهرني یرغل د مخنیوی په موخه، دې سازمان خپل منشور د “ګډ دفاع” پر اصل رامنځته کړ، چې له مخې یې پر یوه غړي باندې هر ډول برید د ناټو په ټولو غړو برید ګڼل کیږي. په پیل کې د دې سازمان بنسټ ۱۲ هېوادونو کېښود او همدوی يې غړي هم وول چې په دې کې متحده ایالات، کاناډا، انګلستان، فرانسه او لویدیځې اروپا هېوادونه شامل وو. د وخت په تېریدو سره، ناټو پراخه شوه او اوس مهال ۳۲ غړي هېوادونه لري.[1] د تاریخ په اوږدو او د نړیوالو پرمختګونو په رڼا کې، دې اتحاد خپل فعالیتونه په امنيتي برخه کې پراخه کړل او د بحران مدیریت، سوله ساتنې، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د ډله ییزې وژنې اسلحو په څېر د نویو ګواښونو سره د مبارزې پورې پراخ کړي دي. د دې ترڅنګ ناټو سازمان له مختلفو ننګونو سره مخ دی، لکه داخلي اختلافات، د دفاعي لګښتونو زیاتوالی او په مهمو پریکړو کې د متحده ایالاتو د رول په اړه اندیښنې او په ځینو مواردو کې د غیر غړو هېوادونو او حتی د خپلو ځینو غړو له نیوکو سره مخ شوی دی. د دې ننګونو سربېره ناټو په نړۍ کې یو له مهمو امنیتي او دفاعي بنسټونو څخه ګڼل کېږي. د امریکا او ناټو ترمنځ اړیکې د خپل پیل راهېسې د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې مهم رول لوبولی دی. د سړې جګړې او له هغې وروسته، متحده ایالات په ناټو کې تر ټولو لوی مالي او نظامي ملاتړ کوونکي په توګه ترټولو مهم رول ولوباوه. د ډونالډ ټرمپ ولسمشرۍ، په خپله لومړۍ دوره کې او اوس، د ناټو سره د امریکا په اړیکو کې جدي بدلونونه راوستي دي، چې د ناټو غړو ترمنځ، په ځانګړې توګه د ځینو اروپایي هېوادونو سره یې یو څه بې باوري رامنځته کړې ده.

دا مقاله د ټرمپ د ولسمشرۍ څخه مخکې د متحده ایالاتو او ناټو ترمنځ اړیکې، د ټرمپ په دوره کې د متحده ایالاتو د بهرني سیاست پرمختګونه او په ناټو باندې د هغې اغیزې او همدارنګه د نړیوالو ګواښونو په وړاندې د ټرمپ دریځونه، د ټرمپ د پالیسیو په وړاندې د ناټو غړو هېوادونو غبرګون، د متحده ایالاتو د وتلو یا په ناټو کې د هغې د رول کمولو احتمالي پایلې او په افغانستان باندې د هغې اغیزې د بحث لاندې راولي.

د ټرمپ د ولسمشرۍ څخه مخکې د امریکا او ناټو اړیکو ته یوه کتنه

د ټرمپ له ولسمشرۍ څخه مخکې، د امریکا او ناټو اړیکې تل د امنیتي ژمنو او څو اړخیزو همکاریو پر بنسټ ولاړې وې. د خپل پیل راهېسې، متحده ایالاتو په دې اتحاد کې کلیدي رول لوبولی دی او د ناټو یو له بنسټ ایښودونکو او ترټولو لوی مالي او نظامي ملاتړ کوونکي په توګه پیژندل کیږي. متحده ایالات د ناټو د بودیجې شاوخوا ۱۵.۸۸۱ سلنه ورکوي.[2] د سړې جګړې پر مهال، ناټو د پخواني شوروي اتحاد د ګواښونو سره د مقابلې لپاره د یوې ستراتیژیکې وسیلې په توګه کار کاوه او متحده ایالاتو د پراخو مالي او پوځي سرچینو په ورکولو سره په دې اتحاد کې خپل مشرتابه رول رامنځته کړ. د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، ناټو په تدریجي ډول د ترهګرۍ او سایبري جګړې په څېر د راپورته کېدونکو ګواښونو سره د مبارزې په لور حرکت وکړ او متحده ایالات د اتحاد اصلي ستنه پاتې شوه، که څه هم د لګښتونو او مسؤلیتونو د شریکولو په اړه د غړو ترمنځ توپیرونه ورو ورو څرګند شول.

د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال او له هغه مخکې، که څه هم په عامه توګه له ناټو څخه امریکا د وتلو اعلان نه کاوه، د ناټو په اړه د متحده ایالاتو پالیسي په څو اړخیزه همکارۍ او د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا باندې متمرکزه وه. اوباما د ناټو د غړو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا هڅه وکړه او د نړیوالو ګواښونو سره د مقابلې لپاره یې د ګډې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ. د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې ټرمپ، د “لومړۍ امریکا” پالیسۍ باندې ټینګار کولو سره، په دوامداره ډول د ناټو غړو هېوادونو باندې نیوکه وکړه چې د دفاعي لګښتونو برخه یې په کافي اندازه نه ده زیاته کړې. هغه ګواښ وکړ چې که همکاري ونشي، نو متحده ایالات ممکن خپلې ژمنې کمې کړي یا حتی له ناټو څخه د وتلو په اړه فکر وکړي.[3] دې چلند د ناټو غړو ترمنځ جدي کړکېچونه رامنځته کړل او د متحده ایالاتو او د هغې د اروپایي متحدینو ترمنځ یې په اړیکو کې درزونه رامنځته کړل. دغو پالیسیو ځینې اروپايي هېوادونه، په ځانګړې توګه جرمني او فرانسې د دې احساس کولو ته اړ کړل چې د ناټو دننه اوږدمهاله همکاري په خطر کې ده، پداسې حال کې چې د ختیځې اروپا هېوادونو، چې د روسیې له ګواښونو سره مخ وو، د دې فشارونو هرکلی وکړ، خو د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د جو بایډن له ټاکل کېدو سره، د ناټو په اړه د امریکا پالیسي د اړیکو بیارغونې او څو اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا متمرکزه شوه. بایډن هڅه وکړه چې د ناټو د غړو هېوادونو باور ترلاسه کړي او د نړیوالو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د یووالي او پیوستون پر اهمیت ټینګار ېې وکړ. هغه همدارنګه هڅه وکړه چې د خپلې لومړۍ دورې په جریان کې د ټرمپ د پالیسیو له امله رامنځته شوي اختلاف کم کړي او د متحده ایالاتو او اروپایي متحدینو ترمنځ اړیکې ښې کړي. په داسې حال کې چې، د لګښتونو شریکولو او مسؤلیتونو پورې اړوند ننګونې دوام لارۀ او ناټو سازمان د سایبري جګړې او جیوپولیتیک سیالۍ په څیر راڅرګندیدونکي ګواښونو سره مخ و تر هغه چې ټرمپ بیرته واک ته ورسېد.

د ټرمپ په دوره کې د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې بدلونونه او په ناټو یې اغیزې

د ټرمپ په اوسني دور کې، د هغه پالیسۍ لاهم د “لومړۍ امریکا” پر محور ولاړه ده، خو په چلند او لومړیتوبونو کې بدلون سربېره ټرمپ هڅه کوي چې د ناټو غړو هېوادونو سره خپلې اړیکې ښې کړي، خو هغه د اروپايي هېوادونو د مالي ونډې پر زیاتولو ټینګار کوي. په دې موده کې د ناټو مشرانو سره د هغه تعاملات، که څه هم لږ تهاجمي لیدل کیږي، خو بیا هم د دفاعي لګښتونو د زیاتوالي لپاره فشار شامل دی. دغو ټینګارونو د ناټو ځینې غړي هېوادونه دې ته اړ کړي چې ډیرې خپلواکې دفاعي پالیسۍ رامنځته کړي او په متحده ایالاتو باندې خپله تکیه کمه کړي. په ورته وخت کې، ټرمپ هڅه کړې چې د ډیپلوماتیکو خبرو اترو او پوځي همکارۍ له لارې د ناټو غړو هېوادونو باور ترلاسه کړي، خو د هغه د پالیسیو په اړه اندیښنې او نیوکې لا هم پاتې دي او حتی ځینې اروپايي هېوادونه په دې باور دي چې د ناټو په اړه د ټرمپ چلند کولی شي د دې اتحاد یووالي او پیوستون ته زیان ورسوي.

د ټرمپ فشارونه په ناټو کې پر یووالي او پیوستون ډېرې اغېزې لري. له یوې خوا، ځینې ستر هېوادونه لکه جرمني او فرانسه، چې د ناټو د دفاعي بودیجې لویه برخه یې چمتو کوله، د دې فشارونو په اړه اندیښمن دي او باور لري چې دا ډول نیوکې کولی شي د ناټو دننه اوږدمهاله همکارۍ ته زیان ورسوي. کوچني هېوادونه هم ورته اندیښنې لري او ویره لري چې د ټرمپ پالیسۍ به د دې ایتلاف د غړو ترمنځ د اختلاف لامل شي. د ټرمپ د مالي فشار د زیاتوالي پالیسۍ لکه د ناټو په ځینو غړو هېوادونو باندې د تعرفو لوړول، نورې ننګونې هم رامنځته کړې چې په کورني او نړیواله کچه یې اغیزه کړې ده. د دې پالیسیو یوه پایله د ناټو غړو هېوادونو د امنیتي چلندونو کې د څو قطبي کېدو زیاتوالی دی. پداسې حال کې چې ځینې هېوادونه، لکه جرمني او فرانسه، د یوې خپلواکې اروپایي دفاعي پالیسۍ د جوړولو په لټه کې دي او د متحده ایالاتو باندې د تکیې کمولو لپاره د فرصت په توګه وکاروي، نور هېوادونه، لکه پولنډ او بالتیک، په ناټو کې د امریکا په فعال شتون ډیر ټینګار کوي. دغو توپیرونو د ناټو دننه د دفاعي پالیسیو همغږي او انسجام ننګولی دی. سربېره پردې، د ناټو د دفاعي بودیجې په اړه د ټرمپ فشارونه هم د غړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې اغیزمنوي. له یوې خوا، اروپايي متحدین احساس کوي چې د متحده ایالاتو د ولسمشر دا دوامداره نیوکې د ګډ امنیت په برخه کې د دوی د هڅو لپاره د ستاینې نشتوالی ښیې. له بلې خوا، د ټرمپ مالي فشارونه په اقتصادي بحران کې ښکیل هېوادونه احساسوي چې د ناټو پالیسۍ غیر عادلانه دي او په دوی اضافي فشار راوړي. دا به د ناټو په غونډو او خبرو اترو کې د نورو اختلافاتو لامل شي.

د ناټو د نړیوالو ګواښونو سره د مخ کېدو په اړه د ټرمپ د دریځونو څېړنه

د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ لومړۍ دوره د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې د لویو بدلونونو پيلامه وه چې په ناټو او دا چې دا سازمان څنګه له نړیوالو ګواښونو سره مخ دی، ژورې اغیزې یې درلودې. د ټرمپ د پالیسۍ یو له مهمو اړخونو څخه دا وو چې هغه په ​​نویو نړیوالو ګواښونو لکه روسیې، چین او ترهګرۍ ټینګار وکړ. دغو ګواښونو، له یوې خوا، نوي ستراتیژیک غبرګونونو ته اړتیا درلوده او له بلې خوا، د ناټو متحدینو ترمنځ د تفاهم او همغږۍ په برخه کې ننګونې رامنځته کړې. ټرمپ په ځانګړې توګه په اروپا کې د روسیې د نفوذ پر وړاندې د مبارزې ټینګار وکړ، خو د ولادیمیر پوتین سره د هغه اړیکې او د روسیې پر وړاندې د بندیزونو د کمولو په اړه د هغه څرګندونو ځینې اروپايي هېوادونه اندیښمن کړي وو. د چین په قضیه کې، ټرمپ د هېواد د اقتصادي او پوځي ګواښونو په اړه یو بل چلند غوره کړ او هڅه یې وکړه چې په آسیا-پسیفک سیمه کې نوي اتحادونه رامنځته کړي، چې ناټو یې دې ته اړ کړه چې د چین ګواښونو ته ډیره پاملرنه وکړي. د ترهګرۍ په اړه، ټرمپ د ترهګرو ډلو لکه داعش سره د مقابلې پر اړتیا ټینګار وکړ، خو په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي شتون کمولو په اړه د هغه پرېکړو د دې ګواښونو سره د مبارزې لپاره د ناټو د وړتیا په اړه اندیښنې راپورته کړې.

د ټرمپ په پالیسیو کې دې بدلونونو ناټو دې ته اړ کړه چې خپلې ستراتیژۍ باندې بیا له سره غور وکړي. د روسیې او چین ګواښونه د اوږدمهاله ستراتیژیکو ننګونو په توګه راڅرګند شول، چې دې کار ناټو وهڅوله په اروپا او آسیا کې خپل پوځي شتون او استخباراتي همکاري پیاوړې کړي. ناټو خپل دفاعي وړتیاوې پیاوړې کړې، په ځانګړې توګه د روسیې په وړاندې، او په ختیځه اروپا کې یې خپل پوځي شتون زیات کړ. برعکس، ترهګریز ګواښونه د ناټو له لومړیتوبونو څخه پاتې دي او سازمان هڅه وکړه چې د نړیوالې همکارۍ د پیاوړتیا او د ترهګرۍ ضد وړتیاوو د زیاتولو له لارې دې ننګونو ته ځواب ووایي. دغو بدلونونو نه یوازې ناټو دې ته اړ کړه چې خپلې ستراتیژۍ بیا تعریف کړي، بلکې په نړیوال امنیتي سیسټم کې یې رول هم اغیزمن کړ.

د نویو نړیوالو ګواښونو په پام کې نیولو سره، ناټو د مختلفو بحرانونو او ګواښونو په وړاندې مختلفې طریقې غوره کړې دي. د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې پیښه د ناټو په تاریخ کې یو مهم بدلون ګڼل کیږي، چې ناټو یې د اروپا څخه بهر د یوې پوځي ادارې په توګه د “ترهګرۍ” پر وړاندې نړیوالو جګړو ته د ننوتلو لامل شوه. متحده ایالاتو، په ځانګړې توګه د دې پیښې وروسته، د “نړیوال تروریزم سره د مبارزې” پالیسي تعقیب کړه، او ناټو هم د خپلو ماموریتونو په چوکاټ کې د دې پالیسیو ملاتړ وکړ. په دې برخه کې، ناټو لومړی په افغانستان کې پوځي مسؤلیتونه او بیا په عراق کې مشورتي مسؤلیتونه په غاړه واخېستل. په هرصورت، په دې وخت کې، د متحده ایالاتو او اروپایي ناټو هېوادونو ترمنځ توپیرونه راڅرګند شول، په ځانګړې توګه د عراق د یرغل او وروسته د پالیسیو په شرایطو کې. دا توپیرونه، په ځانګړې توګه د داعش د راڅرګندیدو په وړاندې، د متحده ایالاتو سره د بشپړ همغږۍ په برخه کې د ناټو ننګونې منعکس کړې.

ناټو هم د روسیې د ګواښونو په وړاندې خپلې دفاعي پالیسۍ پیاوړې کړې، په ځانګړې توګه په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې له خوا پر اوکراین د یرغل وروسته. د ناټو غبرګون راوپاراوه، چې له امله یې متحده ایالات یو ځل بیا د روسیې سره د مقابلې مشري په غاړه واخېسته. ناټو، د امریکا متحده ایالاتو سره یوځای، په ختیځه اروپا کې خپل پوځي شتون پیاوړی کړ او پر روسیې یې هم بندیزونه ولګول. دا بدلونونه په ځانګړي ډول وروسته له هغه زیات شول چې روسیې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین برید وکړ، او متحده ایالاتو پر اقتصادي بندیزونو سربیره اوکراین ته په لویه کچه پوځي مرستې ورکړې. دې سره ځینو اروپايي هېوادونو د امریکا د دې چلند هرکلی وکړ، خو د ډونالډ ټرمپ د نوي دورې په لومړۍ میاشت کې د اوکراین د جګړې ځپلي ولسمشر زیلینسکي سره د ناورین غونډې[4] نه یوازې اوکراین حیران کړ بلکې د امریکا او اروپا د اتحاد په ځانګړې توګه د ناټو راتلونکي په اړه یې هم جدي پوښتنې راپورته کړې.

په پای کې، چین هم د متحده ایالاتو او ناټو لپاره د یو نوي نړیوال ګواښ په توګه راڅرګند شو. ټرمپ په دوامداره توګه چین د متحده ایالاتو د دریځ لپاره یو له اصلي ګواښونو څخه پیژندلی دی. ټرمپ د خپلې لومړۍ او دوهمې دورې په جریان کې هڅه کړې چې چین د اقتصادي او پوځي پلوه د نړیوال سیال په توګه د سوداګرۍ جګړې او اقتصادي بندیزونو په پیلولو سره کنټرول کړي. د ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ دې چلند ناټو هم دې ته اړ کړې چې د چین ګواښونو ته ډېره پاملرنه وکړي او د آسیا-پسیفیک په اړه خپلې پالیسۍ له سره غور وکړي. که څه هم اروپايي هېوادونو له چین سره د مستقیمې مقابلې لپاره په ځانګړې توګه په وروستیو کلونو کې لږه لیوالتیا ښودلې ده،[5] د دې هېواد سره د پراخو سوداګریزو اړیکو له امله، متحده ایالاتو تل هڅه کړې چې په نړیواله کچه د چین د نفوذ د مخنیوي لپاره خپل ډیپلوماتیک فشار زیات کړي. په دې برخه کې، ناټو هڅه کړې چې د روسیې او چین د ګواښونو سره د مقابلې او د نړیوال امنیت په ساتلو کې د ډیر اغیزمن رول لوبولو ترمنځ توازن رامنځته کولو سره خپلې دفاعي پالیسۍ بیا تعریف کړي.

د ټرمپ د پالیسیو او په نړیوال امنیت باندې د هغې د اغیزو په اړه د ناټو د غړو هېوادونو غبرګون

د ډونالډ ټرمپ بهرنۍ پالیسي د ناټو غړو هېوادونو سره د متحده ایالاتو اړیکو لپاره خورا پراخې اغیزې لري. د ټرمپ یو له مهمو اقداماتو څخه د ناټو له هېوادونو څخه د هغه تکراري غوښتنې دي چې د سازمان دفاعي بودیجې کې خپله ونډه زیاته کړي. دا غوښتنې په ځانګړې توګه د اروپايي هیوادونو ترمنځ له انتقادي غبرګونونو سره مخ شوې دي. دغو هېوادونو د ټرمپ پر پالیسیو نیوکه کړې او هڅه کوي چې په خپلو دفاعي او امنیتي پالیسیو کې پراخه خپلواکي رامنځته کړي. د مثال په توګه، فرانسې او جرمني، د نورو اروپایي هېوادونو سره یوځای، د “اروپا دفاعي تړون” په څیر نوښتونه وړاندیز کړي دي، چې موخه یې په متحده ایالاتو باندې د تکیې کمول او په اروپا کې د دفاعي همکارۍ پیاوړتیا ده. همدارنګه، د ولسمشرۍ په دوهمه دوره کې، ټرمپ د ناټو غړی هېواد کاناډا د متحده ایالاتو سره د ضم کېدو مسله راپورته کړه، چې د کاناډا لومړي وزیر لخوا په مسخره توګه رد شوه. دا پرمختګونه د اروپايي هېوادونو د خپلو پالیسیو بیاکتنه او د یو ډیر خپلواک دفاعي سیسټم رامنځته کولو لیوالتیا په ګوته کوي.

له بلې خوا، ځینې ختیځې اروپا هېوادونه، لکه پولنډ او بالتیک هېوادونه، د ټرمپ د پالیسیو هرکلی کوي. دا هېوادونه، چې د روسیې د ګواښونو په اړه زیاتې امنیتي اندیښنې لري، په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور د زیاتوالي هرکلی کوي او دا د یو مهم امنیتي تضمین په توګه ګوري. د ناټو د غړو هېوادونو ترمنځ د غبرګون په برخه کې دې توپیرونو په سازمان کې تشې رامنځته کړې او په ځانګړي توګه یې اروپايي هېوادونه دې ته اړ کړي چې خپلې دفاعي پالیسۍ بیاکتنه وکړي او په اروپا کې پیوستون پیاوړی کړي.

د ناټو څخه بهر د متحدینو سره د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې، ټرمپ داسې پالیسۍ تعقیب کړې دي چې د جاپان، سویلي کوریا او آسټرالیا په څېر مهمو هېوادونو سره به پوځي، اقتصادي او ډیپلوماتیکې همکارۍ پیاوړې کړي. دا پالیسۍ، چې تر ډېره د چین او شمالي کوریا د ګواښونو سره د مقابلې لپاره دي، د نړیوال امنیت لپاره پراخې اغیزې لري. په دې برخه کې، متحده ایالاتو له جاپان سره دفاعي تړونونه لاسلیک کړي دي چې پکې د امریکا د پوځي حضور زیاتول او د جاپان د دفاعي وړتیاوو پیاوړتیا شامله ده. همدارنګه په جنوبي کوریا کې، ټرمپ د شمالي کوریا د ګواښونو سره د مقابلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي او اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا ټینګار وکړ. آسټرالیا هم د ارام سمندر په سیمه کې د ټرمپ په پالیسیو کې کلیدي رول لوبولی دی. دا پالیسۍ د ناټو لپاره د پام وړ اغیزې لري، ځکه چې د ناټو څخه بهر په اتحادونو باندې د متحده ایالاتو زیات تمرکز ځینې اروپایي هیوادونه اندیښمن کړي دي چې احساس کوي چې ناټو ته د متحده ایالاتو پاملرنه کمه شوې ده. د متحده ایالاتو په ستراتیژیکو لومړیتوبونو کې دا بدلونونه به د ناټو غړي هېوادونه دې ته اړ کړي چې په خپلو دفاعي پالیسیو بیا غور وکړي، چې د نړیوال امنیت په ساتلو او د ناټو څخه بهر د متحدینو سره د اړیکو په پیاوړتیا کې د متحده ایالاتو رول نور هم روښانه کوي.

د امریکا د وتلو یا په ناټو کې د هغې د رول کمولو احتمالي پایلې

د ناټو د راتلونکي او په دې سازمان کې د متحده ایالاتو د رول په اړه د امریکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ څرګندونو او پالیسیو ته په پام سره، او د هغه ګواښ چې که د متحده ایالاتو غوښتنې ونه منل شي، همدارنګه له دې سازمان څخه د وتلو ګواښ، دا د اروپایي هېوادونو ترمنځ ژورې اندیښنې رامنځته کړي. ډیري دغه هېوادونه ناټو د خپل ګډ امنیت اصلي ستنه ګڼي او د متحده ایالاتو د رول کمېدل او يا هم له ناټو وتل کولی شي د دې سازمان کمزوري کېدو او په لویدیځو هېوادونو کې د امنیتي ګواښونو د زیاتوالي لامل شي. په دې ګواښونو کې په اروپا کې د روسیې د نفوذ زیاتوالی او د روسیې او چین په څېر سیالو قدرتونو سره د مقابلې لپاره د ناټو د وړتیا کمول شامل دي، چې دا په ګوته کوي چې نړۍ د څو قطبي کېدو په لور روانه ده. د امریکا د متحده ایالاتو د وتلو یا له ناټو څخه د خپل رول کمولو نورې احتمالي پایلې کولی شي په نړیوال امنیت باندې اغیزې ولري، ځکه چې په وروستیو کلونو کې ناټو د لویدیځ د پوځي پراختیا لپاره یوه وسیله ګرځیدلې، کوم چې د خپلو یو اړخیزو مداخلو له لارې د افغانستان او عراق د جګړو په څېر لوی بحرانونه رامنځته کړي دي. له یوې خوا، د ناټو څخه د متحده ایالاتو د رول په وتلو یا کمولو سره، په ټوله نړۍ کې جیوپولیتیک کړکیچونه او پارونې کمېدای شي، څنګه چې دا حرکتونه په منځني ختیځ کې خپل اوج ته رسیدلي دي. له بلې خوا، د ناټو کمزوري کول د څو اړخیزې ډیپلوماسۍ لپاره ځای برابروي او همدارنګه په نړیوالو اړیکو کې د ځواک توازن سره مرسته کوي چې په خپلواکه ډله ایز امنیت تمرکز وکړي.

لدې علاوه، دا ممکن په نړیوال ډګر کې د سیالو قدرتونو لکه روسیې او چین نفوذ زیات کړي او په نړیوال نظام کې د ځواک توازن د پام وړ بدل کړي. په ټولیز ډول، د ناټو څخه د وتلو د امکان په اړه د ټرمپ څرګندونې نه یوازې د اروپا امنیت ته ننګونې رامنځته کوي، بلکې په نړیوال امنیتي سیسټم کې د متحده ایالاتو د رول بیا غور ته هم لار هواروي. دا بیاکتنه کولی شي په ناټو کې جوړښتي بدلونونه او د اروپایي هېوادونو ترمنځ د نوي اتحادونو رامنځته کولو لامل شي چې هدف یې د ګډ امنیت پیاوړتیا او په متحده ایالاتو باندې د تکیې کمول دي. په پای کې، دا باید بې ویلو پاتې نشي. دا ناشونې نه ده چې ټرمپ به د ناټو څخه د متحده ایالاتو د رول ایستل یا کمول د یوې لارې په توګه غوره کړي ترڅو په اروپایي قدرتونو فشار راوړي او د متحده ایالاتو د مالي اهدافو د خوندي کولو لپاره یې وکاروي، ځکه چې ناټو تل د خپل تاریخ په اوږدو کې د امریکا د ګټو سره سم حرکت کړی دی.

پر افغانستان یې اغیزې

د افغانستان ستراتیژیک او جیوپولیتیک موقعیت او په هېواد کې د ناټو د شل کلن ناکام حضور په پام کې نیولو سره، دا ویل کیدی شي چې د ناټو کمزوري کېدل، چې د لویدیځ په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو د یو اړخیز نفوذ د کمښت لامل کیږي، چې دا کولی شي د افغانستان لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي ترڅو هېواد وکولی شي د سیمه ییزو قدرتونو لکه چین، روسیې، ایران او د مرکزي آسیا هېوادونو سره متوازنې اړیکې رامنځته کړي. دا هېوادونه ممکن د خپلو اقتصادي او امنیتي ګټو له امله په دې هېواد کې په زیربناوو او لویو اقتصادي پروژو کې پانګونې ته ډیر لیواله وي. له یوې خوا، د ناټو کمزوري کېدل او د لویدیځ د مداخلې نشتوالی ممکن افغانستان ته اجازه ورکړي چې په سیمه ییزو معادلاتو کې د فعالې ډیپلوماسۍ، ناپییلو اړیکو، او د شانګهای همکارۍ سازمان په څېر سیمه ییزو سازمانونو کې د ګډون له لارې غوره مقام ومومي. لدې سره به افغانستان هم چې لویو اقتصادي ننګونو او بشري بحران سره مخ دی، ممکن په سیمه ییزو لوبغاړو کې ورته نفوذ زیات کړي او په هېواد کې خپل ستراتیژیک اهداف تعقیب کړي، دا نړیوالې مرستې ته اړتیا لري.

پایله

د ناټو په اړه د ولسمشر ټرمپ مالي پالیسۍ، په ځانګړې توګه د اروپایي هېوادونو څخه د دفاعي لګښتونو د زیاتې برخې غوښتنه، ممکن د ناټو مالي سرچینې پیاوړې کړي وي، خو دوی د اتحاد د غړو ترمنځ کړکیچونه هم رامنځته کړي او په متحده ایالاتو کې د اروپایي هېوادونو باور کم کړی دی. که څه هم دا پالیسۍ ممکن د امریکا د اقتصادي ګټو لپاره د فشار وسیلې په توګه وکارول شي، ولې په اوږد مهال کې، دوی کولی شي د نړیوالو اړیکو او نړیوال امنیتي جوړښت بیا تعریف ته لاره هواره کړي او په ناټو کې د متحده ایالاتو رول کې بدلون راولي، ځکه چې د ټرمپ تکراري ګواښونه به اروپايي هېوادونه دې ته اړ کړي چې د دې اتحاد راتلونکي په اړه بیا غور وکړي او د خپلې دفاعي خپلواکۍ د پیاوړتیا هڅه وکړي. په ټولیزه توګه، ټرمپ ناټو دې ته اړ باسي چې په خپلو لومړیتوبونو او ستراتیژیو بیا غور وکړي او دا لاهم له ډیرو ننګونو او بې ځوابه پوښتنو سره مخ ده. په پای کې، د متحده ایالاتو د رول وتل یا کمول، چې د ناټو د کمزوري کولو یا له منځه وړلو لامل به شي، د نړۍ په ګټه دي، په ځانګړې توګه د دریمې نړۍ، ځکه چې د متحده ایالاتو په مشرۍ ناټو، چې د لویدیځ د نظامي نفوذ او د دوی د یو اړخیزو مداخلو د پراختیا وسیله ګرځیدلې، ممکن په ځینو هېوادونو لکه افغانستان او عراق کې د بحرانونو د رامنځته کولو عامل وي. له همدې امله، که ناټو کمزورې شي، نو جیوپولیتیک کړکیچونه ممکن کم شي او د څو اړخیزې ډیپلوماسۍ لپاره مناسب ځای چمتو شي، کوم چې په اوږد مهال کې ممکن په نړیوالو اړیکو کې د ځواک توازن سره مرسته وکړي.

سرچینې

[1] . NATO: What is Nato? , Link: https://www.nato.int/nato-welcome/index.html

[2]. NATO:Funding NATO, 19 Dec 2024, link: https://www.nato.int/cps/en/natohq/topics_67655.htm

[3] . The New York Times: Trump Want Europe to Defend itself. Here’s What it Would Take, 7 March 2025, Link: https://www.nytimes.com/2025/03/07/world/europe/europe-self-defense-trump.html

[4]. U.S. DEPARTMENT of STATE: U.S Security Cooperation with Ukraine, March 4 2025, Link: https://www.state.gov/bureau-of-political-military-affairs/releases/2025/01/u-s-security-cooperation-with-ukraine

[5]. China: EU trade relations with China, Link: https://policy.trade.ec.europa.eu/eu-trade-relationships-country-and-region/countries-and-regions/china_en

ډونالډ ټرمپ او د ناټو راتلونکې

One thought on “ډونالډ ټرمپ او د ناټو راتلونکې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top