بهرنی سیاست

د متحده ايالاتو او ایران مذاکرات: پایلې او راتلونکې سناریوګانې

د متحده ايالات سره د خبرو اترو میز ته د ایران بېرته راتګ د تاکتیکونو د بدلون له امله نه دی، بلکې د ایران د لویو محاسبو د سقوط له امله دی چې د مهارولو پر بنسټ ولاړ دي، کوم چې د پراکسي ډلو د کمزوري کولو، د پوځي ځواک تحلیل، نړیواله انزوا، او د ملت-دولت ژور ویش له لارې، د سیسټم هاخوا د مقابلې د دوام لګښت زیات کړی دی.

د ټرمپ د سولې بورډ؛ موخې او راتلونکی

د ټرمپ د سولې بورډ په ظاهر کې د غزې جګړې د ختمولو او نړیوالو شخړو د حل لپاره جوړ شوی، خو د منشور مواد ښيي چې دا یو بېطرفه نړیوال سازمان نه دی، بلکې تر ډېره د ټرمپ تر شخصي کنټرول لاندې جوړښت دی. ځکه مهم واکونه لکه د غړو دعوت، د پرېکړو ویټو، د منشور تعدیل، د اجرائیوي بورډ ټاکنه او حتی د بورډ منحل کول ټول د رئیس (ټرمپ) په لاس کې دي.

پر وېنزوېلا د امریکا متحده ایالاتو پوځي برید ته یوه کتنه

 پر وینزوېلا د متحده ایالاتو پوځي برید او د دغه هېواد د ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې غیرقانوني نیونه، د نړیوالو حقوقو له نظره، د ملګرو ملتونو د منشور له بنسټیزو احکامو سره په ښکاره ټکر کې دي. دا اقدام د دولتونو د حاکمیت اصل، د زور د نه کارونې اصل، د نه مداخلې اصل، او همدارنګه د بشري او بشردوستانه نړیوالو حقوقو له اساسي قواعدو سرغړونه ګڼل کېږي. د موجودو حقوقي چوکاټونو له مخې، داسې هېڅ معتبر استثنا نه تر سترګو کېږي چې وکولای شي دا پوځي اقدام مشروع یا توجیه کړي.

د تهران غونډه او په کې د اسلامي امارت نه ګډون ته یوه کتنه

د تهران غونډه د ایران لخوا د افغانستان د مسلو او قضیو لپاره د یو ډیپلوماټیک چارواکي په توګه د ځان لپاره د ځای ښودلو هڅه ګڼل کیدی شي. ایران، چې له کلونو راهیسې منزوي او د لویدیځ له مرګوني فشار لاندې دی، د داسې نوښت له لارې هڅه کوي چې ثابته کړي چې لاهم د انزوا څخه د راوتلو وړتیا لري او په سیمه ایزو مسلو اغیزه لري. تمه نه کیده چې په دې غونډه کې اصلي عنصر، چې اسلامي امارت و،

د سیاسي سیالیو پرمهال د افغانستان او پاکستان سوداګري: د وروستیو ترینګلتیاوو اقتصادي تحلیل

افغانستان او پاکستان ډیری مشترکات لري مګر د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې په تېرو اوو لسیزو کې ترینګلې او د متقابل باور نشتوالی لري. د دوه اړخیزو تړونونو او نړیوالو نورمونو برخلاف، پاکستان تل خپلې پولې د مختلفو بهانو لاندې د افغان سوداګرۍ او ټرانزیټي توکو لپاره تړلي دي،

د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ جګړه؛ لاملونه او اغېزې يې

د افغانستان او پاکستان اړيکي د تاريخ په اوږدو کې له لوړو او ژورو څخه ډکې دي. پاکستان له اسلامي امارت سره په لومړنۍ دوره کې نږدې اړيکې درلودې او حکومت يې په رسميت پېژندلی و او د اسلامي امارت بياځلي واکمنۍ وروسته هم داسې فکر کېده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به اړيکې نږدې او ښې وي، خو د ټي ټي پي، کډوالو او ډيورنډ فرضي کرښې پر سر د دواړو هېوادونو اړيکې خرابې شوې.

Scroll to top