د روسیې له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه؛ متقابلې موخې او اړتیاوې
د حکومتونو د رسمیت پېژندنې موضوع کوم ځانګړی حقوقي طرزالعمل نه لري او هېوادونو په دې برخه کې خپلو سیاسي مصلحتونو او ګټو ته پاملرنه کوي. روسیې هم همدې ټکي په نظر کې نیولو سره اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی دی؛