د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ جګړه؛ لاملونه او اغېزې يې
د افغانستان او پاکستان اړيکي د تاريخ په اوږدو کې له لوړو او ژورو څخه ډکې دي. پاکستان له اسلامي امارت سره په لومړنۍ دوره کې نږدې اړيکې درلودې او حکومت يې په رسميت پېژندلی و او د اسلامي امارت بياځلي واکمنۍ وروسته هم داسې فکر کېده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به اړيکې نږدې او ښې وي، خو د ټي ټي پي، کډوالو او ډيورنډ فرضي کرښې پر سر د دواړو هېوادونو اړيکې خرابې شوې.
