لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- د سوریې د لنډمهاله حکومت بهرنۍ پالیسي؛ اصول، کړنې او ننګونې
- د لنډمهاله حکومت د بهرني سیاست اصول
- بهرني سفرونه او ډیپلوماتیک تعاملات
- د لنډمهاله حکومت د ډیپلوماتیکو اقداماتو اغیزې
- د سوریې د بهرنۍ پالیسۍ ننګونې
- پایله
- وړاندیزونه
- سرچینې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
د کلونو کورنۍ جګړې او پراخې ویجاړۍ ترڅنګ سوریه له ژورو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي بحرانونو سره لاس او ګریوان وه، اوس له د بشارالاسد د رژيم له سقوط وروسته د احمد الشرع په مشرۍ ځينې بدلونونه راغلل. دغه نوی نظام په ډېرو لارو چارو کې د افغانستان اسلامي امارت ته ورته حالت کې ځای لري. دواړه هېوادونه د خپل هېواد د اداره کولو په میکانیزم کې لکه د نړیوالې انزوا، په بهرنیو تعاملاتو کې ګڼ شمېر ننګونې او ګڼ شمېر کورنیو ستونزو له پلوه د پام وړ ورته والی لري. دا ورته والی دا نور هم مهم کوي چې د سوریې بهرنۍ پالیسي نه یوازې د یوې سیمه ییزې مسلې په توګه وڅېړل شي، بلکې د ټولنو تر کنټرول لاندې په بحراني حالاتو کې د حکومتدارۍ د ننګونو د یوې بېلګې په توګه هم وڅیړل شي.
په دې لحاظ د بشارالاسد د حکومت نسکورېدل او د هیئت تحریر الشام په مشرۍ د لنډمهاله حکومت رامنځته کېدل د سوریې په کورني او بهرني سیاست کې د بنسټیزو بیاکتنو او بدلونونو لپاره یو فرصت رامنځته کړ. اوس چې هېواد له ګڼو ستونزو لکه نړیوالو بندیزونو، امنیتي ګواښونو او اقتصادي بحرانونو سره مخ دی، د سوریې موقت حکومت هڅه کوي چې نه یوازې سوریه له داخلي بحرانونو څخه خلاصه کړي، بلکې د مختلفو هېوادونو، په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونو، عربي حکومتونو او نړیوالو قدرتونو سره د هېواد ډیپلوماټیکې اړیکې بیا ورغوي.
په دې مقاله کې د سوریې د موقت حکومت د بهرني سیاست د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره هڅو او د سیاسي انزوا څخه د خلاصون، د نړیوالو مرستو د راجلبولو او د عربي او نړیوالو هېوادونو سره د اړیکو د بیا رغولو په لارو چارو بحث شوی، همدارنګه د سوریې په بهرني او داخلي وضعیت او د هېواد د بهرني سیاست په وړاندې د ننګونو په اړه بحث شوی دی.
د لنډمهاله حکومت د بهرني سیاست اصول
د سوریې د لنډمهاله حکومت د چارواکو په شمول د لومړي وزیر احمد الشرع او بهرنیو چارو وزیر اسد شیباني، د څرګندونو څخه دا روښانه ده چې دې حکومت کوم بهرني اصول غوره کړي دي؟ او موږ به یې لاندې ځینې خورا مهم اصول ذکر کړو:
د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پراختیا: د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال، سوریه د ایران اسلامي جمهوریت ته د نږدېوالي او د مخالفو ډلو لکه په عراق کې د ولسي خوځښت ځواکونو، په لبنان کې حزب الله او په یمن کې د حوثیانو د ملاتړ له امله له سختو بندیزونو او انزوا سره مخ شوه. د اسد په وخت کې، سعودي عربستان، قطر او اردن د هغو هېوادونو له ډلې څخه وو چې له سوریې سره یې اړیکې ډېرې ترینګلې وې، خو د موقت حکومت د واک ته رسېدو سره، هڅې وشوې چې خپلې پالیسۍ بدلې کړي او په ډیپلوماټیک ډګر کې یو نوی چلند غوره کړي. د دې حکومت لومړی ډیپلوماتیک اقدام، دغو هېوادونو ته سفر کول او د هغوی له چارواکو سره خبرې اترې کول او همدارنګه د موقت حکومت،[1] د بهرنیو چارو وزیر اسد شیباني سفرونه او اړیکې، د دغو عربي هېوادونو سره د سوریې د اړیکو د بیا رغولو په لور لومړني ګامونه وو.
له بلې خوا، د سوریې او ترکیې اړیکې، چې د کورنۍ جګړې پرمهال او له هغې وروسته په بحران کې وې،[2] هم د موقت حکومت د بهرني سیاست لومړیتوب کې دي. په داسې حال کې چې ترکیه د هغو هېوادونو له ډلې څخه وه چې د اسد مخالفو ډلو ملاتړ یې کاوه، خو د سوریې لنډمهاله حکومت هڅه کوي چې له هغه هېواد سره مثبتې او ګټورې اقتصادي او امنیتي اړیکې جوړې کړي، کوم چې یو سیمه ییز ځواک دی او ورسره اړیکې ټينګول مهم دي.
د بهرنۍ پانګونې او اقتصادي همکارۍ جذبول: د سوریې اقتصاد، چې د کورنیو جګړو، نړیوالو بندیزونو، فساد او مالي بحران له امله له سخت رکود سره مخ شوی، د بهرنۍ پانګونې د جذبولو او له نورو هېوادونو سره د همکارۍ اړتیا تر بل هر وخت زیاته اړتیا لیدل کیږي. په دې اړه د موقت حکومت لخوا اخیستل شوي اقداماتو کې د موقتې ادارې مشر احمد الشرع سفرونه دي، چې هڅه کوي د خپلو سفرونو او غونډو له لارې د تېلو بډایه هېوادونو لکه قطر او سعودي عربستان،[3] او همدارنګه د سیمه ییزو او لویدیځو قدرتونو لکه ترکیې، جرمني او فرانسې څخه مالي مرستې راجلب کړي.
په سوریه کې بهرنۍ پانګونه کولی شي د زیربناوو په پیاوړتیا، د ویجاړو شویو صنعتونو په بیارغونه او د سوریې خلکو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي. په ځانګړې توګه، د خلیج هېوادونه، چې د جګړې څخه مخکې یې سوریې ته د پام وړ اقتصادي ملاتړ کاوه، اوس د لنډمهاله حکومت په دوران کې له سوریې سره اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ ته لیوالتیا پیدا کړې ده.
د ترهګرۍ او افراطیت سره مبارزه: د کورنۍ جګړې په وخت کې د سوریې لپاره یو له مهمو ننګونو څخه د ترهګرو ډلو لخوا رامنځته شوي امنیتي ګواښونه وو، د بشارالاسد رژیم مخالفین چې د اسد رژیم د ظلم او بې عدالتۍ له امله یې وسلې پورته کړې وې. د دې ډلو څخه ځینې، لکه د کردستان کارګر ګوند او داعش (د عراق او شام اسلامي دولت)، کله ناکله د ترکیې په څېر هېوادونو لپاره ګواښ ګڼل کیده. دغو ډلو نه یوازې د سوریې داخلي امنیت له خطر سره مخ کړ، بلکې ځینې سیمې یې هم تر کنټرول لاندې لرلې. د دې ګواښونو سره د مقابلې اهمیت درک کولو سره، د موقت حکومت چارواکو نه یوازې په خپلو ویناوو کې ټینګار کړی چې سوریه ګاونډیو هېوادونو ته هیڅ ګواښ نه دی،[4] بلکې د پوځي اقداماتو، ډیپلوماتیکو هڅو او نړیوالې همکارۍ له لارې یې امنیتي او ډیپلوماټیکې پالیسۍ هم غوره کړې دي، چې د نړیوالې ټولنې په صادقانه همکارۍ سره به د سوریې دننه امنیتي ګواښونه له منځه یوسي. دا اقدام د سوریې د موقت حکومت د ترهګرۍ سره د مقابلې او په هېواد کې د ثبات او امنیت د ټینګښت هوډ څرګندوي.
د بشري حقونو او ډیموکراسۍ ملاتړ: د سوریې لنډمهاله حکومت، د امنیت او اقتصادي مسلو په ټینګار سربیره، تل بشري حقونو او ډیموکراتیکو اصولو ته پاملرنه کړې ده. په دې برخه کې د موقت حکومت یو له اصلي اهدافو څخه د اساسي قانون تعدیل او د آزادو او عادلانه ټاکنو ترسره کول دي، چې تل د حکومت د مشر په ویناوو کې ترې یادونه شوې ده، لکه څنګه چې د دمشق په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ملي وینا په جریان کې هم یادونه وشوه.[5] دا اصلاحات کولی شي په سوریه کې د یو ډیموکراتیک او ټول شموله حکومت د جوړولو لامل شي، چې ټولې قومي، مذهبي او سیاسي ډلې به په سیاسي پروسه کې خپل رول ولوبوي. د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو (SDF) مشر مظلوم عبدي سره د موقت حکومت موافقه او د ملي یووالي د پیاوړتیا او د سوریې د بیارغونې لپاره د لنډمهاله حکومت تر مدیریت لاندې د سوریې په شمال ختیځ کې د ملکي او نظامي ادارو سره د دوی ادغام؛ دا د لنډمهاله حکومت د یو ټول شموله او دیموکراتیک حکومت د جوړولو ژمنې منعکسوي. [6]
د موقت حکومت د بشري حقونو پالیسیو په حقیقت کې د سوله ییز ګډ ژوند، د اقلیتونو حقونو ته درناوی او د ډیموکراتیک پروسې پر اصولو ټینګار کړی چې د هېواد په بهرنیو اړیکو مستقیمه اغیزه کوي ترڅو یو متحد، غیر متمرکز او عادلانه سوریه رامنځته کړي چې ټولو سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو او نړیوالو سازمانونو ته د منلو وړ وي.
بهرني سفرونه او ډیپلوماتیک تعاملات
بهرني سفرونه او د مختلفو هېوادونو له چارواکو سره لیدنې د لنډمهاله حکومت د بهرني سیاست یو له مهمو ډیپلوماتیکو وسیلو څخه ګڼل کیږي. د ډیپلوماټیکو اړخونو سربیره، دا سفرونه به د سوریې په وضعیت باندې لوی اقتصادي او ټولنیز اغیزې هم ولري، چی موږ هم د دې سفرونو په اړه بحث لرو:
عربي هېوادونو ته سفر: د لنډمهاله حکومت له جوړېدو وروسته د حکومت د مشر احمد الشرع لومړی رسمي سفر سعودي عربستان او بیا ترکیې، قطر او اردن ته د عربي هېوادونو او سیمې سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د یو ستراتیژیک اقدام په توګه ارزول کیږي. لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د سوریې اړیکې د عربي هېوادونو سره، په ځانګړې توګه سعودي عربستان، قطر او اردن، د بشارالاسد د واکمنۍ پرمهال خړې پړې او له سیاسي او اقتصادي کړکیچونو ډکې وې. په قاهره کې د عربي هېوادونو سرمشریزې ته د دولت د مشر وروستی سفر د عربي هېوادونو ترمنځ د سوریې د لنډمهاله حکومت رسميت په ګوته کوي.[7] په پایله کې، دغو هېوادونو ته سفر او همدارنګه د بهرنیو چارواکو سفرونه لکه د قطر د امیر تمیم بن حمد آل ثاني او د سعودي د بهرنیو چارو وزیر سوریې ته سفرونه د عربي هېوادونو او سیمې سره د سوریې د اړیکو د بیارغونې لپاره یو مهم پړاو ګڼل کیږي. دا سفرونه به نه یوازې په سیاسي بلکې په اقتصادي لحاظ هم لویې اغیزې ولري.
د ترکي او لوېدیځو چارواکو سره لیدنه: د عربي هېوادونو سره د اړیکو سربیره، حکومتي چارواکو د ترکیې او لوېدیځو هېوادونو سره د سوریې د اړیکو د ښه کولو لپاره هم کار کړی دی. د لنډمهاله حکومت د مشر په توګه احمد الشرع له سعودي عربستان وروسته ترکیې ته سفر وکړ. همدارنګه، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر سفر، سوریې ته د امریکایي پلاوي او اروپايي ډیپلوماتانو سفر، د دغو هېوادونو له چارواکو سره ډیپلوماټیکې غونډې او خبرې اترې، په ځانګړې توګه د سوریې د امنیت، اقتصاد او بیارغونې په برخو کې به مثبتې اغیزې ولري. دا همکاري به سوریې ته دا توان ورکړي چې د خپلو زیربناوو د بیارغونې او د اقتصادي او ټولنیزو بحرانونو د حل لپاره مالي او تخنیکي سرچینې جذب کړي.
د لنډمهاله حکومت د ډیپلوماتیکو اقداماتو اغیزې
بې له شکه، په سوریه کې د موقت حکومت ډیپلوماټیک اقدامات دوه ډوله اغیزې لري، چې هر یو به یې په جلا توګه دلته بحث شي:
بهرنۍ اغیزې
لومړی- د اقتصادي او سوداګریزو اهدافو ترلاسه کول د لنډمهاله حکومت د بهرنیو سفرونو یو له مهمو اهدافو څخه د بهرنیو پانګونو راجلبول وي، کوم چې سوریې د کورنۍ جګړې پرمهال د خپلو ویجاړو شویو زیربناوو د بیارغونې لپاره سخته اړتیا درلوده. د تیلو بډایه خلیج هېوادونه لکه قطر او سعودي عربستان د هغو هېوادونو په ډله کې وو چې د سوریې د بیارغونې په پروژو کې پانګوونې ته لیواله وو. دا پانګونې به په عمده توګه په انرژۍ، صنعت او کرنې متمرکزې وي.
دوهم– د بندیزونو لرې کول او د بهرنۍ سوداګرۍ ښه کول، ځکه چې اقتصادي بندیزونه د هغو عواملو څخه وو چې د سوریې اقتصادي وضعیت یې نازک کړی و. چارواکي به د ډیپلوماټیکو سفرونو په ترسره کولو او د مختلفو هېوادونو د ملاتړ په ترلاسه کولو سره وکولی شي بندیزونه کم کړي او د سوریې د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره غوره شرایط برابر کړي. په اقتصادي پالیسیو کې دا بدلونونه به د هېواد د اقتصادي او سوداګریز وضعیت په ښه کولو کې ډیره مرسته وکړي.
دریم– د ډیپلوماټیک انزوا څخه خلاصیدل؛ یوه بله لویه ستونزه چې سوریه د بشارالاسد په وخت کې ورسره مخ وه، د نړۍ ټولنې څخه انزوا کېدل وو او نړۍ پر سوريې بنديزونه لګولي وو، د دې بندیزونو دلیل د بشریت پر ضد جرمونه او د سوریې د خلکو بې رحمه وژنه او ډله ییزه وژنه وه، چې د یو انقلاب په صورت کې یې د بشارالاسد د کورنۍ رژیم څخه د خپلو مشروع حقونو او آزادیو غوښتنه کوله، خو لنډمهاله حکومت، د خپلو ډیپلوماټیکو سفرونو او مختلفو بهرنیو ډلو سره د خبرو اترو له لارې، وښودله چې سوریه د سیمې او نړۍ سره د ښو اړیکو او مناسب تعامل په لټه کې ده.لکه څرنګه یې چې د سعودي عربستان او ترکیې سره د مالي او سیاسي ملاتړ د جلبولو لپاره وښوده همدارنګه د سوریې موقت حکومت هم هڅه کوي چې د ممکنه ترهګریزو فعالیتونو سره د مبارزې او ثبات او امنیت د رامنځته کولو لپاره نړیواله همکاري راجلب کړي.
کورنۍ اغېزې
د احمد الشرع په مشرۍ د موقت حکومت د بهرنۍ پالیسۍ د هڅو او لاسته راوړنو سره سره، سوریه لاهم د ډیرو کورنیو ننګونو سره مخ ده چې د بیارغونې پروسې او بهرنۍ پالیسۍ باندې اغیزه کوي. په هرصورت، که چیرې د بهرنۍ پالیسۍ اصول پلي شي، نو کورني وضعیت به هم په مثبت ډول اغیزمن شي.
۱- د اقتصادي وضعیت ښه والی او د زیربناوو بیارغونه: د بهرنیو پانګونو او نړیوالو مرستو په جذبولو سره، د سوریې اقتصادي وضعیت به د پام وړ ښه شي. دا اقتصادي بیا رغونه نه یوازې د بیکارۍ کچه راټیټولی شي، بلکې د نوي کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د ملي عاید په زیاتولو سره د عامه هوساینې د زیاتوالي لامل هم کیږي، کوم چې تل چارواکي د هغې په اهمیت باندې ټینګار کوي. برسېره پردې، د نړیوالو ملاتړ او بهرنۍ پانګونې راجلبولو سره، دا به ممکنه وي چې د کورنۍ جګړې پرمهال ویجاړې شوې زیربناوې بیا ورغول شي. په دې بیارغونه کې د ترانسپورتي سیسټمونو، د انرژۍ شبکو، روغتیا او تعلیمي مرکزونو بیارغونه شامله ده، چې د خلکو د ژوند کیفیت به ښه کړي او په لنډمهاله حکومت به د خلکو باور پیاوړی کړي.
۲- ثبات او امنیت: د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او له ترهګرۍ څخه د پاکو سیمو د جوړولو په برخه کې سیمه ییزه او نړیواله همکاري کولی شي په سوریه کې د امنیت او ثبات وضعیت په ښه کولو کې د پام وړ مرسته وکړي. دا اقدامات نه یوازې داخلي امنیت پیاوړی کوي، بلکې د دوامداره اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره هم لاره هواروي. د ثبات او امنیت ښه والی کولی شي د بیارغونې په پروژو کې د بهرنۍ پانګونې او نړیوالې ونډې د زیاتوالي لامل شي. سربیره پردې، د خوندي او باثباته سیمو رامنځته کول کولی شي هېواد ته د بې ځایه شویو خلکو او کډوالو بیرته راستنېدو کې مرسته وکړي، کوم چې به د سوریې په ټولنیز او اقتصادي بیارغونه کې مهم رول ولوبوي.
۳- د ډیپلوماټیکو اړیکو پیاوړتیا او د بندیزونو کمول: د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو ښه کول کولی شي تاوتریخوالی کم کړي او نړیواله همکاري زیاته کړي. دا، په خپل وار، کولی شي په سوریه کې داخلي سیاسي او ټولنیز وضعیت ښه کړي. د اړیکو د ښه کېدو سره، د سوریې پر وړاندې د نړیوالو بندیزونو د کمولو یا لرې کېدو امکان شته. د بندیزونو نرمول کولی شي په اقتصادي وضعیت کې ښه والی راولي او اړینو سرچینو او تجهیزاتو ته لاسرسی زیات کړي، کوم چې به د هېواد د بیارغونې او پراختیا په پروسه کې مهم رول ولوبوي. همدارنګه، د ډیپلوماتیکو اړیکو ښه کول کولی شي په سوریه کې د بشري او پرمختیایي پروژو کې د نړیوالو ګډون زیاتولو کې مرسته وکړي، چې په پایله کې به یې د خلکو د ژوند شرایط ښه شي او دولتي ادارې به پیاوړې شي.
د سوریې د بهرنۍ پالیسۍ ننګونې
۱- د بهرنیو ځواکونو شتون: په سوریه کې د بهرنیو ځواکونو شتون د لنډمهاله حکومت د واکمنۍ لپاره یو له سترو ننګونو څخه دی. په شمال ختیځ سوریه کې، په عمده توګه کرد سوریایي ډیموکراتیک ځواکونه (SDF) د متحده ایالاتو لخوا ملاتړ کیږي او په حقیقت کې د دې سیمو لویې برخې کنټرولوي. که څه هم لنډمهاله حکومت په دې وروستیو کې له دې ډلې سره یوې هوکړې ته رسیدلی، خو د دې ډلې لپاره د امریکا د ملاتړ په پام کې نیولو سره، دا ممکن په ځینو مواردو کې د سوریې بهرنۍ پالیسي په ځینو هیوادونو پورې محدوده کړي. همدارنګه، د هېواد په نورو برخو کې د روسیې د پوځي اډو شتون او په روسیه کې د سوریې د پخواني حکومت د تښتیدلي ولسمشر بشارالاسد شتون د سوریې په سیاسي وضعیت کې ډیرې پیچلتیاوې اضافه کړې دي. دا عوامل، په ځانګړې توګه د بشارالاسد د ملاتړو لخوا په ساحلي سیمو کې د لنډمهاله حکومت په وړاندې د وروستیو بغاوتي اقداماتو سره یوځای، د بهرنیو او داخلي ګواښونو په وړاندې د حکومت دریځ ننګولی دی. داسې وضعیت به د سوریې بهرنۍ پالیسي د بهرنیو قدرتونو او مختلفو ډلو تر اغیز لاندې راولي.
۲- نړیوال بندیزونه: د سوریې پر وړاندې پراخ نړیوال بندیزونه، چې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې زیات شوي، د لنډمهاله حکومت د بهرني سیاست لپاره یوه بله لویه ننګونه ده. دغو بندیزونو به نه یوازې پراخې اقتصادي ستونزې لکه انفلاسیون، بې کاري او د مالي سرچینو کمښت رامنځته کړی، بلکې د هېواد د بیارغونې پروسه یې هم په جدي توګه ځنډولې او د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو مخه یې نیولې ده. اوس مهال، د سوریې شاوخوا ۹۰ سلنه نفوس د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي،[8] او دا اقتصادي بحران د سوریې بهرنۍ پالیسۍ باندې سخته اغیزه کوي. بندیزونو نه یوازې په اقتصاد بلکې د لویدیځو هېوادونو سره د سوریې په ډیپلوماتیکو اړیکو هم سیوری اچولی دی، چې په نړیواله کچه د خپل دریځ د ښه کولو لپاره یې د هېواد وړتیا محدوده کړې ده.
۳- د کډوالو بحران: د کډوالو بحران د سوریې د بهرني سیاست سره یوه بله لویه ستونزه ده. د نړیوالو احصایو له مخې، له سوریې څخه له ۱۳ ميلیون څخه ډیر خلک بې ځایه شوي دي، چې له دې جملې څخه ۶.۲ ميلیونه یې له هېواده بهر ژوند کوي.[9] هېواد ته د دې کډوالو راستنیدل به یوازې هغه وخت ممکن وي کله چې باثباته امنیتي شرایط، کافي عامه خدمات او د زیربناوو بیارغونه چمتو شي. خو، د دوامداره بندیزونو، د مالي سرچینو نشتوالي او بې ثباته امنیتي شرایطو له امله، دا پروسه له لویو ننګونو سره مخ ده. اکثره بې ځایه شوي خلک، په ځانګړې توګه په ګاونډیو هېوادونو کې، د بریښنا، اوبو، روغتیا او تعلیم په څیر د اساسي خدماتو د نشتوالي له امله بیرته راستنیدو ته زړه نازړه دي. دا نه یوازې د بشري پلوه ستونزمنه ده، بلکې د سوریې پر نړیوالو او ډیپلوماتیکو اړیکو هم منفي اغیزه کوي.
۴- سیمه ییز کړکېچونه: سوریه د یوې کړکېچنې او حساسې سیمې په زړه کې موقعیت لري چې له ګاونډیو هېوادونو او سیمه ییزو قدرتونو سره یې پیچلې اړیکې رامنځته کړې دي. د ترکیې سره سرحدي تاوتریخوالی، په ځانګړې توګه په شمالي سیمو کې، چیرې چې د SDF ځواکونه کنټرول لري، یو له هغو مسلو څخه ده چې د سوریې بهرنۍ پالیسۍ یې اغیزمنه کړې ده. له بلې خوا، د سوریې په شمال ختیځ کې د امریکایي ځواکونو شتون، چې د کرد ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي، په دې سیمو کې تاوتریخوالی زیات کړی دی. همدارنګه، د سوریې په خاوره کې د اسراییلو پرله پسې بریدونه، چې د امنیتي ګواښونو په پلمه ترسره کیږي، په دوامداره توګه د سوریې ملي امنیت ته ګواښ پېښوي او د نورو هېوادونو سره د هېواد ډیپلوماټیکې اړیکې پیچلې کوي. د پوځي اغیزو سربیره، دا امنیتي ګواښونه د سوریې په ډیپلوماتیکو پالیسیو هم اغیزه کوي، چې دا هېواد د خپلو ملي ګټو سره سم د یوې منسجمې او خپلواکې پالیسۍ د غوره کولو څخه منع کوي.
پایله
که څه هم په سوریه کې د موقت حکومت له جوړېدو څخه نږدې درې میاشتې تېرې شوې دي او په دې لنډه موده کې دا حکومت توانېدلی چې په کورنیو او بهرنیو ډګرونو کې لاسته راوړنې ولري. د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې، د احمد الشرع په مشرۍ لنډمهاله حکومت د سوریې د نړیوالې انزوا د کمولو لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړي دي. په دې اقداماتو کې د ځینو عربي هېوادونو سره د اړیکو بیا رغونه، د هېواد د بیارغونې لپاره د نړیوال ملاتړ راجلبولو هڅه او د عربي او نړیوالو هېوادونو څخه د مالي او تخنیکي مرستو راجلبول شامل دي. که څه هم دا هڅې له ننګونو سره ملې وې، خو یو څه بریالۍ وې او ښیي چې لنډمهاله حکومتونه کولی شي د فعالو ډیپلوماتیکو پالیسیو په غوره کولو سره له نړیوالې انزوا څخه راووځي.
سربېره پردې، لنډمهاله حکومت کورني اصلاحات تعقیبوي، په ځانګړې توګه د بشري حقونو، ډیموکراسۍ او د یو ټول شموله حکومت د جوړولو په برخو کې چې د ټولو ډلو او اقلیتونو ګټې په پام کې ونیسي. لکه څنګه چې هغه په دمشق کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې په دې برخه کې د بنسټیزو پرمختګونو د څیړلو لپاره ملي ډیالوګ ترسره کړ. که څه هم په اوسنیو شرایطو کې د دې اهدافو ترلاسه کول له ننګونو سره مخ دي، خو د سوریې پر وړاندې نړیوال بندیزونه لا هم پر ځای دي او اکثرو هېوادونو، په ځانګړې توګه لویدیځو قدرتونو، تر اوسه په جدي او عملي توګه په سوریه کې د ډیموکراتیکو پلانونو ملاتړ نه دی کړی، خو دا لاره دوامداره هڅو او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري. له همدې امله، د سوریې د موقت حکومت لخوا د داخلي وضعیت او بهرنیو اړیکو د ښه کولو لپاره اخیستل شوي عملي ګامونه، که څه هم دوی یوازې خپل لومړني ګامونه پورته کوي، په خپل حق کې الهام بخښونکي کیدای شي.
وړاندیزونه
۱. د بهرني سیاست په برخه کې د ملي حاکمیت او خپلواکۍ د ساتلو لپاره، د سوريې حکومت اړتیا لري چې د بهرنیو ډلو سره تعاملات په سمه او ښه ډول اداره کړي.
۲. د سوريې په بهرنۍ پالیسۍ کې د پورته موخو ترلاسه کولو لپاره بايد د سوريې حکومت داخلي اختلافات حل او د يو او بل منلو زغم پېداکړي.
۳. د مناسبو شرایطو رامنځته کول، امنیت او ثبات تأمين او اړين خدمات چمتو کول د کډوالو د بیرته راستنیدو په هڅونه کې مهم رول لوبولی شي.
سرچینې
[1]. الجمهوریة العربیة السوریة وزارة الخارجیة والمغتربین، آخر الاخبار، 25/12/2024 ، لینک: https://mofaex.gov.sy
[2]. SANA: رئيس الجمهورية العربية السورية السيد أحمد الشرع في زيارته الأولى لجمهورية تركيا، 5/2/2025، لینک:
https://www.sana.sy/?p=2187893
[3]. العربیة: أحمد الشرع: السعودیة دولة أقلیمیة هامة جدا ولها تأثیر کبیر علی …، 14 دلو 1403 ش، لینک:
https://www.google.com/search?q=کلمة+احمد+الشرع+فی+السعودیة&client=opera&sca_esv=70cbd4fe6f2da0d0&udm=7&biw=1560&bih=759&ei=4DLIZ8z9J_SbwPAPxo21mAc&oq=کلمةاحمد+الشرع+فی+السعودیة&gs_lp=EhZnd3Mtd2l6LW1vZGVsZXNzLXZpZGVvIjHaqdmE2YXYqdin2K3ZhdivINin2YTYtNix2Lkg2YHbjCDYp9mE2LPYudmI2K_bjNipKgIIADIIECEYoAEYwwRIkTBQyAtYwBpwAngAkAEAmAHQAaAB_AaqAQUwLjQuMbgBAcgBAPgBAZgCBqACmwbCAgUQABjvBcICCBAAGIAEGKIEmAMAiAYBkgcFMi4yLjKgB8gR&sclient=gws-wiz-modeless-video#fpstate=ive&ip=1&vld=cid:2856a821,vid:3nAgLAvVlck,st:0
[4] . TR Arabic: الشيباني: سوريا لن تكون مصدر تهديد لأي دولة وأمن تركيا من أمننا، 16/01/2025 ، لینک:
https://arabic.rt.com/middle_east/1637508-الشيباني-سوريا-لن-تكون-مصدر-تهديد-لأي-دولة-وأمن-تركيا-من-أمننا/
[5] . الجزیرة: كلمة الرئيس السوري أحمد الشرع خلال مؤتمر الحوار الوطني في …، 25/2/2025، لینک:
https://www.aljazeera.net/news/2025/2/25/انطلاق-مؤتمر-الحوار-الوطني-في-سوريا
[6] . الجزیرة نت: محللون: اتفاق الشرع مع قسد یزید قوة سوریا و یعزز فرص نجاحها، 11/3/2025، لینک:
https://www.aljazeera.net/news/2025/3/11/محللون-اتفاق-الشرع-مع-قسد-يزيد-قوة
[7]. الجزیرة: الشرع أمام القمة العربية: السوريون مع الفلسطينيين من أجل التحرير والعدالة، 04/03/2025، لینک:
https://www.aljazeera.net/news/2025/3/4/الشرع-أمام-القمة-العربية-ما-يحدث-في-غزة
[8] . CNNبالعربیة: وقف طلبات اللجوء للسوریین بدول أروبیة…، 10/12/2024، لینک:
https://arabic.cnn.com/middle-east/article/2024/12/11/syria-refugee-idp-infographic
[9] . CNNبالعربیة: وقف طلبات اللجوء للسوریین بدول أروبیة…، 10/12/2024، لینک:
https://arabic.cnn.com/middle-east/article/2024/12/11/syria-refugee-idp-infographic