د افغانستان په اړه د روسیې فدراسیون دریځ؛ پر یوې مقالې تحلیلي تبصره

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د افغانستان په اړه د روسیې فدراسیون دریځ؛ پر یوې مقالې تحلیلي تبصره
  • د مقالې محتوا ته لنډه کتنه
  • د مقالې د محتوا تحلیل
  • د داسې مسلو په راپورته کولو کې د روسانو اهداف
  • پایله
  • وړاندیزونه
  • سرچیني

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

سرګي شویګو، د روسیې د ملي امنیت شورا سکرتر چې پخوا د دې هېواد د دفاع وزیر و او د روسیې له لوړو پوړو چارواکو شمېرل کیږي، هغه د ۲۰۲۵ز.کال د اګست په ۲۹مه چې د ۱۴۰۴ ه.ش کال د سنبلې له ۷مې سره سمون خوري د افغانستان په اړه “افغانستان: د ثبات په لور ننګونکې لار” په نوم یوه مقاله په روسیاسکایا گازیتا (Rossiyskaya Gazeta) ورځپاڼه کې خپره کړې د شویګو مقاله په څو اړخونو کې د پام وړ ده. لومړی، دا مقاله د روسیې د یو لوړ پوړي امنیتي چارواکي لخوا لیکل شوې او طبیعي ده چې د امنیتې دستګاه کلی او رسمي نظر او په عمومي توګه د افغانستان په اړه د کریملین  نظر منعکس کوي. دویم دا چې دا مقاله په یوه خورا معتبرې دولتي ورځپاڼه کې خپره شوې چې د روسیې د رسنیو په لیکه کې مهمه بلل کیږي او ددې مسلې اهمیت لا هم زیاتوي. دریم، دا مقاله په داسې وخت کې لیکل شوې چې روسیه لومړی او تر اوسه پورې یوازینی هېواد دی چې د مقالې له لیکلو څخه نږدې دوه میاشتې دمخه یې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپیژاند. د دریو ټکو په پام کې نیولو سره، لاندې پوښتنې راپورته کیدی شي: د شویګو ارزونې د افغانستان د حقیقي وضعیت په پرتله څومره دقیقې دي؟ او ولې د کریملین یو له خورا مهمو او لوړ پوړو چارواکو لخوا د افغانستان په اړه داسې یوه مقاله ولیکي چې امنیتي او تقریبا منفي محتوا ولري؟ او روسان د داسې فضا په رامنځته کولو سره د څه شي د ترلاسه کولو په هڅه کې دي؟

د مقالې محتوا ته لنډه کتنه

له هر څه د مخه، شویګو د خپلې مقالې په پیل کې دا جمله چې یقینا د افغانستان سره د لویدیځ د اړیکو په اړه د روسیې حکومت عمومي ارزونه منعکس کوي د خپل عمومي او اصلي نظر په توګه لیکلې: “د جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې ټول مسؤلیت باید د لویدیځو هېوادونو په غاړه وي.” مقاله بیا عموما درې اصلي ټکو ته اشاره کوي. لومړی ټکی روښانوی او مقاله کې ترې یادونه شوې ده هغه د ۲۰۲۱م کال اګست میاشت له افغانستانه د متحده ایالاتو د شرمناک او بی نظمه وتل وو کوم چې لیکوال په مقاله کې د “تېښتې” کلمه ورته کاروي. همدارنګه د مقالې په پیل کې لیکل شوي: (څلور کاله وروسته، د سویلي آسیا هېواد [افغانستان] څخه د نړۍ د یو له خورا پرمختللي، ځواکمن او ټیکنالوژیکي لښکرو د شرمناکې تېښتې حیرانونکي انځورونه لاهم زموږ په یادونو کې تازه دي. د سرتیرو غیر منظم او غیر پلان شوي وتل، چې د افغان ملکي وګړو په منځ کې د تلفاتو لامل شو، د افغانستان په جبهه کې د جو بایډن ادارې د پالیسۍ د ناکامۍ بشپړ مجسم و او همدارنګه د ډیموکراتیک دورې په جریان کې هغه ګډوډي چې د متحده ایالاتو بهرنۍ پالیسۍ باندې تسلط درلودل وو).  دا عبارت، د امریکا د  هغې پوځي الوتکې د انځور سره یوځای چې پر ځمکه حرکت کوي او د خلکو یوه لویه ګڼه ګوڼه یې شاوخوا ګرځي، هم مستند شوی دی. دا هم ویل کیدی شي چې د مقالې د خپرېدو وخت چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د څلورمې کلیزې په مناسبت خپره شوې هم یو تبلیغاتي اړخ لري او په ورته وخت کې، دې روسي چارواکي غوښتل چې یو ځل بیا د روسیې او نړۍ د عامه افکارو په ذهنونو کې د امریکا د ځواک قوت له منځه یوسي او له افغانستان څخه د هغه هېواد د وتلو یادونه وکړي.

د مقالې دوهمه موضوع د ۲۰۲۴م کال په نومبر میاشت کې کابل ته د هغه د سفر او د اسلامي امارت د پالیسیو په اړه یې د ارزونې یادونه ده. د شویګو په وینا، په کابل کې یو تفاهم شتون لري چې د سیاسي ښکیلتیا له لارې له نورو په ځانګړې توګه له روسیې سره رغنده تعامل کیدی شي او دا هم معلومه شوې چې د کابل چارواکي پوهیږي چې د اقتصادي پرمختګ او بهرنۍ پانګونې د راجلبولو لپاره د امنیت تامین یو پریکړه کونکی فکتور دی.

بله مهمه موضوع د مخدره توکو ده. د مخدره توکو په اړه لیکوال په افغانستان کې د مخدره توکو د کښت وده او پراختیا چې په ۱۹۸۰ یمه لسیزه پیل شوې وه څیړي او د ملګرو ملتونو په ګډون د نورو سرچینو د احصایو پر بنسټ یې تحلیلوي. د لیکوال په وینا: “په افغانستان کې د اپینو تولید د ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې تر ټولو لوی غیرقانوني اقتصادي فعالیت و، چې تر ۱۹۹۹م پورې یې د ۴،۵۶۵ ټنو (د نړۍ د اپینو ۷۰٪) ریکارډ ته ورسید. په ۲۰۰۰م کال کې، اسلامي امارت د کوکنارو کښت منع کړ او تولید یې په چټکۍ سره کم کړ (په ۲۰۰۱م کې ۱۸۵ ټنو ته).تر دې چې په ۲۰۰۱م کال کې د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو له پوځي برید وروسته، تولید بیا ۳،۴۰۰ ټنو ته لوړ شو او ټولو ولایتونو ته خپور شو. همدارنګه تولید د اوباما په دوره کې لوړ شو (په ۲۰۱۷م کې ۹،۰۰۰ ټنه)، چې د امریکا له شتون څخه مخکې ۴۳ ځله لوړه کچه ښایی او په عمومي توګه د ناټو ځواکونو لخوا کنټرول شوي سیمو کې ډیر و. وروسته له هغه چې اسلامي امارت په ۲۰۲۱م کال کې واک ترلاسه، یو ځل بیا یې مخدره توکو کښت او قاچاق منع کړ. چې په پایله کې، په ۲۰۲۳م کې د کوکنارو د کښت ساحه شاوخوا ۹۵٪ (زر هکتاره) کمه شوه او د اپینو تولید ۳۳۳ ټنو ته راټیټ شو.اوس۲۰ ولایتونه د کوکنارو له کښت څخه پاک دي او د مخدره توکو د قاچاق پر وړاندې منظم عملیات ترسره کیږي. همدارنګه د ۲۰۲۱م کال راهیسې د روسیې په بازار کې د نیول شویو هیرویینو په مقدار کې (له ۱.۴ ټنو څخه ۳۱۹ کیلوګرامه ته) د پام وړ کمښت لامل شوی دی.

که وکتل شي هغه څه چې پدې برخه کې ډیر روښانه شوي دي، هغه په افغانستان کې د امریکا د شتون په کلونو کې د مخدره توکو د کښت زیاتوالی ښایی. اوس دا برداشت کیدی شي چې لیکوال په ضمني ډول غواړي چې د امریکا د پالیسیو په توګه په افغانستان کې د مخدره توکو د کښت زیاتوالی، د دوو موخو لپاره وارزوي. لومړی د سوداګریزې موخې لپاره او دوهم د روسیې په څېر هېوادونو په وړاندې د وسلو په توګه. د مخدره توکو د موضوع په دوام، لیکوال یادونه کوي چې د اسلامي امارت لخوا د تریاکو د تولید کنټرول ترڅنګ، په افغانستان کې د مخدره توکو قاچاق له نویو ننګونو سره مخ شوی دی. د لیکوال په وینا، د تریاکو او د هغې د مشتقاتو پرځای، په افغانستان کې د “نایټازین” په څېر خورا قوي او ډیر وژونکو مصنوعي افیونو تولید په چټکۍ سره زیات شوی دی. پدې برخه کې، شویګو په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې په 2024 کې د متامفتامین نیولو کې 75٪ زیاتوالی په ګوته کوي، مګر یادونه کوي چې د دې موادو د تولید مرکز “طلایی مثلث” سیمې ته لیږدول کیږي، چېرې چې د تایلینډ، میانمار او لاوس د دریو هېوادونو پولې سره یوځای کیږي.

وروستۍ او ډېره مهمه موضوع چې شویګو ورته اشاره کړې ده هغه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون دی. شویګو، چې د مخدره توکو د تولید او ترهګرو ډلو ترمنځ په اړیکه باور لري لیکلي: “زموږ د ارزونې له مخې شاوخوا ۲۰ نړیوالې ترهګرې ډلې چې له ۲۳۰۰۰ څخه ډیر جنګیالي لري په افغانستان کې فعالې دي. داعش-خراسان (د داعش افغان څانګه) اصلي اندیښنه ده او د هېواد په ختیځ او شمال کې اډې لري. کابل د دې ډلو په وړاندې پوځي عملیات ترسره کوي، مګر د لویدیځ بندیزونو د دې مبارزې موثریت کم کړی دی. افغانستان ته د جنګیالیو لیږد، د سیمې د بې ثباته کولو او د روسیې، چین او ایران په پولو کې د ناامنۍ رامینځته کولو په هدف ترسره کیږي. چې د دې یقینی کولو لپاره دلیلونه شتون لري او د څو لویدیځو هېوادونو استخباراتي ادارې د دې کړنو تر شا دي. د روسیې، چین او ایران پولو ته نږدې ناامني د هغه افراطي ډلو لخوا رامنځ ته کیږي چې د اسلامي امارت سره دوښمنی لري. دا هم روښانه ده چې لویدیځ ځواکونه، چې د افغانستان په جبهه کې یې خپل ځایونه له لاسه ورکړي دي، پلان لري چې د ناټو نظامي زیربنا سیمې ته بیرته واستوي. سیمې ته د ناټو د بیرته راوستلو هڅه، چې د اسلامي امارت د نه پیژندلو رسمي اعلان سره سره کابل ته د پرله پسې ډیپلوماتیکو لیدنو سره مل وه. لویدیځ د شعارونو ترڅنګ په افغانستان کې د نفوذ د ساتلو لپاره هڅې کوي او له ترهګرۍ څخه د خپلو جیوپولیتیک سیالانو د فشارولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

د مقالې د محتوا تحلیل

هغه څه چې د روسیې د ملي امنیت شورا سکرتر سرګي شویګو د افغانستان په اړه لیکلي دي په هیڅ ډول د یو فرد شخصي نظر په توګه نشو ارزولی. د افغانستان په اړه په مقاله کې ذکر شوي ټول ټکي، د کرملین حتی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین عمومي نظر دی. په لومړي ګام کې، شویګو د افغانستان د بیارغونې ټول مسؤلیت د لویدیځو هېوادونو په اوږو اچوي چې دوه اصلي پیغامونه لري: لومړی، د روسیې په نظر، افغانستان د امریکایانو د لوړو لګښتونو سره سره چې دوه ټریلیون ډالر وو شل کاله وروسته هم پر یو ویجاړ هېواد تبدیل شو. دا پدې مانا ده چې متحده ایالات د افغانستان د بیارغونې په پلمه دې هېواد ته ننوتل، مګر د دوي د شل کلن شتون پایله د هېواد ویجاړتیا وه. دوهم پیغام دا دی چې د دې نظر په ویلو سره، روسانو د افغانستان د بیارغونې هیڅ مسؤلیت نه دی اخیستی او په راتلونکي کې به په افغانستان کې هر ډول ستونزې ورته ادرس(په افغانستان کې د آمریکا شتون) ته راجع کوي.

دوهمه موضوع چې شویګو ورته اشاره وکړه هغه د اسلامي امارت د تعامل پر بنسټ بهرنۍ پالیسي ده. د اسلامي امارت له  راتګ وروسته، د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي د نورو هېوادونو سره د مثبت تعامل د اصل پر بنسټ اعلان شوه او د هغې سره سم په عملي ډول هم ښکاره شوه. که څه هم ډیري هېوادونه پدې پوهیږي، لیکن دا چې دا مسله د روسیې په څېر هیواد د لوړ پوړي چارواکي لخوا اظهار کیږي کولی شي په نړیوالو سیاسي بحثونو کې د اسلامي امارت وقار لوړ کړي.

د مخدره توکو د وضعیت په اړه، د دې روسي چارواکي نظر تقریبا متضاد دی. له یوې خوا، هغه د کرنیزو درملو د کښت او تولید په برخه کې د اسلامي امارت د پالیسیو ستاینه کوي، خو له بلې خوا، هغه افغانستان د صنعتي مخدره توکو د تولید مرکز ګڼي. د هغه د استدلال اساس په ګاونډیو هېوادونو کې د صنعتي مخدره توکو د لوی مقدار نیول دي. لومړی، که اسلامي امارت د کرنیزو درملو کښت او تولید په کمولو کې بریالی شوی وي، نو بیا د صنعتي مخدره توکو د تولید په برخه کې څنګه ناکام شوی؟ یا که د شویګو هدف دا وي چې اسلامي امارت پخپله په داسې کار کې ښکیل دی، نو بیا هم د یو بام او دوه آسمانونو تضاد شته دی. له بلې خوا د شویګو استدلال هم د پوښتنې وړ دی. هغه دا چې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د صنعتي مخدره توکو د نیولو اندازه زیاته شوې ده دا نشي ښودلی چې تولید یې په افغانستان کې شوی دی. د افغانستان حقیقي واقعیت دا په ګوته کوي چې اسلامي امارت د هر ډول مخدره توکو د تولید سره مبارزه کوي چې دا حقیقت په عمل او د مستقیمو ساحوي مشاهدو له لارې لیدل کیدی شي. د هرې موضوع په پام کې نیولو پرته، د دې روسي چارواکي څرګندونې د هغو احصایو او راپورونو پر بنسټ دي چې هغه له غیر مستقیم سرچینو څخه ترلاسه کړي دي او دا ناممکنه نه ده چې وړاندې شوي احصایې د واقعیت منعکس کولو پرځای سیاسي اړخ ولري.

د ترهګرو ډلو د شتون په اړه، دې روسي چارواکي هماغه ادعا تکرار کړې چې د څو کلونو راهیسې د مختلفو سرچینو لخوا مطرح کیږي. له څو کلونو راهیسې، ډیري ادعا کوي چې په افغانستان کې له شلو څخه زیاتې ترهګرې ډلې شتون لري، مګر هیڅ یوې سرچینې پدې اړه کوم قوي شواهد نه دي وړاندې کړي. له بلې خوا، په دې څو کلونو کې د دې شلو ترهګرو ډلو څخه یوې هم د افغانستان دننه یا بهر هیڅ ډول محسوس فعالیت نه دی لیدل شوی (البته، د داعش مسله یوه جلا مسله ده، چې بحث به پرې وشي). نو پوښتنه چې راپورته کیږي دا ده چې دا شل ترهګرې ډلې په افغانستان کې څه کوي؟ آیا دوي یوازې خوراک او خوب کوي؟! حقیقت دا دی چې دا ادعاوې ټولې بې معنی دي او د یو عیني واقعیت منعکس کولو په پرځای تر ډیره سیاسي موخې لري. پاتې شوه د داعش مسله؛ داعش یوه نړیواله ډله ده چې نن ورځ په ډیري هېوادونو کې شتون لري او فعاله ده. په افغانستان کې، دې ډلې د تېر حکومت په وخت کې پراخه شتون او فعالیت درلود، مګر وروسته له هغه چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، د داعش پر وړاندې مبارزه په جدي توګه پیل شوه او د دې ډلې مرکزي هستې او تنظیمي مرکزونه له منځه لاړل. د دې عملي بېلګه همدارنګه، په وروستیو کلونو کې د داعش په بریدونو کې کمښت هم په افغانستان کې د دې ډلې د سخت کمزورتیا ښودنه کوي، چې البته دې روسي چارواکي هم تر یوې اندازې ملاتړ کړی دی. د شویګو په مقاله کې د ترهګرو ډلو په اړه یو مهم دلیل د لویدیځو هېوادونو ملامتي په ګوته کول دي. د شویګو په وینا، د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه د څو لاملونو لکه د لویدیځ بندیزونه او له بهر څخه افغانستان ته د جنګیالیو لیږلو پر اساس ډیره بریالۍ نه ده، د بندیزونو په اړه د شویګو نظر سم دی. لویدیځ بندیزونه نه یوازې د داعش پر وړاندې مبارزه اغیزمنه کړې، بلکې په افغانستان کې یې په ټولو سکتورونو هم اغیزه کړې ده. که څه هم لویدیځ د ترهګرو ډلو په روزنه کې ښکیل دی او دا استدلال چې اسلامي امارت د ترهګرو ډلو سره د مبارزې توان نشتوالی یادوي، د اسلامي امارت پر هغو هڅو سترګې پټول دي چې دې برخه کې یې ترسره کړې دي او دوي یا د افغانستان ځمکنې واقعیتونه له پامه غورځولي دي یا یې د پخوا په څېر غلطې محاسبې کړې دي.

د داسې مسلو په راپورته کولو کې د روسانو اهداف

د حقیقت یا مبالغې پرته، د شویګو لخوا روښانه شوي نظر د افغانستان په اړه د روسانو نظر سره ورته دی. مګر روسان د داسې مسلو په راپورته کولو کې څه غواړي؟ د روسانو لومړی هدف په افغانستان کې د لوېدیځ انځور خرابول دي. که څه هم لویدیځ په افغانستان کې د ستاینې وړ هیڅ شی نه دی ترلاسه کړی او په مسخره ډول له شلو کلونو جګړې وروسته له دې هېواده وتښتېدل لیکن دا تښته افغانستان هیرولو معنی نلري، بلکه دوي به د دې هېواد څخه په نورو لارو او نویو وسیلو سره کار واخلي تر دې چې دوي خپل اهداف ترلاسه کړي. که څه هم د روسانو لخوا پر لویدیځ نېوکې د توجیې وړ دي، لیکن روسان لدې نیوکو نه د افغانستان لپاره، بلکې شخصي ګټه پورته کول غواړي. دا پدې مانا ده چې د لویدیځ د ناکامیو او تخریب یادولو سره، روسان هڅه کوي چې په نورو سیمو کې لکه اوکراین کې خپل عملونه او کړنې کمې یا پټې کړي. د مخدره توکو د تولید او د شلو ترهګرو ډلو د شتون په ادعا سره د افغانستان وضعیت خطرناک ښودل، روسیه د منځنۍ آسیا تهدیدوي او د سیمې هېوادونه دې ته اړ باسي چې د مسکو په پوځي او استخباراتي ځواک کې پناه واخلي ترڅو د افغانستان له خطرونو څخه خلاص شي، او په دې توګه په منځنۍ آسیا کې خپل پوځي شتون توجیه کړي.

بله موخه چې د همدې مقالې په پای کې ورته شویګو اشاره کړې ده، هغه د افغانستان سره د مرستې لپاره د روسیې چمتووالي ته اشاره ده، روسیه غواړي امنیتي او استخباراتي همکارۍ په برخه کې د اسلامي امارت ډیر پام ځانته راواړوي. حتی د روسیې لخوا د اسلامي امارت په رسمیت پیژندل هغه امتیاز و چې روسیې اسلامي امارت ته د لا زیاتې همکارۍ د جلبولو لپاره ورکړ. سربیره پردې، شویګو د شانګهای سازمان کې د افغانستان د دریځ بیا رغولو یادونه هم کړېده، چې دا د روسیې د قوي لیوالتیا یوه بله نښه ده چې اسلامي امارت ځان ته نږدې کړي.

پایله

د روسیې د ملي امنیت شورا د سکرتر سرګي شویګو د مقالې بیاکتنه چې د افغانستان په اړه ده، ښيي چې هغه ځینې واقعیتونه په ګوته کړي او په جدي قضیو کې یې د صحنې جوړونې هڅه کړې ده، خو د هغه په تحلیل کې د صحنې جوړونې اړخ ډېر روښانه دی. دا څرګنده ده چې دغه روسي چارواکي په نړیواله، سیمه ییزه او افغاني کچه د روسیې د اهدافو په پام کې نیولو سره داسې صحنه جوړونه کړې ده. هغه څه چې روسان د دې صحنه جوړونې تر شا غواړي، هغه دا دي چې اسلامي امارت ځان ته نږدې کړي او تر ممکنه حده یې له لویدیځ څخه لرې کړي. حقیقت دا دی چې روسان د افغانستان اوسنی وضعیت د افغانستان له لویدیځ څخه د لرې کولو لپاره یو ډېر ښه فرصت ګڼي او لکه څنګه چې لیدل کېږي، د اسلامي امارت د ځان ته نږدې کولو او افغانستان له لویدیځ څخه لرې کولو لپاره له مختلفو تاکتیکونو څخه کار اخلي. که څه هم د روسانو له خوا دا ډول هیله د اسلامي امارت لپاره ډېره ښه فرصت دی او د روسیې د لویدیځ سیال په وړاندې د اسلامي امارت د معاملې ځواک زیاتوي، خو د ختیځ ځواک او لویدیځو ځواکونو ترمنځ د واټن ساتلو لپاره احتیاط اړین دی. اسلامي امارت باید د متوازن تعامل پر بنسټ د هوښیارانه دریځونو په غوره کولو سره، په افغانستان کې د ثبات او اقتصادي پرمختګ د رامنځته کولو لپاره له هر شته فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي.

وړاندیزونه

د پورته ذکر شوي مطلب محتوا او د دې حقیقت په پام کې نیولو سره چې د افغانستان په اړه د روسیې رسمي دریځونه په کې منعکس شوي دي، لاندې دوه وړاندیزونه کیدی شي:

  1. 1. د اسلامي امارت تبلیغاتي دستګاه باید د افغانستان د واقعیتونو په ښودلو او مستند کولو په ځانګړي توګه د مخدره توکو د کښت او تولید د منع کولو او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د نه شتون په برخه کې ډیره فعاله وي،
  2. 2. اسلامي امارت، د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د توازن ساتلو سره، باید د روسیې د ګټو په برخو کې د روسیې له وړتیاوو څخه اعظمي ګټه پورته کړي ترڅو د هېواد ګټې خوندي کړي.

سرچیني

[1]. Сергей Шойгу ,”Афганистан: тернистый путь к стабильности.” 29/08/2025. Available at:

https://rg.ru/2025/08/29/afganistan-ternistyj-put-k-stabilnosti.html

[1] . Ibid

[1]. Ibid

[1]. Ibid

د افغانستان په اړه د روسیې فدراسیون دریځ؛ پر یوې مقالې تحلیلي تبصره

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top