لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- هند ته د روسیې د ولسمشر ولادېمیرپوتین د سفر اهمیت
- ډهلي ته د پوتین سفر او د بهرني سیاست په برخه کې د هند ستراتېژیکه خپلواکي
- د روسیې لپاره هند ته د پوتین سفر
- پر افغانستان هند ته د پوتین د سفر اغېز
- پایله
- وړاندیزونه
- سرچیني
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
لکه څرنګه چې نړیوال سیاست د هېوادونو له لوري د اقتصادي بندیزونو د لګولو او پراخېدو، د انرژۍ د انرژۍ د بازار د بې ثباتۍ، د اقلیم بدلون، د ګمرکي تعرفو دلوړولو، د لویو قدرتونو نظامي جګړو او سیالیو له امله متزلزل شوی، دغه مهال د روسیې ولسمشر وېلادېمیرپوتین د روان کال د ډسمبر په څلورمه او پنځمه نېټه هندوستان ته سفر وکړ او ظاهره موخه یې د هند ـ روسیې په درویشتمه کلنۍ سرمشریزه کې ګډون کول وه.
هند ته د پوتین دغه سفر یو تشریفاتي او ډيپلوماتیک ګام نه، بلکې د نړیوالو ستراتېژیکو تحولاتو په رڼا کې د دغو دواړو هېوادونو اوږدمهاله مشارکت بیا تعریف کولو له امله د اهمیت وړ دی. دا سفر په داسې یوه حالت کې ترسره شو چې د اوکراین جګړې نړیوال امنیتي سازمانانونه متزلزل کړي، لوېدیځو هېوادونو پر روسیې پراخ اقتصادي او سیاسي بندیزونه لګولي، د اروپايي هېوادونو د انرژۍ سیاست بدل شوی او د ناټو بین المللي امنیتي ـ پوځي سازمان خپل رول لا پراخ کړی. له بلې خوا روسیه هڅه کوي چې د لویدیځ او اروپايي هېوادونو له مشارکت پرته اسیايي ـ اروپايي یا یورېشايي چوکاټ رامنځته کړي. چین په سیمه کې د اقتصادي او نظامي ځواک زیاتوالي هڅې ګړندۍ کړي او هند هم خپل سیمه ییز او نړیوال رول پراخوي؛ نو په سیمه کې دغو هڅو د سیمې امنیتي او سیاسي معادلو ته نوې بڼه ورکړې، هند هڅه کوي له واحد ځواکمن محور سره له بشپړ تړلتیا پرته له بېلابېلو نړیوالو قدرتونو سره متوازنې اړیکي وساتي او په ورته مهال روسیه هڅه کوي چې د لوېدیځ له د فشارونو سربېره په اسیا کې د ځان لپاره بدیل ستراتېژیک او اقتصادي فرصتونه ولټوی؛ دغې موخې ته په کتو یې له افغانستان د متحده ایالاتو له وتلو وروسته اسلامي امارت سره اړیکې بیاځلي تعریف کړي او د رسمیت پېژندنې مرحلې ته رسېدلی دی.
په همدې پیچلي سیمه ییز او نړیوال چاپيریال کې هند ته د پوتین سفر له امله پوښته دا رامنځته کېږي چې دغه مهال هند ته د پوتین سفر د دواړو هېوادونو لپاره څه اهمیت لري؟ د روسیې ـ هند پیاوړې اړیکې پر اسلامي امارت کومې اغېزې لري؟دا مقاله د همدې اساسي پوښتنو د تحلیلي څېړنې هڅه کوي او د دې سفر سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړخونه به په ژوره توګه وڅېړي.
ډهلي ته د پوتین سفر او د بهرني سیاست په برخه کې د هند ستراتېژیکه خپلواکي
د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین د تېرې پنج شنبې په ماښام د دوه ورځني دولتي سفر په موخه ډهلي ته تللي وو، دغه سفر د هند د لومړي وزیر نرېندا مودي په بلنه ترتیب شوی وه او دا د اوکراین جګړې له پیل راهیسې هند ته د پوتین لومړی سفر ګڼل کېږي، دغه سفر د دواړو هېوادونو د ستراتېژیکې ملګرتیا د ۲۵ کلیزې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲۳ دوه اړخیزې سرمشریزې کې د ګډون کولو په موخه ترسره کېږي.[1] له پوتین سره په دې سفر کې د دې هېواد مهم لومړپوړي چارواکي لکه د دفاع وزیر اندري بېلوسوف، د مالیې وزیر انتون سیلوانوف، د کرنې وزیر اوکسنالوټ، د اقتصادي پراختیا وزیر ماکسیم ریشتنیکوف، د روغتیا وزیر میخایل موراشکوف، د کورنیو چارو وزیر، ولادېمیرکولوکولټسف او د ټرانسپورټ وزیر رومان نیکیتین ملګري وو.[2] د پوتین د هرکلي لپاره د هند لومړی وزیر نریندرا مودي هوايي ډګر ته راغلی وو.[3] نوموړي په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي وو (هند ته د خپل ملګري، ولسمشر پوتین په هرکلي خوښ یم. هیله لرم چې دغه ماښام او سبا زموږ خبرې اترې ګټورې وي. د هند ـ روسیې دوستي یوه اوږمهاله ملګرتیا ده چې زموږ خلکو ته یې ډېرې ګټې رسولي دي.[4]
کله چې هند په ۱۹۴۷ز.کال له برېتانیا څخه خپلواکي ترلاسه کړه، هڅه یې کړې چې له هیڅ ستر ځواک سره په رسمي او سازماني اتحادونو کې تړل شوی نه وي، دغه هېواد د سړې جګړې په اوږدو کې د بې پلوه هېوادونو په لیکو کې ځان ځای کړ؛ خو په حقیقت کې د ۱۹۶۰ز.کالونو را هیسې شوروي ته یې نږدې کېدل پیل کړل، د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته هند له متحده ایالاتو سره ستراتیژیکې او پوځي اړیکې ژورې کړې، پداسې حال کې چې له روسیې سره یې خپلې دوستانه اړیکه هم وپاللې.خو د روسیې ـ اوکراین جګړې پیل دا توازن ننګولی دی او د پوتین سفر څرګندوي چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پلان لري چې د نوي ډیلي سیالې اړیکې په متوازن ډول اداره کړي، پرته له دې چې کومه له هغوی قرباني کړي.[5]
د روسیې ـ اوکراین جګړې له امله چې پر اساس یې ناټو ختیځ ته مخه ډېره کړې؛ ځکه چې دوی فکر کوي چې روسیه د اروپا لپاره ستر ګواښ رامنځته کوي، اروپايي اتحادیه چې پخوا په پراخه کچه پر روسي ګازو تکیه کوله، په دې برخه کې یې خبل واردات کم کړي او ژمنه یې کړې چې په دې برخه کې به پر روسیې تکیه کول لمنځه یوسي؛ پر همدې اساس مسکو ختیځو بازارونو ته مخه کړې ده ترڅو په دې سیمه کې د پانګونې او ان د یو شمېر نویو حکومتونو لکه په افغانستان کې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې له لارې دغه زیان جبران کړي. د نورو هېوادونو ترڅنګ هند په دې برخه کې د روسیې لپاره ښه فرصت رامنځته کوي؛ ځکه چې دغه هېواد له یوې خوا په اسیا کې موقعیت لري، د انرژې اړتیاوې لري، له سیاسي اړخه د شانګهای د همکاریو سازمان او برېکس ډلې د بحثونو مهم لوبغاړی ګڼل کېږي. دې هېواد د دفاع او انرژۍ په برخه کې له روسیې سره خپل تړاو ساتلی او پیاوړی کړی دی. د اوکراین د جګړې د پیل پر مهال او وروسته، نوي ډیلي د کورني تورم د کمولو او د انرژۍ د امنیت د خوندي کولو لپاره د روسیې پر ارزانه خامو تیلو تکیه زیاته کړې، سره له دې چې له دې جګړې سره یې خپله ناراحتي څرګنده کړې او بیا بیا یې د ملګرو ملتونو منشور او د جغرافیاوي حاکمیت اصولو پر اساس د سوله ییز حل یاد کړی دی.[6] له دې څخه د هند موخه داده چې له یوې خوا د روسیې ـ اوکراین جګړې په اړه روسیه خفه نه کړي او له بله لوري د متحده ایالاتو د خفګان لامل ونه ګرځي؛ ځکه چې هند له متحده ایالاتو سره په بېلابېلو برخو کې پیاوړې اړیکې لري او نه غواړي دغه اړیکې یې له ستونزو سره مخ شي. هند په دې برخه کې خپله ستراتېژیکه خپلواکي څرګنده کړې او په دې برخه کې یې مقاومت کړی چې کوم لوري وټاکي. په دې سره یې ثابته کړې چې هند حق لري له ټولو قدرتونو سره په داسې شرایطو کې اړیکې ولري چې امنیت او ډیپلوماتیک موقف یې پیاوړی او خوندي وي.
د هند نظامي اړتیاوې: هند د خپل امنیتي چاپېریال په برخه کې په ځانګړې توګه د هند ـ پاکستان کړکیچ له امله ځان نا امنه احساسوي، په همدې موخه اړ دی ترڅو د روسیې پرمختللې وسلې ترلاسه کړي. کله چې د ۲۰۲۵ز.کال د پاهلګام ترهګریز برید له امله په پاکستان کې د هند له لوري د سندور عملیات ترسره شوه او په دې عملیاتو کې هند د روسیې دغه مزایلونه و ازمایل او خپلو نیمګړتیاوې یې په نښه کړې؛ نو پر همدې اساس هڅه کوي له روسیې څخه پرمختللې او په عصري تکنالوژۍ سنبالې نظامي وسلې او مهمات ترلاسه کړي؛ نو روسیه چې له وړاندې د دا ډول یوه مارکېټ په لټه کې دی دې هېواد سره ښې اړیکې پالي. له بله لوري له روسیې سره د هند اړیکې د بازدارنده ګۍ په برخه کې هم هند ته اهمیت لري؛ د سندور عملیاتو پر مهال هند پاکستان ته یو سګنال هم ورکړی چې نه یواځې داچې پر پاکستان د پوځي ځواک کارونې توان لري بلکې په سیمه کې یو شمېر امنیتي شریکان لري چې د پاکستان پر وړاندې د هند دریځ جدي ګڼي. د یادونې وړ دی چې هند له روسیې څخه جنګي الوتکې، مزایلونه، هوايي دفاع او نور مهم نظامي تجهیزات واردوي.[7]
د هند اقتصادي او سوداګریزې اړتیاوې: لکه څرنګه د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تعرفو جګړه پیل کړې؛ نو هند اړ دی چې خپلو صادراتو لپاره بدیل مارکېټونه پیدا کړي؛ د هند د سوداګرۍ وزیر، پیوش ګویل، ویلي چې نوي ډهلی غواړي روسیې ته خپل صادرات پراخ او متنوع ورکړي.د موټرو، برېښنایي توکو، د معلوماتو د پروسس وسایلو، ماشینونو، صنعتي پرزو او خوراکي توکو پلور زیاتول د نوي ډهلي له مهمو اهدافو څخه دي. ښاغلي ګویل زیاته کړې “روسیه د صنعتي توکو او مصرفي محصولاتو لپاره ستره تقاضا لري، چې د هندي کاروبارونو لپاره ګڼ، نه کارول شوي فرصتونه برابروي.”[8] په داسې یوه مهال کې چې تازه د امریکا متحده ایالاتو له لوري پر هندي مالونو تعرفې لګول شوي، د پوتین دغه سفر د هند دسوداګرۍ متنوع کولو لپاره پراخ فرصت برابروي؛ د روسیې موخه هم داده چې له هند سره سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړي؛ ان تر دې چې دغه هېوادونه غواړي د روسیې ـ ایران ـ هند او روسیې – افغانستان ـ هند په مثلثونو سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړي، دغه اقدام د روسیې د یورېشیایي کولو سیاست او اقتصادي ادغام څخه هم سرچینه اخلي، چېرې چې دغه هېواد غواړي، یوریشیا (اروپايي-آسیایي لویه وچه) یوه ګډه قارهییزه فضا وګرځوي چې پکې سوله، ثبات، متقابل باور، پراختیا او هوساینه حاکمه وي.
د روسیې لپاره هند ته د پوتین سفر
هند ته د روسیې د ولمشر ولادېمیرپوتین سفرد دواړو هېوادونو تر منځ د اوږدمهاله ستراتیژیکو اړیکو په چوکاټ کې ځانګړی اهمیت لري. دغه سفر د دفاع او انرژۍ په برخو کې د همکارۍ د پراختیا او ساتلو لپاره فرصت برابروي او روسیه ته اجازه ورکوي چې په هند کې خپل بازار وساتي او د تیلو او انرژۍ صادرات تضمین کړي. په ورته وخت کې، دا سفر د BRICS او نورو څو اړخیزو فورمونو له لارې د دې هېواد ملاتړ ترلاسه کولو زمینه برابروي او د هند د ستراتیژیکې خپلواکۍ پر بنسټ د ملګرتیا اهمیت زیاتوي. د روسیې اوکراین جګړې له امله په روسیه کې د کارګرو خلاوې رامنځته شوي دي؛ روسیه هڅه کوي چې دغه خلاوې د هندي ګارګرو په مرسته حل کړي. د دفاعي او انرژۍ په برخه کې د همکارۍ ترڅنګ روسیې ته د هندي ګارګرو استول هم د دې سفر په اجنډا کې شامل وو. د روسیې د کار وزارت د وړاندوینې له مخې، تمه کېږي چې دغه هېواد تر ۲۰۳۰ز.کال پورې د ۳،۱ میلیون کارګرانو له کمښت سره مخ شي.[9] هندي کارګران چې په نړۍ کې د تخصص له امله نوم لري کولای شي دغه خلاوې ډکې کړی؛ نو ځکه روسیه غواړي د خپل د کار بازار دروازه د هند لپاره پرانېزي او هڅه کوي د کارګرانو دودیزه او سنتي عرضه چې د مرکزي اسیا له لوري دغه هېواد ته ترسره کېده او ډیری یې غیرتخصصي وه، هند ته بدله کړي. دغه ډول کډوالی نه یواځې داچې د کډوالو پر ژوند مستقیمه مثبته اغېزه کوي، بلکې د هند ـ روسیې اړیکې هم پیاوړې کوي.
دغه سفر څرګندوي چې د چین ـ پاکستان ستراتېژیک محور په اړه د هند اندېښنې د روسیې له لوري جدي نیول کېږي، دغه سفر نه یواځې د لویدیځو فشارونو او د هغوی د اغېزو لپاره اهمیت لري، بلکې د روسیې د ټکنالوژۍ او دفاعي تولیداتو لپاره د دوامداریو همکاریو فرصت پیاوړی کوي او هند د یوه خپلواک مارکېټ په توګه دغه هېواد ته تثبیتیږي، سربېره پر دې په ملي کچه هند ته د پوتین سفر هم د اهمیت وړ دی او د خپل دریځ د پیاوړتیا او خپلو خلکو ته د روسیې او هند د اړیکو پیاوړتیا د هغو منفي تبلیغاتو پر وړاندې سپر په توګه کاروي چې لویدیځ هېوادونه یې د روسیې په اړه منفي تبلیغات کوي.
همدارنګه د دې سفر پراساس سیمه ییزو بازارونو ته اوږدمهاله لاسرسی ولري او په اسیا کې خپل اقتصادي او سیاسي نفوذ پیاوړی کړي؛ دغه سفر نه یواځې د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا بلکې د نړیوال سیاست او اقتصادي ډګر په ستراتېژیکو محورونو کې د روسیې نفوذ پراخوي.
پر افغانستان هند ته د پوتین د سفر اغېز
داچې اوسمهال د افغانستان اسلامي امارت د روسیې له لوري په رسمیت پېژندل شوی او دغه هېواد په سیمه ییز او نړیوال سټېج کې پراخ باور لري له بلې خوا هند هم د تاریخ په اوږدو کې د روسیې له زاویې افغانستان ته کتلي؛ نو دغه سفر د افغانستان لپاره له سیاسي او اقتصادي اړخه د اهمیت وړ دی. د سیاسي نقطې له نظره روسیه په سیمه د هند یو ستراتېژیک او باوري ملګری هېواد دی؛ کله چې نوموړي له انډیا ټوډي سره د افغانستان په اړه وویل( اسلامي امارت په افغانستان بشپړ کنټرول لري او رهبران یې توانېدلي چې د ترهګرۍ او مخدره توکو په برخه کې د مبارزې په برخه کې بریالي شوي دي او دا یو حقیقت دی چې باید ومنل شي).[10] په هند کې د پوتین له لوري له یوې داسې رسنۍ سره چې نه یواځې په هند بلکې په نورو هېوادونو کې لیدونکی او اورېدونکی لري د نړۍ د یوه رهبر له لوري د اسلامي امارت د پیاوړتیا غږ پورته کول؛ نه یواځې په هند کې د اسلامي امارت په محبوبیت بلکې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د اسلامي امارت باور پیاوړی کوي او د هند ترڅنګ نور هېوادونو هڅوي چې له افغانستان سره خپل تعاملات پراخ او په رسمیت یې وپېژني. که په دې برخه کې د پاکستان فکټور ته هم اشاره وشي بده به نه وي؛ ځکه چې دغه هېواد په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان په اړه پراخ منفي تبلیغات کوي؛ نو داچې روسیه په سیمه او نړۍ کې ډیری باوري شریکان او ملاتړي هېوادونه لري؛ نو د اسلامي امارت په اړه د دې هېواد د ولسمشر مثبتې ویناوې د د افغانستان په اړه د پاکستان منفي څرګندونې نفې کوي او هېوادونه د پاکستان په نسبت د روسیې دریځ ته لومړیتوب ورکوي.
له اقتصادي اړخه که د هند او روسیې اړیکې څومره پراخېږي؛ نو پر افغانستان مثبتې اغېزې کوي. که روسیه او هند د مرکزي اسیا او چابهار بندر له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه کوي؛ نو د افغانستان له خاورې به ګټه اخلي؛ نو افغانستان به د ترانزېټ په برخه پراخو ګټو ترلاسه کولو سربېره ان په امنیتي او سیاسي برخو کې د دې هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي؛ ځکه چې له امنیت او سیاسي ثبات پرته نور هېوادونه نه شي کولای چې د افغانستان خاوره وکاروي؛ نو لېرې نه دی چې ان په امنیتي او سیاسي برخه کې دغه دوه هېوادونه د افغانستان اسلامي امارت ملاتړ وکړي.
پایله
هند ته د پوتین سفر د نړیوالو ستراتېژیکو بدلونونو په حساس پړاو کې ترسره شو، چې په کې د اوکراین جګړې، د لوېدیځو بندیزونو، د انرژۍ د نړیوال بازار بدلونونو، د ناټو پراختیا، او د یورېشیا نوې سیاسي معادلې شاملې دي. دغه سفر د هند او روسیې ترمنځ د اوږدمهاله ستراتېژیکو اړیکو د بیا ټینګښت لپاره مهم فرصت رامنځته کړ او څرګنده یې کړه چې دواړه هېوادونه د فشارونو او کړکېچونو په منځ کې د خپلواکو، متوازنو او دوه اړخیزو همکاریو د پاللو او پیاوړتیا اراده لري. هند د خپلې ستراتېژیکې خپلواکۍ په ټینګښت سره وکړای شول چې هم له متحده ایالاتو سره اړیکې خرابې نه کړي او هم له روسیې سره خپلې تاریخي اړیکې وساتي.له بل اړخه، روسیه چې د لوېدیځ هېوادونو په ځانګړې تو ګه د امریکا متحده ایالاتو له پراخو بندیزونو سره مخ ده، د اسیا په ځانګړې توګه د هند په مارکېټونو او سیاسي ملاتړ نوې تکیه کوي. دفاعي، اقتصادي، انرژيکي او کاري ځواک په څلورو برخو کې هند د روسیې لپاره مهم شریک ثابتېږي. دغه سفر د دې څرګندونه کوي چې روسیه غواړي په اسیا کې یو نوی ستراتېژیک محور جوړ کړي او هند په دغه محور کې د مرکزي لوبغاړي حیثیت ولري.د افغانستان له اړخه هم د پوتین دا سفر مثبت بعد لري؛ ځکه چې روسیې د اسلامي امارت په اړه مثبت دریځ څرګند کړی او هند د روسیې له لیدلوري د افغانستان پر اهمیت پوهېږي. د روسیې ـ هند د اقتصادي دهلېزونو پراختیا، د چابهار او مرکزي اسیا له لارې زیاتېدونکې سوداګري، د افغانستان لپاره د ترانزیټ، سیاسي ثبات او سیمه ییز باور په برخه کې فرصتونه زیاتوي.
وړاندیزونه
د دې تحلیل په وروستۍ برخه کې لاندې وړاندیزونه کوم.
۱ـ د افغانستان اسلامي امارت ته سپارښتنه کېږي چې د روسیې له مثبت دریځ څخه د نړیوال مشروعیت د پیاوړتیا لپاره استفاده وکړي او په ورته وخت کې له هند سره د اړیکو پراختیا لپاره د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو اجنډا فعاله کړي، څو د چابهار، مرکزي اسیا او یورېشیا دهلېزونو په اقتصادي بهیر کې برخه واخلي.
۲ـ هند، روسیه او افغانستان د ترانزیټي او اقتصادي پروژو لپاره ګډ امنیتي میکانیزمونه رامنځته کړي، ځکه چې سیمه ییزې اقتصادي پروژې یوازې د دوامدار امنیت او سیاسي ثبات په شتون کې بریالۍ کېدای شي.
۳ ـ د افغانستان اسلامي امارت د د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له خپلو سیمه ییزو شریکانو په ځانګړې توګه له روسیې او هند سره امنیتي همکارۍ زیاته کړي؛ ترڅو د دې هېوادونو د باور دزیاتېدو پر اساس د سیمې او نړئ را جلب او هم به د پاکستان د منفي تبلیغاتو او فعالیتونو پر وړاندې بازدارنده ګي هم ترلاسه کړي.
سرچیني
[1] India Today, available at:
[2] Ibid.
[3] The New York times, available at:
[4] Narendra Modi, tweeter, available at:
[5] Putin visits India amid Ukraine peace push: What’s on the agenda? Aljazeera, available at:
[6] Dr. Maheep, Putin’s visit to Delhi opens a new chapter of collaborations, European times, available at:
[7] Dr. Maheep, Ibid.
[8] ABC News, What does Vladimir Putin want from his state visit to India and his meeting with Narendra Modi? Available at: What does Vladimir Putin want from his state visit to India and his meeting with Narendra Modi? – ABC News
[9] Aljazeera, Ibid.
[10] طلورع نیوز، پوتین: امارت اسلامی کنترل اوضاع افغانستان را در دست دارد، دسترسی انلین: پوتین: امارت اسلامی کنترل اوضاع افغانستان را در دست دارد | طلوعنیوز
