ناڅاپي بدلون: څرنګه د پاکستان ناسمو اقداماتو د کابل دروازه د هند پرمخ پرانېسته

لیکوالان: څېړنوال عبدالخالق فردوس او ډاکټر ‌ډیویا مالهوترا

کلیدي ټکي!

۱. پر افغانستان د پاکستان وروستي هوايي بریدونه د دې لامل شوي چې دواړه هېوادونه له سرحدي نښتو څخه په بشپړه توګه دوه اړخیزې جګړې ته ورسېږي. دغې جګړې نه یواځې د طالبانو خپلمنځي یووالي بلکې د بهرني تیري پر وړاندې یې د ټولو افغانانو اتحاد پیاوړی کړ، دغه اتحاد د پاکستان او افغانستان د وروستۍ جګړې پر مهال ټولو افغانانو په لاریونونو کې څرګند کړی او د رسنیو پر اساس په ډاګه شوی دی.

۲. هند ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سفر او په کابل کې د هند د سفارت پرانېستل د ډهلي له لوري د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو نښه ګڼل کېږي. د سیمې ډیری هېوادونه چې پخوا له اسلامي امارت سره د ښکیلتیا په اړه زړه نازړه وو، ممکن د “پرته له صریحې رسمیت پیژندنې او تعامل” لاره خپله کړي.

۳. د کشمیر په مسله کې د اسلامي امارت بې طرفي او د پهلګام بریدونو غندنه هند ته ډاډ ورکړی دی، چې د امارت بهرنۍ پالیسي له ایډیالوژیکي اړخ څخه د تعامل لور ته د بدلون نښه ده.

۴. د کابل لخوا په راتلونکي کې هند ته د دفاعي همکاریو لیوالتیا ښودلو سره، ایا ډهلي به د خپلې همکارۍ په برخه کې د نرم ځواک څخه سخت ځواک ته لاړ شي؟

سریزه: د روان کال د اکټوبر میاشتې پر نهمه نېټه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د یوې اونۍ اوږد سفر لپاره د هند پلازمینې ډهلي ته لاړ. د هغه لومړۍ رسمي لیدنه یوه ساده ډیپلوماټیکې نښه نه بلکې د اسلامي امارت سره د هند د اړیکو د بیا رغونې یوه لویه نښه ګڼل کېږي. د هغه د سفر وروسته، ډهلي پریکړه وکړه چې د اکټوبر میاشت په ۲۲مه په کابل کې د هند تخنیکي ماموریت بشپړ سفارت کچې ته لوړ کړي، که څه هم دې هېواد په صریحه توګه اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ۲۰۲۱ز.کال د اګسټ په نیمایي کې، کله چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه له نږدې دوو لسیزو وروسته له افغانستان څخه ووتل، پاکستان هڅه وکړه چې ځان د اسلامي امارت د لومړني ملاتړي په توګه وپېژني. د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان په چټکۍ سره د اسلامي امارت ملاتړ او ستاینه وکړه. د سپټمبر میاشت پر ۵مه نېټه د هغه وخت د آی ایس آی مشر فیض حمید کابل ته د لوړ پوړي پلاوي مشري وکړه. د هغه مشهور عکس چې په افغانستان کې یې د چای پیاله په لاس کې نیولې وه، د پاکستان د ډېر اعتماد څرګندونه کوله، په داسې حال کې چې دغه مهال هند ډېر اندېښمن وو. څلور کاله وروسته، وضعیت په بشپړ ډول برعکس شو، پورته دواړه یاد شوي اشخاص اوس په زندانونو کې دي، او پاکستان او افغانستان د بشپړې جګړې په څنډه ولاړ دي!

د افغانستان او پاکستان د اړیکو ترینګلتیا:

د ملاتړ سربېره اسلام آباد هیله درلوده چې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي او پر اساس د دوی په وینا د پاکستان ضد عناصر چې په افغان خاوره کې فعالیت کوي اداره کړي. خو د دواړو لوریو اړیکې سره ترینګلې شوې او له ۲۰۲۲ز.کال راهیسې یې ترمنځ اختلافات رامنځته شول. په عمومي توګه د ۲۶۴۰ کیلومتره ډیورنډ فرضي کرښه د لسیزو راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د شخړې مرکز دی، ځکه چې هیڅکله دا کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د قانوني نړیوالې پولې په توګه نه ده منلې. سربیره پردې، پاکستان اسلامي امارت د ټي ټي پي غړو ته پاکستان کې وسله واله مبارزه  کوي، د پناه ورکونې په تور متهموي.

په کابل، خوست، جلال آباد او پکتیکا کې د پاکستان وروستي یو اړخیز هوايي بریدونه د افغانستان د حاکمیت نقض ګڼل کېږي. د اسلامي امارت د دفاع وزارت دا بریدونه د دوه اړخیزو اړیکو په تاریخ کې “بې ساری او له تاوتریخوالي ډک” بللی. پخواني افغان مشرانو لکه عبدالله عبدالله او حامد کرزي دا بریدونه د نړیوالو قوانینو د ښکاره سرغړونې په توګه وغندل. سربېره پر دې ډیري افغانانو لاریونونه او مظاهرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې که پاکستان دا ډول یرغلونو ته دوام ورکړي، نو دوي به یې په وړاندې هماغسې راپورته شي لکه څنګه چې یې د شوروي او امریکا یرغلونو پر وړاندې مبارزه او مقاومت وکړ. د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې د اسلامي امارت له مجاهدینو ، عامه خلکو  او رسنیو چې د پاکستان پر وړاندې یې متحدې جبهه رامنځته کړې وه، مننه وکړه.

د هند او افغانستان اړیکې: بریدونه، اقتصاد او کشمیر

د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ روانو شخړو د ډهلي لپاره د ستراتیژیک فرصت یوه کړکۍ پرانېستله. د ۲۰۲۱ ز.کال څخه مخکې، ډهلي د افغانستان د زیربناوو په پراختیا کې ډیره پانګونه کړې ده. دغه مهال د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکو او سوداګرۍ وده وکړه. ډهلي د خپل نرم ځواک له لارې په افغانستان پراخ محبوبیت پیداکړ. په هرصورت، د اسلامي امارت بیا واکمنۍ په پیل کې هند فکر کاوه چې دوی ته به ګواښ رامنځته شي. هند فکر کاوه چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې، پاکستان د افغانستان له خاورې څخه د کشمیر دننه د وسله والو د روزنې او فشار لپاره کار اخیسته. سربېره پر دې یې په ۱۹۹۹ کال کې کندهار ته د هندي هوايي شرکت د الوتکې IC-814 تښتول هم نه وه هېر کړي. دا چې هند نشي کولای چې د دې پېښتو تکرار وزغمي نو ځکه د اسلامي امارت له لوري هند ته د دوستۍ دا وړاندیز د ډهلي لپاره نادر ستراتېژیک فرصت دی.

د جمهوریت په دوره کې (۲۰۰۴-۲۰۲۱ز.کال پورې)هند د زرګونو بورسونو له لارې افغان زده کونکي وروزل، پر دې اساس یې په افغانستان کې خپل کلتوري او تعلیمي نفوذ پراخ کړ. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر وروستي ډیپلوماتیک سفر په اوږدو کې، نوي ډیلي د دیوبند دارالعلوم دروازې د اسلامي امارت مشرانو ته پرانیستې، هغه ځای چې له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان لخوا انحصار شوی و. دا سمبولیک حرکت ډهلي ته اجازه ورکوي چې نه یوازې د طالبانو په مشرۍ افغانستان کې خپل تمدني او کلتوري اړیکې وساتي بلکې په سیمه کې  په یو شمېر جریانونو باندې خاموش نفوذ هم ولري.

د طالبانو د دوهمې دورې په مشرۍ نوی افغانستان د ایډیالوژیکي سمون پر ځای د اقتصادي پرمختیا په لټه کې دی. د کلونو بندیزونو، د مرستو بندېدو او د افغانستان د زیرمو کنګل کېدو د دې هېواد پر اقتصاد منفي اغېزې کړي دي او نوې پانګونې او بدیلو سوداګریزو شریکانو او لارو ته اړتیا لري.

تر دې دمه، پاکستان د افغانستان ترټولو لوی سوداګریز شریک ګڼل کېږي، چې د خپلو صادراتو ډیري دې هېواد ته استوي. په ډیري مواردو کې، پاکستان د سوداګرۍ جریان ګډوډولو او وارداتو او صادراتو بندولو لپاره پولې د افغانستان پر وړاندې تړلي دي او دې کړنې سوداګرو ته درانه زیانونه اړولي او په بازار کې د عرضې د کمښت له امله د خوراکي توکو انفلاسیون زیاتوي. اوسني کړکیچونه د پاکستان سره د ټولو پولو تړلو لامل شوي، چې د افغانستان اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتوي. لکه څنګه چې افغانستان سیمه ایزو او نړیوالو بازارونو ته نوي دهلیزونه لټوي، هند کولی شي په شمال او ختیځ کې د سړک او ریل زیربنا، تونلونو او لویو لارو په پراختیا کې لوی رول ولوبوي. لویې لارې لکه د کابل-جلال آباد او کابل-هرات سړکونه، چې د هېواد د سوداګرۍ لپاره حیاتي دي، تخنیکي او بودیجوي ملاتړ ته اړتیا لري.

پر دې اساس د سوداګرۍ، سیمه ییز اتصال او بشري پانګې پراختیا باندې د هند ټینګار ځانګړی اهمیت لري. د افغان زده کوونکو او ناروغانو لپاره د ویزې اسانتیاوې، د تعلیمي تبادلې بیا پیلول، او د کانونو او انرژۍ سکتورونو کې احتمالي همکارۍ په څیر نوښتونه د هند د ستراتیژیک ښکیلتیا او د نرم ځواک د پیاوړتیا څرګندونه کوي.

د سوداګرۍ او زیربناوو سربیره، ډیری خلاوې شته دي چې ډهلي کولی شي ډکې یې کړي. نو پوښتنه دا ده چې ایا ډهلي به د خپلې همکارۍ دایره له نرم ځواک څخه سخت ځواک ته واړوي؟ د پاکستان وروستیو بریدونو د افغانستان د هوايي دفاع او هوايي حریم کنټرول کې جدي خلاوې څرګندې کړې. په ورته وخت کې، د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد اشاره کړې چې یوځل له هند سره ډیپلوماټیکې او سیاسي اړیکې ښې شي، کابل لیواله دی چې له نوموړي هېواد سره دفاعي او نظامي اړیکې وپالي. د ۲۰۲۱ز.کال څخه دمخه، هند د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره نظامي همکاري درلوده چې په کې روزنه، د استخباراتي معلوماتو شریکول او د دفاعي تجهیزاتو همکاري شامله وه. خو د اسلامي امارت سره د هند دغه ډول همکاري نوموړي هېواد ته اسانه پریکړه نه ده.

د کشمیر فکټور او د امریکا نفوذ: هند او افغانستان دواړه له یوه ګډ رقیب سره مخ دي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ پوله‌یزې ترینګلتیاوې او د پاکستان هوايي بریدونه په هغه وخت کې رامنځته شول چې د هند د جمو او کشمیر په ایالت کې وسله‌والې حملې زیاتې شوې، په ځانګړي ډول هغه برید په پهلګام کې د پاکستان د ملاتړ پر اساس ترسره شو او د اسلامي امارت له لوري په رسمي توګه وغندل شو. داسلامي امارت دا رسمي غندنه په نوې ډهلي کې په ښکاره ډول وستایل شو. دا هم مهمه ده چې روښانه شي، چې اسلامي امارت د کشمیر د مسئلې په اړه بې‌طرفه پاتې شوی، سره له دې چې پاکستان هیله لرله د افغانستان له خاورې څخه د هند، په ځانګړي ډول د جمو او کشمیر د بې‌ثباته کولو لپاره ناوړه ګټه پورته کړي. د ۲۰۲۱ ز.کال په سپټمبر میاشت کې، د اسلامي امارت یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي وو چې پلان لري د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې د مسلمانانو ملاتړ وکړي. په هرصورت، د کابل میشته سیمه ایزو مطالعاتو مرکز کې د هند او پاکستان مطالعاتو انسټیټیوټ مشر ښاغلي ضیاءالحق ضیاء د دې میاشتې په پیل کې د دې مقالې له یوه لیکوال (ښاغلي فردوس) سره په شخصي خبرو اترو کې شریک کړي چې امارت د کشمیر په مسله کې بې طرفه پاتې شوی او هیڅکله یې د کشمیر په مسله کې د هند ضد څرګندونې نه دي خپرې کړې. هغه دا هم ویلي چې د اسلامي امارت یو لوړ پوړی غړی او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ورور انس حقاني دا روښانه کړې وه چې کشمير د افغانستان اندیښنه نه ده، چې د نه لاسوهنې څرګند دریځ یې په ګوته کوي. د دې په تایید سره چې د اسلامي امارت موخه یوازې د دوي خپلو پولو پورې محدوده ده، امارت د عملي ملتپالنې داسې بڼه وړاندې کړې، چې اسلام آباد اندېښمنوي خو له بلې خوا هند ته ډاډ ورکوي.

د دې یادونه هم اړینه ده چې واشنګټن لیواله دی چې په سیمه کې د بګرام هوايي اډې ته د لاسرسي له لارې د محدود امنیتي حضور بیا رامنځټه کړي، د کابل پر وړاندې د اسلام آباد د نوې غوښتنې سره سمون لري او څرګندوي چې ښايي متحده ایالات د افغانستان او پاکستان د کړکېچ په قضیه کې له اسلام اباد څخه ملاتړ وکړي.

پایله

سره له دې چې افغانستان د هند لپاره ستراتیژیک ارزښت لري، خو ډهلي لا هم د اسلامي امارت د حکومتي ماډل په اړه محتاط دی. له بلې خوا اسلامي امارت هڅه کوي خپل دیپلوماتیکې اړیکې متنوع کړي او په نړېواله ټولنه کې مشروعیت ترلاسه کړي، هند د ستراتیژیکې ګټې له زاویې ارزوي. د پاکستان د نفوذ د مهارولو او کمزوري کولو په هڅو کې، دواړو لورو داسې منځنۍ لار موندلې ده چې دواړو ته د منلو وړ ښکاري.

ډهلي د اسلامي امارت د رسمي نه، خو عملي (de facto) رسمیت پېژندنې له لارې یعنې په کابل کې د سفارت پرانیستل پرته له رسمي رسمیت پېژندنې، اسلامي امارت ته یو اندازه مشروعیت ورکړی او د تعامل لپاره یې یوه نوې بېلګه وړاندې کړې ده. د سیمې ډېر هېوادونه، چې تر اوسه د اسلامي امارت له رسمیت پېژندنې یا له هغوی سره د تعامل کولو څخه ډډه کوله، ښايي همدا لاره تعقیب کړي.

یادونه: دغه مقاله د لومړي ځل لپاره په انګلیسي ژبه د هندوستان د رامایاه پوهنتون د ملي امنیت د مطالعاتو په مرکز کې د لاندې لینک پر اساس خپره شوې ده.

 https://cnss.org.in/the-unexpected-pivot-how-pakistans-misadventures-opened-kabuls-door-to-india/

څېړنوال عبدالخالق فردوس د افغانستان د علومو اکاډمۍ د حقوقو او سیاسي علومو انسټېټوټ علمي غړی دی. د مقالې په انګلیسي متن کې د سیمه ییزو سرچینو سره تړلي ټول لینکونه چې په پښتو او دري ژبو دي د ښاغلي فردوس له لوري چمتو شوي دي.

ډاکټر ډیویا مالهوترا د هندوستان د رامایاه پوهنتون د ملي امنیت د مطالعاتو مرکز (Centre for National Security Studies)  استاده او څېړونکې ده هغې په ۲۰۱۷ ز.کال افغانستان ته سفر کړی او له تېرو لسو کلونو راهیسې د افغانستان، پاکستان  او منځني ختیځ پېښې څاري.

ناڅاپي بدلون: څرنګه د پاکستان ناسمو اقداماتو د کابل دروازه د هند پرمخ پرانېسته

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top