لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- له ايران څخه د افغان کډوالو اجباري اخراج؛ لاملونه او پر دوه اړخيزو سياسي اړيکو يې اغېزې
- د ايران له لوري د افغان کډوالو د اجباري اخراج حقوقي ارزونه
- په زوره د افغان کډوالو د ويستلو لاملونه
- د افغانستان-ايران پر دوه اړخيزو سياسي اړيکو يې اغېزې
- پايله
- وړانديزونه
- مأخذونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
جګړې د نورو بدمرغېو ترڅنګ د کډوالۍ ستونزه هم زېږوي او ايران ته د افغانانو د کډوالۍ يو ستر لامل همدا جګړه ده. سياسي ستونزې، بې کاري، ټولنيزه نابرابري او د بشري حقونو نقض هغه نور مهم لاملونه دي چې انسانان کډوالۍ ته مجبوروي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د ۲۰۲۴ز. کال د راپور پر بنسټ په نړۍ کې ۳۷.۹ ميليونه وګړي په کډوالۍ کې ژوند کوي چې ۶۵ سلنه يې يوازې له څلورو هېوادونو څخه دي، سوريه ۶.۳ ميليونه، وينزويلا ۶.۲ ميليونه او اوکراين او افغانستان ۶.۱ ميليون کډوال لري،[1] يعنې افغانستان په نړۍ کې د کډوالۍ له مخې په څلورمه کټګورۍ کې دی. د افغانستان له دې ۶.۱ ميليونه کډوالو څخه يې پنځه ميليونه پنځه لکه شپږ ويشت زره او اوه سوه کډوال په ګاونډيو هېوادونو کې ژوند کوي، چې له دې ډلې په ايران کې 3.752.300، په پاکستان کې 1.751.500، په تاجکستان کې 10.400، په ازبکستان کې 9000 او په ترکمنستان کې 3500 تنه اوسيږي.[2]
ایران له اسراییلو سره د وروستۍ جګړې وروسته په پراخه کچه د افغان کډوالو اجباري اخراج ته مخه کړه چې دا په تېر تاريخ کې د ايران له لوري د افغان کډوالو د اجباري اخراج تر ټولو ستره پېښه ده. د راپورونو پر بنسټ په ايران کې نږدې ۲.۶ ميليونه داسې افغان کډوالو اوسيږي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.[3]
له ۲۰۲۵ز. کال راهیسې ایران له یو میلیون څخه ډېر افغان کډوال له خپلې خاورې ويستلي دي، د روان کال د جون مياشتې له لومړۍ نېټې څخه د جولای مياشتې تر ۹مې نېټې پورې نږدې ۶۰۰ زره افغان کډوال له ايران څخه ويستل شوي دي چې له دې ډله يې تقريباً ۷۰ سلنه په زور شړل شوي، په دې اجباري اخراج کې نږدې ۲۵ سلنه کوچنيان دي.[4]
په دې تحليلي ليکنه کې دې پوښتنو ته ځواب ووايو چې ايران ولې په بې سارۍ توګه د افغان کډوالو اجباري اخراج ته مخه کړې؟ ايا د ايران دغه کړنه د بين المللي حقوقو نقض نه دی؟ پايلې به يې څه وي؟ او د ايران-افغانستان پر دوه اړخيزو سياسي اړيکو به څه اغېز ولري؟
د ايران له لوري د افغان کډوالو د اجباري اخراج حقوقي ارزونه
په بين المللي حقوقو کې د کډوالۍ په اړه تر ټولو مهم سند د کډوالو د وضعيت په اړه د ۱۹۵۱ز. کال کنوانسيون دی چې په دې کنوانسيون کې د کډوالو ټول حقوق، لکه: په درېيمه ماده کې د تبعيض د منعې حق، په څلورمه ماده کې د مذهبي ازادې حق، په ديارلسمه ماده کې د ملکيت حق، په پنځلسمه ماده کې د ټولنو د جوړولو حق، په شپاړسمه ماده کې محاکمو ته د لاسرسي حق، په اوولسمه ماده کې د کار حق، په دوه ويشتمه ماده کې د تعليم حق، په شپږ ويشتمه ماده کې د ګرځېدو او راګرځېدو يا د سفر د ازادۍ حق، په دېرشمه ماده کې د شتمنيو د انتقال حق، په دري دېرشمه ماده کې د اجباري اخراج د منعې حق[5] او داسې نور حقونه ياد شوي دي چې د ايران حکومت د افغان کډوالو په اړه د دغو حقونو څخه يې ځينې نقض کړي دي په ځانګړي ډول دغه کنوانسيون اجباري اخراج منعه کوي، خو ايران عملاً افغان کډوال په اجباري ډول اخراجوي.
د دې ترڅنګ د شکنجې د منعې په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسيون د درېيمې مادې لومړۍ فقره هم د کډوالو اجباري اخراج منعه کوي، دغه ماده وايي: (هيڅ دولت نشي کولای چې يو شخص بل داسې دولت ته وشړي، يا يې خپل دولت ته ستون کړي او يا يې هم استرداد کړي، چې هلته د ده د شکنجې قوي دلايل موجود وي.)[6]
د دې ترڅنګ د بشر حقوقو د نړيوالې اعلاميې څوارلسمه ماده خلکو ته حق ورکوي تر څو د خپل امنيت د خونديتوب په موخه نورو دولتونو ته کډوال شي او يا هم د يو بل دولت د تابعيت اخيستلو ته اقدام وکړي.[7] همدارنګه د ملګرو ملتونو د مدني او سياسي حقوقو نړيوال ميثاق[8]، د کلتوري او اقتصادي حقوقو نړيوالو ميثاق[9] او داسې نور نړيوال سندونه د کډوالو پر حقوقو تاکيد کوي او د دغو نړيوالو سندونو په رڼا کې ويلای شو چې ايران د افغان کډوالو د اجباري اخراج له لارې د افغان کډوالو د تعليم حق نقض کړی ځکه د دوی تعليم نيمګړی پاتې شو او ان دا چې دوی د خپل ترسره کړي تعليم اسناد هم ترلاسه نشو کړی، د دوی د روغتيا حق يې نقض کړی ځکه دا اجباري اخراج داسې مهال ترسره کېږي چې د سختې ګرمۍ څپه ده او د حرارت درجه تقريباً له څلوېښتو پورته دی او په دې اجباري اخراج کې له ۷۰ سلنه پورته کوچنيان او ښځې دي چې د دې ګرمۍ تاب نه لري او ډېره يې ناروغان شوي هم دي، د دې ترڅنګ د شمتنيو د انتقال هم د کډوالو بنسټيز حق دی، خو په کوم ډول چې افغان کډوال له ايران څخه را اخراج شوي اکثرو ته يې د دې فرصت نه دی برابر شوی چې خپلې شتمنۍ منظمې او را انتقال کړي، د دې ترڅنګ د اخراج پرمهال افغان کډوالو له ګڼو نورو ننګونو سره هم مخامخ شوي دي، سي اين اين سره مرکه کوونکی افغان کډوال بشير وايي: “ايراني عسکرو زه په کوڅه کې ونيولم او له ما څخه يې لس میلیونه تومان (شاوخوا ۲۰۰ ډالره) واخیستل بيا يې توقیفخونې ته انتقال کړم او هلته يې هم راڅخه د دوه میلیونه تومان (۵۰ ډالره) غوښتنه وکړه او مجبور يې کړم چې هغه هم ورکړم. هغوی موږ ته نه خواړه راکول او نه اوبه او د دې سربېره يې وهل هم راکول. “[10] او د دې ترڅنګ ګڼ نور داسې حقونه دي چې افغان کډوال يې په ايران او له ايران څخه د راويستلو پرمهال لري چې اکثره يې د ايران له لوري نقض شوي دي.
په زوره د افغان کډوالو د ويستلو لاملونه
په زوره د افغان کډوالو د ويستلو ځينې لاملونه شته چې دلته پرې بحث کوو:
۱- امنيتي لامل: ايران د پاکستان په څېر د افغان کډوالو موضوع امنيتي (securitization) کړې ده، د يوې موضوع امنيتي کول د کوپن هاګن د امنیتي څېړنو د مکتب تيوري ده او دغه تيوري وايي چې د يوې مسئلې امنيتي کول درې پړاوونه لري: لومړی پړاو: امنیتي بیان (Speech Act)، د چارواکو او مسؤولینو له لورې یوه مسئله باید د امنیتي ګواښ په توګه معرفي شي، دویم پړاو: د ټولنې او عامو خلکو له لورې د دې ادعاء منل (Audience Acceptance) او هغه مسئلې ته د امنیتي ګواښ په سترګه کتل، درېم پړاو: غیر عادي کړنې (Extraordinary Measures) او د هغه ګواښ د له منځه وړلو لپاره غیر عادي ګامونه اوچتول.[11] ايران هم د همدغې تيورۍ پر بنسټ په لومړي پړاو کې دغه موضوع خپل امنيت ته ګواښ معرفي کړ، بيا عام ولس هم دا ومنله چې د اسراييلو په خلاف جګړه کې د افغانانو د جاسوسۍ لاس و او په وروستي پړاو کې ايران غير عادي کړنو ته لاس واچوه او افغان کډوال يې په زوره له خپل هېواد څخه وشړل.
ايراني چارواکي د افغان کډوالو د اجباري اخراج يو لامل امنيتي اندېښنې ګڼي. د ايران او اسراييلو د وروستۍ جګړې پرمهال د دوی ډېر لوړ رتبه چارواکي ووژل شول او مهم امنيتي مرکزونه يې په نښه شول او د دوی داسې فکر کوي چې د دومره استخباراتي ماتې يو لامل داخلي جاسوسان دي او په دې برخه کې افغان کډوالو هم اسراييلو ته جاسوسي کړې ده. د ايران دولتي تلويزيون يوه ويديو خپره کړه او داسې ښودل کېده چې يو افغان کډول دی چې اسراييلو ته يې د مهمو امنيتي ځايونو په اړه جاسوسي کړې ده، په دغه ويډيو کې د افغان په نوم ښودل شوی کس وايي: ما د ۲۰۰۰ ډالرو په مقابل کې جرمني کې ميشت يو کس ته د امنيتي ځايونو معلومات ولېږل.[12] د ايران حکومت د دې ډول کړنو له لارې غواړي چې د وروستۍ جګړې د استخباراتي ناکامۍ پړه پر افغان کډوالو ورواچوي او ځان پاک وښايي. لنډه دا چې د ايران امنيتي اندېښنې هم د افغان کډوالو د اجباري اخراج يو لامل دی.
۲- پر اسلامي امارت د فشار وسيله: پاکستان او ايران تل د افغان کډوال څخه د فشار د يوې وسيلې په توګه ګټه اخيستې ده. د اسلامي امارت په دويمه دوره کې سره له دې چې د ايران او افغانستان اړيکې نسبتاً ښې دي، خو د اوبو د قضيې په اړه د ايراني چارواکو څرګندونې او يا په عمومي ډول د هلمند د اوبو په اړه د ايران پاليسي دا ده چې په دې برخه کې ترسره شوی تړون تعديل شي او په دغه سيند کې د ايران حقابه ډېره شي، نو داسې فکر کيږي چې د افغان کډوالو څخه په عمومي ډول او د اوبو په قضيه کې په ځانګړي ډول د فشار د يوې وسيلې په توګه ګټه اخيستل کېدای شي.
۳- د اقتصادي وضعيت خرابوالی: ايران د نړيوالۍ ټولنې له سختو بندیزونو لاندې دی چې له امله يې پر اقتصاد منفي اغېزه کړې ده، همدارنګه له اسراييلو سره د وروستۍ جګړې له امله هم د دوی اقتصاد سخت زیان وليده، د دې ترڅنګ په داخل د کور کې يې بې کاري زياته شوې، سړي سر عايد راټيټ شوی، فقر ډېر شوی، عايدات يې راټيټ شوي او داسې نورو اقتصادي ستونزو سره هم لاس او ګريوان دي. درېيم لامل چې خپله ايرانيان يې يادوي هغه دا دی چې دوی فکر کوي د دوی د دندو او کاروبار ځای افغانانو نيولی، که دوی وشړل شي، نو دوی ته به دندې او د کاروبار زمينه برابره شي،[13] د دې ترڅنګ د ايرن حکومت فکر کوي چې افغان کډوالو د دوی پر اقتصادي سرچينو فشار راوړی او دا هم د اقتصادي وضعيت د خرابوالي يو لامل دی او که دوی خپل هېواد ته ستانه کړای شي، نو د دوی پر اقتصادي سرچينو به يو څه بوج راکم شي، خو دا يوازې يوه پلمه ښکاري ځکه څو ميليونه کډوال څنګه د دومره زيات نفوس لرونکي هېواد پر اقتصادي وضعيت منفي اغېزه کولای شي. د دې ترڅنګ افغان کډوال د بشري قوي په توګه د ايران په فابريکو کې داسې شاقه کارونه کوي چې حتی ايرانيان خپله د هغې کارونو ترسره کولو ته نه حاضريږي او د دغو کارونو له لارې افغان کډوالو د ايران په ابادۍ او بيارغونه کې برخه اخيستې ده.
۴- د استخباراتي ناکامۍ پټول او د ولس د ملاتړ جذبول: د ایران او اسراییلو ترمنځ له یوې لنډې نښتې وروسته، چې په کې د ایران ځینې مهم ځایونه بمبار شول او څو نظامي او علمي شخصیتونه يې ووژل شول، د ایران امنیتي ادارې د خلکو له خوا تر سختو نیوکو لاندې راغلې، ځکه دوی ونه توانېدل چې مهم کسان او ځایونه خوندي وساتي. چې د ولس په مقابل کې د ځواب ويلو، ولسي فشار کمولو او د خپلې استخباراتي ناکامۍ د پټولو په موخه دوی پر افغان کډوالو د جاسوسۍ تور پورې کړ او د هغوی اجباري اخراج ته يې مخه کړه د دې اجباري اخراج له لارې ايران د درېو ګټو د ترلاسه کولو تمه لري، له يوې خوا د خپلې استخباراتي ناکامۍ پړه پر افغان کډوالو اچوي، له بلې خوا غواړي چې ولسي فشار يو څه مديريت کړای شي او د هغوی پام بل طرف ته واړوي او له بل لوري غواړي چې په ايران کې د افغان کډوالو شمېر هم محدود کړي.
د افغانستان-ايران پر دوه اړخيزو سياسي اړيکو يې اغېزې
ايران د اسلامي امارت له بياواکمنېدو ملاتړ وکړ او ان تر دې چې د جمهوريت په وروستيو کالونو کې يې هم له اسلامي امارت سره اړيکې درلودې او په ايران کې يې ورته غونډې نيولې. کله چې اسلامي امارت په ۲۰۲۱ز. کال کې واکمن شو، نو د ايران رهبر خامنه يي له دغه نوي نظام څخه ملاتړ اعلان کړ او ابراهيم رئيسي ته يې له اسلامي امارت سره د ښو اړيکو د جوړېدو امر ورکړ. د دې ښو اړيکو د جوړېدو کېدای شي ډېر لاملونه وي، خو دوه يې ډېر مهم دي: يو دا چې د دواړو نظامونو ترمنځ مشترکات موجود دي او ستر مشترک ټکی يې اسلامي نظام دی او ايران غواړي چې د دوی په څنګ کې هم همداسې يو نظام موجود وي تر څو خپل ولس ته ووايي چې دا دی ګاونډ کې مو هم همدغسې يو نظام موجود دی او بايد د خپل نظام څخه ملاتړ وکړي، دويم دا چې ايران داسې فکر کوي چې د دوی او اسلامي امارت ستر دښمن چې هغه متحده ايالات دي هم مشترک دی، نو ايران غواړي چې په خپل ګاونډ کې د متحده ايالاتو اډې ونلري او له دغه طرف څخه ډاډه شي چې دغه خاوره به د متحده ايالاتو او يا هم نورو ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول داعش له لوري د ايران په مقابل کې نه استعماليږي.
د ټولنیزې فشرده سازې د تيورې له مخې، کله چې یوه ټولنه له فشارونو سره مخامخ شي، لکه د کډوالو د ډېر شمېر شتون، نو شخړې او نارضایتۍ زیاتېدای شي. دا ټولنیز فشارونه، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې افغان کډوال ډېر مېشت وي، کولای شي د بېباورۍ او امنیتي اندېښنو سبب شي او دا کار کولای شي چې د ایران او افغانستان اړیکې لا پېچلې کړي.
په دومره لوړ شمېر د ايران له لوري د افغان کډوالو اجباري اخراج اسلامي امارت له سختو ننګونو سره مخامخ کړی دی، له يوې خوا يو انساني بحران رامنځته شو چې مديريت يې اسلامي امارت لپاره ستونزمن دی، له بلې خوا کېدای شي افغاني ټولنه له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان شي په ځانګړي ډول د فقر او بې کارۍ د کچې لوړېدل، د قيمتونو او پر بازار د فشار لوړېدل، پر زېربناء د فشار زياتېدل او داسې نور… همدارنګه کېدلای شي چې ځينې امنيتي ستونزې هم رامنځته شي او دا په دوه ډوله د تحليل وړ دي: يو دا چې کېدای شي ايران د دغو کډوالو په منځ کې استخباراتي اشخاص افغانستان خاورې ته رادننه کړي او دويم دا چې د دومره پراخه کچه افغان کډوال راستنېدل کېدای شي ځينو ډلو سره د يوځای کېدو لامل شي په ځانګړي ډول له هغو ډلو سره چې د اسلامي امارت خلاف دي او دا به د افغانستان پر امنيتي وضعيت منفي اغېزه وکړي.
د دې ټولو ستونزو په درک سره ويلی شو چې کېدای شي د افغان کډوالو په دومره لوړه کچه اجباري اخراج به له يوې خوا په حکومتي کچه د اسلامي امارت او ايران په راتلونکو سياسي اړيکو منفي اغېز ولري، کېدای شي په دغو دوه اړخيزو سياسي اړيکو کې د بې باورۍ فضاء رامنځته شي او کېدای شي په ځينو برخو کې د همکارۍ روحيه کمزوري شي او دا خپله پر دوه اړخيزو سياسي اړيکو منفي اغېزه لري او له بلې خوا به په ولسي کچه د دواړو ملتونو ترمنځ اړيکې خرابې شي، ځکه د ايران او اسراييلو په وروستۍ جګړه کې افغان ولس د ايران حکومت او ولس سره ودرېدل او ملاتړ يې ترې وکړ، خو په کوم ډول چې دوی بيا افغان کډوال اخراج کړل له دې سره د افغانانو په منځ کې د ايران حکومت پر خلاف کرکه پېداشوې او دا به د دواړو هېوادونو پر ولسي اړيکو منفي اغېزه وکړي.
پايله
د ايران له لوري د افغان کډوالو اجباري اخراج د بين المللي حقوقو ښکاره نقض دی په ځانګړي ډول د کډوالو په اړه د ۱۹۵۱ز. کال کنوانسيون. د دې اجباري اخراج ستر لاملونه په ايران کې امنيتي اندېښنې، په دغه هېواد کې د اقتصادي وضعيت خرابوالی، د استخباراتي ناکامۍ د پټولو او د خلکو د رضايت او ملاتړ د جذب په موخه ايران د د غې ناکامۍ پړه پر افغان کډوالو واچوله او هغوی يې پر جاسوسۍ تورن کړل او له همدې امله يې د هغوی اجباري اخراج ته مخه کړه، د دې ترڅنګ ايران له افغان کډوالو څخه د فشار د يوې وسيلې په توګه هم ګټه اخلي.
په دومره لوړه کچه د افغان کډوالو اجباري اخراج د افغانستان پر اقتصادي، امنيتي او ټولنيز وضعيت منفي اغېزه لري او که په دې برخه کې د اسلامي امارت او ايران ترمنځ يو ګډه همغږي او مشخص ميکانيزم رامنځته نشي، نو دا به د اسلامي امارت او ايران په راتلونکو سياسي اړيکو منفي اغېز ولري او په سياسي اړيکو کې به د بې باورۍ فضاء حاکمه شي.
وړانديزونه
۱- اسلامي امارت دې د کډوالو د ستونزو د حل په موخه يوه ملي ستراتيژي جوړه کړي او په دې برخه کې په کابل کې د سلام پوهنتون له لوري د کډوالو د ننګونو او حللارو په برخه کې يو ملي کنفرانس داير شو چې کېدلای شي د دغه کنفرانس د مقالو څخه په دې ملي ستراتيژۍ کې ګټه واخيستل شي.
۲- اسلامي امارت دې په عاجل ډول له ايران څخه راستنېدونکو کډوالو ټولو ستونزو ته رسېده ګي وکړي، هغوی ته سرپناه پېداکړي، د خوراکي توکو او څښاک اوبو د رسولو په برخه کې دې ورسره مرسته وکړي، د سختې ګرمۍ له امله کېدای شي ډېر کوچنيان، ښځې او پاخه عمر لرونکي خلک د روغتيايي ستونزو سره مخ شوي وي، حکومت دې د مسلکي او په کارپوه ډاکټرانو له لارې د هغوی ناروغيو ته رسیده ګي وکړي او په وړيا ډول دې د دواګانو په ورکړه کې هم مرسته وکړي.
۳- اسلامي امارت دې د کورونو مالکان کنټرول کړي تر څو د کډوالو د راستنېدو له امله د کورونو کرايه ګانۍ لوړې نه کړي، همدارنګه اسلامي امارت دې په يو ميکانيزم کار وکړي تر څو د يو کال يا شپږ مياشتو پورې د دوی کډوالو د کورنو کرايه ګانۍ ورکړي.
۴- د ايران حکومت بايد د بين المللي حقوقو په رڼا کې د افغان کډوالو ټولو حقوقو ته احترام ولري او د هغوی په ورکړه کې جدي اقدامات وکړي، همدارنګه اجباري اخراج د ټولو بين المللي موازينو او حقوقو خلاف عمل دی، د ايران حکومت بايد د افغان کډوالو له اجباري اخراج څخه ډډه وکړي.
۵- که ايران د افغان کډوالو ستنېدل غواړي، نو بايد د افغان حکومت سره په تفاهم د يو ځانګړي ميکانيزم له لارې دا کار وکړي، په يوازې ځان او په يو طرفه ډول پرته د افغان حکومت او افغان کډوالو له موافقې څخه دا کار کول افغان کډوالو ته ستونزې او ننګونې رامنځته کوي.
۶- د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره دې د افغان کډوالو د ستنېدو پرمهال له هغوی سره مالي، لوجستيکي او د کمپونو د جوړېدو په برخه کې مرسته وکړي.
۷- د افغان کډوالو د حقوقو د نقض او اجباري اخراج د مخنيوي په برخه کې بايد د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره د خپلو راپورونو په خپرولو او د ملګرو ملتونو له لارې پر ايران فشار راوړي تر څو له دې کار څخه منعه شي او له دې لارې د افغان کډوالو د متضرر کېدو مخنیوی وکړي.
مأخذونه
[1] UNHCR, “Refugee Data Finder”, the UN Refugee Agency, (2024). Access link: https://www.unhcr.org/refugee-statistics
[2] https://data.unhcr.org/en/situations/afghanistan
[3] Fact Crescendo Team.” Explained: Iran’s Intensified Efforts to Deport Afghan Refugees and its Impact” November 29, 2024, Access link: https://afghanistan.factcrescendo.com/english/explainer-deportation-of-afghan-refugees-from-iran/
[4] Center for Human Rights in Iran. “Iran Forcibly Deports Nearly 600,000 Afghan Migrants Amid Post-War Crackdown”, July 9, 2025, Access link: https://iranhumanrights.org/2025/07/iran-forcibly-deports-nearly-600000-afghan-migrants-amid-post-war-crackdown/#:~:text=Using%20the%20post-war%20climate,%20authorities%20have%20cast%20suspicion,in%20Iran%20and%20exposing%20them%20to%20heightened%20violence.
[5] Convention Relating to the Status of Refugees, United Nations, 1951, Access link:
https://www.un.org/en/genocideprevention/documents/atrocity-crimes/Doc.23_convention%20refugees.pdf
[6] Convention against Torture and Other Cruel, Inhuman or Degrading Treatment or Punishment, 10 December 1984, Access link: https://www.ohchr.org/en/instruments-mechanisms/instruments/convention-against-torture-and-other-cruel-inhuman-or-degrading
[7] Universal Declaration of Human Right of 1948, Article 14(1). Access link:
https://www.un.org/sites/un2.un.org/files/2021/03/udhr.pdf
[8] International Covenant on Civil and Political Rights of 1966, Access link:
https://www.ohchr.org/sites/default/files/ccpr.pdf
[9] International Covenant on Economic, Social and Cultural Rights of 1966, Access link:
https://www.ohchr.org/sites/default/files/cescr.pdf
[10] Express Web Desk. “Why over 500,000 Afghans were forced out of Iran in just 16 days and what’s next?”, The Indian Express, July 11, 2025, Access link: https://indianexpress.com/article/world/why-over-500000-afghans-were-forced-out-of-iran-in-just-16-days-and-whats-next-10120367/
[11] مصباح الله عبدالباقي. د افغان کډوالو اجباري را ایستل: د پاکستان امنیت ته ګواښ که د فشار وسیله؟ ناخپره شوې علمي- څېړنيزه مقاله.
[12] Express Web Desk. “Why over 500,000 Afghans were forced out of Iran in just 16 days and what’s next?”, The Indian Express, July 11, 2025, Access link: https://indianexpress.com/article/world/why-over-500000-afghans-were-forced-out-of-iran-in-just-16-days-and-whats-next-10120367/
[13] Ibid.