پر افغانستان د ايران-متحده ايالاتو او صهيونستي رژيم د جګړې اغېزې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • پر افغانستان د ايران-متحده ايالاتو او صهيونستي رژيم د جګړې اغېزې
  • سياسي-امنيتي اغېزې
  • اقتصادي اغېزې
  • پر افغان کډوالو يې اغېزې
  • پايله
  • وړانديزونه
  • سرچیني

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

افغانستان د خپل غوره جغرافيايي موقعيت له امله د لويو قدرتونو د سيالۍ ډګر پاتې شوی؛ له بريتانوي، شوروي او امريکايي نفوذ څخه تر سيمه ييزو جګړو پورې دغه خاوره د ګډو ګټو د ټکر ځای پاتې شوی دی. کله هم چې يو هېواد ښه جغرافيايي موقعيت ولري، بيا نړيوالې او سيمه ييزې شخړې هم پرې ډېر ژر اغېز کوي. د روان ۲۰۲۶ز. کال د فبرورۍ پر ۲۸مه، متحده ايالاتو او اسرائيلو پر ايران بريد وکړ، وروسته له دې چې څو اونۍ د پوځي چمتوالي او د ولسمشر ټرمپ له ګواښونو تېرې شوې. پراخې حملې د ايران پر نظامي شتمنيو او د اسلامي جمهوريت پر لوړپوړو مشرانو تمرکز وکړ، د ايران ستر مذهبي مشر، آيت‌الله علي خامنه‌اي، د دې پېښې قرباني شو. د تهران د «مجلس خبرگان» د آيت‌الله علي خامنه‌اي زوی، مجتبي خامنه‌اي، د هغه د ځای ناستي په توګه وټاکه. ايران په ځواب کې په سيمه کې د متحده ايالاتو پوځي اډې او د صهيونستي رژيم او خليجي هېوادونو د انرژۍ تاسيسات په نښه کړل. د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل تر ۴ او ۵ نېټې پورې، په دې جګړه کې ۲۰۷۶ ايرانيان قرباني شوي او ۲۶۵۰۰ تنه ټپيان شوي دي. ۲۴ اسراييليان وژل شوي او ۶۵۹۴ ټپيان دي، ۱۳ امريکايي نظاميان وژل شوي او ۲۰۰ ټپيان دي.[1] دغه جګړه ډېر ژر په يوه پراخه جګړه بدله شوه او نږدې ټول منځنی ختيځ په کې دخيل شو. د دې ترڅنګ ايران د هرمز تنګی هم بند کړ چې له امله يې په نړۍ کې د انرژۍ بحران رامنځته شو او اوس نړيوال هڅه کوي چې دغه تنګی پرانېزي، تر دې چې د نړيوالې انرژۍ اداره (IEA) اړ شوه چې له خپلو ستراتيژيکو زیرمو څخه ۴۰۰ ميليونه بېلره نفت بازار ته وړاندې کړي.

دا چې دې جګړې د افغانستان پر سياسي، اقتصادي او امنيتي حالاتو کومې اغېزې لرلي؟ دا هغه پوښتنه ده چې د ځواب لپاره يې دا تحليل ليکل شوی دی.

سياسي-امنيتي اغېزې

د ایران بې‌ثباتي پر اسلامي امارت سیاسي او امنیتي اغېزې لري. که څه هم تهران تراوسه اسلامي امارت په رسميت نه دی پېژندلی، خو له ۲۰۲۱ز. کال راهیسې یې ډیپلوماټیکې اړیکې ورسره ساتلې دي او د اسلامي امارت له مهمو سیمه‌ییزو همکارانو څخه ګڼل کېږي. سره له دې چې ایډیولوژیک توپیرونه، تاریخي دښمني او کله ناکله سرحدي او د اوبو شخړې موجودې دي، خو بيا هم په تېرو نږدې پنځو کالو کې دواړو هېوادونو نږدې سياسي اړيکې پاللي دي. د اسلامي امارت او ايران په همکاريو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د نږدې ۹۰۰ کیلومتره ګډ سرحد مدیریت، د اوبو موضوعات، کډوال، سوداګري او امنیتي همکارۍ شاملي دي. له متحده ایالاتو سره ګډه دښمني د دې لامل شوې چې د ایران او اسلامي امارت اړیکې له ۲۰۲۱ز. کال څخه مخکې رامنځته شي او د ځينو راپورونو پر بنسټ ايران حتی له اسلامي امارت سره د وسلو مرسته هم کړې[2]، چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته پخوانۍ مخينې ته په کتو اړيکې لا پياوړې شوې.

که په روانه جګړه کې د ايران اسلامي جمهوريت سقوط کوي او نظام له منځه ځي، نو له يوې خوا به اسلامي امارت خپل يو مهم سيمه ييز سياسي شريک له لاسه ورکړي او له بلې خوا راتلونکی نظام که ډيموکرات وي او يا هم د متحده ايالاتو پلوی نظام وي، نو له اسلامي امارت سره به خپلې اړيکې له سره وارزوي او د دې امکان شته چې د دواړو هېوادونو اړيکې يو څه سړې شي، ځکه له اسلامي امارت څخه د متحده ايالاتو غوښتنې به بيا د ايران د نوي نظام غوښتنې شي چې هغه اسلامي امارت ته د منلو وړ نه دي، چې دغه اختلاف کېدای شي د دې لامل شي چې ډیپلوماټیک استازیتوب، سرحدي همکاري او اقتصادي اړیکې ټولې بیاکتنې ته لاړې شي، چې پکې د افغانستان سفارت او قونسلګریو تړل هم شامل دي، کوم چې دا مهال د اسلامي امارت تر استازیتوب لاندې دي. دا ډول بدلونونه به د افغانستان په لوېدیځ سرحد کې بې‌ثباتي زیاته کړي او پر طالبانو به اضافي بارونه واچوي، لکه اقتصادي او امنیتي لګښتونه، چې دا خپله د افغانستان پر امنيتي-سياسي وضعيت د ايران او متحده ايالاتو د جګړې منفي اغېزې دي.

د یو لوی سیاسي سقوط یا د رژیم بدلون له امله کېدای شي ځینې سختدریځي څېرې یا وسله‌وال عناصر له ایران څخه بهر د پناه ځای په لټه کې شي، چې کېدای شي تر ټولو ښه او نږدې ځای ورته افغانستان وي او که دا کار ترسره کېږي، نو له امنيتي او سياسي اړخه پر افغانستان منفي اغېزې لري، ځکه افغانستان اوس هم د ترهګرو ډلو په پټنځای بدنام دی او که ايراني سختدريځه هم دلته راشي، نو له غرب، عربي او سيمه ييزو هېوادونو سره يې کېدای شي پر سياسي اړيکو هم منفي اغېزه وکړي. همدارنګه که له ایران څخه د اوسني نظام ځينې نظاميان افغانستان ته راشي، نو د دې امکان شته چې پر نوي نظام به له دې ځايه بريدونه کوي او په مقابل کې به د ايران نوی حکومت پر دوی بريدونه کوي چې له امنيتي پلوه د افغانستان لپاره بدې پايلې لرلی شي او له ايران سره به پوله ډېره ناامنه شي.

له دوه‌اړخیزو اړیکو هاخوا، په ایران کې سیاسي بدلونونه به د افغانستان پر کورني سیاست هم اغېز وکړي. د لسیزو راهیسې، څو مهم سیاسي ګوندونه چې هم شیعه او هم غیر شیعه دي، لکه حزب وحدت اسلامي، حزب حرکت اسلامي، حزب جمعیت اسلامي او نور… له تهران سره نږدې اړیکې لري. که دا اړیکې ګډوډې شي، نو د نفوذ او منځګړیتوب موجود چینلونه به هم له منځه ولاړ شي او سیاسي ابهام به زیات شي. همدارنګه دا خطر هم شته چې دغه سیاسي مشران او یا د هغوی اړوند کسان، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له سقوط وروسته ایران ته تللي وو، بېرته افغانستان ته وشړل شي.

بله سناريو دا ده چې کېدای شي د ايران اوسنی جمهوري نظام سقوط ونکړي، البته که سقوط ونکړي، نو کمزوری خو به شي او د کمزوري ايران رامنځته کېدل پر افغانستان دوه ډوله اغېزې لري، يو يې مثبتې اغېزې دي او هغه دا چې د افغانستان اکثره ګاونډيانو اتومي قدرتونه دي او په داسې حالت کې يو بل ګاونډی هم که اتومي قدرت کېږي، نو دا په راتلونکي کې پر افغانستان منفي امنيتي اغېزې لرلی شي، چې ښه بېلګه يې پاکستان سره د افغانستان اوسنۍ اړيکې دي، نو که د افغانستان په ګاونډ کې يو کمزوری ايران رامنځته کېږي معنی يې دا ده چې هغه به اتومي وسله نه لري چې دا له امنيتي پلوه پر افغانستان مثبتې اغېزې لري. دويمه اغېزه يې منفي ده او هغه دا چې د ايران کمزوري کېدل له اقتصادي اړخه پر افغانستان منفي اغېزه لري او کېدای شي په دوه اړخيزه سوداګرۍ کې کمښت رامنځته شي.

اقتصادي اغېزې

ايران د افغانستان له مهمو اقتصادي شريکانو څخه ګڼل کېږي. په ۲۰۲۵ز. کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزه سواګري نږدې ۳.۵ ميليارده ډالرو ته لوړه شوه او له پاکستان سره د ۲۰۲۵ز. کال له اواخيرو څخه تراوسه پورې د لارو بندېدل له ايران سره د سوداګرۍ د لا لوړتيا ښودنه کوي. افغانستان په وچه کې رايسار هېواد دی چې دوه ګاونډيان يې پاکستان او ايران سمندر ته لار لري، نږدې شپږ مياشتې کېږي له پاکستان سره دروازې تړل شوي او لاره بنده ده، خو د افغانستان پر مارکيټ يې اغېزې کنټرول شوې او د ايران له بديلې لارې څخه ګټه واخيستل شوه، خو دا چې اوس ايران تر بريد لاندې، نو طبعي ده چې دا د افغانستان پر اقتصادي وضعيت منفي اغېزې لري. دغه اغېزې په څو برخو کې واضح کولای شو: يو، د پاکستان له لارې د کراچۍ او ګوادر سمندريزه لاره د افغان سوداګرو پرمخ بنده ده او اوس د عباس بندر او چابهار بندر هم د ناامنۍ او د صهيونستي رژيم او متحده ايالاتو د بريد د ګواښ له امله تقريباً بند دي، چې له امله يې هغه سوداګري چې د عربي او نورو هېوادونو سره د سمندر له لارې ترسره کېده تقريباً صفر ته نږدې ده چې دا د افغانستان پر اقتصادي وضعيت منفي اغېزه کوي. دويم،  افغانستان له ايران څخه ۵۸۴ قلمه مواد واردوي چې په دې کې اکثره خوراکي توکي دي، ايران د جګړې له امله د کرنيزو او خوراکي توکي پر صادراتو بنديز ولګولو[3] تر څو خپل داخلي اړتياوې پوره کړي چې دې کار د افغانستان د خوراکي توکو پر بازار منفي اغېزه وکړه او نرخونه ورسره لوړ شول چې روميان او الوګان يې د نمونې په ډول د يادونې وړ دي. درېيم، افغانستان پاکستان ته نږدې ۶۰۰ ميليونه ډالره او ايران ته نږدې ۷۰ ميليونه ډالره صادرات لري او له دغو دواړو هېوادونو څخه نږدې ۵ ميليارده ډالرو په ارزښت توکي واردوي، د دې ترڅنګ له نورې نړۍ سره د افغانستان اکثره سوداګري د همدغو دواړو هېوادونو له لارو څخه ترسره کېږي، د ايران له جګړې وروسته چې کله د دغه هېواد سمندريزه لاره هم بنده شوې، نو د پاکستان او ايران د دواړو لارو د بندېدو له امله د افغانستان ۶۶.۱ سلنه واردات او ۸۱ سلنه صادراتو لاره بنديږي چې دا د افغانستان پر اقتصادي وضعيت ستره منفي اغېزه ده. څلورم، په عمومي ډول جګړې د هېوادونو پر اقتصادي بازارونو رواني اغېزې هم لري او د ايران جګړې د افغانستان پر بازار هم رواني اغېزې کړې دي، په دې معنی چې سوداګر د جګړې له امله د ځينو توکو احتکار ته مخه کوي او يا هم د هغې نرخ لوړوي او داسې فکر کوي چې دغه جګړه به به بازار کې توکي له کمښت سره مخامخ کړي او دوی به يې بيا په لوړ نرخ وپلوري او يا دا جګړه د ځان لپاره فرصت ګڼي او هغه توکي چې هيڅ له ايران څخه وارديږي نه، د هغوی نرخ هم لوړوي.

پر افغان کډوالو يې اغېزې

د ايران د جګړې بله ستره اغېزه په دغه هېواد کې پر افغان کډوالو ده. ایران له ۴ میلیونو څخه زیات افغان کډوال او کارګر لري. په تېرو کې، هر کله چې په ایران کې اقتصادي ستونزې یا سیاسي بې‌ثباتي رامنځته شوې، د بهرنیانو پر وړاندې کرکه، تبعیض او پر کډوالو سخت چلند زیات شوی، چې پکې جبري ایستل، بندي کول، د کار محدودیتونه او حتی اعدامونه شامل وو. په دې وروستیو کې، د صهيونستي رژيم سره له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، افغان کډوالو د چاپو، نیونو، ډله‌ییزو ایستلو او له بهرنیو هېوادونو سره د همکارۍ تورونه پرې ولګول شول او له همدې امله يا اجباري اخراج شول او يا هم په جزا ورسول شول. د ايران او متحده ايالاتو په اوسنۍ جګړه کې هم د افغان کډوالو په اړه يو نظر دا دی چې له جګړې مخکې په لاريونونو کې دوی فعاله ونډه لرله او يا يې هم د بهرنيانو د مادي امتيازاتو په مقابل کې دغو لاريونونو کې فعاليت کاوه. له همدې امله ايران د افغان کډوالو نيونو او اجباري اخراج ته مخه کړې او دا پر افغان کډوالو د دې جګړې منفي اغېزې دي.

ايران غواړي د افغان کډوالو قضيه امنيتي (Securitization) کړي او داسې وښايي چې افغان کډوالو د ايران او صهيونستي رژيم په جګړه کې موساد ته جاسوسي کړې  او د ايران د امنيت لپاره اړتيا ده چې افغان کډوال وويستل شي. په دومره لوړ شمېر د ايران له لوري د افغان کډوالو اجباري اخراج اسلامي امارت له سختو ننګونو سره مخامخ کړی دی، له يوې خوا يو انساني بحران رامنځته شو چې مديريت يې اسلامي امارت لپاره ستونزمن دی، له بلې خوا کېدای شي افغاني ټولنه له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان شي په ځانګړي ډول د فقر او بې کارۍ د کچې لوړېدل، د قيمتونو او پر بازار د فشار لوړېدل، پر زېربناء د فشار زياتېدل او داسې نور… همدارنګه کېدلای شي چې ځينې امنيتي ستونزې هم رامنځته شي او دا په دوه ډوله د تحليل وړ دي: يو دا چې کېدای شي د دغو کډوالو په منځ کې استخباراتي اشخاص افغانستان خاورې ته رادننه شي او دويم دا چې د فقر او بې کارۍ له امله کېدای شي دغه افغان کډوال له ځينو ډلو سره يوځای شي، په ځانګړي ډول له هغو ډلو سره چې د اسلامي امارت خلاف دي او دا به د افغانستان پر امنيتي وضعيت منفي اغېزه وکړي.

پايله

د ایران–متحده ایالاتو او اسراییلو جګړه د افغانستان لپاره یوازې یوه بهرنۍ شخړه نه ده، بلکې څو اړخیزې ژورې سیاسي، امنیتي او اقتصادي اغېزې لري. دا تحلیل ښيي چې افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله بیا هم د سیمې د قدرتونو د ټکر مستقیم او غیرمستقیم فشارونه زغمي.

له سیاسي او امنیتي پلوه، د ایران کمزوري کېدل یا احتمالي بدلون د اسلامي امارت لپاره د یو مهم سیمه‌ییز شریک له لاسه ورکولو معنی لري، چې دا به د بهرني سیاست، سرحدي مدیریت او سیمه‌ییزو اړیکو په برخه کې نوې ننګونې رامنځته کړي. همدارنګه، د ایران بې‌ثباتي کولای شي د سرحدونو ناامني زیاته کړي او افغانستان د احتمالي نوو وسله‌والو یا سختدریځو ډلو د پناه ځای په توګه لا ډېر تر فشار لاندې راولي.

له اقتصادي اړخه، جګړه د افغانستان لپاره یو جدي ضربه ده. د ایران له لارې سوداګریز مسیرونه محدودېږي، د خوراکي توکو عرضه کمېږي، بیې لوړېږي او د افغانستان د وارداتو او صادراتو لویه برخه له خطر سره مخ کېږي. د بدیلو لارو نشتوالی او پر پاکستاني لارو محدودیتونه دا ستونزه لا پېچلې کوي.

تر ټولو درنې پايلې د افغان کډوالو لپاره لري، په ایران کې د کډوالو پر وړاندې فشار، نیونې او جبري اخراج نه یوازې یو بشري بحران رامنځته کوي، بلکې دا کسان چې بېرته افغانستان ته ستنېږي، د اقتصادي، ټولنیزو او امنیتي ستونزو د زیاتېدو لامل ګرځي. دا به د بې‌کارۍ، فقر او احتمالي ناامنۍ کچه لوړه کړي او د نظام لپاره به د مدیریت یو ستر ازمیښت وي.

په مجموع کې، دا جګړه ښيي چې افغانستان لا هم له بهرنیو بدلونونو څخه ژور اغېزمن کېږي او که اسلامي امارت غواړي له دې حالته ځان وساتي، نو اړتیا ده چې د اقتصاد د تنوع، د سیمه‌ییزو اړیکو د توازن او د داخلي سیاسي ثبات په برخه کې عملي او اوږدمهاله ګامونه واخلي، که نه نو دا ډول بحرانونه به په راتلونکي کې هم د افغانستان لپاره درنې پایلې ولري.

وړانديزونه

  1. اسلامي امارت ته په کار ده چې خپل بهرنی سیاست له یو اړخیز تکیې څخه وباسي او د سیمې له بېلابېلو هېوادونو سره متوازنې اړیکې جوړې کړي، څو د هر ډول بدلون پر مهال بدیلونه ولري.
  2. اسلامي امارت دې هڅه وکړي چې د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې په ځانګړي ډول د مرکزي اسیا مسیرونه او هوايي دهلېزونه بايد په پام کې ونيول شي او په دې اړه اوږدمهاله پلان ترتيب کړي تر څو د يوې يا دوه لارو بندېدل د افغانستان اقتصاد فلج نه کړي.
  3. په اقتصادي برخه کې، د بیړني حالت لپاره واضح پلان ته اړتیا ده، لکه د خوراکي توکو ذخیره کول، د نرخونو کنټرول او د احتکار مخنیوی، څو د بازار بې‌ثباتي مهار شي.
  4. له امنیتي پلوه، د ایران پر پوله کنټرول باید پیاوړی شي او د احتمالي وسله‌والو د داخلېدو مخه ونیول شي. په پای کې، د داخلي ثبات د ساتلو لپاره اړینه ده چې حکومت یو څه سیاسي انعطاف وښيي او له خلکو سره د باور فضا رامنځته کړي، ځکه داخلي مشروعیت د هر ډول بهرني فشار پر وړاندې تر ټولو قوي سپر بلل کېږي.

سرچیني

[1] AJLabs. “US-Israel attacks on Iran: Death toll and injuries live tracker”, Aljazeera, 3rd April 2026, Access link: https://www.aljazeera.com/news/2026/3/1/us-israel-attacks-on-iran-death-toll-and-injuries-live-tracker

[2] R. Ayar. “Instability Next Door: Iran’s Crisis and Its Implications for Afghanistan”, Middle East Policy Council, March 18, 2026, Access link: https://mepc.org/commentaries/instability-next-door-irans-crisis-and-its-implications-for-afghanistan/

[3] Veda Qalandari. “Iran bans all agri-food exports to protect domestic supply”, Pajhwok Afghan News, March 4, 2026, Access link: https://pajhwok.com/2026/03/04/iran-bans-all-agri-food-exports-to-protect-domestic-supply/

پر افغانستان د ايران-متحده ايالاتو او صهيونستي رژيم د جګړې اغېزې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top