لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- د هند او متحده ايالاتو ترمنځ دفاعي تړون، پر سيمه او افغانستان يې اغېزې
- د هند او متحده ايالاتو د دفاعي او امنيتي اړيکو مخینه
- د تړون موخې
- پر سيمه يې اغېزې
- پر افغانستان يې اغېزې
- پايله
- وړانديزونه
- مأخذونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
د سړې جګړې پرمهال د جنوبي اسيا په اړه د امريکا متحده ايالاتو بهرنی سياست امنېتي محوره و او يوازې د شوروي اتحاد او کمونيزم پر وړاندې د مبارزې د ډګر په سترګه يې ورته کتل او دا چې هند د شوروي اتحاد متحده و، نو له همدې امله يې له متحده ايالاتو سره اړيکې سړې وې. له سړې جګړې وروسته د جنوبي اسيا په اړه د متحده ايالاتو بهرني سياست بدلون وموند او د پاکستان پرځای يې هند ته مخه کړه او غوښتل يې چې له هند سره قوي اقتصادي او ستراتيژيکې اړيکې رامنځته کړي، خو په ۱۹۹۸ز. کال کې د اتومي وسلې له امله يې يو ځل بيا ورسره اړيکې خرابې شوې او په ۲۰۰۵ز. کال کې د ستراتيژيک پارټنرشېب د تړون له لاسليکېدو وروسته دغه اړيکې بېرته ورغېدو، خو په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۵ز. کال کې د ټرمپ له لوري پر هند د سوداګريزو تعرفو لوړول او د هند له لوري غبرګون د دې لامل شو چې دغه اړيکې يو څه سړې شي، د همدغو اړيکو د بیارغونې په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۲۵ز. کال د اکتوبر پر ۳۱مه نېټه د جمعې پر ورځ د دفاعي همکاريو لس کلن تړون لاسليک شو. په دې تحليل کې د دغه تړون پر اهميت، موخو او پر سيمه او افغانستان يې پر اغېزو بحث کوو.
د هند او متحده ايالاتو د دفاعي او امنيتي اړيکو مخینه
د سړې جګړې پرمهال هند د شوروي اتحاد متحد و او له همدې امله يې له متحده ايالاتو سره په دفاعي برخه کې همکارۍ او اړيکې نه درلودې، له سړې جګړې وروسته د متحد ايالاتو او هند اړيکې ورغېدې، خو دفاعي برخه کې همکارۍ کمزورې وې، په ۲۰۰۱ز. کال کې د سپتمبر له پېښې وروسته متحده ايالاتو په جنوبي اسيا کې نظامي حضور پېداکړ او د حالاتو له يو څه کنټرول وروسته يې په ۲۰۰۴ز. کال کې له هند سره د اتومي پروګرام په اړه مذاکرات پيل کړل او په دې مذاکراتو کې دواړه لوري هوکړې ته ورسېدل تر څو له يو او بل سره به په درېيو برخو کې همکاري وکړي:
۱- د ملکي اهدافو لپاره د اتومي فعاليتونو ترسره کول؛
۲- ملکي فضايي پروګرام؛
۳- او د لوړې ټکنالوژۍ سوداګري.
دواړو لوريو دې نوې همکارۍ ته د ستراتيژيکې ملګرتيا راتلونکي ګامونه (NSSP(Next Steps to Strategic Partnership)) نوم ورکړ او د همدې ستراتيژيکې ملګرتيا په دوام په ۲۰۰۵ز. کال جولای مياشت کې د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس جورج ډبليو بوش او د هند لومړی وزير من موهن سېنګ په امريکا متحده ايالاتو کې دوه مهمې هوکړې لاسليک کړې، چې يو د امريکا متحده ايالاتو له لوري پر هند د وسلو د پلور او بله د اتومي همکارۍ وه. [1]
د اتومي همکارۍ تړون په ۲۰۰۸ز. کال د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د امريکا متحده ايالاتو کانګرس له لوري نهايي او تصويب شو. د دې تړون پر بنسټ:
– هند بايد د اتومي انرژۍ نړيوالې اتحاديې (International Atomic Energy Association(IAEA)) څارونکو او د ملګرو ملتونو د اتومي پروګرام څارونکي ګروپ ته اجازه ورکړي تر څو د هند ملکي اتومي پروګرام ته لاسرسی ولري او د هغې ارزونه وکړي؛
– هند بايد د خپلو اتومي وسلو امنېت قوي او ډاډمن کړي ترڅو مخالفينو ته په لاس ورنشي؛
– هند بايد نورو هېوادونو ته د خپل اتومي پروګرام د ټکنالوژۍ د لېږد په کلکه مخنيوی وکړي او په دې برخه کې له نورو هېوادونو سره هېڅ ډول همکاري ونکړي؛
– هند به امريکايي کمپنيو ته اجازه ورکوي تر څو په دغه هېواد کې اتومي ريکټورونه جوړ کړي او د ملکي اهدافو لپاره ورته اتومي انرژي برابره کړي.
د هند د اتومي پروګرام دغه تړون د هند پارلمان، د امريکا متحده ايالاتو کانګرس او د اتومي انرژۍ نړيوالې اتحاديې له لوري تصويب شو.[2]
په ۲۰۱۶ز. کال کې متحده ایالاتو، هند د “لوی دفاعي شریک” په توګه اعلان کړ. په ۲۰۱۸ز. کال کې هند ته د ستراتيژيکۍ سوداګرۍ د لومړۍ درجې حيثيت ورکړل شو چې پر بنسټ به يې هند کولی شي چې له متحده ايالاتو پوځي وسلې او ټکنالوژي لاسته راوړي.
په دفاعي برخه کې متحده ايالاتو او هند ځينې هوکړه ليکونه هم لاسليک کړي دي د بېلګۍ په ډول: د لوجستیکي تبادلې د هوکړې یادښت (LEMOA)، د اړیکو، مطابقت او امنیت هوکړه (COMCASA) او د صنعتي امنیت هوکړه (ISAله ۲۰۰۸ز. کال راپدېخوا د هند او متحده ايالاتو ترمنځ دفاعي سوداګري پراخه شوې ده، دغه سوداګري په ۲۰۰۸ز. کال کې نږدې صفر وه، خو په ۲۰۲۰ز. کال کې تر ۲۰ ميليارده ډالرو ورسېده.[3]
د دې ترڅنګ په ۲۰۲۴ز. کال د اګست په مياشت کې متحده ايالاتو او هند د عرضې امنيت تړون (Security of Supply Arrangement) هم لاسليک کړ چې موخه يې په دفاعي او امنيتي برخه کې د همکاريو پياوړتيا ښودل شوې ده. همدارنګه د ۲۰۲۵ز. په سپټمبر مياشت کې دواړو هېوادونو په الاسکا ايالت کې ګډ پوځي تمرينات هم وکړل[4] او د همدې کال لس کلن دفاعي تړون يې بل هغه قدم دی چې د متحده ايالاتو او هند دفاعي او امنيتي اړيکو نږديوالی ښايي.
د تړون موخې
۱. د پوځي اړیکو پیاوړتیا: دغه لس کلن دفاعي تړون د امریکا متحده ايالاتو او هند ترمنځ د پوځي همکارۍ د لا پياوړتيا لپاره رامنځته شوی دی. د دې تړون له لارې له به دواړه هېوادونه ګډ پوځي تمرينات تنظيموي او د وسله والو ځواکونو د ګډ کار لپاره به زمينه برابروي.
۲. تخنیکي (ټکنالوژيکي) همکاري:د تړون یوه مهمه برخه د دفاعي ټکنالوژۍ په برخه کې د همکارۍ رامنځته کول دي. د دې تړون پر بنسټ به دواړه لوري پرمختللي دفاعي سيسټمونه، سایبري وړتیاوې او فضایي امنیت په برخو کې ګډه همکاري کوي، چې د معاصرو پوځي عملیاتو لپاره خورا مهمې دي.
۳. استخباراتي او لوجيستيکي همکاري: د دې تړون بله موخه دا ده تر څو دواړه لوري له يو او بل سره استخباراتي معلومات شريک کړي، سمندري او هوايي عملياتو ګډ پلانونه سره شريک کړي او د اړتيا پرمهال له يو او بل سره لوجيستيکي برخه کې همکاري وکړي.
۴. د دفاعي سوداګرۍ اسانتیا: د دې تړون بله موخه دا ده تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ په دفاعي او وسلو برخه کې سوداګري اسانه شي. د دې تړون پر بنسټ به دواړه لوري د پوځي وسايلو او ټکنالوژۍ په برخه کې ګډ توليد کوي او د سوداګرۍ پر بنسټ به ځينې نور پوځي وسايل له یو او بل سره شریکوي.[5]
پر سيمه يې اغېزې
د ۲۰۲۵ز. کال په اګست مياشت کې د متحده ايالاتو ولسمشر ټرمپ له دې امله پر هند سوداګريزه تعرفه لوړه کړه چې هند له روسيې څخه تيل اخلي او روسيه بيا پر دغو پېسو په اوکراين کې جګړه کوي، د دغې تعرفې له لوړولو وروسته د هند لومړي وزير نريندر مودي غبرګون وښود او اعلان يې وکړ چې دوی د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې ټرمپ ته ځواب ورکړي او د روسي تيلو پېرلو ته به هم دوام ورکړي، د دې ترڅنګ نوموړي اووه کاله وروسته چين ته سفر وکړ او د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې يې ګډون وکړ، چې له امله يې د متحده ايالاتو او هند اړيکې ترينګلې او د روسيې، چين او ايران اړيکې نږدې شوې. متحده ايالات غواړي چې له هند سره د لس کلن دفاعي تړون په لاسليکولو سره دغه اړيکې بېرته ورغوي او هند په لوی لاس د روسيې او چين غېږې ته ونه غورځوي، دويم دا چې په دې وروستيو کې د متحده ايالاتو او پاکستان اړيکې نږدې شوي دي، د پاکستان لومي وزير شهباز شریف او د پوځ مشر جنرال عاصم منير څو ځلې له ټرمپ سره ليدنې وکړې او ټرمپ هغوی نږدې دوستان ياد کړل، د متحده ايالاتو او پاکستان دغه نږديوالي هم د هند اندېښنې راپارولې دي او متحده ايالات غواړي چې د دغه تړون له لارې د هند اندېښنو ته هم ځواب ووايي. که له تاريخي اړخه دې موضوع ته وګورو، نو هر کله چې متحده ايالات د هند او پاکستان ترمنځ يو اړخ ته نږدې شوی، نو د توازن ساتلو په موخه يې مقابل جانب ته هم ځينې امتيازات ورکړي دي. کله چې په ۲۰۰۱ز. کال کې د سپتمبر د يوولسمې پېښې وروسته متحده ايالات او پاکستان نږدې شو او پاکستان وسلې او پېسې ترلاسه کړې، نو هند خپلې اندېښنې له متحده ايالاتو سره شريکې کړې، هماغه و چې په ۲۰۰۵ز. کال کې يې له هند سره د ستراتيژيک پارټنرشېپ تړون لاسليک کړ تر څو پاکستان ته په نږدې کېدو هند له لاسه ورنکړي، نو د دې تړون يوه سيمه اغېزه دا هم ده چې متحده ايالاتو غواړي د هند او پاکستان ترمنځ په اړيکو کې توازن وساتي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ډيټيرينس رامنځته کړي.
د دې ترڅنګ ټرمپ اعلان کړی چې له هند سره به له مذاکراتو وروسته تعرفې بېرته راټيټي او يا هم له منځه يوسي[6] چې دا کړنه به هم د دې لامل شي چې د هند او متحده ايالاتو ترمنځ اړيکې بېرته عادي شي، البته يادونه بايد وکړو چې هند د متحده ايالاتو په څېر ستر قدرت ته اړتيا لري او که دغه اړيکې بېخي خراب حالت ته لاړې شي، نو پاکستان به له دغه فرصت څخه ستره ګټه پورته کړي، نو ځکه هند مذاکراتو او اړيکو جوړېدو ته حاضريږي.
متحده ايالاتو غواړي چې په انډوپسفيک (هندي سمندر) کې چين کنټرول کړي او په دغه سيمه کې د چين اقتصادي ګټو ته ګواښ پېداکړي تر څو د دوی اقتصادي پرمختګ ټکنی شي او د دې کار لپاره د هند ملاتړ او همکارۍ ته اړتيا لري او دغه دفاعي تړون به وکولای شي چې په انډوپسفيک کې د دواړو هېوادونو څارنې، پوځي تمرينات او لوجيستيکي همکاري پياوړي کړي او دا به په سيمه کې د چين او هند مخ په ښه کېدو اړيکې يو ځل بيا ترينګلې کړي. هند په سيمه کې د چين ګټو پر وړاندې ستر ګواښ دی او له همدې امله متحده ايالات نه غواړي چې هند په اسانۍ له لاسه ورکړي او دغه دفاعي تړون به په جنوبي او جنوب ختيځې اسيا کې د هند او چين سيالۍ ته هم لاره پرانېزي.
دغه تړون پر پاکستان هم منفي اغېزې لري، ځکه د دې تړون له لارې په جنوبي اسيا کې د هند او پاکستان ترمنځ ډيټيرينس ګډوډيږي، پوځي توازن خرابېږي او دا کار د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ ده. البته دلته دوه خبرې د يادولو وړ دي: اول دا چې کېدای شي په دې برخه کې له پاکستان سره خبرې شوې وي او هغوی ته ډاډ ورکړل شوی وي چې دا کړنه به هغوی ته زيان نه رسوي او د هغوی په مشوره دا کار شوی وي او دويم دا چې که په دې برخه کې د پاکستان رضايت نه وي اخيستل شوی وی، نو د دې امکان شته چې پاکستان د ډيټيرينس او له هند سره د توازن ساتلو په موخه روسيې ته مخه کړي او له چين سره خپلې اړيکې لا پياوړې کړي.
د هند او متحده ايالاتو د اړيکو پياوړتيا په جنوبي او جنوپ ختيځه اسيا کې د هند پر متحدو هېوادونو هم مثبتې اغېزې لري، ځکه هغوی هم له متحده ايالاتو سره د اړيکو د جوړېدو او اقتصادي همکارۍ فرصتونه ترلاسه کوي.
د دې ترڅنګ دغه دفاعي تړون به پر ايران منفي اغېزې ولري، ځکه د هند او متحده ايالاتو د اړيکو په ترينګلتيا کې د ايران ګټې دي ځکه ايران کولای شول چې له هند سره خپلې سوداګريزې اړيکې پياوړې کړي پر هند ايراني تيل وپلوري او د بنديزونو په دې دور کې يو څه اسانتيا رامنځته کړي، خو له دې دفاعي تړون وروسته چې کله د متحده ايالاتو او هند اړيکې پياوړې کېږي، نو هند اړ دی چې پر ايران لګېدلي بنديزونه رعايت کړي چې دا پر ايران منفي اغېزه لري.
پر افغانستان يې اغېزې
د متحده ايالاتو او هند ترمنځ د لس کلن دفاعي تړون له امله د اړيکو نږديوالي پر افغانستان هم مثبتې اغېزې لري، ځکه د دغه تړون له لاسليک وروسته متحده ايالاتو د چابهار بندر د بنديزونو معافيت د ۲۰۲۶ز. کال تر اپريل پورې تمديد کړ چې له امله يې هند کولای شي د دغه بندر له لارې له افغانستان سره سوداګريزې اړيکې ټينګې کړي او اقتصادي همکارۍ وکړي، چې له دې لارې به د افغانستان او هند سوداګريزې اړيکې پياوړې شي، صادرات او وارداتو کچه به ورسره لوړه شي او دا کار به د افغانستان پر اقتصادي وضعيت مثبته اغېزه وکړي، بله موضوع دا چې په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ دروازې تړل شوي چې له امله يې افغان سوداګر او بزګران له زيان سره مخامخ دي، نو چابهار بندر کېدلای شي چې د پاکستان ښه بديل شي او سوداګر او بزګران مو له زيان څخه وژغورل شي.
هند په رسمي ډول په کابل کې خپل سفارت پرانېست او له دې سره د دواړو هېوادونو اړيکې سفارتي کچې ته لوړې شوې چې له دې معلوميږي چې د هند څار او انتظار پاليسي پای ته رسېدلی او د اسلامي امارت له پاليسيو او کړنو ډاده شوي دي او له همدې امله يې له اسلامي امارت سره په سفارتي کچه تعامل پيل کړی دی، د هند او افغانستان د اړيکو د نږديوالي يو لامل د افغانستان او پاکستان د اړيکو خرابوالی دی، دا چې د هند او افغانستان اړيکې ښې شوي او په مقابل کې د هند او متحده ايالاتو اړيکې هم د دې دفاعي تړون له امله ښې شوي، نو هند کولای شي چې د متحده ايالاتو او اسلامي امارت ترمنځ د اړيکو په نږديوالي کې هم رول ولوبوي او د متحده ايالاتو او افغانستان د اړيکو نږديوالی طبعي خبره ده چې پر افغانستان مثبتې اغېزې لري.
البته يوه يادونه بايد وکړو چې د هند او افغانستان داسې نږديوالی په هيڅ ډول د افغانستان په ګټه نه ده چې هغه پاکستان ته ستر زيان ولري، ځکه پاکستان د افغانستان ګاونډی هېواد دی او تل يې افغانستان له همدې لارې ناامن شوی او له ستونزو سره مخامخ شوی دی، نو که پاکستان پوه شي چې په افغانستان کې د هند نفوذ مخ په ډېرېدو دی، نو د دې نفوذ د مخنیوي لپاره پاکستان له هر دول حربې او چل څخه کار اخلي چې له امله يې کېدای شي افغانستان ناامن او ثبات له لاسه ورکړي، نو اسلامي امارت ته په کار دي چې د پاکستان او هند په اړيکو توازن وساتي.
پايله
د روان ۲۰۲۵ز. کال د اکتوبر پر۳۱مه نېټه د هند او متحده ايالاتو ترمنځ لس کلن (۲۰۲۵-۲۰۳۵) دفاعي تړون لاسليک شو، د دې تړون موخه د پوځي اړيکو پياوړتيا، په دفاعي برخه کې د لوجيستيکي او ټکنالوژيکي همکارۍ رامنځته کول او د وسلو په برخه کې د سوداګرۍ اسانه کول دي.
د دغه دفاعي تړون له لارې د هند او متحده ايالاتو اړيکې يو ځل بيا د عادي کېدو حالت ته روانې دي، ځکه د ټرمپ د تعرفې له امله دغه اړيکې يو څه ترينګلې شوې وې، خو اوس ټرمپ اعلان وکړ چې دغه تعرفې به راټيټي او يا هم له منځه يوسي چې دا د اړيکو د پياوړتيا لامل ګرځي. د هند او متحده ايالاتو ترمنځ د اړيکو بيا پياوړتيا پر پاکستان، چين، روسيې او ايران منفي اغېزې لري، خو افغانستان لپاره بيا ځينې فرصتونه لري او هغه دا چې چابهار بندر يو ځل بيا د بنديزونو له معافيت څخه وويستل شو او افغانستان کولای شي چې د دې بندر له لارې له هند سره سوداګري پراخه او اقتصادي همکارۍ راجلب کړي.
وړانديزونه
۱- دا چې هند او متحده ايالات ستراتيژيک ملګري دي او د هند او اسلامي امارت اړيکې هم مخ په ښه کېدو دي، نو اسلامي امارت دې هڅه وکړي چې د متحده ايالاتو سره د اړيکو د ښه کېدو په برخه کې له هند څخه ګټه واخلي.
۲- دا چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ دروازې تړل شوي او له امله يې افغاني بزګران او سوداګر له زيان سره مخامخ دي، نو اسلامي امارت دې هڅه وکړي چې د چابهار بندر له لارې له هند سره د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.
۳- له پاکستان سره د وروستۍ شخړې له امله د هند او افغانستان اړيکې نږدې شوي دي، خو اسلامي امارت بايد دې برخې ته متوجې اوسي چې دغه اړيکې د دې لامل نشي چې د پاکستان اندېښنې زياتې شي او بيا په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنيوي په موخه په افغانستان کې ناامني او بې ثباتي رامنځته کړي.
