لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- د افغانستان اسلامي امارت او مالیزیا اړیکو ته یوه کتنه
- د افغانستان او مالیزیا د اړیکو مخینه
- د ۲۰۲۱ ز.کال وروسته د اسلامي امارت په وړاندې د مالیزیا دریځ
- د اسلامي امارت او مالیزیا ترمنځ د سیاسي اړیکو اړخونه
- د اسلامي امارت او مالیزیا ترمنځ د اړیکو اقتصادي اړخونه
- کلتوري او تعلیمي اړخونه
- د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره ننګونې او فرصتونه
- فرصتونه
- پایله
- وړاندیزونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
افغانستان کې له ۲۰۲۱ ز.کال وروسته سیاسي بدلونونه او واک ته د اسلامي امارت بیا راتګ د دې هېواد په نړیوالو اړیکو پراخ بدلونونه راوستي دي. په دې موده کې د اسلامي امارت لپاره یو له بنسټیزو ننګونو څخه د نړیوال مشروعیت او ډیپلوماټیکو او اقتصادي میکانیزمونو ته د لاسرسي مسله وه. په دې اوسنیو شرایطو کې اسلامي هېوادونه کولی شي د افغانستان د دریځ بیا راپورته کولو او د سیاسي انزوا کمولو لپاره په نړیوال نظام کې مهم رول ولوبوي. د نړیوالو اړیکو د تیوریو له نظره، مذهبي او کلتوري پیوستون کولی شي د “نرم ځواک” په توګه عمل وکړي او د مشروعیت او سیمه ییزو تعاملاتو لپاره لاره هواره کړي.[1] له همدې امله د هغو هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکو ته کتنه چې په اسلامي نړۍ کې د سیاسي او اقتصادي پلوه مهم مقام لري د ډیر اهمیت وړ ده.
د اسلامي هېوادونو په منځ کې، د مالیزیا هېواد د عصري پرمختګ سره د اسلامي ارزښتونو یوځای کولو کې د بریالۍ تجربې له امله د افغانستان په بهرني سیاست کې ځانګړی مقام لري. دغه هېواد د یوه پیاوړي اقتصاد په لرلو، پرمختللي تعلیمي سیسټم او د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) او د جنوب ختیځې آسیا د هېوادونو ټولنې (ASEAN) په څېر نړیوالو ادارو کې فعالې ډیپلوماسۍ لرلو سره، توانیدلی چې د اسلامي هویت او عصري کېدو ترمنځ د تعامل لپاره یو مناسب ماډل چمتو کړي. سربیره پردې، د اسلامي بانکدارۍ، ټیکنالوژۍ او لوړو زده کړو په برخو کې د مالیزیا وړتیاوې کولی شي د افغانستان ځینې اقتصادي او علمي اړتیاوې پوره کړي. د افغانستان په اړه د (OIC ) په غونډو کې د دغه هېواد فعال ګډون د کوالالمپور لیوالتیا ښیي چې په سیمه ییزو بدلونونو کې رغنده رول ولوبوي او د اسلامي او بشري اصولو پر بنسټ د افغانانو ملاتړ وکړي.[2] د دې مسلې اهمیت ته په کتو، د افغانستان او مالیزیا ترمنځ اړیکې په علمي ادبیاتو کې په جامع او سیستماتیک ډول نه دي مطالعه شوي. له همدې امله د دې اړیکو سیاسي، اقتصادي، کلتوري او تعلیمي اړخونو مطالعه نه یوازې د موجوده څېړنې تشه ډکولی شي، بلکې د اسلامي امارت د بهرني سیاست په جوړولو او د اسلامي نړۍ سره د رغنده تعاملاتو په جوړولو کې هم اغیزمن رول لوبولی شي.
د افغانستان او مالیزیا د اړیکو مخینه
له تاریخي او ډیپلوماټیک پلوه د افغانستان او مالیزیا ترمنځ اړیکې په ۱۹۶۹ ز.کال کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) له تاسیس سره ټینګې شوې او افغانستان له هغه وخت راهیسې د دې سازمان غړی دی. مالیزیا د OIC د بنسټ ایښودونکو هېوادونو له ډلې او د اسلامي ارزښتونو او عصري پرمختګ سره یوځای کولو کې د بریالۍ تجربې سره، په څو اړخیزو اسلامي پالیسیو کې ستراتیژیک رول لوبولی دی.[3] د دغه هېواد غړیتوب او په OIC کې فعال ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي او غیر رسمي تعاملاتو لپاره یو پلیټ فارم چمتو کړی او د کلتوري، تعلیمي او اقتصادي اړیکو لپاره یې لاره هواره کړې ده. له ۲۰۰۱ز.کال څخه تر ۲۰۲۱ ز.کال پورې، په افغانستان کې د جمهوري نظام د رامنځته کېدو او نړیوالو تعاملاتو ته د افغانستان د ننوتلو سره، مالیزیا په فعاله توګه د بیارغونې پروژو او د بشري او اداري ظرفیتونو په پراختیا کې برخه اخیستې وه. په دې همکاریو کې د مالیزیا په نړیوال اسلامي پوهنتون (IIUM) کې د افغان زده کوونکو منل، د ګډو تعلیمي او مذهبي پروګرامونو ترسره کول او د اسلامي بانکدارۍ او شرعي څېړنو په کنفرانسونو کې ګډون کول شامل وو. [4] په دې دوره کې مالیزیا د افغانستان د بیارغونې ملاتړ کولو ترڅنګ په بشري، تعلیمي او پرمختیایي همکاریو باندې ډیر تمرکز وکړ او افغانستان هڅه وکړه چې د حکومتدارۍ او دوامداره پراختیا په برخه کې د مالیزیا له تجربو څخه ګټه پورته کړي.
په ۲۰۲۱ ز.کال کې د جمهوري رژیم له نسکورېدو او د اسلامي امارت له راستنېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یوې حساسې مرحلې ته ننوتې. مالیزیا د نوي حکومت په رسمي نه پېژندنې سربېره، د څو اړخیزې ډیپلوماسۍ له لارې په ځانګړې توګه د OIC چوکاټ کې خپل تعاملات ساتلي دي. په وروستیو کلونو کې د مالیزیا پلاوي کابل ته سفر وکړ او د سایبري امنیت، ډیپلوماتانو روزنې، د حسابدارۍ مدیریت او ملکي خدماتو پراختیا برخو باندې یې ټینګار وکړ. همدارنګه مالیزیا د افغانستان په اړه د OIC غونډو کې هم فعال ګډونوال و او د افغان میرمنو او نجونو د حقونو ملاتړ ترڅنګ هڅه کوي چې د کلتوري، اقتصادي او تعلیمي ډیپلوماسۍ له لارې د منځګړیتوب او تسهیل کوونکی رول ولوبوي.[5] دا متوازنه بهرنۍ پالیسي، په اسلامي همکارۍ تاکید، نه مداخله او دوامداره پراختیا لپاره ملاتړ باندې ټینګار کوي چې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د محتاط، مګر د فعال ښکیلتیا په ځانګړې توګه په غیر سیاسي او بشري برخو کې دوام منعکس کوي
د ۲۰۲۱ ز.کال وروسته د اسلامي امارت په وړاندې د مالیزیا دریځ
د ۲۰۲۱ ز.کال په اګسټ میاشت کې په افغانستان کې د جمهوري رژیم له ړنګېدو او د اسلامي امارت واک ته له رسېدو وروسته، مالیزیا لکه د ډیرو اسلامي او آسیایي هېوادونو په څېر د نویو بدلونونو پر وړاندې محتاط دریځ غوره کړ. مالیزیا په مکرر ډول د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) په غونډو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه، په ځانګړې توګه د افغان میرمنو او نجونو د زده کړو څخه د محرومیت په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې او د تعلیمي محدودیتونو د سمدستي لرې کولو غوښتنه یې کړې ده.[6] په ورته وخت کې، د مالیزیا استازو ټینګار کړی چې افغانستان د بشري بحرانونو، د خوړو د خوندیتوب او د اوږدمهاله بې کارۍ سره مخ دی او نړیواله ټولنه باید د خبرو اترو او باور جوړونې پر بنسټ دغو ننګونو ته ځواب ووایي.[7] دا دریځ د اسلامي اصولو، بشري اندیښنو او د سیمې د جیوپولیټیک واقعیتونو ترمنځ د توازن ساتلو لپاره د مالیزیا هڅې منعکس کوي.
د دوه اړخیزو اړیکو په کچه، مالیزیا له ۲۰۲۲ ز.کال راهیسې کابل ته څو رسمي پلاوي لیږلي دي، چې موخه یې د اسلامي امارت سره د اقتصادي، تعلیمي او ډیپلوماټیکو اړیکو پراخول وو. په دې غونډو کې،د مالیزیا د لومړي وزیر د استازي په مشرۍ یو پلاوی د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو چې په کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم شامل و سره ولیدل او د افغانستان د ډیپلوماتانو او ملکي مامورینو لپاره د لنډمهاله روزنیزو پروګرامونو په لاره اچولو یې ټینګار وکړ.[8] دا غونډه د افغانستان د اسلامي امارت له حکومت سره د کاري او تخنیکي اړیکو د ساتلو لپاره د مالیزیا هېواد لیوالتیا په ګوته کوي، که څه هم په رسمي او ډیپلوماټیکه کچه دا تعاملات لا تر اوسه په بشپړ ډول د اسلامی امارت په رسمیت پیژندنه نه دي تمام شوي. په دې غونډو کې د اسلامي امارت چارواکو له مالیزیا څخه غوښتلي هم دي چې په دغه هېواد کې میشتو افغانانو لپاره تعلیمي او روغتیایی اسانتیاوې برابرې کړي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د انساني او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا لپاره د هڅو ښودنه کوي.
په سیمه ییز او نړیوال اړخ کې، مالیزیا پرته له دې چې د بشري حقونو له اصولو او خپلو کورنیو پالیسیو څخه انحراف وکړي هڅه کړې چې د اسلامي او آسیایي همکاریو په چوکاټ کې خپل رول وساتي،. دغه هېواد د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت سره د ښکیلتیا ملاتړ کړی او د افغان بزګرانو لپاره یې د بدیل تخمونو ورکړې غوښتنه کړې ده. په ورته وخت کې مالیزیا په نړیوالو غونډو کې افغانستان ته د دوامداره او پشنهادي بشري مرستو د چمتو کولو لپاره دفاع کړې او ټینګار یې کړی چې په سیمه ییزه کچه اقتصادي او ټولنیزه همکاري په افغانستان کې د سولې او ثبات د ترلاسه کولو لپاره خورا مهمه ده.[9] دا دریځونه ښیي چې مالیزیا، سره له دې چې په رسمي ډول اسلامي امارت په رسمیت نه پیژني، د افغانستان پر وړاندې متوازنه او څو اړخیزه پالیسي تعقیبوي، هغه پالیسي چې د اسلامي اصولو، بشري اندیښنو او سیمه ایزو ګټو پر بنسټ ولاړه ده.
د اسلامي امارت او مالیزیا ترمنځ د سیاسي اړیکو اړخونه
په افغانستان کې د سیاسي بدلونو او د اسلامي امارت د بیا واک ته رسیدو وروسته، د افغانستان او مالیزیا ترمنځ سیاسي اړیکې یوې نوې او محتاطې مرحلې ته داخلې شوې دي. مالیزیا په جنوب ختیځه اسیا کې د یو بریالي اسلامي هېواد په توګه ده، تل هڅه کړې چې له اسلامي حکومتونو سره په تعاملاتو کې د منځګړي رول ولوبوي. وروسته له هغه چې روسیې د ۲۰۲۵ ز.کال په جولای کې اسلامي امارت په رسمیت وپیژنده، مالیزیا تر اوسه د اسلامي امارت په رسمیت نه دی پیژندلی او په نړیواله ټولنه کې یې د افغانستان مشروط ادغام ته دوام ورکړ او د خبرو اترو او منځګړیتوب لپاره د کم لګښت لرونکي پلیټ فارم په توګه یې د اسلامي همکاریو سازمان رول پیاوړی کړ. په هر صورت د عملي ډیپلوماسۍ په کچه یې د اړیکو د پراخولو لپاره ګامونه پورته کړي دي. کابل ته د مالیزیا د رسمي پلاوي سفر، چې په پلاوي کې یې د مالیزیا د بهرنیو چارو، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو استازي شامل وو او د اسلامي امارت د چارواکو سره یې غونډې ترسره کول د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو چینلونو د جوړولو لپاره د دواړو خواوو لیوالتیا په ګوته کوي.[10] په دې غونډو کې دواړوخواوو د مذهبي، کلتوري او اقتصادي اړیکو د پراخولو په اړه بحث وکړ او ترڅنګ یې مالیزیا د خپل ځانګړي استازي له لارې کابل ته د نیکمرغۍ پیغام ورساوه. دا تعاملات ښيي چې مالیزیا، په داسې حال کې چې د اسلامي امارت د حکومت د مشروعیت په اړه خپل رسمي دریځ ساتي، هڅه کوي چې د نرمې ډیپلوماسۍ له لارې په سیمه ییزو پرمختګونو کې اغیزمن رول ولوبوي.
د پالیسي برخه کې مالیزیا هڅه کړې چې د خپلو کورنیو ارزښتونو او د افغانستان د سیاسي واقعیتونو ترمنځ توازن ساتلو ترڅنګ پر اسلامي اصولو او بشري حقونو ټینګار کوي. په وروستیو غونډو کې مالیزیایي چارواکو د افغانستان د سیاسي وضعیت څخه هیله څرګنده کړې او د ډیپلوماټیکي روزنې، معلوماتي ټیکنالوژۍ، محاسبې او ملکي خدماتو پراختیا په برخو کې یې د همکارۍ د پراخولو غوښتنه کړې ده.[11] دا وړاندیزونه د افغانستان سره د ښکیلتیا لپاره د مالیزیا عملي چلند منعکس کوي؛ داسې یو چلند چې د ظرفیت لوړولو او د بریالي حکومتدارۍ تجربو لیږدولو باندې تمرکز کوي. له بلې خوا، اسلامي امارت له مالیزیا څخه هم غوښتنه کړې چې په دغه هېواد کې میشتو ۳۰۰۰ څخه زیاتو افغانانو ته تعلیمي او روغتیایی اسانتیاوې برابرې کړي،[12] چې دا د دواړو ملتونو ترمنځ د بشري او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا لپاره هڅې په ګوته کوي. سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې مالیزیا کولی شي د اسلامي حکومتدارۍ په برخه کې خپلې تجربې وکاروي ترڅو افغانستان سره د خپل سیاسي انزوا په له منځه وړلو کې مرسته وکړي. دا نظرونه ښیي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکې، که څه هم رسمي نه دي خو د ګډو ګټو او کلتوري ارزښتونو پر بنسټ رامینځته کیږي.
په سیمه ییز او نړیوال اړخ کې، مالیزیا هڅه کړې چې د اسلامي همکارۍ سازمان او نړیوالو فورمونو په چوکاټ کې خپل رول وساتي او د دې ادارو له لارې د افغانستان په اړه خپل دریځ څرګند کړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان په غونډو کې ګډون کړی او د مالیزیا د بشري مرستو په ځانګړې توګه د هرات زلزلې پر مهال یې د مرستو ستاینه وکړه. دا تعاملات د دواړو هېوادونو هڅې منعکس کوي چې د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا لپاره څو اړخیزه ډیپلوماسۍ کاروي. له بلې خوا، پدې شرایطو کې هیله ده چې اسلامي امارت به د اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه د مالیزیا د پلاويو له سفر څخه ګټه پورته کړي ترڅو له سیاسي انزوا څخه راووځي او د خبرو اترو لپاره د فضا په رامینځته کولو سره د خپل پیژندګلوۍ لپاره لاره هواره کړي.
د اسلامي امارت او مالیزیا ترمنځ د اړیکو اقتصادي اړخونه
د ۲۰۲۱ ز.کال د سیاسي پرمختګونو وروسته د افغانستان او مالیزیا ترمنځ اقتصادي اړیکې یوې نوې او محتاطې مرحلې ته داخلې شوې دي. مالیزیا چې د جنوب ختیځې آسیا یو له بریالیو اقتصادونو څخه دی، د سوداګرۍ، بانکدارۍ او زیربنايي پراختیا په برخو کې د خپلو تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره، له افغانستان سره د همکارۍ پراخولو ته لیواله ده. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د مالیزیا د اقتصاد وزارت ترمنځ په مجازی غونډو کې، دواړو خواوو د کانونو، انرژۍ، ترانسپورت او صنعتي تولید په برخو کې د پانګونې فرصتونو په اړه بحث وکړ. د وارداتو او صادراتو په برخه کې د خپلو وړتیاوو په کارولو سره، مالیزیا د افغانستان د سوداګریزو زیربناوو په پراختیا د کابل او کوالالمپور کې د ویش مرکزونو جوړول په ګډون د خپل رول لوبولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.[13] دا وړاندیزونه د افغانستان سره د تعامل لپاره د مالیزیا عملي چلند منعکس کوي؛ یو داسې چلند چې د ظرفیت لوړولو او بریالي اقتصادي تجربو لیږدولو باندې تمرکز دی.
د دوه اړخیزې سوداګرۍ په برخه کې افغانستان هڅه کړې چې د مالیزیایي پانګوالو په راجلبولو سره د کورني اقتصادي ودې بنسټونه پیاوړي کړي. لیکن د مالیزیا سره د افغانستان د سوداګري کچه تل په تېرو دریو کلونو کې د کسر سره مل وه؛[14]
په ۱۴۰۰ کال کې منفی ۱۶۷ ملیون ډالرو، په کال ۱۴۰۱ کې یې کچه راټیټه شوه او ۱۴۶ ملیون ته ورسیده، خو په کال ۱۴۰۲ کال کې بیا دویم ځل ۱۶۴ ملیون ډالرو ته لوړه شوه. دا شمېرنې ښیي چې د مالیزیا څخه د افغانستان واردات د صادراتو په پرتله خورا ډیر دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې غیر متوازنې پاتې دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالیزیایي پلاوي سره په یوه غونډه کې د افغاني محصولاتو لکه غالۍ، پنبه، کانونو او زعفرانو لپاره د ګډو بازارونو د جوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ. همدارنګه د دواړو هېوادونو د اقتصادي ظرفیتونو د معرفي کولو لپاره د ګډو سوداګریزو کنفرانسونو د جوړولو وړاندیز هم وشو. مالیزیا دې وړاندیزونو ته د هرکلی ترڅنګ اعلان وکړ چې دوي به کابل ته ځانګړي ټیمونه واستوي ترڅو د بانکدارۍ، لوژستیک او سایبري امنیتي سکتورونو کې د همکارۍ ساحې وڅیړي.[15] دا تعاملات ښیي چې که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لاهم په خپلو لومړنیو مرحلو کې دي، لیکن د دوامداره او متوازن پرمختګ لپاره امکانات شتون لري که چیرې په هوښیارۍ سره اداره شي کولی شي د پام وړ اقتصادي پایلو لامل به وګرځي.
د جوړونې په اړخ کې، افغانستان او مالیزیا د ګډو پانګونو د اسانتیا لپاره د قانوني او تخنیکي چوکاټونو رامنځته کولو په اړه غور کوي. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وړاندیز کړی چې په کابل او کوالالمپور کې ځانګړي ټیمونه جوړ شي ترڅو د پانګونې پورې اړوند تخنیکي او قانوني مسلې وڅیړي. دا اقدام کولی شي د مالیزیایي پانګوالو او د افغانستان اقتصادي ادارو ترمنځ د باور رامینځته کولو کې مرسته وکړي. له بلې خوا، مالیزیا د صنعتي پارکونو په پراختیا کې د خپلو بریالیو تجربو په پام کې نیولو سره، په افغانستان کې د ورته پروژو په ډیزاین او پلي کولو کې د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.[16] بې له شکه که دا همکاري د نړیوالو او سیمه ییزو ادارو ملاتړ ترلاسه کړي، نو کولی شي د افغانستان اقتصادي زیربناوې پیاوړې کړي او په بهرنیو مرستو تکیه کمه کړي. په عمومي توګه، د افغانستان او مالیزیا ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د ګډو ګټو، تکمیلي ظرفیتونو او د دواړو خواوو د سیاسي ارادې پورې تړلي دي.
کلتوري او تعلیمي اړخونه
د جغرافیایي او تاریخي توپیرونو سربېره، د افغانستان او مالیزیا ترمنځ کلتوري اړیکې د مذهبي او تمدني مشترکاتو پر بنسټ ولاړې دي او په وروستیو کلونو په ځانګړې توګه په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د سیاسي بدلون وروسته، نوي پړاو ته داخلې شوې. مالیزیا د یو مسلمان اکثریت لرونکي او په کلتوري ګډ ژوند کې د بریالۍ تجربې لرونکي هېواد په توګه، هڅه کړې چې د افغانستان د سرپرست حکومت سره محتاطانه دریځ ساتلو سره د کلتوري ډیپلوماسۍ له لارې خپل تعاملاتو ته دوام ورکړي. د اسلامي امارت له چارواکو سره د مالیزیا د پلاوي ناستې د دواړو خواوو د مذهبي، کلتوري او بشري اړیکو د پراختیا لپاره لیوالتیا په ګوته کوي. په یادو غونډو کې، کلتوري برخو کې د مالیزیا مرستې، په ځانګړې توګه د هرات د زلزلې پرمهال او د ټولنیزو او کلتوري همکاریو د پراختیا غوښتنه وشوه. دا نزدېوالی ښیي چې مذهبي مشترکات او اسلامي ارزښتونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري اړیکو د ساتلو او پیاوړتیا لپاره یو مناسب پلیټ فارم چمتو کړی دی، حتی په هغو شرایطو کې چې رسمي سیاسي اړیکې له ننګونو سره مخ دي.
د پوهنې په برخه کې، مالیزیا د افغان ډیپلوماتانو او ملکي کارکوونکو لپاره د لنډمهاله روزنیزو پروګرامونو په برابرولو کې فعال رول لوبولی او د معلوماتي ټکنالوژۍ، محاسبې، عامه ادارې او ملکي خدماتو په برخو کې یې وړاندیزونه کړي دي.[17] دا کړنې د افغانستان د اداري او تخنیکي ظرفیتونو د ښه کولو په موخه دي او د حکومتدارۍ او تعلیم په برخو کې د خپلو بریالیو تجربو د لیږدولو لپاره د مالیزیا لیوالتیا منعکس کوي. همدارنګه د اسلامي امارت غوښتنه چې په مالیزیا کې دې میشت زرګونو افغانانو ته تعلیمي او روغتیايي اسانتیاوې برابرې شي، په ولسي او د افغان کډوالو په کچه د تعلیمي اړیکو اهمیت منعکس کوي. مالیزیایي پوهنتونونو، په ځانګړې توګه د مالیزیا نړیوال اسلامي پوهنتون (IIUM)، په تېرو دوو لسیزو کې په بېلابیلو برخو کې د سلګونو افغان زده کونکو کوربتوب کړی او د MTCP او د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت سره د همکارۍ په څېر پروګرامونو له لارې یې وړیا یا په تخفیف سره افغان محصلینو ته د زده کړو فرصتونه چمتو کړې دي. دې همکاریو نه یوازې د افغانستان علمي ظرفیت لوړ کړی، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د علمي او کلتوري تعاملاتو شبکه هم رامنځته کړې ده.
د افغانستان او مالیزیا ترمنځ اکاډمیک او پوهنتوني همکارۍ (د محصلینو منلو علاوه) د ګډو کنفرانسونو جوړولو او د څیړنیزو پروژو پراختیا هم وه. د مالیزیا پوهنتونونو په ځانګړي توګه د اسلامي مطالعاتو برخو یې، تطبیقي قانون او اسلامي بانکدارۍ په برخو کې، د افغانستان له اکاډمیکو ادارو سره اړیکې ټینګې کړې دي او ځینو افغان استادانو هم په مالیزیا کې د زده کړې فرصتونو له لارې روزنه ترلاسه کړې ده. د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو ترمنځ د تفاهم لیکونو لاسلیک کولو هڅې، د زده کړې کیفیت ښه والي او د ګډو څیړنیزو مرکزونو د جوړولو لپاره د یادو اکاډمیکي اړیکو ژوروالی ښیې.[18] د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري او اسلامي نږدېوالی، د ګډو مذهبي ارزښتونو او د اسلامي زده کړې په اړه ورته لیدلورو د سیمه ییزو او بین المللي همغږۍ لپاره مناسب اساس چمتو کړی دی. مالیزیا، د عصري کېدو په برخه کې د خپلې بریالۍ تجربې سره د افغانستان لپاره یوه نمونه ګڼل کیږي او د اسلامي همکارۍ سازمان په څېر ادارې کولی شي د کلتوري پلونو په جوړولو کې مهم رول ولوبوي. دا نږدېوالی که په سمه توګه اداره شي، کولی شي په نورو برخو لکه اقتصادي او سیاسي کې هم اړیکې پیاوړې کړي،
د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره ننګونې او فرصتونه
ننګونې
د افغانستان د اسلامي امارت او مالیزیا اړیکې، سره له دې چې ځینې غیر رسمي تعاملات او کلتوري ډیپلوماسۍ له ځان سره لري، بیا هم له ننګونو سره مخ دي چې پر ټولو مهم یې لاندې بحث شوي دي.
په نړیواله کچه د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې نه شتون: د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په لاره کې یو له اصلي خنډونو څخه د رسمیت پیژندنې مسله ده. مالیزیا، لکه د نورو ډیرو اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو سازمان غړو په څېر له کابل سره د رسمي او ډیپلوماټیکو اړیکو له جوړولو څخه انکار کړی دی. د څو اړخیزه ډیپلوماسۍ او نړیوالو قانوني اصولو ته د ژمن هېواد په توګه، مالیزیا اعلان کړی چې د اسلامي امارت د حکومت پیژندل د یو ټول شموله حکومت په جوړولو، د بشري حقونو درناوی او د اساسي ازادیو تضمین پورې مشروط دي.[19] دا دریځ د ملګرو ملتونو او لویدیځو هېوادونو د پالیسیو سره په همغږۍ کې نیول شوی دی او په ګوته کوي چې د مالیزیا سره اړیکې به تر هغه وخته پورې چې اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت معیارونه پوره نه کړي په سمبولیک کچه پاتې شي.
د لویدیځ له خوا سیاسي او ډیپلوماتیک فشار: امریکا او متحدینو یې هڅه کړې چې د اقتصادي وسایلو، مالي بندیزونو او په نړیوالو ادارو کې د نفوذ په کارولو سره د اسلامي امارت د مشروعیت ترلاسه کولو مخه ونیسي. مالیزیا د هغه هېواد په توګه چې له لویدیځ سره پراخې اقتصادي او امنیتي اړیکې لري، هم د دې فشارونو سره مخ دی او نشي کولی په اسانۍ سره د افغانستان په اړه خپلواکه پالیسي غوره کړي. د اسلامي امارت سره هر ډول رسمي اړیکي ممکن د متحده ایالاتو، اروپایي اتحادیې او نړیوالو مالي ادارو سره د مالیزیا اړیکو لپاره پیغامونه ولري. له همدې امله، مالیزیا د محتاط چلند په غوره کولو سره هڅه کړې چې د اسلامي امارت له حکومت سره رسمي او سیاسي تعاملاتو څخه ډډه وکړي او له افغانستان سره انساني او کلتوري اړیکې وساتي.
د بشري حقونو په اړه د نظرونو توپیر: د بشري حقونو مسلې شاید د ماليزیا سره د اسلامي امارت په اړیکو کې یو له بنسټیزو خنډونو څخه وي. اسلامي ارزښتونو ته په پام سره مالیزیا، د ښځو د حقونو، تعلیم او ټولنیز ګډون په برخو کې د اسلامي امارت په پرتله ډیر خلاصه پالیسي لري. لیکن اسلامي امارت ټینګار کوي چې د ښځو حقونه باید د اسلامي قانون او افغان کلتور په چوکاټ کې تعریف شي، پداسې حال کې چې مالیزیا د ښځو پر تعلیم، د کار په بازار کې د هغوي ګډون او په سیاسي او ټولنیزو ډګرونو کې د هغوي په شتون ټینګار کوي. د لیدلوري دغه توپیر د مالیزیا چارواکي دې ته اړ کړي چې په نړیوالو غونډو کې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړي او له اسلامي امارت څخه د ټولنیزو اصلاحاتو غوښتنه وکړي.[20] د ارزښتونو دې تشې نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري او سیاسي اړیکو مخه نیولې، بلکې د اسلامي امارت پر نړیوال انځور یې هم منفي اغیزه کړې ده.
د قانوني او ډیپلوماټیکو زیربناوو نشتوالی: اسلامي امارت د نړیوالو کنوانسیونونو نه منلو، د فعالو سفارتونو نشتوالي او له نړیوالو ادارو سره محدود تعامل، د مالیزیا په څېر هېوادونو سره د دوامداره اړیکو لپاره د چوکاټ په جوړولو کې پاتې راغلی دی. له بلې خوا، مالیزیا هم د قانوني تضمینونو نشتوالي، په پالیسي جوړولو کې شفافیت او د امنیتي اغیزو په اړه اندیښنو له امله د اسلامي امارت په حکومت کې له پانګونې او په رسمي توګه له تعامل څخه ډډه کړې ده. دې وضعیت د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د عامه ډیپلوماسۍ، غیر رسمي غونډو او بشري همکاریو په کچه پاتې کړې او د ستراتیژیکو او اوږدمهاله همکاریو مرحلې ته رسېدو کې پاتې راغلي دي. د دې ننګونو د لرې کولو لپاره، اسلامي امارت د حکومتدارۍ په جوړښت کې بنسټیزو اصلاحاتو، د نړیوالې ډیپلوماسۍ د اصولو منلو او د مالیزیا په ګډون له اسلامي هېوادونو سره د باور جوړولو ته اړتیا لري.
فرصتونه
د افغانستان اسلامي امارت او مالیزیا ترمنځ د اړیکو په برخه کې هم داسې فرصتونه شته چې له پامه غورځول کېدای نشي:
افغانستان او اسلامي نړۍ سره د نښلوونکی پل په توګه د مالیزیا ستراتیژیک رول: په داسې حالت کې چې افغانستان له سیاسي ننګونو او ډیپلوماټیکو محدودیتونو سره مخ دی، مالیزیا کولی شي د اسلامي امارت او اسلامي نړۍ ترمنځ د اغیزمن پل په توګه رول ولوبوي. دا هېواد، چې په جنوب ختیځه آسیا کې ځانګړی مقام لري، د ډیپلوماتیک او کلتوري زیربناوو سربېره په اسلامي او نړیوالو فورمونو کې د افغانستان غږ منعکس کولو لپاره توان هم لري. په کابل کې د مالیزیایي ډیپلوماتانو شتون او د اسلامي امارت له چارواکو سره د دوي لیدنې د دواړو خواوو د متقابل عمل پراخولو او تجربو تبادلې ته لیوالتیا په ګوته کوي. دا د اسلامي حکومتدارۍ، سایبري امنیت، اقتصادي پراختیا او ټولنیزو خدماتو په څېر برخو کې د مالیزیا د بریالیتوبونو تقلید ته لاره هواروي. په حقیقت کې، مالیزیا کولی شي، د یو فعال منځګړي رول لوبولو سره، افغانستان د نړیوالې ټولنې سره نږدې کړي.
د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) د ظرفیتونو څخه ګټه پورته کول: د اسلامي همکارۍ سازمان د څو اړخیزو اسلامي همکاریو په چوکاټ کې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مناسب پلیټ فارم چمتو کړی دی. مالیزیا، د دې سازمان د فعال غړي په توګه، تل په افغانستان کې د بشردوستانه او پرمختیایي پروګرامونو ملاتړ کړی او د دې هېواد د وضعیت پورې اړوند غونډو کې یې برخه اخیستې ده. له بلې خوا، اسلامي امارت هم هڅه کوي چې د OIC غونډو کې د ګډون له لارې ډیر سیاسي او اقتصادي ملاتړ راجلب کړي. د سوداګرۍ، اسلامي بانکدارۍ، د کانونو او کرنې په برخه کې پانګونه او د ګډو بازارونو رامنځته کولو په برخو کې همکاري د دې چوکاټ له مهمو برخو څخه دي. د قانوني او بانکي خنډونو په لرې کولو سره، دا فرصت کولی شي د افغانستان اقتصادي بدلون ته لار هواره کړي او د اسلامي منځګړیتوب په رول کې د مالیزیا دریځ پیاوړی کړي.
په اسلامي ارزښتونو ولاړې ډیپلوماسۍ او د نرم ځواک پیاوړتیا: اسلامي ډیپلوماسي د یو نرم ځواک د یوې اغیزمنې وسیلې په توګه، یو بل فرصت دی چې کولی شي د اسلامي امارت او مالیزیا ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي. اسلامي امارت، د دیني ارزښتونو په ټینګار او د اسلامي هېوادونو سره د تعامل لپاره کولی شي د کلتوري، سیاسي او علمي ملاتړ د جذبولو لپاره له اسلامي ډیپلوماسۍ څخه کار واخلي. په دې برخه کې، مالیزیا چې د اسلامي حکومتولۍ د یوې بریالۍ نمونې په توګه د اسلام ارزښتونو د علمي کولو تاریخ لري، افغانستان سره خپلې تجربې شریک کولی شي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اسلامي ډیپلوماسۍ پیاوړتیا به نه یوازې په اسلامي نړۍ کې د افغانستان د نړیوال مشروعیت په لوړولو کې مرسته وکړي، بلکې د نورو اسلامي هېوادونو سره به د اغیزمن تعامل لپاره هم لاره هواره کړي. دا ډیپلوماسي، چې د متقابل درناوي او ګډو اسلامي ارزښتونو پر بنسټ ولاړه ده، کولی شي په اسلامي نړۍ کې د افغانستان مثبت انځور وړاندې کړي.
د بشري ظرفیتونو د لوړولو لپاره علمي او کلتوري همکاري: د سیاسي او اقتصادي برخو سربېره، کلتوري او علمي همکاري یو بل فرصت دی چې کولی شي د افغانستان او مالیزیا ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کړي. د استادانو او محصلینو تبادله، د ګډو اکاډمیکو کنفرانسونو په لاره اچول، د اسلامي زده کړو په برخه کې همکاري، او د بشري حقونو په اړه ډیالوګ هغه برخې دي چې کولی شي په افغانستان کې د بشري ظرفیتونو په پراختیا کې مرسته وکړي. مالیزیا، د خپلو معتبرو اسلامي پوهنتونونو په درلودلو سره د معاصر تعلیم په پراختیا کې بریالۍ تجربه لري او کولی شي چې دا تجربه هم د افغانستان سره شریکه کړی شی. دا همکارۍ کولی شي، د دواړو هېوادونو د د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د ډیالوګ د پیاوړتیا سربیره، د افغانستان د ځوان نسل فکري او ټولنیز پرمختګ ته هم لار هواره کړي.
پایله
د افغانستان د اسلامي امارت او مالیزیا ترمنځ اړیکې د محتاط او مشروط تعامل د یوې نمونې په چوکاټ کې جوړې شوې دي. کوالالمپور لا تر اوسه د کابل اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو د اسلام پالنې څو اړخیزتوب، په ځانګړې توګه د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) او بشري او تخنیکي چینلونو له لارې، د خبرو اترو او د مسلو د مدیریت لپاره یې چینلونه خلاص پریښي دي. دا سیاست د OIC پالیسیو سره مطابقت لري او په افغانستان کې د بشري بحران مدیریت، د ټول شموله حکومت او بشري حقونو په څېر برخو کې د متقابل عمل د همغږي او مشروط چینلونو رامنځته کولو باندې ټینګار کوي. په ۲۰۲۴ ز.کال او ۲۰۲۵ ز.کال کې د مالیزیا استازو لیدنې او غونډې او د ۲۰۲۴ز.کال په نومبر میاشت کې د افغان تعلیمي پلاوي کوربه توب ښیي چې مالیزیا د اسلامي امارت د رسمیت نه پیژندنې پالیسي سربېره یو شمېر نور مسایل د خبرو اترو پر بنسټ تعقیبوي او موخه یې د نړیوالو حقوقو د اصولو په چوکاټ کې د حکومتدارۍ او تعلیمي تجربو لیږدول دي.
په اقتصادي، سوداګریزو، کلتوري او تعلیمي برخو کې د کم خطر لرونکو لارو په اړه د تدریجي پرمختګ لېوالتیا هم لیدل کیږي. دوه اړخیزه سوداګریزېرې راکړه ورکړه، که څه هم محدوده او بدلون مومي او په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کالونو کې زیاتې شوې او ډیري یې د سوداګرۍ، تعلیمي خدماتو او بشري مرستو په بڼه روانې دي. په کابل کې د مالیزیا د بشري مرستو مرکز فعالیت او په ۲۰۲۲ ز.کال کې د ۱۰۰ پوهنتوني د بورسونو ورکولو په څېر پروګرامونو دا لېوالتیا پیاوړې کړې ده، خو بندیزونه، د بانکدارۍ محدودیتونه، د قانوني تضمینونو نشتوالی او د بشري حقونو بحران، په ځانګړې توګه د نجونو پر زده کړو بندیز، د رسمي اړیکو د پراختیا مخه نیسي. له همدې امله، تر هغه چې لږترلږه اصلاحات نه وي راوستل شوي، لکه د نجونو لپاره د زده کړې دروازې په دایمي توګه پرانېستل او د ټول شموله ګډون ډاډمن کول، دا اړیکې به په لویه کچه د OIC پر بنسټ همکارۍ او کوچنیو پروژو په بڼه پاتې وي. که دا اصلاحات عملي شي، مالیزیا د اسلامي بانکدارۍ او سوداګرۍ او څو اړخیزه ډیپلوماسۍ کې د خپلو وړتیاوو سره، کولی شي د افغانستان “تخنیکي پل” شي او د کانونو، کرنې او لوړو زده کړو په برخه کې همکاري له سمبولیک اړخ څخه اداري ملګرتیا ته لوړ شي؛ که نه نو، احتمالي سناریو داده چې اړیکې به محدود او د مسلو پر محور متقابل عمل وي چې په داسې وضعیت کې به هیڅ معنی لرونکی بدلون رامنځته نه کړي.
وړاندیزونه
۱. اسلامي امارت باید د سیاسي اصلاحاتو، د ټول شموله حکومت د جوړولو او د بشري حقونو د درناوي په لور د پام وړ ګامونه پورته کړي ترڅو د مالیزیا په ګډون د اسلامي هېوادونو سره د رسمي تعامل لپاره لاره هواره کړي.
۲. د اسلامي همکاریو سازمان په چوکاټ کې د ګډو میکانیزمونو لکه اقتصادي، تعلیمي او کلتوري کمیټې جوړول چې کولی شي د څو اړخیزې همکارۍ لپاره یو پلیټ فارم رامینځته کړي.
۳. د استاذانو او محصلینو د تبادلې او د ګډو کنفرانسونو د جوړولو له لارې د علمي او کلتوري ډیپلوماسۍ پراختیا کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د انساني او فکري اړیکو پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
۴. د مالي او قانوني خنډونو د لرې کولو لپاره د اسلامي بانکدارۍ او سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیا رامنځته کوونکې ادارې کولی شي د دوه اړخیزې پانګونې او سوداګرۍ لپاره لاره هواره کړي.
سرچینې