لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- هند ته د اميرخان متقي سفر او د پاليسيو بدلون
- د هند او افغانستان تاریخي اړيکې
- د اسلامي امارت په اړه د هند د پاليسۍ بدلون
- پايله
- وړاندیزونه
- مأخذونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
هند او افغانستان له يو او بل سره ګډه پوله نه لري، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ تاريخي اړیکه شتون لري چې په فرهنګي، سوداګریزو او ډیپلوماتیکو بنسټونو ولاړې ده، د تاريخ په اوږدو کې پاکستان تل دغو اړيکو ته د شک په نظر کتلي او د بهرنۍ پاليسۍ يوه برخه يې دا ده چې په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونيسي. که په عمومي ډول د هند او افغانستان اړيکو ته وګورو، نو د سړې جګړې پرمهال په افغانستان کې د شوروي پلوه حکومتونو د شتون له امله دغه اړيکې يو څه ښې وې او لامل يې د شوروي اتحاد او هند نږدې اړيکې وې، خو کله چې شوروي اتحاد په افغانستان کې ماتې وخوړه او د ډاکټر نجيب حکومت ړنګ شو، نو له هغې وروسته د تېر شل کلن جمهوريت تر رامنځته کېدو پورې د دواړو هېوادونو اړيکې ښې نه وې، خو د جمهوريت په شل کلنه دوره کې بيا د هند او افغانستان اړيکې سره نږدې شوې.
د دغو اړيکو په اړه هندی لیکوال سيري پتي ناراینن وايي: «د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته له ۱۹۴۷ ز.کال څخه تر ۱۹۹۲ز.کال پورې په افغانستان کې د پاکستان په پرتله د هند نفوذ ډېر و. د همدې نفوذ د له منځه وړلو او د افغانستان په مسايلو کې د خپل رول د پراختيا په موخه پاکستان د يوې لارې په لټه کې و، چې بالاخره یې د طالبانو په شکل کې دغه لاره پيدا کړه. د مجاهدينو خپلمنځي اختلافات د دې لامل شول چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت ته زمينه برابره کړي. هماغه وو چې د طالبانو اسلامي امارت په راتګ سره هند هم له افغانستان څخه پښې سپکې کړې او هر ډول اړيکې يې له افغانستان سره ختمې کړې او طالبان يې د يوې تروريستې ډلې په حېث اعلان کړل.[1]
د اسلامي امارت او هند اړيکې له ستر ځنډ وروسته هغه مهال بېرته ټينګې شوې کله چې د طالبانو او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ د دوحې تړون لاسليک شو او اسلامي امارت په چټکې سره د افغانستان په بېلابېلو سيمو تسلط ترلاسه کاوه د طالبانو له دې چټک پرمختګ څخه هند ته وېره پېدا شوه او له طالبانو سره يې په نارسمي ډول د خبرو او ناستې پرېکړه وکړه. هند په دې فکر و چې که طالبان په ټول افغانستان واکمنېږي، نو په افغانستان کې له هند سره باید د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره يو الټرنېټ (بديل) موجود وي.
کله چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول، نو هند په لومړيو کې له ډېر احتياط څخه کار واخيست او وروسته يې د بشري مرستو ډيپلوماسي ته مخه کړه او په دې توګه يې له اسلامي امارت سره څه نا څه تعامل پيل کړ، وروسته يې په کابل کې خپل سفارت د تخنيکي ټيم او د بشري مرستو د تنظيم په نوم پرانېستی پرېښود او کله چې د تېرې پنجشنبې پر ورځ د روان ۲۰۲۵ز. کال د اکتوبر پر نهمه نېټه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزير امير خان متقي هند ته په سفر لاړ[2]، نو هند اعلان وکړ چې دوی به په کابل کې خپل سفارت د هر ډول ډيپلوماتيکو اړيکو لپاره پرانېزي[3] چې دا د دوه اړخيزو اړيکو نوی پړاو دی چې پر همدې موضوع زموږ دا تحليل راڅرخيږي.
د هند او افغانستان تاریخي اړيکې
له تاریخي اړخه هند له برېتانیا څخه له خپلواکۍ اخیستلو وروسته په لومړي ځل په ۱۹۵۰ز. کال کې له افغانستان سره د سياسي اړيکو د ټینګولو په موخه له دغه هېواد سره د «ملګرتيا تړون» لاسليک کړ. پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل پرمهال هند د شوروي اتحاد ملاتړ وکړ او د افغان مجاهدينو پرخلاف يې د شوروي اړخ ونيوه.
له ۱۹۹۶ز.کال څخه تر ۲۰۰۱ز.کال پورې، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني وه، هند خپلې هر ډول ډيپلوماتيکي اړيکې او ملاتړ له افغانستان سره په دې دليل پرې کړې چې طالبان يې په پاکستان کې روزل شوې ډله ګڼله او په دې عقيده وو چې پاکستان غواړي په کشمیر کې د جنګېدونکو ډلو لپاره په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پټنځايونه برابر کړي. له همدې کبله یې په دې دوره کې له شمال ټلوالې سره همکاري کوله.
کله چې په ۲۰۰۱ز.کال کې د طالبانو واکمني ړنګه شوه هند بېرته په عاجل ډول له افغانستان سره اړيکې ټينګې کړې؛ لومړی يې په کابل کې خپل سفارت پرانيست او ورپسې يې په مزارشريف، جلال اباد، هرات او کندهار کې کونسلګرۍ پرانېستې او له افغانستان سره يې ډيپلوماتيکي اړيکې يو ځل بيا ټينګې کړې.[4] همدارنګه په ۲۰۱۱ز. کال کې هم هند او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ترمنځ «د ستراتيژيک شراکت هوکړهليک» لاسليک شو چې له لارې به يې دواړه هېوادونه په سياسي، اقتصادي، فرهنګي، تعليمي او نورو بېلابېلو برخو کې له يو او بل سره همکاري کوي.[5]
د اسلامي امارت په اړه د هند د پاليسۍ بدلون
د ۲۰۲۰ز. کال په سپتمبر په مياشت کې د هند د بهرنيو چارو وزير جی شنکر د لومړي ځل لپاره په دوحه کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي او طالبانو ترمنځ ترسره کېدونکې غونډه کې د ويډيو لېنک له لارې برخه واخيسته.[6] دا چاره د دې ښکارندویه وه، چې له طالبانو سره خبرې او تعامل د هند د ملي ګټو غوښتنه ده. هند ته د امير خان متقي له سفر مخکې دغه هېواد د اسلامي امارت په اړه د څار او انتظار پاليسي (Watch and Wait Policy) غوره کړې وه. د هند دې پاليسۍ ته ستراتيژيک صبر هم ويل کېږي، يعنې هند د اسلامي امارت پاليسي مطالعه کوله او له ډاډ وروسته يې ورسره د رسمي اړيکو په اړه تصمیم نيوه او تر هغې چې د اسلامي امارت د پاليسيو او کړنو په اړه ډاډ ترلاسه کېږي تر هغې يې د اسلامي امارت په اړه دوه ډوله ډيپلوماسي پرمخ وړله:
۱- د بشري مرستو ډيپلوماسي: هند په ۲۰۲۱ز. کال کې له افغان ولس سره د ۵۰ زره ميټريک ټنه غنمو، د همدغه کال په ډسمبر مياشت کې يې د اندراګاندي ماشومانو روغتون سره نږدې ۱،۶ ټنه درملو، د کرونا د مخنيوي په موخه يې پنځه ميليونه ډوزه د کرونا واکسينو او د پکتيکا زلزله ځپلو سره يې ۲۷ ټنه بېړنۍ مرسته وکړه، چې خيمې او کمپلۍ پهکې شاملې وې. همدارنګه ويلای شو چې د اسلامي امارت پر وړاندې د هند د بشري مرستو ډيپلوماسي اغېزناکه ثابته شوې او دې کار اسلامي امارت دې ته مايل کړی ترڅو له هند سره د دوه اړخيزو اړيکو په جوړولو کار وکړي. د ۲۰۲۲ز. کال په نيمايي کې هند په کابل کې خپل سفارت ته يو تخنيکي ټيم په دې موخه ولېږه چې د هند بشري مرستې له اسلامي امارت سره تنظيم کړي، خو دا تخنيکې ټيم ځينې وختونه د اسلامي امارت له مشرانو سره هم ګوري او دې کار د دواړه هېوادونو پر اړيکو مثبت اغېز کړی دی.
۲- سيمه ييزه او څو اړخيزه ډيپلوماسي: د اسلامي امارت پر وړاندې د هند بله نااعلان شوې پاليسي سيمهييزه او څو اړخيزه ډيپلوماسي ده، په دې معنی چې هند په يوازې ځان نه، بلکې غواړي د سيمې له هېوادونو سره په ګډه د اسلامي امارت سره تعامل ته ننوځي او يا هم دا چې په ګډه د اسلامي امارت په اړه خپل دريځ روښانه کړي. په دې اړه هند د اسلامي امارت په اړه په بېلابېلو سيمهييزو غونډو کې هم ګډون کړی او خپل ګډ دريځ يې روښانه کړی دی. هند د ۲۰۲۱ز. کال د نومبر پر لسمه او يوولسمه د لومړي ځل لپاره د دريم سيمهييز امنيتي ډيالوګ کوربتوب وکړ چې پهکې له پاکستان او چين پرته د سيمې او افغانستان د ګاونډيو هېوادونو لکه روسيې، قزاقستان، قرغيزستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ايران د ملي امنيت سلاکارانو ګډون وکړ، هند د دې غونډې په مشرۍ سره خپل دريځ روښانه کړ او له نورو سيمهييزو هېوادونو سره يې په ګډه اعلاميه خپره کړه. هند او د سيمې هېوادونو په دې اعلاميه کې په افغانستان کې د داسې ټولشموله نظام چې د افغاني ټولنې د ټولو اړخونو استازيتوب وکړي، په افغانستان کې د بشر حقوقو ته درناوی،له افغانستان څخه د تروريزم د ګواښ مخنيوی او دا چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پرخلاف نه کاريږي، ټينګار وکړ. دغه راز هند د روسيې په کوربتوب د افغانستان په تړاو په پنځمه څو اړخيزه امنيتي غونډه چې د ۲۰۲۳ز. کال په فبروري مياشت کې په مسکو کې وشوه، ګډون وکړ. په دې غونډه کې د هند استازي وويل: هند د خوندي، باثباته او سولهييز افغانستان غوښتونکی دی او د سيمې هېوادونه بايد له افغانستان او سيمې څخه د راپورته کېدونکو تروريستي ډلو لکه داعش، القاعده او نورو پر وړاندې امنيتي او استخباراتي همکاري رامنځته کړي.[7] همدرانګه هند د شانګهای سازمان غونډو کې هم د افغانستان په اړه څرګندونې کړې او هڅه يې کړې چې د سيمې له هېوادونو سره په ګډه د افغانستان په اړه ګډ دريځ غوره کړي.
وروسته له هغې چې اميرخان متقي د تېرې پنچشنبې پر ورځ د ۲۰۲۵ز. کال د اکتوبر پر ۹مه نېټه هند ته سفر وکړ او هلته يې له نږدې هندي چارواکو او بهرنيو چارو وزير سره وليدل، نو د هند د څار او انتظار پاليسي پای ته ورسېده او دغه پاليسۍ کې لاندې ستر بدلونونه راغلل:
الف- هند په رسمي ډول په کابل کې د سفارت پرانېستو اعلان وکړ او له دې سره د دواړو هېوادونو اړيکې سفارتي کچې ته لوړې شوې چې له دې معلوميږي چې د هند څار او انتظار پای ته رسېدلی او د اسلامي امارت له پاليسيو او کړنو ډاده شوي دي او له همدې امله يې له اسلامي امارت سره په سفارتي کچه تعامل پيل کړ.
ب- هند د اسلامي امارت په اړه له څو اړخيزې ډيپلوماسۍ څخه ګټه اخیسته، يعنې د اسلامي امارت په اړه يې پاليسي دا وه چې په يوازې ځان د اسلامي امارت په اړه تصميم نه نيسي بلکې د سيمې له هېوادونو سره په ګډه په دې اړه اقدام کوي، خو په دې برخه کې هم بدلون راغی او هند په يوازې ځان د سفارتي اړيکو د پرانېستو پرېکړه وکړه.
ج- همدارنګه هند د اسلامي امارت په مقابل کې يوازې بشري مرستو ډيپلوماسي تراوسه پرمخ وړله، يعنې داسې يې ښوده چې تر هغې چې د اسلامي امارت په اړه ډاډ ترلاسه کوي تر هغې به ورسره يوازې بشري مرستې کوي او په کابل کې به د هند په سفارت کې به يو تخنيکي ټيم د دغو مرستو په توزيع کې همکاري کوي، يعنې د اسلامي امارت او هند اړيکې يوازې په بشري مرستو ولاړې وې، چې په دې برخه کې هم بدلون راغی او هند په کابل کې د سفارت په پرانېستو سره هر ډول سياسي، اقتصادي، فرهنګي او بشري اړيکې رامنځته کړې او دغه اړيکې يوازې د بشري مرستو څخه راووتې.
پايله
هند تل افغانستان ته د پاکستان له زاويې ګوري؛ کله هم چې په افغانستان کې د پاکستان نفوذ ډېر شوی او اړيکې يې له افغان دولتونو سره نږدې شوې په هماغه کچه هند له صحنې وتلی او اړيکې يې خرابې شوې دي. د بېلګې په ډول: د شوروي اتحاد د يرغل پرمهال کله چې پاکستان له افغان مجاهدينو ملاتړ کاوه، نو هند له شوروي اتحاد سره ودرېد او کله چې د اسلامي امارت په لومړی دوره کې پاکستان اسلامي امارت په رسميت وپېژندل، هند په هماغه کچه په مکمل ډول اړيکې پرې کړې او بيا په جمهوريت کې کله چې د هند اړيکې له افغانستان سره نږدې شوې له پاکستان سره د افغان دولت اړيکې خرابې وې. په ټوله کې ویلی شو چې افغانستان اکثره وخت په یو ډول د هند او پاکستان د نيابتي جګړې ډګر ګرځېدلی او دواړو لورو هڅه کړې چې په افغان حکومت کې خپل نفوذ ډېر کړي او ان په دغه هېواد کې د یو بل ګټې په نښه کړي، کوم څه چې له دواړو هېوادونو سره په اړیکو کې د توازن نشتوالي پایله ده او په هېڅ ډول د افغانستان په ګټه هم نه ده.
د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته هند ځمکني واقعيتونه درک کړل او له اسلامي امارت سره يې تماسونه او اړيکې ټينګې کړې، خو په لومړيو څلور کالونو کې يې بيا هم د څار او انتظار پاليسي غوره کړه او له رسمي اړيکو ټينګولو څخه يې ډډه وکړه. هند ته د اميرخان متقي له سفر وروسته دغه هېواد په کابل کې خپل سفارت پرانېست او دغه سفر د دواړو هېوادونو د اړيکو د راتلونکي لپاره ډېر مهم دی، هند د افغانستان په بيارغونه کې مهمه ونډه اخيستې ده، په تېر شل کلن جمهوريت کې د افغانستان نږدې متحد او ستراتيژيک ملګری پاتې شوی او د پاکستان په څېر يو ګاونډي هېواد لپاره د هند کارت ډېر مهم دی تر څو اوسنی حکومت يې د فشار په توګه وکاروي او له پاکستان سره په اړيکو کې ملي ګټې خوندي کړي.
د افغانستان اسلامي امارت او پاکستان اړيکې د ډيورنډ فرضي کرښې، کډوالو او امنيتي موضوعاتو له امله ترينګلې دي او په دې وروستيو کې د پاکستان له لوري پر کابل بريد او په ځواب کې د اسلامي امارت له لوري د ډيورنډ پر فرضي کرښه پر پاکستان بريدونو دغه اړيکې له تاريخي پلوه تر ټولو ټيټې کچې ته راښکته کړي دي. په نړيوالو اړيکو کې دا معمول دی چې د دښمن دښمن دوست ګڼل کېږي او که اوسنيو شرايطو ته وګورو، نو افغانستان عملاً له پاکستان سره د دښمنۍ په قطار کې ولاړ دی او دا فکټور د دې لامل کېږي چې اسلامي امارت هند ته نږدې شي. بله مهمه موضوع دا ده چې پاکستان داسې مهال پر کابل بريد کوي چې اميرخان متقي په هند کې دی او دا موضوع دا په ډاګه کوي چې هند ته د اسلامي امارت او يا بل هر حکومت نږدېوالی پاکستان ته د منلو وړ نه دی.
وړاندیزونه
۱- اسلامي امارت دې په هره ممکنه لاره هند ته دا ډاډ او قناعت ورکړي چې د دوی بهرنی سياست په بشپړ ډول خپلواک او پر ملي او اسلامي ارزښتونو ولاړ دی او هېڅکله به د پاکستان له کړکۍ هند ته ونه ګوري.
۲- اسلامي امارت دې په خپل بهرني سياست کې د هند او پاکستان ترمنځ توازن وساتي، ځکه که اسلامي امارت هند ته نږدې کېږي، نو له پاکستان سره چې افغانستان سره ګډه پوله لري، د اړيکو د خرابېدو لامل کېږي.
۳- د دې لپاره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکې د پخوا په څېر ټینګې شي، هند بايد له يوې خوا افغان سوداګرو ته د وېزې د ورکړې او د تګ او راتګ اسانتياوې برابرې کړي او له بلې خوا بايد په دولتي کچه سوداګريزې اړيکې پراخې کړي.
۴- په هند کې ډير افغان محصلين په زده کړو بوخت دي او ډېر نور ليوالتيا لري چې په هند کې زده کړې وکړي، نو د هند حکومت څخه غوښتنه ده چې افغان محصلينو ته په هند کې د زده کړو اسانتياوې برابرې کړي او د شته محصلينو لپاره دې د تګ او راتګ او ويزو سهولتونه اسانه کړي.