لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- پر چابهار بندر بندیزونه او پر افغانستان یې اغیزې
- د سیمې هېوادونو لپاره د چابهار بندر اهمیت
- د پانګونې او همکارۍ پروسه
- د افغانستان پر اقتصاد د چابهار بندر د بنديزونو اغیزې
- پایله
- وړاندیزونه
- سرچینې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
سریزه
د چابهار بندر، چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په جنوب کې موقعیت لري او د پاکستان د ګوادر بندر څخه ۱۷۹ کیلومتره لرې دی، په سیمه کې د سوداګرۍ او توکو د لیږد لپاره یو ستراتیژیک او حیاتي موقعیت لري. دا بندر د مرکزي اسیا هېوادونو لپاره تر ټولو نږدې سوداګریز بندر په توګه پیژندل کیږي او د څو لسیزو راهیسې د شمال-جنوب د ټرانزیټ او سوداګرۍ دهلیز د جاذبې مرکز دی. دا دهلېز، چې موخه یې د مرکزي اسیا هېوادونو، د قفقاز سیمې (په ځانګړې توګه آذربایجان)، ایران، د جنوبي او جنوب ختیځې اسیا هیوادونو او همدارنګه د هند او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ تبادلې اسانه کول دي، د کلونو په اوږدو کې په یوه مهمه سوداګریزه لار بدل شوی دی.
په اوکراین کې د جګړې له پیلېدو او په روسیه باندې د پراخو بندیزونو لګولو سره، دا سوداګریزه او ټرانزیټي پروژه بیرته د خبرونو په سر کې مطرح شوه او د ایران، روسیې او هند په څیر هېوادونو پام یې ځانته راواړاوه. د چابهار بندر، د دې دهلیز یو له مهمو بندرونو څخه دی، چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مهم رول لوبوي.[1] د سیمې د هېوادونو لپاره د چابهار بندر اهمیت، په دې بندر کې د پانګونې او همکارۍ پروسه، او په افغانستان او سیمه باندې د بندیزونو اغیزې هغه مهم موضوعات دي چې پدې مقاله کې پرې بحث شوی دی.
د سیمې هېوادونو لپاره د چابهار بندر اهمیت
د چابهار بندر نه یوازې د شمال-جنوب سوداګریز دهلیز لپاره مهم دی، بلکې د سیمې هیوادونو، په ځانګړې توګه هند لپاره هم خاص اهمیت لري. په سیمه کې د اقتصادي او صنعتي مرکز په توګه هند تل د مرکزي اسیا او افغانستان بازارونو ته د لاسرسي لیوالتیا درلوده او د چابهار بندر هند ته د دې اجازه ورکوي چې دغه بازارونو ته لار پیدا کړي. په داسې حال کې چې د پاکستان له لارې د سیاسي دلایلو په اساس چې د ترانزیت لپاره یې تل محدودیتونه رامنځته کړي دي. ایران هم هڅه کوي چې د سیمه ییزې سوداګرۍ او ټرانزیټ مرکز په توګه خپل رول اداء کړي او هڅه کوي چې د هند سره سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي، چې د ۲۰۱۸ کال څخه مخکې د ایران د تیلو دریم لوی پیرودونکی هېواد و.
ازادو اوبو سره د نښلولو لپاره دا بندر د قفقاز او مرکزي آسیا لپاره د ستراتیژیکې نقطې په توګه مهم رول لوبوي. دا بندر نه یوازې په وچه کې راګیر هېوادونو لکه افغانستان، قزاقستان، ازبکستان او ترکمنستان ته نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره ترټولو لنډه او ارزانه لاره برابروي، بلکې د یو مهم سوداګریز دهلیز په توګه، د پاکستان په دودیزو لارو باندې د دې هېوادونو تکیه کموي. له بلې خوا، چابهار کولی شي د قفقاز، مرکزي اسیا او د هند او جنوبي اسيا د نورو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د زیاتولو لپاره د پل په توګه کار وکړي. په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره، د چابهار بندر یو ځانګړی فرصت دی چې دې هېواد ته اجازه ورکوي چې په پاکستان باندې خپله تکیه کمه کړي او د توکو د وارداتو او صادراتو لپاره نوې سوداګریزې او ټرانزیټي لارې رامنځته کړي. په ځانګړې توګه، دا بندر د پاکستان د کراچۍ بندر په نسبت چې معمولا د افغانستان لخوا د سوداګرۍ لپاره کارول کیږي نږدې دی او هم د سوداګرۍ لګښتونه کموي. [2] چابهار د بندر عباس په پرتله د افغانستان مرکز ته ۹۰ کیلومتره او د کراچۍ بندر ته ۷۰۰ کیلومتره نږدې دی او له دې لارې د هر کانټینر توکو لګښت به د ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ ډالرو پورې راټیټ شي. له دې نظره، چابهار د افغانستان لپاره تر ټولو ارزانه او نږدې ټرانزیټي لاره ده چې نړیوالو اوبو ته لاسرسی ومومي او له نړیوالو ټرانزیټي لارو سره وصل شي.[3]
د پانګونې او همکارۍ پروسه
په ۲۰۰۳ کال کې، هند او ایران په چابهار بندر کې د ګډې پانګونې لپاره لومړنۍ خبرې اترې پیل کړې، خو د ایران پر وړاندې نړیوالو بندیزونو د دې پروژې د پرمختګ مخه ونیوله، خو د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي تړون له لاسلیک او د ځینو بندیزونو له لرې کېدو وروسته، دغو دریو هېوادونو (ایران، هند او افغانستان) په ۲۰۱۶ کال کې په تهران کې د تفاهم یو یادښت لاسلیک کړ او د چابهار بندر د زیربناوو د پراختیا لپاره یې کار پیل کړ. د دې یادداشت له مخې، هند ژمنه وکړه چې د چابهار بندر د تجهیز او پراختیا لپاره به ۵۰۰ ميلیونه ډالر پانګونه وکړي. د هند تر مدیریت لاندې د دې بندر فعالیتونه په ۲۰۱۸ کال کې پیل شول او تر اوسه پورې ۲.۵ میلیونه ټنه غنم او ۲۰۰۰ ټنه غله جات له دې لارې افغانستان ته لیږل شوي دي.[4]
خو وروسته له هغه چې ډونالډ ټرمپ واک ته ورسېد او په ۲۰۱۸ کال کې پر ایران بندیزونه بیرته ولګول شول، د چابهار بندر پراختیايي پروژه له ځنډ سره مخ شوه. که څه هم دا بندر د بشري موخو او د هغه وخت د افغان حکومت د ملاتړ لپاره کوم چې د متحده ایالاتو لپاره ځانګړی اهمیت درلود د بندیزونو په لیست کې شامل نه و، خو د بار وړلو کښتیو شرکتونو، له دې ویرې چې د متحده ایالاتو د بندیزونو په لیست کې شامل نه شي له دې بندر څخه د صادراتو او وارداتو له کوله ډډه وکړه. دا د دې بندر د پراختیا د ځنډ لامل شو. د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندنې او له هند سره د اړيکو د پرې کېدو له امله د دې پروژې پرمختګ له خنډ سره مخ شو، که څه هم په دې موده کې د دې بندر په اړه له ایراني لوري سره خبرې اترې شوې دي، خو د اوکراین د جګړې د پیلیدو او د تېلو او ګازو د رسولو لپاره د نویو لارو موندل او د روسیې اړتیا، او همدارنګه د روسیې څخه د ارزانه انرژۍ سرچینو ته د هند لیوالتیا هند د چابهار بندر پروژې بشپړولو ته په جدي توګه دوام ورکړ. په دې لړ کې، په ۲۰۲۴ کال کې د تفاهم یو نوی یادښت لاسلیک شو، چې له مخې یې هند د لسو کلونو لپاره د چابهار بندر د یوې برخې مدیریت ته ژمنه وکړه او د اړوندو پروژو او زیربناوو بشپړولو لپاره ۱۵۰ ميلیون ډالرو پانګونه او ایران ته به ۱۲۰ ميلیون ډالرو پور ورکوي. د تفاهم یادښت په داسې حال کې لاسلیک شو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ټینګار وکړ چې هر هغه هېواد چې له ایران سره سوداګري کوي باید د امریکا د بندیزونو له خطرونو څخه خبر وي. په متحده ایالاتو کې د ډونالډ ټرمپ د بیا ټاکل کېدو سره، په ایران باندې د بندیزونو سیوری ورځ تر بلې پراخ شوی او ممکن د چابهار بندر هم پکې شامل وي.[5]
د افغانستان پر اقتصاد د چابهار بندر د بنديزونو اغیزې
د پورته مسلو په پام کې نیولو سره، دا لیدل کیدای شي چې دا بندر د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د راتلونکي لپاره خورا مهم او حیاتي دی. له همدې امله، ایران او هند د ممکنه خطرونو سره سره د دې بندر په فعالولو ټینګار وکړي، خو د امریکا ولسمشرۍ ته د ډونالډ ټرمپ د راستنېدو سره، پر دغه بندر او ايران د بنديزونو ګواښ نور هم زيات شوی دی.[6] په دې بندر باندې د بندیزونو لګول کولی شي پر افغانستان هم اغېزې ولري، چې ځینې یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
د سیمه ییز ادغام د پروسې ځنډېدل: هغو هڅو او پانګونو ته په پام سره چې په وروستیو کلونو کې د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا او د سیمې هېوادونو، په ځانګړې توګه د هند ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره شوي دي، د بندیزونو لګول کولی شي د سیمې د ادغام پروسه په جدي توګه له ځنډ او خنډ سره مخ کړي او د مختلفو هېوادونو په اقتصادي او سیاسي ګټو منفي اغېزه وکړي. دا بندیزونه به د ایران او هند په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره، چې په دې پروژو کې لوی رول لوبوي، لویې ننګونې رامنځته کړي. د چابهار بندر، چې د جنوبي اسیا هېوادونو، مرکزي اسیا هېوادونو او حتی اروپا ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د اړیکو لپاره یو مهم ټکی ګڼل کیږي، افغانستان ته به اجازه ورکړي چې په لنډ وخت کې د سیمې له هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي او په راتلونکي کې د یو مهم نړیوال سوداګریز مرکز په توګه راڅرګند شي، خو بندیزونه ممکن دا ستراتیژیک ځای په جدي توګه کمزوری کړي. په ځانګړې توګه به نه یوازې دا بندیزونه، د توکو سوداګرۍ او ټرانزیټ په جدي توګه کم کړي، بلکې د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې د نورو هېوادونو ترمنځ به اقتصادي اړیکې هم اغېزمنې کړي. د افغانستان لپاره چې له ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریزو او ټرانزیټ اړیکو پیاوړتیا ته سخته اړتیا لري، دا موضوع کولی شي د اقتصادي ودې او دوامداره پرمختګ لپاره جدي ګواښ رامنځته کړي.
پر پاکستان بیا ځلي تکیه: د چابهار بندیزونو یو له ممکنه پایلو څخه د پاکستان د کراچۍ بندر باندې د افغانستان بیا تکیه ده. دا بندر، چې د افغانستان لپاره یو له مهمو سوداګریزو لارو څخه ګڼل کیږي، کولی شي په عادي شرایطو کې د افغانستان سوداګریزې اړتیاوې تر یوې اندازې پوره کړي، خو د کراچۍ په بندر تکیه په هغو شرایطو کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې ترینګلې شي کېدای شي دغه بندر پر افغانستان د فشار د يوې وسيلې او د دغه هېواد د ضعف پر ټکي بدل شي. افغانستان، د خپل جغرافیایي موقعیت او نورو محدودیتونو په پام کې نیولو سره، په اسانۍ سره نشي کولی بدیلې سوداګریزې لارې رامنځته کړي او له همدې امله به اړ وي چې د کراچۍ په بندر پورې تړلي پاتې شي. په پاکستان باندې دا تکیه افغانستان د سیاسي او اقتصادي محدودیتونو سره مخ کوي. په دې محدودیتونو کې د سرحدونو تړل شامل دي چې افغان سوداګرو ته سخت زيان اړوي او د توکو لګښت ورسره هم لوړيږي. د یوه سیمه ییز ځواک په توګه، ممکن له دې وضعیت څخه په افغانستان باندې د فشار راوړلو او د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو د ترلاسه کولو لپاره ګټه پورته کړي. په داسې شرایطو کې، ممکن د پاکستان حکومت کولی شي د فشار له دې وسیلې څخه په مختلفو وختونو کې د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره ګټه پورته کړي، او دا به د دې لامل شي چې افغانستان په خپلو سیاسي او سوداګریزو دریځونو کې محدودیتونه تجربه کړي. په ځانګړې توګه له هند سره د اړیکو په برخه کې، پاکستان به هڅه وکړي چې افغانستان له هند سره د خپلو اړیکو د پراخولو مخه ونیسي او د سوداګرۍ او سیاسي خبرو اترو په برخه کې د افغانستان لاسونه وتړي.
د سوداګریزو لګښتونو زیاتوالی: د افغانستان لپاره د چابهار بندر یو له مهمو ګټو څخه د توکو د لیږد په ځانګړې توګه د جنوبي آسیا هیوادونو او هند ته لګښتونو کې د پام وړ کمښت دی. د چابهار د مناسب جغرافیایي موقعیت له امله، دا بندر د توکو لګښت خورا کمولی شي او افغانستان او د سیمې نورو هېوادونو ته د توکو د لیږد لپاره ګړندۍ او ارزانه لاره چمتو کوي. لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د چابهار بندر نه کارول کولی شي د سوداګرۍ لګښتونه د هر کانټینر پر سر له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ ډالرو پورې لوړ کړي. څرنګه چې افغانستان یو واردونکی هېواد دی، نو د لګښتونو دا زیاتوالی به د بیو د کچې د لوړېدو لامل شي او د ټولنې په ټیټ عاید لرونکو او بې وزلو طبقو به فشار زیات کړي.
پر چابهار بندر دا بندیزونه ممکن د افغانستان ځينې ګټې له منځه یوسي او دغه هېواد اړ کړي چې په نورو لارو تکیه وکړي، چې د ترانسپورت لګښتونه یې لوړ دي. بندیزونه کولی شي د افغانستان د سوداګرۍ لګښتونه په مختلفو لارو اغیزمن کړي. د دې اغیزو په لړ کې د وارداتي او صادراتي توکو د بیې زیاتوالی دی، کوم چې د اضافي ترانسپورت لګښتونو او لوړو تعرفو پایله به ولري. دا به نه یوازې په افغان مصرف کونکو اغیزه وکړي بلکې کولی شي په افغانستان کې د تولید شویو توکو په بیو هم د پام وړ منفي اغیزه وکړي. سربېره پردې، د پاکستان په بندرونو کې د توکو د ځنډېدو او لګښتونو د لوړېدو لامل شي په ځانګړې توګه کله چې پولې په مختلفو بهانو تړل کېږي. دا مسایل کولی شي د افغانستان اقتصادي وده ورو کړي او په نهایت کې د هېواد په سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا باندې اوږدمهاله منفي اغیزې ولري.
د صادراتو کمښت
چابهار د افغانستان په بهرنۍ سوداګرۍ کې مهم رول لوبولی شي او له دې هېواد سره د اقتصادي بحران څخه د خلاصون په برخه کې مرسته کولی شی. د نړیوال بانک د وروستیو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د افغانستان ټول صادرات ۱.۱ ميلیارد ډالرو ته رسیدلي چې۱۲٪ کموالی ښایي، د خوراکي توکو صادرات ۶٪ کم شوي او ۷۴۹ ميلیون ډالرو ته رسیدلي او د ډبرو سکرو صادرات ۶۹٪ کم شوي او ۶۹ ميلیون ډالرو ته رسیدلي دي. دا د پاکستان سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د کموالي پایله ده. د پاکستان له خوا په سیمه ییزو ډبرو سکرو باندې د تکیې زیاتیدل او همدارنګه د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې د موټر چلوونکو لپاره د لنډمهاله ننوتلو سند (TAD) معرفي کول، د افغانستان د خوراکي توکو په صادراتو منفي اغیزه کړې ده.
د یادولو وړ ده چې خواړه او د ډبرو سکاره د افغانستان تر ټولو مهم صادراتي محصولات دي، چې د هېواد د ټولو صادراتو ۷۳ سلنه جوړوي. پاکستان د افغانستان تر ټولو لوی صادراتي بازار دی چې ۴۷ سلنه صادرات ورته لري، او ورپسې هند دی چې ۳۰ سلنه صادرات ورته لري. ایران، قزاقستان او ازبکستان، چې هر یو یې شاوخوا ۳ سلنه جوړوي، په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د مخ پر ودې بازارونو په توګه راڅرګند شوي دي، چې د پاکستان سره د پولو د پرله پسې تړلو له امله د سوداګریزو لارو د بدلون له امله رامنځته شوي دي. [7] له همدې امله، له پاکستان سره راپورته شویو ستونزو او همدارنګه د افغانستان په صادراتي بازار کې د هند د لویې ونډې په پام کې نیولو سره، په چابهار باندې بندیزونه لګول به هند ته د دې هېواد صادرات په جدي توګه اغیزمن کړي.
پایله
د چابهار بندر د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د راتلونکي لپاره خورا مهم او حیاتي دی. هند، د یو سیمه ییز اقتصادي ځواک په توګه، هڅه کوي چې له دې سيمې څخه پاکستان لرې وساتي او د مرکزي اسیا او افغانستان بازارونو ته خپل لاسرسی پراخ کړي، ترڅو خپلو صنعتي بازار ته خام مواد چمتو کړي او له بلې خوا، خپل بشپړ شوي محصولات په دې هېوادونو کې وپلوري، په دې توګه د راتلونکو لسیزو لپاره خپله اقتصادي وده تضمین کړي. ایران هڅه کوي چې د سیمه ییز ادغام د مرکز په توګه خپل موقعیت تثبيت کړي او د سوداګرۍ نوي فرصتونه لټوي. افغانستان، د یو وچې پورې تړلي هېواد په توګه، د نویو سوداګریزو دهلیزونو په لټه کې هم دی ترڅو هېواد له ازادو اوبو سره وصل کړي، په دې توګه خپل سوداګریز توکي مختلفو هېوادونو ته صادر کړي او له مختلفو هېوادونو څخه وارد شوي توکي په ټیټ لګښت وارد کړي. همدارنګه غواړي چې ځان په پاکستان باندې له تکیې څخه خلاص کړي، کوم چې اکثره وختونه د خپلو سوداګریزو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلی دی. په داسې حال کې چې څو کاله د مخه پورې، افغانستان خپل ۸۰ سلنې څخه ډیره سوداګري د دغه هېواد له لارې ترسره کوله. په دې بندر باندې د بندیزونو لګول کولی شي د افغانستان اقتصاد اغیزمن کړي، د سیمې له هېوادونو سره د خپلو اقتصادي اړیکو د پراخولو مخه ونیسي، هېواد بیا په پاکستان متکي کړي، سوداګریز لګښتونه زیات کړي او د افغانستان پر صادراتو منفي اغیزه وکړي.
وړاندیزونه
۱- څرنګه چې امریکامتحده ايالات له ایران او افغانستان سره ښې اړیکې نه لري، نو له متحده ايالاتو سره د سیاسي تبادلو په بهیر کې، هند باید په مختلفو لارو هڅه وکړي چې د بندیزونو په لیست کې د یاد شوي بندر د شاملیدو مخه ونیسي او دليل يې پر افغانستان کې بشري او اقتصادي بحران ياد کړي.
۲- د بندیزونو د اغېز کمولو لپاره، د مرکزي آسیا هېوادونه باید پر پاکستان فشار راوړي چې د هند، افغانستان او مرکزي آسیا هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ توکو لپاره د واګه پوله پرانیزي.
۳- د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریز ترانزیت تړون د غځولو لپاره له پاکستان سره خبرې اترې وشي، چې څو کاله وړاندې پای ته ورسېد، باید پیل شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت ستونزې حل شي.
۴- د هېواد په زیربناوو کې د پانګونې له لارې د سوداګرۍ او ترانزیت اسانتیا د رامنځته کېدو په ګډون د آزادو سوداګریزو زونونو، ترانسپورتي شبکو جوړول او په سوداګریزو بندرونو کې د خدماتو او اسانتیاوو کیفیت ښه کول.
۵- د افغان حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د اسلامي امارت د ډیپلوماتیکو هڅو زیاتوالی. د حکومت په رسمیت پېژندل د اقتصادي او سیاسي معاملو په برخه کې د اسلامي امارت لاس پرانیزي او اسلامي امارت ته اجازه ورکوي چې د افغانستان د ملي ګټو سره تړلو مختلفو مسلو په اړه په مستقیم ډول او پرته له منځګړو څخه له ټولو خواوو سره خبرې اترې او بحث وکړي.
سرچینې
[1] . Strategic Analysis of The Chabahar Port, kabul 2018, link:
https://www.aiss.af/assets/aiss_publication/10cec76bf1b795d8a9629f9c233e157e.pdf
[2] . ALJAZEERA: Iran And Afghanistan sign trade corridor deal, 24 May 2016, link:
https://www.aljazeera.com/economy/2016/5/24/indian-iran-and-afghanistan-sign-trade-corridor-deal
[3] . BBC: چابهار و آینده اقتصادی افغانستان، 25 می 2016م، لینک:
https://www.bbc.com/persian/afghanistan/2016/05/160525_mar_chabahar_farzam
[4] . ALJAZEERA: Does India risk US sanctions over Iran’s Chabahar Port deal?, 17 May 2024, link:
https://www.aljazeera.com/news/2024/5/17/does-india-risk-us-sanctions-over-irans-chabahar-port-deal
[5] . BBC: Chabahar Port: US says sanctions possible after India-Iran port deal, 14 May 2024, link:
https://www.bbc.com/news/world-asia-india-68988190
[6] . South China Morning Post: India fears impact of Trump’s Iran sanctions on Chabahar port, 11 feb 2025, link:
https://www.scmp.com/week-asia/economics/article/3298114/india-fears-impact-trumps-iran-sanctions-chabahar-port
[7] . بررسی تحولات افغانستان: دلائل افزایش اهمیت چابهار برای دهلی و کابل، 01 قوس 1403ش، لینک:
80354u
Your blog is a breath of fresh air in the often mundane world of online content. Your unique perspective and engaging writing style never fail to leave a lasting impression. Thank you for sharing your insights with us.