د تورخم دروازې تړل کېدل؛ لاملونه او اغېزې يې
د تورخم دروازه پاکستان او افغانستان دواړو ته يوه مهمه ستراتيژيکه لاره ده. دغه لاره د ټرانزيت، سوداګرۍ او ګمرکي عايد له اړخه دواړو لوريو ته ډېره مهمه ده. د تورخم دروازه د امنيتي اندېښنو، د نظامي تاسيساتو جوړېدو او ځينې وخت د پاکستاني حکومت له لوري فشار د راوړلو په دليل تړل شوې ده. د دغې دروازې د تړلو له امله دواړو لوريو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي، پاکستاني لوريو نږدې ۱۵ ميليونه ډالر او افغاني لوري نږدې ۱۰ ميليونه ډالر په دې تېرو شلو ورځو کې مالي زيان ليدلی دی.
