د ډونالډ ټرمپ بهرنۍ پالیسي او په نړيوال نظام کې يې د متحده ايالاتو پر رول اغېزې
امریکا متحده ايالاتو وکولای شول چې د مونرو دوکتورينو په نوم د انزوا کولو ستراتیژۍ په غوره کولو سره ځان له نړیوالو شخړو څخه لرې کړي. که څه هم ټرمپ په ښکاره ډول د انزويي بهرنۍ پاليسي غوره کولو یادونه نه ده کړې، خو د هغه د کړنو او پالیسیو د محتوا له نظره، داسې ښکاري چې هغه ممکن د مونرو په څیر د انزوا کولو پالیسي غوره کړې وي. ځینې شواهد د دې فرضیې ملاتړ کوي، دوهمه فرضیه، چې ډېره عملي برېښي هغه دا ده چې، امریکا هغه وخت یو زبرځواک شو کله چې یې نړیوالتوب چلند غوره کړ.