پر سوريې د اسراييلو بريد؛ موخې او راتلونکی
اسراييلو د سوريايي دروزو د دفاع په موخه پر سوريې بريد وکړ او پلازمينه دمشق کې يې د دفاع وزارت وويشته، خو د دې موخې ترڅنګ نتنياهو غواړي چې اسراييل په جګړه کې ښکيل وساتي تر څو محکمه د يو جنګي هيواد د ولسمشر په توګه د نتنياهو د فساد دوسيې وځنډوي، د دې ترڅنګ اسراييل د دې جګړې له لارې غواړي چې سوريه دايمي ثبات ته ونه رسيږي او په مرکز کې يو کمزوری حکومت موجود وي