په افغانستان کې د تېرو دریو کلونو، فقر او د هغه د عواملو څېړنه
د پورتني محتوا له مخې مونږ دې پایلې ته رسيږو چې په افغانستان کې د بې وزلۍ د پديدې شاخصونه زیات دي او تل يې د دغه هېواد خلک له بېلابېلو زاويو ګواښلي دي. د نړیوالو سازمانونو د راپور له مخې، په اوسنۍ دوره کې د افغانستان خلک د بې وزلۍ د ښکارندې او د دې ښکارندې اړوند شاخصونو ته په کتو سره، په لوړه کچه او د ژوند له جدي ستونزو سره مخ دي او جدي همکارۍ ته اړتیا لري.