له بشارالاسد وروسته سوریه؛ راتلونکې سناریوګانې
که بشارالاسد له سیاسي تکتیک او درایت څخه کار اخیستی وای او په ورته وخت کې یې د عربي پسرلي د اعتراض کوونکو غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی وای، نو د کورنۍ جګړه له امله به نیم میلیون وژنې او میلیونونو خلکو بې کوره کېدل نه رامنځ کېدل. اسد د خپلو خلکو د مشروع غوښتنو په وړاندې مقاومت او پر بهرنیو منابعو په تکیه سره هېواد د تباهۍ کندې ته ورساوه او بالاخره په بې شرمۍ سره له هېواده وتښتېد.