لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- متحده ايالاتو ته د بګرام هوايي اډې سپارل؛ ننګونې او پايلې يې
- د ټرمپ د مذکراتو ډول او د فشار ډيپلوماسي
- ټرمپ د دې اډې له ترلاسه کولو څه موخه لري؟
- د ټرمپ د دې څرګندونو پر وړاندې غبرګونونه
- متحده ايالاتو ته د بګرام هوايي اډې د سپارلو ګټې
- متحده ايالاتو ته د بګرام هوايي اډې د سپارلو زيانونه
- پايله
- مأخذونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
د بګرام هوايي اډه په ۱۹۵۰ز. کال کې د شوروي اتحاد له لوري جوړه شوې ده، چې په لومړيو کې د کوچنيو الوتکو لپاره يوازې عادي لاره (رن وې) وه چې بيا وروسته پرې سترې پوځي اډې بدله شوه. له دغې اډې شوروي اتحاد د شوروي–افغان جګړې پر مهال د یوې ستراتیژیکې وسیلې په توګه کار خيسته، له همدې اډې يې عمليات تنظيمول او د افغانستان هوايي حريم يې ترې کنټرولوو. د شوروي اتحاد په مقابل کې د افغان مجاهدينو له لوري څو ځلې دغه اډه تر بريد لاندې راغلې وه. کله چې شوروي ځواکونو په ۱۹۸۹ز. کال کې په افغانستان کې ماتې وخوړه او له دغه هېواد څخه وشړل شول، نو د کورنۍ جګړې پر مهال دا اډه د بېلابېلو ډلو ترمنځ لاس په لاس کېده، چې له همدې امله د دې اډې زېربناء په خرابېدو شوه. کله چې په ۲۰۰۱ز. کال کې متحده ايالاتو پر افغانستان بريد وکړ او دغه هېواد يې اشغال کړ، نو د بګرام پوځي اډې کنټرول يې هم په لاس کې واخيسته، متحده ایالاتو دغه اډه د نظامي عملیاتو په مرکز بدله کړه. په دغه اډه يې لا پراخه کړه، نوې ودانې يې په کې جوړې کړې، د الوتکو د الوتلو لارې (رن وې) يې ترميم او ډېرې کړې، د استوګنې ځایونه او پراخ تاسیسات یې په کې جوړ کړل، چې له امله يې دغې اډې د يو بشپړ ښار حيثيت خپل کړ، لس زرو څخه زيات عسکر په کې مېشته شول، روغتونونه، پلورنځي او ان هوټلونه په کې جوړ شول.[1] همدارنګه بګرام د امريکايي وحشت پر مرکز هم بدل شو، دوی دلته هغه خلک په ناقانونه ډول پرته له محکمې بنديان کړي وو چې يا د دوی په مقابل کې جنګېدل او يا هم پرې د دوی خلاف د مبارزې تور و.
بګرام هوايي اډه امريکايانو ته له دوه اړخه ستراتيژيک اهميت لري، لومړی، دغه اډه د اشغال پرمهال د امريکايانو د عملياتو بنسټيز مرکز و، له همدې ځايه يې په سيمه او افغانستان داخل کې جنګي ماموريتونه پرمخ وړل، دغه اډه اوس هم په سيمه کې د امريکايي سيالاتو د نفوذ د کنټرول او استخباراتي معلوماتو د راټولولو بنسټيز مرکز کېدلای شي. دويم، بګرام اډه د خپل پراخوالي له امله امريکايانو ته ستراتيژيک اهميت لري، امريکايان خپل ټول لوجيستيک وسايل، پوځي وسلې، سترې الوتکې او پوځيان دلته په اسانۍ ځای پرځای کولای شي او همدارنګه د نظامي تمريناتو لپاره هم دغه اډه بسنه کوي.
په دې وروستيو کې د ټرمپ له لوري د ګواښ په ډول وويل شول چې اسلامي امارت دې دغه اډه موږ ته راکړي او که دا کار ونکړي، نو له ډېر بد حالت سره به مخامخ شي[2]، پوښتنه دا ده چې ټرمپ د دغې اډې له ترلاسه کولو څه موخه لري؟ که اسلامي امارت دغه اډه متحده ايالاتو ته ورکړي، نو کومې ګټې او زيانونه به ولري؟ د همدغو پوښتنو د ځواب په موخه دغه تحليل ليکل شوی دی.
د ټرمپ د مذکراتو ډول او د فشار ډيپلوماسي
ډونالډ ټرمپ د مذاکراتو د ترسره کولو په برخه کې په ښکاره څرګندونو، د ډېر فشار واردولو، زور کارونې او بې پروايې له امله شهرت لري، نوموړی د مذاکراتو ځانګړی ډول لري چې دلته پرې لنډ ډول بحث کوو:
۱. د سترو او توقع خلاف غوښتنو سره د مذاکراتو پيلول
ټرمپ تل مذاکرات د داسې غوښتنو پر بنسټ پيلوي چې هغه د توقع خلاف او ناممکنې برېښي چې دې ته (The “Door in the Face” Technique) هم ويل کېږي[3] لکه: له هېوادونو غواړي چې له متحده ايالاتو سره پر لاسليک شويو سوداګريزو تړونونو له سره بيا مذاکرات وکړي، کاناډا دې د متحده ايالاتو ۵۱م ايالت شي، ګرينلينډ او پاناما د متحده ايالاتو دي او د متحده ایالاتو ګټې که خوندي نشي، نو بريد به پرې وکړي. د دې سترو غوښتنو په مقابل کې هېوادونه د ډار احساس کوي، وارخطا کېږي او د ټرمپ اصلي غوښتنو ته چې د مطرح شويو غوښتنو څخه په ټيټه کچه دي اماده کېږي.
۲. ګټه يا تاوان
ټرمپ تل د مذاکراتو له لارې يا ټوله ګټه لاسته راوړي او يا زيان، نوموړی منځني حد ته قايل نه دی او د همدې هدف لپاره خپل ټول ټيم رهبري کوي، تر څو د ده له دريځ ملاتړ وکړي يا يو څه لاسته راوړي او يا يې په بشپړ ډول وبايلي.
۳. د وخت فشار واردول
د ټرمپ د مذاکراتو بله ځانګړنه دا ده چې هغه د وخت فشار واردوي، په مصنوعي ډول بېړنی حالت جوړوي او هېوادونو ته داسې څرګندوی چې د دې معاملې لپاره وخت ډېر کم دی او بايد عجله وکړي، هېوادونه د وخت د کمبود له وارخطایې سره مخامخ کوي او هغوی اړ کوي چې ژر اقدام وکړي او د دغه ژر اقدام په لومه کې ټرمپ خپلې خبرې پرې مني.
۴. داسې چلند کول چې مقابل لوری فکر وکړي چې دی هر شی کولای شي
ټرمپ ډېر کله داسې چلند کوي چې د اټکل وړ نه وي او خلک فکر کوي چې دا کار يې ليونتوب دی، د دغه نه اټکل کېدونکی چلند له لارې نوموړی غواړي چې په مقابل لوري فشار راوړي او داسې فکر وکړي چې دی چې څه وايي هغه هوايي نه دي او پر دې سړي باور په کار نه دی، دی هر شی کولای شي او د دغه ډول چلند له لارې مقابل اړخ اړ کېږي چې تعامل وکړي او ځينې شرايط يې ومني.
۵. د ټولنيزو رسنيو څخه د فشار په توګه ګټه اخيستل
ټرمپ خپله ناخوښي، غصه، زور او يا هم اخطار د ټولنيزو رسنيو له لارې خپروي، تر څو په مقابل اړخ فشار راوړي او په مذاکراتو کې يې خپلو شرايطو ته راښکته کړي.[4]
ټرمپ د دې اډې له ترلاسه کولو څه موخه لري؟
۱- متحده ايالات غواړي پر بين المللي نظام همداسې واکمن وي او پر نړۍ يې باداري همداسې دوام ولري، متحده ايالاتو په تېرو څو کالونو کې دا درک کړې ده چې چين او روسيه د دې نظام په مقابل کې ګواښ دی، له همدې امله يې غوښتل چې روسيه په اوکراين او چين په تايوان کې له جنګي اړخه مصروفه کړي تر څو د دوی اقتصادي پرمختګ ټکنی شي او له متحده ايالاتو سره له سيالۍ وغورځېږي، خو چين په دې برخه کې له احتياط څخه کار واخيسته، ورپسې متحده ايالاتو هڅه وکړه چې په انډوپسفيک کې د چين ګټې وګواښي، له اسټراليا سره يې د اکوس تړون لاسليک کړ، د هند، اسټراليا او جاپان سره يې د کواډ اتحاد رامنځته کړ او هڅه يې وکړه چې به مالاکا تنګي کې هم د چين سوداګرۍ په مقابل کې خنډونه پېداکړي، خو په دې برخه کې لا بريالی نه دی، نو اوس متحده ايالات غواړي چې چين ته نږدې په څو کيلومتري کې د چين په اړه استخباراتي معلومات راټول کړي، په سيمه کې د چين د نفوذ مخه ونيسي او د اړتيا پرمهال د هغوی په مقابل کې ځينې پټ عمليات وکړي او د دې کارونو د ترسره کولو لپاره بګرام اډه د امريکاياتو لپاره ښه فرصت دی او له همدې امله يې د ترلاسه کولو غوښتنه کوي.
۲- دا چې متحده ايالات په افغانستان کې پوځي حضور نه لري، نو د بګرام هوايي اډې د ترلاسه کولو څخه يې موخه دا ده تر څو ځان ډاډمن کړي چې د افغانستان خاوره کې د القاعدې او يا د امريکا ضد نورو ډلو پټنځايونه نشته او د سپتمبر يوولسمې په څېر د کوم عمليات لپاره تياری نه دی روان، همدارنګه متحده ايالات غواړي چې په سيمه کې هم د خپلو متحدينو د دفاع په موخه ځينې عمليات وکړي په ځانګړي ډول پاکستان هغه هیواد دی چې له تاريخي اړخه د امريکايي پروژو تطبيق کوونکی پاتې شوی او راتلونکې کې هم پاکستان د متحده ايالاتو لپاره ځينې پروژې تطبيقولای شي چې پاکستان يې کېدای شي په بدل کې د ټي ټي پي د کنټرول او له منځه وړلو غوښتنه وکړي او متحده ايالات د بګرام هوايي اډې له لارې دا کار کولای شي.
۳- همدارنګه پر ايران، روسيې او مرکزي اسيا د څار لپاره او ځينو هېوادونو په ځانګړي ډول په ايران کې د پټو او ځانګړو عملياتو لپاره هم دغه اډه مهمه ده.
۴- په ۲۰۲۱ز. کال کې امريکايان په ډېر ناکام ډول له افغانستان څخه وشړل شول او په ټوله نړۍ کې يې حيثيت ته صدمه ورسېده او ټرمپ خپله هم پر بايډن همدا نيوکه کوله چې دوی ناکام ماموريت ترسره کړ او ستره فاجعه يې رامنځته کړه، نو ټرمپ غواړي چې د بګرام اډې په ترلاسه کولو سره دغه ناکامۍ پټه کړي او نړۍ ته وښايي چې زموږ وتل تکتيک و او دا دې اوس مو خوښه شوه بېرته افغاستان ته لاړو تر څو په نړۍ کې خپل حيثيت بېرته اعاده کړي.
۵- همدارنګه د بګرام اډې له ترلاسه کولو کېدای شي بله موخه دا وي چې دوی خپل لوجستيکي وسايل او پرېښودل شوې وسلې بېرته ترلاسه او يا هم له منځه يوسي.
د ټرمپ د دې څرګندونو پر وړاندې غبرګونونه
اسلامي امارت د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا او حاکميت ته د ژمنتيا په نظر کې نيولو سره دغه غوښتنه رد کړې او په جدي ډول يې د بګرام هوايي اډې له سپارلو سره مخالفت کړی دی.[5]
چین ویلي چې د امریکا د بګرام ته د بېرته راتګ په اړه پرېکړه یوازې د افغانستان او د دې هېواد د خلکو حق دی او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا او ملي حاکميت ته بايد احترام وشي او طبعي ده چې چين په افغانستان کې د امريکايانو نظامي حضور سره مخالف دی.
روسيې اسلامي امارت په رسميت پېژندلی او نږدې اړيکې يې ورسره ټينګې کړي دي او د چين او روسيې دغو نږدې اړيکو ستر لامل دا دی چې اسلامي امارت يو ځل بيا د متحده ايالات غېږ ته ونه غورځيږي او بايد په ملاتړ يې وکړو، نو روسيه به هم هيڅکله دې ته حاضره نشي چې په افغانستان کې د امريکايانو پوځي حضور ومني او رضايت ورسره وښايي.
متحده ايالاتو ته د بګرام هوايي اډې د سپارلو ګټې
متحده ايالاتو ته د بګرام هوايي اډې د سپارلو ځينې ګټې په لاندې ډول دي:
۱- مادي ګټه، کېدلای شي چې د دغې اډې په مقابل کې متحده ايالات د مياشتې او يا هم په کلني ډول اسلامي امارت ته پېسې ورکړي.
۲- د اسلامي امارت په رسميت پېژندل، که اسلامي امارت د بګرام هوايي اډې د سپارلو او نه سپارلو په اړه مذاکراتو ته ښکته شو، نو طبعي ده چې د دې اډې په بدل کې به اسلامي امارت د رسميت پېژندنې غوښتنه کوي او امکان شته چې امريکايان دغه غوښتنه ومني.
۳- بله ګټه يې دا ده چې د اسلامي امارت نړيوالې اړيکې به پراختيا ومومي، ځکه متحده ايالات د دې وړتيا لري چې امريکايي، اروپايي، افريقايي او ځينې اسيايي هېوادونه دې ته قانع کړي چې اسلامي امارت په رسميت وپېژني او اړيکې ورسره ټينګې کړي او دغه اړيکې د افغانستان په اقتصادي او سياسي وضعيت مثبته اغېزه کوي.
متحده ايالاتو ته د بګرام هوايي اډې د سپارلو زيانونه
۱- په دغو زيانونو کې تر ټولو مهم زيان دا دی چې د اسلامي امارت تېر شل کلنه مبارزه به د سوال لاندې راشي، ځکه اسلامي امارت شل کاله په دې دليل جهاد وکړ چې افغانستان اشغال دی او تر څو چې يو امريکايي پوځي په افغانستان کې وي جهاد به روان وي او که اوس اسلامي امارت خپله د امريکايانو پوځي حضور ته زمينه برابروي، نو طبعي ده چې شل کلنه مبارزه به د سوال لاندې راشي.
۲- که بګرام هوايي اډه امريکايانو ته ورکول کېږي، نو کېدای شي دا پرېکړه ځينو عامو مجاهدينو او مشرانو ته د منلو وړ نه وي او دا به د دې لامل شي چې په اسلامي امارت کې خپلمنځي اختلافات رامنځته شي.
۳- د ناامنيو زياتېدل، په بګرام کې د امريکايي پوځيانو نظامي حضور په دې معنی ده چې ځينو مخالفو وسله والو ډلو ته يوه بله بهانه په لاس ورکول تر څو خلک جهاد ته راوبولي او د امريکا نظامي حضور يو ځل بيا ځوان نسل ته اشغال معرفي کړي او خپلو صفونو ته د جهاد په نوم ځوانان جذب کړي او يو ځل بيا په بګرام هوايي اډه بريدونه پيل شي او د اسلامي امارت په مقابل کې هم بريدونه پيل شي چې دا به يو ځل بيا افغانستا ناامنه کړي.
۴- د سيمې له هيوادونو سره د اړيکو خرابېدل، په افغانستان کې د امريکايانو بياځلي نظامي حضور سره روسيه، چين او ايران مخالف دي او همدا لامل دی چې د امريکايانو له وتلو وروسته له دغو هېوادونو سره د اسلامي امارت اړيکې ښې شوې، نو که امريکايان يو ځل بيا نظامي حضور پېداکوي، نو له دغو هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړيکو د خرابېدو امکان ډېر دی.
۵- په هغو هېوادونو کې چې امريکايان اډې لري د همدغو اډو له لارې هغوی پر حکومتونو نفوذ لري او په هغه هېواد کې ټولې چارې د همدغې اډې څخه کنټرولوي او هر هغه حکومت يې چې د ملي ګټو خلاف وي د هغې د کمزوري کولو ټولې لارې چارې له همدې اډې مديريت کوي، نو که امريکايان بګرام ته راشي، نو د حکومت مخالفو ډلو سره به اړيکې ټينګوي، ولسي مخور خلک به د حکومت خلاف تمويلي او تشويقوي او د حکومت په داخل کې به د فساد لپاره زمينې برابروي او له دې لارې به حکومت کمزوری کوي او بيا به پرې خپلې خبرې مني.
۶- د حقوقي ستونزو رامنځته کېدل، که امريکايان د افغانستان په داخل کې نظامي حضور پېداکوي، نو د دې حضور مبنی به طبعي ده چې يو تړون وي، نو که له دې تړون څخه سرغړونه کېږي دې ته به څوک رسيده ګي کوي، ځکه امريکايان د تړونونو په ماتولو کې تاريخي مخينه لري، نو که د تړون له موادو امريکايان سرغړونه کوي، نو له دې قدرتمند هېواد سره به شخړه په کومه محکمه په مخکې وړې سربېره پر دې چې بين المللي سازمانونه او محکمې د همدوی تر نفوذ لاندې دي او که د محکمې لاره نه تعقيبېږي، نو بيا اسلامي امارت اړ دی چې جګړه وکړي او دا به يو ځل بيا د متحده ايالاتو او افغانستان جګړې ته لاره پرانېزي چې د ټولو بدبختيو لامل دی.
پايله
بګرام هوايي اډه د ستراتيژيک اهميت څخه برخمنه ده. متحده ايالات کولای شي چې د دې اډې له لارې په سيمه کې خپل سيالان تر څار لاندې ونيسي او د اړتيا پرمهال له دې اډې پټ عمليات ترسره کړي. متحده ايالاتو ته د دې اډه ورکړه له يوې خوا مادي ګټه لري او له بل پلوه د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې او نړيوال اړيکو د پراختيا لپاره مهمه ده، خو د دې ګټو په پرتله د اډې ورکړه ستر زيانونه هم لري، لکه: د اسلامي امارت د خپملنځي اختلافاتو ډېرېدل، د افغانستان د مرکزي حکومت کمزوري کېدل، د اسلامي امارت د مخالفينو تقويه کېدل او د نويو پروژو ترلاسه کول او په ځانګړي ډول د دې اډې په ورکړې سره به د اسلامي امارت اړيکې له چين، روسيې او ايران سره خرابې شي او دغې خرابې اړيکې به د دې لامل شي چې افغانستان يو ځل بيا د لويو قدرتونو د سيالۍ ډګر شي چې په هيڅ ډول د افغانستان په خېر نه ده. همدارنګه اسلامي امارت په ښکاره ډول امريکايانو ته د دې اډې سپارل رد کړي دي او دا يو ډېر معقول او ښه دريځ دی ځکه ټول افغانان د اشغال خلاف دي او دا پريکړه د ملي ګټو او اسلامي مصالحو په چوکاټ يوه ښه پرېکړه ده او تمه ده چې اسلامي امارت پر همدې دريځ ودرېږي، البته له دې قضيې سره بايد ډير حکيمانه برخورد وکړي او متحده ايالاتو سره د تعامل او مذاکراتو له لارې دغه قضيه حل کړي.
مأخذونه
[1] Hannah Corken. “Bagram Air Base: History, Significance, And Current Status”, Grimsby Live, Sep 21, 2025, Access link
[2] Karishma Jain. “Trump Wants Bagram Air Base Back: Why The US Is Demanding It And Why Kabul Says No”, News 18, September 22, 2025, Access link
[3] Jeremy Nicholson M.S.W. “The Psychology Behind Donald Trump’s Negotiating Strategy”, psychology today, March 14, 2025, Access link
[4] Philip Brown. “Learning from Trump’s Tactics in 2025” the negotiation clubs, 2025, Access link
[5] Associated Press. “The Taliban reject Trump’s bid to retake Bagram Air Base in Afghanistan”, September 21, 2025, Access link