لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- د ملا عبدالغني برادر ازبکستان سفر ته یوه کتنه
- له سیاسي پلوه د دې سفر اهمیت
- د سفر اقتصادي موخې
- پایله
- وړاندیزونه
- سرچینې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ چې پکې د کانونو او پټرولیم وزرات سرپرست هدایت الله بدري، د ترانسپورت او هوايي چلند سرپرست حمیدالله اخوندزاده، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست نورالدین عزیزي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاءالله عمري، د افغانستان بانک سرپرست نور احمد آغا او د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال وزیر عبدالمتین سعید او همدارنګه د خصوصي سکتور استازي شامل وو د روان کال د حوت په څلورمه (۱۴۰۳) نېټه ازبکستان ته په دوه ورځنی سفر لاړل. د دې سفر په جریان کې، د اسلامي امارت پلاوي د ازبکستان له لوړ پوړو چارواکو په شمول د لومړي وزیر، مرستیال لومړي وزیر او د ازبکستان د حکومت د کابینې ځیني وزیرانو سره ولیدل او خبرې اترې یې وکړې. په دې تحليل کې د دې سفر بېلابېل اړخونه بحث کوو.
له سیاسي پلوه د دې سفر اهمیت
که څه هم د ملا برادر او د هغه د ملګري پلاوي د سفر اصلي موخې اقتصادي مسایل وو، خو د دې سفر د اقتصادي اهدافو او پایلو په اړه د خبرو کولو دمخه، اړینه ده چې د دې سفر د سیاسي اهمیت په اړه ځینې ټکي روښانه کړو. د رسمي سفرونو ترسره کول یو له هغو ښو وسیلو څخه دي چې اسلامي امارت یې د اړیکو د پراختیا او خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کاروي. د اسلامي امارت یو له ښو اقداماتو څخه نورو هېوادونو ته سفرونه کول دي چې د دې سفرونو له لارې له نړۍ سره د تعامل دروازه خلاصيږي.
ازبکستان دا مهال په مرکزي آسیا کې ځواکمن هېواد دی. حتی د شوروي اتحاد په وخت کې دې هېواد په مرکزي آسیا کې د یو مرکزي جمهوریت رول لوبولی و. دا هېواد د موقعیت له مخې د مرکزي آسیا د زړه په حیث تعریف کیدای شي، کوم چې د افغانستان سربیره، د مرکزي آسیا نورو څلورو هېوادونو سره پولې لري. ازبکستان، چې د خپل لوی نفوس، ځواکمن پوځي ځواک او صنعتي اقتصاد سربیره، په سیمه کې یو مهم لوبغاړی ګڼل کیږی. د دې تر څنګ د افغانستان د ګاونډي په توګه ازبکستان، کولی شي د افغانستان په سیاسي چارو کې اغیزمن رول ولوبوی. البته، ازبکستان هم له افغانستان سره د ښو اړیکو له لرلو څخه ډېرې سیاسي ګټې ترلاسه کولی شي. ښه خبر دا دی چې دواړو خواوو د خپلو اړیکو اهمیت درک کړی دی، نو په تېرو دریو کلونو کې، د دواړو خواوو د چارواکو ترمنځ تر ټولو ډیرې لیدنې او کتنې شوي دي. د وزیرانو په کچه د سفرونو پرته، ازبکستان یوازینی هېواد دی چې لوړ پوړی اجرایوي چارواکی، صدراعظم یې کابل ته سفر کړی او د افغانستان په استازیتوب، د اسلامي امارت لوړ پوړي اجرایوي چارواکي تېره اونۍ هغه هېواد ته سفر وکړ. د ازبکستان او اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو لخوا کابل او تاشکند ته دوه اړخیز سفرونه کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکو په پراختیا کې خورا ګټور تمام شي.
د سفر اقتصادي موخې
لکه څنګه چې د اسلامي امارت د پلاوي له جوړښت څخه څرګنده وه، څو اړخیز اقتصادي اهداف د ملا برادر اخوند د ازبکستان د سفر اصلي اهداف وو. د دې سفر په جریان کې چې په عمده توګه د سکتوري وزیرانو څخه جوړ وو، د سوداګرۍ، ټرانزیټ، انرژۍ او پانګونې په برخو کې مختلف اهداف وټاکل شول، چې هر یو به یې دلته بحث شي.
۱- د سوداګرۍ پراختيا
د ازبکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري، چې له څو کلونو راهیسې مخ په زیاتېدو ده، یو له هغو مهمو مسايلو څخه ده چې د اسلامي امارت او همدارنګه د ازبکستان حکومت پام یې ځانته اړولی دی. هغه څه چې دواړه هېوادونه هڅوي چې دوه اړخیزه سوداګري زیاته او متنوع کړي، د محصولاتو یا عرضې ډول او د دواړو هېوادونو د بازارونو متقابل اړتیاوې یا تقاضا ده. څرنګه چې افغانستان یو مصرفي هېواد دی، نو د ارزانه، لوړ کیفیت لرونکي او نږدې تولیدي سرچینو په لټه کې دی. چې پدې برخه کې، ازبکستان کولی شي د افغانستان د بازار د اړتیاوو د یوې لویې برخې غوښتنه پوره کړي. د دوه اړخیزې سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي لپاره، د دې سفر په جریان کې د یوې آزادې اقتصادي سیمې د جوړولو په اړه موافقه شوې.[1] له بلې خوا، د افغانستان سوداګري د توازن د نشتوالي له ننګونې سره مخامخ دی، افغانستان له نورو هېوادونو څخه ډېر واردات کوي، په ځانګړې توګه له خپلو ګاونډیانو څخه، په داسې حال کې چې د افغانستان صادرات نورو هېوادونو ته ډېر ټیټ دي او ازبکستان کولای شي چې د دې توازن په رامنځته کولو کې همکاري وکړي او هغه دا چې زموږ توکي په لوړه کچه وپېري تر څو زموږ د صادراتو کچه هم ورسره لوړه شي.
که څه هم د دې ستونزې یوه لویه برخه د افغانستان د اقتصاد د تولیداتو د کمزورتیا له امله ده، خو افغانستان کولی شي ګاونډي هېوادونه قانع کړي چې د افغانستان صادراتي محصولاتو ته ډیر لومړیتوب ورکړي، او ظاهرا دا مسله د ملا برادر اخوند سره د پلاوي د سفر په جریان کې هم مطرح شوه. لکه څنګه چې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ازبکستان ته د افغان صادراتو کمښت ته په اشارې سره وویل، دواړو خواوو د دې سفر په جریان کې موافقه وکړه چې په سوداګرۍ او ترجیحي تجارت(Preferential Trade) کې توازن رامنځته کړي. د هغه په وينا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکدارۍ په برخو کې د سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیا، ازبکستان ته پر صادر شویو افغاني توکو د مالیې کمولو او د ګډو سوداګریزو مرکزونو د جوړولو په اړه بحثونه شوي دي. د ښاغلي عزیزي په وینا، د ترجیحي تړون (Preferential Trade Agreement) پر بنسټ، پر لسو افغاني توکو ګمرکي تعرفه به صفر ته راټیټه شي او پدې کې به لس ازبکي توکي هم شامل وي چې افغانستان ورته اړتیا لري.[2] د دې مسايلو سربیره، د بانکي همکارۍ، د پولې هاخوا ګمرکي اسانتیاوو چمتو کول او ساده کول، په ازبکستان کې د افغان سوداګرو لپاره بازار ته د لاسرسي ښه کول، د افغان سوداګرو لپاره د ویزې صادرولو اسانتیا او د ملي اسعارو په کارولو سره د معاملو ترسره کولو په څیر موضوعاتو باندې هم بحثونه شوي دي.[3]
۲- د ټرانزیټ په برخه کې د همکارۍ رامنځته کول
د ټرانزیټ ساحه په دوو اړخونو د افغانستان او ازبکستان د اقتصاد لپاره حیاتي ګڼل کیږي. لومړۍ اړخ د څوګونو او معیاري لارو جوړول دي، کوم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړیکو پراختیا لپاره اړین دي. لکه څنګه چې په تېرو بحثونو کې څرګنده شوه چې ازبکستان او افغانستان غواړي اړیکې پراخې کړي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ اندازه زیاته کړي، نو باید د ټرانزیټ اسانتیاوو د رامنځته کولو او اړینو زیربناوو د برابرولو لپاره ډیرې هڅې وشي. که څه هم د دوستۍ پل چې د لسیزو راهیسې دواړه هېوادونه سره نښلوي، لاهم فعال دی، خو دا دواړه هېوادونه باید د یو بل ترمنځ تګ او راتګ لپاره ډیرې زیربناوې رامنځته کړي. البته، د زیربناوو د جوړولو سربیره د اداري اسانتیاوو برابرول هم یوه اړتیا ده او دا مسایل یقیناً د ملا برادر اخوند د سفر د اهدافو یوه لویه برخه وه. د راپورونو له مخې، ملا برادر اخوند له ازبک چارواکو څخه غوښتي چې د سالنګ د دوهم تونل په جوړولو کې پانګونه وکړي؛ هغه لاره چې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ سرعت زیات کړي او د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د ترانزیت لپاره خورا ګټوره ده.[4]
له بلې خوا، په سیمه ییزه کچه ټرانزیټ هم د دواړو هېوادونو د اقتصاد لپاره مهم رول لوبوي. په وچه کې راګیر موقعیت له امله، ازبکستان اړتیا لري چې د افغانستان له لارې د جنوبي آسیا هېوادونو ته او د هغوی له لارې ازادو اوبو ته لاسرسی پېداکړي. افغانستان هم اړتیا لري چې د قرغزستان، قزاقستان، چین او روسیې په څیر هېوادونو ته د لاسرسي لپاره د خپلو شمالي ګاونډیو هېوادونو له لارې تیر شي. داسې دوه متقابلې اړتیاوې افغانستان او ازبکستان دې ته لېواله کوي چې د سیمه يیز ترانزیت په برخه کې د پراخې همکارۍ پړاو ته ننوځي. په دې برخه کې د مقدماتي کارونو لپاره چمتووالی لا دمخه نیول شوی و، همدارنګه لیدل کیږي چې اسلامي امارت او ازبک چارواکي د داسې پروژو د ګړندي کولو لپاره نورې هڅې هم کوي. د بیلګې په توګه د ټرانس-افغان پروژه چې کولی شي په سیمه يیز ټرانزیټ کې انقلاب راولي، دا پروژه ازبکستان د افغانستان له لارې پاکستان او همدارنګه د همدغه هېواد بندرونو سره نښلوي. یوه لویه ستونزه چې د دې پروژې (ټرانس-افغان پروژه) پر مخ پرته ده، هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بې ثباته اړیکو شتون دی. ظاهرا، د ملا برادر اخوند د سفر یو له مهمو موخو څخه د بدیلو لارو موندلو هڅه ده. په دې شرایطو کې، هغه بدیله لار چې خبرې اترې پرې شوې دي د ختیځ-لویدیځ لاره ده.[5] دا لاره په ازبکستان کې ترمز له مزار شریف سره، له هغه ځایه هرات ته او له هرات څخه په ایران کې خواف ته او بیا په جنوب او لویدیځ کې د ایران بندرونو سره نښلوي. دا پروژه د ټرانس-افغان پروژې په پرتله ډیرې ګټې لري. دا پروژه د سیاسي ستونزو د رامنځته کولو پرته ژر پلي کیدای شي. له بلې خوا، ایران هم د دریم اړخ او پانګوال په توګه شتون لري. په عملي لحاظ، هرات د ریل پټلۍ له لارې د ایران له خواف سره په وصل کېدو دی او ترمز هم د ریل پټلۍ له لارې له حیرتان او مزار سره وصل دی. یوازینی مهم او بنسټیز کار د مزار شریف او هرات نښلول دي، چې ظاهرا یې تړونونه شوي او د تخنیکي مطالعاتو عملي کار به پیل شي. د دې پروژې په پلي کېدو سره به ازبکستان له ایران او ايران له ازبکستان سره وصل شي. البته تر ټولو ستره هيله چې له دې پروژې څخه تصور کیدای شي هغه دا دی چې د دې لارې به ټوله لویدیځه آسیا له مرکزي آسیا او په ځانګړې توګه چین، ایران او افغانستان له دې لارې سره وصل شي.
۳- د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ رامنځته کول
د انرژۍ په برخه کې د ګډو همکاريو رامنځته کول د ملا برادر د سفر بله موخه وه. ازبکستان له کلونو راهیسې د افغانستان د انرژۍ لویه برخه برابروي. دا چې ازبکستان افغانستان ته د انرژۍ رسولو په برخه کې ښه کار کړی دی، خو د انرژۍ رسولو د دوام او پایدارتوب لپاره او بیو او نرخ کې د جدي بحثونو لپاره ډیرو هڅو ته اړتیا ده. له همدې امله، د ملا برادر د سفر یو له اصلي موضوعاتو څخه افغانستان ته د انرژۍ رسولو پر سر خبرې اترې وې. په ښکاره ډول چې په دې برخه کې څه ترلاسه شوي دي د پام وړ دي. لومړی، افغانستان ممکن د ازبکستان څخه د انرژۍ د بې وقفې رسولو لپاره ډیرې ژمنې ترلاسه کړي او تر ټولو مهمه دا چې د انرژۍ د بیو په اړه خبرې اترې او همدارنګه هغه پروژې چې مخکې روانې وې او دې وروستي تحولاتو له امله په ټپه دریدلي دي. په دې برخو کې، ملا برادر اخوند وویل چې د ازبک چارواکو سره د خبرو اترو په پایله کې، د 500 کیلو واټ بریښنا د لیږد لین پروژې لګښت له 252 ډالرو څخه 222 ميلیون ډالرو ته راټیټ شو. هغه دا هم زیاته کړه چې د وارداتي برېښنا د زیاتوالي او د هغې د لګښت کمولو لپاره هوکړې شوې دي.[6]
۴- د پانګونې جلبول
پانګونه هم د یو هېواد د اقتصاد له مهمو برخو څخه ګڼل کیږي. حتی د نړۍ لوي اقتصادي قدرتونه بهرنۍ پانګونې ته اړتیا لري. په دې برخه کې، د اسلامي امارات یو له ښو پالیسیو څخه په افغانستان کې په بیلابیلو اقتصادي سکتورونو کې د پانګونې غوښتنه ده. اسلامي امارت د امنیتي تضمینونو په ورکولو او اداري او تخنیکي اسانتیاوو په رامنځته کولو سره د افغانستان د اقتصاد دروازې د ټولو هېوادونو پانګوالو ته پرانیستې دي. سربېره پردې، د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو سفرونه چې نورو هېوادونو ته یې کوي د پانګونې راجلبول یو له لومړیتوبونو څخه دي. د ملا برادر اخوند د سفر په جریان کې، په دې مسله باندې تر ټولو ډیر ټینګار وشو او دا د پام وړ لاسته راوړنې هم له ځان سره لرلې دي. که څه هم د ازبکستان له لوري، په سمنګان ولایت کې د سمنټو د فابریکې د جوړولو، په فاریاب ولایت کې د تېلو او ګازو د اکتشاف او استخراج په برخه کې پانګونه، د صنوبر او پنبې د تخمونو د پروسس فابریکې، د بسته بندۍ او لوژستیک مرکزونو، او په آزاد سوداګریز زون کې د خوراکي توکو د تولید یو شمیر فابریکې د جوړولو په څیر تړونونه شتون لري چې ډیر ژر به د ازبکستان لخوا عملي شي.[7] همدارنګه، د دې سفر په جریان کې او په هغه غونډه کې چې ملا برادر اخوند په ازبکستان کې میشتو افغان سوداګرو سره درلوده، هغوی ته یې بلنه ورکړه چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي او یوه موافقه وشوه چې دوی به په افغانستان کې تر ۱۰۰ ميلیون ډالرو پورې پانګونه وکړي.[8]
پایله
یوه له هغو اغیزمنو ستراتیژیو څخه چې د اسلامي امارت د فعالې ډیپلوماسۍ ښودنه هم کوي، نږدې او لرې هېوادونو ته د لوړ پوړو چارواکو سیاسي-اقتصادي سفرونه دي. د افغانستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره له هېوادونو سره مستقیم سفرونه د هرې بلې وسیلې په پرتله ډېر ګټور کېدای شي. که څه هم هر هېواد ته رسمي سفر خپلې ګټې لري، خو په اوسنیو شرایطو کې د ازبکستان غوره کول ډیرې ګټې لرلی شي. له سیاسي پلوه، د ملا برادر اخوند او د هغه سره د مل پلاوي سفر کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې نوي سیاسي اړخونه پرانیزي. د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د لوړې کچې اړیکې کولی شي د مرکزي آسیا او حتی له هغې هاخوا په سیمه ییزو معادلو کې د افغانستان د دریځ لپاره ګټورې وي. د نړۍ لوي قدرتونه ازبکستان په مرکزي آسیا په سیمه کې خپل مهم ملګری ګڼي او د افغانستان په اړه د ازبکستان مثبت نظر یقینا د افغانستان په اړه د دوی نظر هم مثبت کولی شي. له اقتصادي پلوه د ملا برادر اخوند او د هغه سره د مل پلاوي د سفر ډېر مهم و. د دې سفر په جریان کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي چارواکو ترمنځ د لاسلیک شویو هوکړو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم او سرعت زیات شي او د دواړو هېوادونو په اقتصادي پرمختګ کې به د پام وړ مرسته وکړي. د ټرانزیټ له پلوه، دا سفر د دواړو هېوادونو لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه وه. دې سفر د ټرانس-افغان لارې سربیره، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نامناسبو اړیکو له امله اغیزمنه شوې، د یوې بدیلې او د لاسرسي وړ لارې د رامینځته کولو لپاره بنسټ کېښوده. هغه نوې لاره چې دواړو هېوادونو پرې موافقه کړې ده د ختیځ-لویدیځ لاره ده. د ترمز-مزار لاره، چې مزار له هرات سره نښلوي او د هرات-خواف شبکې سره نښلوي، چې د ختیځ-لویدیځ محور بلل کیدای شي، د عملي کولو او تخنیکي او د ښکیلو اړخونو د ګټو له پلوه ډیر پلې کېدو وړ ښکاري. د انرژۍ په برخه کې، چې د افغانستان ورته ډیره اړتیا ده، د ملا برادر اخوند سفر د پام وړ لاسته راوړنې درلودې. په لنډ مهال کې، د افغانستان اقتصاد کولی شي خپلو ګاونډیو ته د انرژۍ د باثباته او ارزانه رسولو له لارې وده وکړي. بله مهمه مسله پانګونه ده. افغانستان، د سرچینو او اقتصادي فرصتونو له پلوه بډایه هېواد په توګه، د پانګونې لپاره یو ښه ځای کیدای شي. د اسلامي امارت دا د ستاینې وړ پالیسي کولی شي چې بهرني او کورني پانګوال پانګونې ته وهڅوي، همدارنګه د هېواد د چارواکو رسمي سفرونه هم د بهرنیو هېوادونو او پانګوالو هڅولو کې خورا ګټور دي.
وړاندیزونه
- د ملا برادر اخوند د سفر په جریان کې د شویو هوکړو په پام کې نیولو سره، د هېواد اجرایوي ارګانونو ته اړینه ده چې د هغوی د پلي کولو لپاره ځانګړې کمیټې جوړې کړي.
- د افغان سوداګرۍ په برخه کې، هغو برخو ته باید ډیره پاملرنه وشي چې د افغانستان صادراتو سره مرسته کوي.
- ټرانزیټ، د هیواد د اقتصاد د حیاتي رګ په توګه، هم پاملرنې ته اړتیا لري؛ له همدې امله، باید هڅې وشي چې په هېواد کې د ترانسپورت زیربناوو کې ډیره پانګونه وشي؛
- د پانګونې په برخه کې باید د صنعتونو او ټیکنالوژۍ د جلبولو لپاره هڅې وشي؛
- ازبکستان یو داسې هېواد دی چې د کرنې لپاره ښه میکانیزم لري او پدې برخه کې کافي تجربه لري؛ اسلامي امارت باید له هغه هېواد سره د دې تجربو د شریکولو لپاره نور تړونونه وکړي.
سرچینې
[1]. سایت خبری وطن. «ازبیکستان در نظر دارد منطقه آزاد اقتصادی در مرز با افغانستان ایجاد کند» تاریخ نشر ۲۳/۲/۲۰۲۵ قابل دسترسی:
[2]. آژانس خبری پامیر. «برادر: سفر به ازبکستان دستآوردهای خوب داشت» تاریخ نشر ۶/۱۲/۱۴۰۳ قابل دسترسی:
[3]. خبرگزاری اقتصادی ایران. « درخواست افغانستان برای تسریع در طرح افغان-ترانس» تاریخ نشر ۵/۱۲/۱۴۰۳ قابل دسترسی:
https://econews.ir/fa/content/3930356
[4]. خبرگزاری تسنیم. «اتصال ازبکستان به چین و ایران، محور گفتگوهای ملا برادر» تاریخ نشر ۵/۱۲/۱۴۰۳ قابل دسترسی
[5]. همان
[6]. خبرگزاری افق. « ملا برادر در تاشکند؛ برق وارداتی ازبکستان ارزانتر شد»، تاریخ نشر ۵/۱۲/۱۴۰۳ قابل دسترسی
https://ufuqnews.com/archives/251780
[7]. خبرگزاری ایرنا. «گسترش همکاریهای اقتصادی؛ محور دیدار مقامهای ازبکستان و طالبان»، تاریخ نشر ۴/۱۲/۱۴۰۳ قابل دسترسی
[8]. سایت رادیو تلویزیون ملی. « دیدار ملا عبدالغنی برادر آخوند با سرمایهگذاران و تاجران افغان مقیم اوزبیکستان» تاریخ نشر ۲۳/۲/۲۰۲۵ قابر دسترسی
https://rta.af/fa/article7493/