د متحده ايالاتو او ایران مذاکرات: پایلې او راتلونکې سناریوګانې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د متحده ايالاتو او ایران مذاکرات: پایلې او راتلونکې سناریوګانې
  • ولې تهران د خبرو اترو میز ته راستنیږي؟
  • له ایران څخه د ټرمپ غوښتنې
  • احتمالي پایله به څه وي؟
  • سناریوګانې
  • پایله
  • وړاندیزونه
  • سرچیني

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

د ایران د اټومي وسلې په اړه د متحده ايالاتو او ایران ترمنځ د خبرو اترو لومړی پړاو د ۲۰۲۵ز. کال د مارچ پر ۵مه نېټه پيل شو چې د مارچ پر ۱۲مه نېټه د ايران د مذهبي مشر له لوري د متحده ايالاتو د وړانديزونو په ردولو سره ناکام پای ته ورسېدل. ټرمپ د مذاکراتو او د ايران له لوري د متحده ایالاتو د شرطونو منلو لپاره دوه مياشتې ضرب الاجل ورکړی و، کله چې دغه ضرب الاجل پای ته ورسېد، اسراییل د ایران دننه د ځینو اهدافو په وړاندې پراخ هوایي بریدونه پیل کړل او تهران له اسراییلو څخه د غچ اخیستو په موخه پر توغنديزو بریدونو سره ځواب ورکړ. د اسراییلو او ایران ترمنځ د څو ورځو نښتو وروسته، متحده ایالات میدان ته راغلل او د دریو ایراني اټومي سایټونو (فوردو، نطنز او اصفهان) په وړاندې یې هوایي بریدونه وکړل او د ایران د اټومي سایټونو د بشپړ ویجاړولو په اعلان سره یې اوربند اعلان کړ. په هرصورت، د دې دولس ورځنۍ شخړې څخه څو میاشتې وروسته، ټرمپ یو ځل بیا اټومي مناقشه راپورته کړه او هڅه یې وکړه چې عرب سمندرګي ته د الوتکې وړونکې “ابراهیم لینکلن” بحری بېړۍ په لیږلو او ایران ته د برید ګواښولو سره ایران د خبرو اترو میز ته د راستنېدو لپاره مجبور کړي. بالاخره، تهران تېره اونۍ د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره خپله موافقه اعلان کړه او لومړی پړاو د عمان په پلازمینه مسقط کې ترسره شو. په داسې شرایطو کې، محوري پوښتنه دا ده چې کوم عوامل ایران دې ته اړ کړ چې بیا خبرې اترې ومني؟ آیا دا خبرې اترې کولی شي د تلپاتې موافقې لامل شي یا به د برید پخوانۍ تجربه تکرار شي؟ په پای کې، د موافقې یا نه موافقې په صورت کې، د دې پروسې د راتلونکي لپاره کوم سناریوګانې تصور کیدی شي. جامع تړون، محدود تړون، د تعلیق حالت ته دوام یا د نظامي ټکر دورې ته راستنېدل؟

ولې تهران د خبرو اترو میز ته راستنیږي؟

د خبرو اترو مېز ته د ایران راستنېدل د تهران په ستراتیژیکو محاسباتو کې د بنسټیز بدلون له امله دي، چې په لاندې عواملو کې څیړل کیږي:

د ایران د ډيټيرينس قوت کمول: د تېرو کلونو په اوږدو کې د اسلامي جمهوریت نظر په دې انګیرنه ولاړ دی چې په سیمه کې د دوي د نیابتي ډلو، د توغندیو وړتیاوې او د متحده ایالاتو او اسراییلو د ګټو لپاره د ناامنۍ رامنځته کولو وړتیا، د اسراییلو او متحده ایالاتو په وړاندې یو اغیزمن رول لوبولی دی. د کاغذ پر مخ د اټکلونو پر بنسټ او د پراخو تبلیغاتو له لارې، د ایران څو اړخیزې وړتیاوې په داسې ډول وړاندې شوي چې په ایران باندې د هر مستقیم برید لګښت دومره لوړ ښودل شوی چې دا به بل اړخ د نظامي اقدام کولو څخه منع کړي.[1] ولې په تېرو څو میاشتو کې پرمختګونو دا انګیرنه په جدي توګه تر پوښتنې لاندې راوستې ده. په سیمه کې د ایران په نبابتي ځواکونو باندې د اسراییلو پرله پسې بریدونه او د دې ډلو د عملیاتي وړتیاوو د پام وړ کمزوري کېدل، د ایران د ترټولو لوی متحد په توګه د اسد رژیم سقوط او په پایله کې، د ایران په وړاندې د دفاع د لومړۍ کرښې په توګه د سوریې د خاورې له لاسه ورکول او له سوریې څخه په اسراییلو د برید احتمال او بیا د ایران په خاوره دولس ورځني مستقیم بریدونه، چې په کې د لوړ پوړو پوځي قوماندانانو او مشهورو اټومي ساینس پوهانو د وژنې سربیره، د ایران اټومي پالیسیو او نظامي مرکزونو ته لوی زیان ورسېد.[2] پخوانۍ معادلې یې ګډوډې کړې، د قدرت موازنه د ایران په زیان تمامه شوه او دا یې وښودله چې د اسرايیلو په مقابل کې د ايران ډيټيرينس (د قوت توازن)  نشي کولی په ایران باندې د پراخ برید مخه ونیسي. اصلي بدلون هغه وخت راغی کله چې متحده ایالات په مستقیم ډول شخړې ته ننوت او د ایران د اټومي تاسیساتو په نښه کولو سره یې دا پیغام پیاوړی کړ چې ټرمپ، د نورو متحده ايالاتو ولسمشرانو په څېر، د ایران په خاوره مستقیم برید کولو کې تړلی لاس نه دی. همدارنګه څرګنده شوه چې په عملي توګه هیڅ هېواد، حتی روسیه یا چین، د اسراییل او متحده ايالات په وړاندې د ایران سره ونه درېدل بلکې ټولو د اسراییل او متحده ايالات د ګډو بریدونو د تراژیدۍ ننداره کوله او بې له شکه د نورو لویدیځو او حتی د سیمې د ځینو هېوادونو غیر مستقیم ملاتړ سره دغه بریدونه ترسره شول. که څه هم ایران هم د اسراییل او متحده ايالات د بریدونو د ځواب ورکولو وړتیا لرله او لکه څنګه چې په دولس ورځنۍ جګړه کې ولیدل شوه، ایران وکولی شو د خپلو پرمختللو هایپرسونیک توغندیو په کارولو سره د اسراییلو خاوره، چې په سیمه کې تر ټولو لویه د متحده ايالاتو اډه ده، په نښه کړي، مګر په عمومي توګه، پورته ذکر شویو پیښو د ایران د امنیتي محاسبې بنسټونه بې ارزښته کړل او تهران پوه شو چې نور نشي کولی د خپلو دښمنانو لخوا د مستقیم بریدونو د مخنیوي لپاره په پخوانیو وسیلو تکیه وکړي او د ادعا شوي ډيټيرينس په لویه کچه خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړ.

د حکومت د ټولنیزو بنسټونو کمزوري کېدل: د تېرو پیښو وروسته، یو داخلي فکتور چې د ایران دریځ یې نور هم کمزوری کړ هغه د اسراییلو او متحده ایالاتو سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې څخه څو اونۍ وروسته د ایران په مختلفو ښارونو کې خونړي لاریونونه کېدل وو. دا لاریونونه، چې د ایراني چارواکو لخوا “بهرني پارونې او تنظیم جوړونې” ته منسوب شول او بهرني وبلل شول،[3] په عمل کې د حکومت او ټولنې ترمنځ ژور واټن څرګند کړ. د بل هر څه په پام کې نیولو پرته، حقیقت دا دی چې د جګړې په وخت کې د پراخو لاریونونو پیل وښودله چې د ایران حکومت یو همغږي او باوري ټولنیز ملاتړ نلري. د هغه سیاسي سیسټم لپاره چې د دوو لویو قدرتونو سره د نظامي ټکر په درشل کې دی، د سیاسي-ټولنیز یووالي نشتوالی یو بنسټیز او خورا جدي کمزوري ګڼل کیږي. په حقیقت کې، د لاریونونو د سخت سرکوب کولو وروسته ټولنیز وضعیت د ایران د حکومت لاسونه د نورو سره د ټکر لپاره تړلي دي. حکومت پوه شو چې د تاوتریخوالي دوام، نه یوازې د زیربناوو ویجاړولو، بلکې د داخلي بې ثباتۍ، د لاریونونو خپریدو او د ځواک د کمزورې کېدو لامل هم کیدی شي. په دې توګه، کورني کړکېچ د تهران د محاسبې په بدلولو کې د بهرني پوځي فشار په څېر رول ولوباوه، چې د جګړې د دوام لګښتونه یې د پام وړ زیات کړل. د کورني کړکېچن وضعیت سره په موازي ډول، اقتصادي فشارونه هم یو مهم پړاو ته رسیدلي دي. پراخ بندیزونه، د تېلو د عوایدو کمېدل، د انفلاسیون زیاتوالی او د خلکو نارضایتۍ د ایران اقتصاد په نازک حالت کې پریښی دی. په داسې شرایطو کې، د پوځي شخړو د زیاتېدو خطر کولی شي د نورو اقتصادي او ټولنیز سقوط لامل شي. د هغه حکومت لپاره چې د داخلي لاریونونو او د ټولنیز بنسټ له لاسه ورکولو سره مخ دی، په بشپړ پیمانه جګړې ته ننوتل یو ډیر ګران او حتی خطرناک انتخاب دی.

د مستقیم بهرني ملاتړ نشتوالی: د پورته ذکر شویو ټکو سربیره، ایران د ستراتیژیک انزوا له واقعیت سره هم مخ دی. پدې بحراني حالت کې، هیڅ لوی ځواک په عملي توګه د تهران تر څنګ ونه درید. نه روسیه او نه هم چین د ایران په اړه د متحده ایالاتو او اسراییلو سره مستقیم یا غیر مستقیم ټکر ته د ننوتلو لپاره چمتو نه و. دې انزوا د ایران حکومت لپاره خورا درنده معنی درلوده: که چیرې ټکر دوام ومومي، نو تهران به په عملي توګه په یوازې ځان د جګړې لګښت ورکړي؛ یوه جګړه چې د هغه اقتصادي او نظامي ځواک یې د ترسره کولو لپاره کافي نه ښکاري.

له همدې امله، د خبرو اترو میز ته د ایران د بېرته راستنېدو پریکړه باید د څو عواملو هممهاله پایله وګڼل شي: د پوځي ځواک کمزوری کول، د سیمه ایز محور د یوې برخې سقوط، نړیواله انزوا، سخت اقتصادي فشارونه، داخلي ویش او ټولنیز لاریونونه او د متحده ایالاتو مستقیم پوځي ګواښ. د دې عواملو مجموعه تهران دې پایلې ته ورساوه چې د مقابلې دوام کولی شي د رژیم شتون او ثبات ته جدي خطرونه رامنځته کړي. له همدې امله، دا ځل، کله چې ټرمپ خپل تر ټولو لوی الوتکې وړونکی بیړۍ سیمې ته واستوله، د ډیر لوی او ډیر وژونکي جنګ خطر چې د پخوا په پرتله ډیر زیان رسونکي پایلې یې لرلی شوې، تصور وشو او د ایران لپاره د مقابلې د دوام لګښت بې ساري کچې ته لوړ شو. له همدې امله، تهران پرته له دې چې ډیپلوماسۍ ته راستون شي بله چاره نه درلوده او په ناڅاپي ډول د خبرو اترو میز ته راستون شو.

له ایران څخه د ټرمپ غوښتنې

د ایران او متحده ايالات د خبرو اترو د احتمالي پایلو د ارزونې لپاره، لومړی اړینه ده چې د ټرمپ لخوا وړاندیز شویو غوښتنو ماهیت درک شي. هغه څه چې ټرمپ د خبرو اترو د اجنډا په توګه اعلان کړي دي یوازې اټومي تړون نه دي، بلکې د غوښتنو یوه پراخه بسته ده چې پخپله ټرمپ او د متحده ايالات د نورو لوړ پوړو چارواکو څخه اوریدل کیدی شي. دا غوښتنې د ایران د اټومي پروګرام بشپړ له منځه وړلو[4] څخه نیولې تر 500 کیلومتره پورې د توغندیو وړتیاوې په جدي توګه محدودول،[5] او په منځني ختیځ کې د پراکسي ډلو ملاتړ بندول،[6] او حتی د ایران حکومت له خپلو اتباعو سره د چلند نوعیت پورې رسیږي.[7] د خبرو اترو دا ډول لیست په مؤثره توګه په سیمه کې د ایران د دریځ د بیا پیژندلو (تعریف کولو) هڅې په معنې دی، نه یوازې د اټومي مسلې حل کول. د ټرمپ لومړۍ او تر ټولو مهمه غوښتنه د ایران د اټومي پروګرام بشپړ له منځه وړل دي. د واشنګټن له نظره، تر هغې چې ایران د اټومي وسلو د غني کولو او د اټومي زیربناوو د پراختیا لپاره تخنیکي ظرفیت وساتي، تل به د اټومي وسلو د جوړولو په درشل کې د چټک بیرته راستنېدو امکان شتون ولري. خو د تهران له نظره، اټومي پروګرام یوازې یوه علمي یا اقتصادي پروژه نه ده، بلکې د ملي ځواک او د ایران د مشروع حق یوه نښه ده. ایران په تېرو دوو لسیزو کې د دې پروګرام د ساتلو لپاره درانه سیاسي، اقتصادي او امنیتي لګښتونه ورکړي دي او د همدې دلیل لپاره، د دې “بشپړ له منځه وړل” منل به د ایراني رژیم لپاره د یوې ستراتیژیکې ناکامۍ رسمي اعتراف وي. په پایله کې، تر ټولو حقیقي اټکل دا دی چې ایران ممکن موافقه وکړي چې خپل اټومي فعالیتونه په جدي توګه محدود کړي، د غني کولو کچه راټیټه کړي، پراخ تفتیشونه ومني او حتی د پروګرام ځینې برخې وځنډوي، مګر د خپل اټومي زیربناوو په بشپړ ډول له منځه وړلو موافقه خورا ناشونې ښکاري. د ټرمپ دوهمه غوښتنه، د ایران د توغندیو وړتیاوې د 500 کیلومترو پورې کمول، د اټومي مسلې په پرتله حتی ډیر حساس دی. د توغندیو وړتیاوې د اسراییلو او متحده ایالاتو په وړاندې د اسلامي جمهوریت لپاره د مهارولو وروستۍ ستنه ده، په ځانګړې توګه په اوسني وضعیت کې چې په سیمه کې د ایران د پراکسي ډلو د شبکې لویه برخه کمزورې شوې ده. د توغندیو د واټن محدودول به په مؤثره توګه د ایران ستراتیژیک بې وسلې کول او د بېرته برید کولو وړتیا له لاسه ورکول وي.

له همدې امله، دا ډېره ناشونې ده چې تهران به داسې غوښتنې سره موافقه وکړي. په غوره توګه، ایران ممکن د توغندیو د ازموینې محدودیتونو، ډیر شفافیت، د ځینو نویو سیسټمونو د پراختیا بندولو، یا غیر دولتي لوبغاړو (نیابتي ډلو) ته د توغندیو د لیږد نه کولو سره موافقه وکړي، مګر د توغندیو د رینج کې د پام وړ کمښت منل یوه سره کرښه ده چې د ایران د سیاسي سیسټم لپاره به یې تیریدل ستونزمن وي. لدې برعکس، د متحده ایالاتو د غوښتنو دریم برخه، یعنې د پراکسي ډلو لپاره د ایران د ملاتړ بندول، هغه ساحه ده چیرې چې امتیازات ډیر احتمال لري. ځمکني واقیعتونه ښیې چې دې شبکو خپل پخوانی ځواک له لاسه ورکړی او د ایران لپاره د دوي د ساتلو لګښت د دوي ګټو څخه ډیر دی. تهران به احتمال ولري چې د دغو ډلو سره خپل مالي او وسلو ملاتړ محدود کړي، د پرمختللو وسلو لیږد ودروي او د نړیوال فشار کمولو لپاره په ځینو سیمه ییزو ډګرونو کې له مستقیم مداخلې څخه لاس واخلي. د ټرمپ د غوښتنو دا برخه، د تېرو دوو برعکس، د نوي سیمه ییزو واقعیتونو سره ډیر مطابقت لري او ممکن د موافقې له اصلي برخو څخه وي. خو د واشنګټن څلورمه غوښتنه، چې د ایران د رژیم کورني چلند بدل کړي، په بنسټیز ډول سیاسي او ایډیالوژیکي ده او د امنیتي مذاکراتو له دودیز چوکاټ څخه بهر ده. اسلامي جمهوریت به تقریبا دا ډول غوښتنه په خپلو کورنیو چارو کې د ښکاره لاسوهنې په توګه وګوري او په رسمي ډول به یې له منلو څخه ډډه وکړي. هغه اعظمي امتیازات چې په دې برخه کې کیدی شي ځینې تاکتیکي او لنډمهاله اصلاحات وي ترڅو نړیوال فشار کم کړي، نه جوړښتي او دوامداره بدلونونه. د دې حقایقو د یوځای کولو سره، موږ کولی شو دې پایلې ته ورسیږو چې د ټرمپ لخوا بیان شوي جامع او اعظمي موافقې ته د رسېدو امکان ډیر کم دی.

احتمالي پایله به څه وي؟

دا روښانه ده چې تهران به د متحده ایالاتو د درنو غوښتنو سره په هیڅ ډول موافق نه وي، کوم چې په حقیقت کې د ایران د بشپړ تسلیمیدو په توګه تعبیر کیدی شي. پدې حالت کې به د متحده ایالاتو راتلونکي ګامونه څه وي؟ البته، د تېرو پیښو او د ابراهم لینکلن جنګي کښتۍ لیږلو او دې حقیقت ته په پام سره چې ټرمپ سیمې ته د بلې کښتۍ لیږلو ژمنه کړې،[8] دا ځل د ډیرو سختو بندیزونو، سیاسي ګواښونو او د پوځي ځواک ښودلو په بڼه د فشار زیاتول تیر شوي او بل ګام باید محاسبه شي. تر ټولو کمزوری بل ګام کیدای شي، لکه څنګه چې په تیرو نمونو کې، د ایران دننه حساسو اهدافو په وړاندې محدود او هدفمند بریدونه وي. دا ګام ډیر احتمال لري د متحده ایالاتو د تېر چلند منطق پراساس وي، یعنې د ایران سره د لویې کچې جګړه نه پیل کول، مګر د پوځي لارو چارو کارول ترڅو تهران بېرته شاته کېدو او د خبرو اترو میز ته راستون شي. مګر ترټولو سخت ګام ممکن “په بشپړ پیمانه جګړه” وي. که څه هم ایران د هرمز تنګي د تړلو او د هغو قوي توغندیو د درلودلو په څېر انتخابونه هم لري چې د متحده ايالات اډو او شاید د الوتکو وړونکو الوتکو د ویشتلو وړتیا لري، خو د متحده ايالات پوځ د ایران په وړاندې د عملیاتو ترسره کولو لپاره ډیر قوي دی. په عربي سمندر کې د ابراهیم لینکلن الوتکې وړونکې کښتۍ ځای پرځای کول او هلته د بلې وړونکې کښتۍ لیږل، په قطر، بحرین، متحده عربي اماراتو او عراق کې د ګڼ شمیر متحده ايالاتو اډو شتون، په هوا او سمندر کې د واشنګټن مطلق برتري او د متحده ايالات د اقدام په صورت کې د محرک د ایستلو لپاره د اسراییلو وړتیا او تر ټولو مهم، د ایران بې ساري کمزوري، ټول دا په ګوته کوي چې د برید لپاره هیڅ جدي تخنیکي یا عملیاتي خنډ شتون نلري. که ټرمپ له خپلو غوښتنو څخه شاته نه شي او ایران له خپلو دریځونو څخه شاته نه شي، د ایران د پوځي او اقتصادي وړتیاوو په بشپړ ډول له منځه وړلو په هدف د لویې کچې برید امکان له حقیقت څخه لرې نه دی، په ځانګړي ډول نتانیاهو په کلکه ټرمپ هڅوي چې دا اقدام وکړي. که ټرمپ وکولی شي د ایران سره د لویې جګړې د پیل احتمالي لګښتونه وزن کړي، لکه په منځني ختیځ کې د پراخې بې ثباتۍ کنټرول، د انرژۍ نړیوال بازار ګډوډېدل او د تېلو د بیو په چټکۍ سره لوړېدل، کوم چې هغه ممکن د وینزویلا د تېلو کنټرول سره مهار کړي، اوږدمهاله او د جګړې د نورو لوبغاړو د راښکته کولو خطر سره وزن کړي وي، دا امکان د تصور وړ دی؛ که نه نو، تر ټولو احتمالي نمونه هغه ده چې مخکې لیدل شوې ده: محدود، دقیق او مرحله یی بریدونه چې هدف یې د ایران ځواک کمزوری کول او سیاسي امتیازات پلي کول دي، نه د حکومت نسکورول یا په نظامي توګه د هېواد نیول.

په داسې حالت کې به د ایران غبرګون څه وي؟ تهران به بې له شکه د کوم برید په وړاندې غلی پاتې نشي، مګر د ایران د غبرګون ساحه او شدت به د متحده ایالاتو لخوا د اچول شویو ګوزارونو په رڼا کې هم اندازه شي. د ویجاړونکي برید په صورت کې، ایران به د متحده ایالاتو پر اډو او کښتیو برید کولو څخه تر اسراییلو برید کولو او حتی د هرمز تنګي تړلو پورې ټول انتخابونه وکاروي. که څه هم ایران د لویې جګړې په صورت کې د متحده ایالاتو او اسراییلو سره د مقابلې لپاره عملیاتي وړتیاوې نلري او اوس مهال له جدي محدودیتونو سره مخ دی، خو د بقا او ویجاړۍ د مخنیوي د توازن لپاره به خپله ټوله هڅه وکړي. په هرصورت، د متحده ایالاتو لخوا د محدود او هدفمند برید په صورت کې، د تهران غبرګون به احتمالاً د تېرو وختونو په څېر ډیر سمبولیک، مهارونکی او کنټرول شوی وي، د هغو اقداماتو پرځای چې کولی شي د جګړې د نه کنټرولیدونکي زیاتوالي لامل شي، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو په کښتۍ باندې د له منځه وړلو په نیت برید.

سناریوګانې

– لومړۍ سناریو، په پام کې نیولو سره چې پوځي حل لاره د دواړو خواوو لپاره د هغې د ګټو په پرتله ډیره ګرانه ګڼل کیږي، د دواړو خواوو لپاره تر ټولو منطقي سناریو دا ده چې محدود، مرحله یی او تدریجي موافقې ته ورسیږي؛ یوه موافقه چې پکې ایران د خپل اټومي پروګرام یوه برخه محدودوي، د سیمه ییزو کړکیچونو کچه راټیټوي او په بدل کې، ځینې بندیزونه لرې یا وځنډول شي. دا ډول موافقه دواړو خواوو ته د منلو وړ کیدی شي. ټرمپ کولی شي دا د ایران د کنټرول په توګه وړاندې کړي، او تهران کولی شي دا د اقتصادي بندیز ماتول وبلي.

– دوهمه سناریو، یعنې یوې “لویې معاملې” ته رسېدل چې د ټرمپ ټولې غوښتنې پوره کوي، په تیوریکي لحاظ د تصور وړ دي، مګر په عمل کې خورا ناشونې ښکاري. داسې تړون به د اسلامي جمهوریت د چلند په ماهیت کې بدلون ته اړتیا ولري، هغه څه چې نه په ایران کې د ځواک جوړښت ورته چمتو دی او نه هم د بقا منطق او د رژیم ګټو سره مطابقت لري.

– دریمه سناریو د خبرو اترو ناکامي او د ټکر دورې ته راستنېدل دي. که چیرې متحده ايالات په خپلو اعظمي غوښتنو ټینګار وکړي او ایران د اساسي شاتګ لپاره چمتو نه وي، نو د خبرو اترو د سقوط او د پوځي او اقتصادي فشار د بیا پیل امکان شتون لري. په هرصورت، حتی په داسې حالت کې، د خبرو اترو میز ته د ایران د بېرته راستنیدو احتمال لوړ دی، ځکه چې د تهران لپاره او تر یوې اندازې پورې د متحده ايالات لپاره د لویې جګړې لګښت به د امتیازاتو له لګښت څخه ډیر لوړ وي.

– څلورمه سناریو، دا سناریو د درېمې  سناریو یوه پرمختللې نسخه ده، چې پکې خبرې اترې په بشپړه توګه ناکامېږي او ټرمپ په ایران باندې د بشپړ او هر اړخیز برید امر کوي. دا سناریو هغه وخت پیاوړی کېږي کله چې د تیرو څو میاشتو پیښو ترمنځ اړیکه جوړه شي. په دې توګه، د تیرو وختونو کې د هغه د لومړنیو اقداماتو وروسته، لکه د ایراني پراکسي ډلو کمزوري کول، د ایران د پوځي ځواک اندازه کولو لپاره د دولس ورځني جګړې بڼه ورکول، د تېلو د احتمالي بحران اداره کولو لپاره د وینزویلا د تېلو ساحې نیول او په ایران کې د لاریونونو تنظیمول چې د ایران د حکومت او خلکو ترمنځ ژور درز رامنځته کړی، ټرمپ ایران ته د وروستي ګوزار ورکولو لپاره زمینه چمتو کړې ده. که څه هم د اعظمي غوښتنو پورته کول د خبرو اترو په تخنیکونو کې یو عام عمل دی، د ټرمپ د اعظمي او غیر عملي غوښتنو پورته کول هم د جګړې د هڅولو لپاره د بهانې په توګه لیدل کیدی شي. له همدې امله، د دې سناریو له مخې، ټرمپ، د نتانیاهو سره په همغږۍ، به د رژیم د نسکورولو په هدف په ایران باندې یو لوی پوځي برید پیل کړي. دا حتی د تصور وړ ده چې د ایران پر وړاندې د پوځي بریدونو پیل او د پوځي او حتی د قانون پلي کوونکو مرکزونو له ویجاړولو سره به په کور دننه هم بغاوتونه راپورته شي.

پایله

د متحده ايالات سره د خبرو اترو میز ته د ایران بېرته راتګ د تاکتیکونو د بدلون له امله نه دی، بلکې د ایران د لویو محاسبو د سقوط له امله دی چې د مهارولو پر بنسټ ولاړ دي، کوم چې د پراکسي ډلو د کمزوري کولو، د پوځي ځواک تحلیل، نړیواله انزوا، او د ملت-دولت ژور ویش له لارې، د سیسټم هاخوا د مقابلې د دوام لګښت زیات کړی دی. په هرصورت، د ټرمپ اعظمي غوښتنې، د اټومي پروګرام له منځه وړلو څخه د توغندیو بې وسلې کولو، د مقاومت د محور ملاتړ نه کولو او د کورني چلند بدلولو پورې، یو طبیعت لري چې د اټومي مسلې هاخوا ځي او موخه یې د ایران د تسلیمیدو په معنې ده. ایراني اړخ، چې د مخه د متحده ایالاتو او اسراییلو لخوا ځپل شوی، یا به تسلیم شي یا به په خپل نظامي او ستراتیژیک ځواک تکیه کولو سره ودریږي. منطقي وضعیت دا دی چې دواړه خواوې به د خپلو ځینو غوښتنو او دریځونو هاخوا تلپاتې موافقې ته ورسیږي. دا امکان د دې حقیقت پر بنسټ ولاړ دی چې متحده ايالات اړخ خورا لویې غوښتنې وړاندې کړې چې یو ډیر متمرکز هدف به ترلاسه کړي، یعنې اټومي تړون، لکه څنګه چې مشهوره وینا ده، ” په مرګ يې ونيسه چې تبې ته راضي شي.” په هرصورت، د مسلو پیچلتیا او اوسني پرمختګونه دا خورا احتمال رامنځته کوي چې دواړه خواوې به لوبه وکړي، په کوم حالت کې د یوې نازکې موافقې سناریو او د تیرو ناکامو دورو تکرار به د یوې جامع موافقې او نه هم د بشپړې کچې جګړې په سناریو کې څرګند شي، بلکه د یوې محدودې او تدریجي موافقې په توګه. تر ټولو بده سناریو د ایران د رژیم د نسکورولو لپاره یوه بشپړه جګړه ده، چې له یوې خوا د توغندیو په ډګر کې د ایران د نه منلو وړ وړتیاو او په متحده ایالاتو باندې د درنو لګښتونو د تحمیل په پام کې نیولو سرهړ او له بلې خوا، دا د ټرمپ د اوسنيو بهانو او غیر متوقع چلند سره په بشپړه توګه رد نه کیږي.

وړاندیزونه

د ترسره شویو مطالعاتو پر بنسټ، لاندې وړاندیزونه افغان حکومت ته وړاندې کیدی شي:

۱. اسلامي امارت باید د هرې سناریو اغیزې او پایلې په دقت سره محاسبه او خپل لازم چمتوالی ونیسي.

۲. اسلامي امارت باید په راتلونکي کې هم په داسې شخړو کې بېطرفي اختيار کړي لکه څنګه يې چې اوس اختيار کړې ده.

‌سرچیني

[1].  Iran’s Deterrence Concept. Ephraim Kam. INSS,  July 2021. Available at:

چرا حمله به ایران ممکن نیست؟، سایت دیپلوماسی ایرانی، تاریخ نشر ۱۰/۸/۱۴۰۲ قابل دسترسی:

بازدارندگی و قدرت نظامی ایران. سایت آگاه، تاریخ نشر ۱۵/۱۰/۱۴۰۳، قابل دسترسی:

[2]. Iran in crisis: the landscape after the Twelve-Day War. Krzysztof Strachota, 2025-12-18, available at:

[3]. Khamenei blames protest casualties on Trump, calls him a criminal. Iran international, 17 Jan 2026, available at:

[4]. ترامپ: هدف مذاکرات «برچیدن کامل» برنامه هسته‌ای ایران است؛ نفت دارید، انرژی اتمی می‌خواهید چه‌کار؟. سایت یورو نیوز ۵/۵/۲۰۲۵  قابل دسترسی:

[5]. آمریکا شرط گذاشت که برد موشک‌های ایران به کمتر از ۵۰۰ کیلومتر برسد!. سایت دنیای اقتصاد تاریخ نشر ۱/۷/۱۴۰۴ قابل دسترسی:

[6]. آغاز مذاکرات ایران و آمریکا در مسقط در سایه تهدیدهای نظامی. سایت دویچه‌وله، ۱۷/۱۱/۱۴۰۴ قابل دسترسی:

[7]. همان منبع

[8]. خبرگاه؛ ترامپ: ممکن است یک ناو دیگر هم به منطقه بفرستیم. سایت دویچه‌وله، تاریخ نشر ۲۱/۱۱/۱۴۰۴ قابل دسترسی:

د متحده ايالاتو او ایران مذاکرات: پایلې او راتلونکې سناریوګانې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top