لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- د ایکو سیمه ییز سازمان؛ په پاکستان کې یې وروستۍ غونډه او د اسلامي امارت نه ګډون
- د ایکو اقتصادي سازمان لنډه پېژندنه
- په پاکستان کې د ایکو سازمان د وزیرانو لسمه غونډه
- په دې غونډه کې د اسلامي امارت نه ګډون
- پایله
- وړاندیزونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
نړیوال او سیمه ییز سازمانونه د معاصرو نړیوالو اړیکو او نړیوال سیاست په چوکاټ کې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي ـ امنیتي، اقتصادي او علمي ـ فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د پام وړ فرصتونه رامنځته کوي. همدې موخو ته په کتو د ایکو سازمان تر نامه لاندې د ایران او ترکیې په ګډون د مرکزي او جنوبي اسیا ګڼ هېوادونه فعالیتونه کوي ترڅو د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزېټ، انرژۍ او طبیعي افتونو سره د مبارزې په برخه کې ګډې تګلارې چې ګټه یې ټولو غړو هېوادونو ته ورسېږي ترتیب او پلي کړي. د همدې موخو د ترلاسه کولو لپاره د روانې جنوري میاشت په یو وېشتمه او دوه وېشتمه نېټه د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د ایکو سازمان د غړو هېوادونو د وزیرانو لسمه غونډه د دوه ورځو لپاره را بلل شوې وه چې موخه یې د طبیعي افتونو د ګواښونو کمول په ګوته شوي دي. افغانستان هم د دې سازمان یو غړی هېواد دی او د خپل جغرافیوي موقعیت له امله د ایکو سازمان په چوکاټ کې محوري هېواد ګڼل کېږي؛ ځکه چې د ایکو سازمان د غړو هېوادونو په څلور لارې کې پروت دی. د افغانستان اسلامي امارت د یوې اعلامیې پر اساس روښانه کړې چې د افغانستان په استازېتوب به په دې غونډه کې ګډون ونه کړي. داچې د دې سازمان د غړیتوب پر اساس افغانستان کومې ګټې ترلاسه کوي؟ دغه غونډه پر کومو موضوعاتو د بحث لپاره را بلل شوې؟ او اسلامي امارت په دې غونډې کې ولې ګډون نه دی کړی؟ هغه پوښتنې دي چې د دې تحلیلي مقالې په اوږدو کې پرې رڼا اچول شوې ده.
د ایکو اقتصادي سازمان لنډه پېژندنه
د اقتصادي همکاریو سازمان یا Economic Cooperation’s Organizationپه ۱۹۸۵ز.کال د ایران، پاکستان او ترکیې له لوري رامنځته شو، دا سازمان په اصل کې د سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا سازمان یا Regional Cooperation for Development چې د پورته هېوادونو له لوري په ۱۹۶۴ز.کال کې رامنځته شوی وه، ځای ناستی ګڼل کېږي. په ۱۹۹۲ز.کال کې د ایکو سازمان د غړو هېوادونو شمېر زیات شو او پر دې اساس اووه نورو هېوادونو ته چې عبارت دي له افغانستان، اذربایجان، قزاقستان، قېرغېزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په دې سازمان کې غړیتوب ورکړل شو.[1] . دايکو سازمان غونډې هر کال په نوبتي ډول په هر غړي هيواد کې جوړيږې د غړيو هيوادونو به مشرتابه کې کډون کوي او په غونډه کې ونډی سره سم هر غړي هيواد دخپلو امکاناتو په چوکاټ کې دمالي او تخنيکې همکاريو اوهمدارنګه دخپل هيواد اقتصادی ستونزو او پريکړه ليکونو په اړه عمومي غونډي ته راپور ورکوي او په پاي کې د ورکړل شوي راپور له مخې له يو بل سره د همکاريو پراختيا او پرمختيا په موخه دلارو چارو دموندلو په اړه لازم تصميمونه نيول کېږي. دا چې ددې سازمان غړي هيوادونه دکلتوري، اقتصادي، اجتماعي، طبيعي او معدني منابعو لکه تيل، ګاز، مسو، اوسپني، د ډبرو سکرو، يورانيمو، مالکي، قيمتي ډبري، کرنيزو توليداتو لکهغنم، وربشي، جورا، ګني، مالوچ، ميوو او سبو له مخې ګډ خصوصيات او مشخصات لري. غړي هيوادونه په بشپړه هماهنګې سره په مشترک ډول کولای شي له يو بل سره خپلي اقتصادي مرستې لازياتي ګټوري او اغيزمني کړي. دوی دنړۍ نورو پرمختلو هيوادونو سره د سیالۍ په موخه دخپلو ګډو خصوصياتو،مشخصاتو او دطبيعي اوزراعتي منابعو له مخي خپل سازمان کې دمشترک المنافعو اتحاديو او کوپراتيفونو په جوړولو لاس پوري کړي.[2] لکه څرنګه چې د نوم څخه ښکاري دغه سازمان د اقتصادي موخو لپاره رامنځته شوی دی او هغې موخې چې دې سازمان په اساسنامه کې ورته ځای ورکړل شوی دی عبارت دي له، د باثباته او پرمختللي اقتصاد لپاره د شرایطو برابرول، د غړو هېوادونو له ظرفیتونو څخه په ګټې اخیستنې د خلکو د ژوند د شرایطو لوړول.د ایکو په سیمه کې تجارت پر وړندې د خنډونو لېرې کول او د تجارت پراختیا، د غړو هېوادونو ترمنځ علمي او فرهنګي همکاریو پیاوړتیا.[3]
په پاکستان کې د ایکو سازمان د وزیرانو لسمه غونډه
د اقتصادي همکارۍ سازمان (ECO) د وزیرانو لسمه غونډه د جنوري میاشت پر۲۱ او ۲۲ نېټه د پاکستان په اسلاماباد ښار د دې هېواد د طبیعي افتونو د مدیریت ادارې له لوري ترسره شوه. د پاکستاني رسنیو د راپورنو پر اساس په دې غونډه کې د پاکستان، ترکیې، اذربایجان، قزاقستان، قیرغېزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ایران، ازبکستان او افغانستان څخه ګډون کوونکي رابلل شوي، چې د طبیعي افتونو د خطرونو کمېدو او اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د زغم برخه کې د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې بحثونه وکړي.په دې ناسته کې د نوښت او ټکنالوجۍ پر کارونې، د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ پر ښهوالي، د خطرونو کمېدو چوکاټونو پر یو ډول کولو او د اقلیمي بدلونونو او له پولو ها خوا رامنځتهکېدونکو پېښو پر وړاندې د ګډ چمتووالي پر لوړېدو ځانګړی تمرکز شوی.دغهراز د ټکنالوجۍ پر بنسټ د حللارو پر کارونه، د معلوماتو پر تبادلې، د له وخت مخکې خبرداري پر سیسټمونو او له ابتکاري لارو چارو د سیمې د بدلېدونکو خطرونو پر وړاندې پر مقابلې بحثونه شوي دي.[4] په دې وروستیو کې په پاکستان کې طبیعي پېښې او سېلابونه زیات شوي دي او دغه هېواد ته یې پراخ اقتصادي زیانونه اړولي؛ نو پر همدې اساس پاکستان چې دغه مهال د پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او نه شي کولای چې په یواځې توګه د دې پېښو پر وړاندې په اغېزمنه توګه مبارزه وکړه؛ نو ځکه د سیمه ییزو سازمانونو له لارې هڅه کوي چې د سیمې هېوادونه پاملرنه ځانته را واړي او په دې برخه کې د هغوی مرستې ترلاسه او خپلې ستونزې پرې حل کړي. د دې هېواد چار واکی په دې پوهېږي چې د دې ستونزو په حل کولو کې پاتې راتلل به د دې هېواد وګړو ته په حکومت د نېوکې یو بل فرصت هم ور زیات کړي.
د ایکو سازمان نور غړي هېوادونه هم له ورته طبیعي افتونو سره مخ دي او دوی هڅه کوي چې د سیمه ییز ملاتړ له لارې ورته رسېده ګي وکړي؛ د بېلګې په توګه په دې غونډه کې د اذربایجان د بیړنیو حالاتو مرستیال وزیر عادل عبدالله یوف، په سیمهییزه همغږۍ د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ، څو د ورځ په ورځ پېچلي کیدونکو طبیعي خطرونو پر وړاندې اغېزمن اقدام وشي. د قرغزستان د بیړنیو حالاتو مرستیال وزیر، ښاغلي ارنیسټ ژوسوپوف، د ایکو په سیمه کې د ګډ چمتووالي، د ظرفیت لوړولو او د ژر خبرتیا د سیستمونو د پیاوړتیا اړتیا مهمه وبلله. سربېره پر دې سلیمان عمر، د تاجکستان د بیړنیو حالاتو او ملکی دفاع د کمیټې مرستیال رئیس، د اقلیم له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د زیاتیدو اندېښنه څرګنده کړه او هغه د دې اړتیا ټینګار یې وکړ چې سیمهییز چوکاټونه دهمغږي او د عملي پلي کولو ګډ میکانېزمونه باید پیاوړي شي. همدارنګه ښاغلي علي حمزه پهلوان، د ترکیې د بیړنیو حالاتو او افتونو د مدیریت ادارې مشر د سیمهییزې همکارۍ په برخه ترکیې ژمنتیا بیا تایید کړه او د ګډو روزنیزو پروګرامونو، ورته تمرینونو او د زلزلې په برخه کې د معلوماتو د شریکولو په برخه کې خبرې وکړې[5].
په دې غونډه کې د اسلامي امارت نه ګډون
د افغانستان لپاره د ایکو سازمان غړیتوب خورا ګټې لري؛ د همدې ګټو د ترلاسه کولو لپاره اړینه وه چې د افغانستان استازي په نوموړي ناسته کې ګډون کړی وه؛ خو دا چې ولې په دې ناسته کې د اسلامي امارت استازو ګډون نه دی کړی بېلابېل دلایل شته؛ مخکې له دې چې د نه ګډون پر دلایلو باندې بحث وشي؛ اړینه ده چې د افغانستان لپاره د دې سازمان ګټې روښانه شي.
ایکو د افغانستان لپاره د دغه سازمان له غړو هېوادونو سره د ترانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې برابروي. افغانستان کولی شي په دغه سازمان کې د خپل رول په لوبولو سره منځنۍ اسیا چې د انرژۍ پراخې سرچینې لري، له جنوبي اسیا سره چې انرژۍ ته اړتیا لري، یو له بل سره ونښلوي. په ورته وخت کې افغانستان کولی شي د دغه سازمان له غړو هېوادونو (ایران، پاکستان، ترکیې، تاجکستان، ترکمنستان، ازبیکستان، قزاقستان، قرغزستان او اذربایجان) سره خپله سوداګري پراخه کړي. افغانستان به وتوانیږي چې یادو هېوادونو ته د وچو او تازه میوو، غالیو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، طبي بوټو او نورو توکو صادرات زیات او نوي بازارونه ورته پيدا کړي. په دې سره به افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې متوازن بیلانس ته نږدې شي. ایکو د غړو هېوادونو ترمنځ د ریل پټلۍ شبکې پراختیا ته کار کوي، لکه د ایران – ترکمنستان – قزاقستان ریل پټلۍ او د چین – قرغزستان – تاجکستان – افغانستان – ایران ریل پټلۍ پروژې. دا پروژې د سیمهییز اتصال او اقتصادي ودې لپاره کلیدي رول لوبوي. دا پروژې افغانستان ته له سیمهییزو بازارونو سره د نښلېدو او د ترانزیټي مرکز په توګه د خپل رول پياوړي کولو فرصت برابروي. سربېره پر دې د ایکو سازمان یوه موخه د غړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ انتقال دی. په دې برخه کې مهمې پروژې ټاپي او کاسازر دي. ټاپي د ترکمنستان – افغانستان – پاکستان – هند ترمنځ د ګازو پایپ لاین پروژه ده، چې د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقالوي. [6]
کاسا زر بیا له مرکزي اسیا څخه جنوبي اسیا ته د برېښنا د لېږد پروژه ده، چې د ایکو په چوکاټ کې ترې ملاتړ کیږي. د دې پروژې چارې د افغانستان په خاوره کې شاوخوا ۷۰ سلنه مخته تللې دي او تمه ده چې تر د ۲۰۲۶ کال پورې به یې پاتې چارې هم بشپړې شي. په ایکو سازمان کې د افغانستان په فعال رول لوبېدو سره به د یادو پروژو په تطبیق او بشپړولو کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي. د دې پروژو په بشپړېدو سره به په هېواد کې د برېښنا کمښت ستونزه حل او صنعت به وده وکړي. د ایکو سازمان غړي هېوادونه د ایکو سوداګریز او ترانزیټي دهلیز (ECO Trade and Transit Corridor)لري. دا دهلیز د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورټي او سوداګریزو شبکو د پراختیا لپاره جوړ شوی، چې موخه یې د سوداګرۍ اسانتیا، د ترانزیټي لګښتونو کمول او د ترانسپورټي سیسټمونو پیاوړتیا ده. دا دهلیز د افغانستان، پاکستان، ایران او مرکزي اسیا هېوادونو لپاره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې ډېر مهم دی. ایکو سازمان د بهرنیو پانګونو د جذب او د اقتصادي پروژو د تمویل لپاره د افغانستان لپاره یو ښه پلیټفارم دی، چې د اقتصادي ودې او بېوزلۍ کمولو لپاره مهم دی. افغانستان کولی شي د دغه سازمان له لارې د لویو پراختیايي پروژو، صنعت او ترانسپورټ په برخه کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو پانګونه جذب کړي. اسلامي امارت د افغانستان د راتلونکي اقتصادي ودې په موخه د موجودو منابعو همغږي کولو، د صنعت او خصوصي سکټور د ملاتړ، د بېکارۍ کچې کمولو او همداراز د زېربنا د بیارغونې په موخه د ملي پراختیا ستراتيژي او همداراز د افغانستان اقتصادي پالیسي جوړ کړي، چې د ایکو سازمان غړو ته په افغانستان کې د اقتصادي فعالیتونو د ترسره کولو په اړه لار روښانه کوي. ایکو سازمان د (Economic Cooperation Organization)په نوم د غړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو او صنعتي اتحادیو یوه ګډه اداره لري، چې موخه یې د ایکو غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې زیاتوالی، د سوداګرو، صنعتکارانو او تجارانو ترمنځ د اړیکو ټینګښت، ګډې پروژې، نندارتونونه او د کاري فرصتونه برابرول، د خصوصي سکټور د همکاریو ملاتړ او د سیمې د اقتصادي همغږۍ په پراختیا کې مرسته کول دي. افغانستان کولی شي له دې لارې په ډېرو برخو کې اقتصادي لاسته راوړنې ولري. [7]
د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تبادلې، علمي همکاریو او تعلیمي پروګرامونو د ودې لپاره کار کوي، لکه د زدهکړیالو او څیړونکو لپاره د ورکشاپونو او بورسونو تنظیمول. په سیمه ییزو همکاریو کې د ایکو سازمان غړي هېوادونه د ودې او پرمختګ په حال کې دي او د تحصیل کچه یې لوړه ده. افغانستان د دغه سازمان له لارې کولی شي افغان ځوانانو ته په مختلفو برخو کې تحصیلي زمینې برابرې او همداراز په بېلابېلو برخو کې د یادو هېوادونو تخنیکي همکاري راجلب کړي.ایکو سازمان د اوبو مدیریت، د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې او د دوامداره کرنې په برخه کې هم پروژې پرمخ وړي. افغانستان کولی شي د اقلیمي بدلون او وچکالۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې، د نشهیي توکو د بدیلو کښتونو او همداراز د اوبو مدیریت په برخه کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو همکاري راجلب کړي.[8]
نو د پورته ګټو په درلودلو سره پوښتنه دلته رامنځته کېږي چې ولې د اسلامي امارت استازو په نوموړې غونډې کې ګډون نه دی کړی؟ په داسې حال کې چې پورته ګټې هغه مهال په ښه شکل ترلاسه کېدای شي چې د اسلامي امارت استازي په دغو ډول غونډو کې مستقیما د هېوادونو له استازو سره د امتیاز ترلاسه کولو لپاره وګوري.
۱ـ د افغانستان اسلامي امارت د دې سازمان سره کومه ستونزه نه لري؛ ځکه چې تیرکال چې د دې سازمان غونډه په اذربایجان کې رامنځته شوې وه، هغه مهال د اسلامي امارت په استازيتوب د ریاست لوزرا اقتصادي معاون ملا عبدالغني برادر ګډون کړی وه، داچې دغه غونډه په پاکستان کې دایریږي او دغه مهال افغانستان له پاکستان سره ترینګلې اړیکې لري؛ نو د فشار د یوې الې په توګه افغانستان په دې سازمان کې ګډون نه دی کړی.
۲ ـ افغانستان هڅه کوي چې د سیمې هېوادونو له لوري په رسمیت وپېژندل شي؛ داچې د ایکو په جغرافیوي ساحه کې د افغانستان موقعیت د دې سیمې د اقتصادي ادغام، سیمه ییزې همغږي، سوداګرۍ او تجارت لپاره مهم دی. نو په داسې سیمه ییزو غونډو کې د افغانستان د ګډون اړتیا غړو هېوادونو ته څرګندېږي او غړي هېوادونه دغه خلا هغه مهال په اغېزمنه توګه ډکولای شي چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شي او د دې سازمان موخې په ښه شکل ترلاسه شي.
۳ ـ د دې سازمان په لومړیو رامنځته کېدونکو هېوادونو څخه یو هم پاکستان وه، خو دغه هېواد تل د دې سازمان د ټاکل شویو موخو خلاف د فشار د یوې الې په توګه د پاکستان سوداګریزې لارې د افغانستان پر وړاندې بندې کړي دي؛ نو داچې پاکستان په خپله د دې سازمان موخو ته ژمن نه دی؛ نو ځکه اسلامي امارت ته په دې هېواد کې دغه ډول ناستې بې ارزښته ښکاري او ګډون په کې نه کوي.
۴ ـ په دې سازمان کې د مرکزي اسیا هېوادونو د غړیتوب اساسي موخه داده چې د افغانستان له لارې د پاکستان او هند سربېره د نړۍ له ازادۍ سوداګرۍ سره ونښلول شي؛ داچې افغانستان د مرکزي اسیا هېوادونو په دې موخه کې محوري رول لري؛ نو د دې سازمان په غونډه کې د افغانستان نه ګډون د مرکزي اسیا هېوادونو ته د پاکستان د منفي پالېسیو اغېز له ورایه ښکاري. نو دوی به حتما په راتلونکې کې دوه ګامونه پورته کوي، یا داچې له پاکستان سره به خپلو اړیکو بیا غور کوي او یا داچې پر پاکستان به فشار راولي چې خپله سوداګریزه لار د افغانستان پر وړاندې د فشار د یوې الې په توګه ونه کاروي.
۵ ـ د نه ګډون د پورته لاملونه سربېره دا هم ویلای شو؛ چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت ګډون کولای شول چې په مستقیما توګه د ایکو سازمان له غړو هېوادونو سره د یوه مېز ترشا کېنې، سربېره پر دې چې له دوه سره په ملاقاتونو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د هغوی ملاتړ را جلب کړي، کولای یې شول چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د پالیسیو او د سوداګریزې لارې د بندېدو په اړه د کنفرانس د غړو هېوادونو سره دا خبرې شریکې کړي چې د دې هېواد پالیسۍ د ایکو سازمان پر خلاف دي او د دې سازمان هغه موخه چې د اقتصادي ادغام او د سیمې د سوداګرۍ پراختیا او پر وړاندې یې د خنډونو د لېرې لپاره ټاکل شوې، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د اوسنیو پالیسیو له امله نه ترلاسه کېږي. نو پر دې اساس به په یوه سیمه ییز چوکاټ د افغانستان پر وړاندې د پاکستان منفي پالیسیو ته د دې سازمان د غړو پاملرنه واوړي او دغه هېوادونه به د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د افغانستان پله درنه کړي.
پایله
د ایکو اقتصادي سازمان د سیمه ییزې همغږي د پیاوړتیا، ازادۍ سوداګرۍ، سیمه ییز اقتصادي پرمختګ او د علمي ـ فرهنګي تبادلو لپاره رامنځته شوی دی، په پاکستان کې د دې سازمان د غونډې داېرېدل او له افغانستان پرته د نورو غړو هېوادونو ګډون د دې څرګندونه کوي چې د دې سازمان غړو هېوادونو لپاره پاکستان یو اقتصادي شریک ګڼل کېږي او په سیمه کې د پام وړ باور لري. دغه هېواد کې د د دا ډول غونډو داېرېدل دې هېواد ته د سیمې د هېوادونو پاملرنه زیاتوي. پاکستان چې دغه مهال د پراخو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دی؛ هڅه کوي چې په کور دننه په حکومت د نېوکو د مخنیوي لپاره د سیمې د هېوادنو لمن ونیسي؛ نو ځکه اړتیا احساسوي چې په دې هېواد کې د سیمه ییز سازمانونه دغه ډول غونډې داېرې کړي. د افغانستان اسلامي امارت؛ نه ګډون د دې هېواد لپاره جدي ستونزې رامنځته کوي؛ ځکه د دې سازمان په چوکاټ کې د افغانستان عدم همکاري د سازمان د غړو هېوادونو په ځانګړې توګه د مرکزي اسیا هېوادونو لپاره اندېښنې رامنځته کوي او دوی به له پاکستان سره په خپلو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو کې زړه نا زړه کړي او هغه تکیه چې د سوداګرۍ په برخه کې یې پر دې هېواد کوي؛ کمه کړي.
وړاندیزونه
۱ ـ اسلامي امارت ته وړاندیز کېږي چې د مرکزي اسیا په ګډون د دې سازمان له نورو غړو هېوادونو سره په نورو سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې د دې سازمان اهدافو او د افغانستان پر وړاندې د پاکستان چلند په اړه بحثونه وکړي.
۲ ـ د ایکو سازمان باید خپلو موخو ته په کتو پر پاکستان فشار رامنځټه کړي چې د یو غړي هېواد په توګه له افغانستان سره داسې تګلاره غوره کړي چې د سیمې د اقتصادي ادغام او تجارتي اړیکو پیاوړتیا ته لاره هواره کړي.
۳ ـ غړي هېوادونه باید دا درک کړي چې په دې سازمان کې د افغانستان فعاله رول نه ترسره کول د افغانستان سیاسي انزوا نه، بلکې ټوله سیمه له اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخ کوي؛ نو اړینه چې د انزوا پرځای د تعامل لاره خپله کړي.
۴ ـ اسلامي امارت د هڅه وکړي چې دغه ډول فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او د افغانستان واقعیتونه په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان د اړیکو په برخه کې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په مستقیمه توګه ورسوي.
۵ ـ موږ نه شو کولای چې له پاکستان سره خپلې ستونزې لا ینحله پرېږدو؛ ځکه چې دا زموږ ګاونډی هېواد دی او جغرافیا یې د تغیر وړ نه دی؛ نو اسلامي امارت لپاره اړینه ده چې له دې هېواد سره د اړیکو د ښو کولو په موخه لازم ګامونه پورته کړي، ترڅو په راتلونکي کې دغه ډول فرصتونه له لاسه ونه وځي.
