د شانګهای همکارۍ سازمان او افغانستان: د سیمه ییزې همغږۍ او د نړیوال نظم د بدلون لاره

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د شانګهای همکارۍ سازمان او افغانستان: د سیمه ییزې همغږۍ او د نړیوال نظم د بدلون لاره
  • د شانګهای همکارۍ سازمان
  • افغانستان او د شانګهای همکارۍ سازمان
  • د شانګهای همکارۍ سازمان او سیمه ییز ادغام
  • د نړیوال نظم په بدلون کې د شانګهای همکارۍ سازمان رول
  • د سازمان امنیتي او سیاسي اړخونه
  • اقتصادي او انرژيکي اړخونه
  • د شانګهای همکارۍ سازمان پر وړاندې ننګونې
  • پایله

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) د ۲۱مې پیړۍ په پیل کې یو له مهمو سیمه ییزو ادارو څخه دی، چې نه یوازې د غړو هېوادونو ترمنځ په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې د همکارۍ لپاره یو پلیټ فارم ګرځیدلی، بلکې په تدریجي ډول د نړیوال نظم په جوړښت کې هم یو اغیزمن لوبغاړی شمېرل کیږي.[1] دا سازمان چې په پیل کې د چین، روسیې او څو منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د سرحدي شخړو د حل او متقابل امنیتي باور د پیاوړتیا په هدف جوړ شوی، نن دغه سازمان د خپلو فعالیتونو او غړیتوب ساحه پراخه کړې تر دی چې مهم سیمه ییز ځواکونه لکه هند، پاکستان او ایران هم پکې شامل شوي دي.[2] په اوسني نړیوال چاپیریال کې، چېرته چې د یو قطبي څخه څو قطبي نظم ته د لیږد روښانه نښې لیدل کیږي، شانګهای نه یوازې د آسیایي هېوادونو ترمنځ د سیمه يیز ادغام لپاره د یو پلیټ فارم په توګه کار کوي، بلکې په تدریجي ډول د لویدیځ او د متحده ایالاتو په مشرۍ اداره کېدونکو نهادونو په وړاندې د ځواک د توازن لپاره یوه وسیله هم ګرځيدلې ده.

د دې سازمان د وضعیت او فعالیت علمي او تحلیلي مطالعه ښیي چې شانګهای توانیدلی چې د امنیت، اقتصادي، کلتوري او انرژۍ په برخو کې د ګډې همکارۍ میکانیزمونو په رامنځته کولو سره د خپلو غړو ترمنځ باور پیاوړی کړي او په نړیوال سیاست کې د غیر لویدیځ نظم لپاره د بدیلې بڼې په حیث لاره هواره کړي.[3] په عین حال کې افغانستان د آسیا په زړه کې د موقیعت لرلو او د ګاونډیو غړو قدرتونو هېوادونو سره د نزدیوالي له اړخه، د شانګهای په امنیتي او اقتصادي معادلو کې ځانګړی ځای لري؛ ولې بیا هم د افغانستان داخلي ستونزې او سیاسي ننګونې لاهم د شانګهای چوکاټ دننه د همکارۍ فرصتونو څخه د بشپړې ګټې اخیستنې مخه نیسي.

دا مقاله د شانګهای د همکارۍ سازمان تاریخ، افغانستان او د شانګهای د همکارۍ سازمان، د سازمان اقتصادي او امنیتي اړخونو په پام کې نیولو سره د نړیوال نظم په بدلون کې د سازمان رول او همدارنګه هغه ننګونې چې سازمان ورسره مخ دی، بحث کوي.

د شانګهای همکارۍ سازمان

په ۱۹۹۶م کال کې پنځو هېوادونو چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د امنیتي باور پیاوړتیا، په سرحدي سیمو کې د پوځي ځواک کمولو او په سوله يیزه توګه د شخړو د حلولو په موخه د “شانګهای پنځه” په نوم یو سیمه ییز میکانیزم جوړ کړ. د شانګهای ښار د لومړنۍ غونډې کوربه و چې په کې د نظامي تمرینونو محدودولو په نظر کې نیولو سره د پوځي باور پراخولو، د معلوماتو تبادلې او د پوځي مسلو په اړه په ګډه راپور ورکولو لپاره یو تړون لاسلیک شو. وروسته د ۱۹۹۷ کال په اپریل کې په سرحدي سیمو کې د پوځي ځواکونو د کمولو په اړه هم یو تړون ترسره شو. بیا د جون په ۱۵مه کال ۲۰۰۱ کې د ازبکستان په یوځای کېدو سره دا میکانیزم رسمي ډول په “شانګهای همکارۍ سازمان (SCO)”  بدل شو او په شانګهای کې یې یوه اعلامیه لاسلیک کړه، چې د سیمه ییزو څو اړخیزو همکاریو نوي پړاو ته د ننوتلو نښه وه. [4] په کال ۲۰۰۲م کې د سازمان رسمي منشور د سینټ پیټرزبورګ په یوه سرمشریزه کې لاسلیک او بالاخره د کال ۲۰۰۳م په سپتمبر کې تصویب شو.

د شانګهای سازمان د جوړېدو په پیل کې د هغې لومړني اهداف په دریو اساسي ستنو لکه د ګاونډیانو ترمنځ د امنیت باور رامینځته کول، په ګډه د تروریزم، بیلتون غوښتنې او افراطیت په څېر د نړیوالو ګواښونو سره مبارزه او په سیاسي او اقتصادي برخو کې د سیمه يیزې همکارۍ پر پراختیا ولاړ وو. دا اهداف لومړی د “شانګهای پنځه” په بڼه د پوځي باور جوړونې تړونونو لاسلیک کولو او د سرحدي ځواکونو کمولو او ثبات لپاره رامنځته شول. بیا په ۲۰۰۱م کې د سازمان د رسمي جوړښت او د هغې د منشور تصویب سره، د “درې بدیو” په وړاندې همغږې مبارزه د فعالیتونو دایمي محور په توګه اعلان شوه او د همغږۍ او معلوماتو تبادلې پیاوړتیا لپاره سیمه يیز تروریزم ضد جوړښت (RATS) رامنځته شو. د امنیتي اړخ سربیره، د سازمان منشور او بیانونه د اقتصاد، ترانسپورت، انرژۍ، کلتور او ساینس په برخو کې د همکارۍ پراختیا لپاره موخې لري ترڅو د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو له لارې سیمه ییز ثبات او وده پیاوړې کړي. [5]

د شانګهای همکارۍ سازمان کې د غړیتوب د پراخېدو پروسه د امنیتي همکارۍ او سرحدي باور جوړونې په برخه کې د هغې د زیاتیدونکي اهمیت ښودنه هم کوي. لکه څنګه چې ازبکستان په ۲۰۰۱م کال کې یوځای شو، د شانګهای همکارۍ سازمان رسمي چوکاټ جوړ شو. په ۲۰۰۵ کال کې هند، ایران، پاکستان او منګولیا د څارونکو غړو په توګه ومنل شول او د ۲۰۱۷ کال د آستانې په سرمشریزه کې هند او پاکستان بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ ترڅو دا سازمان چې د نړۍ نږدې نیمایي نفوس او پراخه جغرافیایي پوښښ لري وده وکړي. ایران هم د څارونې غړیتوب د کلونو وروسته، د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې د خپل بشپړ غړیتوب پروسه پیل کړه او په رسمي توګه په ۲۰۲۳ کال کې د سازمان نهم دایمي غړی شو. دا ټول د شانګهای سازمان د محدود امنیتي چوکاټ څخه څو اړخیز سازمان ته د لویو سیمه ایزو او نړیوالو قدرتونو د شتون سره بدلون په ګوته کوي. [6]

افغانستان او د شانګهای همکارۍ سازمان

افغانستان په ۲۰۱۲ کال کې د شانګهای همکارۍ سازمان د څارونکي غړي په توګه ومنل شو.[7] خو، وروسته له هغه چې اسلامي امارت په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېد، د سازمان په غونډو کې د افغان استازو رسمي ګډون بند شو. دا وضعیت د شانګهای سازمان سره د افغانستان په تعامل کې پیچلې ننګونې منعکس کوي. لکه څنګه چې یادونه وشوه، د شانګهای همکارۍ سازمان په پیل کې د ګډو ګواښونو لکه ترهګرۍ، بېلتون غوښتنې، افراطیت او د مخدره توکو قاچاق سره د مبارزې په هدف رامنځته شو، د افغانستان ګاونډیتوب د سازمان د څو غړو سره، په سیمه ایز امنیت کې کلیدي رول لوبولی شي. د ناامنيو، افراطیت او د مخدره توکو قاچاق، چې تل له افغانستان سره یې تړاو ګرځول شوې دی، د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو لخوا د جدي ګواښونو په توګه راپورته کیږي. دې مسلې په ځانګړي ډول د پاکستان، ایران، تاجکستان او چین په څېر هېوادونو سره په ګډو پولو کې څرګندې دي. د شانګهای همکارۍ سازمان هڅه کوي چې د امنیت او استخباراتي همکارۍ په پیاوړتیا سره دا ګواښونه کم کړي. د مثال په توګه، د ترهګرۍ ضد سیمه ایز جوړښت (RATS) په سیمه کې د ترهګرۍ او د مخدره توکو قاچاق سره د مبارزې په هدف فعال دی.

سره له دې چې افغانستان له ننګونو سره مخ دی، ولې د شانګهای همکارۍ سازمان سره د همکارۍ فرصتونه هم لري. د ټرانزیټ زیربنا پیاوړې کول، د ګډو اقتصادي پروژو پراختیا او په امنیتي برخو کې همکاري کولی شي د افغانستان وضعیت ښه کولو کې مرسته وکړي. د مثال په توګه، د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) په څېر پروژې کولی شي د افغانستان لپاره د مرکزي او سویلي آسیا هېوادونو سره د نښلولو لپاره د پل په توګه کار وکړي.

دا چې د شانګهای همکارۍ سازمان کې د افغانستان د حضور راتلونکی په کورنیو سیاسي پرمختګونو او نړیوالو تعاملاتو پورې اړه لري. ورته وخت کې ځیني هېوادونه، لکه روسیه د اسلامي امارت له حکومت سره د اړیکو د پیاوړتیا په لټه کې دي، لیکن څه نور یې بیا د رسمیت پیژندلو څخه انکار کوي.[8] پدې شرایطو کې ممکن افغانستان د څارونکي غړي په توګه پاتې شي او یا که شرایط بدل شول، کولای بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي. په هر حالت کې، د مرکزي او سویلي آسیا په سیمه کې د یو مهم هېواد په توګه د شانګهای سازمان کې د افغانستان رول ځانګړی اهمیت لري او کولی شي د نوي نړیوال نظم په جوړولو کې اغیزمن وي.

د شانګهای همکارۍ سازمان او سیمه ییز ادغام

د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) په مرکزي آسیا کې د یو څو اړخیز سازمان په توګه رامنځته شو چې موخه یې د غړو هېوادونو ترمنځ د امنیت په مسلو په ځانګړې توګه د ترهګرۍ، افراطیت او بیلتون غوښتنې سره مبارزه کې د باور جوړونې او همکارۍ پیاوړتیا ده.[9] د اروپایي اتحادیې (EU) د سیمه يیز ماډل په پرتله، کوم چې د قانون حاکمیت، بشري حقونو او د آزاد بازار اقتصاد په څېر اصولو پر بنسټ ولاړ دی، د (SCO) ماډل د “شانګهای روح” په اصل ډیر ټینګار کوي، کوم چې د ملي حاکمیت په درناوی او د غړو هېوادونو په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه ټینګار کوي. په اصولو او طریقو کې دا توپیر SCO د اروپایي اتحادیې په څېر د اقتصادي او قانوني اتحادیې په پرتله د امنیتي او سیاسي پلیټ فارم په توګه ډیر عمل کوي.

په ۲۰۱۷ کال کې د شانګهای همکارۍ سازمان ته د هند او پاکستان غړیتوب د جنوبي آسیا په لور د سازمان د پراختیا لپاره یو مهم ګام و. دې پراختیا نه یوازې د سازمان نفوس او کلتوري تنوع ته وده ورکړه، بلکې سیمه ییزې همکارۍ ته یې نوې ننګونې هم راوړې. هند د څو اړخیزې ډیپلوماسۍ اوږد تاریخ او د ترهګرۍ ضد تجربې سره، کولی شي د سازمان د امنیتي وړتیاوو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي. له بلې خوا، پاکستان د ټرانزیټ لارو او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) په څېر لویو زیربنایي پروژو کې د خپل ستراتیژیک موقعیت سره، په سیمه کې د اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.[10]

د دې ترڅنګ، افغانستان د آسیا په زړه کې د خپل ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت سره، تل به د سیمه ییز ادغام په پروسو کې کلیدي رول ولوبوي. د مرکزي، سویلي او لویدیځې آسیا ترمنځ د پل په توګه، دا هېواد په سیمه کې د اقتصادي، ټرانزیټ او امنیتي اړیکو د اسانتیا لپاره احتمالي ظرفیتونه لري. په دې برخه کې، د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO)، د یوې مهمې سیمه ییزې ادارې په توګه، کولی شي افغانستان ته فرصتونه برابر کړي چې په سیمه ییز ادغام پروسو کې په فعاله توګه برخه واخلي.

د نړیوال نظم په بدلون کې د شانګهای همکارۍ سازمان رول

د ۲۱مې پیړۍ د جیوپولیتیک پرمختګونو په بهیر کې، د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO)، د یو له خورا مهمو سیمه ییزو ادارو په توګه، کولی شي د نړیوال نظم په بیا تعريف کې مخ په زیاتیدونکي رول ولوبوي. په پیل کې په مرکزي آسیا کې د امنیتي ګواښونو او افراطیت سره د مقابلې په هدف رامینځته شوی دا سازمان په تدریجي ډول د لویدیځ یو اړخیزیزم سره د مقابلې او څو اړخیزیزم پیاوړتیا لپاره یو پلیټ فارم ګرځیدلی. د شانګهای سازمان د وروستیو سرمشریزو رسمي بیانونه، په ځانګړې توګه د تیانجین سرمشریزه، د غړو د سړې جګړې ذهنیت او لویدیځ تسلطي سیسټمونو سره د ښکاره مخالفت څرګندونه کوي. د چین او روسیې مشرانو د سازمان د مهمو غړو په توګه، په مکرر ډول د متوازن، عادلانه او څو قطبي نړیوال نظم رامینځته کولو اړتیا باندې ټینګار کړی.[11] دا چلند نه یوازې د لویدیځ بندیزونو او اقتصادي فشارونو په ځواب کې دی، بلکې د غړو هېوادونو په ځانګړې توګه په نړیوال سویل کې سیاسي او اقتصادي خپلواکۍ پیاوړي کولو لپاره هم تعقیب کیږي. د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) چې د متقابل باور، ګډو ګټو او کلتوري تنوع ته د درناوي په څېر اصولو پر بنسټ ولاړ دی، هڅه کوي چې د لویدیځ متمرکز جوړښتونه د نړیوالې همکارۍ نوي ماډل سره بدل کړي.

په دې برخه کې، د شانګهای سازمان د ستراتیژیکو اقداماتو څخه یو د خپلواکو مالي ادارو لکه “شانګهای پراختیایي بانک” جوړول دي. دا بانک چې د چین لخوا د وروستۍ سرمشریزې په اجنډا کې وړاندیز شوی، موخه یې د سیاسي مخکینیو شرایطو پرته د کریډیټ لاینونه چمتو کول او د ” یو کمربند یو لار” نوښت په چوکاټ کې د زیربنایی پروژو ملاتړ کول دي. دا ډول ادارې کولی شي د لویدیځ تر واک لاندې مالي ادارو لکه نړیوال بانک یا نړیوال وجهي صندوق لپاره بدیل وي، کوم چې ډیري وختونه د سیاسي او اقتصادي شرایطو سره مل وي. همدارنګه، د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو ترمنځ د سوداګریزو معاملو کې د ډالر له منځه وړلو هڅه، چې د لویدیځ مالي سیسټم باندې د انحصار کمولو او د غړو هېوادونو د پولي خپلواکۍ پیاوړتیا لپاره یو بل ګام دی. په ځانګړې توګه د ایران، روسیې او چین په څېر هېوادونه چې د لویدیځ بندیزونو لاندې دي په یو ځای کېدو سره دا پروسه چټکه شوې. په دوه اړخیزو او څو اړخیزو معاملو کې د ملي اسعارو کارول نه یوازې د اسعارو خطرونو کمولو کې مرسته کوي بلکه په نړیواله کچه د څو قطبي مالي سیسټم جوړولو لپاره هم لاره هواروي.[12]

د نړیوال نظم په بدلون کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د رول یو بل مهم اړخ د بریکس په څېر ورته ادارو سره د هغې همغږي او د نړیوال سویل هېوادونو سره د هغې فعاله ښکیلتیا ده. د شانګهای د همکارۍ سازمان او بریکس ترمنځ مخ په زیاتېدونکي همکاري، په ځانګړي توګه په اقتصادي، امنیتي او کلتوري برخو کې، د لویدیځ جوړښتونو لکه ناټو او G7 په وړاندې د نوي ځواک بلاک رامینځته کولو هڅه منعکس کوي. دا همغږي نه یوازې د غړو لوي اقتصادي ظرفیتونه زیاتوي بلکه د لویدیځ لیبرالیزم په وړاندې د ختیځ سیاسي او تمدني مشروعیت پیاوړتیا ته هم لار هواروي. د هېوادونو په داخلي چارو کې د نه لاسوهنې، ملي حاکمیت ته درناوي او د شخړو د سوله ایز حل په څېر اصولو په ټینګار سره، شانګهای د همکارۍ سازمان د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته نړیوال نظم ته کلتوري-سیاسي بدیل چمتو کوي. د آفریقایي، لاتیني امریکا او سویلي آسیا هېوادونو سره د خپلو دودیزو پولو هاخوا ښکیلتیا د سازمان د نفوذ پراختیا او د څو قطبي لید سره د نړیوال لوبغاړي کېدو هڅه هم منعکس کوي. دا پروسه، که چیرې د عملي همکارۍ د بنسټیز کولو او د اداري ظرفیتونو پیاوړتیا سره مل وي، کولی شي د شانګهای د همکارۍ سازمان د نوي نړیوال نظم په یوه اصلي ستنه بدل کړي. [13]

د سیمه ییز نظم په برخه کې د افغانستان لیدلوری د خپل ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت او طبیعي سرچینو په پام کې نیولو سره، دا هېواد د مرکزي او سویلي آسیا د همغږۍ په برخه کې د کلیدي رول لوبولو لپاره لوړ ظرفیت لري. د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) کې د څارونکي غړي په توګه د افغانستان غړیتوب، په سیمه ییز ټرانزیټ، اقتصادي او امنیتي پروژو کې د فعال ګډون فرصتونه راپیدا کوي. په هرصورت، که چیرې کورني سیاسي وضعیت ښه شي او نړیوال تعاملات زیات شي، افغانستان به وکولی شي په سیمه ییزو پرمختګونو او د عملي همغږۍ په پروسه کې اغیزمن او پریکړه کونکی رول ولوبوي.

د سازمان امنیتي او سیاسي اړخونه

د شانګهای همکارۍ سازمان، په منځنۍ آسیا کې د څو اړخیز امنیتي او اقتصادي بنسټ په توګه، د فرامرزی ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې مهم رول لوبوي. د سازمان امنیتي او پوځي اړخونه، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ، افراطیت او مخدره توکو د قاچاق سره د مبارزې په برخه کې، د ګډو تمرینونو او د استخباراتي او عملیاتي همکارۍ په زیاتېدونکي توګه پیاوړي شوي دي. د مثال په توګه، د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ ګډ تروریزم ضد تمرینونه چې په چین کې د شانګهای همکارۍ سازمان د ټولو غړو په ګډون ترسره شول،[14] د غړو هېوادونو د ترهګرۍ ګواښونو سره د مبارزې او متقابل باور د پیاوړتیا لپاره د ګډې ارادې ښودنه کوي. سربیره پردې، د شانګهای همکارۍ سیمه ایز تروریزم ضد جوړښت (RATS) د ګډو تمرینونو، معلوماتو تبادلې او د ترهګرو او افراطي ډلو سره د مبارزې لپاره د ستراتیژیو د پراختیا له لارې د ترهګرۍ، بیلتون غوښتنې او مذهبي افراطیت سره د مبارزې په برخه کې د همغږۍ د اصلي مرکز په توګه اغیزمن رول لوبوي.[15]

د نشه يي توکو د قاچاق سره د مبارزې په برخه کې، د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د جغرافیایي موقعیت په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا په سیمه کې له افغانستان سره د هغوی د پولې په پام کې نیولو سره، ګډ اقدامات په اجنډا کې ځای پر ځای کړي دي. په دې برخه کې، غړو هېوادونو د نړیوالو او سیمه ییزو ادارو، په شمول د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د شانګهای همکارۍ سازمان، د ډله ییز امنیت تړون سازمان (CSTO)، د آسیا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE)، ناټو او د اسلامي همکارۍ سازمان (CICA)، سره په همکارۍ، د ترهګرۍ، د مخدره توکو د قاچاق او تنظیم شویو جرمونو سره د مبارزې لپاره ګډ اقدامات کړي دي. پدې همکارۍ کې د ګډو غونډو جوړول، د معلوماتو تبادله او د قاچاق ضد عملیاتو همغږي کول شامل دي.

سیمه ایز بدلونونه، په ځانګړې توګه د افغانستان کړکیچ، د هغې د ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت ته په پام سره، او همدارنګه په منځني ختیځ کې کړکیچونو، د شانګهای همکارۍ سازمان په امنیتي پالیسیو باندې د پام وړ اغیزې درلودې. په افغانستان کې د اسلامي امارت واک ته راستنېدل او په پایله کې رامینځته شوي امنیتي اندیښنو د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه، په ځانګړې توګه چین، روسیه، پاکستان او ایران، دې ته اړ کړي چې خپلې امنیتي همکارۍ پیاوړې کړي. په دې اړه، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی په کابل کې د افغان او پاکستاني چارواکو سره د یوې غونډې په ترڅ کې د امنیت، د فرامرزی ترهګرۍ سره د مبارزې او د مخدره توکو د قاچاق سره د مبارزې په برخو کې د درې اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ. دا پرمختګونه د ګډو ګواښونو سره د مقابلې او په مرکزي آسیا کې د ثبات د لوړولو لپاره د سیمه ایز امنیتي چوکاټ په جوړولو کې د سازمان اهمیت څرګندوي.

اقتصادي او انرژيکي اړخونه

د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) په نړۍ کې یو له لویو اقتصادي او سیاسي اتحاد په توګه، خورا لوي اقتصادي ظرفیت لري، چې د مخ پر ودې او پرمختللو اقتصادونه له ځان سره لري. تر ۲۰۲۴ پورې، د سازمان د غړو هېوادونو نومول شوي ناخالص کورني تولید (GDP) د نړیوال GDP شاوخوا ۲۳ سلنه جوړاو، پداسې حال کې چې د پیرود ځواک برابرۍ (PPP)، دا ونډه شاوخوا ۳۶ سلنې ته رسیږي. دا ارقام د ۳.۲ ملیارد خلکو د مصرف کوونکي بازار استازیتوب کوي، چې د نړۍ د نفوس نږدې ۴۰ سلنه جوړوي. دې اقتصادي ظرفیت SCO په نړیوال سټیج کې یو مهم لوبغاړی ګرځولی دی، چې د خپلو غړو هېوادونو او د نړۍ د نورو سیمو سره د اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ په پیاوړتیا کې رول لوبوي.

د اقتصادي زیربناوو د پیاوړتیا لپاره، د شانګهای همکارۍ سازمان د ترانسپورت، انرژۍ او ډیجیټل کولو په برخو کې څو ګډې پروژې پلي کړې دي. په دې پروژو کې د انرژۍ دهلیزونو، نړیوالو ریل پټلیو او ډیجیټل شبکو پراختیا شامله ده، چې موخه یې د سوداګرۍ اسانتیا، د ترانسپورت لګښتونه کمول او د غړو هېوادونو ترمنځ ډیجیټل اتصال لوړول دي. د مثال په توګه، د (پاک) انرژۍ پروژې لکه په پاکستان کې د کاروت هایدرو الیکټریک بریښنا فابریکه او د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د شنه انرژۍ په برخه کې همکاري د دوامداره پراختیا او د نوي کیدونکي انرژۍ سرچینو کارولو لپاره د غړو هېوادونو ژمنتیا څرګندوي. [16] سربیره پردې، په مختلفو اقتصادي برخو کې د ګډو غونډو او ناستو ترسره کول د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پیاوړتیا کې مرسته کړې ده.

د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) د خپلو غړو هېوادونو جغرافیایي او اقتصادي موقعیت ته په پام سره د مرکزي، سویلي او ختیځې آسیا ترمنځ د اقتصادي اتصال په برخه کې مهم رول لوبوي، د چین-قرغزستان-ازبکستان دهلیز او په پاکستان کې د ګوادر بندر پراختیا په څېر پروژې د شانګهای همکارۍ سازمان د هڅو مثالونه دي چې د دې سیمو ترمنځ د ترانسپورت او انرژۍ شبکې رامینځته کوي. دا پروژې نه یوازې د سوداګرۍ او انرژۍ لیږد اسانه کولو کې مرسته کوي، بلکې د غړو هېوادونو او حتی ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي پراختیا او اړیکو پیاوړتیا لپاره لاره هواروي. [17] په نهایت کې، د زیربناوو پراختیا او د اقتصادي همکارۍ پیاوړتیا باندې تمرکز کول او دا هڅې کولای شي چې یو مدغم او دوامداره اقتصادي سیمه رامینځته کړي چې د نړیوالو ننګونو په وړاندې ډیر مقاومت ولري.

د شانګهای همکارۍ سازمان پر وړاندې ننګونې

د شانګهای همکارۍ سازمان، چې د یوې سیمه ییزې څو اړخیزې ادارې په توګه، په منځنۍ آسیا او یوریشیا کې د امنیت، اقتصاد او سیاسي همکارۍ د پیاوړتیا په هدف رامینځته شوی، مګر د یو لړ جوړښتي او ستراتیژیکو ننګونو او محدودیتونو سره هم مخ دی چې د خپلو اهدافو د بشپړ تحقق مخه نیسي:

د غړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او سرحدي شخړې: په دې برخه کې شخړې، په ځانګړې توګه د هند او پاکستان یا چین او هند ترمنځ، نه یوازې داخلي همغږي پیچلې کوي بلکې د امنیت په برخه کې پر تصمیم نېونه هم اغیزه کوي. دا کړکیچونه د غړو د امنیت او ستراتیژیکو لومړیتوبونو کې توپیرونه او د اغیزمنې ګډې پالیسۍ په جوړولو کې د شانګهای همکارۍ سازمان محدودیتونه منعکس کوي. سربیره پردې، د غړو هېوادونو د ملي ګټو او جیوپولیتیک ستراتیژیو تنوع د بهرنیو چارو پالیسۍ، اقتصاد او امنیت په څېر مهمو مسلو باندې اجماع ته رسېدل وخت نیسي او پیچلي کوي او ځینې وختونه د سازمان ګټې د غړو د ملي ګټو سره په ټکر کې وي.

اقتصادي محدودیتونه؛ چې پکې د یو متحد اقتصادي جوړښت او یو پولي واحد نشتوالی شامل دی، کوم چې د غړو ترمنځ مالي او سوداګریزې همکارۍ محدودوي. که څه هم د ملي اسعارو د کارولو په اړه بحثونه شوي، د ګډ اسعارو د جوړولو او اغیزمنو نړیوالو تادیاتو لپاره اړین زیربنا لا تر اوسه نه ده چمتو شوې. دا نیمګړتیاوې د سازمان وړتیا کموي چې د سیالو قدرتونو لخوا د اقتصادي فشارونو او بندیزونو سره مقاومت وکړي او د لویو زیربناوو او انرژۍ پروژو پلي کولو لپاره د سازمان وړتیا محدودوي. سربیره پردې، د غړو په اقتصادي سیسټمونو کې توپیرونه، په شمول د دولتونو اقتصادونه، آزاد یا مخلوط، د اقتصادي پالیسیو او ګډو پانګوونو همغږي کول ستونزمنوي.

امنیتي مسلو او سیمه ییزو ګواښونو هم د شانګهای همکارۍ سازمان کې همکاري پیچلې کړې ده. په منځنۍ آسیا کې د ترهګرۍ او افراطیت ادعا شوي ګواښونه، د امنیتي لومړیتوبونو او محدودو سرچینو کې توپیرونو سره یوځای، د سازمان دننه د همغږۍ او مؤثرې ستراتیژۍ د جوړولو مخه نیسي. د مثال په توګه، د ۲۰۲۵ کال د دفاع وزیرانو په غونډه کې، هند د دې اندیښنو له امله د ګډې اعلامیې لاسلیک کولو څخه انکار وکړ چې ګوندې کشمیر کې وروستي ترهګریز بریدونه له پامه غورځول شوي دي، کوم چې د سازمان دننه اړیکو پیچلتیاوې او په سیمه ایز ادغام باندې د دوي اغیزې په ګوته کوي. سربیره پردې، د ځینو غړو په بهرنیو قدرتونو تکیه، لکه د متحده ایالاتو سره د هند اړیکې او د لویدیځ سره د روسیې اړیکې، د لویدیځ اقتصادي فشارونه او بندیزونه، او په اقتصادي او امنیتي برخو کې د چین او روسیې ترمنځ د نفوذ لپاره سیالي، د سازمان داخلي یووالي کمزوری کوي او همدارنګه د پریکړو کولو او د پروګرامونو پلي کولو سرعت ورو کوي.

جوړښتي او مدیریتي ننګونې؛ د پلي کولو لپاره د قوي میکانیزم نشتوالی، د یوې اجماع پر بنسټ تصمیم نیونه چې ډیري وختونه ورو وي او د پروګرامونو پلي کولو لپاره د سرچینو نشتوالی د سازمان وړتیا محدودوي چې بحرانونو او نړیوالو پرمختګونو ته چټک ځواب ووایی. د دې مسلو په پام کې نیولو سره، د شانګهای همکارۍ سازمان لاهم یو مهم سیمه ایز او څو اړخیز لوبغاړی دی، مګر د څو قطبي نظم جوړونه کې د اغیزمن رول لوبولو، د اقتصادي او امنیتي همکارۍ پراختیا او د داخلي همغږۍ پیاوړې کولو لپاره د جوړښتي اصلاحاتو او ګډې ستراتیژۍ ته اړتیا لیدل کیږي.

پایله

د شانګهای د همکارۍ سازمان د رول او فعالیت بیاکتنه ښیي چې په تېرو دوو لسیزو کې، دا سازمان له یو محدود امنیتي تړون څخه په څو اړخیزه او پراخه سازمان بدل شوی دی چې نه یوازې د ګډو ګواښونو سره په مبارزه کې فعال رول لوبوي، بلکې هڅه کوي چې د سیاسي، اقتصادي او انرژۍ اړخونو کې د آسیایي قدرتونو ترمنځ د همغږۍ لپاره یو پلیټ فارم شي. د هند، پاکستان او ایران په څېر هېوادونو غړیتوب دا سازمان د پالیسۍ همغږۍ او د نړیوال څو قطبي کولو پیاوړتیا لپاره په یوه پراخه پلیټ فارم بدل کړی دی. چین او روسیه د لویدیځ نفوذ په وړاندې د توازن لپاره د شانګهای د وسیلې په توګه کاروي، او په ورته وخت کې د “یو کمربند، یوې لارې نوښت” په څېر پروژې د هغې په چوکاټ کې پیاوړې کوي. په هرصورت، د غړو ترمنځ داخلي شخړې، په سیاسي او اقتصادي سیسټمونو کې توپیر او په سیمه کې شته امنیتي ننګونې، په ځانګړې توګه په افغانستان کې، د دې سازمان د بشپړ ظرفیت د پلی کولو مخه نیولې ده.

خو، شانګهای لا هم دا وړتیا لري چې په نږدې راتلونکي کې د نړیوال نظم د بدلون یو له اصلي ادرسونو څخه شي، په دې شرط چې غړي یې وکولی شي خپل اختلافات مدیریت کړي او همکاري عملي کړي. د یو قطبي څخه څو قطبي نړۍ ته د لیږد په برخه کې د دې سازمان رول څرګند دی، ځکه چې دا توانیدلی چې د غړو هېوادونو ترمنځ امنیت او اقتصادي همکاري هغه کچې ته لوړه کړي چې د لویدیځ په وړاندې د ځواک پر توازن بدل شي. د افغانستان لپاره، د شانګهای په پروژو کې ډیر فعال شتون او د سیمه ایزو فرصتونو کارول کولی شي سیاسي ثبات، امنیتي ګواښونه کم کړي او ملي اقتصاد پیاوړی کړي، که څه هم د حکومت د نړیوال مشروعیت نشتوالی او اقتصادي ستونزې لویې ننګونې دي. له همدې امله، د شانګهای د همکارۍ سازمان راتلونکی پدې پورې اړه لري چې غړي یې تر کومه حده د داخلي شخړو په اداره کولو، د مالي سرچینو ورکولو، او د ستراتیژیک همغږۍ پراخولو کې بریالي کیږي؛ یبا دا هغه عاملونه دي که عملي شي، نو دا سازمان به د نړیوال نظم د بیا تعريف او د سیمه ایز ادغام لپاره په یو مهم فاکتور بدل شي.

[1] Shanghai Cooperation Organisation (SCO), “About the Shanghai Cooperation Organisation,” SCO Secretariat, accessed September 15, 2025, link

[2] “Shanghai Cooperation Organization,” Encyclopaedia Britannica, accessed September 15, 2025, link

[3] “SCO summit could challenge US dominance and lend weight to China’s vision of a multipolar world,” Associated Press (AP News), August 2025, link

[4] Shanghai Cooperation Organisation (SCO), “History of the SCO,” SCO Secretariat, accessed September 15, 2025, link

[5] “Shanghai Cooperation Organization,” Encyclopaedia Britannica, accessed September 15, 2025, link

[6] “SCO summit could challenge US dominance and lend weight to China’s vision of a multipolar world,” Associated Press (AP News), August 2025, link

[7] The Diplomat, “Afghanistan and the Shanghai Cooperation Organization,” July 28, 2021, link

[8] Amu TV. “Taliban absent as SCO holds 25th summit in China.” 2 weeks ago. link

[9] Shanghai Cooperation Organisation (SCO), “Frequently Asked Questions,” SCO Secretariat, accessed September 15, 2025, link

[10] “Shanghai Cooperation Organization,” Encyclopaedia Britannica, accessed September 15, 2025,  link

[11] “Shanghai Cooperation Organisation (SCO) countries have decided to establish a single development bank of the organization,” Izvestia, September 1, 2025, link

[12]  “SCO members support deepened regional financial cooperation,” Xinhua, June 4, 2025, link

[13] “SCO summit could challenge US dominance and lend weight to China’s vision of a multipolar world,” The Guardian, September 1, 2025, link

[14] “SCO members conduct joint counter-terrorism live exercise,” Xinhua / China Daily, July 23, 2024,  link

[15]  “Shanghai Cooperation Organisation is playing an important role in regional security cooperation, including combating drug trafficking and violent extremism,” SCO Secretariat, January 25, 2024, link

[16] Ralph Jennings, “China advances development bank to help 10 Eurasian countries curb US dollar risks,” South China Morning Post, September 2, 2025, link

[17] “China’s Xi seeks expanded role for Shanghai Cooperation Organization at Tianjin summit,” AP News, September 1, 2025, link

د شانګهای همکارۍ سازمان او افغانستان: د سیمه ییزې همغږۍ او د نړیوال نظم د بدلون لاره

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top