لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- په غزه کې د اوربند هوکړه: لاملونه او پايلې يې
- د غزې د اوربند لاملونه
- د اوربند د هوکړه ليک محتوی
- ګټې او پايلې يې
- منابع
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
د طوفان الاقصی عملیاتو د پیل څخه شاوخوا ۱۵ میاشتې تېرې شوې او په دې موده کې د اسرائیلي رژیم بې رحمانه بریدونو په غزه کې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړې دي. دې جګړې د ۴۶۹۱۳ څخه زیات فلسطینیان شهیدان او ۱۱۰۷۵۰ نور فلسطینیان يې ټپیان کړي دي. چې زیاتره یې ماشومان او ښځې دي. په ورته وخت کې، د استوګنيزو ودانیو ۹۲ سلنه ویجاړې شوي یا زیانمن شوي دي. د غزې ۹۰ سلنه نفوس چې شاوخوا ۲.۱ میلیونه کسان کیږي، تر دې اوربند پورې بې ځایه شوي دي. همدارنګه، د صحي تاسیساتو ۷۰ سلنه ویجاړې شوې او د مکاتبو ۹۵ سلنه برخه یا په جزئي یا کلي توګه تخریب شوې ده. [1]
د اسرائیلي رژیم او د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ ترمنځ د اوربند هوکړه په داسې شرایطو کې شوې چې نړیواله ټولنه او د بشري حقونو سازمانونه په ویره کې د غزې د بحراني وضعیت څاروونکي وو. د خوړو کموالی، د زیربناوو ویجاړیدل، د ميلیونونو تنو بېځایه کېدل، د ناروغیو خپریدل او ورځنۍ جګړې د دې سیمې حالت په یو خلاص زخم بدل کړی و. اوس چې دغه تړون پلی شوی، تر اوسه د بنديانو دوه تبادلې شوي دي: په لومړي پړاو کې ۹۰ فلسطیني بنديان (۶۹ ښځې او ۲۱ ماشومان) د درې اسرائیلي ښځو په مقابل کې آزاد شوي دي. په دوهم پړاو کې د څلورو اسرائیلي (نظامي) ښځو په مقابل کې ۲۰۰ فلسطیني بنديان ازاد شول چې ۱۲۰ یې پر ابدي بند سزا محکوم شوي وو.
په دې مقاله کې د غزې د اوربند پر لاملونو، د اوربند هوکړه ليک پر مهمو موادو، ګټو او پايلو بحث شوی دی.
د غزې د اوربند لاملونه
لومړی- کورني لاملونه
د حماس له اړخه: په ۱۵ میاشتو خونړۍ جګړه کې، هغه څه چې د فلسطیني مقاومت له خوا د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ په مشرې په اړه د اوربند موافقې ته د رسېدو په اړه په ذهن کې راځي،[2] د هغوی زړورتیا او استقامت دی. ځکه چې د اسرائیلي رژیم مشر نتنیاهو غوښتل چې حماس په بشپړه توګه نابود کړي او خپل اسیران په زور، تجاوز او نسلوژنه آزاد کړي. برعکس، فلسطیني مقاومت ثابته کړه چې د استقامت او زړورتیا مقاومت به هر دښمن ته ځواب ورکوي او تل په خپلو شرایطو ټینګار کوي. په وروستيو کې حماس په النصیرات، المواصي او دیر البلح سیمو کې نظامي پرمختګ وکړ او په دغو سيمو کې یې لاسته راوړنې درلودې چې له امله يې اسرائيل او نړۍ حيرانه شوه. د جګړې په اوږدو کې د فلسطیني ملت استقامت، د شهادت، ټپونو، بې ځایه کیدو او تحریم سره سره، د فلسطیني مقاومتګرو تر څنګ پاتې شوي او ثابته کړې یې ده چې فلسطینی ملت د صهیونیستانو په وړاندې مقاومت کولی شي او هیڅکله به له خپلو ارزښتونو نه تیریږي.
د اسرائیلي رژیم له اړخه: بې له شکه، د اسرائیلي رژیم له جګړې پیل څخه تر اوسه فلسطیني مقاومت ته د سترو ځاني تلفاتو په اړولو سره بيا هم په جګړه کې خپلو اهدافو ته نه دی رسیدلی. له همدې امله، د اسرائیلي اسیرانو د کورنیو فشار او د ټرمپ له خوا اقتصادي فشارونه هم د دې لامل شول چې د اسرائیلي رژیم مشر نتنیاهو د غزې جګړې بنديدو او د اوربند هوکړه ليک لاسليکېدو ته تيار شو.
دويم- بهرني لاملونه
امریکایي لامل: په غزه کې د جګړې دوام اصلي عامل متحده ایالات و. امریکايي مقاماتو په نړیواله کچه د بایډن ادارې له خوا د نتانیاهو په څرګند ملاتړ او په امنیت شورا کې د ویټو کارولو سره په غزه کې د جګړې دوام ته وده ورکړه او د اسرائیلي رژیم لپاره د درنو وسلو کښتۍ د فلسطینیانو د ماشومانو او ښځو د وژلو لپاره واستولې. مخکې هغه څه چې د اوربند په اړه ویل کېدل، ټول دروغ وو؛ اوس هم د اوربند اصلي عامل په غزه کې د امریکایي موقف بدلون دی. د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د بریا سره، د صهیونیستي رژیم او حماس اسلامي مقاومت غورځنګ ترمنځ د جګړې درول، د امریکایي ادارې له لوري له دوه اړخونو څخه د پام وړ وګرځيد: لومړی دا چې بایډن اداره چې ځان یې له ټاکنو څخه وويست او له سیالۍ لاس په سر شوه، خو په همدې حال کې کاملا هریس چې د حزب او بایدن ادارې له خوا يې په ټاکنو کې ملاتړ کېده، بريالۍ نشوه. له دې امله بایډن د ټرمپ په انتخاباتي مبارزو کې د خپلې ادارې د ناکامیو په اړه د اتهامونو سره مخامخ شو، لکه د امریکا ناکام وتنه له افغانستان څخه، په اوکراین کې د جګړې مهار او په منځني ختیځ کې د اسرائیلي رژیم په ملاتړ د امریکا ستراتیژیکې ماتې؛ بایډن وغوښتل چې امریکایي ادارې ته وښیې چې د اسرائیلي رژیم او حماس ترمنځ د جګړې درولو توان لري. په داسې حال کې چې د دې اوربند امتیاز به ډونالډ ټرمپ ته ورکول کیږي. دویم، د امریکا ټاکنو بریالي ټیم په مشري د ټرمپ پوه شو چې د اسرائیلي رژیم د لویدیځو حکومتونو د نه ستړي کیدونکي ملاتړ سره سره په یو کال کې په خپلو اهدافو ندی رسیدلی، له دې امله وپوهیدل چې د دې جګړې دوام به نه یوازې د اسرائیلي رژیم او امریکا لپاره ماتې او بدنامي راوړي، بلکې ممکنه ده چې د امریکا نوې ادارې په اړیکو د عربي او اسلامي هیوادونو سره منفي تاثیر ولري. [3] له همدې امله نتانیاهو ته فشار وارد شو ترڅو د اوربند موافقه ومني. لکه څنګه چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر په خبري غونډه کې وویل: دا اوربند د امريکا متحده ايالاتو د موقف او جدي پرېکړې په پايله کې رامنځته شوی دی. [4]
سیمه ییزې هڅې: د سیمې هیوادونو لکه قطر او مصر هڅې هم ستایلو وړ دي. په ځانګړې توګه قطر په غزه کې د اوربند په ټینګولو کې مهم رول لوبولی. دې هیواد د غزې خلکو ته د بشري مرستو د استولو ترڅنګ، له امریکا او مصر سره د جګړې له پیل څخه د اوربند د ترلاسه کولو لپاره مختلف منځګړیتوبونه کړي او حتی په ځینو مواردو کې د حماس اسلامي مقاومت له ملاتړ سره تورن شوی دی. [5] لکه څنګه چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر، محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د خپل هیواد د مصر او امریکا د ګډو هڅو له بریا څخه د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ او د اسرائیلي رژیم تر منځ د اوربند ټینګولو لپاره ستاینه وکړه. [6]
عامه نارضایتي او نړیوال فشار: بې له شکه، عامه نارضایتي او نړیوال فشارونه د غزې په اوربند کې یو له اساسي عواملو څخه دي. په دې اړه کیدای شي د میلیونونو خلکو احتجاجونه په ټوله نړۍ کې او همدارنګه د صهیونیستي مقاماتو په وینا کې د افرادو او ډلو احتجاجونه په ځانګړې توګه د امریکا پخواني ولسمشر جو بایدن او د هغه د بهرنیو چارو وزیر د غزې په نسل وژنه کې د لاس لرلو په تور او همدارنګه د اسرائیلي عساکرو په وړاندې د اسرائیل نه بهر د جرمونو شریکیدو لپاره عکس العملونه یې واضح مثالونه دي. د یادولو وړ ده چې دا نارضایتۍ په ځینو مواردو کې نظامي بریدونو ته اړولې، لکه د حزب الله لبنان بریدونه، د حوثیانو بریدونه په یمن کې او د حشد الشعبی بریدونه له عراق څخه په اسرائیلي رژیم باندې، او همدارنګه د جنوبي افریقا شکایت وړاندې کول په نړیوال عدالت محکمه کې د اسرائیلي رژیم په وړاندې د غزې نسل وژنې مخنیوي لپاره لومړنۍ عمل ګڼل کیږي. له هغه وروسته، نړیوال جنایي محکمه د نتانیاهو او د اسرائیلي رژیم د پخواني دفاع وزیر ګالانت د نیولو حکم صادر کړ. دا ټول عوامل د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ او د اسرائیلي رژیم تر منځ د اوربند موافقې ته د رسیدو لپاره هڅونکي عوامل کېدای شي.
د اوربند د هوکړه ليک محتوی
د اسرائیلي رژیم او حماس ترمنځ د اوربند هوکړه ليک درې پړاوونه لري. په لومړي پړاو کې چې اوس پیل شوې او د ۴۲ ورځو لپاره به دوام وکړي، لاندې موارد شامل دي:
د اسرائیلي رژیم عساکرو وتل: په دې برخه کې د دواړو خواوو له خوا د نظامي عملیاتو د درولو ترڅنګ، د اسرائیلي رژیم عساکر به له ګڼ مېشتو سیمو څخه په امتداد د سرحد او په ټولو سیمو کې د غزې په ختیځ کې شاتګ وکړي. په داسې حال کې چې د غزې اقتصادي محاصره مخکې له طوفان الاقصی او د اسرائیلي رژیم له خوا د هغې نیول یو خوب و چې له کلونو راهیسې رژیم په سر کې درلود. خو د دې موافقې سره به دا توطئه ناکامه شي.
د بنديانو تبادله: د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ به ۳۳ اسرائیلي اسیران چې ښځې (نظامي او غیر نظامي)، د ۱۹ کلونو څخه کم عمره ماشومان او د ۵۰ کلونو څخه زیات عمر لرونکي ناروغان او ټپیان غیر نظامیان شامل دي، آزاد کړي. په بدل کې به اسرائیلي رژیم د هر ښځې، ماشوم او زوړ اسرائیلي په مقابل کې ۳۰ فلسطیني ښځې، ماشومان او زوړ کسان آزاد کړي. همدارنګه په دې پړاو کې به د هر آزاد شوي اسرائیلي ښځینه نظامي په بدل کې اسرائیلي رژیم ۵۰ فلسطیني بندیان چې ۳۰ یې د تل عمر بند سزا شوې او ۲۰ یې د ۱۵ کلونو پورې د بند سزا لري، آزاد کړي. په لومړي پړاو کې به په ټولیزه توګه اسرائیلي رژیم شاوخوا دوه زره فلسطیني بندیان آزاد کړي او په دوهم پړاو کې به د پاتې اسرائیلي او فلسطیني اسیرانو په اړه خبرې وشي. په داسې حال کې چې نتانیاهو تل ټینګار کاوه چې اسرائیلي اسیران به پرته له کوم بدیل څخه په زور آزاد کړي، خو ښکاري چې اسرائیلي رژیم په دې پلان کې هم ناکام شوی دی. له بلې خوا د حماس له خوا د اسرائیلي عساکرو اسیر کول د فلسطیني اسیرانو د آزادولو هدف و چې حماس ورته رسیدلی دی.
د نتساریم لاره: دا لاره د ۶ کیلومتره په اوږدو کې له اشغال شویو سیمو څخه د غزې ښار سره تر مدیترانې سمندر پورې غځیږي چې د غزې له منځه تیریږي. دا لاره د اسرائیلي رژیم له خوا د جګړې په اوږدو کې په فلسطین کې جوړه شوې ده. د اوربند د موافقې له مخې، د دې موافقې د پلي کولو له ۲۲ ورځې وروسته به د اسرائیلي رژیم ځواکونه له دې لارې څخه شاتګ کوي.
د رفح لاره: د رفح لاره چې د غزې په جنوب کې د فلسطین او مصر په سرحد کې موقعیت لري او د غزې خلکو لپاره د نړۍ سره د اړیکې حیاتي دروازه ګڼل کیږي او تل د اسرائیلي رژیم د توطئې په وړاندې قرار درلود. د دې موافقې له مخې، اووه ورځې وروسته له دې چې موافقه پلی شي، دا لاره به پرانیستل شي او بشري مرستې به له دې لارې فلسطین ته واردې شي.
د داخلي بې ځایه شویو راستنیدل: په دې موافقه کې راغلي چې له اوومې ورځې څخه به داخلي بې ځایه شویو ته اجازه ورکړل شي چې پرته له کومې تفتیش څخه خپلو ځایونو ته ستانه شي. په داسې حال کې چې د اسرائیلي رژیم وحشت په اوږدو کې په غزه کې داسې نه ګڼل کیده چې څوک به په دې ښار کې بیا میشت شي.
د بشري مرستو ترسره کول: د موافقې له مخې، د رفح له لارې به هره ورځ ۶۰۰ لارۍ بشري مرستې فلسطین ته واردې شي چې ۵۰ لارۍ یې د سون مواد او ۳۰۰ لارۍ یې شمالي غزې ته واردې شي. په دریم پړاو کې به د دواړو خواوو له خوا ترلاسه شوي ټول مړي او پاتې شوني تبادله شي او د غزې د بیا رغونې پلان به د ۳ څخه تر ۵ کلونو په موده کې د کورونو، غیر نظامي ودانیو او زیربناوو په ګډون د ټولو زیانمنو کسانو لپاره د غرامت په شمول، د دې موافقې د ملاتړ کوونکو هیوادونو او سازمانونو تر نظارت لاندې پیل شي.
د پورته موادو په پام کې نیولو سره، د دې موافقې مواد هغه څه دي چې اته میاشتې مخکې د ۲۰۲۴ میلادي کال د می په میاشت کې د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ لخوا تایید شوي او د اسرائیلي رژیم لخوا رد شوي و.
ګټې او پايلې يې
ګټې
- د اوربند د موافقې موادو په نظر کې نیولو سره، د اسرائیلي رژیم چې مخکې یې په هره جګړه کې ځان بریالی ګڼلی و، دا ځل د فلسطیني مقاومت په ځانګړې توګه حماس په وړاندې ستراتیژیکه ماتې خوړلې او په سیمه او نړۍ کې یې د استخباراتو او دفاع حیثیت له لاسه ورکړی دی.
- د طوفان الاقصی پېښه په ۷ اکتوبر ۲۰۲۳ کې نه یوازې دا چې اسرائیلي رژیم یې مجبور کړ چې د غزې د اوسیدونکو په وړاندې ویجاړونکې جګړه وکړي، بلکې مجبور یې کړ چې د لومړي ځل لپاره خپل اصلي او مجرم څېره چې د نسل وژنې جرمونه یې ترسره کړي، ثبت کړي.
- د اسرائیلي رژیم وحشت په غزه کې د اوربند د موافقې له موادو سره سم، د اسرائیلي رژیم اخلاقي او قانوني مشروعیت کم کړی او د فلسطین مسئله یې د نړیوالې ټولنې د سیاسي اجنډا په توګه بیرته راوګرځوله.
- د ۷ اکتوبر جګړې څخه تر اوربند موافقې پورې د لویدیځ نفاق او دوه ګوني معیارونه په غزه کې د اوکراین په پرتله افشا کړل او د لویدیځو نظامونو اخلاقي او انساني مشروعیت یې چې تل یې د بشري حقونو او آزادۍ په اړه خبرې کولې، له منځه یووړ.
- له ۱۹۷۰ لسیزې څخه وروسته په ځانګړې توګه په ۲۰۱۱ کال کې د عربي پسرلي په جریان کې، ډیری عربي هیوادونو د اسرائیلي رژیم سره د اړیکو عادي کولو پالیسي غوره کړې وه، چې هدف یې په سیمه کې د فلسطین د مسئلې د حل پرته د اسرائیلي رژیم په رسمیت پیژندل و. [7] لله الحمد د طوفان الاقصی عملیاتو او د فلسطیني مقاومت ګروپونو بریا سره به د عادي کولو بهیر ودرول شي.
- د فلسطین مسئله چې له کلونو راهیسې د هیوادونو په ځانګړې توګه د عربي او اسلامي هیوادونو او نړیوالو سازمانونو له خوا هیره شوې وه، طوفان الاقصی یې د هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د سیاسي اجنډا په توګه بیرته راوګرځوله او په ټوله نړۍ کې د راتلونکو نسلونو په ذهنونو کې یې بیا ژوندې کړه.
- په پای کې، د طوفان الاقصی عملیاتو له پیل څخه تر اوربند موافقې پورې، د زړورتیا، شهادت او قربانۍ ارزښتونه په فلسطیني خلکو او عربي او اسلامي ملتونو کې چې له کلونو راهیسې د لویدیځو سریالونو او ټکنالوژۍ له امله په غفلت کې وو، بیا ژوندی کړل.
پايلې يې
- طوفان الاقصی که خپل ځانګړي مفادونه لري، خو د اوربند موافقې په پام کې نیولو سره، د فلسطینیانو د لویو جاني او مالي زیانونو سربیره، د فلسطین قضیه دایمي حل نه دی موندلی. له همدې امله ممکنه ده چې ژر یا وروسته د اسرائیلي رژیم د اشغالګرۍ روحیې او پالیسۍ په نظر کې نیولو سره، د رژیم او فلسطیني مقاومت ګروپونو تر منځ جګړه وشي.
- که څه هم دا موافقه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې له مخې صادره شوې او په دایمي اوربند ټینګار کوي، خو د جګړې د بیا پیلیدو اندیښنې لږ تر لږه د لومړي پړاو له پای ته رسیدو وروسته شتون لري، ځکه چې دوهم پړاو هم جلا مذاکراتو او موافقو ته اړتیا لري.
- د نتانیاهو ناکامي په خپلو جګړه ییزو ژمنو کې، نتانیاهو د اوربند موافقې په اړه په یوه دوه لارې کې قرار لري: یو د امریکا فشارونه چې په غزه کې د اوربند موافقې ته ورسیدل. په داسې حال کې چې گمان نه کیږي چې نتانیاهو د اسرائیل په مالي فساد او په جګړه کې د فلسطیني مقاومت په وړاندې د ناکامۍ له امله، د امریکا له خوا د اسرائیل لپاره مناسبه انتخاب نوي. د ښي اړخوالو د جناح عدم رضایت په پیوند کې د اوربند توافق، چې د نتانیاهو په اسرائیل کې د پای کار په توګه ګڼل کیږي. په دې اساس، د ښي اړخوالو د خوشحالولو لپاره، احتمال لري چې نتانیاهو بهانې جوړې کړي او جګړې ته بېرته ستنیږي. لکه څنګه چې په غزه کې اوربند شوی، خو د اسرائیلي رژیم عساکرو په تېره شنبه په لویدیځ کرانه کې جګړه پیل کړې وه، چې په نتیجه کې دوه فلسطیني ځوانان شهید شول او څو تنه نور زخمیان شوي دي. [8]
پایله
د پورته مطالبو په نظر کې نیولو سره، ښکاري چې اسرائیلي رژیم د خپلو ټولو وحشتونو او بريدونو او ظلمونو سره بيا هم د جګړې له لارې خپلو موخو ته نه دی رسیدلی، خو د مختلفو عواملو لکه د امریکایانو فشارونه، د سیمې هیوادونو لکه قطر او مصر منځګړیتوب هڅې او د فلسطیني مقاومت د خلکو استقامت، چې له سرتیرو څخه تر قايدینو پورې په لومړۍ کرښه کې د اسرائیلي رژیم په وړاندې د امریکایی امکاناتو سره جګړه کوله، سبب شوي چې د اوربند هوکړه ومني.
د اوربند هوکړه ليک خپلې ګټې او زيانونه لري چې په ګټو کې يې د اسرائیلي رژیم د عساکرو د ګڼ مېشتو سیمو څخه وتل، د بنديانو تبادله په ځانګړو شرایطو سره، د بې ځایه شویو خلکو راستنیدل، د حیاتي لارې لکه رفح او د صلاح الدین محور لنډمهاله پرانیستل او د بشري مرستو لیږد شامل دي. په زيانونو کې يې د فلسطیني قضیې ناحل پاتې کیدل له مهم زيان څخه ګڼل کېږي. په هر حال، د اسرائیلي رژیم او حماس اسلامي مقاومت حرکت ترمنځ د اوربند هوکړه یو مهم ګام دی چې د منځني ختیځ په ځانګړې توګه د غزې انساني وضعیت ښه کولو او د اوږدې جګړې پای ته رسیدو په برخه کې مرسته کوي.
منابع
[1]. CNN Arabic: إحصاء بالضحايا وحجم الأضرار التي خلفتها 15 شهرًا من الحرب في غزة، 20 ینایر 2025، لینک:
https://arabic.cnn.com/middle-east/article/2025/01/20/gaza-15-month-after-war-situation-infographic
[2] . ایسنا: مقامات غربی: توانایی حماس در سازماندهی مجدد بسیاری را شگفت زده کرد، 11 جدی 1403 ش، لینک:
https://www.isna.ir/news/1403101107666/مقامات-غربی-توانایی-حماس-در-سازماندهی-مجدد-بسیاری-را-شگفت-زده
[3] . مرکز مطالعات استراتیژیک و منطقوی؛ کنفرانس: آتشبس حماس و اسرائیل و اثرات آن بر خاورمیانه، دکتور مصباح الله عبدالباقی، محقق و رئیس پوهنتون سلام، 3 دلو 1403ش.
[4]. الجزیرة: لماذا توقفت الحرب علی غزة الآن، 2025/1/19، لینک:
https://www.aljazeera.net/blogs/2025/1/19/
لماذا-توقفت-الحرب-على-غزة-الآن
[5] . الجزیرة: “الفرنیسیة” قطر سلکت طریقا محفوفا بالمخاطر نحو هدنة غزة، 17/1/2025، لینک:
https://www.aljazeera.net/news/2025/1/17/
طريق-قطر-المحفوف-بالمخاطر-نحو-هدنة-غزة
[6] . وزارة الخارجیة دولة قطر: رئيس مجلس الوزراء وزير الخارجية يعلن التوصل إلى اتفاق لوقف إطلاق النار في غزة، 15 ینایر 2025، لینک:
https://mofa.gov.qجميع-أخبار-الوزارة/التفاصيل/1446/07/15/رئيس-مجلس-الوزراءوزير-الخارجية-يعلن-التوصل-إلى-اتفاق-لوقف-إطلاق-النار-في-غزة
[7] . مطالعات سیاسی بین النهرین: بررسی روند عادی سازی روابط اعراب و اسرائیل (2011-2020)، دوره دوم، شماره اول، بهار 1402، لینک:
https://mps.razi.ac.ir/article_2636_c229dd703c28086130905011977efba2.pdf
[8] . خبرگزاری جمهوری اسلامیک اذعان رژیم صهیونیستی به زخمی شدن 3 نظامی در کرانه باختری، 6 دلو 1403ش، لینک:
https://www.irna.ir/news/85730336/اذعان-رژیم-صهیونیستی-به-زخمی-شدن-۳-نظامی-در-کرانه-باختری