لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- د ۲۰۲۴ز. کال مهمو پېښو ته کتنه
- لومړۍ برخه: نړۍ په ۲۰۲۴ز. کال کې
- دويمه برخه: افغانستان په ۲۰۲۴ز. کال کې
- پایله
- سرچینی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
۲۰۲۴ز. کال پای ته ورسېد. سږ کال د هغو کلونو څخه یو ګڼل کېدای شي چې مهمې پېښې په کې رامنځته شوې. په ټوله نړۍ کې ډیرې سیاسي، امنیتي او پوځي پېښې رامنځته شوې چې هر یو به یې په راتلونکي کال، ۲۰۲۵ز. کې د نړیوالو پېښو لوري وټاکي او ځینې به یې حتی اوږدمهاله اغیزې ولري. په دې لیکنه کې به هڅه وشي چې په لومړۍ برخه کې په ۲۰۲۴ کال کې رامنځته شوې مهمې نړیوالې پیښې او قضیې تحلیل شي او په دویمه برخه کې به په یاد کال کې په افغانستان کې تر ټولو مهمو پرمختګونو ته کتنه وشي.
لومړۍ برخه: نړۍ په ۲۰۲۴ز. کال کې
1- نړیوالې سیاسي پېښې
له سیاسي پلوه، ۲۰۲۴ کال په نړیواله کچه له سیاسي بدلونونو ډک کال و. په دغه کال کې په څه باندې اویا هېوادونو کې ټاکنې وشوې، چې په کې د نړۍ د نفوس نیمایي برخه، یعنې له څلورو ميلیاردو څخه ډیرو خلکو رایه ورکړه.[1] په ۲۰۲۴ کال کې ترسره شویو تر ټولو مهمو ټاکنو کې د پاکستان، روسیې، انګلستان، هند او متحده ایالاتو ټاکنې وې. د پاکستان ټاکنې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې د ډېرو ټاکنیزو کړکېچونو او ناندریو وروسته ترسره شوې. په دې هېواد کې د جنجالي ټاکنو وروستۍ پایله دا شوه چې د پاکستان مسلم لیګ نواز (PML-N) ګوند شهباز شریف د ګوندي ایتلاف له لارې په هغه هېواد کې واک ترلاسه کړ.[2] البته، د پاکستان ټاکنې هغه وخت ترسره شوې چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان په زندان کې و او د هغه ګوند (تحریک انصاف) په ټاکنو کې له ګډون څخه منع شوی و. په هند کې چې د نړۍ تر ټولو لویه ډیموکراسي ده په ۲۰۲۴ کال کې عمومي ټاکنې ترسره شوې، چې په پایله کې یې د نریندرا مودي په مشرۍ واکمن ګوند په واک کې پاتې شو.[3] د روسیې په ټاکنو کې لکه څنګه چې وړاندوینه شوې وه، ولادیمیر پوتین د ۸۷٪ رایو په ګټلو سره د شپږو نورو کلونو لپاره او د پنځم ځل لپاره په واک کې پاتې شو.[4] د روسیې د ولسمشرۍ ټاکنې معمولا پرته له کومې لویې پېښې ترسره شوې او د ولسمشر په توګه د پوتین بیا ټاکل له مخکې څخه اټکل کېده. خو مهمه خبره دا ده چې پوتین به د ټاکنو په کارولو سره د شپږو نورو کلونو لپاره د روسیې د مشر په توګه په واک کې پاتې شي او دا پدې مانا ده چې د شپږو نورو کلونو لپاره د روسیې د لویدیځ ضد پالیسیو دوام، چې یقینا به خپلې اغیزې ولري.
یو بل مهم هېواد چې ټاکنې پکې ترسره شوې بریتانیا وه. په دې هیواد کې څو کاله وروسته عمومي ټاکنې ترسره شوې، چې په کې د کارګر ګوند په ولسي جرګه کې د ۶۵۰ څوکیو څخه ۴۱۰ څوکیو اکثریت وګاټه او په پایله کې د دې ګوند څخه کیراسټارمر د ریشي سوناک پر ځای د انګلستان لومړی وزیر وټاکل شو.[5] که څه هم بریتانیا یو له خورا اغیزمنو نړیوالو قدرتونو څخه دی، خو د ولسي جرګې د جوړښت بدلول او پدې هېواد کې د یو ګوند پر ځای د بل ګوند واک ته رسېدل په نړیوالو پېښو کې ډیر اغیز نه لري او هر ګوند چې واک ته ورسیږي د هېواد بهرنۍ پالیسي د متحده ايالاتو سره په همغږۍ کې ترسره کیږي، خو په ورته مهال کې متحده ايالاتو ټاکنو یو بل ډول کیسه لرله. په ۲۰۲۴ کال کې په امریکا کې ټاکنې ترسره شوې. د امریکا د ټاکنو د کمپاین په جریان کې اوسني ولسمشر جو بایډن له سیالۍ څخه لاس واخېست او پر ځای یې خپله مرستیاله ولسمشره کاملا هاریس د ډونالډ ټرمپ سره د سیالۍ لپاره معرفي کړه. دې کار په دغه هېواد کې د ټاکنو وضعیت د یو ټکان په څیر بدل کړ، او ډیرې وړاندوینې د هاریس د کامیابۍ لپاره کېدې، خو د ټولو برعکس د ټاکنو وروسته ډونالډ ټرمپ کاملا هاریس ته په عمومی او هم د الیکټورل کالج رایو دواړو کې د پام وړ توپیر سره ماتې ورکړه او یو ځل بیا د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ بیرته راتګ به په موجوده نړیوالو پېښو کې په ډراماتیک ډول بدلون راولي. که څه هم ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند د غړي په توګه باید د متحده ایالاتو په کورنیو او نړیوالو پالیسیو کې د جمهوري غوښتونکو د اصلي مرام سره سم حرکت وکړي او له همدې امله هغه د مخه د خپلو کورنیو او بهرنیو پالیسیو اصلي کرښې ټاکلې دي، خو هغه یو نه اټکل کېدونکی شخصیت لري او د غیر روایتی اقداماتو د ترسره کولو لپاره پیژندل کیږي. په ټولیز ډول ټرمپ د هغو ژمنو سره چې په خپله بهرنۍ پالیسي د تعریف پر وخت یې کړې دي، په ځانګړې توګه د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې، د منځني ختیځ او ایران د کړکیچ او د چین سره د تعامل ډول، کولی شي پر موجوده نړیوالو قضیو کې خورا اغیزه وکړي او هغه څه ته چې اوس مهال پېښیږي یو بل لوری ورکړي.
د پورته ذکر شویو سیاسي بدلونونو سربیره چې د وړاندوینې شوي میکانیزمونو له لارې په هېوادونو کې رامنځته شوې، د 2024 په وروستیو کې په سوریه کې یو حیرانونکی سیاسي بدلون رامنځته شو. په دې بدلون کې چې د هییت تحریر الشام لخوا چې مشری یې احمد الشرع کوله او د ابو محمد الجولاني په نوم پیژندل کیږي د بشار الاسد رژیم چې تر نېمې پیړۍ پورې یې بې عدالتۍ او ظلمونو دوام درلود له منځه یوړل شو. دا بدلون شاید د ۲۰۲۴ کال تر ټولو مهمه پېښه وګڼل شي ځکه هغه هېواد چې له یوې لسیزې څخه زیات وخت د کورنۍ جګړې په اور کې سوځېده د رژیم بدلون د سوریې لپاره ښه راتلونکی راوړی له بلې خوا د منځني ختیځ په معادلو او معاملو کې بنسټیز بدلونونه راوړلی شي.
2- د نړۍ پوځي-امنیتي پېښې
د امنیت له پلوه، ۲۰۲۴ کال له پیښو ډک کال و. تېر کال په غزه کې د حماس او اسراییلي صهیونیسټ رژیم ترمنځ جګړه چې په ۲۰۲۳ کال کې پیل شوې وه په ډیر شدت سره دوام وکړ. سربېره پردې د حماس او صهیونیسټ رژیم ترمنځ جګړې نور هم پیچلي اړخونه خپل کړل او نوره هم پراخه شوه. سږ کال صهیونیسټ رژیم په تهران کې د حماس سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه وواژه، او یحیی سنوار د هغه پر ځای د حماس مشر وټاکل شو. شهید سنور هم د خپلو دریو ملګرو سره په یوه جګړه کې په مېړانې سره شهید کړی شو، خو هیڅ کله هم د حماس د جنګیالیو روحیه کمه نه شوه او په فلسطین کې د صهیونیسټ رژیم د بریدونو په وړاندې مقاومت دوام درلود.
په ۲۰۲۴ کال کې یوه بله د بحث وړ امنیتي پېښه د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د بهرنیو چارو وزیر حسین عبدالهیان د هلیکوپټر د غورځېدو پیښه کې وژل کېدل وو. هغه چورلکه چې رئیسي او د هغه پلاوی یې لېږدول د ایران په ختیځ اذربایجان ولایت کې د یوه بند د پرانېستې له مراسمو څخه د راستنېدو پر مهال وغورځېده چې له امله یې ټول سپاره کسان ووژل شول.[6] دا پېښه په ایران کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د ترسره کېدو لامل شوه، چې په پایله کې یې مسعود پزشکیان یو کس چې نه د اصلاح غوښتونکو او نه هم د بنسټپالو ډلو پورې اړه درلوده د ایران د ولسمشر په توګه وټاکل شو. البته د پزشکیان انتخاب د اسراییل او امریکا سره د ایران د شته رقابتونو د کموالي سبب نه شو.
یوه بله مهمه امنیتي پېښه چې په نړیواله کچه رامنځته شوه په روسیه کې ترهګریز برید و. د مسکو په څنډه کې د کراسنوګورسک په کروکس ښاري تالار کې د څلورو کسانو وسله وال برید چې داعش یې مسؤلیت ومانه، ۱۴۳ کسان ووژل او له ۱۴۰ څخه ډیر یې ټپیان کړل.[7] دا برید په تېرو دوو لسیزو کې په روسیه کې تر ټولو لوی و او په روسیه کې د داعش نفوذ را په ګوته کوي. په ۲۰۲۴ کال کې، د اسراییلو سره د حماس د جګړې په تړاو، د اسراییلو سره د لبنان د حزب الله جګړه هم پراخه شوه. په یوه ډیره عجیبه پېښه کې د لبنان د حزب الله د غړو لخوا کارول شوي زرګونه مخابراتي پیجرونه په یو وخت کې وچاودېدل چې د حزب الله لسګونه غړي یې ووژل او ډیر نور یې ټپیان کړل.[8] دا معلومه شوه چې اسراییل د دې چاودنو تر شا ولاړ و او چاودېدونکي توکي یې د هغو شرکتونو سره په ګډه ځای پر ځای کړي وو چې پیجرونه یې جوړول. همدارنګه اسراییل په بیروت باندې په هوايي برید کې چې د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله وواژه بریالی شو او د لبنان په خاوره یې د پوځي برید په ترسره کولو سره د جنوبي لبنان ځینې برخې ونیولې. دا مهال د اسراییلو او لبنان جګړه د ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې د شپیته ورځني تړون له لارې په موقتي ډول حل شوې ده. د حماس او اسراییلو د جګړې بل اړخ په ۲۰۲۴ کال کې د ایران او اسراییلو ترمنځ د کړکیچ زیاتوالی و، چې د دواړو هېوادونو لخوا د یو بل په خاوره کې د مستقیم توغندیو او هوایي بریدونو دوه پړاوونه کې بریدونه وکړل. د ایران لومړی برید چې سلګونه توغندي او ډرون یې کارولي وو، د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د اسراییلي برید غچ اخیستل وو، چې پکې څو ایراني ډیپلوماتان ووژل شول. اسراییل د ایران په خاوره کې د هوايي بریدونو په ترسره کولو سره ځواب ورکړ. د ایران له خوا پر اسراییلو د توغندیو لوی برید د اسراییلو له خوا په تهران کې د اسماعیل هنیه د وژنې په غچ کې ترسره شو، چې اسراییلو یې په ځواب کې د ایران پر پوځي مرکزونو هوايي بریدونه وکړل. یوه بله مسله چې په ۲۰۲۴ کال کې یې په خپل شدت سره دوام وکړ، په اوکراین کې د روسیې جګړه وه. هغه څه چې د روسیې او اوکراین جګړه نوي پړاو ته ورسوله هغه د روسیې خاورې ته د اوکرایني پوځ یرغل او د روسیې د کورسک سیمې د یوې برخې نیول وو. همدارنګه د روان کال په وروستیو کې جو بایډن په غیر مستقیم ډول اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو کارولو اجازه ورکړه. د ددې ترڅنګ چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو امکان زیاتوي هغه ژمنې دي چې ټرمپ کړې دي. ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې د ولسمشرۍ له لوړې سره سم به د اوکراین کړکېچ پای ته ورسوی.
دويمه برخه: افغانستان په ۲۰۲۴ز. کال کې
1- سیاسي پیښې
افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له سیاسي پلوه یو باثباته کال درلود. په ۲۰۲۴ کال کې اسلامي امارت خپلو لومړنیو پالیسیو ته دوام ورکړ او د حکومت په جوړښت او تشکیل کې هیڅ بدلون ونه لیدل شو او حکومت په سرپرست بڼه دوام درلود. د قانون جوړونې له پلوه تر ټولو مهمه قضیه د امیرالمؤمنین لخوا د امر بالمعروف و نهی عنالمنکر د قانون تصویب او توشیح وه. دا قانون چې تصویب یې یو ښه پایلې لرلی شي او د امر بالمعروف و نهی عنالمنکر مسلې لپاره یې چوکاټ او محدودیتونه وټاکل او پکې لا نور وضاحت پیدا شو له بلې خوا د محتوا په لحاظ د یو څه نیوکو او نقدونو سره هم مخ شو.
د بهرنیو اړیکو له پلوه ۲۰۲۴ کال د اسلامي امارت لپاره له لاسته راوړنو ډک کال و. سږ کال د اسلامي امارت بهرنۍ اړیکې د تېر کال په پرتله ډیر پراختیا وموندله. سږ کال د ځینو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو کابل ته سفرونه وکړل. ازبکستان کابل ته د خپل لومړي وزیر په لېږلو سره هڅه وکړه چې له اسلامي امارت سره تر ټولو نږدې ممکنه اړیکه پیل کړي. ترکمنستان او قزاقستان هم سږ کال کابل ته د پلاوي په لېږلو سره له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړې.[9] تېر کال، مسکو د روسیې د امنیت شورا د سکرتر په مشرۍ د لوړ پوړي پلاوي په لیږلو سره له کابل سره د اړیکو د لا پراختیا لپاره خپله لیوالتیا وښوده.[10] بیجینګ هم په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د چارو لپاره خپل ځانګړی استازی کابل ته واستاوه ترڅو له کابل سره اړیکې نورې هم پراخې کړي.[11] د ددې سفرونو په لړۍ کې د تاجکستان او هند د چارواکو سفرونه بې مخینې وو، چې په ۲۰۲۴ کال کې ترسره شول. تاجکستان، د اسلامي امارت مخالف هېواد په توګه خپل یو امنیتي چارواکی د دولتي امنیتي کمیټې مشر، کابل ته واستاوه ترڅو د امنیتي مسلو او د اسلامي امارت سره د اړیکو د پیل لپاره ناسته ولری.[12] هند، د یو بل هېواد په توګه چې لا تر اوسه د اسلامي امارت سره مستقیمې اړیکې نلري، د افغانستان او پاکستان په چارو کې د خپل ځانګړي استازي په مشرۍ یو پلاوی کابل ته واستاوه ترڅو د اسلامي امارت سره د اړیکو د ټینګولو لپاره لومړنۍ هڅې پیل کړي.[13] په ورته ډول د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې سعودي عربستان په کابل کې خپل سفارت چې مخکې یې تړلی و بیا پرانیست. په تېر کال کې د افغانستان په اړه یوه بله مهمه سیاسي مسله دا وه چې روسیې، قزاقستان او قرغزستان اعلان وکړ چې اسلامي امارت به د منع شویو ډلو له لیست څخه وباسي. له دې ډلې، د قزاقستان او قرغزستان دواړو هېوادونو په رسمي ډول دا کار کړی دی او روسیې د دې لپاره چمتووالی نیولی دی چې ډیر ژر به دا کار ترسره شي.[14] تېر کال د افغانستان په اړه د دوحې دریمه غونډه ترسره شوه، چې د لومړي ځل لپاره پکې د اسلامي امارت استازو ګډون وکړ.[15] د دې غونډې او پخوانیو غونډو ترمنځ توپیر دا و چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت د غوښتنو سره سمو موضوعاتو بحث وشو.
2- امنیتی – پوځي پېښې
د امنیت له پلوه، افغانستان تېر کال یو خوندي کال درلود. د امنیت له پلوه تېر کال اسلامي امارت وکولای شول چې په ټول هېواد کې امنیت تامین کړي او د هر ډول بغاوت مخه ونیسي. تېر کال داعش، چې د افغانستان لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی، خپلو بریدونو ته دوام ورکړ، چې تر ټولو مهم یې د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزیر خلیل الرحمن حقاني وژنه وه.[16] بله مهمه امنیتي مسله، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي شخړه وه، چې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې رامنځته شوه. د دې سرحدي شخړې لامل د پکتیکا ولایت په ځینو برخو کې د پاکستاني طالبانو د مرکزونو په نښه کولو په پلمه د پاکستان هوايي بریدونه وو چې په ځواب کې یې د اسلامي امارت پوځي ځواکونو، د تخريبي ډلو پر اډو د برید په پلمه د پاکستان په خاوره راکټي بریدونه ترسره کړل چې په پایله کې یې دواړو خواوو ته تلفات واوښتل.[17]
3- اقتصادي موضوعات
د افغانستان اقتصاد هم په ۲۰۲۴ کال کې د قناعت وړ وضعیت کې و، چې د تېر کال په پرتله یې په ناخالص کورني تولید کې ۲.۷٪ وده تجربه کړه.[18] تېر کال، د افغانستان اسعار د بهرنیو اسعارو په وړاندې له ښه ثبات څخه برخمن وو او انفلاسیون هم کم شوی و. تېر کال، د افغانستان نړیواله سوداګري په دوامداره توګه پرمختګ وکړ، د هېواد صادرات له دوه ميلیارد ډالرو څخه ډیر شول او د افغانستان ټوله بهرنۍ سوداګري له ۱۲ ميلیارد ډالرو څخه زیاته وه.[19] سږ کال، افغانستان د پانګونې په برخه کې د سترو لاسته راوړنو کال هم تجربه کړ. په ټولیز ډول په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پانګونې د جذب کچه هم ښه وه. تېر کال، افغانستان وکولای شول چې شاوخوا پنځه ميلیارده ډالر پانګونه جذب کړي.[20] تېر کال ډېرو هېوادونو په پانګونې کې خپله لېوالتیا وښوده او کابل ته د بېلابېلو هېوادونو د چارواکو د سفرونو په ترڅ کې، د افغانستان او سېمې هېوادونو ترمنځ ډېر اقتصادي تړونونه لاسلیک شول. همدارنګه تېر کال، افغانستان د مهمو سړکونو د بیارغونې او ترمیم په برخه کې اغیزمن ګامونه پورته کړل، چې یوه بېلګه یې د سالنګ لویې لارې د یوې برخې بیارغونه وه.
پایله
د ترسره شویو مطالعاتو له مخې، دا نتیجه اخېستل کېدی شي چې ۲۰۲۴ کال د افغانستان لپاره یو متحرک کال و. له سیاسي پلوه، سږ کال د ډېرو هېوادونو په حکومتونو کې ډیر بدلونونه راغلل، چې ځینې یې، لکه د دیموکراتانو څخه جمهوري غوښتونکو ته د واک لیږد، په ځانګړې توګه د ډونالډ ټرمپ په څیر د جنجالي شخصیت بیا ځلې واک ته رسېدل چې په راتلونکي کې د نړۍ لپاره اغېز لرونکی دی. د نړۍ د سیاسي وضعیت په اړه یوه د پام وړ خبره دا ده چې تېر کال پرته له سوریې څخه (چیرې چې د زور له لارې نظام بدل شو او یو مثبت بدلون ګڼل کیږي)، له اویا څخه زیاتو هېوادونو کې ټاکنې وشوې او نوې شخصیتونه مخ ته راغلل. دا ټول بدلونونه د ډیموکراتیک میکانیزمونو له لارې وو چې په نړۍ کې د ډیموکراتیک نظم شتون په ګوته کوي. د سیاسي پېښو برعکس، په نړۍ کې امنیتي او پوځي پېښې ډېرې ډراماتېکې وې. تېر کال، په منځني ختیځ کې کړکېچ خپل اوج ته ورسېد او د ایران او اسراییلو دواړو هېوادونو مستقیم پوځي شخړې تجربه کړې. د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه پرته له کوم روښانه لیدلوري دوام وکړ. په ۲۰۲۴ کال کې په ټوله نړۍ کې د امنیتي او پوځي بحرانونو دوام وښوده چې سیاسي غونډې په ځانګړې توګه نړیوال جوړښتونه لکه ملګري ملتونه د دغه مسایلو په حل کې پاتې راغلي دي.
په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پېښو بیاکتنه د سیاسي ثبات کیسه بیانوي، خو په امنیتي سکتور کې، سره له دې چې ټولیز امنیت ښه و، داعش د اصلي ګواښونکي فکتور په توګه د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو توان درلود چې تر ټولو مهم قرباني یې د اسلامي امارت د کابینې یو وزیر و. د سیاسي اړیکو له پلوه، ۲۰۲۴ کال د افغانستان لپاره د لویو لاسته راوړنو کال و. کابل ته د مختلفو هېوادونو د چارواکو راتګ او تګ وښوده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د منلو لپاره سیمه ییزه اراده شته. افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې په اقتصادي اړخ کې هم د پام وړ لاسته راوړنې درلودې. بهرنۍ سوداګري په ښه توګه مخ په ودې وه او پانګونه ډېره راجلب شوې وه او اسلامي امارت د بیارغونې او ساختماني پروژو په برخه کې هم په ځانګړې توګه د سړکونو د ترمیم او جوړولو په برخه کې د پام وړ ګامونه پورته کړل.
سرچینی
[1]. Lessons from the elections held in 70 countries in 2024, AP, 30/12/2024 available at: https://apnews.com/article/global-elections-2024-yearend-incumbents-c777b658661e61e2533091e1d625c0b8
[2]. شهباز شریف، از حزب مسلملیگ شاخه نواز به عنوان نخست وزیر پاکستان انتخاب شد. خبرگزاری صدای افغان (آوا). تاریخ نشر ۱۳/۱۲/۱۴۰۲ قابل دسترسی:
[3]. مودی خود را پیروز انتخابات هند اعلام کرد. بیبیسی فارسی. تاریخ نشر ۴/۵/۲۰۲۴ قابل دسترسی
https://www.bbc.com/persian/articles/cz99pqr51vno
[4]. «پیروزی پوتین در انتخابات ریاست جمهوری روسیه؛ اتحادیه اروپا محکوم کرد»، بیبیسی فارسی، تاریخ نشر ۱۷ مارچ ۲۰۲۴ قابل دسترسی:
https://www.bbc.com/persian/articles/cxrz045ny5no
[5]. «حزب کارگر پیروز انتخابات پارلمانی انگلستان شد»، سایت خبری آنادولی، تاریخ نشر ۶/۷/۲۰۲۴ قابل دسترسی:
[6]. بررسی علل سقوط بالگرد رئیسجمهور در دستور کار. خبرگزاری مهر تاریخ نشر ۳۱/۲/۱۴۰۳ قابل دسترسی:
[7]. حمله تروریستی در روسیه با ۱۴۳ کشته و صدها زخمی/ داعش مسوولیت حمله را پذیرفت/ پوتین: هر چهار عامل حمله تروریستی بازداشت شدند/ واکنش ایران به حمله تروریستی در مسکو +عکس و فیلم. مشرق نیوز تاریخ نشر ۴/۱/۱۴۰۳ قابل دسترسی:
[8]. How did Hezbollah get the pagers that exploded in Lebanon. Aljazeera 18/9/2024 available at: https://www.aljazeera.com/news/2024/9/18/how-did-hezbollah-get-the-pagers-that-exploded-in-lebanon
[9]. سفر هیئت روسی به کابل آغاز مرحله جدیدی از روابط دو کشور است. خبرگزاری ایرنا. تاریخ نشر ۶/۹/۱۴۰۳ قابل دسترسی:
[10]. سفر هیئت روسی به کابل آغاز مرحله جدیدی از روابط دو کشور است. خبرگزاری ایرنا. تاریخ نشر ۶/۹/۱۴۰۳ قابل دسترسی:
[11]. تقویت روابط میان کابل و بیجینگ؛ هدف سفر نماینده چین به افغانستان. طلوع نیوز. تاریخ نشر ۹/۹/۱۴۰۳ قابل دسترسی:
https://tolonews.com/fa/afghanistan-191903
[12]. سفر مقام ارشد امنیتی تاجیکستان به کابل و گفتگو با مقامهای استخبارات طالبان. خبرگزاری افق تاریخ نشر ۲۰/۶/۱۴۰۳ قابل دسترسی
https://ufuqnews.com/archives/241961
[13]. هیات هندی در کابل؛ در دیدارها بر توسعه اقتصادی و سهولت ویزا تاکید شد. طلوع نیوز. تاریخ نشر ۱۷/۸/۱۴۰۳ قابل دسترسی:
https://tolonews.com/fa/afghanistan-191553
[14]. مسکو به حذف طالبان از لیست گروههای ممنوعه یک گام نزدیکتر میشود. دیچهوله تاریخ نشر ۲۱/۹/۱۴۰۳ قابل دسترسی:
[15]. سومین نشست دوحه؛ جنگ و صلح افغانستان «تنها یک بازنده یا یک برنده ندارد» بیبیسی فارسی تاریخ نشر ۲۵/۶/۲۰۲۴ قابل دسترسی:
https://www.bbc.com/persian/articles/cd111w09xzxo
[16]. خلیلالرحمن حقانی، وزیر امور مهاجرین حکومت طالبان در انفجاری در کابل کشته شد. بیبیسی فارسی. تاریخ نشر ۲۱/۹/۱۴۰۳ قابل دسترسی:
https://www.bbc.com/persian/articles/cy09dj2p6z0o
[17]. وقوع درگیری مرزی میان افغانستان و پاکستان: 19 سرباز پاکستانی جان باختند. خبرگزاری آنادولی تاریخ نشر ۲۸/۱۲/۲۰۲۴ قابل دسترسی:
[18]. در ۲۰۲۴ تولید ناخالص داخلی افغانستان ۲.۷ درصد افزایش داشته است. سلاموطندار فارسی، تاریخ نشر ۱۱/۱۰/۱۴۰۳ قابل دسترسی:
https://swn.af/in-2024-afghanistans-gdp-has-increased-by-2-7-percent/
[19]. افغانستان در ۲۰۲۴ بیش از ۱۲ میلیارد دالر صادرات و واردات داشت. صدای امریکا دری تاریخ نشر ۷/۱/۲۰۲۵ قابل دسترسی:
[20]. افغانستان در سال جاری ۵.۳ میلیارد دالر سرمایهگذاری جذب کرده است. سایت روزنامههای دولتی. تاریخ نشر ۲۹/۹/۲۰۲۴ قابل دسترسی: