لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- د افغان کډوالو په زوره ویستل او د اسلامي امارت پاليسي
- هر ته د افغانانو د مهاجرت لاملونه
- ولې افغان کډوال اجباري ویستل کېږي؟
- په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو اوسنی وضعیت
- افغانستان ته له ستنیدو وروسته د کډوالو وضعیت
- د کډوالو په اړه د اسلامي امارت پاليسي
- پايله
- وړانديزونه
- سرچینې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
له څو لسیزو راهیسې افغانان د کډوالۍ او یا د خپل وطن پریښودلو له اړخه له ډیرو زیان لیدونکو خلکو څخه شمیرل کیږي. که څه هم مهاجرت په نړۍ کې تر یوه حده په یوه کلتور بدل شوی، خو نورو هیوادونو ته افغان کډوال د ستونزمنو لارو تګ، د افغان کډوالو په وړاندې د کوربه هیوادونو پالیسۍ او همدارنګه نورو هیوادونو ته د افغانانو د مهاجرت عوامل، د نورو مهاجرتونو سره توپیر لري او د نړۍ د نورو هیوادونو د کډوالۍ په پرتله دا کډوالي ډېره سخته ده. له بلې خوا په افغانستان کې له څو لسیزو راهیسې نظامونه په هیڅ صورت نه دي توانیدلي چې د کډوالو په اړه خپله پالیسي عملي او تطبیق کړي، له همدې امله د یوې روښانه پالیسۍ د نه پلي کیدو له امله دغه هیواد کې د مهاجرت ډیری لاملونه رامنځ ته شوي دي. له بلې خوا په افغانستان کې له څو کلونو راهېسې داسې واکمن حکومت نه وو چې د ګاونډیو هېوادونو له متقابلو اړیکو او دیپلوماتیک صداقت څخه یی ګټه پورته کړې وي. له همدې امله په افغانستان کې د حکومتونو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تفاهم نشتوالی د دې لامل شوی چې له افغان کډوالو سره ناسم او یا هم د بشري حقونو د اصولو او قوانینو خلاف چلند وشي.
که څه هم په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره د اسلامي امارت سیاستوالو د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د تعامل لپاره متوازن بهرنی سیاست غوره کړی،[i] خو لاتر اوسه پورې د سیمې هیوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیو هیوادونو د افغان کډوالو له ځورونې څخه نیولې تر په زوره شړلو پورې لاس وانخیست. په داسې حال کې چې له پاکستان څخه د زرګونو افغان کډوالو اجباري شړلو او له کډوالو سره د دغه هیواد د واکمن نظام نامناسب چلند د خبرونو او رسنیو په سرلیکونو کې ځای لري او په ملي او نړیواله کچه يې بېلابېل غبرګونونه را پارولي دي.
دا چې بهر ته د افغانانو د هجرت اصلي لاملونه څه دي؟ ولې ځورول شوي افغان کډوال د سیمې په ځانګړې توګه له ګاونډیو هیوادونو شړل کیږي؟ د کډوالو اوسنی حالت څه دی او په دې وروستیو کې د کډوالو په اړه د اسلامي امارت تګلاره څه ده؟ دا له مهمو پوښتنو څخه دي چې په دې مقاله کې به ځواب شي.
بهر ته د افغانانو د مهاجرت لاملونه
بې له شکه په نننۍ نړۍ کې زیاتره مهاجرتونه د خپل برخلیک د ټاکلو، د ښه ژوند د غوره کولو او د مناسب کاري او تعلیمي شرایطو د رامنځته کولو په خاطر ترسره کیږي. خو افغانستان ته ډېری وخت له نورو هېوادونو څخه د کډوالو راستنېدل په زوره ترسره کېږي، په همدې توګه له گاونډی هېواد څخه ډېری کډوال هم د بېلابېلو لاملونو له امله په زوره شړل شوي دي. په هرصورت، دلته به د مهاجرت ځینې خورا مهم عواملو ته اشاره وکړو چې په تیرو څو لسیزو کې په دې هیواد کې رامنځته شوي دي:
- جګړه او ناامني: جګړه او ناامني له هېواده د افغانانو د کډوالۍ اصلي عامل بلل کېږي، د شلمې پېړۍ په اویایمې لسیزې کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته افغانستان تل د جګړو ډګر و او د بهرنيو هېوادونو د مداخلو له امله داخلي ناامني رامنځته شوه، چي د دغو جګړو په ترڅ کې څو ميليونه خلک د وطن پرېښودو ته اړ او په هجرت يې پيل وکړ. که څه هم د ۱۴۰۰ ه ش کال د اسد د میاشتې په ۲۴ نیټه د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په هیواد کې جګړې او شخړې تر ډیره حده پای ته رسېدلي، خو بیا هم ځینې خلک د امنیت د نه شتون په پلمه مهاجرت کوي.
- خراب اقتصادي حالات: که څه هم اسلامي امارت په ټولیزه توګه بهرنی سیاست اقتصاد محوره غوره کړی[ii] او له همدې امله د لویو ملي او سیمه ییزو پروژو په پیلولو سره د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره هڅې کوي. خو بې وزلي او وزګارۍ د افغانستان د خلکو له ډېرو عامو ستونزو څخه دي او د دې لامل شوي چې د دې هېواد خلک د خپلو اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهاجرت وکړي. په هر حال، له څو لسیزو راهیسې فقر او وزګاري تل د دې هېواد د خلکو له ژوند سره ګډ شوي او کډوالۍ ته یې اړ کړي دي.
- تعلیمي شرایط: په حقیقت کې د علم زده کړې او ظرفیت لوړونې لپاره مهاجرت د هیوادونو د اتباعو تر منځ یو له ګډ عاملونو څخه دی، د افغانستان خلک به هم په هیڅ صورت له دې څخه استثناء نه وي. وروسته له دې چې اسلامي امارت په افغانستان کې بیا ځلې واک تر لاسه کړ، د ښوونځیو دروازې یې تر شپږم ټولګي پورته او همدارنګه د پوهنتونونو دروازې يې هم د نجونو پر مخ وتړلې، چې په پایله کې یې د ټولنې یوه لویه برخه له زده کړو بې برخې شوه. که څه هم اسلامي امارت په نږدې راتلونکي کې د نجونو د تعلیم د څرنګوالي او د هغوی لپاره د سالم چاپیریال رامنځ ته کولو په اړه خبر ورکوي، خو دا کار د دې لامل شو، چې ځينې کورنۍ د خپلو لوڼو د زده کړو په موخه بهر ته کډه شي او د همدې مسئلې په تړاو د پوهنتونونو سلګونه استادان او نارينه محصلين هم بهر ته کډوال شول.
- شخصی غوښتنې: په معاصره نړۍ کې ولسونه تل د پرمختللو ملتونو په شان د ټکنالوژۍ او د ژوند په نورو برخو کې د پرمختګ په لټه کې دي، په سیاسي مبارزو او مدني فعالیتونو کې داخل شوي او په یو نه یو ډول د خپل ځان، خپلوانو او ټولنې د برخلیک په ټاکلو کې رول لوبوي. له همدې امله ځینې هغه خلک چې دا ډول هیلې لري د ډیرو فرصتونو ترلاسه کولو لپاره مهاجرت کوي.
ولې افغان کډوال اجباري ویستل کېږي؟
په دې اړه چې ولې افغان کډوال له نورو هېوادونو څخه شړل کېږي، غوره به وي چې دا مسئله د دوو مهمو او عمومي عواملو له نظره وڅېړل شي:
۱- داخلي عوامل: ډیر داخلي عوامل شته چې د افغان کډوالو د ایستلو لامل ګرځي، چې ځینې یې دلته ذکر کوو.
– خراب اقتصادي وضعیت؛ دا چې د افغانستان خلک له ناوړه اقتصادي وضعیت سره لاس او ګرېوان دي، په ډېری مواردو کې د کار لپاره په ناقانونه توګه بهر، په تېره بیا ګاونډیو هېوادونو ته کډوالۍ ته اړ کېږي او دا کار له کوربه هېواده د دوی د شړلو یو عمده لامل کیږي.
د پاسپورت د وېش بهیر کې سستوالی؛ له بده مرغه په تېرو دوو کلونو کې عامو خلکو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر نورمال نه و، د بېلګې په توګه کله که څوک وغواړي پاسپورټ ترلاسه کړي، لږ تر لږه بايد یو کال یا شپږ میاشتې انتظار وباسي او نوم یې په لیست کې راشي، ترڅو هغه د تابعیت له دغه حق څخه برخمن شي له همدې امله اکثره کډوال په غیرقانوني توګه مهاجرت کوي، چې پخپله د دوی د شړلو لامل کیږي.
د سیاسي ثبات نشتوالی؛ په تېرو څو لسیزو کې افغانستان له سیاسي ثبات څخه برخمن نه و. همدارنګه له څه باندې دوو کلونو راهېسې اسلامي امارت په هیواد کې د سرپرست نظام په توګه کار کوي. له همدې امله ګاونډي او د سیمې هېوادونه د افغانستان د اوسني او راتلونکي وضعیت په دوام ډاډمن نه دي او له افغان کډوالو سره خپل تعامل له هیڅ نړیوال معیار او د بشري حقونو او ښه ګاونډیتوب له ارزښتونو په پام کې نيولو سره نه ترسره کوي.
۲- بهرني عوامل: همدارنگه ډېر بهرني عوامل هم شته چې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کیږی، چې تر ټولو مهم یې په لاندې ډول دي:
– د هیوادونو خراب امنیتي وضعیت؛ په دې وروستیو کې د سیمې هېوادونو په تېره بیا د ګاونډیو هېوادونو خراب امنیتي وضعیت له دغو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو یو له مهمو لاملونو څخه بلل شوی دی. د بېلګې په توګه د پاکستان هېواد په تېرو دوو کلونو کې د ډېرو ناامنیو شاهد دی او د پاکستان د حکومت چارواکي ادعا کوي چې د دغه هېواد په ناامنیو کې افغان اتباع لاس لري. لکه څنګه چې د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر سرفراز بګټي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو چې په پاکستان کې له ۲۴ بریدونو څخه ۱۴ یې د افغانانو له خوا ترسره شوي دي. [iii] له بلې خوا د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې په دغه هیواد کې په تیرو دوو کلونو کې له ۹۰ زیات افغان اتباع په ترهګریزو بریدونو کې د لاس لرلو په تور نیولي دي. [iv] په داسې حال کې چې د ګاونډیو هېوادونو په وړاندې د اسلامي امارت تګلاره روښانه ده او هغه دا چې د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي او دوی باید خپلو چارو خپله ته پام وکړي.
دغه راز د ایران حکومت هم څو ځلې په لسګونو افغان کډوال په دې هیواد کې په عامه مظاهرو کې د ګډون او په ګډوډيو کې د لاس لرلو په تور له هېواده شړلي دي.[v] له همدې امله د افغانستان او ایران د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د پرله پسې نښتو سربیره او همدارنګه د ایران د حکومت د مخالفو ډلو له خوا د ایران او افغانستان په سرحدي ولایتونو کې پر ځينو ایراني پوستو بریدونه شوي چې ورته مهال له ایران څخه ۳۲۸ زره افغان کډوال جبري شړل شوي، نو ويلای شو چې دا دواړه پېښې سره تړلي دي.[vi]
خراب اقتصادي وضعیت؛ بې له شکه هغه هیوادونه چې د افغان کډوالو د شړلو پالیسي یې غوره کړې، مناسب اقتصادي وضعیت نه لري. که څه هم په دغو هیوادونو کې د کډوالو شتون او د کډوالو سیستماتیک کمپونه کولای شي دغو هیوادونو ته د کډوالو د ملاتړ لپاره نړیواله همکاري راجلب کړي، خو د پاکستان په څېر د دغو هېوادونو د کورنیو اسعارو بې ساري کمښت چې د روان کال په اسد میاشت کې د ۱۳۷۷ ه ش کال د مرغومي له لومړۍ نېټې راهیسې د امریکايي ډالر پر وړاندې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت تر ټولو ډېر ټیټ شو.[vii] دا د دې لامل شوی چې دغه هیواد په سخت اقتصادي حالت کې دی، د پاکستاني رسنیو د وروستیو راپورونو له مخې، له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو له شړلو وروسته د افغان کارګرانو د شړلو له وجې د مسلکي کارګرو د کموالي په اړه شکایتونه خپاره شوي دي، خو د پاکستان سرپرست حکومت په دغه هیواد کې د خراب اقتصادي وضعیت په پلمه له افغان کډوالو څخه ناوړه ګټه پورته کړې او د دوی ایستل یې د نړۍ او افغان حکومت په وړاندې د فشار راوړلو لپاره د یوه انتخاب په توګه مطرح کړې ده.
همدارنګه یو شمېر ایرانیان په دې باور دي چې هیواد کې یی د کډوالو شتون د دوی کاری فرصتونه کم کړي دي او دوی د خپل هیواد په بد اقتصادي وضعیت کې په رول لوبولو تورنوي.
د بشري حقونو د سازمانونو نه پاملرنه؛ بايد يادونه وشي چې په دې برخه کې نړيوالو سازمانونو او د بشري حقونو مدافعينو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د مهاجرينو په زوره شړلو او د افغان مهاجرينو په وړاندې د کوربه هېوادونو نامناسب چلند ته کمه پاملرنه کړې او د افغان کډوالو لپاره یی د بهرنیو موسسو او حکومتونو سره هیڅ تړاو نه دي ورکړی او کوم جدی اقدامات یی ندي ترسره کړي.
په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو اوسنی وضعیت
په بهر کې د افغان کډوالو وضعیت په دوو برخو ویشل کیدی شي، یو هغه کسان دي چې د قانوني اسنادو سره بل هیواد ته داخلیږي او دوهم هغه کسان دي چې په غیر قانوني توګه نورو هیوادونو ته داخلیږي. بې له شکه زموږ د معلوماتو له مخې، ډیری هغه کسان چې په قانوني توګه د نورو هیوادونو ته ننوځي د اقتصادي ستونزو له امله درې یا شپږ میاشتې وروسته د خپل قانوني شتون اسناد، نشي نوي کولی. له بلې خوا، ډیري افغان کډوال هغه کسان دي چې په غیرقانوني توګه نورو هیوادونو ته ننوځي چې د کډوالو ترټولو زیان منونکې طبقه همدوی تشکیلوي. له همدې امله په عمومي توګه، دا ویل کیدی شي چې ټول هغه کډوال چې په غیرقانوني توګه کډوال شوي، دوی تل په وېره کې ژوند کوي کله چې د پردیو هېوادونو اړتیا لیدل کیږي، دوی ځوروي، زنداني کوي او یا یې تر شکنجې او توهین وروسته په زوره بیرته خپل هیواد ته ستنوي، چې ښکاره بېلګه یې د ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان، ايران او ترکيې څخه د کډوالو جبري اخراج دی چې د افغان مهاجرينو راتګ سږ کال تقريباً بې سارې دی. که څه هم د پاکستان حکومت د یوه پلان له مخې اعلان وکړ چې د اسنادو نه لرلو ټول کډوال چې شمېر یې ۱٫۷۳ میلیونه اټکل شوی دی، امر کړی چې د روان کال د نومبر تر میاشتې، چې د وروستیو راپورونو له مخې د نوي کال د فبرورۍ تر ۲۹مې پورې غځول شوی دی له دغه هېواده ووځي.[viii] د پاکستان کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت د قونسلګرۍ د راپور له مخې، د یوې اونۍ په ترڅ کې تر ۸۰۰ زیات افغان کډوال نیول شوي دي. دغه راز په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې د اسلامي امارت استازو هم د هغو کسانو نيول تاييد کړل چې قانوني اسناد لري او زياته يې کړه چې يو شمېر افغان کډوال په مرموز ډول د پاکستاني پوليسو له خوا تر نيول کېدو وروسته وژل شوي او ځينې يې شکنجه شوي دي.[ix] که څه هم هره ورځ له پاکستان څخه د پولو له لارې په سلګونو کډوال افغانستان ته داخلیږي، خو په وروستیو دوو میاشتو کې د پاکستان د موقت حکومت له خوا د اخراج شویو کډوالو شمېر شاوخوا ۵۰۰ زره ښودل شوی دی.[x]
همدارنګه، افغان اتباع د ایران په اسلامي جمهوریت کې د میشتو کډوالو ترټولو لویه کچه جوړوي او د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر ۴،۵ میلیونو ته رسېږي، خو د ایران دولتي چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر له ۵ میلیونو څخه تر ۶ میلیونو پورې دی. په هرصورت، د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ نیمایي کې له ایران څخه افغانستان ته د راشړل شويو کډوالو شمیر شاوخوا ۷۱۰ زره ثبت شوي چې له دې جملې څخه شاوخوا ۳۱۰ زره په زور اخراج شوي او ۴۰۰ زره یې په خپله خوښه راستانه شوي دي.[xi] بايد وويل شي چې په ايران کې افغان مهاجرين په فزيکي او روحي ځورونې او شکنجې ربړول شوي او سږ کال رسنيو په ايران کې د افغان مهاجرينو د ځورونې لسګونه پېښې ثبت کړي دي.
ترکیې هم د ۲۰۲۳ کال په لومړیو دریو میاشتو کې شاوخوا ۳ زره افغان کډوال په زوره ایستلي دي. تر دې مخکې په ۲۰۲۲ کال کې له ترکیې څخه د ایستل شویو کډوالو شمېر ۵۵ زرو ته رسېدلی و، چې د افغانستان د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې له ترکیې څخه ایستل شوي کډوال د دغه هېواد د پولیسو له خوا د وهلو ټکولو او نیول کېدو شکایت کړی و.
باید ووایو، چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل راهیسې، د دغه هېواد کډوال تل د ګاونډیو هېوادونو له خوا ځورول شوي او په زور ایستل شوي دي.
افغانستان ته له ستنیدو وروسته د کډوالو وضعیت
د کډوالۍ ځینې عوامل ښايي تر اوسه پورې په افغانستان کې پاتې وي. په بهر کې د افغان کډوالو خراب حالت او د افغان کډوالو په وړاندې د بهرنیو هیوادونو ناسم او نامناسب چلند هیواد ته د راستنیدو او پاتې کیدو سره نشي پرتله کیدی.
په تیرو دوو میاشتو کې له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو د ژوند د حالاتو څېړنه پراخو ساحوي څېړنو ته اړتيا لري، خو بیا هم کېدای شي دلته ورته يو څه لنډه اشاره وکړو:
په تیرو دوو میاشتو کې له نیم ميلیون څخه ډیر کډوال په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شوي، چې ځینې یې له څلویښتو کلونو راهیسې هلته اوسیدل، دوی له خپلو ماشومانو او کورنیو سره بې له کوم اسانتیاوو او یا خورا محدودو اسانتیاوو سره راستانه شوي دي.د راپورونو له مخې د کډوالو د ډله ییز اخراج، په لومړیو لسو یا پنځلسو ورځو کې کډوال د ډیورنډ پر کرښه ډیر خراب حالت درلود. تر دې چې ویل کیږي کورنیو خپل ماشومان ورک کړی وو او کډوالو هیڅ ډول لومړني اسانتیاوو ته لاسرسی نه لاره،[xii] خو اوس د اسلامي امارت، د کورنیو او بهرنیو خیریه مؤسسو او بنسټونو د زیار په پایله کې په کمپونو کې د میشت کډوالو حالت عادی شوی دی. تر دې دمه د کډوالو د ځینو اړتیاوو لکه خیمو، کمپلو، کالیو او خوراکي توکو په پاخه یا خام شکل کې د پوره کولو هڅې شوي او په یو شمیر کډوالو ځمکې ویشل شوي دي، خو د ژمي سړې هوا ته په پام سره د عيني شاهدانو د څرګندونو له مخې، کډوالو ته د لا جدي همکارۍ اړتيا احساسيږي، ځکه چې د مهاجرو لپاره یوازې د ژمي په جامو کې ژوند کول ستونزمن دي چې په خیمو کې د کمپلې لاندې ژمی تیر کړي حصوصا هغه کډوال چې له لسو کلونو څخه زیات یې له خپلو کورنیو سره له هیواده بهر تېر کړي.[xiii] ځینې یې هیواد کې استوګنځي نلري، نو د اسلامي امارت حکومت ته پکار ده چې دغه ډول وګړو ته د کور په جوړولو کې فکر وکړي او په اړه یی د کورنیو او بهرنیو موسسو همکاري جلب کړي او د دوی لپاره د اوسیدو مناسب ځای پیدا کړی. د دې موضوع په پای کې دې پایلې ته رسیږو چې په افغانستان کې له بهر څخه د راستنیدونکو کډوالو وضعیت ممکن په پیل کې له ځینو ننګونو سره مخ وي، اسلامي امارت او خیریه او مرستندویه موسسې باید خپلې ډېرې هلې ځلې وکړي او د دوی لپاره همکارۍ جذب کړی.
د کډوالو په اړه د اسلامي امارت پاليسي
ظاهراً د اسلامي امارت پالیسي له افغان کډوالو په اړه نرمه ده، د کار له پیل څخه تر اوسه یې تل له هیوادوالو غوښتي چې له هیواده ونه وځي او په بهر کې میشتو افغانانو ته یې هم هیواد ته د بیرته راستنېدو غوښتنه کړې ده. [xiv] له بلې خوا اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت او نورو اړوندو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه کړې چې د راستنیدونکو سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. له بلې خوا د اسلامي امارت چارواکو ګاونډیو هیوادونو ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې د هغو هیوادونو له چارواکو سره د کډوالو د وضعیت په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې افغان کډوال د دغو هیوادونو په ستونزو او بې ثباتۍ کې لاس نه لري او له ګاونډیو هېوادونو یې وغوښتل چې له افغان کډوالو سره سم چلند وکړي.
خو له افغان کډوالو سره د سم چلند په اړه د اسلامي امارت له پرله پسې غوښتنو سره سره ګاونډیو هیوادونو د افغان کډوالو په زور اخراج او ځورولو پیل وکړ. په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت د ځينو افغان کډوالو ټول ملکیتونه ضبط کړي او له پنځوس زره افغانیو څخه د زیاتو پیسو د انتقال اجازه یې هم ورنه کړه، خو په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیاځلې واکمنېدو وروسته له هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.[xv] چې سږ کال د افغان کډوالو اخراج، وهل ټکول او نیول د هیواد په تاریخ کې یو بی ساری ریکارډ او له افغان کډوالو سره د بد تعامل په توګه ګڼل کیدای شي.
دا چې دا مهال افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ دی او هېواد ته د کډوالو راستنېدل بې ساري دي، اسلامي امارت له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د را ستنېدونکو کډوالو په برخه کې له هېڅ ډول همکارۍ څخه ډډه نه ده کړې. د هغو راپورونو له مخې چې مونږ تر لاسه کړي، د اسلامي امارت او خیریه بنسټونو له لوري له کډوالو سره په بېلابېلو برخو کې د خوراکي توکو، جامو او نورو برخو کې مرستې شوي او همدارنګه د کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه په بېلابېلو چارو کې د مرستې په موخه کمیټې جوړې شوي دي. لکه د اهل کار خلکو لپاره د کار موندنې کمیټه، دوی ته د خدماتو چمتو کولو کمېټه او د نورو اړتیاو د پوره کولو لپاره کميټې جوړې شوی دي. بې له شکه چې دا کار د کډوالو په برخه کې مثبت ارزول کیږي او له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه را ایستل شویو کډوالو ستونزو ته د اسلامي امارت رسیدنه او هغوی ته استقبال یو غوره عمل بلل کیدای شي.
پایله
ممکن د کډوالو سره د همکاری یا هیواد ته د بیرته راستېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسیدنې څخه، ترټولو مهم پام باید په یو هیواد کې د کډوالۍ عوامل لرې کول وي. که څه هم په افغانستان کې هر نظام چې واک ته رسېدلې د کډوالو او کډوالۍ په وړاندې یی نرمه تګلاره غوره کړي، خو اکثره یې د مهاجرت د عواملو د له منځه وړلو او د دغه هیواد د اتباعو د راستنیدو لپاره د زمینې په برابرولو کې پاتې راغلي دي.
خو د پورتنیو مواردو په نظر کې نیولو سره اسلامي امارت د کډوالو په چارو کې د خپلې پالیسۍ په پلي کولو کې جدي ښکاري. له همدې امله هیله ده چې اسلامي امارت دا تګلاره پلی کړي او په هیواد کې د مهاجرت ټول عوامل له منځه یوسي او د کډوالو د راستنیدو لپاره زمینه برابره کړي.
وړاندېرونه
پورتنیو ستونزو ته په کتو، د بشري ناورین د مخنیوي او له اوسني بحراني حالت څخه د افغانانو د ژغورلو په موخه په بهرني او داخلي سطحه لاندې وړاندیزونه کوو:
بهرني
- د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ترینګلو سیاسي اړیکو له امله باید له افغان کډوالو څخه د سیمې د هیوادونو له خوا د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار وانخیستل شي، کډوال باید په زوره ایستل، وهل او یا توقیف نه شي.
- که څه هم جګړه او ناامني چې بهر ته د افغانانو د کډوالۍ اصلي لاملونه بلل کېږي، چې اوس حالت د ښه کېدو په حال کې دي، خو د بې وزلۍ او بېکارۍ په څېر ګڼې نورې ستونزې هم شته چې د افغانانو د کډوالۍ لامل ګرځي، نو په کار ده چې ګاونډي هیوادونه د افغان کډوالو د زغملو په اړه په خپلو سیاستونو او پالیسیو کې له سره کتنه وکړي.
- د ګاونډیو هیوادونو له خوا د افغان کډوالو جبري شړل، د هغوی ځورول او نیول د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو ښې اړیکي له خطر سره مخامخ کوي، د ملتونو تر منځ د نا امیدۍ احساس زیاتوي او په پایله کې یې پر ډیپلوماتیکو اړیکو اغیز کوي.
- ګاونډي هیوادونه باید کډوالو ته د مهاجرت کارتونو په ورکولو کې سخت نه وي. ځکه د پاکستان په څېر په ځینو هېوادونو کې له څلوېښتو کلونو تېرولو وروسته، یو شمېر کډوال د دغه هېواد د پولیسو له ناسم چلند سره مخ شول او په زوره وویستل شول.
- د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ته په کار ده چې په هیوادونو کې د افغان کډوالو د جبري اخراج او ځورونې په اړه د عملي کړنو سره خپل رول ولوبوي.
داخلي
- د افغانستان دولت باید هڅه وکړي چې په بهر کې میشتو افغان کډوالو ته د راستنیدو زمینه برابره کړي تر څو هغوی هیواد ته راستانه شي او د هیواد د آبادۍ او د خپلې سوکالۍ لپاره کار وکړي.
- د اسلامي امارت مسؤلین دې د کډوالو چارو ته د رسیدو په موخه په هیواد کې د ملي او بین المللي همکارۍ د جلبولو او د کډوالو په چارو کې د امارت د پالیسي په پلي کولو کې هلې ځلې وکړي، تر څو د کډوالو ټولې اړتیاوې پوره شي.
- د افغانستان اسلامي امارت باید هڅه وکړي چې د خیریه بنسټونو او مرستندویه موسسو ترمنځ لا زیاته همغږي رامنځته کړي، تر څو په ټول هیواد کې د کډوالو ستونزو ته د اړتیا په وخت کې رسیدګي وکړي.
- اسلامي امارت ته لازمه ده چې د خیریه موسسو او نورو هغو مؤسساتو لپاره چې مرستندویه فعالیتونه لري، لا زیاتې مناسبې زمینې برابرې کړي، تر څو هغوی هم د کډوالو په چارو کې د زیاتو ملي او نړیوالو مرستو د جلبولو هڅې وکړي.
- د افغانستان حکومت هم مسولیت لری چې د مهاجرت په قانونی پروسه کې اسانتیاوي تېزې کړي او د هغو افغانانو لپاره چې غواړي هجرت وکړي د پاسپورټونو د ویش پروسه چټکه کړی. پای
[i]. وزارت امور خارجه، (۱۴۰۲)، ژورنال مطالعات استراتیژیک، شماره مسلسل: ۵۸، ص ۸، کابل، افغانستان.
[ii] . وزارت امور خارجه، (۱۴۰۲)، ژورنال مطالعات استراتیژیک، شماره مسلسل: ۵۸، ص ۱۰، کابل، افغانستان.
[iii] . وزیر داخله پاکستان؛ ویدئو: https://www.youtube.com/watch?v=8TalfGmZfQk
[iv] . طلوع نیوز: رد ادعای اداره مبارزه … ۳ جدی ۱۴۰۲ ه.ش؛ لینک: https://tolonews.com/fa/afghanistan-186643
[v] . رادیو آزادی: ایران دهها پناهجوی افغان… ۱۴ عقرب ۱۴۰۲ ه.ش؛ لینک: https://da.azadiradio.com/a/32109464.html
[vi] . :DW گزرش: ایران در ۱۰ روز…، ۶ عقرب ۱۴۰۲ ه.ش؛ لینک:
[vii] . BBC: چرا پاکستان تصمیم گرفت پناهجویان…، ۹ عقرب ۱۴۰۲ ه.ش؛ لینک:
https://www.bbc.com/persian/afghanistan-67273023
[viii] . :Pars Today (1402)، سازمان ملل؛ اوضاع در افغانستان؛ لینک:
[ix] طلوع نیوز: (۱۴۰۲)، بازداشت بیش از…؛ لینک: https://tolonews.com/fa/afghanistan-185152
[x] . پژواک: روز جهانی مهاجرین؛ پاکستان در …، ۲۸ عقرب سال ۲۰۲۴ ه.ش؛ لینک:
[xi] . رزگار سلیمی، آخرین آمار مهاجرت از افغانستان به ایران، ۲۹ سنبله ۱۴۰۲ ه.ش؛ لینک:
[xii] . حضرت نبی نبی زاده، مسؤول نهاد خیریه نجم در ولایت ننگرهار و کمپ مهاجرین اخراج شده از سوی پاکستان.
[xiii] . عبدالفتاح جواد، مسؤول عمومی نهاد خیریه احساس، یکتن از شاهدان عینی از وضعیت مهاجرین.
[xiv] . امارت اسلامی افغانستان؛ اعلامیه امارت اسلامی در رابطه…، ۹ غقرب سال ۱۴۰۲ ه، ش، لینک:
https://www.alemarahdari.af/announcement/
[xv] . تابناک: تخریب خانه های مهاجران افغان، ۸ قوس سال ۱۴۰۲ ه.ش؛ لینک: