احمدضیاء رحیمزی
له نن څخه نهه میاشتې وړاندې د روان زېږدیزکال د فبرورۍ په میاشت کې هم د لندن په یوه کلیواله سیمه کې د همدې درې اړخېزې ناستې درېیم پړاو په داسې وخت کې ترسره شوی و چې د پاکستان د ولسمشرۍ چارې د دې هېواد د خلکو ګوند اړوند یوه نامتو سرمایه دار آصف علي زرداري په غاړه درلودې، هغه مهال د بریتانیا لومړي وزیر ډېوېد کامرون د درېیمې ناستې په پای کې ویلي و چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به افغانستان او پاکستان دواړه دسولې او پخلاینې یوې عملې پایلې ته د رسېدو په موخه ،عملي ګامونه اخلي.
خو دا دی د شپږو میاشتو پرځای له هغه مودې څخه آن نهه میاشتې تېرې شوې او دا دی د دې لړۍ څلورمه ناسته هم په داسې حال کې جوړه شوه چې د آصف علي زرداري پرځای د دې هېواد نوی ټاکل شوې لومړی وزیر ښاغلي نواز شریف پکې ګډون درلود،د هغه درېیمې درې اړخېزې ناستې د پایلو د عملي کېدو کومه نښه نښانه ، نه تر سترګو کېږي.
که څه هم آن هماغه نهه میاشتې وړاندې هم چې کله ډېوېډ کامرون د افغانستان او پاکستان له ولسمشرانو سره د درې اړخېزې ناستې له ترسره کولو وروسته څرګنده کړه چې حامد کرزی او آصف زرداري د افغانستان او پاکستان د ګډې پولې په دواړو خواوو کې د سولې او ثبات د ټېنګښت په موخه په خبرو اترو کې د سیمه ییزې همکارۍ یوې نوې کچې ته رسېدلي، او په تېره بیا چې د درېمې ناستې د پای په رسمي خپره شوې بیان کې وویل شول چې ټولو اړونده لوریو ژمنه وکړه چې د سولې د یوه تړون لپاره به په شپږو میاشتو کې زمینه برابروي او ددې لپاره به ټول لازم ګامونه اوچتوي، د سولې په اړه دواړو ګاونډيو هېوادو د مشرانو او حاکمانو (افغانستان اوپاکستان) د بشپړې بې باورۍ سره سره بیا هم دا تمه پیدا شوه چې کېدای شي داځل د دواړو هېوادو تر منځ د تاو تریخ والی فضا لږ را ښه شي او نور د جګړې په اور کې سوي دواړه مظلوم ولسونه لږ د آرام ساه واخلي، خو متاسفانه چې کله دواړه ولسمشران خپلوخپلو پلازمېنو ته ولاړل، بیا یې په لندن کې د ډېوېډ کامرون په وړاندې ټولې کړې ژمنې هېرې کړې، او دسولې په اړه یې د بېړنیو کړنو هغه ژمنې چې هلته یې کړې وې، له یاده واېستې.
ولسمشر حامد کرزي او ورسره ټېم یې د درېمې درې اړخېزې ناستې تر راستنېدو وروسته پر اسلام آباد تور ولګاوه چې ددې هېواد په زندانونو کې د بندي طالبانو په خلاصون سره د افغان سولې له بهیر سره مرسته نه کوي او اسلام آباد هم دپخوا په څېر په افغانستان کې دخپل ازلي رقیب هند له مخ په پراخېدونکې ونډې څخه سر ټکاوه او د کابل چارواکې یې پدې تورنول چې د پاکستان په نسبت هند ته ډېره پاملرنه کوي.
اوس چې د دې لړۍ دڅلورمې ناستې له پای ته رسېدو هم شا اوخوا یوه اونۍ تېره شوې ده، داسې نه ښکاري چې کابل ، اسلام آباد یا لندن دې وغواړي په رښتیا هم د افغان سولې له واقعي بهیر سره کومه مرسته وکړي، لکه څه ډول چې د درې اړخېزو ناستو دلړۍ آجنډا ګونګه او مبهمه وي او د څلور ځلو ناستو وروسته هم افغان ولس پر دې پوه نه شو چې پدې ناستو او جرګو کې څه وویل شول او چا د سولې لپاره کومه حقیقي ژمنه وکړه ،دا هم نده څرګنده چې ګاونډیان او په تېره پاکستان په افغانستان کې د سولې راوستلو بهیر لا اوس هم دخپلو اوسنیو مسلم لیګي چارواکو په اعتراف دخپلو ګټو او ستراتېژیکو ژورتیاوو له زاویې ګوري، او که نه پدې اړه یې سوچ بدل شوی دی؟
بل خوا دکابل چارواکي له تېرې اوږدې مودې را پدیخوا د سولې پروسه په پاکستان کې د بندي طالب مشرانو په تېره بیا د ملابرادر له خوشي کېدو سره تړلې ښکاروي، چې د هېوادروان وضعیت، آن په خپله د طالبانو څرګندونې او د با خبره سیاسي شنونکو شننې، بیا د افغان حکومت ددې درېځ تر شا د کومې بلې پټې لوبې اومعاملې خبر داری ورکوي، چې که د څلورمې درې اړخېزې ناستې لاس ته راوړنه هم ( د هغه څه تر مخه چې رسنیو ته رسېدلې ) یوازې د ملابرادر سره دلېدنې او له هغه سره دخبرو اترو لپاره د افغان سولې شورا د یوه پلاوي له ورتګ سره د اسلام آباد د چارواکو موافقه وي، نو لا ښه څرګنده ده چې په دغه درې اړخېزو او څلور اړخېزو غونډ اوناستو کې څه ویل کېږي اوپایلې یې په څه ډول را برسېره کېږي.