لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
• د بریښنا د سرچینو سم مدیریت؛ د خلکو د اړتیاوو له پوره کولو څخه تر اقتصادي ودې پورې
• سریزه
• په افغانستان کې د بریښنا د تولید سرچینې
• د هیواد د اقتصاد په وده کې د بریښنايي انرژۍ اهمیت
• په هېواد کې د برېښنا د نشتوالی بحران به څنګه پای ومومي؟
• پایله
• مأخذونه
___________________________________________________________________
سریزه
افغانستان چې د انرژۍ د تولید پراخې سرچینې لري، لا هم پر وارداتي برېښنا تکیه کوي. ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران هغه څلور هېوادونه دي چې د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه برېښنا اړتیاوې پوره کوي. په افغانستان کې حکومتونه د انرژۍ له پراخو سرچینو سره سره نه دي توانیدلي چې خپلو اتباعو ته دوامداره بریښنا برابره کړي. د داسې ستونزې په شتون کې؛ له یوې خوا د هیواد اقتصادي دوره ورو شوې او وخت په وخت په بشپړه توګه ودریږي. او له بلې خوا د پلازمېنې ډېری ښاریان په ځانګړې توګه هغه کسان چې د بې وزلۍ او بېکارۍ له ستونزې سره مخ دي، له نورو سرچینو څخه د برېښنا د نه ترلاسه کولو له امله خپل وخت په تیاره کې تېروي.که څه هم په افغانستان کې د برېښنا د نشتوالي ستونزه کومه نوې ننګونه نه ده او له کلونو راهیسې د بې غورۍ او ناسم مدیریت له امله له یوه حکومت څخه بل حکومت ته لېږدول کېږي، خو هیله وه چې د اشغال په پای ته رسېدو او په افغانستان کې د اسلامي امارت په جوړېدو سره به دا ستونزه حل شي. لیکن له څه باندې یو نیم کال له تیریدو وروسته دا ستونزه په ډیرو مواردو کې لا زیاته شوه.
څرنګه چې دوه اونۍ وړاندې رسنیو راپور ورکړ، چې په ټول هېواد کې د برېښنا د پرچاوۍ له امله د ۱۲۰۰ صنعتي شرکتونو فعالیت ځنډول شوی دی. په داسې حال کې چې موږ ټول پوهیږو چې لویې او وړې صنعتي فابریکې او تولیدي شرکتونه ټول د برښنا پر بنسټ ولاړ دي او څرخي.
په دې لیکنه کې په افغانستان کې د برېښنا د تولید سرچینې، د هېواد د اقتصاد په وده کې د برېښنا ارزښت او په هېواد کې له برېښنا د نشتوالی بحران د پای ته رسولو څرنګوالی هغه موضوعات دي چې تر بحث لاندې نیول کېږي.
په افغانستان کې د بریښنا د تولید سرچینې
افغانستان د هغه بډايه هیوادونو له ډلې دی چې د انرژۍ د لویو سرچينو لرونکي له دي. ځکه دغه هېواد چې له يوې خوا د اوبو د زياتو زېرمو په درلودلو سره د اوبو د بندونو د جوړولو ستر ظرفيت لري او له بلې خوا د هېواد د غرونو په زړه کې پټې زېرمې د انرژۍ د توليد يوه بډايه سرچينه ګڼل کېږي. افغانستان په سیمه کې د اوبو له اړخه یو بډایه هیواد دی.خو د شمېرو پر بنسټ، هر کال د دغه هېواد شاوخوا ۷۵ سلنه بهېدونکي اوبه نورو ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي. د اقلیم پوهانو لخوا د ترسره شویو څیړنو له نظره، په نړۍ کې د تازه اوبو د نړیوال نرخ له مخې د دغو اوبو ارزښت ۵۰ ملیارد امریکایي ډالر اټکل شوی. که څه هم افغانستان تر اوسه د اوبو حق نه دی ترلاسه کړی. خو که دا اوبه په سمه او عادلانه توګه مدیریت شي، د اوبو له دغو حقونو د ملي حاکمیت د اصولو او قانوني اړتیا په پام کې نیولو سره، د انرژۍ د تولید بندونه جوړ شي، دا کولی شي په هیواد کې د بریښنا اړتیاوې پوره کړي.
همدارنګه په نړۍ کې د بریښنا د تولید لپاره د ډبرو سکرو، یورانیمو، تیلو او ګازو کارول یوه عامه خبره ده. خو په افغانستان کې د دغو منابعو یوه لویه برخه بې ګټې پاتې ده او بله برخه یې اکثراً په غیر مسلکي ډول استخراج او تور بازار ته وړاندې کېږي او یا هم ګاونډیو هېوادونو ته په ټیټه بیه صادرېږي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا د خپاره شوي راپور له مخې، د دغه هېواد د انرژۍ د تولید احتمالي ظرفیت ۲۴ زره میګاواټه دی؛له دې جملې څخه ۲۳ زره یې د اوبو له سرچینو، شاوخوا (۵۱۴-۵۲۴) میګاواټه د سکرو څخه، شاوخوا (۳۵۰-۵۰۰) میګاواټه له طبیعي ګازو او په دې وروستیو کې شاوخوا (۱۲۵-۳۰۰) میګاواټه له خامو تیلو څخه دي. همدارنګه د نوي کیدونکي انرژۍ د نړیوال مرکز د شمېرو له مخې افغانستان په کال کې شاوخوا ۳۰۰ لمریزې ورځې لري، چې په هر لس متر مربع کې یو کیلو واټ لمریزه انرژي تولید کړۍ. دغه راز د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې مونسوني او موسمي بادونه د بادي برېښنا د تولید په برخه کې فرصت برابروي. خو داسې نور راپورونه هم شته چې افغانستان د لمریزې برېښنا له سرچینو څخه د ۲۰۰ زره میګاواټه او د باد له سرچینو څخه د ۶۸ زره مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
له بده مرغه افغانستان په سیمه کې د برښنا له ټولو سترو او پراخو سرچینو سره سره، له ډیرې مودې راهیسې په وارداتي بریښنا تکیه کوي او شاوخوا شل سلنه بریښنا له کورنیو سرچینو تولیدوي. او پاتې (۸۰٪) یې له ګاونډیو هېوادونو لکه تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردېږي.
د هیواد د اقتصاد په وده کې د بریښنايي انرژۍ اهمیت
بریښنا په معاصره نړۍ کې د بل هر مصرفي توکي په پرتله خورا مهم عنصر دی، ځکه چې د صنعتي فابریکو له تولید څخه نیولې تر اطلاعاتو، سوداګریزو فعالیتونو، امنیتي دندو او نورو اقتصادي او اداري فعالیتونو د هر څه بنسټ په بریښنایي انرژي ولاړ دی. نو د هر هیواد د اقتصادي دورې جوړښت د هغه هیواد د بریښنا په تولید پورې اړه لري.کله چې بریښنا ډیره او ارزانه وي، د فابریکو په جوړولو کې پانګونه به وده ومومي. همدارنګه زیاتې فابریکې به فعالیت کوي او دې سره به تولید زیاتېږي. که له یوې خوا د زیاتو تولیدي فابریکو شتون د کورنیو تولیداتو ظرفیت لوړوي او د هېواد اقتصادي وده هڅوي، له خوا د بشري منابعو زیاته ګټه اخلي او دغه فابریکې کاري فرصتونه رامنځته کوي. له دې کار سره په هېواد کې د بېکارۍ ګراف را ټيټېږي او د خلکو ترمنځ د پراخې بې وزلۍ ستونزه کمېږي. نو لکه څنګه چې د بریښنا د نشتوالي ستونزه د فابریکو او سوداګریزو فعالیتونو د بندیدو لامل کیږي، ورته لاسرسی هم د هیواد د اقتصاد په وده او پرمختګ کې مهم رول لوبوي.
خو سره له دې چې افغانستان د بريښنا انرژۍ ډېرې سرچينې لري، نه يوازې دا چې له دغو سرچينو کار نه اخلي؛ لا هر کال سلګونه زره متر مکعب اوبه چې د میلیونونو ډالرو معادل دي ګاونډیو هېوادونو ته په وړیا ډول بهېږي.په داسې حال کې چې له دغو هېوادونو څخه د وارداتي برېښنايي انرژی په پېرلو باندې شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالره لګوي. که دا پیسې چې هر کال هېواد ته د بریښنا د پیرودلو لپاره مصرفیږي په بل سکتور کې ولګول شي، دا به د دولت لپاره د عاید لویه سرچینه وی. همدارنګه که په افغانستان کې د برښنا انرژۍ سرچینې په سمه توګه مدیریت شي، نه یوازې دا چې له ګاونډیانو څخه د برېښنا د پېرلو لپاره به هر کال د میلیونونو ډالرو له لګولو مخنیوی وشي، بلکې د برېښنا د تولید له توربینونو څخه ترلاسه شوې پیسو څخه به د هېوادوالو د لګښتونو او په ځانګړې توګه کورنیو پانګونو کې ګټه واخستل شی او ګاونډیو هیوادونو ته به په مناسبه بیه اضافي بریښنا صادروي.
په هر صورت د برېښنا نشتوالی نه یوازې دا چې د صنعتکارانو او سوداګرو کارونه سستوي، بلکې فقر او بېکاري هم ورسره زیاتېږي او لکه څنګه چې په نننۍ دنیا کې د بریښایی انرژی په برخه کې په ځان بساينه د حکومتدارۍ یو مهم اصل ګڼل کېږي، نو ځکه بریښایی انرژي د خپل ځانګړی ارزښت له نظره په هېواد کې د اقتصادي ودې، پرمختګ او په پایله کې د اقتصادي ځان بساينې او هم په هېواد کې د سیاسي ثبات مهم لامل ګڼل کېږي.
په هېواد کې د برېښنا د نشتوالی بحران به څنګه پای ومومي؟
که څه هم د افغانستان په ځینو اوبو حوزو کې، په تېره بیا له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره د سرحدي اوبو په اړه، لا هم ځینې ستونزې ناحل شوې پرتې دي. او د دغه هیواد په سیاسي او امنیتي بې ثباتۍ کې د ځینو دغو هیوادونو د لاس وهنې په اړه هم څه کتنې موجودی دي. د اوبو د بحران مسئله په ټولو حکومتونو او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د جمهوري ریاست د شل کلنې واکمنۍ پر مهال یوه نه حل کېدونکې مسله وه، ځکه یو شمېر شنونکي د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ سیاسي ستونزې د اوبو پر سرچینو پورې تړلې ګڼي. د افغانستان حکومت ته پکار ده چې له ګاونډیو هېوادونو سره د یوې سمې پالیسي له لارې خبرې اترې وکړي، څو له دغو هېوادونو سره د افغانستان د اوبو د حقونو ستونزه حل شي او حکومت پرېنږدي چې افغان ولس له دې زيات له بې برقۍ څخه زیانمن شي.
په بل ګام کې د افغانستان د داخلي پرمختګ او ودې لپاره له سترو طبیعي زیرمو څخه استفاده اړينه ده او ددې استفادې لپاره د ټولنې د مختلفو طبقو ترمنځ د ملي روحیې رامنځته کول اړین دي. بې له شکه د برښنا په برخه کې د ځان بساينۍ لپاره د خلکو ترمنځ د ملي روحيې رامنځ ته کول شاید په لومړي سر کې ننګونې ولري، خو په نږدې راتلونکي کې به په ټولنه کې مثبت او بنسټيز بدلون راولي او په دې سره به دا روحيه نوره هم پیاوړي شي. په دې برخه کې یو له مهمو ګامونو څخه شاید د هیواد په سیندونو کې د اوبو د لویو بندونو لکه د نغلو بند، کجکي سلما او داسې نورو په جوړولو کې د دولت پانګونه وي. ځکه د هېواد په بېلابېلو زونونو کې د لویو بندونو په جوړېدو سره به ښايي په افغانستان کې د برېښنا د نشتوالي ډېرې ستونزې هوارې شي.
همدارنګه د خصوصي سکټور له خوا په داوطلبانه توګه د انرژۍ د تولید لپاره د چارو اسانتیا شاید یو له نورو فرصتونو څخه وي چې په هیواد کې د بیلابیلو سرچینو څخه د تولید،کیفیت او کچې لوړولو لپاره هڅې اسانه کړي. له یوې خوا به د یوه مشخص شرکت (د افغانستان د بریښنا شرکت) له انحصار څخه د خدمتونو وړاندې کول له بلې خوا د برېښنا د تولید په برخه کې د همکارۍ او همغږۍ فرصتونه برابروي. له بلې خوا تمه ده چې د انرژۍ د سکتور، پالیسۍ او ستراتیژۍ به بډایه شي. په همدې توګه د حکومت له خوا د بهرنیو پانګوالو جلب او جذب یو بل بل زرین فرصت دی چې کولی شي هېواد د برېښنا په برخه کې پر ځان بسیا کړي. په دې وروستیو کې رسنیو، په افغانستان کې پانګونې ته د چینایي پانګوالو د لېوالتیا خبر ورکړل دی، خو په پلازمینه کې پر دیپلوماتیکو ځایونو وروستي بریدونه په ځانګړې توګه د کابل نوي ښار په (لوگن) هوټل کې د چینایانو پر استوګنځي برید چې شاوخوا ۳۵ چینایي پانګوال په دغه هوټل کې موجود وو، د دې لامل شول چې بهرني اتباع د امنیت له پلوه له ګواښ سره مخ شي. په همدې حال کې چین له افغانستانه خپل اتباع ایستلي او اوس د پانګونې تړونونه پر ژبه او یا هم دکاغذ پر مخ پاتې دي.
پایله
له پورته مطالبو څخه دا جوته شوه چې افغانستان د انرژۍ د تولید په برخه کې پراخې طبیعي سرچینې او ځانګړي فرصتونه لري. خو د برېښنا د تولید په برخه کې د خدمتونو په وړاندې کولو کې پاتې راغلی او د ګڼو لاملونو لکه ناسم مدیریت، ناامنۍ، سرحدي ستونزو او داسې نورو له امله نه دی توانېدلی چې له کورنیو سرچینو څخه د اړتیا وړ برېښنا برابره کړي. له همدې امله افغانستان د برښنا په برخه کې په بهرنیو سرچینو تکیه کوي او تل په تیارو کې وی. نو د ددې په اساس موږ د برېښنا نشتوالي د ستونزې د حل لپاره، لاندې وړاندیزونه کوو:
• د هېواد د اوبو له سرچینو څخه د استفادې په موخه افغان حکومت باید د نړیوالو حقوقي تړونونو په رڼا کې له ګاونډیانو سره د اوبو د حقونو په اړه خبرې اترې وکړي، څو د اوبو د ذخيروي بندونو د پانګونې په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته شي.
• په دې برخه کې یو له مهمو کړنو څخه په هیواد کې د اوبو د مدیریت په اړه د قوانینو او پالیسیو چمتو کول او ترتیبول دي، چې باید د حکومت د کار په سر کې وي.
• زموږ هېواد د ډبرو سکرو له سترو کانونو څخه برخمن دی، خو له بده مرغه چې په غير مسلکي ډول استخراجېږي او تور بازار ته عرضه کېږي او يا هم په کمه بيه ګاونډيو هېوادونو ته صادرېږي. دا به ښه وي چې له دې ډبرو سکرو څخه په ښه توګه، هېواد کې د برېښنا د تولید لپاره کار واخیستل شي.
• افغانستان د لمر او باد د منابعو له پلوه هم ښه فرصتونه لري. په دغو مواردو کې پانګونې ته پاملرنه هم په ټول هېواد کې د برېښنا پر تولید او ویش مثبت او د پام وړ اغېز لرلی شي. ځکه د دغو دوو طبیعي سرچینو ظرفیت شاوخوا ۲۶۸ زره میګاواټه برېښنا اټکل شوی دی.
• د برښنا په تولید کې د ځان بساینې نشتوالی زموږ په هیواد کې د حکومتونو او خلکو لپاره دوامداره ننګونه ده. له همدې امله حکومت ته پکار ده چې په دې برخه کې د بهرنیو پانګوالو د جلب او جذب او یا هم د کورنیو پانګوالو د پانګونې د اسانتیاوو په برابرولو سره لا ډېر جدي اقدامات وکړي.ځکه چې له یوې خوا له کورنیو سرچینو څخه د برښنا انرژۍ تولید، په هېواد کې دننه د لازیاتې پانګونې اسانتیاوې برابروي او له بلې خوا د کورنیو تولیداتو کچه هم لوړوي. له بلې خوا دا د اقتصادي ودې بنسټ ګرځېدلی شي، د بې وزلۍ او بېکارۍ ستونزه ختموي او هم زموږ خلک د ګاونډیو هېوادونو له انحصاره خلاصوي.
پای
مأخذونه:
۱٫ https://www.afintl.com/202212153620
۲٫ https://8am.media/water-crisis-in-afghanistan/
۳٫ https://fa.wikipedia.org/wiki/%D8%AA%D9%86%D8%B8%DB%8C%D9%85_%D9%85%D9%86%D8%A7%D8%A8%D8%B9_%D8%A2%D8%A8_%D8%AF%D8%B1_%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86
۴٫ https://pajhwok.com/fa/opinion/a-look-at-afghanistans-energy-sector-challenges-and-solutions/
۵٫ https://studylib.net/doc/25513810/afghanistan-fussel-fuel-%D8%B0%D8%AE%D8%A7%DB%8C%D8%B1-