دوه اړخیزو همکاریو په پار هوکړه لیک لاسلیک شو

د ستراتېژيکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز او د التقوی د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر بنیاد د CSRS رئیس ښاغلي نصیر احمد نویدي او د یادې مؤسسې رئیس ښاغلي عبداللطیف مل لخوا هوکړه لیک لاسلیک شو.  پر همدې مناسبت جوړې شوې ناسته کې د CSRS رئیس ښاغلي نصیر احمد نویدي د مرکز په څېړنیزو کارونو او فعالیتونو لنډه رڼا واچوله. له هغې وروسته د التقوی لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي عبداللطیف مل د CSRS فعالیتونو په اړه خوښي وښوده او هېواد د اوسني بحران څخه ویستلو په برخه کې یې د څېړنې او تحقیق په رول ارزښتناکې خبرې وکړې. دواړو لوریو د شته امکاناتو په لړ کې د تحقیق او څېړنې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په پار د هر ډول همکاریو ژمنې ترسره کړې. په دغه ناسته کې د دواړو لوریو مشرتابه پرته د التقوی پوهتون د بهرنیو اړیکو مسؤل اختر جان عاطف، د تضمین کیفیت آمر نقیب الله مطمئن او د CSRS اجرايي مدیر امان الله تاند هم ګډون کړی وو.

دوه اړخیزو همکاریو په پار هوکړه لیک لاسلیک شو

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top