احمد ضیاء رحیمزی – ژورنالیـست او شـناند
له کابله خپرېدونکې هشت صبح ورځپاڼې د تېرې اونۍ په وروستیو کې په افغانستان کې د کمونيستانو په لاس د یوې ډلهييزې وژنې ليسټ خپور کړ، چې ښکاروي، په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ لمریزو کلونو کې د وخت د کمونیستي نظام د جاسوسي ادارې ” اگسا” له لورې، چې وروسته د”خاد” په نامه بدله شوه، د پنځه زره تنو افغانانو، چې ډېری یې د پوهنتون استادان، محصلین، دیني عالمان، کارګر او بزګران وو پر وژنې شاهدي ورکوي.
د ورځپاڼې د راپور په زړه پورې برخه دا ده، چې د هالنډ هېواد چارواکیو د خلقیانو د واکمنۍ په ترڅ کې د”امانالله.ع”په نامه د اګسا د بدنامې جاسوسۍ ادارې د یوه چارواکي د دوسیې د څېړلو پر وخت د پنځه زرو بې ګناه افغانانو د بې رحمانه وژنې دغه اسنادو ته لاسرسی موندلی دی، چې په افغانستان کې د خلقیانو او پرچمیانو د مزدورې واکمنۍ په موده کې، د دې بې حیثیته مزدورانو او د هغوی د سرو وحشي بادارانو د جنایت او وحشت د تاریخ یوه وړه څنډه په ډاګه کوي.
دا خبره اوس له چا پټه نه ده، چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د جنایتونو، قتل عامونو او وحشتونو د خونړۍ لړۍ بنسټ او تهداب د ۱۳۵۷کال د ثور په اوومه نېټه له کمونیستي کودتا څخه اېښودل شوی دی، چې د څه د پاسه دېرشو کلونو په تېرېدو بیا هم دغه خونړۍ لړۍ او د بې ګناه افغانانو د وینې توییدنې بهیر لا هماغسې روان دی او لا هم دغه مظلوم او ځورېدلي افغانان د جګړو، وژنو او ورانیو په سره اور کې په داسې حال کې ستي کېږي، چې د نړیوالې ټولنې په نامه د نړۍ د لس ګونو هېوادو ملکي او پوځي حضور یې هم له تېرې څه باندې یوې لسیزې را پدیخوا، پر ضعیفو او خوارو اوږو بار دی.
دا به ومنو چې نن په افغانستان کې د ثور د کړغېړنې کمونیستي کودتا څخه د کم او زیات دریو لسیزو په تېرېدو حالات ډېر بدل شوي دي، نړیوال معیارونه، انډولونه او سیاستونه له هغه وخت څخه ډېر توپیر لري، په دې ترڅ کې د افغانستان کورنۍ وضعیت هم له یوه اړخه بل اړخ ته شوی دی؛ خو هغه څه چې نن هم د پرون په شان ثابت او پر خپل ځای پاتې دي، هغه د بې ګناه او مظلومو افغانانو قتل عام دی، چې پرون د خاد او اګسا په نامه د بدنامو استخباراتي ادارو په زندانونو کې د مزدورو خلقیانو او پرچمیانو له اړخه یا د یرغلګر سره پوځ له خوا ترسره کېدل،خو نن د بشري حقونو، ډېموکراسۍ او ولسواکۍ د نړیوالو علمبردارانو له خوا د ړندو بمباریو، د هغوی د نیمه لیونیو پوځیانو د ټوپکو له شپېلیو څخه د وتلیو ګولیو او وسله والو بریدونو او جګړو کې ترسره کېږي.
د ورځپاڼې په دې راپور کې په دې اړه بله په زړه پورې خبره دا ده چې د “امان الله .ع” په نامه دغه خلقي جنایتکار په همدې اعتراف سره چې د اګسا په بدنامه اداره کې یې کار کړی دی او هلته د ده په خبره یوازې د خلکو د وژنې له لارې پرمختګ شونی و، غوښتل د هالینډ په هېواد کې سیاسي پناه واخلي، چې که څه هم د رسمي پناه تر حده د ده غوښتنه نه ده منل شوې؛ خو هالینډ هېواد هم د نورو لوېدېزو هېوادو په شان، هغه له خپل ملک او خاورې څخه هم نه دی اېستلی.
اوس چې د لوېدېزې نړۍ دوه مخې ډېموکراسي، د بشري حقونو څخه ددفاع، د ښځو له حقونو څخه د دفاع او د بیان آزادۍ په څېر د نورو غولونکو شعارونو په پورته کولو سره غواړي په یو قطبي نړۍ کې پر مظلومو او بې وسه هېوادونو او ولسونو د خپل استعماري ځواک سلطه ټېنګه کړي، نو بیا په دې لار کې د هغو پخوانیو کمونیستانو جنایات هم ورته کوم ارزښت نه لري، چې په خپله د دوی په اعتراف په بشري ضد جرمونو کې یې ونډه درلوده او د خپلو خلکو او خپل ولس څرګند قاتلین دي، خو افغان ولس دا چېرې هېرولای شي چې د دوی پر دې خوار هیواد او غریب ولس دا ټول مرګونه، جنایتونه او وحشتونه چا وتپل او د څه لپاره؟
سمه ده چې نن به د نړیوال نظام د بڼې او د وضعیت او شرایطو د نامناسب والي له امله، دا کار شونی نه وي؛ خو هغه ورځ هم لیری نه ده چې هېوادونه به د خپلو خلکو او ولسونو د غه په غم لړلې کېسه غوږ ګرولو ته اړ شي او بیا به دا او ټول هغه جنایت کاران چې د خپل ولس او خپلو خلکو قاتلین شمېرل کېږي، د خپلو کړو په سزا رسېږي.
چرا عاملین جنایت در افغانستان محاکمه نمیشوند؟!
در این لیست نام تقریباً ۵ هزار نفر که توسط رژیم کمونیستی وقت افغانستان کشته شده اند و از طرف مقامات رسمی منظما ثبت گردیده است، درج می باشد.
شماری از آگاهان مسایل سیاسی تاکید میکنند که باید مهرههای اصلی رژیم کمونیستی که در جنایات جنگی، شکنجهها و اعدامها در افغانستان دست داشته اند محاکمه شوند.
محمداکبری از چهره های برجسته جهادی و نماینده مردم در مجلس نمایندگان در این باره میگوید که به دست آوردن و پیدا شدن این گونه لیستها، نشانه دهندهی مصیبت و سختیهای سنگینی است که مردم افغانستان در این دوره متقبل شده اند.
آقای اکبری اظهار میدارد که عاملین اصلی این جنایات و چهرههای برجستهای که در جنایات این دوره دست داشته اند باید محاکمه شوند.
وی تصریح میکند: “ما نمیگوییم که تمام خلق و پرچمیها محاکمه شوند؛ اما حداقل کسانی که حکم قتل این شهدا را امضا کرده اند؛ باید به پای میز محاکمه کشانیده شوند و حکومت افغانستان مسوولیت دارد که زمینه دادخواهی ورثه شهدا را برای بازخواهی از عاملین جنایت مساعد سازد”.
گفتنیست؛ بسیاری از چهرههایی که قبلاً در خدمت رژیم کمونیستی بوده اند و مسوولیتهای بزرگ دولتی را به عهده داشته اند هم اکنون نیز آزادانه در داخل کشور فعالیت داشته و حتا در پستهای مهم دولتی تکیه زده اند.
در همین حال؛ ویدا احمد عضو گروه عدالت انتقالی؛ علت اساسی عدم محاکمه کسانی که در جنایات جنگی در افغانستان دست داشته اند را نفوذ و قدرت آنان در بدنه حکومت میداند.
خانم احمد تصریح میکند: ” متاسفانه کسانی که از عاملین اصلی جنایات جنگی در افغانستان استند؛ در نظام فعلی قدرت را به دست گرفته اند به همین دلیل، صدای بر حق ورثه شهدا خاموش نگه داشته شده است”.
به گفته وی؛ یکی از مسوولیتهای اساسی دولت افغانستان این است که خواست قربانیان جنگ را در نظر گرفته و بر اساس خواست های آنان عاملین جنایات جنگی محاکمه شوند.
گفتنی است که همواره بسیاری از نهادهای مدافع حقوق بشر، صدای خود را برای محاکمه کسانی که در جنایات جنگی در افغانستان دست داشته اند بلند نموده اند و بسیاری از مقامات دولتی را متهم به دست داشتن در این جنایات کرده اند. اما تا هنوز هیچ دادگاه باصلاحیتی در کشور در این باره تحقیقی را برای روشن شدن حقایق، به فعالیت آغاز نکرده است.