تېره اوونۍ (د ۱۳۹۵ د حوت ۱۰مه) په اسلامآباد کې د اقتصادی همکارۍ سازمان ۱۳مه غونډه وشوه، چې د پاکستان د لومړی وزیر په ګډون د ۸ هېوادونو د حکومتونو او یا هم دولتونو مشرانو پکې ونډه واخیسته. افغان ولسمشر اشرف غنی او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی په دغه غونډه کې ګډون ونه کړ او د افغانستان استازیتوب پکې په پاکستان کې افغان سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازی عمر زاخېلوال وکړ.
دا کنفرانس داسې مهال جوړېږی، چې افغان-پاک اړیکې د پاکستان سند ایالت کې د لعل شهباز قلندر زیارت کې د چاودنې له کبله خرابې شوې. له همدې امله، له تېرو دوو اوونیو راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدی پولې په بشپړ ډول تړلې دی.
دا چې د ایکو سازمان مخینه څه ده، دا وروستی کنفرانس به د سیمې په تړلتیا کې څه رول ولوبوی او دا مهال د افغانستان او پاکستان اړیکې څرنګه دی؟ په دې تحلیل کې څېړل شوی دی.
د ایکو سازمان مخینه
د ایکو سازمان پوره نوم د اقتصادی همکارۍ سازمان یا (ECO) Economic Cooperation Organization دی. دغه سازمان په ۱۹۸۵ کال کې د ترکیې، ایران او پاکستان لهخوا د غړو هېوادونو ترمنځ په مجموعی توګه د اقتصادی، تخنیکی او کلتوری همکارۍ په موخه جوړ شو.
په مشخصه توګه د دغه سازمان موخې د غړو هېوادونو پایدار اقتصادی پرمختګ، په تدریجی توګه د سوداګرۍ په لاره کې د خنډونو لرې کول، د غړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورت او مخابراتو د زېربناو پرمختیا، اقتصادی لېبرالېزم او خصوصی کول، په سمه توګه د ایکو سیمې له صنعتی او زراعتی وړتیاو څخه ګټه اخیستل، د مخدره توکو د کنټرول او چاپېریال ساتنې په برخه کې سیمهییزه همکاری او د غړو هېوادونو ترمنځ د تاریخی او کلتوری اړیکو پیاوړی کول دی[۱].
کله چې د شوروی اتحاد له ماتېدو سره په منځنۍ آسیا کې نوی هېوادونه رامنځته شول، نو د دغه سازمان غړی له ۳ څخه ۱۰ ته لوړ شول. په دغو هېوادونو کې آذربایجان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او افغانستان وو.
افغانستان په دغه سازمان کې بشپړ غړیتوب په ۱۹۹۲ کال کې واخیست؛ خو له ۱۹۹۲ کال څخه تر ۲۰۰۱م پورې یې پکې په سم ډول او فعاله برخه ونه لرله. له ۲۰۰۱م وروسته یې پکې فعال حضور درلودلی او دغه سازمان هم په افغانستان کې په یو شمېر پروژو کې ونډه اخیستې ده[۲].
ایکو کنفرانس؛ او د سیمې تړلتیا؟
د ایکو وروستی کنفرانس له پنځه کلن ځنډ وروسته داسې مهال په اسلامآباد کې جوړ شو، چې پاکستان په سیمه کې تر څه حده منزوی شوی بلل کېده؛ ځکه د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې د سارک له اتو غړو هېوادونو څخه پنځو هېوادونو یې په اسلامآباد کې د سارک په اتلسمه غونډه کې له ګډون کولو څخه انکار وکړ او له کبله یې هغه غونډه هم وځنډول شوه. همدا لامل و، چې کله د ایکو کنفرانس په اسلامآباد کې جوړېده، نو پاکستان د آذربایجان ولسمشر الهام علیاف، د ایران ولسمشر حسن روحانی، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د قرغیزستان لومړی وزیر سورنبای جینبیکوف او د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمان ته په هوایی ډګر کې د ۲۱ ډزو سلامی ورکړه.
په دغه کنفرانس کې هم د تېرو کنفرانسونو په څېر د سوداګرۍ او اقتصادی اړیکو د پراختیا نوې ژمنې وشوې او همدا راز د اقتصادی همکاریو سازمان د ۲۰۲۵ کال لرلید یې هم ومانه. دغې غونډې ته چین هم، د چین-پاکستان اقتصادی حوزې او د یوه کمربند او یوې کرښې پلان له کبله د ځانګړی مېلمه په توګه دعوت شوی و، چې له یوې خوا د ایکو غړو هېوادونو له دغې لویې پروژې په تېره بیا سیپیک څخه ملاتړ وکړ او له بلې خوا چین هم، دغه سازمان د نړۍ د اقتصادی پرمختیا لپاره مهم وباله.
که څه هم د ایکو پر سازمان ۳۲ کلونه اوړی؛ خو له جوړېدو راهیسې یې تراوسه ډېرې کمې لاستهراوړنې لرلې دی. د بېلګې په توګه د ایکو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا د دغه سازمان بنسټیزه موخه ده، په داسې حال کې چې اوس هم د غړو هېوادونو ترمنځ سوداګری کمه ده. که د سوداګرۍ ارقامو ته وګورو، نو له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې د غړو هېوادونو ترمنځ خپلمنځی سوداګری ۳.۶ سلنه زیاته شوې ده. په ۲۰۰۲ کال کې د غړو هېوادونو ترمنځ خپلمنځی سوداګری د مجموعی سوداګرۍ ۵.۳ سلنه وه او په ۲۰۱۲ کال کې بیا ۸.۹ سلنه شوه. په داسې حال کې چې په پیل کې اټکل دا و، چې تر ۲۰۱۵ کال پورې به خپلمنځی سوداګری د مجموعی سوداګرۍ ۲۰ سلنې پورې ورسېږی.
په بل اړخ کې، د افغانستان-پاکستان ترمنځ سیاسی او د جغرافیې پر سر اختلافات، د ایران-ترکیې رقابت، پر ایران د اتومی پروګرام له کبله بندیزونه (چې په ۲۰۱۵ کال کې لرې کړل شول)، په دې سیمه کې د ترانسپورت او ترانزیټی زېربناو کموالی او کمزورتیا او دغه راز دلته د نورو هېوادونو ډېره لېوالتیا او ښکېلتیا بیا هغه عوامل دی، چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ یې همکاری او سوداګری راکمه کړې ده.
د ایکو په څنډه کې افغان-پاک اړیکې
په اسلامآباد کې د ایکو سازمان په غونډه کې د افغانستان لهخوا په ټیټه کچه حضور، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دوهاړخیزو اړیکو کې پر بېباورۍ او د اړیکو پر زیات خرابوالی دلالت کوی. په روانه میاشت کې، د پاکستان د سند ایالت د لعل شهباز قلندر په زیارت کې خونړۍ چاودنه وشوه. د رسنیو د رپوټونو له مخې اسلامی دولت ډلې او د تحریک طالبان پاکستان وسلهوالو ګوندونو د دغې چاودنې مسؤولیت ومانه. پاکستان د دغې چاودنې په غبرګون کې پنځه کارونه وکړل:
لومړی یې له افغانستان سره خپله پوله وتړله، چې اوس هم (له تېرو دوو اوونیو راهیسې) په بشپړ ډول بنده ده؛
دویم یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پاکستانی پوځ افغان دیپلوماتان احضار کړل؛
درېیم یې افغان لوری ته د ۷۶ تنو یو داسې نوملړ ورکړ، چې د دوی په ګمان د افغانستان په خاوره کې دی؛
څلورم یې د افغانستان پر خاوره راکېټی بریدونه بیا پیل کړل او د افغان رسنیو له قوله پاکستانی هلیکوپترې هم د پولې دې غاړې ته راواوښتلې؛
پنځم یې په پاکستان کې د رد الفساد تر نامه لاندې نوی عملیات پیل کړل.
دغه نوی حالت، چې د سرحدی پولې له تړلو نیولې د افغانستان پر خاوره تر راکټی بریدونو او په پنجاب ایالت کې د پښتنو په نښه کولو او ځورولو پورې ټول هغه څه دی، چې د افغانستان او پاکستان د ولسی خلکو ترمنځ یې د تورخم له جګړې وروسته کرکه نوره هم زیاته کړې ده.
د ایکو دغه کنفرانس یو داسې فرصت ګڼل کېده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې به بیا ورغوی؛ خو دغه کنفرانس هم ونه شو کړای، چې د افغان لوری لهخوا د یوه لوړپوړی پلاوی د ګډون له کبله د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو ته د کتنې یو بل فرصت په لاس ورکړی او نه هم پاکستان په یوه داسې اقتصادی کنفرانس کې، چې موخه یې د سیمې اقتصادی او سوداګریزه تړلتیا ده، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو پرانیستلو اعلان وکړ. بده لا دا چې د پاکستان د پوځ ویاند افغان حکومت ته سپارښتنه وکړه، چې اسلامآباد ته دې له خپلو افغانی عینکو وګوری نه له پاکستان-ضد عینکو (اشاره یې د هېواد خراب اقتصادی او امنیتی وضعیت ته وه). د دې ترڅنګ یې د پولې پرانیستلو په تړاو وویل، چې د سرحداتو له پرانیستلو وړاندې باید افغانستان یو شمېر کارونه ترسره کړی[۳].
په دوهاړخیزو اړیکو کې دغه حالت د پاملرنې وړ دی، چې دا بیا د تورونو لګولو له لارې نه شی رغېدلای. بلکې د باور جوړونې ګامونو په تېره بیا د سرحدی پولو پرانیستلو په څېر ګامونو ته اړتیا لری، ترڅو اړیکې د بیا عادی کېدو په لور ولاړې شی.
پای
[۱] د نورو معلوماتو لپاره وګورئ، د دغه سازمان وېبپاڼه:
http://www.ecosecretariat.org/in2.htm
[۲] د نورو معلوماتو لپاره وګورئ، د بهرنیو چارو وزارت رسمی وېبپاڼه:
http://mfa.gov.af/en/page/6546/6565/6569
[۳] د دغو خبرو په تړاو ولولئ، د پاکستان ډاڼ ورځپاڼې راپور:
https://www.dawn.com/news/1317556