پخواني ولسمشر حامد کرزي د امنيتي تړون د لاسليک کولو لپاره يو شرط دا اېښی و، چې پر ملکي افغانانو به د بهرنيو ځواکونو عمليات سملاسي بندېږي. خو کله چې دا تړون د اشرف غني احمدزي په مشرۍ نوي حکومت له خوا، په ټولې بيړې سره لاسليک شو او د پخواني ولسمشر د شرطونو ترڅنګ، د مشورتي لويې جرګې سپارښتنې او شرطونه هم په پام کې ونه نيول شول، هغه افغانان يې هم نهيلي کړل، چې دغه تړون ته هيله من وو.
له امريکا او ناټو سره د امنيتي تړونونو له لاسليک يوازې څو ورځې وروسته، د پکيتا ولايت په مرکز ګردېز کې، له سيمه ييزو چارواکو سره له همغږۍ پرته، د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې د يوه ماشوم په ګډون 9 تنه عام ولسي وګړي ووژل شول، چې ځايي اوسېدونکي او چارواکي وژل شوي کسان په يوه خوله ملکي وګړي بولي. د سيمې خلکو د وژل شوو کسانو مړي د احتجاج په ډول د پکتيا ولايت مقام مخې ته راوړل او له افغان حکومت څخه يې په دې اړه د سپيناوي غوښتنه وکړه. په بله پېښه کې هم د لغمان ولايت په عليشنګ ولسوالۍ کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې په بريد کې 4 تنه، چې په سيمه کې يې د يوه پله پر جوړولو کار کاوه، ووژل شول او په ننګرهار کې هم يو عام وګړی په ورته بريد کې ووژل شو.
خو د حيرانتيا ځای دا دی، چې په همدې ورځو کې په سرپل ولايت کې افغان ځواکونو ته له درنې مرګ ژوبلې اوښتلو او له بهرنيو ځواکونو د هوايي مرستې له غوښتلو سره سره هم، بهرنيو ځواکونو له هغوی سره مرسته ونه کړه چې په پايله کې يې 22 تنه افغان سرتېري ووژل شول، 17 تنه ټپيان او 6 نور هم وسله والو طالبانو ژوندي له ځان سره يوړل.
پر ملکي وګړو د وروستيو هوايي بريدونو پيغام
امريکايي ځواکونه دارنګه بريدونه د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د يوې وسيلې په توګه کاروي او دا موضوع هومره هم ساده نه ده، چې يا خو تېروتنه وبلل شي او يا هم وژل شوي ملکي افغانان، وسله وال مخالفين وبلل شي.
هر کله چې بې ګناه ولسي وګړو ته په بمباريو کې مرګ ژوبله اوښتې، يوازې په غندلو او په تېروتنه بللو يې اکتفا شوې؛ حتا ډېری وختونه له دارنګه جناياتو وروسته تشه بښنه هم نه ده غوښتل شوې او وژل شوي کسان وسله وال مخالفين بلل شوي. د دې ترڅنګ بهرنيو ځواکونو ډېری وختونه پر افغان ځواکونو هم دارنګه بريدونه او بمبارۍ کړې او د معمول په څېر يې تېروتنه بللې، چې تېروتنه بلل يې پر وژنې سربېره يو ستر توهين هم دی.
کله چې په جګړه کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، نو لامل يې مشخص وي؛ خو د استوګنې پر سيمو او ملکي وګړو له کوم مشخص لامل پرته بمبارۍ او بريدونه بيا نور پيغامونه له ځان سره لري.
امريکايي ځواکونو له دغو وروستيو بريدونو سره، چې يوازې څو ورځې د نوي حکومت له جوړېدو او له امريکا سره د امنيتي تړون له لاسليک تېرېږي، نوي حکومت ته دا پيغام ورساوه چې دارنګه تړونونه د دوی خپلسرۍ نه شي محدودولی او هرڅه چې وغواړي کولی يې شي.
د افغانستان په جګړه کې د ښکېلو بهرنيو لورو له دريځونو داسې ښکاري، چې د تېرو 13 کلونو په څېر به، چې د بهرنيو ځواکونو په هر قصدي بريد کې لسګونه او سلګونه بې ګناه ملکي وګړي وژل کېدل، په راتلونکي کې به هم د بهرنيو ځواکونو له خوا د ملکي وګړو مرګ ژوبله، ترکومه چې دغه ځواکونه په افغانستان کې مېشت وي، دوام کوي.
په تېرو 13 کلونو کې د بهرنيو ځواکونو له خوا پر عامو افغانانو د بمباريو او ډله ييزو وژنو چاره عادي شوې، چې ډېری شنونکي د بهرنيو ځواکونو له خوا دا بريدونه او وژني قصدي بولي او موخه يې د افغان حکومت او افغان ولس ترمنځ د واټن زياتول بولي. که څه هم د نوي حکومت له خوا د اصلاحاتو د راوستو تمې راټوکېدلې دي؛ خو که په راتلونکو کلونو کې هم دا ړندې بمبارۍ او بريدونه دوام وکړي، ورو ورو به افغانان په پراخه کچه د دولت پر ضد راوپارېږي؛ ځکه په تېرو کلونو کې هم د بهرنيو ځواکونو ورته جناياتو د دولت د وسله والو مخالفينو ليکې پياوړې کړې وې.
خو په ټوليز ډول افغانان هم په تېرو 13 کلونو کې او هم به په راتلونکي کې د داسې لوبې قرباني وي، چې بهرنيو استخباراتي کړيو د خپلو سياسي موخو ترلاسه کولو لپاره روانه کړې او د غربي رسنيو او په هېواد کې دننه په دوی پورې اړوندو رسنيو او کړيو له لارې يې، په اړه سرچپه تبليغات کوي.
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو کړنو او دريځونو ته په کتو سره، امريکا او ناټو په افغانستان کې ارامي نه غواړي بلکې د جګړې د بڼې بدلون غواړي. دغه ځواکونه به په راتلونکو کلونو کې په خپلو اډو کې مېشت وي؛ خو افغانان به د دوی له دغو هدفي بريدونو کله هم خوندي نه شي او وخت ناوخت به د خپلو اهدافو د پلي کولو لپاره له دې وسيلې کار اخلي.
د پاکستان د توغنديزو بريدونو دوام
افغانان که له يوې خوا په ماين چاودنو، نورو بېلابېلو بريدونو او د بهرنيو ځواکونو په قصدي بمباريو کې وژل کېږي، له بلې خوا له تېرو څو کلونو راهيسې د پاکستان له لوري د توغنديزو بريدونو ښکار هم دي او په کونړ او نورستان ولايتونو کې يې درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
پخواني حکومت د دغو بريدونو په غندلو اکتفا وکړه؛ خو له نوي حکومت څخه او له امريکا سره د امنيتي تړون له لاسليک وروسته، د ځينې افغانانو دا تمه وه چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې او بهرني تجاوز پر وړاندې به ګام پورته کړي.
د مشرانو جرګې ځينې غړو د امنيتي تړون له لاسليک وروسته پر افغان خاوره د پاکستاني پوځ د سلګونو توغنديو له توغولو وروسته، په دغه تړون کې د امريکا له لوري د ورکړل شوو ژمنو د نه عملي کولو په اړه جدي اندېښنه وښوده او دا تړون يې د هېواد د امنيتي وضعيت د لاخرابۍ لامل وباله. د دوی په وينا، که دا تړون په افغانستان کې امنيت تأمين نه شي کړای، نو بيا افغان ولس ته څه ګټه رسوي؟
ځينې افغانان د امنيتي تړون له لاسليک سره د ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنو او پوځي يرغلونو د مخنيوي په هدف موافق وو؛ خو د امنيتي تړون له لاسليک سره هم مهاله د هېواد پر ختيزو سيمو د پاکستاني پوځ توغنديز بريدونو لازور واخېست او يوازې په يوه ورځ کې 75 توغندي د کونړ ولايت پر بېلابېلو سيمو وتوغول شول، ايا دا توغنديز بريدونه بهرنی يرغل نه دی؟
اصلاً امريکا او ناټو په افغانستان کې د امنيت د ټينګښت اراده نه لري او دا چې د افغانستان پر خاوره د پاکستان پر ښکاره بريدونو سترګې پټوي او حتی د پاکستان ننګه هم کوي، د دې ښکارندويي کوي چې پاکستان او امريکا په افغانستان کې د بحران د اوږدولو او ژورولو په اړه، يوه خوله دي.
له بلې خوا امريکا په سيمه کې د پاکستان په څېر خپلو ستراتېژيکو ملګرو په مرسته، د ترهګرۍ په نوم روانې کړې لوبې سره غواړي، چې په سيمه کې خپل استعماري پلانونه تضمين کړي او افغانان د خپلو غوښتنو منلو ته اړباسي. د دوی هدف، د زور له لارې د نوي او مډرن ښکېلاک، چې په نوو لارو چارو پلی کېږي، په سيمه کې تطبيقول دي.
د نوي حکومت دريځ
دا چې ولسمشر اشرف غني د لوړې له مراسمو سملاسي وروسته په جديت سره په ځينې اصلاحاتو پيل وکړ او له امريکا سره امنيتي تړون هم لاسليک شو، له افغانانو سره دا تمه راپيدا شوه چې نوی حکومت به له بهرنيو ځواکونو سره هم د ځينې مهمو موضوعاتو په اړه روښانه دريځ خپل کړي. مګر دا چې د پاکستان د توغنديزو بريدونو د زياتېدو او د امريکايي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو د وژنې پر پېښو، چې سيمه ييزو افغان چارواکو هم وژل شوي کسان ملکي وګړي وبلل او دا يې هم په ډاګه کړه، چې د پېښې په سيمه کې کوم وسله وال خوځښت هم نه و ترسترګو شوی، بيا هم ولسمشر څه غبرګون ونه ښود، داسې ښکاري چې نوی حکومت به په دې اړه تر پخواني حکومت لاډېر کمزوری دريځ ولري.
د شنونکو په اند، دا چې په امنيتي تړون کې د ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنو او بهرني تېري په اړه د امريکايي لوري ژمنې الزامي نه دي او همدا راز د دغه تړون د دويمې مادې له مخې هغوی ته د پوځي عملياتو د دوام اجازه هم ورکړل شوې او په دې اړه افغان لوری پر امريکا فشار نه شي راوړلی، نو ځکه به ښايي افغان حکومت دا توان ونه لري، چې پر امريکايي لوري خپله خبره ومني چې له همدې امله چوپه خوله هم دي.
اوس باید له هغه چا، چې دا تړون يې لاسليک کړ او له هغو کسانو چې د ګاونډیو هېوادونو د بریدونو د مخنیوي لپاره یې امنیتي تړون توجیه کاوه، وپوښتل شي چې ولې دغه تړون افغان ولس د پاکستان له توغنديزو بریدونو نه شي خوندي کولی؟ او امریکا ولې ددغه تړون له مخې د پاکستان د راکټي بریدونو پر وړاندې غبرګون نه ښيي؟ مګر دا څرګنده ده، چې امریکا هېڅکله هم د افغانستان له خلکو د دفاع اراده نه لري او نه یې هم په دې کې خپله ګټه ويني. امریکا امنیتي تړون یوازې د خپلو ګټود خوندي کولو لپاره لاسلیک کړ او د تړون پر هغو برخو به عمل کوي، چې د امریکا ګټې په کې خوندي شي.
افغان حکومت که په دې اړه له امریکا څه غوښتنه هم وکړي، امریکا یې نه مني او د پاکستان پر وړاندې غبرګون نه ښيي؛ خو افغانستان له دې امله چې امریکا د تړون له موادو سرغړونه کوي، د تړون د متن له مخې هېڅ کومې ملي او نړیوالې محکمې، درېیمګړي لوري او کومې نړیوالې ادارې ته شکایت نه شي کولی او نه هم دا تړون لغوه کولی شي؛ ځکه په هغه صورت کې به هم دوه کاله مخکې بل لوري ته خبر ورکول کېږي. په دې توګه به افغان حکومت نه پر امريکا خپله خبره ومنلی شي او نه به هم د ګاونډيانو له لاسوهنو او بريدونو خوندي شي. پای