احمدضیاء رحیمزی، ليکوال او شنونکی
دا چې د افغان دولت مخالف وسله وال طالبان نور لکه پخوا غوندې سره متحد او یو موټی نه دي، دا اوس نه پټه خبره ده او نه هم ډېره نوې ده؛ خو دا چې د طالبانو تر منځ دا اختلاف او دوه ډلې والی به، د افغانستان د سولې پر نیم ژواندي بهیر څه ډول اغېز ولري او پایلې به یې څه وي؟
تېره اوونۍ که له يوې خوا په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د رژيم د مالیې د وزیر ملا آغا جان معتصم تر مشرۍ لاندې، د يو شمېر پخوانيو طالب چارواکو او قوماندانو د راغونډېدلو او پر بین الافغاني تفاهم د هغوی د ټېنګار راپورونه په رسنیو کې خپاره شول؛ خو دوه ورځې وروسته بیا د عربي متحده اماراتو په دغه غونډه کې د یوه ګډونوال او د طالبانو د واکمنۍ د کډوالو چارو وزیر، مولوي عبدالرقیب تخاري د مرموزې وژنې هغه راپور هم رسنیو خپور کړ، چې ویل کېږي په پېښور ښار کې له یوې دیني مدرسې څخه تر وتلو وروسته، د نامعلومو وسله والو د ډزو ښکار شو.
د مولوي عبدالرقیب تخاري په اړه ویل کېږي، چې تر ډېره بریده معتدل مزاجه، بامطالعې او عالم سړی و او تر وژل کېدلو وروسته یې، ملا آغا جان معتصم رسنیو ته وویل، چې مولوي عبدالرقیب د یوه سوله ییز افغانستان لپاره کار کاوه او د ده په خبره دوی دواړو هڅه کوله، چې د افغان طالبانو او افغان حکومت تر منځ په عربي اماراتو کې د سولې د خبرو اترو لپاره تازه راپيل شوې هڅې بريالۍ کړي.
خو اوس دا نه ده څرګنده، چې ولې او د چا له خوا د افغان سولې او تفاهم بهیر داسې ملاتړي، چې پر دیني اوشرعي علومو سمبال، عالم او متفکر اشخاص وي، په مرموز ډول وژل کېږي او یا زندان ته اچول کېږي؟
د مولوي عبدالرقیب تخاري په اړه دا هم ویل شوي، چې نوموړی تازه په عربي متحده اماراتو کې د ملا معتصم په مشرۍ د افغان سولې بهیر په ملاتړ یوې غونډې څخه پېښور ته راستون شوی و، چې د نامعلومو وسله والو په برید کې په مرموزه او ناځوانمردانه توګه ووژل شو.
د مرموزو هدفي وژنو بهير
دا یوازې مولوي عبدالرقیب تخاری هم نه دی، چې له دا ډول برخليک سره مخ کېږي او خپل ژوند د سولې او بین الافغاني تفاهم په لار کې قربانوي؛ بلکې د نوموړي تر وژل کېدلو مخکې هم، ګڼې داسې نورې پېښې هم شته، چې د دې ښکارندويه دي چې په پاکستان کې مېشت د افغان سولې بهير ته لېوال طالب مشران وژل کېږي، بندیانېږي یا په مرموزه توګه ورکېږي.
په دې تړاو که څه هم د شک ډېرې ګوتې په طبیعي ډول پاکستان او هلته هم د پوځ او استخباراتو هغې مخصوصې کړۍ ته نیول کېږي، چې نه غواړي په جګړه ځپلي افغانستان کې د سولې، سوکالۍ او آرامۍ فضا حاکمه شي؛ خو تر څنګ یې په روانه غم لړلې استخباراتي جګړه کې، د ښکېلو ځینو نورو لورو او آن افغان حکومت او امریکا لاس لرل هم، د احتمالونو له اوږده نوملړ څخه نه شي غورځول کېدای.
په خپله د طالبانو په منځ کې خپلمنځي اختلافات هم کېدای شي، په دې لړۍ کې له ښکېلو جهتونو څخه وشمېرل شي؛ دا چې د دوی د خپلمنځي اختلافاتو لامل که هر څه وي، مګر څرګنده ده چې تر مولوي عبدالرقیب تخاري وړاندې نور طالب چارواکي او مخور کسان او آن د دوی د واکمنۍ پر مهال د ماليې وزیر ملا آغاجان معتصم هم ترې ګوښه پاتې نه شو، پر هغه هم په کراچۍ کې په ړنا ورځ ډزې وشوې، چې بیا د افغان دولت په مرسته د درملنې لپاره ترکیې ته ولېږدول شو او نن سبا بیا په عربي متحده اماراتو کې مېشت دی او د سولې او منځګړیتوب هڅې رهبري کوي.
څوک د سولې د راتګ مخالف دي؟
هغه د مشهور پښتو متل په مصداق، چې وایي پلار مې که سپرو وواژه که پلیو، خو زما له ښې یې وايست، که مولوي عبدالرقیب تخاری هر چا وژلی وي، په دې کې شک نشته چې د افغان سولې پروسې او په تېره بیا د عربي متحده اماراتو وروستیو غونډو ته یې، چې ټاکل شوې ده د کابل د سولې د عالي شورا او د ملا آغاجان معتصم په مشرۍ د طالبانو د یوې ډلې ترمنځ ترسره شي، زیان ورساوه.
خو خبره دا ده، چې د دې ډول مجهولو او هدفي وژنو او بریدونو پایلې به څه وي؟ او بالاخره به له دا ډول بریدونو وروسته، د سولې او بین الافغاني تفاهم په نامه پیل شوی نیم ژواندی بهیر څه ډول مخته ولاړ شي؟
په دې اړه د ملامتۍ ګوته په خپله افغان حکومت ته هم نیول کېږي، یو زیات شمېر شنونکي او د پېښو څارونکي په دې اند دي، چې افغان حکومت د سولې او بین الافغاني تفاهم په نامه چېغې وهي؛ خو هېڅ کله یې په دې اړه له معلومو او څرګندو لورو سره اړیکې نه دي نیولې او آن یو شمېر شنونکي د دې هدفي وژنو یو دلیل هم همدا ګڼي، چې کله افغان دولت غواړي د وسله والو مخالفینو له منځه ځينې ډلې راجلا او په خپله خوښه د روغې جوړې خبرې ورسره پیل کړي؛ نو د وسله والو مخالفینو اصلي مشرتابه او هغه ډلې چې ځانونه د خبرو اترو اصلي واکداران بولي، پر هغو لورو چې له دولت سره په خبرو اترو کې ښکېل دي، په غدارۍ او خیانت تورنوي او پر هغوی بدګومانه کېږي.
که چېرې دا هم ومنو، چې پاکستاني پوځي چارواکي او استخباراتي کړۍ په دغو هدفي وژنو کې لاس لري او نه غواړي، چې د دوی د خوښې خلاف د افغان سولې بهیر وړاندې ولاړ شي، بیا هم د ملامتۍ ګوته افغان دولت او امریکایانو ته نیول کېږي، چې د تقصیر او پړې د اصلي سرچینې له تشخیص سره سره بیا هم له هماغه لورو سره په دوه اړخېزو او درې اړخېزو ناستو وخت ضایع کوي او په دې توګه د سولې او روغې جوړې په اړه پر پاکستان د فشار راوړولو پر ځای، هغه هېواد ته یو اړخیز امتیاز ورکوي.
په ټول کې هغه څه چې څرګند دي، دا دي چې نه امریکایان، نه افغان دولت او نه هم پاکستاني پوځي او ملکي چارواکي، د افغان سولې بهیر په اړه لکه څرنګه يې چې افغان ولس تمه لري، په صداقت او رښتینولۍ سره ګام نه اوچتوي او د دې لارې تر ټولو ستره بيه هم افغان ولس او هغه څوک پرې کوي، چې د خپل دیني او ملي رسالت له مخې غواړي، پر هېواد او ولس یې دا تپل شوې، یو اړخیزه جګړه پای ومومي. پای