دا چې په اوسنۍ نړۍ کې هر هېواد د نړيوالو پاملرنې، مرستو، همکارۍ او دوه اړخيزو اړیکو ته اړتیا لري؛ افغانستان هم، چې د درېیمې نړۍ یو وروسته پاتې هېواد دی، د نړیوالو پاملرنې، مرستو او دوه اړخيزو اړيکو ته لا ډېره اړتیا لري.
د تاريخ په اوږدو کې افغانستان په نړیوال سیاست کې مهمه ونډه درلودلې او لري يې. په غزنوي دوره کې یې بلخ، هرات او غزنی د اسلامي نړۍ سیال او د تمدن مرکزونه وو. په احمدشاهي دوره کې په ټولیزه توګه د افغانستان د بهرني سیاست محور له «هندي مسلمانانو دفاع» وه، چې د هند پر سیاست یې ژور اغېز وکړ او له همدې ځایه یې بیا د انګلیس پر استعمار هم خپله وېره خپره کړه. د نولسمې پيړۍ په پيل کې یې د هند د میسور له ټيپو سلطان او د فرانسې له ناپېلیون سره یوځای د انګلیسي استعمار پرخلاف دسیسې جوړې کړې. په همدې پېړۍ کې يې د نړیوال سیاست مهمو جګړو او لوبو (لويې لوبې) ته ځان چمتو کړ.
د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې پرمهال افغانستان داسې پاليسۍ ته مخه کړه، چې وروسته د سړې جګړې په دوران کې “جواهر لعل نهرو” او “چو این لای” یې پرمټ د ناپېیلو هېوادونو غورځنګ جوړ کړ. په سړه جګړه کې یې هم هغه ستر رول ولوباوه، چې نړۍ یې نوره له هغې ډرامې او وېرې وژغورله او دا مهال بيا د امریکا په نوي نړیوال نظام کې هم قاطع رول لوبوي.
له دې لنډ تاریخي شالید څخه جوته ده، چې افغانستان د تاريخ په اوږدو کې خارجي سیاست درلودلی او په کوم پړاو کې چې ترې دا واک اخېستل شوی، نو د دې لپاره یې جګړې (د آزادۍ جګړې) هم کړې دي.
په هر پړاو کې یې د خارجي سیاست جلا جلا اصول درلودلي دي؛ خو یو اصل یې (ناپېيلتوب) ډېر عمومي دی. دا مهال چې د افغانستان په تاريخ کې په لومړي ځل واک د ټاکنو له لارې په سوله ييز ډول له يوه ولسمشر څخه بل ولسمشر ته لېږدول کېږي، د راتلونکي حکومت بهرنی سياست به د هغه حکومت له بريا سره نېغه اړيکه ولري.
د افغانستان راتلونکې باندنۍ چارې
افغانستان د نړۍ په هغه ستراتېژيکه سيمه کې پروت دی، چې په دې سیمه کې د انرژۍ نوې لوبه روانه ده، د ورېښمو د نوو لارو جوړولو بازار پکې تود دی او د نړۍ د ځواک تله، له لوېدیځ څخه پر دې خوا درنېږي؛ له بلې خوا دغه هېواد اوسمهال د نړیوالو ځواکونو ترڅنګ له خپلو ګاونډیانو سره هم ښکېل دی. له دغو ټولو سره د مخ کېدو او هر څه د ځان په ګټه تمامولو لپاره قوي خارجي سیاست ته اړتیا ده. داسې خارجي سیاست ته، چې نه یوازې دا چې د افغانستان اړیکې له نړۍ سره ښې کړي؛ بلکې تر يوه بريده پورې افغانستان د نورو هېوادونو له منفي سياست او لاسوهنو هم وژغوري او ترڅنګ یې له هېوادونو سره دوه اړخيزې اړيکې اوږدمهالې او دواړو هېوادونو ته ګټورې کړي. د افغانستان بهرنی سياست بايد په څو برخو کې پياوړی شي.
۱ – له بېلابېلو هېوادونو سره د اړيکو د پراختيا اړتيا:
د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې پرمهال، په اروپا کې د نړیوال سیاست او ډيپلوماسۍ سخت شرایط وو او په ټولیزه توګه د سړې جګړې پرمهال د نړۍ د هېوادونو مشرتابه، هغه چې په فکري لحاظ دواړو بلاکونو ته مایل نه وو، له یوه پيچلي او سخت انتخاب سره مخ شول. خو دغو هېوادونو ته هغه مهال هم د مېز پر سر یو انتخاب پروت نه و، بلکې د سړې جګړې پرمهال هند، چین، اندونیزیا او نورو هېوادونو د دوو انتخابونو (شوروي یا امریکا) پرخلاف خپل نوي انتخاب ته لاره پرانيسته، چې په پايله کې يې د ناپېیلو هېوادونو غورځنګ رامنځته کړ. دې چارې ته په کتو سره باید په نړیوال سیاست کې انتخاب “یو” نه وي او افغانستان يوازې پر يوه لوري تکيه ونه کړي.
یوه د پام وړ خبره هم دا ده، چې په دغو دوو مرحلو کې اړوند هېوادونه اړ وو، چې له یوه اړخ سره باید ملګري شي، ترڅو خپلې ګټې خوندي کړي. که د افغانستان د تېرې لسیزې او د سړې جګړې خارجي سیاست ته وګورو، نو جوته ده چې افغانستان په نړیوالو زبرځواکونو پورې ځان تړلی دی. د سړې جګړې پرمهال يې په شورویانو پورې او اوسمهال يې بيا په امریکایانو پورې ځان تړلی دی. بیا هم د سړې جګړې مهال او د تېرې لسیزې (۲۰۰۰-۲۰۱۰) لومړي کلونه له اوسنیو حالاتو سره ډېر توپير لري. د سړې جګړې پرمهال موږ اړ کړای شوو، چې د شورویانو په لور ولاړ شو؛ خو بیا مو هم د خپلې ملي جرګې هغه پرېکړه ونه منله، چې باید ځان یوازې د شورویانو پر مرستو متکي نه کړو؛ بلکې په دې اړه له نورو هېوادونو څخه هم مرستې وغواړو. او هېواد ته د امریکایانو له راتګ سره، نړۍ یوازې یو هیژومینیک نړیوال زبرځواک درلود او هغه امریکا وه؛ هغه مهال هم جګپوړي چارواکي یا خو اړ وو، چې امریکا ته سترګې په لار شي او یا یې هم دا وړتیا نه درلوده، چې خپله غاړه د یوه زبرځواک له کړۍ څخه آزاده کړي.
خو اوسمهال، چې ملت او د هېواد خاموشه اکثریت له امریکا سره ستراتېژيک تړون نه مني او هغه چې د اقتصادي مرستو لپاره یې مني، هغوی ته باید وویل شي، چې په اوسمهالني نړیوال سیاست کې چې د برېک (BRIC) (برازیل، روسیه، هند، او چین) هېوادونو سر پورته کړی، روسیې له ۲۰۰۸ کال راهیسې د نړۍ یو قطبي توب (unipolar) ننګولی دی، چین دویم چاغ اقتصادي ځواک دی او داسې برېښي چې په راتلونکو کلونو کې به لومړی مقام ونیسي، هند او ترکیه هم د خپلو سیمو ځواکونه دي او په تېره بیا د نړیوال سیاست د تلې دروندوالی زموږ سیمې ته راروان دی؛ نو پکار ده، چې خپلو ملي ګټو ته په کتلو سره له دغو هېوادونو سره هم خپلې اړیکې پراخې کړو او یوازې امریکا محوري پاتې نه شو.
۲- پر ګډو ګټو ولاړ بهرنی سياست:
کومې اړیکې چې پر “ګډو ګټو” تکیه ولري هغه اړیکې اوږدمهالې او باثباته وي. افغانستان ته پکار ده، چې له هغو هېوادونو سره اړیکې لا ټینګې او پراخې کړي، چې “ګډې ګټې” ورسره ولري. د بېلګې په توګه که موږ له پاکستان سره په ګډه د ټاپي، د ورېښمو نوې لاره او منځنۍ آسیا ته په ترانزیټي لاره کار وکړو او ترڅنګ یې په نورو ګډو ګټو لرونکو پروژو هم کار وکړو؛ نو له یوې خوا به یې د افغانستان پر اقتصاد مثبتې اغېزې پرېوځي او له بلې خوا به ګاونډیان وهڅوي، چې د خپلو دغو اقتصادي ګټو لپاره په افغانستان کې مثبت رول ولوبوي.
همدارنګه له ایران او هند سره د چابهار په بندر، له ایران څخه چین ته د انرژۍ د نلليکې غځول، د ترکمنستان-افغانستان-تاجکستان او چین د انرژۍ نلليکه، د منځنۍ آسیا له ځینو هېوادونو څخه په برېښنا کې همکاري غوښتل او په نورو ګډو ګټو لرونکو پروژو کې له دوی سره کار وکړو.
۳- ناپېیلتوب؛ یو ځل بیا!
په اوسمهالني نړیوال او سیمهییز سیاست کې، چې نړۍ له یو قطبۍ څخه د ډېرقطبۍ په لور روانه ده او زموږ په سیمه کې سیمهییز ځواکونه، چې د سبا نړیوال ځواکونه به وي، هم مخ په ډېرېدو دي؛ لکه چین، هند، جاپان او روسیه او همدارنګه سیمهییز ځواکونه لکه ایران، پاکستان، سعودی او ترکیه. له دغو ټولو سره باید موږ د ښو اړیکو غوښتونکي واوسو. خو دا خبره هم د پام وړ ده، چې په دغو هېوادونو کې داسې هېوادونه هم شته دي، چې يوازې له يوه هېواد سره درېدل یې د ترازو په شان مثال لري؛ لکه هند او پاکستان، ایران او سعودي، يا هم امریکا او چین+روسیه.
وروستیو لسیزو دا په ښه توګه ښودلې، چې هر کله زموږ انتخاب “یو” شوی، نو نور یې اړ ايستلي چې په افغانستان کې نیابتي جګړې پيل کړي. کورنۍ جګړه او د امریکایانو له راتګ څخه وروسته د هند پر کونسلګریو بریدونه، د هندي اتباعو وژل، پاکستاني لابي؛ او بلې خوا ته بيا د پاکستان پرخلاف له حده وتلی پروپاګند او هندي لابي د دغو نیابتي جګړو ژوندۍ بېلګې دي.
له همدې امله نه ښايي، چې افغانستان دې ځان يوازې له یوه لوري سره وتړي؛ ځکه دلته حالات په غيرمستقيم تناسب کې روان دي، له یوه سره ډېره ملګرتیا د بل دښمني راپاروي. نو باید له ټولو سره په اړیکو کې ناپېیلتوب وساتو؛ خو چې د هېواد د ملي ګټو او ملي حاکمیت په زيان نه وي!
۴ – د افغانستان نرم ځواک زیاتول!
افغانستان په سيمه او اسلامي نړۍ کې خپل ځانګړی نرم ځواک لري، چې عمق یې زموږ په تاریخ، ادب او د اسلام په دین کې نغښتی دی. موږ ته پکار دي، چې د همدې عمق پر مټ خپل نرم ځواک په ګاونډ او اسلامي نړۍ کې لا پياوړی کړو. لکه د غزني، هرات او بامیانو تاریخي، دیني ځایونه او مزارونه ودانول، چې د سیمې فرهنګي سیاحانو ته لار پرانیزي؛ د پخوانیو شاعرانو پر افکارو، چې زموږ په ګاونډيو هېوادونو لکه ترکیه، ایران، پاکستان او نورو هېوادونو کې خپلې ژورې اغېزې لري، څېړنې وشي او نوم يې بيا راژوندی شي.
۵ – اقتصادي ډيپلوماسي:
د نړیوال اقتصاد د یوه اقتصادپوه «جان ټېنبرګېن[1]» د یوې نظریې، «جاذبې معادلې[2]» له مخې، چې د تېرو څو لسیزو ارقامو دا نظریه سمه ښودلې ده، هر څومره چې د دوو هېوادونو ترمنځ جغرافیوي فاصله کمه وي، نو ترمنځ به یې تجارت زیات وي. ځکه نو اړینه ده، چې موږ له خپلو ګاونډیانو سره، په داسې شرايطو کې چې د هېواد په ګټه وي، تجارت پيل او لا زیات او پراخ کړو.
د اقتصادي پرمختګ یو شاخص هم سوداګري ده؛ موږ چې د اقتصادي پرمختګ د صنعت په برخه کې ډېر وروسته پاتې یو، لازمه ده چې د خپلو زراعتي توکو؛ لکه وچې او لمدې مېوې او نورو توکو تجارت ته مخه کړو، چې له تېرې لسیزې راپه دېخوا زموږ د نړیوال تجارت ستره برخه هم جوړوي.
په ټوله کې باید موږ له چین، هند، روسیې او ګاونډيو هېوادونو سره خپلو اړیکو ته په پراخه کچه اقتصادي نوعیت ورکړو، چې له امله به یې هېواد له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودرېږي. پای
[1] Jan Tinbergen
[2] The Gravity Equation of International Trade