په افغانستان کې د چین د پانګونې پر وړاندې ننګونې؛ امنيتي لومړيتوبونه

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • په افغانستان کې د چین د پانګونې پر وړاندې ننګونې؛ امنيتي لومړيتوبونه
  • نظري چوکاټ: مات دولتونه او په هغې کې د افغانستان ځاي
  • په افغانستان کې د چین د پانګونې پر وړاندې ننګونې
  • د قدرتونو سیالي او سیمه‌ییزې ننګونې
  • پایله
  • وړاندیزونه
  • سرچیني

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

بهرنۍ پانګونه تل مخ پر ودې هېوادونو کې د اقتصادي ودې او پرمختګ له مهمو وسیلو څخه ګڼل کیږي. د افغانستان په څېر هېواد چې په تېرو څو لسیزو کې له سیاسي بدلونونو، امنیتي ننګونو او پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ و، د بهرنۍ پانګونې جلبول ځانګړی اهمیت لري. افغانستان له یوې خوا د آسیا په زړه کې د خپل ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت او له بلې خوا د پام وړ طبیعي سرچینو له امله د بهرنیو پانګه والو د پام راړولو لپاره مناسب ظرفیتونه لري. په دې منځ کې، چین د نړۍ د دویم ستر اقتصاد او د سیمې له مهمو اقتصادي لوبغاړو څخه دی، چې تل یې په افغانستان کې د اقتصادي حضور او پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.

په تېرو دوو لسیزو کې، د عینک د مسو کان او د آمو سیند د نفتو حوزې په څېر پروژو دا تصور رامنځته کړ چې افغانستان کولای شي په سیمه کې د چین د پانګونې مهم مرکز وګرځي. خو عملي تجربو وښودله چې په افغانستان کې د چین پانګونې نه یوازې پرمختګ ونکړ، بلکې اکثره یې له ځنډ او بېلابېلو ستونزو سره مخامخ شوې. همدې وضعیت دا پوښتنه راولاړه کړې چې، سره له دې چې افغانستان د پام وړ اقتصادي ظرفیتونه لري او چین هم د پانګونې لېوالتیا څرګندوي، ولې د دواړو هېوادونو اقتصادي همکارۍ لا هم یوې دوامدارې او پراخې کچې ته نه دي رسېدلې؟

د دې پوښتنې د ځواب لپاره یوازې پر اقتصادي عواملو تکیه کول بسنه نه کوي. حقیقت دا دی چې چین په افغانستان کې د پانګونې پر مهال د اقتصادي لاملونو ترڅنګ سیاسي، امنیتي او سیمه‌ییز عوامل هم په جدي توګه ارزوي. له همدې امله، دا لیکنه د ماتو دولتونو (Fragile States) د نظري چوکاټ په کارولو سره هڅه کوي چې په افغانستان کې د چین د پانګونې خنډونو ته کتنه وکړي او روښانه کړي چې ولې چین د افغانستان په اړه تر ډېره د محدود، محتاطانه او مقطعي تعاملاتو تګلاره خپله کړې ده. د دې لیکنې اساسي استدلال دا دی چې د چین د پانګونې د ډېری ننګونو ریښه د افغانستان د دولت په مات وضعیت کې نغښتې ده. دغه وضعیت نه یوازې د هېواد د کورني پرمختګ پر بهیر منفي اغېز کړی، بلکې د افغانستان په اړه یې د بهرنیو قدرتونو پر لیدلوري او چلند هم ژور اغېز پرې ایښی دی.

نظري چوکاټ: مات دولتونه او په هغې کې د افغانستان ځاي

په افغانستان کې د چین د پانګونې د ننګونو د درک لپاره، لومړی باید د افغانستان د دولت وضعیت وڅېړل شي. د ماتو دولتونو (Fragile States) مفهوم په وروستیو کلونو کې د پراختیايي مطالعاتو او نړیوالو اړیکو په ادبیاتو کې له مهمو مفاهیمو څخه ګرځېدلی دی. دا مفهوم هغو دولتونو ته کارول کېږي چې د خپلو اساسي دندو په ترسره کولو کې له جدي ستونزو سره مخ وي او نه شي کولای امنیت، عامه خدمتونه، د قانون حاکمیت او سیاسي ثبات په اغېزمنه توګه تأمین کړي.

بېلابېلو نړیوالو بنسټونو د ماتو دولتونو لپاره بېلابېل تعریفونه وړاندې کړي دي، خو د دغو ټولو تعریفونو ګډ ټکی د هېواد د چارو په اداره کې د دولت د ظرفیت کمزوري ده. د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا اداره (USAID)  مات دولت، هغه دولت بولي چې د اغېزمن حاکمیت د پلي کولو یا خپلو وګړو ته د اساسي خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا ونه لري.[1] همدارنګه، نړیوال بانک (World Bank) د حکومتي بنسټونو پر کمزورۍ، د حکومتولۍ پر ټیټ ظرفیت او سیاسي بې‌ثباتۍ ټینګار کوي.[2] په همدې چوکاټ کې، د بریتانیا د نړیوالې پراختیا اداره (DFID) مات دولت هغه دولت ګڼي چې د امنیت، عدالت او عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې له جدي ستونزو سره مخامخ وي.[3]

د دې لیدلوري له مخې، مات دولتونه معمولاً څو ګډې ځانګړنې لري: لومړی، د سیاسي او حکومتي بنسټونو د ظرفیت محدودیت؛ دویم، د امنیت د تأمین په برخه کې ستونزې؛ درېیم، اقتصادي او پراختیايي ننګونې او څلورم، د سیاسي او ټولنیز مشروعیت کمزوري. د دغو عواملو مجموعه د دې لامل کېږي چې دولت ونه شي کولای د خپلو وګړو او پانګه والو لپاره یو باثباته، خوندي او د باور وړ چاپېریال رامنځته کړي.

افغانستان د تېرو پنځو لسیزو په اوږدو کې د بېلابېلو حکومتونو پرمهال له پورتنيو ستونزو سره مخامخ شوی دی او له همدې امله کېدلای شي چې افغانستان د ماتو دولتونو په قطار کې حساب کړو. دا وضعیت یوازې یوه احصايیوي درجه‌بندي نه ده، بلکې د هغو جوړښتي ستونزو څرګندونه کوي چې د څو لسیزو جګړو، سیاسي بدلونونو او بهرنیو لاسوهنو په پایله کې رامنځته شوې دي. امنیتي ننګونې، د دولتي بنسټونو محدود ظرفیت، اقتصادي ستونزې، پراخې کډوالۍ او پر بهرنیو مرستو تکیه، هغه مهم عوامل دي چې له څو لسيزو راهيسې په افغانستان کې موجودې دي او دغه هېواد د ماتو دولتونو په قطار کې راولي.

د دې نظري چوکاټ اهمیت په دې کې دی چې د بهرنیو لوبغاړو چلند هم تر یوه بریده تشرېح کولای شي. مات دولتونه معمولاً د بهرنیو قدرتونو لپاره هم فرصتونه رامنځته کوي او هم ورسره جدي ننګونې مل وي. له یو اړخه، د دغو هېوادونو طبیعي سرچینې، جغرافیایي موقعیت او اقتصادي ظرفیتونه د پانګونې او همکاریو لپاره جذاب ګڼل کېږي؛ خو له بلې خوا، سیاسي او امنیتي بې‌ثباتي د اقتصادي تعامل لګښت او خطر زیاتوي. له همدې امله، هغه هېوادونه چې له ماتو دولتونو سره اړیکې لري، معمولاً له ډېر احتیاط څخه کار اخلي او په خپلو پرېکړو کې د اقتصادي ملاحظاتو ترڅنګ امنیتي ملاحظاتو ته هم ځانګړې پاملرنه کوي.

د افغانستان په اړه د چین چلند هم د همدې نظري چوکاټ له مخې تحلیل کېدای شي. که څه هم افغانستان د طبیعي سرچینو او ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت له پلوه د چین لپاره ځانګړی اهمیت لري، خو چین دغه هېواد ته یوازې د یو اقتصادي فرصت په توګه نه ګوري، بلکې چين د افغانستان له اړخه امنيتي اندېښنې لري او فکر کوي چې د داعش په څېر ځينې ډلې کولای شي چې په افغانستان کې د دوی اقتصادي پروژې له ننګونې سره مخامخ کړي او له همدې امله چين د اقتصادي اړيکو ترڅنګ امنيتي ملاحظات او اندېښنې هم له لري.

په افغانستان کې د چین د پانګونې پر وړاندې ننګونې

سیاسي بې‌ثباتي: که وغواړو په افغانستان کې د چین د پانګونې پر وړاندې تر ټولو مهم خنډ وپېژنو، بې له شکه باید سیاسي بې‌ثباتۍ ته اشاره وکړو. پانګونه، په ځانګړې توګه په سترو کانیزو او بنسټیزو پروژو کې، داسې چاپېریال ته اړتیا لري چې راتلونکی یې تر یوه بریده د اټکل او باور وړ وي. پانګه وال هغه وخت چمتو کېږي چې خپلې مالي او تخنیکي سرچینې په یوه هېواد کې ولګوي، چې کله ډاډ ترلاسه کړي چې د هغه هېواد قوانین، تړونونه او سیاسي جوړښتونه به په لنډمهال کې له بنسټیزو بدلونونو سره نه مخ کېږي، خو افغانستان په تېرو څو لسیزو کې تل له ژورو سیاسي بدلونونو سره مخ پاتې شوی دی. د واک په جوړښت کې پرله‌پسې بدلونونو د هېواد سیاسي فضا له اړین ثبات څخه بې‌برخې کړې ده، يوازې په تېرو پنځو لسيزو کې نږدې پنځه ځلې حکومتونه له منځه تللي او پرځای يې نور حکومتونه منځ ته راغلي چې دا د سياسي بې ثباتۍ ستر سند دی. په داسې شرایطو کې بهرني پانګه وال د خپلو پروژو راتلونکي ته په شک او احتیاط ګوري، ځکه دوي نه پوهېږي چې آیا د نن ورځې تړونونه او ژمنې به په راتلونکو کلونو کې هم خپل اعتبار او دوام وساتي او که نه؟

دا موضوع د چین لپاره زیات اهمیت لري، ځکه د دغه هېواد اکثره بهرنۍ پانګونې د اوږدمهالو پروژو په چوکاټ کې تعریف شوې دي. له همدې امله، هر څومره چې د سیاسي بې‌ثباتۍ کچه لوړېږي، په هماغه اندازه د پانګونې د کمېدو احتمال هم زیاتېږي. له همدې کبله، چین په افغانستان کې تل له احتیاط څخه کار اخیستی او هغو لویو پروژو ته چې اوږدمهالو ژمنو او دوامداره پانګونې ته اړتیا لري، په لویه کچه له ننوتلو ډډه کړې. بیجینګ هڅه کړې چې له واکمنو حکومتونو سره خپلې اړیکې وساتي، خو په عین وخت کې یې غوره ګڼلې چې له هغو ژمنو څخه ځان لرې وساتي چې د احتمالي سیاسي بدلونونو له امله له خطر او ستونزو سره مخ کېدای شي.

امنیتي ننګونې: افغانستان د تېرو پنځو لسیزو په اوږدو کې له جګړو او وسله‌والو شخړو سره مخ پاتې شوی دی. دې وضعیت نه یوازې د خلکو پر ورځني ژوند ژور اغېز کړی، بلکې د هېواد د اقتصادي پرمختګ بهیر یې هم ټکنی کړی دی. په داسې چاپېریال کې بهرنۍ پانګونه له جدي خطرونو او ناڅرګندتیاوو سره مل وي. د دې څرګند مثال د عینک د مسو کان پروژه ده، چې د پخواني جمهوري نظام پر مهال یې تړون لاسلیک شوی و. دغه پروژه، چې په افغانستان کې د چین تر ټولو ستره پانګونه بلل کېږي، څو ځله له امنیتي ګواښونو او بریدونو سره مخ شوې ده. دا تجربه په ډاګه کوي چې امنیتي ستونزې څنګه کولای شي د سترو اقتصادي پروژو د عملي کېدو بهیر اغېزمن او له خنډونو سره مخ کړي.

د چین لپاره موضوع یوازې د اقتصادي پروژو تر امنیت پورې محدوده نه ده. بیجینګ د افغانستان د وضعیت احتمالي اغېزو ته د سیمې پر امنیت او خپلو ستراتیژیکو ګټو، په ځانګړي ډول له افغانستان سره په نږدې سرحدي سیمو کې، هم ځانګړې پاملرنه لري. له همدې امله، د افغانستان په اړه د چین تګلاره تل له امنیتي ملاحظاتو سره مل پاتې شوې ده. په پایله کې، تر هغو چې دغه امنیتي اندېښنې د منلو وړ کچې ته راکمې نه شي، په افغانستان کې د چین د پانګونې د پام وړ پراختیا تمه باید له احتیاط سره مطرح شي.

تخنیکي او اقتصادي ننګونې: د سیاسي او امنیتي ستونزو تر څنګ، افغانستان له یو لړ اقتصادي او تخنیکي ننګونو سره هم مخ شوی چې د پانګونې بهیر يې له ځنډ او خنډ سره مخ کړی دی. اکثره هغه پروژې چې چین پکې د پانګونې لېوالتیا لري، پراخو بنسټیزو اسانتیاوو لکه سړکونو، برېښنا، اورګاډي پټلۍ او د ترانسپورټي شبکو ته اړتیا لري، پداسې حال کې چې افغانستان په ډېرو دغو برخو کې له جدي کمښت سره مخ دی. د مناسبو زیربناوو نشتوالی د پروژو د پلي کېدو لګښتونه زیاتوي او د ګټې اخیستنې موده یې اوږدوي. له بلې خوا، د مسلکي او متخصص بشري ځواک کمښت او د اجرایي بنسټونو محدود ظرفیت هم د پروژو عملي کول له ستونزو سره مخ کوي. له همدې امله، چینایي شرکتونه په ډېرو مواردو کې اړ شوي چې د اړتیا وړ بشري ځواک او تخنیکي امکانات له بهر څخه برابر کړي، چې دا کار د پروژو ټولیز لګښت نور هم لوړ کړی دی.

بل مهم عامل چې باید له پامه ونه غورځول شي، د یوه باثباته او د باور وړ حقوقي چوکاټ نشتوالی دی. پانګه وال اړتیا لري چې ډاډه شي که حقوقي اختلاف رامنځته شي، د هېواد حقوقي نظام به د دوي د قانوني حقونو ساتنه وکړي، خو د حقوقي مقرراتو بې‌ثباتي او د قانون د تطبیق په برخه کې ناڅرګندتیا د دې باور د بشپړ رامنځته کېدو مخه نیولې ده. د دغو ټولو عواملو مجموعه د دې لامل شوې چې د چین ګڼ شمېر اقتصادي پروژې په افغانستان کې په ورو بهیر سره پر مخ ولاړې شي او یا هم خپلو ټاکل شویو موخو او تمه شویو پایلو ته ونه رسېږي.

د قدرتونو سیالي او سیمه‌ییزې ننګونې

په افغانستان کې د چین پانګونې یوازې د دې هېواد د کورنیو شرایطو تر اغېز لاندې نه دي. افغانستان تل د سیمه‌ییزو او نړیوالو سیالیو په محور کې پاتې شوی او همدې وضعیت د پانګونې پر چاپېریال هم ژور اغېز کړی دی.

په نړیواله کچه، د چین د اقتصادي نفوذ پراختیا او د کمربند او لارې نوښت (Belt and Road Initiative) پرمختګ د دې هېواد پر وړاندې جیوپولیټیکې سیالۍ زیاتې کړې دي. افغانستان هم د خپل مهم جغرافیایي موقعیت له امله د دغو سیالیو تر اغېز لاندې راغلی دی. په سیمه‌ییزه کچه، د هند او پاکستان سیالي او همدارنګه د چین او هند پراخه ستراتیژیکه سیالي، هغه عوامل دي چې د افغانستان پر وضعیت اغېز لري. افغانستان په ډېرو مواردو کې د دغو لوبغاړو د سیالیو په ډګر بدل شوی او همدې چارې د هېواد پر امنیت او ثبات منفي اغېز کړی دی.

د چین له نظره، په افغانستان کې پانګونه یوازې اقتصادي موضوع نه ده، بلکې د پراخو سیاسي او امنیتي محاسبو یوه برخه هم ګڼل کېږي. له همدې امله، بیجینګ اړ دی چې په افغانستان کې د پانګونې د پرېکړې پر مهال د سیمه‌ییزو سیالیو احتمالي پایلې هم په پام کې ونیسي.

پایله

په افغانستان کې د چین د پانګونې د ننګونو ارزونه ښيي چې د دغو ستونزو لویه برخه د افغانستان د دولت په کمزوري او ناپایدار وضعیت کې ریښه لري. سیاسي بې‌ثباتي، ناامني، د بنسټیزو زیربناوو کمزورتیا، حقوقي ستونزې او سیمه‌ییزې سیالۍ، له تېرو پنځو لسیزو راهیسې داسې چاپېریال رامنځته کړی چې په هغه کې بهرنۍ پانګونه له لوړې کچې خطر سره مل وي.

په همدې شرایطو کې، چین هم اړ شوی چې محتاطه تګلاره خپله کړي. د عام تصور خلاف، په افغانستان کې د چین د پانګونې محدودوالی تر ډېره د بیجینګ د علاقې د کمښت له امله نه، بلکې د هغو شرایطو له امله دی چې افغانستان د بهرنۍ پانګونې لپاره برابر کړي دي.

چین د یوه مهم اقتصادي او سیمه‌ییز شریک په توګه تل داسې تګلاره خپله کړې چې د متقابل درناوي، د هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې او پر اقتصادي همکاریو د تمرکز پر اصولو ولاړه ده. دغه تګلاره د افغانستان د اسلامي امارت له هغو سیاستونو سره همغږې ده چې د بهرنۍ پانګونې د جذب او اقتصادي ودې لپاره عملي کېږي او کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامدارو همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.

په ټولیز ډول، ویلای شو چې افغانستان او چین د تدریجي او مخ پر پراخېدو همکاریو پر لاره روان دي. د باور د فضا په پیاوړتیا، د بنسټیزو زیربناوو په ښه کېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو تعاملاتو په دوام سره تمه کېږي چې په راتلونکې کې به د چین پانګونې په افغانستان کې له محدودو پروژو څخه پراخو او ستراتیژیکو همکاریو ته لوړې شي.

وړاندیزونه

  • د دوامدارې پانګونې د جذب لپاره اړینه ده چې اقتصادي پالیسۍ او د پانګونې تړونونه کافي ثبات ولري او اداري یا اجرایي بدلونونه پر پخوانیو ژمنو منفي اغېز ونه کړي. د بهرنیو پانګه والو لپاره د یوه روښانه، ثابت او وړاندوینې وړ چوکاټ رامنځته کول د اقتصادي باور کچه لوړوي.
  • په مهمو بنسټیزو برخو لکه برېښنا، سړکونو، اورګاډي پټلۍ او مخابراتو کې پانګونه باید لومړیتوب ولري، ځکه همدغه زیربناوې د سترو کان‌کېندنې او صنعتي پروژو د بریالي تطبیق بنسټ جوړوي.
  • د اقتصادي قراردادونو او بهرنۍ پانګونې لپاره د یوه شفاف حقوقي نظام رامنځته کول.
  • د اداري پېچلتیاوو کمول، د جوازونو د صادرېدو بهیر چټکول او د مالي او مالیاتي امتیازونو ورکول کولای شي د بهرنۍ پانګونې، په ځانګړې توګه د چین د پانګونې، لپاره د افغانستان جذابیت زیات کړي.
  • په تخنیکي او مسلکي زده کړو کې پانګونه او د پوهې او ټکنالوژۍ د لېږد لپاره له بهرنیو شرکتونو سره همکاري، د بهرنیو کارکوونکو پر اړتیا تکیه راکموي او د هېواد کورني ظرفیتونه پیاوړي کوي.
  • افغانستان کولای شي د متوازن، ملي ګټو پر بنسټ اقتصادي سیاست په خپلولو سره د دې مخه ونیسي چې د سیمه‌ییزو قدرتونو د منفي سیالیو په ډګر بدل شي او پر ځای یې د اقتصادي همکاریو لپاره مناسب چاپېریال پیاوړی کړي.

سرچیني

[1] USAID (United States Agency for International Development) (2005) ‘Fragile states strategy’, P. 1. Link:

[2] World Bank (2005) Fragile states – good practice in country assistance strategies. Board Report 34790, 19 December, p1. World Bank, Washington, DC.

[3] DFID (Department for International Development) (2005) Reducing Poverty by Tackling Social Exclusion. A DFID Policy Paper. DFID, London.

په افغانستان کې د چین د پانګونې پر وړاندې ننګونې؛ امنيتي لومړيتوبونه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top