لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- د ځیرکو او ټیټلګښته ټکنالوژیو په وخت کې؛ د پوځي ځواک تعريف ته بیا کتنه
- ټکنالوژي او د جګړې د ماهیت بدلون
- ځیرک او ټېټهبیه وسلې
- ځيرک او ټیټلګښته وسلې او د جګړې د اقتصاد بدلون
- ځمکني شواهد: د اوکراین جګړه او د منځني ختیځ بدلونونه
- نوی والی او تطابق؛ د پوځي ځواک نوي اړخونه
- د افغانستان لپاره ستراتیژیک دليلونه
- پایله
- وړاندیزونه
- سرچینې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
د متحده ایالاتو – اسرائیلو او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ وروستۍ جګړې یو ځل بیا په معاصرو جګړو کې د نوې ټکنالوژۍ رول د ستراتیژیکو څېړنو له مهمو موضوعاتو څخه وګرځاوه. که څه هم ستر ځواکونه لا هم د هوايي ځواک، استخباراتو، فضايي سیسټمونو او پرمختللو وسلو په څېر برخو کې څرګند برلاسی لري، خو د محدودو سرچینو لرونکو لوبغاړو له لورې د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو)، توغندیو او نورو ځیرکو او نسبتاً ټیټلګښته سیسټمونو د کارونې زیاتوالی، د پوځي برلاسۍ د مفهوم او د پوځي سیالیو د ماهیت په اړه نوې پوښتنې راولاړې کړې دي. [1]
په دغو شرایطو کې دا پوښتنه مطرح کېږي چې ځیرکو او ټیټلګښته ټکنالوژیو تر کومه بریده د معاصرو جګړو منطق او د پوځي ځواک محاسبې اغېزمنې کړې دي او د ځواک د توازن او د جګړې د اقتصاد لپاره یې کومې پایلې له ځان سره لرلې دي؟ دا مقاله د دغو بدلونونو په ارزولو سره، په معاصرو جګړو کې د ځیرکو او ټیټلګښته ټکنالوژیو رول تحلیلوي او د افغانستان لپاره یې ستراتیژیکې اغېزې تر بحث لاندې نیسي.
ټکنالوژي او د جګړې د ماهیت بدلون
د صنعتي انقلاب له رامنځته کېدو وروسته، ټکنالوژي د جګړې د ماهیت د بدلون او د هغې د پایلو د ټاکلو له مهمو عواملو څخه وګرځېده. په تېرو دوو پېړیو کې، هغه هېوادونه چې توانېدلي دي نوي پوځي ټکنالوژۍ په چټکۍ سره پراخې کړي او په اغېزناک ډول یې د خپلو وسلهوالو ځواکونو په جوړښت کې وکاروي، معمولاً یې د جګړې په ډګر کې څرګند پوځي برلاسی ترلاسه کړی دی. برعکس، هغه دولتونه چې له دې بهیر څخه وروسته پاتې شوي، ډېری وخت له جدي زیانونو او پوځي ماتو سره مخ شوي دي.
په شلمه پېړۍ کې سترو قدرتونو خپل پوځي ځواک یوازې د سرتېرو د شمېر او یا هم د تجهیزاتو د حجم پر بنسټ نه ارزوه، بلکې د پوځي ټکنالوژیو د تولید، پراختیا او نوښت وړتیا هم د ملي ځواک له مهمو شاخصونو څخه وګرځېده. همدې بهیر د سترو قدرتونو ترمنځ د ټکنالوژیکې سیالۍ کچه په بېساري ډول لوړه کړه. د اټومي وسلو راڅرګندېدو د سړې جګړې د وسلو سیالي نوي پړاو ته داخله کړه؛ داسې چې متحده ایالاتو او پخواني شوروي اتحاد د خپلې ستراتیژیکې مرتبې او د مخنیوي ځواک یوه مهمه برخه د خپلو اټومي وړتیاوو او د اټومي وسلو د زېرمو پر ویجاړوونکي ظرفیت ولاړه کړې وه. [2]
د ۱۹۷۰مې لسیزې له پیل سره، متحده ایالاتو د معلوماتي ټکنالوژۍ له انقلاب څخه په ګټې اخیستنې، په پوځي پلان جوړونه، د قوماندې او کنټرول شبکو، مخابراتي سیسټمونو او سپوږمکۍمحورو ټکنالوژیو کې پراخ بدلونونه رامنځته کړل. دغو بدلونونو دې هېواد ته د رادار څخه د پټېدونکو الوتکو، دقیقو هدایت کېدونکو وسلو، د نړیوال موقعیت ټاکنې سیسټم (GPS) او پرمختللو استخباراتي شبکو په برخو کې د پام وړ برلاسی ورکړ. د دې برلاسۍ اغېزې په څرګند ډول د ۱۹۹۱ کال د فارس خلیج په جګړه او وروسته په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د برید پر مهال څرګندې شوې؛ چېرې چې امریکایي ځواکونو وکولای شول په لنډ وخت کې د عراق پوځ ته ماتې ورکړي او بغداد ونیسي.
خو، هغه ټکنالوژۍ چې د څو لسیزو لپاره د سترو قدرتونو تر ټولو مهمه ستراتیژیکه ګټه بلل کېدې، په تدریج سره د نویو ننګونو د راپیدا کېدو زمینه هم برابره کړه. د سوداګریزو ټکنالوژیو پراختیا، د ځیرکو تجهیزاتو د تولید د لګښت کمېدل او پرمختللو ټکنالوژیو ته اسانه لاسرسی، د دې لامل شول چې هغه وسایل چې پخوا یوازې د سترو پوځونو په انحصار کې وو، ورو ورو د کوچنیو لوبغاړو لاس ته هم ورسېږي.
د متحده ایالاتو او اسرائیلو او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ وروستۍ نښته د همدې بدلون څرګنده بېلګه ده. که څه هم متحده ایالاتو د خپلو خورا پرمختللو جنګي الوتکو، استخباراتي سیسټمونو، دقیقو توغندیو او هوايي وړتیاوو په مټ وکولای شول د ایران ځینو دفاعي ظرفیتونو ته د پام وړ زیانونه ورسوي، خو د عراق د تجربې په څېر ونه توانېدل چې یوه چټکه، ټیټلګښته او پرېکنده بریا ترلاسه کړي. په مقابل کې، ایران د توغندیو، بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) او نورو ځیرکو او ټیټلګښته سیسټمونو په کارولو سره وتوانېد د مقابل لوري د عملیاتو لګښتونه لوړ کړي. دغې جګړې وښودله چې نن ورځ ارزانه ټکنالوژۍ هم د پرمختللو تجهیزاتو تر څنګ د جګړې پر بهیر او د پوځي محاسبو پر څرنګوالي اغېز لرلی شي.
په بل عبارت، اصلي بدلون د پرمختللو ټکنالوژیو د اهمیت په کمېدو کې نه، بلکې د ځیرکو او ټیټلګښته ټکنالوژیو د لاسرسي په پراخېدو کې نغښتی دی. هغه ټکنالوژي چې یو وخت د سترو قدرتونو د پوځي برلاسۍ ځانګړې وسیله ګڼل کېده، اوس د محدودو سرچینو لرونکو لوبغاړو لپاره هم د ځواک د واټن د کمولو او د بازدارندګۍ د وړتیا د زیاتولو مهمې وسیلې ګرځېدلې دي.
ځیرک او ټېټهبیه وسلې
د پوځي څېړنو په ادبیاتو کې تر اوسه د (ټیټبیه وسلو) لپاره داسې یو واحد تعریف نشته چې د ټولو څېړونکو او متخصصانو له خوا منل شوی وي، خو په عمومي توګه، دا اصطلاح هغو سیسټمونو او تجهیزاتو ته کارول کېږي چې د سوداګریزو ټکنالوژیو، ساده تولیدي بهیر او د ټیټ تولیدي لګښت په مټ د جګړې په ډګر کې د پام وړ عملیاتي یا ستراتیژیکې اغېزې رامنځته کولای شي. د دغو وسلو ارزښت یوازې د هغوي په ټېټه بیه کې نه دی، بلکې د ډلهییز تولید، د چټک بدیل موندلو، د اسانه کارونې او د داسې زیان د اړولو په وړتیا کې نغښتی دی چې د تولید له لګښت سره یې تناسب نه لري.
د دغو تجهیزاتو د پام وړ برخه د هغو ټکنالوژیو پر بنسټ رامنځته شوې چې په اصل کې د ملکي موخو لپاره طرحه شوې وې؛ لکه پرمختللي سنسرونه (Sensors)، ډیجیټلي کمرې، د موقعیت ټاکنې سیسټمونه، شبکيز مخابرات، روبوټیک ټکنالوژي او په وروستیو کلونو کې د مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence) بېلابېل کارونه. په سوداګریزو بازارونو کې د دغو ټکنالوژیو پراخېدو او د هغو د لاسرسي د لګښت کمېدو، محدودو سرچینو لرونکو لوبغاړو ته دا زمینه برابره کړې ده چې د نسبتاً لږو تخنیکي بدلونونو په راوستلو سره، له دغو ټکنالوژیو څخه په پوځي ډګر کې هم ګټه واخلي. له همدې امله، ډېر هغه ظرفیتونه چې یو وخت یوازې د پرمختللو پوځونو په انحصار کې وو، نن ورځ د پام وړ په لږ لګښت د پراخې کچې لوبغاړو لپاره هم د لاسرسي وړ ګرځېدلي دي. [3]
همدارنګه، د دې بدلون ستراتیژیک اهمیت په دې کې دی چې د پوځي ځواک د ارزونې ځینې دودیز بنسټونه یې له ننګونو سره مخ کړي دي. پخوا پوځي برلاسی تر ډېره د دفاعي بودجې، د درنو تجهیزاتو د شمېر، د پرمختللو جنګي الوتکو د شمېر او د هېوادونو د صنعتي ظرفیت پر بنسټ ارزول کېده؛ خو د ځیرکو او ټیټلګښته وسلو پراختیا وښودله چې محدودې سرچینې لرونکي لوبغاړي هم کولای شي د نوې ټکنالوژۍ په برخه کې د هدفمندې پانګونې له لارې پر خپلو ځواکمنو سیالانو د پام وړ لګښتونه وتپي او د ځواک په توازن کې موجود واټن تر یوه بریده راکم کړي.
البته، دا بدلون په دې معنا نه دی چې د سترو قدرتونو برتري له منځه تللې ده. پرمختللي هېوادونه لا هم د هوايي ځواک، فضايي سیسټمونو، ستراتیژیکو استخباراتو، پرمختللو دفاعي صنایعو او پېچلو ټکنالوژیو په برخو کې څرګند برلاسی لري. سره له دې، د وروستیو کلونو بدلونونه ښيي چې په معاصرو جګړو کې بریا نور یوازې د تر ټولو ګرانبیه تجهیزاتو په لرلو پورې تړلې نه ده؛ بلکې د نوښت وړتیا، ډلهییز تولید، له راټوکېدونکو ټکنالوژیو سره چټکه همغږي او د هغو هوښیارانه کارونه هم د پوځي ځواک له بنسټیزو عناصرو څخه ګرځېدلي دي.[4]
په بل عبارت، ټیټبیه وسلې د پرمختللو وسلو بدیل نه، بلکې بشپړوونکې دي. هغه څه چې اوس د بدلون په حال کې دي، د پوځي ځواک د کارونې منطق دی؛ داسې منطق چې په هغه کې اغېزمنتیا، د تولید چټکتیا، انعطافپذیري او د لګښت او اغېز ترمنځ تناسب، د دولتونو او وسلهوالو ځواکونو په ستراتیژیکو محاسبو کې تر پخوا ډېر اهمیت موندلی دی.
ځيرک او ټیټلګښته وسلې او د جګړې د اقتصاد بدلون
د ځیرکو او ټیټلګښته وسلو پراختیا یوازې د پوځي تجهیزاتو د نوي نسل د راڅرګندېدو معنا نه لري، بلکې د جګړې په اقتصادي منطق کې د ژور بدلون څرګندونه هم کوي. د دغو وسلو ستراتیژیک ارزښت تر هر څه زیات د دریو بنسټیزو ځانګړتیاوو له ترکیب څخه رامنځته کېږي: د تولید ټیټ لګښت، د ډلهییز تولید وړتیا او د تولید له لګښت سره په غیرمتناسب ډول د پام وړ عملیاتي اغېزو د رامنځته کولو توان. همدغه ځانګړتیاوې د دې لامل شوې چې د پوځي لګښت او جګړهییز ځواک ترمنځ د اړیکې په اړه ډېر دودیز انګېرنې له سره وارزول شي.
د جګړې په کلاسیکه بڼه کې، د پوځي برلاسۍ ساتل د ټکنالوژۍ د پراختیا، د پېچلو تجهیزاتو د تولید او د پراخو صنعتي زېربناوو د رامنځته کولو لپاره سترې پانګونې ته اړتیا لرله. له همدې امله، هغه هېوادونه چې ډېرې مالي او صنعتي سرچینې یې لرلې، معمولاً له پیاوړي پوځي ځواک څخه هم برخمن وو. که څه هم دا منطق لا هم په ډېرو پوځي برخو کې خپل اعتبار لري، خو د ځیرکو او ټیټلګښته ټکنالوژیو پراختیا وښوده چې یوازې ټکنالوژیک برلاسی په جګړه کې د اقتصادي برلاسۍ تضمین نه شي کولای.
د دې بدلون یوه له مهمو پایلو څخه د برید او دفاع د لګښتونو د تناسب بدلون دی. پخوا هغه لوری چې پرمختللي تجهیزات یې لرل، په نسبتاً مناسب لګښت سره یې خپل پوځي برلاسی ساتلای شو. خو نن ورځ په ډېرو شخړو کې، محدودې سرچینې لرونکي لوبغاړي کولای شي د ګڼ شمېر ځیرکو او ټیټلګښته سیسټمونو په کارولو سره خپل سیال دې ته اړ کړي چې د دفاع لپاره له خورا ګرانبیه دفاعي سیسټمونو څخه ګټه واخلي. په داسې شرایطو کې، که څه هم د دغو ګواښونو ډېری برخه کشف او له منځه یوړل شي، بیا هم د دفاع لګښت ښايي د برید له لګښت څخه څو چنده لوړ وي.
د دې وضعیت یوه څرګنده بېلګه د ځانمرګو بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) او پرمختللو هوايي دفاعي سیسټمونو ترمنځ په تقابل کې لیدل کېږي. د بېلګې په توګه، د شاهد-۱۳۶ ډرون د تولید لګښت، د پنځم نسل F-35 جنګي الوتکې او یا هم د پرمختللو توغندیو له بیې سره په پرتله خورا لږ دی.[5] څرګنده ده چې دغه ډرون د چټکتیا، دقت، عملیاتي واټن او ویجاړوونکي ځواک له پلوه د پرمختللو جنګي الوتکو سیال نه شي کېدای؛ خو اصلي برتري یې په بل ځای کې ده: د ډلهییز تولید وړتیا او پر دښمن د لوړو لګښتونو تحمیلول. کله چې سلګونه ډرونونه په یوه وخت کې وکارول شي، دفاعي لوری اړ کېږي چې د هر یوه د شنډولو لپاره له پېچلو سیسټمونو او ګرانبیه توغندیو څخه استفاده وکړي. په پایله کې، که څه هم ټول ډرونونه له منځه یوړل شي، بیا هم بریدکوونکی ښايي خپل یو مهم هدف، یعنې پر دښمن د اقتصادي او عملیاتي لګښتونو زیاتول، ترلاسه کړی وي. له همدې امله، د دغو وسلو اغېزمنتیا یوازې د هغوي د ویجاړوونکي ځواک له مخې نه ارزول کېږي، بلکې باید د جګړې پر اقتصادي او ستراتیژیکو محاسبو د هغوي د اغېزو له لیدلوري وارزول شي.
له همدې امله، اوسنی بدلون باید یوازې د یوې وسلې د بلې وسلې په ځای ناستې په توګه ونه ګڼل شي، بلکې دا د جګړې په اقتصاد کې یو بنسټیز بدلون دی. په نوي امنیتي چاپېریال کې، پوځي بریا تر پخوا ډېره د سرچینو د اغېزمن مدیریت، د تولید د چټکتیا، د اکمالاتي ځنځیر د دوام ساتلو او د لګښت او اغېزمنتیا ترمنځ د مناسب تناسب په رامنځته کولو پورې تړلې ده. له همدې کبله، د تجهیزاتو د کیفیت تر څنګ، «د پوځي ځواک اقتصادي اغېزمنتیا» هم د هېوادونو د جګړهییز ځواک د ارزونې له مهمو او ټاکونکو معیارونو څخه ګرځېدلې ده.
ځمکني شواهد: د اوکراین جګړه او د منځني ختیځ بدلونونه
د وروستیو کلونو بدلونونه ښيي چې د ځيرکو او ټیټلګښته وسلو رول نور یوازې یوه نظري فرضیه نه ده، بلکې د جګړې په ډګر کې په یوه نه انکارېدونکي حقیقت بدل شوی دی. د اوکراین جګړه او د منځني ختیځ شخړې هغه دوه څرګندې بېلګې دي چې ښيي د دغو ټکنالوژیو پراختیا څنګه د پوځي محاسبو، د جګړې د لګښتونو او د ځواک د توازن پر بدلون اغېز کړی دی.
د اوکراین جګړه؛ د نوښت له لارې د ځواک د توازن بدلون: د اوکراین جګړه د یوویشتمې پېړۍ د جګړهییزو لارو چارو د بدلون له روښانو بېلګو څخه ګڼل کېږي. د جګړې په پیل کې، اوکراین د دفاعي بودجې، صنعتي ظرفیت، د سرتېرو د شمېر او درنو پوځي تجهیزاتو له پلوه له روسیې سره د پام وړ واټن درلود. سره له دې، دغه هېواد وتوانېد چې د نوښت، د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) او بېسرنشینه سیسټمونو د پراخې کارونې، د سوداګریزو ټکنالوژیو او پرمختللو استخباراتي شبکو په مرسته، د دې نابرابرۍ یوه مهمه برخه جبران کړي.
په دې جګړه کې د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) پراخه کارونه یوازې د کشفي عملیاتو پورې محدود نه وو، بلکې د هدفونو په پېژندنه، دقیقو بریدونو، د اکمالاتي کرښو په ګډوډولو او آن د روسیې د خاورې په ژورو سیمو کې پر هدفونو د بریدونو په ترسره کولو کې یې هم مهم رول ولوباوه. دې تجربې وښودله چې د پوځي اغېزمنتیا بنسټ تر پخوا ډېر د ټکنالوژۍ، استخباراتو او نوښت پر اغېزمنې یوځایکارونې ولاړ دی، نه یوازې پر درنو او دودیزو تجهیزاتو.
په مقابل کې، روسیې هم په چټکۍ سره ځان له نویو شرایطو سره عیار کړ او د کورني تولید د پراختیا ترڅنګ یې د ټیټلګښته بېپیلوټه الوتکو پراخه کارونه هم په خپلو لومړیتوبونو کې شامل کړه. دا بهیر ښيي چې آن ستر پوځي قدرتونه هم اړ شوي دي چې د خپلو وسلهوالو ځواکونو جوړښت او د تجهیزاتو تګلاره د معاصرو جګړو له اړتیاوو سره برابره کړي. له همدې امله، د اوکراین جګړه د پوځي ټکنالوژۍ د نوي نسل د ازموینې ډګر بلل کېدای شي؛ داسې ډګر چې په کې د نوښت چټکتیا او د تولید ظرفیت د اور په اندازه اهمیت موندلی دی.
منځنی ختیځ؛ د سترو قدرتونو د لګښتونو زیاتوالی: د منځني ختیځ وروستي بدلونونه هم د همدې بهیر پخلی کوي. په وروستیو کلونو کې، دولتي او غیردولتي لوبغاړو په زیاتېدونکي ډول د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو)، ټیټلګښته توغندیو او نورو ځیرکو سیسټمونو څخه کار اخیستی، ترڅو پر سترو پوځي قدرتونو فشار زیات کړي. په ډېرو مواردو کې، د دغو بریدونو اصلي موخه د پوځي برلاسۍ ترلاسه کول نه، بلکې پر مقابل لوري د اقتصادي، عملیاتي او سیاسي لګښتونو تحمیلول وو.
د حوثیانو له خوا په سره سمندر کې د بېړیو پر تګلارو او د سیمې پر بېلابېلو موخو بریدونه د همدې تګلارې یوه څرګنده بېلګه ده. که څه هم دا ډله د پوځي ځواک له پلوه له سترو قدرتونو سره د پرتله کېدو وړ نه ده، خو د ځیرکو او ټیټلګښته وسلو کارونې دې ته لاره هواره کړې چې د سمندري لارو د ساتنې او د سیمې د امنیت د تأمین لګښتونه د متحده ایالاتو او د هغه د متحدینو لپاره په څرګند ډول لوړ کړي. دغه تجربه ښيي چې په ځینو مواردو کې، ستراتیژیکه بریا یوازې د دښمن د اوښتو زیانونو په کچه نه ارزول کېږي، بلکې د مقابل لوري د محاسبو د بدلولو او پر هغه د لګښتونو د تحمیلولو وړتیا هم د ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو مهمه برخه جوړوي.
د متحده ایالاتو-اسرائیلو او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ وروستۍ مقابله هم په همدې چوکاټ کې تحلیل کېدای شي. دې مخامخ کېدو وښودله چې که څه هم ستر قدرتونه لا هم د هوايي ځواک، استخباراتو، برېښنايي جګړې او دقیقو وسلو په برخو کې څرګند برلاسی لري، خو نور لوبغاړي هم کولای شي د ځېرکو او ټیټلګښته سیسټمونو په مټ د دې برلاسۍ لګښتونه زیات کړي او دا مخه ونیسي چې تاکتیکي لاسته راوړنې په اسانۍ سره په سیاسي یا ستراتیژیکو بریاوو بدلې شي.
البته، دا واقعیت باید داسې تعبیر نه شي چې ګواکې د سترو قدرتونو پوځي برلاسی له منځه تللی دی. هغه څه چې بدلون پکې راغلی، د پوځي سیالۍ ماهیت دی. په معاصرو جګړو کې، بریا تر پخوا ډېره د له شرایطو سره د چټک تطابق، نوښت، دوامدار تولید او د سرچینو د اغېزمن مدیریت پورې تړلې ده. [6]
نوی والی او تطابق؛ د پوځي ځواک نوي اړخونه
د ځیرکو او ټیټلګښته وسلو پراختیا د پرمختللو وسلو د رول د پای ته رسېدو معنا نه لري. پوځي ځواک لا هم پر هغو بنسټیزو عناصرو ولاړ دی لکه هوايي ځواک، سمندري ځواک، فضايي او استخباراتي سیسټمونه. هغه څه چې بدلون پکې راغلی، یوازې دا دي چې دغه عناصر اوس له راټوکېدونکو ټکنالوژیو سره په نوې بڼه تعامل کوي.
له همدې امله، یوازې د ځیرکو او ټیټلګښته وسلو درلودل ستراتیژیکه برتري نه رامنځته کوي. اصلي ټاکونکی عامل دا دی چې یو هېواد تر کومه بریده کولای شي دغه ټکنالوژۍ د خپلو وسلهوالو ځواکونو په جوړښت کې ځای پرځای کړي، خپلې پوځي دکتورینونه له نویو وړتیاوو سره برابر کړي او د ټکنالوژۍ، سازمان او بشري ځواک ترمنځ اغېزمنه همغږي رامنځته کړي. هغه هېواد چې یوازې د نویو تجهیزاتو په پېرلو بسنه وکړي، خو ونه توانېږي هغه په خپل د نظامي ځواک، روزنه، عملیاتي پلان جوړونه او دفاعي جوړښت کې بنسټیز ځای ورکړي، د دې بدلون له واقعي ګټو څخه به برخمن نه شي.
له همدې امله، په وروستیو کلونو کې د پوځي نوښت» مفهوم د ستراتیژیکو څېړنو په ادبیاتو کې ځانګړی اهمیت موندلی دی. پوځي نوښت یوازې د یوې نوې ټکنالوژۍ تر تولید پورې محدود نه دی، بلکې د ټکنالوژۍ د عملي جګړهییزې وړتیا په بدلولو هم رانغاړي. دا بهیر د سازماني جوړښتونو اصلاح، د ځواکونو د روزنې د لارو چارو بیاکتنه، د نویو پوځي دکتورینونو پراختیا او د دوامدارو بدلونونو د منلو لپاره د بنسټیز انعطاف رامنځته کول غواړي.
د اوکراین د جګړې تجربه دا حقیقت په ښه ډول څرګندوي. د جګړې دواړو لوریو په لنډ وخت کې څو ځله د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو)، بېسرنشینه سیسټمونو او د برېښنايي جګړې د وسایلو د کارونې طریقې بدلې کړې دي. په ډېرو مواردو کې، د یوې نوې ټکنالوژۍ د راڅرګندېدو او د هغې پر وړاندې د مقابلې د لارو چارو د رامنځته کېدو ترمنځ واټن یوازې څو اوونۍ یا څو میاشتې و. دا وضعیت ښيي چې د راتلونکو جګړو په ډګر کې به د زدهکړې چټکتیا او له شرایطو سره د تطابق وړتیا د پرمختللو تجهیزاتو د لرلو په اندازه مهمه وي.
د دې بدلون بله بېلګه د ځینو سترو قدرتونو د دفاعي سیاستونو په بیاکتنه کې لیدل کېږي. متحده ایالاتو، سره له دې چې د نړۍ له تر ټولو پرمختللو دفاعي صنایعو څخه برخمن دي، په وروستیو کلونو کې د بېسرنشینه سیسټمونو، مصنوعي ځیرکتیا، د ځیرکو مهماتو د ډلهییز تولید او د دفاعي اکمالاتي ځنځیرونو د پیاوړتیا په برخه کې پراخه پانګونه پیل کړې ده. دا بهیر ښيي چې آن ستر پوځي قدرتونه هم دې پایلې ته رسېدلي چې د برلاسۍ ساتل یوازې په ګرانبیه ټکنالوژیو تکیه نه شي کولای، بلکې دوامدار نوښت، سازماني تطابق او د ستراتیژیک انعطاف زیاتوالي ته هم اړتیا لري.[7]
له همدې امله، ویلای شو چې په یوویشتمه پېړۍ کې پوځي سیالي تر دې ډېره چې د تر ټولو پرمختللو تجهیزاتو د لرلو سیالي وي، د زدهکړې، نوښت او له بدلېدونکي امنیتي چاپېریال سره د تطابق د وړتیا سیالي ده. هر څومره چې دغه وړتیا د یوه هېواد په دفاعي جوړښت کې ژوره او بنسټیزه شوې وي، هماغومره به یې د پوځي برلاسۍ د ساتلو او د راټوکېدونکو ګواښونو پر وړاندې د مقاومت او پایښت احتمال هم زیات وي.
د افغانستان لپاره ستراتیژیک دليلونه
د معاصرو جګړو بدلونونه، د افغانستان لپاره یوازې د نورو هېوادونو د پوځي تجربو ټولګه نه ده، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیتي چاپېریال د بدلون نښه هم ده؛ داسې بدلون چې په راتلونکو کلونو کې د ګواښونو پر ماهیت، د بازدارندګۍ پر څرنګوالي او د هېواد د دفاعي ظرفیتونو د پراختیا پر اړتیاوو اغېز کولای شي. له همدې امله، د دغو بدلونونو تر ټولو مهم درس د نورو هېوادونو د وسلوالو الګو تقلید نه، بلکې د دفاعي ځواک او امنیتي چمتووالي د مفهوم بیا ارزونه او بیا تعریف دی.
افغانستان د مالي سرچینو، صنعتي ظرفیت او دفاعي زېربناوو له پلوه له روښانه محدودیتونو سره مخ دی. په داسې شرایطو کې، یوازې د پوځي ځواک د پراختیا پر دودیزو الګو تکیه کول نه له اقتصادي پلوه پایدار دي او نه هم د معاصرو جګړو له راټوکېدونکو بدلونونو سره پوره همغږي لري. د وروستیو کلونو تجربو ښودلې چې په راټوکېدونکو ټکنالوژیو کې هدفمنده پانګونه، د کورنیو ظرفیتونو پراختیا او د متخصصو بشري سرچینو روزنه، د دودیز دفاعي ځواک تر څنګ د هېواد د امنیتي پایښت (تابآورۍ) په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولای شي.
له همدې امله، په افغانستان کې د دفاعي ظرفیت پراختیا باید تر پخوا ډېره پر بشري پانګې، تخنیکي پوهې او د نوښت پر وړتیا ولاړه وي. ټکنالوژۍ لکه بېسرنشینه سیسټمونه، مصنوعي ځیرکتیا، د معلوماتو تحلیل، سایبري امنیت، د کشف او څارنې سیسټمونه او ځیرک مخابرات، یوازې پوځي وسایل نه دي، بلکې د نوي عصر د ملي ځواک د بنسټیزو زېربناوو برخه ګڼل کېږي. هغه هېواد چې د دغو ټکنالوژیو د پېژندنې، بومي کولو او اغېزمنې کارونې وړتیا ونه لري، حتی که دودیز پوځي تجهیزات هم ولري، بیا هم د راټوکېدونکو ګواښونو پر وړاندې زیانمن پاتې کېدای شي.
خو تر ټولو مهم بدلون هغه دی چې د پالیسۍ جوړوونکو په لیدلوري کې د دفاعي ځواک د مفهوم په اړه بدلون رامنځته کېدل اړین دي. په نوي امنیتي چاپېریال کې، پوځي ځواک نور یوازې د سرتېرو په شمېر، د تجهیزاتو په حجم او یا د دفاعي بودجې پر کچې نه ارزول کېږي، بلکې د زدهکړې وړتیا، نوښت، له ټکنالوژیکو بدلونونو سره تطابق او د سرچینو اغېزمن مدیریت هم د هماغه اندازې اهمیت لري. له همدې امله، د پوهنتونونو، څېړنیزو مرکزونو، ټکنالوژیکو صنعتونو او دفاعي بنسټونو ترمنځ د همکارۍ او اړیکو رامنځته کول، د هېواد د ستراتیژیک ظرفیت د پراختیا له اساسي اړتیاوو څخه ګڼل کېږي.
همدارنګه، د وروستیو جګړو تجربو وښودله چې پر بهرنیو ټکنالوژیو او تجهیزاتو بشپړه تکیه، په اوږدمهال کې نوې زیانونه رامنځته کولای شي. له همدې امله، که څه هم د دفاعي صنایعو بشپړه ځانبسیا د ډېرو هېوادونو لپاره اسانه نه ده، خو د تجهیزاتو د طرحې، ترمیم، ساتنې، پرمختګ او د ځینو مهمو ټکنالوژیو د کورني تولید د وړتیاوو پراختیا، د هېواد د دفاعي خپلواکۍ، د پرېکړو د خپلواکۍ او دفاعي انعطاف د پیاوړتیا لپاره مهم ارزښت لري.
په پای کې، د افغانستان لپاره تر ټولو مهم ستراتیژیک درس دا دی چې د امنیتي سیالیو راتلونکی به تر بل هر وخت ډېر پر پوهې، نوښت، انعطافپذیرۍ او له بدلونونو سره د چټک تطابق پر وړتیا ولاړ وي. له همدې امله، هره دفاعي پالیسي چې دغه بنسټیز عناصر په خپلو اوږدمهالو پلانونو کې ځای نه کړي، د امنیتي چاپېریال د چټکو بدلونونو پر وړاندې به له جدي ننګونو سره مخ شي.
پایله
وروستي بدلونونه ښيي چې معاصرې جګړې نوي پړاو ته داخلې شوې دي؛ هغه پړاو چې پکې هوښیارې او ټیټلګښته ټکنالوژۍ، لکه بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه)، مصنوعي ځیرکتیا او دوهګونې کارونې (Dual-use) ټکنالوژۍ، نه یوازې د جګړې ډګر ته نوي وسایل راوستي، بلکې د پوځي ځواک د تولید او کارونې څرنګوالی یې هم بدل کړی دی. دې بهیر هغه وړتیاوې چې پخوا یوازې د سترو قدرتونو په انحصار کې وې، د ډېرو نورو لوبغاړو لپاره هم د لاسرسي وړ کړې دي، که څه هم د دغو قدرتونو برلاسی لا هم پر خپل ځای پاتې دی. نن ورځ پوځي بریا تر دې ډېره چې د تجهیزاتو په زېرمو پورې تړلې وي، په نوښت، اغېزمن سازمان او د سرچینو په مدیریت پورې تړلې ده.
دغه بدلون د جګړې اقتصادي منطق هم له سره تعریف کړی دی او یو لړ شاخصونه لکه د لګښت او اغېزمنتیا تناسب، د تجهیزاتو د چټک بدیل وړتیا او انعطافپذیري د پوځي ځواک په مهمو معیارونو بدل شوي دي. هوښیارې ټکنالوژۍ د پرمختللو وسلو بدیل نه، بلکې بشپړوونکې دي او د راتلونکو جګړو ستراتیژیکې محاسبې بدلې کوي. د راتلونکې پوځي سیالي به تر ډېره د دفاعي نوښت د نظامونو ترمنځ سیالي وي؛ هغه هېوادونه چې د څېړنې، ټکنالوژۍ، صنعت او دفاعي پالیسۍ ترمنځ همغږې اړیکې رامنځته کړي، د راټوکېدونکو ګواښونو پر وړاندې به د تطابق لوړه وړتیا ولري.
له همدې امله، د دې تحلیل تر ټولو مهمه موندنه دا ده چې د معاصرو جګړو بنسټیز بدلون د سترو قدرتونو د پوځي برلاسۍ په پای ته رسېدو کې نه، بلکې د پوځي ځواک د سرچینو او د تولید د میکانیزمونو په بیا تعریف کې نغښتی دی. په دې چوکاټ کې، بشري پانګه، د نوښت وړتیا، ټکنالوژیکې زېربناوې، سازماني انعطاف او د ځیرکو ټکنالوژیو د اغېزمنې کارونې وړتیا د دودیز پوځي ځواک ترڅنګ، په یوویشتمه پېړۍ کې د دفاعي ځواک له اساسي ستنو څخه ګرځېدلي دي.
له همدې امله، د هېوادونو د ملي امنیت راتلونکی تر بل هر وخت ډېر د دې وړتیا پورې تړلی دی چې پوهه په ټکنالوژۍ، ټکنالوژي په دفاعي وړتیا او دفاعي وړتیا په ستراتیژیکې برترۍ بدله کړي. هر څومره چې دا ښه اغېزمن وي، هماغومره به د مخنیوي د ساتلو، د امنیتي پایښت (تابآورۍ) د لوړولو او د ملي ګټو د خوندي کولو امکان هم زیات وي.
وړاندیزونه
۱. ځیرکو او ټیټلګښته وسلو د ځواک او امنیت دودیز مفهوم بدل کړی دی؛ له همدې امله، اړینه ده چې امنیتي پالیسۍ د دغو بدلونونو پر بنسټ او د نوې ټکنالوژۍ، لکه بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو)، استخباراتي وسایلو او مصنوعي ځیرکتیا پر محور تنظیم شي.
۲. افغانستان باید د امنیتي اړتیاوو تر څنګ، په تخنیکي زدهکړو، انجینرۍ علومو او د ټکنالوژۍ په پراختیا کې خپله پانګونه زیاته کړي؛ ځکه د هېواد راتلونکی تر بل هر وخت ډېر پر پوهې، نوښت او ټکنالوژیک ظرفیت ولاړ دی.
سرچینې
[1] Paul, Scharre “ Losing the War of the Future: New Military technology Threaten America’s Military Advantage,” FOREIGN AFFAIRS, June 23, 2026, Link
[2] Steven E. Miller, “Technology and war,” December 1985. Pp 46-50
[3] T.x Hammer, “Technologies Converge and Power Diffuses: The Evolution of Small, Smart and Cheap Weapons,” CATO INSTITUTE, January 16, 2026, Link
[4] Robert James, “ Low-Cost Warfare: The Technology Gap is Now Transforming Modern Warfare,” Medium, mar 19, 2026, link
[5] Malcom, Kyeyune, “Cheap Weapon, new wars,” THE NEW STATESMAN, 27 November 2023, Link
[6] Michael C Horowitz & Lauren A.Kahn, “Iran’s Drone Advantage,” Foreign Affairs, March 11, 2026, Link
[7] Andriy Zagorodnyouk, “The New Revolution in Military Affairs,” Andriy Zagorodnyk, carneigeendowment, apr 20, 2026, Link

m1cm9m