لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کلېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- د افغانستان اسلامي امارت او روسیې ترمنځ امنیتي هوکړې ته یوه کتنه
- د اسلامي امارت او روسیې اړیکي ستراتیژیکو کچې ته لوړول
- د افغانستان په اړه د مسکو د نظر په بدلولو کې د اسلامي امارت چلند
- د اسلامي امارت لپاره له روسیې سره د پوځي-تخنیکي تړون لاسلیک کولو ګټې
- د روسیې لپاره د دې تړون ګټې
- د منځنۍ اسیا پر هېوادونو باندې د دې تړون اغېزې
- د دې تړون پر وړاندې د لویدیځو هیوادونو، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو احتمالي غبرګون
- پایله
- وړاندیزونه
- سرچیني
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سریزه
په دې وروستیو کې د افغانستان اسلامي امارت او روسیې ترمنځ د پوځي-تخنیکي همکارۍ په برخه کې یو تړون لاسلیک شو. که څه هم د دې تړون ټول اړخونه لا نه دي خپاره شوي، خو د دواړو خواوو د چارواکو د څرګندونو له مخې، د دې تړون اصلي محورونه په افغانستان کې د روسیې جوړ شوي پوځي تجهیزاتو ترمیم او بیارغونه، د پوځي زیربناوو پیاوړتیا او په دفاعي سکتور کې د تخنیکي همکارۍ پراختیا شامله ده.[1] په لومړۍ لیدنه کې دا تړون ممکن د محدود تخنیکي او نظامي همکارۍ په څېر ښکاري، مګر که له نزدې وڅارل شي نو اهمیت یې د تخنیکي او وسلو له ابعادو څخه ډیر دی. د دې پرمختګ اهمیت یوازې دوه اړخیزو اړیکو پورې محدود نه دی. دا تړون کولی شي د اسلامي امارت نظامي وړتیاوې، د افغانستان سیمه ییز موقعیت، د منځنۍ آسیا هېوادونو امنیتي محاسبې او حتی د روسیې او لویدیځ ترمنځ جیوپولیټیکې سیالۍ اغیزمنې کړي. همدارنګه دا پوښتنه هم راپورته کیږي چې د کومو لاملونو پر اساس روسیې د اسلامي امارت پر وړاندې خپل چلند بدل کړی او ولې مسکو اوس د امنیت او دفاع په څېر حساسو برخو کې کابل سره همکارۍ ته لیواله دی. پر دې اساس دا مقاله هڅه کوي چې وروستۍ موافقه د څلورو اصلي مسلو په چوکاټ کې تحلیل کړي: د اسلامي امارت په اړه د روسیې د نظر د بدلون لاملونه، د کابل حکومت لپاره د دې هوکړې اغیزې، د اسلامي امارت سره د همکارۍ په پراخولو کې د روسیې ګټې او موخې او د دې پرمختګ سیمه ییز او نړیوالې اغیزې. د تحلیل اصلي فرضیه دا ده چې وروستۍ پوځي-تخنیکي تړون یوازې تخنیکي همکاري نه ده، بلکې د اسلامي امارت -روسیې اړیکو د تدریجي لوړوالي نښه ده چې ستراتیژیکې کچې ته لوړه شي او له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته په سیمه کې د جیوپولټیک بدلونونو انعکاس دی.
د اسلامي امارت او روسیې اړیکي ستراتیژیکو کچې ته لوړول
د نړیوالو اړیکو په تیوريو کې د دولتونو ترمنځ د همکارۍ مختلفې کچې له اقتصادي او سوداګریزو اړیکو څخه تر سیاسي، امنیتي او دفاعي همکاریو پورې لري. د دې کچو ترمنځ اصلي توپیر د تعهد، معلوماتو حساسیت او د متقابل باور په کچه کې دی. که څه هم اقتصادي همکاري مهمه ده، معمولا د حیاتي معلوماتو افشا کولو یا د امنیتي ملاحظاتو د یوې برخې لیږد ته اړتیا نلري، مګر نظامي یا امنیتي همکاري په مستقیم ډول د دولتونو د حاکمیت، ملي امنیت او سیاسي بقا سره تړاو لري. له همدې امله، دولتونه په کمه کچه د اړخونو سره داسې همکارۍ ته ننوځي چې دوي په خپل ثبات، دوام او اعتبار باوري نه وي. له دې لید څخه، د اسلامي امارت سره د نظامي همکارۍ په ډګر کې د روسیې ننوتل له خالص تخنیکي، عملي یا لنډمهاله اړیکو هاخوا ځي. دا ډول همکاري ښیي چې مسکو اسلامي امارت د سیمې په امنیتي معادلو کې د یو اغیزمن او باوري لوبغاړي په توګه ارزوي او نه یوازې داچې اسلامي امارت د ځان او خپل امنیتي چاپیریال لپاره د ګواښ په توګه نه ارزوي، بلکې یو باوري اړخ یې هم ګڼي. په حقیقت کې، په نړیوال سیاست کې، د همکارۍ کچه څومره ژوره او حساسه وي، هومره باور او د ګوندونو ترمنځ اوږدمهاله ګډې ګټې زیاتې وي، چې دا د روسیې او اسلامي امارت ترمنځ د تعامل په بهیر کې لیدل کیږي. په هر صورت، یوه پوښتنه چې کیدی شي دا وي چې ولې روسیې د اسلامي امارت په وړاندې په خپل بهرني سیاست کې دومره لوی بدلون راوستی دی، په ځانګړې توګه په لنډ وخت کې (په تېرو دوو یا دریو کلونو کې)؟ په بل عبارت، کوم عوامل د دې لامل شوي چې امارت له ګواښ څخه د مسکو لپاره د یو باوري ملګري په توګه بدل شو؟ په چلند کې دا بدلون د څو عواملو له امله رامینځته شوی، چې تر ټولو مهم یې د روسیې او د هغې شاوخوا چاپیریال سره د اسلامي امارت چلند دی.
د افغانستان په اړه د مسکو د نظر په بدلولو کې د اسلامي امارت چلند
د بل هر عامل په پرتله، د اسلامي امارت په اړه د روسیې د مثبت لید د پام وړ زیاتوالی تر ډېره د اسلامي امارت د هغه سنجول شوي، محتاطانه او د کړکېچ کمولو پر بنسټ چلند پایله ګڼل کېږي چې واک ته له بېرته راستنېدو وروسته یې له روسیې او د هغې له شاوخوا سیمهییز چاپېریال سره خپل کړی دی. روسیه له ۲۰۲۱ کال وروسته له یوې اساسي پوښتنې سره مخ وه: آیا اسلامي امارت به د منځنۍ اسیا لپاره د بېثباتۍ او افراطګرۍ د خپرولو په سرچینه بدل شي او که به د ثبات د ساتونکي ځواک رول ولوبوي؟ په تېرو څو کلونو کې د اسلامي امارت عملي چلند تر ډېره د دغې پوښتنې په اړه د مسکو ځواب ټاکلی او شکل ورکړی دی.
لومړی، د ډېرو لومړنیو اندېښنو پر خلاف، اسلامي امارت د انقلاب د صادرولو یا په ګاونډیو هېوادونو لکه ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان کې د اسلامپالو خوځښتونو د پارولو له سیاست څخه ډډه کړې ده. همدارنګه یې هېڅ هڅه نه ده کړې چې ځان د سیمې د اسلامي خوځښتونو د مشر په توګه معرفي کړي. د روسیې لپاره، چې د منځنۍ اسیا امنیت په مستقیم ډول له خپل ملي امنیت سره تړلی ګڼي، له پولې هاخوا د لاسوهنې څخه دغه ډډه کول ستراتیژیک او راهبردي اهمیت درلود.
دویم، اسلامي امارت واک ته له رسېدو وروسته د دولتمحورې تګلارې غوره کړه او هڅه یې وکړه چې د سیمې له دولتونو سره رسمي تعاملات او اړیکې ټینګې کړي. د کرملین لپاره دغه چلند د دې نښه وه چې اسلامي امارت له یوه «یاغي خوځښت» څخه د حکومتي او دولتي لوبغاړي پر لور د بدلون او اوښتون په حال کې دی.
درېیم، په امنیتي ډګر کې اسلامي امارت وښودله چې د خراسان داعش ډله د ځان پر وړاندې یو جدي ګواښ ګڼي او په عملي توګه یې له دې ډلې سره مبارزه او نښتې وکړې. د مسکو له نظره داعش د افغانستان له خاورې راټوکېدلی تر ټولو مهم امنیتي ګواښ دی او هر څومره چې اسلامي امارت له داعش سره مبارزه پیاوړې کوي، هماغومره د دغه خطرناک دښمن پر وړاندې د مسکو د حللارې یوه برخه ګرځي.
څلورم، اسلامي امارت کولای شول د شوروي اتحاد لهخوا د افغانستان د اشغال پخوانۍ دور را یاده کړي او له روسیې سره تاریخي کړکېچ رامنځته کړي؛ خو په عمل کې یې د نننۍ روسیې او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ توپیر وکړ او لدې لارې یې ډډه وکړه. پر ځای یې د ایډیالوژیکې تقابل پر ځای د عملمحورې همکارۍ تګلاره غوره کړه.
پنځم، د نشهیي توکو د کر کیلې او قاچاق پر ضد د اسلامي امارت جدي او اغېزمنې مبارزې هم د اسلامي امارت په اړه د مسکو د مثبت لید په رامنځته کېدو کې مهم رول درلود.
شپږم او تر دې هم مهمه دا چې اسلامي امارت د روسیې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو په وړاندې نسبتاً ثابت او د اټکل وړ چلند غوره کړ. په نړیوالو اړیکو کې لوی ځواکونه ډېر ځله د ایډیالوژیکې همغږۍ په پرتله د مقابل لوري د چلند وړاندوینه کېدنه لا ارزښتمنه ګڼي، ځکه دا هغوي ته د اوږدمهاله پلان جوړونې زمینه برابروي.
روسیه په تېرو لسیزو کې د اسلامي امارت د نه اټکل کېدونکي چلند له امله له شک او ستراتیژیک ابهام سره مخ وه؛ خو له ۲۰۲۱ کال وروسته د اسلامي امارت نسبتاً باثباته چلند دغه اندېښنه تر ډېره له منځه یوړه. له همدې امله استدلال کېدای شي چې له اسلامي امارت سره د روسیې نږدېوالی یوازې د مسکو د جیوپولیټیکي اړتیاوو محصول نه دی، بلکې د هغې یوه مهمه برخه د اسلامي امارت د سنجول شوي چلند او تګلارې پایله ده. اسلامي امارت هڅه کړې چې مسکو ته دا ډاډ ورکړي چې د ده تر واک لاندې افغانستان به د بېثباتۍ، افراطیت او د ګاونډیو هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې د صادرولو په مرکز بدل نه شي. که روسیه نن اسلامي امارت د پوځي او امنیتي همکاریو په ډګر کې د یوه احتمالي شریک په توګه ګوري، نو دا یوازې د کرملین د محاسباتو د بدلون له امله نه دي، بلکې د روسیې او منځنۍ اسیا په وړاندې د اسلامي امارت د څو کلن محتاط، عملمحور او د کړکېچ کمولو پر بنسټ چلند پایله هم ده.
د اسلامي امارت لپاره له روسیې سره د پوځي-تخنیکي تړون لاسلیک کولو ګټې
د روسیې سره د امنیتي هوکړې احتمالي ګټې او ارزښتونه د اسلامي امارت لپاره په پوځي، امنیتي، سیاسي او جیوپولیټیکي کچو ارزول کېدای شي. په پوځي برخه کې، دا هوکړه کولی شي په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد او روسیې د هغو وسلو او تجهیزاتو د بیا رغونې زمینه برابره کړي چې په تېرو کلونو کې د زړښت، د پرزو د کمښت او د تخنیکي ملاتړ د نشتوالي له امله له عملي کارونې وتلي دي. له روسیې سره همکاري د دغو ظرفیتونو په بیا فعالولو او همدارنګه د نوو پرزو او تجهیزاتو په نسبتاً ټیټه بیه او اسانه لاسرسي کې مرسته کولای شي. سربېره پر دې، اسلامي امارت ته دا فرصت برابریږي چې د روسیې له تخنیکي او روزنیزو تجربو څخه ګټه واخلي او د خپل ځواکونه د روسیې پوځي او تعلیمي مرکزونو ته د لېږلو له لارې خپلې پوځي، استخباراتي او تخنیکي وړتیاوې لوړې کړي. په پوځي ـ امنیتي ډګر کې، له مسکو سره نږدې همکاري کولی شي د اسلامي امارت ظرفیت د ځینو دښمنو هېوادونو او همدارنګه د داعش خراسان او نورو وسلهوالو ډلو چې له پولې هغې خوا فعالیت کوي، پر وړاندې زیات کړي. د روسیې پرمختللو تجهیزاتو، استخباراتي معلوماتو او امنیتي تجربو ته لاسرسی به د څارنې، استخباراتو او د ترهګرۍ ضد مبارزې وړتیاوې پیاوړې کړي. په همدې تړاو، د اسلامي امارت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد له مسکو څخه تر راستنېدو وروسته ویلي وو چې هڅه کوي داسې شرایط رامنځته شي چې پاکستان نور پر افغانستان د برید جرئت ونه کړي. همدارنګه، د بی بی سی په وینا د ځینو رسنیزو راپورونو له مخې ویل شوي چې روسیې له اسلامي امارت سره د هوايي دفاعي تجهیزاتو د برابرولو موافقه کړې ده. [2] له سیاسي اړخه، دا هوکړه د اسلامي امارت لپاره د نړیوالې انزوا د کمېدو په لور یو مهم ګام بلل کېدای شي، ځکه له یوې ستر نړیوال ځواک سره امنیتي همکاري دا ښيي چې اسلامي امارت په تدریجي ډول د سیمهییزو معادلو د یوه اغېزمن او د تعامل وړ لوري په توګه منل کېږي. په جیوپولیټیکي کچه، دا همکاري کولی شي د اسلامي امارت د مانور ځواک زیات کړي او پر ځینو ځانګړو لوبغاړو یې تکیه راکمه کړي. همدارنګه، له روسیې سره نږدېوالی د اسلامي امارت لپاره یو ډول سیاسي بازدارندګي رامنځته کولای شي او د سیمې هېوادونو ته دا پیغام رسوي چې افغانستان نور یو منزوي او له بهرني ملاتړ پرته هېواد نه دی. په پای کې، دا ډول هوکړه کولی شي له اسلامي امارت سره مرسته وکړي چې خپل انځور له یوه پخواني «وسلهوال خوځښت» څخه د یوې مسؤلې ادارې او سیمهییز امنیتي شریک په توګه بدل کړي. د دې بدلون پایله به له روسیې او نورو سیمهییزو قدرتونو سره د اقتصادي، سیاسي او امنیتي همکاریو د پراخېدو لپاره لا ډېر فرصتونه رامنځته کړي.
د روسیې لپاره د دې تړون ګټې
روسیه له اسلامي امارت سره د نږدې او ستراتیژیک تعامل له لارې په عمومي توګه پنځه مهمې موخې او ګټې تعقیبوي:
لومړی: په منځنۍ اسیا کې د امنیتي ګواښونو مهارول: مسکو اندېښنه لري چې له افغانستانه ناامن کوونکې وسلهوالې ډلې تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ته پراخې نه شي. له همدې امله د کابل له واکمن ځواک سره همکاري د یادو شته ډلو سره د مقابلې په پرتله لږ لګښت لرونکې او اغېزمنه لاره ګڼي.
دویم: د لوېدیځ د نفوذ د بیا راګرځېدو مخنیوی: روسیه افغانستان د خپل امنیتي چاپېریال یوه برخه ګڼي او نه غواړي چې لوېدیځ یو ځل بیا په دې هېواد کې سیاسي، استخباراتي یا پوځي حضور پیدا کړي.
درېیم: له امریکا سره جیوپولیټیکه سیالي: کرملین د اسلامي امارت سره د نږدې اړیکو په ساتلو دا پیغام ورکوي چې لا هم کولای شي په هغو سیمو کې نفوذ ولري چې پخوا د واشنګټن تر اغېز لاندې وې.
څلورم: اقتصادي فرصتونه: افغانستان د خپلو بډایو معدني سرچینو او د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د ترانزیټي موقعیت له امله په راتلونکي کې د سیمې د سوداګریزو دهلېزونو مهمه برخه کېدای شي، چې دا د روسیې لپاره اقتصادي ارزښت لري.
پنځم: روسیه له څو کلونو راهیسې د اوکراین په جګړه کې بوخته ده، د افغانستان په څېر مهمو هېوادونو سره د سیاسي، اقتصادي او پوځي اړیکو پراختیا کولای شي د اوکراین د جګړې له امله پر روسیې وارد شوي ځینې فشارونه راکم کړي.
په پای کې د دواړو لورو ترمنځ د ګډو ګټو یوه مهمه نقطه د لوېدیځ تر مشرۍ لاندې نړیوال نظم پر وړاندی انتقادي دریځ دی. روسیه د داسې څو قطبي نړۍ غوښتونکې ده چې د لوېدیځ نفوذ پکې محدود وي او اسلامي امارت هم له اوسني نړیوال جوړښت څخه چې پرې سیاسي او اقتصادي فشارونه راوړي، ناخوښه دی. له همدې امله د روسیې او اسلامي امارت نږدېوالی لږ تر لږه د نړۍ په دې برخه کې کولای شي هغه لوېدیځمحور نظم چې دواړه لوري یې د خپلو ګټو پر خلاف بولي، تر پوښتنې لاندې راولي او د هغه اغېزې کمزورې کړي.
د منځنۍ اسیا پر هېوادونو باندې د دې تړون اغېزې
د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي همکارۍ هوکړه یوازې یوه دوه اړخیزه همکاري نه ده، بلکې دا د افغانستان د نښلولو یوه هڅه هم ګڼل کېدای شي. له هغو امنیتي ترتیباتو سره چې روسیه یې په منځنۍ اسیا کې ملاتړ کوي. روسیه په تېرو درېیو لسیزو کې د منځنۍ اسیا له مهمو امنیتي لوبغاړو څخه پاتې شوې ده او د پوځي حضور، استخباراتي همکاریو او د منځنۍ اسیا له دولتونو سره د نږدې اړیکو له لارې یې د پولې هاخوا ګواښونو په مدیریت کې مهم رول لوبولی دی. خو افغانستان تل د دې امنیتي چوکاټ څخه بهر یوه کړۍ ګڼل کېده او همدې موضوع د سیمې هېوادونو، په ځانګړې توګه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ته اندېښنې پیدا کړې وې. وروستۍ هوکړه دا پیغام لېږدوي چې مسکو نور یوازې د منځنۍ اسیا د جنوبي پولو په ساتنه بسنه نه کوي، بلکې غواړي د ګواښونو سرچینه هم مدیریت کړي او دا کار د کابل له واکمن ځواک سره د مستقیمې همکارۍ له لارې ترسره کړي. د روسیې له نظره، طالبان کولای شي د داعش خراسان، د پولې هاخوا قاچاق او نورو امنیتي بېثباتیو پر وړاندې د دفاع لومړۍ کرښه وګرځي. دا تګلاره د مسکو امنیتي لګښتونه هم راکموي او د امنیتي ګواښونو د کنټرول لپاره یو نسبتاً ارزانه میکانیزم برابروي. د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره هم دا همکاري تر یوه بریده ډاډ ورکوونکې ده، ځکه ښيي چې له افغانستانه راولاړېدونکي ګواښونه د مدیریت وړ ګرځي او د کابل او مسکو ترمنځ د هغو د مقابلې لپاره رسمي همغږي او د اړیکو کانالونه رامنځته شوي دي. په ورته وخت کې، دا هوکړه په سیمه ییز چاپېریال کې د اسلامي امارت د مقام په بیا تعریف کې هم مرسته کوي. هغه ډله چې یو وخت یوازې د بېثباتۍ د عامل په توګه ګڼل کېده، اوس په تدریجي ډول د سیمهییزو معادلو د یوه احتمالي امنیتي شریک په توګه تر پام لاندې نیول کېږي. که څه هم لا تر اوسه د جنوبي اوراسیا لپاره د یوه نوي امنیتي نظم د رامنځته کېدو په اړه خبرې کول وختي دي، خو دا هوکړه ښايي د افغانستان د سیمهییزو امنیتي ترتیباتو پر لور د نږدې کېدو او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د هغو اوږدمهالو اندېښنو د کمېدو لومړنی ګام وي چې د خپلو جنوبي پولو د امنیت په اړه یې لري. په یوه پراخ لید کې، د روسیې او افغانستان همغږي ښايي د لویې منځنۍ اسیا د امنیتي مجموعې په چوکاټ کې د لا پراخو پوځي ـ امنیتي ترتیباتو د رامنځته کېدو لامل شي؛ داسې ترتیبات چې ایران هم پکې شامل وي. د دې احتمال یو دلیل دا دی چې روسیه او ایران په ډېرو سیمهییزو موضوعاتو کې نسبتاً نږدې دریځونه لري او د افغانستان ـ منځنۍ اسیا په محور کې د دغو دوو قدرتونو ګډې ګټې د داسې امنیتي همغږۍ د پراختیا زمینه لا پیاوړې کولای شي.
د دې تړون پر وړاندې د لویدیځو هیوادونو، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو احتمالي غبرګون
د روسیې او اسلامي امارت د اړیکو تودوالی او د پوځي همکارۍ تر کچې رسېدل، به په ډېر احتمال سره د واشنګټن او د هغه د متحدینو له لوري غیرمستقیم خو معنادار غبرګونونه ولري. په سیاسي برخه کې، امریکا به پر دې فشار لا زیات کړي چې اسلامي امارت په نړیوالو سازمانونو کې په رسمیت ونه پېژندل شي، څو د کابل حکومت ته د مسکو په مدار کې د مشروعیت ترلاسه کولو مخه ونیسي. په اقتصادي برخه کې، مالي او بانکي بندیزونه ته به د یوې وسیلې په توګه دوام ورکړي، ترڅو افغانستان په بشپړ ډول د روسیې تر نفوذ لاندې اقتصاد سره یوځای نه شي. خو تر ټولو مهم د سیالۍ ډګر امنیتي ساحه ده، چیرې چې غیرمستقیم لوبغاړي اساسي رول لوبوي. په دې چوکاټ کې، د داعش خراسان ډلې دوامداره فعالیت چې هم د اسلامي امارت او هم د روسیې ګډ ګواښ ګڼل کېږي، ښايي د داسې یوې وسیلې په توګه وکارول شي چې د کابل واک کمزوری کړي او له مسکو سره د ستراتیژیکو همکاریو بهیر کم رنګه کړي. همدارنګه د اسلامي امارت مخالفې ډلې، که څه هم اوس مهال هم غږي او پوځي وړتیاوې نه لري، خو د جیوپولیټیکو سیالیو د زیاتېدو په صورت کې ښايي بیا فعالې شي. ځینې هیوادونه لکه پاکستان، چې په افغانستان کې د نفوذ وسایل لري، کولی شي د نوي قدرت توازن په رامنځته کېدو کې رول ولوبوي. خو د سړې جګړې په څېر د نیابتي جګړو پراختیا بېرته راتګ ډېر احتمال نه لري؛ بلکې هغه څه چې امکان لري، د محدود او غیرمستقیم امنیتي رقابت رامنځته کېدل دي، چې په کې د افغانستان پاتې ناامني د قدرت د توازن د فشار د وسیلې په توګه کارول کېږي.[3]
پایله
په ټولیز ډول د روسیې او اسلامي امارت ترمنځ پوځي ـ تخنیکي هوکړه یوازې د نظامي تجهیزاتو د ترمیم یو تخنیکي قرارداد نه شي ګڼل کېدای، بلکې باید د کابل او مسکو د اړیکو د تدریجي بدلون او د ستراتیژیکو همکاریو پر لور د حرکت یوه نښه وګڼل شي. د دې هوکړې تر ټولو مهمه لاسته راوړنه د اسلامي امارت لپاره د افغانستان د پوځي او امنیتي ظرفیتونو لوړونه ده. د زړو روسي وسلو بیا رغونه، پرزو او پوځي ټکنالوژۍ ته اسانه لاسرسی، د روسیې له نظامي روزنو او تجربو څخه ګټه اخیستل او په راتلونکي کې د دفاعي همکاریو د پراختیا احتمال، کولی شي د اسلامي امارت د ځواکونو جنګي او عملیاتي وړتیا په تدریجي ډول لوړه کړي. که دا بهیر دوام ومومي، افغانستان به نه یوازې د لوېدیځ د دورې له پاتې تجهیزاتو څخه خپل تکیه کمه کړي، بلکې ښايي داسې پوځي او امنیتي وړتیا ته ورسېږي چې وکولای شي داخلي او فرامرزي ګواښونه په نسبي خپلواکه توګه مدیریت کړي. همدارنګه دا بهیر کولی شي د سیاسي او امنیتي بازدارندګۍ یو ډول رامنځته کړي او د افغانستان مقام د سیمې په معادلو کې لوړ کړي. په ورته وخت کې، دا همکاري د روسیې لپاره هم د جنوبي منځنۍ اسیا د امنیتي ګواښونو د مدیریت او د خپلو شاوخوا مهمو سیمو کې د نفوذ د ساتلو یوه وسیله ده. خو د دواړو لورو اړیکې تر ډېره د ایډیالوژیکې همغږۍ پر ځای د ګډو ګټو پر بنسټ ولاړې دي او دوام یې هم د همدې ګډو ګټو له استمرار سره تړلی دی. له همدې امله، راتلونکی به دا روښانه کړي چې آیا دا همکاري به د یو باثباته او له امنیتي پلوه فعال افغانستان د رامنځته کېدو لامل شي او که به د لویو نړیوالو قدرتونو د جیوپولیټیکو سیالیو تر اغېز لاندې له نویو محدودیتونو سره مخ شي.
وړاندیزونه
د دې تحلیل د موندنو پر بنسټ لاندې وړاندیزونه وړاندې کېږي:
۱- که څه هم د روسیې او اسلامي امارت پوځي ـ تخنیکي همکاري د هېواد د پوځي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره یو مثبت ګام ګڼل کېږي، خو د لوېدیځو قدرتونو د احتمالي منفي غبرګونونو په وړاندې باید بشپړ چمتووالی او مناسب دفاعي تدابیر ونیول شي.
۲- اسلامي امارت کولی شي له موجودې هوکړې څخه په ګټې اخیستنې سره د روسیې په همغږۍ د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپل پوځي ـ امنیتي تعامل زیات کړي او په دې برخه کې د دغو هېوادونو سره دوه اړخیز او څو اړخیز تړونونه هم رامنځته کړي.
سرچیني
[1]. گزارش: روسیه و طالبان توافقنامه همکاری نظامی-فنی امضا کردند. دویچهوله، تاریخ نشر۷/۳/۱۴۰۵ قابل دسترسی:
[2]. محمد یعقوب مجاهد: پاکستان در آینده نزدیک جرئت نخواهد کرد به افغانستان حمله کند. بیبیسی فارسی، تاریخ نشر۳۰ می ۲۰۲۶ قابل دسترسی:
[3]. روابط روسیه و طالبان و آینده رقابت آمریکا در افغانستان، سایت بررسی تحولات افغانستان، تاریخ نشر ۱۵/۳/۱۴۰۵ قابل دسترسی:
