کتاب جدید: تغیرات خاورمیانه و پیامدهای برای افغانستان
مرکز مطالعات استراتیژیک و منطقوی کتابی بسیار مهم و مفید (تغیرات خاورمیانه و پیامدهای برای افغانستان) را چاپ نموده است. علاقه مندان می […]
CSRS | مرکز مطالعات استراتیژيک و منطقوی | د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز
مرکز مطالعات استراتیژيک و منطقوی دستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز
مرکز مطالعات استراتیژیک و منطقوی کتابی بسیار مهم و مفید (تغیرات خاورمیانه و پیامدهای برای افغانستان) را چاپ نموده است. علاقه مندان می […]
د ايران او متحده ايالاتو ترمنځ د ۲۰۲۶ز. کال لاسليک شوې هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د درې مياشتنۍ جګړې د درولو او د اوږدمهاله تفاهم لپاره د يوه لنډمهاله چوکاټ په توګه ارزول کېدای شي. په دې هوکړه کې د اوربند ټينګښت، د هرمز تنګي د بيا پرانيستلو، د ايران پر وړاندې د اقتصادي فشارونو د کمولو، د کنګل شويو شتمنيو د ازادولو او د اټومي پروګرام په اړه د راتلونکو مذاکراتو لپاره زمينه برابره شوې ده. له بلې خوا، ايران يو ځل بيا د اټومي وسلو د نه توليد ژمنه کړې، خو د غني شويو يورانيمو، توغنديز پروګرام او نورو حساسو موضوعاتو په اړه وروستۍ پرېکړې راتلونکو مذاکراتو ته پرېښودل شوې دي. ايران د دغه هوکړې له لارې ډير امتيازات ترلاسه کړي او ظاهراً داسې ښکاري چې دغه هوکړه د ايران په ګټه ده. ايران وکولای شو چې د نظام د سقوط مخه ونيسي او د پراخې پلان شوې تباهۍ مخنیوی وکړي.