Month: جولای 2026

ارزیابی توافق میان ایران و ایالات متحده

توسط: مرکز مطالعات استراتیژیک و منطقوی یادآوری: نسخۀ PDF این تحلیل را از اینجا داونلود کنید. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ آنچه درین شماره […]

د ايران او متحده ايالاتو ترمنځ د ترسره شوې هوکړې ارزونه

د ايران او متحده ايالاتو ترمنځ د ۲۰۲۶ز. کال لاسليک شوې هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د درې مياشتنۍ جګړې د درولو او د اوږدمهاله تفاهم لپاره د يوه لنډمهاله چوکاټ په توګه ارزول کېدای شي. په دې هوکړه کې د اوربند ټينګښت، د هرمز تنګي د بيا پرانيستلو، د ايران پر وړاندې د اقتصادي فشارونو د کمولو، د کنګل شويو شتمنيو د ازادولو او د اټومي پروګرام په اړه د راتلونکو مذاکراتو لپاره زمينه برابره شوې ده. له بلې خوا، ايران يو ځل بيا د اټومي وسلو د نه توليد ژمنه کړې، خو د غني شويو يورانيمو، توغنديز پروګرام او نورو حساسو موضوعاتو په اړه وروستۍ پرېکړې راتلونکو مذاکراتو ته پرېښودل شوې دي. ايران د دغه هوکړې له لارې ډير امتيازات ترلاسه کړي او ظاهراً داسې ښکاري چې دغه هوکړه د ايران په ګټه ده. ايران وکولای شو چې د نظام د سقوط مخه ونيسي او د پراخې پلان شوې تباهۍ مخنیوی وکړي.

Scroll to top